ولې مو نهج البلاغه راټوله کړه؟ديباچهد نهج البلاغې د مولف علامه سيد رضي شريف عليه الرحمهټؤل حمد او تعريفونه د هغه ذات لپاره مخصوص دي د چا چې خپل تعريف (حمد) د خپلونعمتونو بيعه د مصايبو او الايمو پناهګاه ګرځولي ده. د جنت د لارې او د خپلو احساناتو د زياتوالي سوب ئې ټاکلي دی. درود دې وي د هغه په راليږلي شوی رسول باندې چې نبي رحمت د پيشوايانو پيشوا، د امت څراغ د عظمت او لويوالي د کورنۍ انتخاب د مکارمو او اخلاق د مخکشانو سرچينه د عالم او عالميانو د افتخار روح د اعلي ترينو اقدارو بار داره او ثمر داره ښاخ دی او د هغوي په اهل بيتو عليهم السلامو دې رحمتونه وي چې د تيارو سره د امت د حفاظت سامان او ددين روښانه منارې او د فضل و کمال لوړ معيارونه دي خداي پاک دې په دوې ټولو رحمتونه ووروي داسی رحمتونه چې ددوې د فضل و کمال وړ وي د عمل او کردار جزا او (هغه درود) چې د دوي د ذاتي او خانداني پاکۍ مساوي او څنګ داره وي ،تر څو پورې چې روښانه سحر روڼيږي او ځليدونکي ستوري ښکاريږي او پټيږي . ما د خپل شباب او ځوانی په ورځو کې د ايمه اطهار عليه السلام په حالاتو او خصايصو باندې يو کتاب ليکل شورو کړي وو کوم چې د دوي په پاکوکيسو او د کلام په ملغلرو باندې مشتمل ؤ او تاليف مقصد يې ماپه ديباچه کې بيان کړي دی او هغه برخه چې د اميرالمومنين په هکله وه مکمله شوه خو د حالاتو د سختو مساييلو لاکبله هغه کتاب پايې ته نه ور سيده څومره چې وليکل شو هماغه مې په بابونو او فصلونو باندې وويشل. د دې کتاب اخيري برخه د دوې په نصيحتونو او د اخلاقياتو په لنډو خبرو مشتمله وه خو اوږدې خطبي او بسيط ليکونه په کښې نه وو شامل خو څه چې وو هم د هغه په خوږلت او لطافت باندې خلق ګوته په خله شول. نو څه دوستانو دا مشوره راکړه چې د حضرت اميرالمومنين ټول اصناف هم دغسې راغونډ کړم په کوم کې چې حضرت علي عليه السلام خطبي، ارشادات ليکونه او پند نصيحتونه ټول ځاي شي. په دې يقين سره چې دا به فصاحت او بلاغت او د عربي ادب ځلنده ملغلرې او ددين او دنيا سره اړه لرونکي روښانه وينا او پسوللی وي د جناب امير المومنين پاک ذات د فصاحت سرچينه او د بلاغت مخرج او منبع وه او د فصاحت او بلاغت پټې باريکۍ د دوي په کمال ښکاره شوی او هم له دوي څخه د دې لاري چارې زده کړل شوي. هر ويناوال، هر اديب او هر مبلغ او واعظ د دوې له اسلوب نه نکتې اخستي دي او ترنننۍ ورځي پورې د تقدم او اوليت سهري هم د دوې په سره باندې ځليږي په اصل کې دې سوب دا دی چې ددوي په کلام کې د الهي علومو او رسالت د کلام رڼا ښکاريږي نو ځکه ما د خپلو خواخوږو د غوښتنو لا کبله د دې کتاب راغونډولو کار شورو کړو ولې چې د خيره ددې ستر کار ستر ثواب او نيکنامې زما په نظر کې دي او هم د دې کار په بدل کې د اخرت لوي اجر شته . په حقيقت کې د دي کتاب د تاليف نه زما مقصد دا هم دی چې د امير المومنين د کلام بدايع او صنايع رامخي ته شي لپاره د دي چې لوستونکي په دې خبر شي چې د ماسبقو فصحاو او بلاغاو کوم لږ ډير کلام تر لاسه کيږي د هغو په مقابله کې هم د اميرالمومينين ذات د لوړو او اعلي اقدار لرونکي دی چې د افضليت تر انتها پورې رسيدلې دی د دوې کلام يو داسې راپاريدلي (موج زن) دريا ده د چا د څپو مخه نيول چې ممکنه نه ده او د داسی ښيګړو مجموعه ده چې مقابله يې نشي کيدی دلته به زما د پاره د خپل نسبي تړون له کبله دوي په هکله د فرزدق دا شعر وړاندېکول د فخر خبره وي چې ترجمه : هم دغه دې د وخت سرلوړي، زما پلارنيکونه ای جريره کله چې په مجلسونو کې يو ځاي شو نو د دوي څوک سيال خو راوړه . زما په پوهني د حضرت علي عليه السلام کلام په درې اصنافو باندې مشتمل دی او ويناګانې او احکامات دوهنم ليکونه (مکتوبات) او رسايل او دريم حکم او نصيحتونه په هم دغه ترتيب به که د رب رضا وه نو اول به خطبات دويم به مکتوبات او رسايل او په پاې کې به حکم او نصيحتونه راوللم او دټؤلو د پاره مې بيل بيل سر ليکونه ټاکلي دي او د هرې برخې په پاې کې مې څۀ سپينې پاڼې هم پرې ايښې دي چې د تاليف نه پس څۀ کلام ترلاسه شي نو هم به دغه برخه درياب په کوزې کې بند کړې شي په موجوده ترتيب کې څه داسې څيزونه هم شته چې د کومو ترتيب ګډوډ شوی دی. او وجه يې اوس يوازې د کلام راغونډول دي نو ځکه مې ترتيب ته څه خاص پام نيشته د اميرالمومنين علي عليه السلام هغه عجايب غرايب کلام په کوم کې ځې دوهي پکتايې روزګار دي په تقوي او زهد ذکر الهي او پند او نصيحتونو باندې مشتمل دی. ددې لوست که څوک منکر په غور او فکرو سوچ او په پوهه سره وکړي. قطع نظر له دې چې دا کلام د هغه ذاتسره اړه لري څوک چې د تخت و تاج او يوې عظيمې مرتبي خاوند دی د هغه احکامات منل په ولس باندې واجب دی نو هغه ته به داسې محسوس شي لکه چې دا ټولې ويناوې د يو يې داسې هستۍ دي څوک چې د زهد او عبادت سيوا بل هيڅ شې هډو نه پيژني د خداي د ياد په پرته د هغه بل هيڅ کار نيشته هغه له دې دنيا هيڅ نه لري د عافيت په کونج کې سر په سجده دی يا د کوم غره په لمنې کې په عبادت اخته دي څوک دی د چا د حقيقت غوږونه چې د خپلو اندامونو په پرته د بل شي غږ هډو اوري نه اونه د خپل ځان علاوه بل څوک ويني نو بيا دا خيال نه شي کيدای چې دا کلام د کومي داسې هستۍ هم کيدی شي. چې کله هغه خپله توره راوباسي نو د جنګ د ډګر لوي لوي مبارز او قهرمانان م په خاورو او وينو کې لت پت کړياو ډير لوي زوروران او د وخت منل شوي هم لاندې کړي او د وينو د سيند د تويولو نه چې راستون شي نو توره يې اور وروي و له دې ټولو خبرو په پرته هم دغه هستي د زاهدانو په صف کې يوازنۍ، يکتا او اولياء الله د شملې ګل دی دا ټول متضاد فضايل او ځانګړتياوې د امير المومنين په پاک ذات کې داسې راغونډ شوی دی لکه چې لوې هستۍ دا ټؤلې خورې ښيګړې سره يو کړي وي زه چې کله ددې ګڼو ښيګړو ذکر له خپلو روحاني خواخوږو سره وکړم نو هغه له حيرته ګوته په غاښ شي او دا د تدبر او تفکر او عبرت ځای دی. زما په موجوده انتخاب کې په ځنو ځايونو کې د الفاظو او مطالبو تکرار هم راغلی دی .دکومو په هکله چې زه دا عذر وړاندې کوم چې د امير المومنين علي عليه السلام کلام د مختلفو مقاماتو او صورتونو مطابق روايت شوی دی کله دا شوی دی چې يو کلام چې څنګه او په څه حال کې تر لاسه شو هم په هغه رنګ کې شامل کړې شو او هم په هغه کلام بيا له بل ځاي نه په بلې لارې او مقام تر لاسه شو د کوم اسلوب ، حقايق او تعليمات چې څه نور په خواږه رنګ رنګ کې ښکاره شول په داسې ځاي کې دخپل انتخاب د کاميابۍ او اضافي له کبله مېدا کوشش وکړو چې د کلام د صنايع او بدايع دراڅرګندولو پاره بيا اعاده وکړم نو ټول د خداي په لاس کې دي چې هغه د ثواب په دې کار کې ماته توفيق او وس راوبخښې انشاءالله د راغونډولو او ترتيب نه پس زما دا خوښه شوه چې د دې کتاب نوم نهج البلاغه کيښودې شي لپاره د دې چې دا کتاب به د کتونکو لپاره د بلاغت تړلي تنبې خلاسوي له دې نه به محقيقين د تحقيق د لارې مشعلونه بلوي او د رموز او بلاغت کاشفانو ته به د هدايت سوب ګرځي او هم د دنيا علايقو نه ليرې شوی خلق به تر خپل مرامه پورې رسيږي په دې کتاب کې به د وحدانيت، عدل ، د لوی خداي د جسم او جسمانيت نه د منزه کيدو د دلايلو او برهانو ټولې خبرې تر لاسه کيږي هم به د مرض لپاره د شفا او د هر شک ورکونکې وي. په پاې کې د لوي خداي پاک د مرستې او لغزشونو نه د محفوظ پاتې کيدو سوال کوم چې زما په عمل کې دي استحکام پيدا کړي چيرته د لارې نه بې لارې نه شم او د ژبې د خطا نه مخکښې د زړه د لغزش او د ګام د لغزش نه مخکښې د ژبي د لغزش پناه غواړم او هم هغه زما د پاره کافي، بس او ښه چاره کار دی. |