د علامه سيد رضي شجره نسب

علامه سيد رضي چې نوم يې محمد او کنيه يې ابولحسن دی په سپوږميز لږديز کال 359 کې په يوې مشهوره ديني علمي کورنۍ کې په تاريخي ښار بغداد کې دنيا ته راغي د پلار بزرګوار نوم يې حسين بن احمد ؤ خو په طاهر ذوالمناقب باندې مشهور ؤ او د ګراني مور نوم يې فاطمه وه.

علامه سيد رضي د پلار له طرفه په څلورو واسطو او نيکونو سره د شيعه ؤ اووم امام معصؤم حضرت امام موسی بن جعفر کاظم (عليه السلام)  ته رسيده او د مور له لورې هم په شپږو واسطو او نيکونو سره څلورم امام معصوم حضرت امام زين العابدين عليه السلام ته رسيږي. د هغه پلارين او مورين نيکونه تر امام معصومه پورې ټول يا د ديني عالمان او مذهبي عالمان او يا د شيعه ؤ ستر او تګړه او ميړاني او مشهور او د اسلام خدمتګار شخصيتونه وو.

د هغه تعليم

علامه سيد رضى د کوچنوالي وخته خپل مشر ورور سيد مرتضی سره د  ديني علومو د مقدماتي او سريز کتابونو په زده کړې لګيا ؤ او د خپل زمانې مشهور ديني پوهاند او عالمانو نه يې چې په بغداد کې اوسيدو مختلفو علمونه لکه صرف، نحو، لغت، عربى، بلاغت، تفسير، حديث، فقه، اصول، كلام او د قران پاک قراْئت د پوره کيدو او زياتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره په زده کړی بوخت ؤ.

د هغه شاګردان

د علامه سيد رضي له ټولو شاګردانو معلومات خو راته نيشته خو دې هکله د ګران بيه کتاب الغديز ليکوال ښاغلي علامه اميني په خپل کتاب په خاتمې کې له مستدرک الوسايل په کتاب کې د هغه ځينې شاګردانو ته اشاره کوي چې په هغو کې ځيني دا دي. شيخ جعفر بن محمد دوريستى، ابو عبدالله محمد بن على حلوانى، محمد بن ابى نصر، سيد ابوالحسن على بن بندار، سيد عبدالله بن على كيابكى و...

د هغه علمي مقامات

علامه  سيد رضي نه يوازې په شعر او په عربي علومو بلکې په تفسيري، حديثي او فقه او عقايدو علومو هم عبور او تسلط درلود او يو ګران بيه پوهاند او عالم ؤ او ستر مقام علمي يې درلود هم دا رنګ هغه په عربي ادبياتو او بلاغت په فن بانې په تسلط سره د قلمي قدرت او د ليکولو خاص مهارت درلود. د دکتر زکي مبارک له قوله چې مصري پوهاند او متفکر دی په خپل کتاب (عبقريه الشريف الرضى)  ليکلي سيد رضي يو ستر ديني پوهاند او ليکوال دی او د ليکلو طريقي يې داسې ده چې د ټولو علمونو محور يې ديني علمونه دي

د هغه منصبونه او عهدې

سيد رضي سياست او د مسلمانانو تقدير او د خلکو د دنياوي چارو باندې اخته کيدل عين دين ګڼي او د دينداري او سياست تر مينځ د جدايۍ ويوونکې نه ؤ په همدې وجې منصب او عهده يې په ځوانۍ کې له پلاره تر لاسه کړه، د هغه منصبه پرته د خلکو به مسايلو ستونزو ديني وظايفو او تدريس او ليکنو او د خلکو په چارو او لانجو حل کول دار العلم چې په خپله دې جوړوونکي او باني ؤ هغه يې هم په غاړه لرله او هر څه يې په ډيرې خاصې توګې تر سره کول،

د هغه استاذان

ځينې هغه استاذان چې سيد رضي هغو سره د علم په تر لاسه کولو د هغو په در کې ناست ؤ هغه دا دي: ابو سعيد سيرافى، ابو على فارسى، ابو الفتح ابن حنبى، ابو عبد الله مرزبانى، شيخ مفيد، ابن نباته، هارون بن موسى تلعكبرى، على بن عيسى ربعى، ابو اسحاق ابراهيم بن احمد طبرى و...  د ذکر وړ ده چې د سيد رضي استاذانو کې ځينې شيعه وو او ځينې سنيان وو.

 د هغه کتابونه

له دې شيعه ستر عالمه په ډيرو موضوګانو لکه ادبيات و بلاغت و تفسير و فقه و كلام و حديث کې کتابونه مونږ ته راسيدلي دي چې له هغو ځينو ته اشاره کوو:

خصائص الائمة (عليهم السلام)، مجازات آثار النبوية، مجازات القرآن، ديوان شعر، حقائق التأويل و دقائق التنزيل او چې په هغو کې مهم او مشهور نهج البلاغه چې له کال 400 هجري ياني د خپل وفاته شپږ کاله مخکښې يې ليکلي ده.

د هغه وفات

علامه سيد رضي دا ستر او لوې ديني او شيعه عالم هغه پاک او سپيڅلي روخ سره د ډيرو فضايلو او اخلاق کمالاتو څښتن ؤ لکه ميړانتيا شهامت ستر همت، صفا خبرې پاک فطرت او انسان دوست او ملګري په کال 406 هجري قمري کې په اوو څلويښت کلونو کې په بغداد کې وفات شو او خاورو ته وسپارل شو

هغه داسې ځلانده ستورې ؤ چې ښه وځليد که څه هم هغه په دې دنيا کې نيشته خو د هغه ياد او نوم د ليکلو کتابونو او بيا په تيره د نهج البلاغې په وجه تل په زړونو کې ژوندې ده خدای پاک د هغه وبخښي