د نهج البلاغې ترجمې

نهج البلاغه د قران په څير يو ژوندې کتاب دی او همدارنګ ځليږي او د پوهانو نظر د ځان په لور راړوي او د نړۍ په ډېرو ژبو لکه فارسى، تركى، اردو، انگريزى، فرانسوى، جرمنى، اټلين و سپينش و اسپرانتو او نورو ترجمه شوی او ژباړل شوې ده که څه هم دا روښانه ده چې په ټولو ژبو باندې د هغې ژباړه زمونږ په توان کښې نه ده خو بيا هم ځينې هغه ژبې چې پکښې نهج البلاغه ژباړلې شوې ده دلته بيانوو.

1. د نهج البلاغې ترجمه = (الإشاعه)

په اردو ژبه، ژباړونکی سيد اولاد حسن بن محمد حسن سليم هندى امر دهوى چې له معاصرو کسانو دی چې په (1338) کال کښې وفات شوی دی، سيد على نقى نقوى هغه د پاکستان په اماميه عالمانو کښې ذکر کړی دی[1]

2.  د نهج البلاغې ترجمه (سلسبيل فصاحت)

په اردو ژبه د نهج البلاغې ترجمه، ژباړونکی: سيد ظفر مهدى كوهر ابن سيد وارث حسين جائسى، چې د «سهيل يمن» مجلې مشر دی او يو کتاب لري چې نامه يې  «الله الله» ده چې د عامه په رد کښې ليکلی دی او په هندوستان کښې په دوو ټوکو کښې چاپ شوی دی[2].

3. د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

مترجم: سيد على اظهر كهجوى هندى چې په 1352 هـ کښې وفات شوی دی هغه د کيرلو په مينځ کښې ترجمه ليکلې ده او چاپ شوې ده[3].

استاد سيد عبدالعزيز طباطبايى په خپل تعليقات کښې چې په «الذريعه» يې ليکی دی چې نامه يې «اضواء على الذريعه» ده وايي: د دې مترجم په هکله مې د پاکستان علامه سعيد اختر رضوى ته يو ليک وليکه نو په ځواب کښې يې وليکل دا ترجمه ده سعيد علي اظهر نه ده بلکه د هغه د زوي سيد علي حيدر (1303 ـ 1380 هـ) ده چې په غلطۍ سره يې په پلار پورې تړلی کيږي او د هغه شرح حال په «مطلع انوار» کتاب په (354 ـ 359) مخونو کښې راغلی دی[4].

4. د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

مترجم: سيد يوسف حسن هندى امر دهوى، وفات کال 1352 هـ چې په هندوستان کښې په 1926 ميلادي کال کښې په ډېرې ښې چاپخانې کښې چاپ شوه[5].

5. د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

مترجم: ميرزا يوسف حسين بن نادر حسين صدر الأفاضل لكهنوى. چې په اخري وخت کښې په لاهور کښې اوسيده (1301 ـ 1408 هـ) د هغه حال په «تذكره علماى اماميه پاكستان» (393 ـ 396مخ) کښې راغلی دی او تأليفات يې ذکر شوي دي چې يو پکښې د نهج البلاغې ترجمه ده.

6. د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

مترجم: جعفر حسين لاهورى پع 1375 هجري کال کښې د رجب د مياشتې په 18 نيټه چې 1356 سره برابر دی د دې له ترجمه فارغ شو او دا ترجمه په هندوستان او پاکستان کښې ډېره مشهوره ده او په ځلونو چاپ شوې ده د «كتب خانه مغل حويلى» مؤسسې له خوا سنګي چاپ شوې ده په دوو کالمو کښې چې يو اړخ ته يې عربي او بل اړخ ته يې اردو ده او همدارنګ د «اماميه بيليكشنز پاكستان» لخوا په 1985 ميلادي کال کښې چاپ شوی د ده چې په سريزې کښې يې د علامه سيد على نقوى له خلې د نهج البلاغې په هکله ټولې هغه خبرې راوړي دي چې د اديبانو لخوا د نهج البلاغې په هکله شوی دي[6].

7. د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

مترجم: سيد محمد صادق، چې خليق احمد نظامى په خپلې مقابلې کښې چې د نهج البلاغې په هکله يې ليکلې ده ذکر کړي دي او همدارنګ په «المجمع العلمى الهندى» په لومړۍ ګڼه کښې يې هم د هغې ذکر کړی دی[7].

8. د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

مترجم: حسن عسكرى هندى حيدرآبادى، له معاصرو کسانو څخه دی، په 1966 ميلادي کال کښېپه حيدرآباد دكن هندوستان کښې چاپ شوې ده[8].

9. منهاج نهج البلاغه، د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

ترجمه سيد سبط حسن رضوى پاكستانى هنسوى (حدود 133 ، 1915، 1398 ، 1978) د «مطلع انوار» کتاب په250 مخ د هغه ژوند ليک راغلی دی[9].

10. نيرنگ فصاحت، د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)   

سيد ذاكر حسين اختر ابن سيد فرزند على هندى دهلوى واسطى (1315 ـ 1372 هـ) ليکلې ده[10]. د هغه د ژوند ليک په «تذكره علماى اماميه پاكستان»کښې راغلی دی.

11. د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

مترجم: صدر الأفاضل سيد مرتضى حسين لكهنوى، د لاهور مشهور عالم (1341 ـ 1407 هـ)

12. د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

د خطبو مترجم : ميرزا يوسف حسين .

د ليکونو او لنډو ويناوو مترجم: غلام محمد زكى سرود كوئى، د پاکستان په لاهورکښې د «حمايت اهل بيت» مؤسسې له خوا په 1394 هـ کال کښې د سيد على نقى نقوى و سيد محمد صادق لكهنوى او محمد بشير او ظفرحسن او مرتضى حسين او ظلّ حسنين په سريزو سره چاپ او خپره شوې ده.

13.  د نهج البلاغې ترجمه، (اردو)

مترجمين يې سيد رئيس احمد جعفرى او نائب حسين نقوى او عبدالرزاق مليح آبادى او مرتضى حسين، دي چې هر يو يې يوه برخه ترجمه کړې ده او په پاکستان کښې چاپ شوې ده[11].

14. په پښتو ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: د غزل بابا امير حمزه شينواري چې د پښتو يو مشهور شاعر و هغه دا کتاب په خپل ژوند کښې ترجمه کړې و چې د هغه له وفات وروسته د کويټې د پوهنتون استاد علي کميل قزلباش په وسيله چاپ شوې ده.

15. په سپينيش ژبې د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: عبدالجبار آرج، چې د انګريزۍ ژبې د سيد محمد عسكرى له ترجمې يې سپينيش ژبې ته ترجمه کړې ده او په سپين کښې چاپ شوې ده. بيا په تهران کښې په الهادي مؤسسې کښې چې د اسلامي ايران د ارشاد وزارت سره تړلې ده په 1389 ميلادي کال کښې چاپ شوې ده[12].

16. په سپينيش ژبې د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: دكتر محمد على انزالد و مورالس[13].

Dr. Muhammad Ali Anzaldua Morales.

17. په جرمنۍ ژبې د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: محمد ايتات او يوسف امين انتون ديرل، چې په جرمني چاپ شوې ده. او بيا هماغه چاپ د تهران په چهل ستون کتابتون کښې افسټ شوی دی[14].

18. په ايټيلين ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم، دكتر پرويز دانش كجورى، چې د يورپ د اسلامي معارفو د مرکز له خوا په روم چې خپره شوې او په 1400 هجري کال کښې د تهران د نړۍ د اسلامي خدمتونو د مؤسسې له خوا چاپ شوې ده.

19. په ايټيلين ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: انجلو ترنه زونى Angelo tereny zoni په روم کښې چاپ شوې ده.

20. په فرانسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

د ځينې اسلامي عالمانو له خوا چې د نهج البلاغې اکثر بابونه او محتوا پکښې موجوده ده.

تقديم او اِعداد: سميح عاطف الزين. و عصام عبدالقادر غندور او نبيه محمود صيدانى.

مقابله: دكتور سيدعطيه ابوالنجا.

چاپ: دار الكتاب اللبنانى در بيروت سال 1985 م.

د لبنان له چاپه وروسته بيا د قم انصاريان خپرندويې ادارې په 1409 = 1989 م افسټ کړې ده.

21. په فرانسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: سيد مسرور حسين بن سيد معجز حسين رضوى هندى امر دهوى (7 رجب 1326 برابر با 13 رجب 1376 هـ) دا مترجم د تبليغ لپاره د افريقې ماداګاسکر ته لاړ او هلته اباد شو په خپل تبليغ کښې ډېر کامياب و او ډېر کسان د هغه په لاس شيعه شو په هغه ښار کښې يې يو مؤسسه «مناره مسرور» او يوه مدرسه «مدرسه مؤيد الإسلام» جوړه کړه. هغه په عربۍ، فارسۍ، اردو، انګريزۍ او فرانسۍ ژبه له د مورنۍ ژبه ښه پوهيده او فريقانۍ ژبه يې هم هلته زده کړه هغه يې د اسلامي کتابونو د خپرولو لپاره يوه چاپخانه جوړه کړه او نهج البلاغه يې په ګجراتۍ او فرانسۍ ژبه ترجمه کړه[15].

22. په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

دا يو ګډه ترجمه ده چې د خراسان اسلامي مرکز او سيد محمد عسكرى جعفرى او سيد عليرضا، له ترجمو جوړه شوې ده چې استاد سيد هادى خسروشاهى په 1395 هـ په قم کښې د اسلامي څيړنو په مرکز کښې چاپ کړې ده.په 1398 هـ په دويم ځل او په 1984 ميلادى کال کښې د يورپ د اسلامي ثقافت د مرکز له خوا چاپ شوه.

23. په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم ميرزا جعفر بن حاج احمد آقا بن نجفقلى تبريزى طسوجى نجفى، د هندوستان اوسيدونکی، په 1328 هـ  کښې زيږيدلی او په 1402 هجري کال کښې وفات شوی دی .ترجمه يې پايی ته ورسوله خو د چاپ په وخت کښې ودريده[16]

24. په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم:‌حسين محمد جعفرى پاكستانى، چې پاي ته نه ده رسيدلې.

25. په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

ترجمه: سيد انصار حسين رضوى هندى، ليکونه يې عبدالرزاق خان مليح آبادى او لنډې ويناوې يې سيد مرتضى حسين ترجمه کړي دي.

په 1970 م کال کښې په لكهنو او 1976 او 1396 هـ  کال کښې په حيدرآباد کښې په 680 مخونو کښې چاپ شوې ده[17].

26. په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: دكتر محمد على حاج سلمين، د هندوستان په بمبۍ ښار کښې چاپ شوې ده.

27. په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: مفتى جعفر حسين، چې په 1916 م زيږدلی دي چې د هغې له ترجمې د جمعې په ورځ د 1375کال د رجب د مياشتې په 10نيټه فارغ شو، په کراچۍ کښې چاپ شوې ده[18]بيا د قم د اسلامي څيړنو په مرکز کښې دوباره چاپ شوې ده. د هغه شرح حال د تذکره علما پاکستان په کتاب کښې راغلی دی چې صحيفه سجاديه او نور کتابونه يې هم ژباړلي او ليکلي دي.

28. په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: سيد عليرضا، د پاکتسان د بهرني وزارت تير ستر سکټر چې ، چې په  1973 م کال کښې پيرمحمد ابراهيم په كراچى کښې په دريو ټوکو کښې چاپ کړې ده او بيا د تهران د اسلامي خدمتونو نړيوالې مؤسسې په 1401 = 1980 م کال کښې په 816 مخونو کښې چاپ کړې ده

29. په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: سيد على نقى نقوى، هغه په 1375 ميلادي کال ښې د جمادي الثاني په مياشت کښې دا ترجمه مکمل کړه او په هندوستان کښې چاپ شوه او بيا په 1409 هجري کال کښې د قم انصاريان خپرندويي مرکز چاپ کړه بيا مرحوم شيخ حسن سعيد تهرانى چاپ کړه او د تهران جامع جمات د کتابتون خپرندويې اداره چاپ کړې او خپره کړې ده.

30.  په انګريزۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه (سره د تعليقاتو او مختصر تشريح)

مترجم: سيد محمد عسكرى جعفرى، د هندوستان د حيدراباد الزهراء مؤسسې له خوا په 1965 م کال کښې په 560 مخونو کښې چاپ شوی ده (داود الهامي - دنياي نهج البلاغه، 187مخ).

او بيا په 1967 م کال کښې د هندوستان په بونای کښې چاپ شوې ده.

د دريم او څلورم ځل لپاره د خراسان په اسلامي مرکز چې په کراچۍ کښې دی په 1971 او 1977 کلونو کښې چاپ شوې ده. او څلورم او پينځم چاپ يې په امريکې د نړيوالې مؤسسې په مرسته چاپ شوې ده او بيا په 1984 ميلادي کال کښې په هندوستان کښې چاپ شوې ده.

او بيا د «تاريخ تراسيل» موسسې په امريکې کښې په 1987 ميلادي کال کښې چاپ کړې ده او په 1981 کال کښې بيا هم چاپ شوې ده او همدا ترجمه د تهران د جامع جمات حاج آقا سعيد تهرانى خپرندويې ادارې په  300 مخونو کې چاپ کړې ده.[19]

31.  په صرب او کروات (بوسنايی ژبو) د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: محمود جخاهيج ـ د بوسنيا د لومړي وزير مرستيال ـ او محمد على حاجيج د دې ترجمې په هکله «كيهان فرهنگى» د نهم کال په لومړۍ ګڼه او د 1371فروردين د مياشتې په 57 مخ خبر ورکړی دی.

32.  په صرب او کروات (بوسنايی ژبو) د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: محمود جخاهيج ـ د بوسنيا د لومړي وزير مرستيال ـ او محمد على حاجيج د دې ترجمې په هکله «كيهان فرهنگى» د نهم کال په لومړۍ ګڼه او د 1371فروردين د مياشتې په 57 مخ خبر ورکړی دی.

33 . په تركى استانبولى ژبه د نهج البلاغې ترجمه

ژباړونکی: پروفيسر عبدالباقى گولپينارلى (1317 ـ 1402 هـ) چې د استانبول اوسيدونکی و د استانبول د پوهنتون استاذ او پوهان او څيړاندې او پوخ ليکوال چې شيعه مذهب يې لاره او ډېر کتابونه يې ليکلي دي چې يو پکښې دا ترجمه ده. دا ترجمه په لومړي ځل په 1973 ميلادي کال کښې «بنى شرف معارف» خپرندويې ادارې په استنبول کښې په 463 مخونو کښې چاپ کړه او هماغه چاپ انصاريان خپروندويې ادارې په قم کښې په 1397 کال کښې بيا چاپ کړه.

34 . په ګجراتۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: سيد سرور حسن ابن سيد معجز حسين رضوى هندى امروهوى مراد آبادى (1326 ـ 1376) او وړاندې مو وويل هغه په فرانسوۍ ژبه هم د نهج البلاغې ژباړه کړه ده او د هغه د ژوند حال په «تذكره علماى اماميه پاكستان» کتاب کښې په 383 مخ راغلی دی.

35 . په ګجراتۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: مولوى غلام على بن اسماعيل هندى بهاونكرى (1283 ـ 367 هـ) د دې کتاب لومړۍ ټوک په 200 مخونو کښې چاپ شوی دی [19] او بيا څو څو ځله چاپ شوې چې اتم چاپ يې په 1983 ميلادي کال کښې په لاهور کښې ترسره شو.[20]

36. په سندهۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: لعلى محمدو راهوسندى چې په 1975 ميلادي کال کښې په كراچى کښې چاپ شوه.

37. په سندهۍ ژبه په شعر او نظم کښې د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: حافظ مير محمد حسن على خان بن مير محمد نصير خان حيدرآبادى، حيدر آباد سند (1240 ـ 1324 هـ) مترجم يې قرآن مجيد په د لسو کالو په عمر کښې حفظ کړ. نقوى په «تذكره علماى اماميه پاكستان» کتاب کښې په 289 ـ 290 مخ د هغه ژوند ليک بيان کړی دی او د هغه ليکل شوي کتابونه يې شميرلي دي.

38. په سندۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: مولانا محمد رضا نجفى د درياخان پاكستانى سندى خيرپورى زوې چې په 1945 ميلادي کال کښې پيدا شو او دهغه ترجمه تراوسه پورې نه ده چاپ شوې او نقوى په «تذكره علماى اماميه پاكستان» کښې په 303 مخ د هغه ژوند ليک ليکلی دی.

39. په ګيلکۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه او دا د ايران په شمال کښې د خلکو ژبه ده.

مترجم: م. ب. جكتاجى. چې ځينې برخه يې په «گيله‌ور» مجلې کښې په دوو ګڼو 6 او 7 کښې په (د ليندې او مرغومى په مياشتو کښې په 1371 شمسى کال کښې) په 19 مخ چاپ شوې ده.

40. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

د هغې مترجم معلوم نه دی چې په شپږمې پيړۍ کښې په زړې فارسۍ کښې ترجمه شوی دی چې د کيرلو مينځ کښې په قديمي خط سره ليکلی شوې ده دا هغه زوړ کتاب دي چې په سمرقندي کاغذ باندې ليکل شوی دی د دې نسخې د عربۍ متل په 573 هجرۍ کښې ليکلی شوی دی او دا نسخه او هم د تهران په مرکزي کتابتون کښې موجوده ده او شميره يې 4876 ده. [21]

41. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

د شپږم قرن ځينې اعلامو ليکلی ده چې کيدی شي خراساني وي.

د هغې يوه نسخه په 973 کال کښې د عربۍ د کيرلو تر مينځ ليکلې شوې ده دا ډېره ګران بيه نسخه ده چې په سرو زرو سره ښکلې کړې شوې ده چې په لومړي سر کښې يې يوه تخته ده چې شاه عباس صفوي دا د امام رضا عليه السلام کتابتون ته چې په مشهد کښې دی په 1071 کښې وقف کړې ده. چې هلته په 2180 شميرې سره ساتل کيږي دا نسخه ډاکټر عزيز الله جويني څيړلې ده او په دوو ټوکو کښې يې چاپ کړې ده چې «شركت انتشارات علمى و فرهنگى» په 1408 کښې چاپ کړې ده.

42. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

يوه ترجمه ده چې په زړې فارسۍ کښې په اوومې پيړۍ يا له دې هم وړاندې ليکل شوې ده چې د ليکلو تاريخ يې 818 هجري دی او ترجمه په زوړ خط سره د کيرلو مينځ کښې ليکل شوې ده دا نسخه د مشهد د ګوهر شاد جمات په عمومي کتابتون کښې په 104 نمبر کښې ايخې شوې ده. [22]

43. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

د فارسۍ زړه ترجمه ده چې «محمد بن سلطان الحافظ بالشجرف» د فارسۍ په خط سره د عربۍ د کيرلو مينځ کښې ليکلې ده او د 891 هجري کال د روژې په مياشته کښې يې د هغې ترجمه مکمله کړې ده. دا نسخه د ايت الله مرعشي نجفي په کتابتون کښې په قم کښې د 826 شميرې لاندې ساتل کيږي. [23]

44. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

دا نسخه په 918 هجري کال کښې د کيرلو تر مينځ ليکلې شوې ده او دا نسخه د دمشق په «دارالكتب الظاهريه» کښې د 755 شميرې لاندې موجوده ده.[24]

45. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

دا ترجمه د كمال الدين حسين بن شرف الدين عبدالحق الالهى اردبيلى چې په 950 هـ کال کښې وفات شوی، په قلم ليکلی شوې ده او په 1267 هـ او 1288 هـ کال کښې په تبريز کښې چاپ شوې ده.

د دې يوه خطي نسخه چې په 920 هجري کښې ليکلی شوې ده د تهران د په مرکزي پوهنتون کښې په کتابتون کښې د 2389 شميرې لاندې موجوده ده.

46. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: عزّالدين جعفر بن شمس الدين آملى. او چې دوشنبه په ورځ د 944 هـ  کال د ذى القعده د مياشتې په په 29 نيټه پای ته رسيدلې ده. او د وكيل السلطنه تاج الدين آقا حسن مت، چې د مازنداران له وزيرانو و په نامه په  1397 هـ کال کښې په مشهد کښې چاپ شوې ده. [25]

47.    په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

چې د نهج البلاغې په يوې نسخې کښې په 960 هـ کال کښې د کيرلو تر مينځ ليکلې شوې ده او په اخر کښې يې راغلي دي: «كتبه العبد المذنب يارى الكاتب» او دا نسخه د امام رضا ـ عليه السلام ـ په کتابتون کښې په مشهد مقدس کښې په 8058 شميرې ساتل کيږي.

48. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

په اتمې يا نهمې پيړۍ کښې ليکلې شوې ده چې ژباړونکي يوازې مشکل ځايونه د کيرلو تر مينځ ترجمه کړي دي چې يوه نسخه يې د تهران د ادبياتو په پوهنځي کښې د 75295 شميرې لاندې موجوده ده او هغه د کرماني د جمعې د امام په لاس ليکل شوې ده.

49. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

دا ترجمه يو کس چې نامه يې محمد حسين وه د 1093 کال د ربيع الاول د په مياشت کښې مکمل کړې ده.چې په «المتحف البريطانى» کتابتون کښې د 18401 ADD شميرې لاندې ساتل کيږي. [26]

50. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: سيد شرف الدين على بن محمد نصير دست غيب حسينى شيرازى، چې د محمد مؤمن بن محمد قاسم جزائرى شيرازى له شيخانو دی دا ترجمه يې د  1110 هـ کال د روژې په مياشت کښې شورو کړې او د 1111هجري کال د ربيع الاخر په مياشتې کښې سر ته رسولې ده.دا د فارسۍ ښه خط سره د کيرلو مينځ کښې ليکل شوې ده. چې محب على كازرونى په 1111 هـ کال کښې سرته رسولې ده چې د تهران د عمومي کتابتون مَلِک کښې د 2216 شميرې لاندې ساتل کيږي. [27]

51. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم يې معلوم نه دی په يوولسمې پيړۍ کښې يې ژوند کاوۀ او د مجلس په کتابتون کښې په تهران کښې د 2019 شميرې لاندې ساتل کيږي.[28]

52. په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمه

مترجم: محمد بن نصر الله خوئى، چې ترجمه يې د کيرلو تر مينځ ليکلې شوې ده او عربي يې په نسخ خط سره ليکلې شوې ده او دا نسخه د تهران د پوهنتون په مرکزي کتابتون کښې د 3521 شميرې لاندې ساتل کيږي.[29]

 

په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ترجمې او شرحې په نظم او نثر کښې له سلو زياتې دي چې دلته يې ټولې نه شو بيانولې که څوک يې ليدل غواړي نو د علامه بزرګ تهران کتاب ته دې مراجعه وکړي.


[1] الذريعه، ج 4، ص 144 و ج 14، ص 116.

[2] . الذريعه، ج 4، ص 144 و ج 14، ص 130.

[3] . الذريعه، ج 4، ص 144 و ج 14، ص 141.

[4] . مجله تراثنا، ش 4، سال 7، شوار 1412 هـ

[5] . آثار الشيعه، ص 101، به نقل تراثنا.

[6] . مجله تراثنا، شماره 47، سال 7، ص 73.

[7] . مجله تراثنا، شماره 47، سال 7، ص 73.

[8] . مجله تراثنا، شماره 47، سال 7، ص 73.

[9] . مجله تراثنا، شماره 47، سال 7، ص 73.

[10] . الذريعه،‌ج 4، ص 144 و ج 14، ص 126 و ج 24، ‌ص 435.

[11] . هماغه

[12] . هماغه

[13] . هماغه

[14] . هماغه

[15] . تذكره علماى اماميه پاكستان، نقوى، ص 349 و 350.

[16] . مجله تراثنا، شماره 4، سال 7، ص 66.

[17] . هماغه

[18] . هماغه

[19] . تراثنا، هماغه شميره.