ولي د نهج البلاغې ترجمه ضروري دی؟

کله چې حنيف خليل د خپلو کتابونو سره يوه وړه کتابچه  ( سپځېلې وېناوې ) ترجمه د نهج البلاغه د حمزه په قلم يو جاج ماته راوليږله نو زه واقعي ډېر خېران شوم چې د دومره لوئے  شخصيت دومره اهم  او لوے کتاب په پښتو کښې ترجمه شوې دے او هغه هم د پښتو ژبې د شلمې صدۍ تر ټولو لوئے شخصيت په قلم ، دا کتابچه چې ما ولوستله نو راته معلومه شوه چې دا ترجمه هو په 1964ء کښې پائےته رسېدلي ده يعنې دا ترجمه په عمر کښې مانه ډېره مشره ده . خو ګوره چې دلې دومره د بې توجهۍ ښکار شوې ده، حالانکې د حمزه بابا کتابونه خو هم ادارې چاپ کوي او هم ئې لوستونکي شته . او په خصوصي توګه دا کار د پښتو اکېډمۍ وو.

ددې ترجمه کيدل ځکه هم ضروري وو چې دا د عربي ژبي او ادب يو اهم  ترين اثر دے او بل ئې مصنف هم دومره ستر شخصيت دے د چا د عظمت د پاره چې ماته دليلونه وړاندې کول نه دي په کار . بس دومره کافي ده چې د سرور کائنات حضرت محمد مصطفی يو حديث وړاندې کړم چې فرمائي.

زه د علم ښار يم او علی ئې دروازه ده

نوما ځکه د حنيف خليل سره تماس ونيولو چې دا مسوده به څنګه تر لاسه کوم . هغه راته د کليم شينواري ذکر وکړو چې دا کار هم هغه کولے شي خو مسوده اوسد حمزه بابا له زوے متحرم مراد شينواري او لمسي سجاد شينواري سره ده. او کله چې زه دوېم عالمي پښتو کانفرنس ته پېښور ته ولاړم نو حنيف خليل ته مې بيا ددې مسودې ذکر وکړو . هغه هم هلته د محترم مراد شينواري سره زما پېژندګلوي وکړه او زما مدعا ئي ورته بيان کړه. او ورته ئې وويل چې موږ به لواړګی ته درځو . بيا مو کليم شنواري سره ملاقات وشو چې يو ډير روشن فکره او پوهه انسان دے هغه ته مو هم خپله مدعا بيان کړه . هغه هم د لواړګی دعوت راکړو . نو د کانفرانس نه پس مواول کار هم دغه وکړو لواړګی ته ورغلو او د کليم سره هغې عظيمې حجرې ته لاړو چرته چې به د حمزه بابا غوندې نابغه د خپل فکر په وړانګو خلق منورکول، هلته راته ډيره په مينه او محبت محترم مراد شنواري او سجادشنواري دا مسوده وسپارله خو په دې مسوده کښې يو مسله دا وه چې خطبه شقشقيه موجوده نه وه يعني د حمزه بابا مخونو د شمېر په  حساب له مخ 8 نه تر 46 پوري پاڼي ورکې وې. او په دې پرېشانۍ اخته شوم چې د دغو پاڼو ترجمه به بيا څوک راته کوي خو دا مسئله هم کليم شنواري حل کړه . او د حمزه بابا سره ډير نزدې پاتې شوے شخصيت او د هغه د فکر او طريقت مريد او خليفه محترم طاهر بخاري نوم ئې راته وښودو بلکر دا کار هم کليم پخپله ذمه واخستو او ورسره دا خبره هم زمونږ خوښه شوه چې د حمزه بابا او د هغه د ترجمې په حقله به د ديباچې ليکلو د پاره هم محترم طاهر بخاري ته خواست کوو. او په دا کار وړاندې روان شو.

دلته داسوال هم په خپل ځائے اهم دے چې د نهج البلاغه ترجمې ته اهميت ورکول ولې ضروري دي؟ نو هغه خو ما مخکښې هم عرض وکړو چې دا کتاب د عربۍ ژبې او ادب اهم ترين اثر دے او يقيناً چې په مذهبي حواله هم پخپل ځائے اهميت لري او له دې نه عالوه معاشي، قانوني، سياسيات ، سائنسي، تاريخي ، انساني، او نظامي حېثيت هم لري. په دې کښې د عدل ، انصاف، انسانيت، معاشيات، ساسيات ، حکومتي نظام، اسلامي تاريخ ، قران ، حديث، فقه ، سيرت ، توحيد، رسالت ، فلسفه ، او په تېره بيا د ادبي معياراتو لټون اسان دي، حتی چې د تاريخ په حقله  ډېرې داسی پېش ګوياني هم پکښې شته کومې چې پخپلو وختونو کښې سل په سله صحيح ثابتي شوي دي . اوپه دې کتاب  باندې د عربي سره سره د نورو ډېرو ژبو عالمانو او مفکرينود مختلفو موضوعاتو په اړه څېړنې کړي دي. او د دې شرحې ئې ليکلې دي، په کومو کښې چې د اسلامي او غېر اسلامي شخصياتو حوالې شاملي دي، چا يو کتاب چا دوه او څلور چايو جلدي دو جلدي شرحې ورباندې ليکلي دي خو په خصوصي توګه د ايران د محمد تقي جعفري شرح چې په دوه وشتو جلدونو مشتمله ده . د ډير اهميت وړ ده او د دې نه هم اهمه شرح چې په شلو جلدونومشتمله ده شرح ابن الحديد نهج البلاغه په حقله ډېره اهمه اضافه ده او د دغه ډول نورو ډېرو ليو شخصياتو دې کتاب باندې په څه نه څه موضوع کار کړے دے . د دې کتاب د ژبي د بلاغت او د کلام د عظمت په حقله د خپل دور ستر علمي او ديني شخصيت محمد عبده د نهج البلاغه د ديباچې په اخري برخه کښې وائي.

او د عرب د ماهرينو نه هر يو په دې خبره قايل دے چې د الله او د هغه د رسول صلی الله عليه و اله و سلم د کلام نه پس د علی ابن ابي طالب کلام اشرف کلام دے او بليغ ترينه ژبه ده. او د مواد  له لحاظه د دي د وسعت هيڅ پائي نشته او داسلوب له لحاظه ډېر لوړ دے او معني له طرفه خو دا دژليل ترين حقايقو مجموعه ده . په دې وجه د ژبې په نقائصو پسې ګرځېدونکي او د هغه په زينو باندې پورته ختونکي خلقو د پاره دا ضروري ده چې هغه دا کتاب خپله اهم ترينه سرمايه او پنګه وګڼي . او د څه مقصد د پاره چې دا کتاب راغونډشوے دے . په هغه معنې ورباندې د پوهېدلو او په هغو باندې د فکر کولو هڅه وکړي؟ هغوی په ټکو کښې هغه معناوې ولټوي د کومو د پاره چې استعمال شوې دي. چې په دې ډول هغه تر خپلو بهترينو مقاصدو پورې ورسېږي اوښه نتائج او فوائد واخلي.

نوهم دغه دليل مونږ د دې پښتو ترجمې په هکله وړاندې کولے شو. بله خبره دا چې که دا کتاب چا بل کس ترجمه کړے وے او د هغه خپل علمي و ادبي قد دومره لوړنه وے لکه د حمزه بابا چې دے نو هم به شايد چې ما دومره اهميت نه وے ورکړے . خو دلته خبره په دې مضبوطيږي چې يو خواته د حضرت علی غوندې سترې هستۍ کلام او بيا د هغه مترجم د خپل وخت ستر ادبي شخصيت ، نو په هيڅ دليل د داسې اهم کتاب ضائع کېدل دانشمندانه کار نه وو. بله خبره دا هم د ه چې په دې کښې د ستر حمزه خپلې خبرې هم چې هغو ځائے په ځائے د د زه وايم تر عنوان لاندې د ضرورت په توګه کړي دي . د فکر وړې دي . ددې کتاب ترجمې ته د حمزه بابا څنګه پام شو په دې خو به هغه پخپله خبر وي. خو زه وائم يو دليل ئې هغه خوب هم وو چې حمزه بابا ليدلے وو. ددې خوب ذکر دوئ د محترم پروفېسر ربنواز مائل سره کړے وو . او هغو ته ئې ويلي وو چې دوئي حضرت علی عليه السلام سپارلے وو.

د حمزه بابا دا ستر زيار به څومره ځائے ونيسي دا خبره د نهج البلاغه د عظمت او بلاغت نه څرګنده ده ، زما په برخه دا کار په ما باندې د خداے تعالی نظر دے ګنې زه د دومره لوئے کار جوګه نه يم . او په دې کار کښې که له ما سره د ګران کليم شنواري د ګران حنيف خليل، محترم مراد شنواري، ګران سجاد شنواري، د ډېر محترم طاهر بخاري مرسته او زما د ګرانو دوستانو مرسته نه وے نو به ددې کتاب چاپېدل شايد چې ممکنه نه وو . خوما چې کله دا مسوده راواخسته نومې سل په سله يقين وو چې هم پخپله به صاحب کتاب حضرت علی عليه السلام په دې کار کښې زما ملانړکوي . او په دې کښې هېڅ شک نشته چې هغوئ دا شه ملګري راباندي مهربان کړل. په  دې کتاب کښې د حمزه بابا نه پس د محترم طاهر تخاري ډېر زيار شامل دے . ولې چې هغو د خطبه شقشقيه د ترجمې نه عالوه ډېره په زړه پورې ديباچه هم ليکلې ده، د دوئسره د کليم شنواري او حنيف خليل برخه هم تاسو وليدله. ما پخپله د سيد رضی مقدمه ترجمه کېدل ضروري وګڼ له اوبل اهم شے د خپل وخت ستر علمي او ديني شخصيت د مضر مفتي اعظم او د جمال الدين افغاني غوندې اسلام د بيا راويښولو په سلسله کښې تاريخي کردار لوبونکي رهنما سيد محمد عبده مقدمه ده چې زياتره برخه مې ترجمه کړه او دلته ئې ستاسو حضور ته وړاندې کوم. ددې مقدمې اخري برخه خو مې مخکښې وړاندې کړه او ابتدا دوئ داسي کوي.

چي پس د حمد و نعت د قضا او قدر پرېکړې په اړه ماته اتفاقاً د نهج البلاغه د کتلو موقع په لاس شوه. دا کتاب ماته هغه وخت په لاس راغے چې زه ډېر زيات پريشان حاله وم. زړه مې بې ارامه رو ذهني انتشار ډېر وو خو کار هېڅ راسره نه وو. نو ځکه مې هم دا دا خپل تنهائۍ ملګرے او د تسلۍ سوب وګڼلو او څه پاڼې مې وکتلې. د مختلفو مقاماتو او موضوعاتو په څه برخو مې فکر وکړو. نوراته په هر ځائے داسې معلومه شوه لکه جنګو نه چې کېږي. غورځنګونه کېږي. او ورسره لېدل کېږي چې د بلاغت باچهي ده. د فصاحت اقتدار قايم دے. اوهام بغاوتونه کوي او رشکونه کج خلقۍ ته تيار دي. دکومو سره چې د خطابت لښکرې او د بيان و بلاغت دستې. د نظم و انتظام په صفحو کښې سره تړلي پړقېدونکي تورو اودغنم رنګي نيزو سره په شديد صرب و پيکار کپې مشغوله دي. او د دلايل په ژبه زړونه زبيشي. د کومو په وجه چې د شېطانيت وسوسې پڅېږي.او داوهامو لښکرې فنا کېږي او زه په لږ ساعت کښې بيا څه وينم چې د حق لښکر برے تر لاسه کړے دے او باطل ماتې خوړلې ده. د شک جوش و خروش سوړ شوے دے او هم د وهم فتنه هم تمامه شوې ده او ددې باچهي مدبره او په هغه باندې د غلبې او اقتدار د مېدان قهرمان اميرالمومنين علی ابن ابې طالب عليه السلام دے د چا په مبارکو لاسونو کښې چې د حکومت بېرغ دے بلکې زه چې به څومره د يوه مقام نه بل مقام ته رسېدم ماته به بدليدونکي مناظر او اثار ښکارېدل. نوځکه به ما کله کله ځان په داسې عالم کښې ليدو لکه څنګه چې د ښو ليکنو په حلول کښې د معناو اوچت ارواحې لګيا وي ابادېږي. او هغه د ښو معناو او د پاکو نفسونو شا اوخوا طواف کوي او سپېځلي زړونو ته نږدې کېږي او د اصلاح پېغام ورکوي. مقصدونه پائيداره کوي ادو زړونه او لغزشونو په غار کښې له لوېدلونه ژغوري او د فضل او کمال په لارو ئې اچوي.

او کله به ددې کتاب ( نهج البلاغه ) جملې داسې ژوندي وجودونه مهلومېدل د کومو ارواحي چې به د پړانګ په شکل کښي او د شاهيم د پنجې په توګه په خپل خکار باندې حملې د پاره چمتو ښکارېدلې، او بيا به هغه پخپل ښکار باندې غورځمګ کوو او د زړونو نه به ئې خواهشات راويستل او د طبيعتونو په هوس به يې حمله وکړه  او غلط خواهشونه او باطل فکرونه به ئې وشو کول او پخپله قبضه کښې به ئې واخستل.

او کله به مې وليدل چې يو   راني عقل چې دبدني مخلوق سرهيڅ مشابهت نه لري. د خداوندي شاهانه جلوس او سورلۍ نه بيل شي او د انسانيارواح سره يوځائے  شي او په هغه باندې پريوتې دمادي عنصر پرونه ئې حاک کړل او د ملکوت اعلی پرخوا ئې پورته کړل پائې د مشهد نور مجلی پورې ودرولو. او دفتنو داغونه او ټاپونه ئې پاک کړو د عرش د پائې يوه خواته ئې ودرولو.

او کله به ما داسي محسوسوله چې د دې با حکمته خطيب غږ زکت تر غوږونه رسېږي څوک چې په لوړ اواز کښې څه وائي او د امت و ارباب و اختيار وړ قوتونو ته غږونه کوي. او هغو ته سمه لاره ښکاره کوي. د شک مقامات هم په ګوته کوي او د پښه ښوېدونکو ځايونو نه ئې هم وېروي، او د هغو د سياست د قايق او نازکو اړخونو په  لاره کښې رهنمائي کوي. او د عقل مندۍ په لارو يې روانوي ، د سرداري او امارت په منصبونو ئې کښېنوي. او د سياست او تدبر په مقاماتو ئې خېژوې. او هغه ځايونه ورته په ګوته کوي کوم چې د انساني اعمالو د انجام او عاقبت ځايونه دي.

دا کتاب جليل هغه مجموعه ده کومه چې سيد رضي شريف د سيدنا مولاامير المومنين علي ابن ابي طالب عليه السلام د مبارک کلام نه منتخبه کړې دي. ددې کلام خورې ورې برخي ئې سره يو ځائے کړې او هغو ته ئې د نهج البلاغه نوم ورکړ . او زما د پوهې مطابق د دې نوم نه بهتره د دې کتاب د حقيقت ښکاره کولو د پاره بل څه نوم کېدے هم نشي. زما د پاره داهم ګرانه ده چې زه ددې کتاب د وصيف او تعريف د پاره د دې کتاب د نوم نه څه بل بهتره نوم راوړم.

که د زوکړې خصوصيات او د فرائض د احساس اعتراف او د محسن د اخساناتو شکر ګزاري فرض نه وے نو مونږ ته به دې خبرې د ښودنې ضرورت هم نه وو چې په نهج البلاغه کښې څه څه هنرونه او د فصاحت او بلاغت څنګه څنګه نکات موجود دي. او هغوی د کلام هيڅ يو اړخ تږے نه دے پرے اېښے او د عقل د پاره ئې د قبلونې علاوه بله هيڅ لار نه ده پاتې . خو د کتاب په غبارت کښې ځائے په ځائے د زماني فاصلو او زمونږ د زمانې د خلقو د ژبی سره د تعلق د کمېدوله مخه چې غېر معروفه توري هم د خپلو ښېګړو سره او بليغې جملې د قېد بغېر ښکاره کېږي. د څه په وجې چې لوستونکي په څه ټکو يا د مضمون د څه معروضاتو په پوهېدلو کښې کړاو سره مخامخ کېږي. خو دا کړاو د ټکي يا د هغه د معنې د ضعف يا کمزورۍ د وجې نه پېدا کېږي بلکې ددې سبب پپخپله د لوستکي د ذهن او عقل کمزوري وي.

د محمد عبده غوندې ستر عالم او روشن فکره اسلامي مبارز د نهج البلاغه خصائص او غظمتونه په ډېرو ښکلو پېرائيو کښې  په ګوته کړي دي. او دلته به دا هم د يادولو خبره وي چې د محمد عبده د نهج البلاغه اردو مترجم احمد جعفري د چا د خإبه شقشقيه ترجمه کړې ده هم د اهل سنت د مسلک سره تعلق لرلو.

د رئيس احمد جعفري په اردو ترجمه کښي د خطباتو سره سره د امير المومنين د کلماتو او توقيعاتو ترجمه هم شته. خو په دې پښتو ترجمه کښې صرف خطبات شامل دي. ولې چې حمزه بابا هم دغه ترجمه کړي وو. که خداے تعالي توفيق راکړو نو په دوېم چاپ کښې به د دې کتاب يعني نهج البلاغه مکمله ترجمه سره د غربي عبارت ستاسو په لاسونو کښې وي. دلته به د دې خبرې وضاحت هم وکړم چې د حمزه بابا په ترجمه کښې د خطباتو نمبرونه هغه نه دي کوم چې د رئيس احمد جعفري د نسخې نمبرونه دي، او بل دا چې د ډېرو خطبو عنوانات هم حمزه بابا بدل کي دي ، او پښتو ترجمه ټکي په ټکي د اردو په ډول نه ده بلکې په ډېرو ځايونو کښې څه مختلف رنګ لري چېد عربي عبارت سره زيات سمون خوري نو معلوميږي چې حمزه بابا په عربي هم پوهېدو ، او بل چې کوم نوټ له مترجم ليکل شوي دي له هغې نه مراد د رئيس احمد جعفري خبري دې .

زمونږ دا زيار څومره ځائے نيسي دا خو به ستاسو د رد عمل نه معلوميږي. خو زه په دې د خداے تعالی ډېر شکر ګزاريم چې ماته ئي د نهج البلاغه د اولي پښتو ترجمې او هغه هم دستر حمزه بابا په قلم دلوستونکو تر لاسونو درسولو اعزاز راوبخښلو زه ستاسو نه د دعا خواستګاريم او د لوے خداے نه د خپلو نيمګړتيا و د عفو اميدواره.

د زړه زنګ په بل صيقل نه لري کيږي

په دوستۍ ئې د علي ده مصقلي

ليکوال: علي کمېل قزلباش