دنهج البلاغې فصاحت او بلاغت

شروع کوم دلوئے په نوم چې په خپلو بنيادمو کښې د هر بنيادم له انفرادي اعمالو ډېر ښه باخبره دے او اختيار لري چې دهر بنيادم نه د هغه د اعمالو تپوس اوکړي. ځکه چې هغه لوئے الله منصف حقيقي او د انصاف دلوئے ورځي اکي يوازې مالک دے او حضور اقدس محمد صلی الله عليه و اله و سلم  دهغوئې محبوب او رسول دے. هم په دې محبوب او رسول ئې خپل عظيم الشان کتاب قران مجيد نازل فرمائيلے دے او بيا ئې په خپل بالغ حکمت سره ددې قران په ذريعه څوک په هدايت نمانځليدي او څوک ئې ګمراه کړي دي. هدايت بخښونکي الله د خپل حبيب ورور حضرت امير المومنين علی کرم الله وجهه د خپل کتاب په ظاهري او باطني علومو نمانځلے وو. هغه يو راشد خليفه او ښه په جار د ( انا قران ناطق) ناطق وو. نهج البلاغه د هغوئ د خطباتو او کلماتو مجموعه ده . چې د فصاحت ، بلاغت، زور بيان  او معني افرينۍ تعريف ئې په الفاظو کښې نه شي کېدلے . بلکې د دې نه علاوه هم کښې ډېر څه موجود دي. د دې نادرې او ناوياته کتاب پښتو ترجمه زما هادي او مرشد حمزه بابا شنواري رحمته الله عليه کړې وه. وروستو چې ددې کتاب د چاپولو خبره شروع شوه نو معلومه شوه چې د پښتو ترجمې څه صفحې وروکې دې د طريقت ورور کليم شينواوي او فېصل عمر شنواري له ډېرې مينې دا شرائض ماته اوسپارل چې د وروکو شوو صفحو ترجمه زه اوکړم. نود بابا نمسي سجاد شينواري نه ئي اصل پښتو مسوده واخسته او ماته ئې راکړه چې وې ګورم او دوروکوشوو صفحو د ځائے ځايګي د تعين کولو نه پس د ترجمې کار شروع کړم . نو معلومه شوه چې د اصلي پښتو مسودې د نهمې صفحې نه واخلي تر پينځه څلوېښتمې صفحې وروکې دي. او ددې صفحو ترجمه تر خپله استعداده ما اوکړه.

لنډه دا چې پښتو ترجمه په هر لحاظ مکمل شوه او ما ښاغلی کلېم شينواري ته اوسپارله. نو څه ورځې پس هغوئ په دې خيال بيا را واپس کړه چې محترم علی کمېل قزلباش له ډېرې مينې او پيرزوئنې دا رائې ښکاره کړې ده چې طاهر بخاري دې د پښتو ترجمې مقدمه اوليکي. زه د د محترم علی کمېل قزلباش د دې مينې او پيژزوينې ډېره ډېره مننه کوم . نهج البلاغه نه صرف يو ناوياته کتاب دے . بلکې د بشري ژونداو مرګ يو تحريري دستور العمل هم دے جې دنيا اواخرت سره تړلي هر څه په کښې موجود دي . البته ويخ ضمير او روښانه ذهنيت غواړي چې زړه او ضمير لرونکے قاري ئې د زړه په سترګو هم اولولي او قسم قسم معلومات ترې حاصل کړي او نور په مکمله ايماندارۍ او انصاف سره ترې نتيجې اخذ کړي.

د امير المومنين علی المرتضی عليه السلام د ستر شان لوئے شخصيت او عظيم الشان کردار او عمل متعلق زه څه نه ليکم. ځکه چې قران ، حديث اوتر ډېره حده تاريخ او سوانح موجود دي او په دغو حوالو د جناب مرتضی د ستر شخصيت او کردار تعين کېدے شي. نه صرف دا بلکې د هغوئ د مخالفينو د مکروه مقاصدو او کردار تعين ترې هم کېدے شي. دا شان په دې امر کښې شک شبه نشته چې جناب اميرالمومنين حضرت علی کرم الله وجه به د يوې لمحې د پاره هم د حق لار پريښودې وي. البته د هغوئ د مخافينو مرام او مقاصد معلوم دي. چې څه وو ؟ بيا دغو مخافينو ته اجتهادي غلطۍ منسوب کول او د نيم ثوب حقدار ګڼل که ظلم نه وې نو انصاف هم نه دے. داد اسلامي تاريخ يو درد ناک دور وو. حضرت علي کرم الله وجهه خپل خلافت په منهاج نبوت چلول غوښتل مخالفين ئې په دغه حقيقت ډېر ښه پوهېدل ليکن بيا ئي هم د يو سياسي سټنټ او ښکاره مکر نه کار اخسته او هغه هم خالص په دې بنياد چې يو راشد خليفه قسم قسم مشکلات پيدا کړي.  او ددې د پاره چې راشد خليفه خپل خلافت په منهاج نبوت چلولو کښې کامياب نه شي. دلته غواړم. خو دا عرض خو دا عرض کولے شم چې زمونږ دا دور د تنقيد دور دے . او د تنقيد معنی او مفهوم دا وي چې ناقد د يوې خبرې يا معاملې بېخ ته اورسي او په صحت سره ترې صحيح خبره يا اصليت خارج ته را اوباسي . زما په خيال اوس هغه وخت تيرشوے دے چې زمونږ ناقد ين  يا تجزيه کونکي د معاملانو او شخصياتو نفسياتي، اخلاقي، تاريخي، سوانحي او ديني تجزيه او کړي او په مکمل اخلاص او صحت سره دود – دود او پاڼي پاڼي کړي. د خداے فضل دے چې د دې صحيح کار ابتدا شوې ده. ننے نقد نګار د جديدو او قديمو علومو ماهر هم دے انصاف پسند هم دے او روشن خياله او ذهين هم دے. ليکن جځباتي او متعصب هر ګز نه دے ننے نقدنګار د دې خبرې جرات لري چې د يو ناخيه فرد بد بوتاړ ائينې ته مخامخ کړي. يا د يو سپيځلي فرد روښانه څهره متعارف کړي.

دلته به زه دا عرض هم اوکړم چې په نني تاريخي نقدنګار دا د اسلام قرض دے چې سخا اګئ په ګوته کړي او د اسلامي بدن ته دا زخې اوباسي.

تر کومه چې د ترجمې د هغه حصې تعلق دے  چې دې حقير او فقير کړېده نو د معمول مطالق ئې د دوباره ليکلو قوت نه لرم . د ترجمې متعلق هم دا دغوه نه شم کولے چې منفرد ده . البته دا عرض کولے شم چې الحمد الله د ترجمې الفاظ راڅخه شته او کوشش مې دا کړے دے چې معياري ترجمه اوکړم . خالص په دې خيال چې که د بابا د ترجمې غوندې نه وي او نه کېدے شي. نو چې کم نه کم د بابا د کتاب رنګ خراب نه کړي.

هو! زه منم چې په اصل کتاب کښې د کتابت فحش غلطۍ موجودې دي. په تفصيل کښې ئې نه ځم. هسې د مثال په طور د کتاب (اردو ترجمه) په صفحه 38 د زيد بن حارثه په ځائے زيد بن خارجه ليکلے شوے دے. يا ئې په صفحه 41 د غازيان بدر شماره تېره سو ليکلې ده. حال دا چې دا درې سوه ديارلس وو. دا شان د چاپ کتاب په صفحه 72 يوه  جمله داسې ليکلې ده. (توان انتون کي واپسي کی حکومت حضرت علی عليه السلام کے سپرد فرمائي ( ظاهره ده چې صحيح نه ده ليکلے شوے. صحيح ترجمه ئې ما داسې کړېده. (نو د دې امانتونود واپسۍ ذمه واري  ئې جناب مرتضی ته سپارلې وه (دغه شان څه نور ځايونه هم چې د کتابت غلطي په کښې شوې وه . نو تر خپلې پوهې ما صحيح ليکلي دي.

تر کومه چې د بابا د ترجمې تعلق دے نو هغه بالکل د هغوئ د شان او مقام سره مطابق ده . ډېره بلکې ډېره زياته ښه ده. هغوئ د اردو مترجم نوټونه خو ترجمه کړي دي. ليکن کوم کمے چې د هغوئ نه پاتې شوے دے . د زه وايم په تحرير ئې پوره کړے دے. او چې خپله خبره ئې ختمه کړې ده . نو حپل دستخط ئې کړے دے او کمال قه کښې دا دے چې په داسې هر ( زه وايم ) کښې ئې يوه نادره نکته يوه عجيبه مسله اويونا معلوم حقيقت په ګوته کړے دے.   په اصل کښې د ستر بابا يو کمال دا هم دے چې هر کله دوي يوه خبره اوريدلې ده يا ئې يو عبارت لوستے دے ئو دسترګې په رپ کښې ئې خپل عارفانه عقل په کسوټۍ وهلے دے او پس له دې ئې ترې يوه داسې نکته خارج ته رايستلې ده چې در کول ئې دهر بنده له وسه بهر وو مطلب دا جې تاسو داسې هر يو (زه وايم) لولی نو تاسو ته به يو سوچ او فکر درکوي او که غور اوکړئ نو ستر بابا به ستاسو ذهن فتح کړے وي او ستاسو شک به يقين ته رسيدلے وي نور څه وئيل به د طوالت باعث وي.

يوه ضروري خبره دا هم کول غواړم چې د نهج البلاغه دوېم جلد هم شته اګر جې هغه دومره ضخيم نه دے د هغې اردو ترجمه هم عزتمند رئيس احمد جعفري صاحب کړې ده او دغه جلد عموما د جناب اميرالمومنين علی عليه السلام په مکتوباتو مشتمل دے. او دا خطونه په هر لحاظ ډېر اهميت لري . خو زما هادي او مرشد ته خداے پاک دومره عمر ورنه کړو چې هغه ئې هم ترجمه کړے وے . والله العلم چې دغه سعادت به الله تعالی د چا په نصيب ليکلے وي؟

په اخر کښې به زه خواست اوکړم چې لوستونکي دا کتاب د شيعه سني عقيدې نه هم ډېر پورته . بلکې نور هم بره د يوراشد خليفه او د رسول الله صلی عليه واله وسلم د يو ورور او زاوزاد په خېثيت ولولي. ځکه چې د مولائے کائنات ذات او شخصيت صرف تر يوې مخصوصې فرقې محدود نه دے او نه داسې کول د عقلمند کار کېدے شي. ځکه حضرت اميرالمومنين علی المرتضی عليه السلام يو راشد خليفه او نور اهل بېت هم د ټول امت مسلمه د پاره متبرک او لائق احترام دي. بلکه د دوئي عزت او احترام د ايمان جز دے.

په اخر کښې خواست کوم چې د نهج البلاغه په حقله چا څومره اوڅه قسم کوشش کړے دے . نو لوستونکي دې په ډېره مهربانۍ هغو ټولو ته دعا اوکړي. مننه !!