حضرت امام علی علیه السّلام او نهج البلاغه

د دې لپاره چې نهج البلاغه کتاب وپيژنو بايد لومړی د هغه لوړ کتاب د ليکوال په هکله خبرې وکړو چې د هغه کتاب له قدر او منزلته خبر شو خو په سر کښې يوازې دومره ووايو چې دا هغه کتاب دی چې يو لوړ رتبه عالم سيد رضي چې قابو1000 کاله وړاندې تير شوی دی له بيلا بيلو معتبرو سر چينو څخه يې دا کتاب په دريو برخو، خطبې، ليکونه او لنډې ويناوې کښې راټول کړی دی چې په تفصيل سره به ورباندې خبرې کوو، خو لومړ د دی کتاب د ليکوال په هکله څو خبرې کوو.

حضرت امام علی علیه السّلام

اسلام د ګران پیغمبر تره زوی جانشین ، زوم او د هغه بزرګوار جانشین حضرت امام علی علیه السلام د خدا ي پاک په کور کعبې شریفې کې د ۲۳ هجری قمري کال د رجب د میاشتې په ۱۳ نیټه نړۍ ته سترګې رڼې کړې د هغه بزرګوار د پلارنامه ابوطالب او د مور نامه يې فاطمه بنت اسد ده .

هغه بزرګوار د پیغمبر اکرم (ص) په سختو وختونو کې ریښتونی ملګری او ساتونکی ړ تر دې چې کله پیغمبر اکرم مدینې ته هجرت کاوۀ نو په مکې کې د هغه په کټ کې د خدا ي په امر حصرت امام علی څملاستۀ او پّه دغه کار سره ئې له پیغمبر اکرم سره د ریښتوني ملګري مثال نندار ې ته وړاندې کړ کله چې حضرت محمد مصطفی صلی ا... علیه وآله وسلم اسلام څرګند کړ،نودا خبره قريشو ته ډیره خطرناکه ښکاره شوه. د قريشو مشران په "دارالندوة" کښې غونډ او د پيغمبراکرم په شهيدولو سره صلاح شول او وې ټاکله چې له هرې قبيلې يو يو کس يوځائې شي ،د شپې مهال د پيغمبر(ص) په کور يرغل وکړي او هغه یزرګوار شهيد کړي. خداي پاک خپل پيغمبرله دغې دسیسې خبر کړ او حکم يې ورکړ چې په هغه شپه هجرت وکړي. پيغمبر(ص) حضرت امام علی(ع) ته د خداي حکم واوروۀ او هغه ته ئې حکم ورکړ چې د هجرت په شپه د هغوي په کټ کښې څملي، خو داسې چې څوک پوه نه شي چې څوک ملاست دی. حضرت امام علی(ع) په خپلې سرښيندنې سره د پيغمبر(ص) د ژوند او سر حفاظت وکړ او دا لويه خطره يې په خپل ځان واخسته. دا کار دومره په زړۀ پورې او لوې ؤ چې خداي پاک په دې حکله دا ايت نازل کړ"وَمِنَ النَاسِ مَنْ يَشْرِیْ نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرَضَاةِ الله وَ اللهُ رَؤُفٌ بِالعِبادْ . سوره بقره اية 207. "په خلقو کښې ځينې داسې کسان شته چې د خداي په لار کښې خپل سر او ژوند خرڅوي او خداي په خپلو بندګانو مهربان دی" شپه راغله او د تيارې لمن خوره شوه. په قتل ګمارل شويو کسانو د پيغمبراکرم کور کلابند کړ. د خداي رسول(ص) د سوره يسين ځيني ايتونه له ځان سره وويل، له کوره ووتۀ او له مکې بهر د ثور د غار په خوا روان شو. قاتلانو په وتلو تورو سره د پيغمبراکرم په کور يرغل وکړ.نو حضرت امام علی(ع) د هغه بزرګوار له کټه پاڅيد او په بسترې کښې کښيناست، قاتلانو په حيرانتيا سره وپوښتل "محمد چرته لاړ؟" حضرت امام علی(ع) ورته وفرمايل "ولې تاسو زۀ په هغه څوکيدار کړی ؤم چې له ما يې پوښتنه کوئ؟ د مکې کافرانو په رسول ا... بزرګوار پسې ډير تکل وکړ خو نهیلي شول. حصرت امام علی(ع) د پيغمبر اکرم امين هم وّ ګران رسول حضرت محمد(ص) د قريشو امانت ساتوونکی ؤ ، ټولو به ورسره خپل امانتونه کيښودل خو کله چې هجرت ته مجبور شو نو په خپلې کورينۍ کښې ورته تر حضرت امام علی (ع) زيات امانت ساتونکی او امين څوک ښکاره نۀ شو نو هغه يې خپل ځاي ناستی وټاکۀ چې د خلقو امانتونه هغوي ته ورسوي، يورونه يې ورکړي او بيا د هغوي ښځې او ماشومان مدينې ته راولي. حضرت امام علی(ع) له دغو ټولو کارونو وروسته له خپل مور بي بي فاطمې، د پيغمبر(ص) له لور بي بي فاطمې، د زبير له لور چې د هغې نوم هم بي بي فاطمه ؤ او له نورو ښځو او ماشومانو سره د مدينې په لور روان شو. په لاره کښې يې د مکې اتو کافرانو لاره ونيوله خو حضرت امام علی(ع) له ټولو سره مقابله وکړه هغوي يې پسې واخستل او چې کله مدينې ته ورسيد ، نو ګران رسول (ص) دوي ټول خپل کور ته بوتلل. حضرت امام علی(ع) او د خداي په لار کښې جهاد اسلام د سولې، پخلاينې او امنیت دين دی او له انسان وژنې او مرګ ژوبلې سره موافق نۀ دی او د دې لپاره چې په لوي لاس او قصدا او بي دليله کوم ايمانداره کس ووژني ، د هميشني عذاب سزا مقرره کړې ده. خوله دې سره سره ، اسلام د خپل هر اړخيزوالي او بشپړتيا له امله يو نړيوال دين دی نو پکار ده چې ټول يې ومني.

څرګنده ده هماغه کسان چې د اسلام له سپيڅلو اصولو او سمو طريقو څخه يې ګټو ته خطره وه، له اسلام سره ئې مقابلې ته مخه کړه او خداي پاک همدغو ظالمانو، ښکيلاک ګرو او زبيښاک ګرو سره د مقابلې لپاره د جهاد حکم ورکړ، چې له هغو کسانو سره چې له اسلام سره دښمني لري او اسلام له منځه وړل غواړي مقابله وشي. همداراز عقل هم وايی چې کله په چا تيری ګیږی نو پکار ده چې د ځان دفاع وکړې او دا هم د جهاد يوه څانګه ده چې عقل، فطرت او انصاف پرې حکم کوي.

د خداي د رسول(ص)په اکثره غزاګانو کې حضرت امام علی(ع) ورسره شريک ؤ او امام بزرګوار تل له خدايه پرته له بل چا نۀ ويريدۀ. هغه به په جنګونو کښې بيرغوال، مخکښ، نۀ ستړی کيدونکی، بې ساری او بې مثاله ؤ.او پر دښمن به ئې داسې وار کاوه چې د دوهم وار ضرورت به نه پیدا کیدۀ او د دښمن په لښکر کې به ئې زلزله راوستله .حضرت امام علی علیه سلام په شا باندې هیځګله زغره نه لرله ځکه چې هيڅکله به يې دښمن ته نۀ شا کوله او نه به له جنګه تښتيدۀ. اوس هم په تاريخ کښې په ځينو غزاګانو کښې د امام بزرګوار رول ته يوه ځغلنده کتنه کوو.

د خندق جنګ د اسلام دښمنان له بيلا بيلو ګوندونو ډلو او قومونو غونډ شول ټولو يو بل ته لاسونه ورکړل او فيصله يې وکړه چې په مدينې حمله وکړي او اسلام له منیځه يوسي.

ګران رسول حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه و اله وسلم) د حضرت سلمان فارسی په وړانديز حکم ورکړو چې له مدينې ګير چاپيره خندق وکنئ.

دواړه لښکرې يوه بل ته مخامخ ودريدې. د عربو يو مشهور او نامتو جنګيالي عمرو بن عبدود چې اتيا کلن ؤ او ډير لوي پهلوان ؤ او په يوازې سر به له ديرشو تر څلويښتو کسانو سره جنګيدۀ. د کافرانو له لښکره راووت، غوريدۀ او ويل يې چې په تاسو کښې داسې نر شته چې زما مقابلې ته راووځي ؟

حضرت امام علی(ع) راوړاندې شو.

عمرو ورته وويل "ستون شه، نه غواړم چې ودې وژنم" حضرت امام علی(ع) ورته وويل ،تا له خپل خداي سره ژمنه کړې وه چې په قريشو کښې درنه څوک دوه حاجتونه وغواړي نو يو حاجت به ئې منې. عمرو ووئیل: "هؤ! نو وايه حاجت دې څۀ دی؟" امام علي(ع)ورته ووئیل : "لومړی دا چې اسلام ومنه، خداي ته راوګرځه او په پيغمبر حضرت محمد(ص) ايمان راوړه" عمروووئیل : "دغو ته حاجت نۀ لرم" حضرت امام علي عليه السلام بیا وفرمایل : " ښه نو بيا جنګ ته تيار شه" عمرو په کبرجن اناز سره بیا وويل : "ګوره ستون شه، پلار دې زما د پلار دوست ؤ، ځکه نۀ غواړم چې ستا په وينو لاس رنګ کړم.، امام علي عليه السلام ورته بیا په ځواب ګې وويل : "خو ما له خداي سره ژمنه کړې، ترڅو چې تۀ خداي او حق ونۀ منې ، نو تا وژنم" عمر له اسه کوز شو او په کبر سره مخکې شو او پر حضرت امام علی(ع) يې د تورې ګوزار وکړ. حضرت امام علی(ع) د هغۀ ګوزار په خپل ډال سره ستون کړ او بيا يې په يو ګوزار سره هغه له کاره وويست او پر مځګې پریوتۀ او وې واژۀ .

نورو چې کله دا حالت وليدۀ نو وتښتيدل. حضرت امام علی(ع) بريالی راستون شو، پيغمبر(ص) په شا وټپولو، شاباسئ يې ورکړ او وې فرمايل: "ستا نننی ګوزار د ثقلينو يعني د ټولو مخلوقاتو له عبادته غوره دی ځکه چې ددې له امله د کافرانو حوصلې او روحيّې سستې شوې، سپک شول او د مسلمانانو لپاره يې سر لوړي او عزت ډالۍ کړ. د خيبر غزه پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم له خپلو اصحابو سره د يهوديانو د مرکز خيبر په لور راوان شو په دې جنګ کښې د حضرت علی عليه السلام سترګېو ناروغي درلوده او جنګ ته نۀ شو تللی. د خداي رسول(ص)حضرت ابوبکر راوغوښت او د جنګ بيرغ (جنډه) يې هغۀ ته ورکړ. ابوبکر له ځينو سپايانو سره جنګ ته لاړ خو ناکامه شو. صبا يې بيا حضرت عمر ته د جنګ بيرغ ورکړو خو هغه هم ناکامه راستون شو.

پيغمبر(ص) وفرمايل "صبا به زۀ بيرغ داسي کس ته ورکوم چې له خداي او رسول(ص) سره مينه لري.او خداي او د هغه رسول هم له هغۀ سره مينه لري او هغه به بريالی او سرلوړی کيږي. بيا يې وفرمايل حضرت علی عليه السلام راوالئ ورته وويل شول چې هغه د سترګو ناروغي لري ، هغه بزرګوار و فرمايل: فرق نه کوي او راؤې غوښتو. حضرت امام علی عليه السلام راغی د خداي رسول(ص) ترې وپوښتل چې څۀ خبره ده ؟ امام علی عليه السلام وويل یار سول ا... په هرڅه تاسو خبر یاست . د خداي رسول(ص) ورته دعا وکړه د هغه په سترګو کښی يې د خپلې مبارکې خلې لعاب واچول او په سر يې ورته لاس راکاږۀ، د حضرت علی عليه السلام د سترګو او سر دردختم شو، بيا يې سپين بيرغ ورکړ. حضرت علی عليه السلام بيرغ اوچت کړ او چې کله راوانيدۀ نو پيغمبر(ص) ورته وفرمايل " خداي پاک درسره جبراييل ملګری کړی او انشاءالله کاميابي ستا ده، خداي پاک د دښمنانو په زړونو ويره اچولې ده او هغوي په خپل کتاب کښې لوستي دي ، هغه کس چې دوي ته به ماتې ورکوي نوم يې (ايليا) علی دی. نو کله چې هغوي ته ورسيدې ورته ووايه چې زما نوم علی دی. انشاءالله چې خوار او ذليل به شي. خضرت علي عليه السلام ميدان ته روان شو . تر ټولو مخکښې د يهوديانو له يو لوئې پهلوان مرحب سره مخامخ شو او هغه يې د تورې په يو ګوزار سره جهنم ته واستوۀ . يهوديانو چې کله د خپل مشر وژله وليده نو کلا ته دننه وتښتيدل او ور يې ځان پسې پورې کړ حضرت علی عليه السلام د ورۀ خوا ته ورغی او هغه ور، چې شلو کسانو به بنداوۀ او خلاصوۀ ، په يوازې سر يې له خپل ځايه راوکندلو او په هغه خندق يې کيښود چې يهوديانو له کلا ګير چاپير کندلی ؤ. مسلمانان ددغه ور په وسیله له خندقه تیر شول ، کلا يې ونيوله او سر لوړي راستانۀ شول. د حضرت امام علی(ع) علم او پوهه ابن عباس د پيغمبر(ص) له مبارکې خلې وائې " علی زما په امت کښې تر ټولو پوهه او په فيصلې او قضاوت کښې تر ټولو لوړ دی."او دا هم د پيغمبر (ص) د خولې خبره ده چې:"اَنَا مَدِيْنًةُ العِلمِ وَ عَلیٌ بَابُهَا فَمَن اَرَادَ العِلمَ فَلْيَقْتبسه مِن عَلی" " زه د علم ښار يم او علی يې ور دی څوک چې علم زده کول غواړي له علی يې زده کړي" ابن مسعود هم وايي: " ګران رسول (ص) علی عليه السلام راوغوښت او له ځان سره يې کيښنولو. کله چې علی(ع) له پيغمبر(ص) راستون شو نو ومې پوښتل د خداي رسول(ص) درته څۀ ويل؟ وې فرمايل: "پيغمبر(ص) ما ته د علم زر ورونه پرانستل چې له هر وره زر نور ورونه پرانستل کيږي.

يوه ورځ حضرت علی عليه السلام په منبر باندې وويل "يَامَعْشَرَالنَاسِ سَلونِی سَلونِی قَبْلَ اَن تَفقِدُونِی"

ای خلقو! له ما چه څۀ پوښتل غواړئ، وې پوښتئ، مخکښې تر دې چه زه مو له لاسه اوځم ځکه چه زه د تيرو او راتلونکو کسانو علم لرم. په خداي قسم که د قضاوت او فيصلې ټغر خور شي، يهوديانو ته به د هغوی د خپلو کتابونو، د انجيل منوونکو ته به له انجيله، د زبور منوونکو ته به له زبوره او قران منوونکو ته به له قرانه فيصله او قضاوت وکړم. په خداي قسم زه تر تاسو ټولو په قران او د هغۀ په تاويل پوه يم .

بيا يې په دويم ځل وويل "سلونی قبل ان تفقدونی" تر دې مخکښې چې زۀ مو له منیځه لاړ شم له ما پوښتنه وکړئ. د قران د هر ايت پوښتنه کوئ، د هغه د نزول په باره کښې، د شان نزول او په دې هکله چې د چا په باب نازل شوی دی او هم د راز د ناسخ منسوخ، محکم او متشابه او مکي والي او مدني والي، غرض دا چې هر ډول پوښتنه که لرئ، کولی يې شئ زه به يې ځواب درکړم.( ارشاد مفيد ص 16 ، 15، طبقات ابن سعد جلد 2 ص 101 جلد 4 ص 270 استعاب جلد 1 ص 463 )

د خداي ګران رسول(ص) ته د حضرت علی عليه السلام فضايلو ته په پام سره حکم وشو چې خلقو ته د حضرت علی عليه السلام ولايت او جانشيني څرګنده کړي او پيغمبر(ص) په بيلا بيلو ځايونو او موقعو کښې دا کار کړی دی منجمله د غدير په ورځ.

رسول(ص)د هجرت په لسم کال مکې ته د حج د فريضې لپاره لاړ. په دې سفر کښې له پيغمبر(ص) سره د ملګرو شمېر يو لک شل زره تنه ؤ. له حجه د راستنيدو په وخت هم دومره کسان د پيغمبر(ص) ملګری وؤ. د ذې الحجې په اتلسمه نيټه د غرمې په وخت دوی په "جحفه" نومې دښتې کښې غدير خم ته ورسيدل. چې کله د لمانځۀ وخت شو او بانګ وويل شو، نو خلق له خپلو سورلو کوز شول، ټول غونډ شول او په جماعت يې لمونځ اداکړ.

بيا د اوښانو له کجاوو منبر جوړ کړای شو، د خداي رسول(ص) په منبر بره اوخت او د خداي پاک تر ثنا وروسته يې وفرمايل "ما ته او تا سو ته د خداي له خوا دنده او مسؤليت راکړل شوی دی، ايا داسې نۀ ده.

خلقو په یوه خولۀ وووئیل ګواهي ورکوؤ چې مونږ ته دې تبليغ وکړ او په دې لاره کښې دې ډيرې سختۍ زغملې، خداي درته د ددې ښه بدله درکړه.

رسول مبارک (ص)وفرمایت آيا د خداي پاک په يووالي او د هغۀ د بنده محمد په پيغمبرۍ او د دوزخ او جنت ،مرګ او په بيا راپاڅيدو ګواهي نه ورکوئ؟

خلقو بیا په یوه خولۀ ووئیل ، هو ګواهي ورکوؤ. رسول مبارک(ص یسا وفرمایل، خدايه! تۀ ګواه اوسه. بيا د خداي رسول (ص) خلقو ته مخ کړو او وې فرمايل :ای خلقو! زه او تاسو به د کوثر په غاړه له يو بل سره کتنه کوؤ. نو اوښيار او خبر دار ووسئ. زه تاسو ته دوه ګران بيه ملغلرې پريږدم.

خلقو بیا ووئیل ای د خداي رسوله (ص) هغه دوه ملغلرې کومې دی؟ رسول مبارک(ص) وفرمایل د خداي تعالی کتاب او د زما اهلبيت(ع). خداي ما ته فرمايلي دي چې داوړاده به تر هغه وخته له يو بله نۀ جلا کيږې چې د کوثر په غاړه ما ته راورسي. له دغو مه مخکښې کيږئ او مۀ تېريږئ ګني هلاک به شئ.بيا يې د اميرالمومنين حضرت علی عليه السلام لاس اوچت کړ چې ټول يې وويني او وې پيژني. نو په همدي حالت سره يې وفرمايل " اَيُهَاالنَاسْ! مَن اَولَی النَاسَ بِاالمُومِنِينَ مِنْ اَنفُسِهِمْ" "ای خلقو! هغه څوک دي چې په مومنانو باندې تر هغوي زيات حق لري او د مومنانو ولايت او مشري دهغوي په لاس کښې ده؟ خلقو وويل ، خداي او د هغه رسول (ص).

د خداي رسول (ص) وفرمایل خداي پاک زما مولا دي او زۀ په مومنانو مولا يم،زۀ په مومنانو باندې تر هغوي زيات حق لرم نو "مَنْ کُنْتُ مَوْلاهُ فَهَذَا عَلیٌ مَولاهُ" د چا چې زه مولا او سرپرست يم دا "علی" د هغوي مولا او مشر دي. اي خدايه! د علی له دوستانو سره مينه ولره او ددۀ له دښمنانو سره دښمني. له هغه چا سره چې له علی سره مرسته وکړي، مدد وکړه او څوک چې ددۀ مقابلې ته پاڅې او تيري پرې وکړي هغوي ته سزا ورکړه. نو ای خلقو! کوم کسان چې موجود دي. دوي دې دا خبره دې هغو کسانو ته چې پّ دغه ځاي کې نشته ، ورسوي" خلق له خوارۀ شوي نۀ وو چې دا ايت نازل شو "اَليَومَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِينَکُم وَ اَتْمَمْتُ عَلَيکُمْ نِعْمَتْی وَ رَضِيتُ لَکمُ الاسْلامَ دِينا" "نن مې ستاسو دين مکمل کړ او په تاسو مې نعمتونه تمام کړل او تاسو ته د اسلام په دين راضي شوم" ( . الغدير جلد 1 صحفه 9 تا 11) په حقونو کښې برابر والی او انصاف حضرت امام علی عليه السلام چې کله د اسلامي حکومت مشر شو نو منبر ته وخوت او د خداي پاک له حمد او ثنا وروسته يې وفرمايل: "په خداي قسم که په مدينه کښې زما د کجورې يوه ونه هم وی، له بيت المال به څۀ وانۀ خلم نو اوس لږ سوچ وکړئ چې کله زه د ځان لپاره له بيت الماله څۀ نۀ اخلم نو ايا تاسو ته به يې په ناجايزه درکړم؟" د علی ورور عقيل پاڅيد او وې ويل تۀ ما ته او د مدينې يو تور پوستکی (حبش) ته په يوه سترګه ګورې او ما له هغه سره برابروې؟ نو حضرت علی عليه السلام ورته وفرمايل " ای وروره کښينه! تۀ په دغه تور پوستکی هيڅ لوړ والی نۀ لرې او لوړوالی او فضيلت يوازې په پرهيزګارۍ او ايمان کښې دی.( وسائل ج 11 ص 9 ) د امام بزرګوار ځنیو ملګرو هغوي ته وويل ، ای اميرالمومنينه ؛که له بيت الماله دې اول لويو او غټو خلقو ته څۀ ورکړې وی چې حکومت د ټينګ شوئ وئ ،نو بيا دې په عدالت سره په نورو حکومت کړی وئ نو دا به ښه نه وه؟ امام وفرمايل "افسوس چې تاسو له ما غواړئ خپل بنيادونه په ظلم او زياتي او له مسلمانانو سره په بې عدالتۍ او بې انصافۍ ودروم، نه، په خداي قسم زه به هيڅکله داسې ونۀ کړم په خداي مې دې قسم وي که د مسلمانانو مالونه زما خپل هم وی ، بيا به می به هم په هغوي کښې برابري او عدالت کوؤ پاتې لا راشه دا چې دا د دوي خپل مال دی.( وسائل جلد 11ص 80 ) د حضرت امام علی بن ابي طالب عليه السلام له شهادته وروسته يوه ورځ د همدان د قبيلې د عمار لور بي بي سوده معاويه ته ورغله، معاويه ته د دغې بی بی هغه سختۍ او فعاليتونه ياد شول چې د صفين په جنګ کښې يې د حضرت امام علی عليه السلام او د دوي د سپايانو په خدمت کښې کړې وو معاويه ورته دا سختۍ وريادې کړې او هغه يې ورټله . بيا يې ترې وپوښتل چې دلته د څۀ لپاره راغلې ئې؟ هغې ورته وويل: "ای معاويه! خداي به درنه زمونږ د واجبو او ضروري حقونو د تروړلو غصبولو پوښتنه کوي، تا تل په مونږ داسې ګورنران ګمارلي دي چې په مونږ ظلمونه کوي، زمونږ مالونه او حقونه چخڼې کوي او سړي مو وژني.اوس دې دا "بسر بن ارطاة" په مونږ ګمارلی دی چې زمونږ سړي وژني او مالونه مو چور کوي. ، که ستا له حکومته مو پيروي نۀ کولئ نو اوس به ښۀ په عزت کښې وو، که دی دې لرې کړ خو ښه په ښه، ګني مونږ پخپله راپاڅو." معاويه وقهريدۀ او وې ويل: "ما له خپلې قبيلې ويروې، تا به په ډير بد حالت کښې هماغه بسر ته وروليږم چې څۀ يې د زړۀ خوښه وي هغه درسره وکړي" سوده بی بی يو څو شيبې غلې شوه او په ذهن کښې يې د تيرو وختونو عدالت او انصاف ياد کړ بيا يې دا شعر ووئې: "د خداي سلام دې وي په هغه روح ، چې د هغوي په تللو د عدالت او انصاف ټغر هم ټول شو. هغه په حق او صداقت ژمن ؤ او حق به يې له هيڅه سره نه بدلولو، حق او ايمان په هغه کښې يو ځائې شوي وؤ" معاويه ترې تپوس وکړ چې دا د چا خبره کوې؟ بي بي سوده ورته وويل د حضرت علی بن ابيطالب عليه السلام اوس مې هم هغه ياد دي چې هغۀ ته ورغلم چې د زکات د راغونډونکي افسر شکايت وکړم، کله چې امام ته ورسيدم نو هغوي د لمانځۀ نيت تړلو خو چې زه يې وليدم، مونځ يې پريښود او په مسکا سره يې له ما وپوښتل: " له ما سره دې څه کار ؤ؟" ومې ويل "هؤ" او بيا مې ورته خپل شکايت ورسولو. امام بزرګوارچې د لمانځۀ لپاره دريدلی ؤ، په ژړا شو او خداي پاک ته مخاطب شو "ای خدايه! ګواه اوسه چې ما هيڅ کله حکم نه دی ورکړی چې دغه افسر په خلقو ظلم وکړي." بيا يې د څرمنې يوه ټوټه راوباسله او د خداي له نامې او د قران له يوه آيته وروسته يې وليکل "څنګه چې زما ليک در ورسي نو خپل ټغر دې ټول کړه چې په ځائې دې بل څوک در وليږم" بيا يې ليک ماته راکړو خو په داسي حال کښې چې پرانستي ؤ او ټاپه يې پرې نه وۀ لګولې. ليک مې افسر ته ورکړ او هغه له خپل مقامه څنګ ته شو" معاويه د دې قيصې تر اوريدو وروسته مجبورا حکم ورکړ چې څۀ غواړي، ورته وې ليکئ. حضرت امام علی عليه السلام شهادت د هجرت په څلويښتم کال په مکې کښې ځینې خوارج راغونډ شول او غوښته يې وکړه چې حضرت امام علی عليه السلام معاويه او عمر عاص په کوفې شام او مصر کښې په ټاکلو وختونو کښې ووژني. دوي د روژې د مبارکې مياشتې نولسمه شپه د وژلې وخت وټاکۀ. د عبدالرحمن ځوې ملجم د حضرت امام علی عليه السلام په شهيدولو، د صريمي ځوي حجاج د معاويه په وژلو او د بکر تميمي ځوي عمرو د عمرو عاص په وژلو وګمارل شول . ابن ملجم په همدې خاطر کوفې ته راغی خو څوک يې له خپل سپيرۀ او پليت نيته خبر نۀ کړل. تر دې چې يوه ورځ د يو خوارج په کور کښې له يوې ښائسته جينۍ "قطامه" سره مخامخ شو په هغې يې زړه وبائيله او ځان له يې وغوښته، قطامه ورته وويل زما مهر درې زره درهمه، يو مرئې او د حضرت امام علی عليه السلام شهيدول دي. قطامه چې پلار او وروڼه يې د نهروان په جنګ کښې مړۀ شوي وؤ، خيال کوؤ چې حضرت امام علی يې پلار او وروڼه وژلي دی. خو حقيقت داسي نۀ ؤ، غرض دا چې ابن ملجم قطامه ته وويل چې زۀ هم د همدي کار لپاره کوفې ته راغلی ؤم. او اوس په خپله ارادې کې لا کلک شوم بالاخره هغه سپيره شپه راورسيده، ابن ملجم له خپلو دوؤ ملګرو سره د روژي نولسمه شپه د کوفې په جماعت کښې تيره کړه. قابو ديرش او څو کاله مخکښې حضرت امام علی(ع) له ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی ... علیه و آله وسلم څخه اوريدلي وؤ چې د روژې په مياشتې کښې به له دنيا سترګې يټې کړې . ( نو نوره قيصه به د حضرت علی عليه السلام له خولې واورو) او چې کله پيغمبر(ص) د روژې د مبارکې مياشتې په باب هغه مشهوره خطبه ولوسته نو زۀ پاڅيدم او تپوس مې ترې وکړ چې ای د خداي رسوله! په دې مياشتې کښې ډير ارزښتناک عمل او کار کوم دی؟ وې فرمايل "له ګناهانو ځان ساتل، بيا پيغمبر(ص) سخت وژړل او ماته يې ووئې چې تۀ به هم په دې مياشتې کښې شهيديږې. د امام علی عليه السلام له کړو او ويناوو هم دا څرګنديده چې امام یزرګوار په دې مياشتې کښې شهيديږي، ځکه چې په همدې کال يې وئيلی وو چې دا ځل به د حج په وخت کښې زۀ ستاسو په منځ کښې نۀ يم. همدا شان کله به چې خلقو له امامه پوښتنه کوله چې په دې مياشتې کښې ولې کمه ډوډۍ خورې نو امام به فرمايل: "غواړم چې په تشه خيټه د خداي کتنې ته ورشم" د روژې نولسمه شپه يې ټوله روڼه کړه او فرمايل به يې "په خداي قسم دروغ نۀ وايم او ما ته دروغ نۀ دي ويل شوي، نن هماغه شپه ده."( . ارشاد مفيد ص 10. ) او بالاخره د هغې شپې په سهار مهال کله چې د متقيانو موﻻ جمات ته لاړ ، نو سهار د لمانځه په وخت د نړۍ تر ټولو د پليت سړي ابن ملجم خونړۍ او زهرجنه توره د حضرت امام علی عليه السلام په مبارک سر ولګيده او دا نمر د عبادت په مهراب کښې په وينو کښې رنګين شو او دوه ورځې وروسته د روژې د مبارکې مياشتې په يوويشتمه شپه د هجرت په څلويښتم کال دغه لمر پريوتهاو نړۍ په تورتم کې پآتې شوه ( . ارشاد مفيد ص 5 بحار ج 42، ص281. ) د حضرت امام علی علیه السلام مبارک بدن د عراق په نجف اشرف ښار کښې خاورو ته وسپارل شو چې اوس هم د مسلمانانو او د هغوي د ليوالو د زړونوتنده ماتوي ؟ حضرت امام علی عليه السلام لکه څنګه چې ټول عمر ئې د خداي پاک په ياد کښې تير کړ. ددغې پيښې په وخت هم د خداي پاک په ياد کښې ډوب ؤ ځکه چې کله ابن ملجم خونړۍ توره د هغه په مبارک تندي ولګيده نو لومړۍ جمله يې دا وه "فُزْتُ وَ رَبِ الکَعبه" د کعبې په رب قسم چې کامياب او بريالی شوم" بيا امامبزرګوار هماغه شان په وينو کې ککړ کور ته بوتلل شو ، حضرنت امام امام علی علیه السلام په دغه مودې کې خپلو بچیانو ته وفرمائيل چې زما قاتل په ما يوازې يو ګوزار کړی دی ، نو پکار ده چې يوازې يو ګوزار پرې وکړئ شي اوله هغه سره دې ښۀ سلوک وشي. امام یزرګوار دوه ورځې د شهادت په بسترې پروت ؤ او بيا هم هره شيبه د خلقو د نيکمرغۍ او ښيګڼې په فکر کښې ؤ او سره له دې چې حضرت محمدمصطفی صلی الله عليه و اله وسلم او پخپله حضرت امام علی عليه السلام تر دې مخکښې هم ډير ځله د امام حسن، امام حسين او ورپسې تر دولسو امامانو پورې د ټولو د امامت يادونه کړې وه خو بيا هم امام علی عليه السلام د خپل عمر په وروستو شيبو کښې د حجت د تمامولو لپاره خلقو ته د دوي د امامت خبره بيا وکړه. د امام علی(ع) وروستۍ خبرې حضرت امام علیه سلام د ژوند په وروستيو شيبو کښې خپلو بچیانو، خپلوانو او ټولو مسلمانانو ته وصيت وکړ چې ".....تاسو تقوی او له خدايه ويرې ته رابولم، خپل کارونه او چارې منظمې او سرڅڼه ساتئ او تل د مسلمانانو تر مينځ د اصلاح او رغاونې په فکر کښې اوسئ، يتيمان مۀ هيروئ او د ګاونډيانو د حقونو خيال ساتئ، قران د ځان لپاره يو عملی پروګرام وګرځوئ "اَلله اَلله فِی الصَلواةِ فَاِنَهَا عَمودُ دِينِکُم" د لمانځه ډير خيال ساتئ او درنښت يې کوئ ځکه چې دا مو د دين ستنې ده. د خداي پاک په لاره کښې په خپل سر، مال او ژبې سره جهاد کو ئ، له يوه بل سره غږ مله اوسئ، ښو ته رابلل اؤ له بدو منع کول مۀ پريږدئ ځکه چې که د خداي فرض او دنده مو پريښودله نو ستاسو د ټولنې پليت او ظالم کسان به په تاسو واکمن شي او بيا چې هغوي ته هر څومره هم ښيرې وکړئ ، نو خداي يې نۀ قبلوي.

نهج البلاغه

د حضرت امام علی عليه السلام په اثارو کښې د هغوي يو مشهور اثر نهج البلاغه دی چې په دې کتاب کښې د حضرت امام علی عليه السلام قابو 239 خطبې نقل شوي دي. په دې خطبو سربیره پکښې دعاګانې، وصيتونه، ليکونه او د امام علی عليه السلام ارزښتناکې او له نصيحته ډکې وړې وړې جملې هم شته، دا کتاب يو بزرګوار او لوي فقیه سيد رضی چې قابو زر کاله مخکښې راغونډ کړی دی. د پښتو ژبې مشهور شاعر حمزه بابا هم په اول ځل په پښتو کې ژباړلی دی، او دويمه ژباړه يې استاد عبدالرحيم دراني شورو کړې ده چې تر نيمې يې ترجمه کړې ده. مسعودي چې له سيد رضی قابو سل کاله مخکښې اوسيدۀ د "مروج الذهب" کتاب په دويم ټوک کښې وائي: هغه خطبې چې خلقو په بيلا بيلو موقعو کښې د حضرت امام علی عليه السلام له خولې غونډي کړي تر څلور سوه اتياو خطبو زياتې دي. حضرت امام علی عليه السلام دغه خطبې فی البديهه او بې له څه يادښته او ځان ته ليکلو ويلي دي او خلقو به ترې هم ليکلې نو له دې معلوميږي چې د حضرت امام علی عليه السلام خطبې ډيرې زياتې دي حال دا چې سيد رضی بزرګوار په نهج البلاغه کښې يوازې 239 خطبې غونډې کړئ شوي دي.(سيري در نهج البلاغه ايت آ .... استاد مطهري).

د ايران يو لوړ رتبه عالم او د نهج البلاغې په فارسۍ ژبه ژباړونکی د دې کتاب په هکله فرمايي: نهج البلاغه هغه کتاب دی چې پکښې د اميرمؤمنين علي عليه السلام هغه ويناوې دي چې په درجه کښې د انسان له خبرو اوچتې او د خدای پاک له خبرو لاندې دي.

د نهج البلاغې د موضوع بيلا بيل شونه انسان په تعجب کښې اچوي، د توحيد لوړ رتبه مطلبونه، پندونه او نصيحتونه، د سياسي او ټولنيزو پيښو تحليلونه، د حکمرانانو او پاچاهانو د کار قانونونه او هغوي ته امر او نهي ځينې له هغه مطالبو څخه دي چې په نهج البلاغې کښې موجود دي.

ليکلوال پکښې د حضرت امير المؤمنين عليه السلام ويناوې له يوې لنډې سريزې وروسته په دريو برخو ويشلي دي، خطبې، ليکلونه او لنډې ويناوې او د حضرت امير المؤمنين عليه السلام د خبرو تر مينځ په کوم ځای کښې ضروري وه نو توضيح او شرحه يې بيان کړې ده.

نهج البلاغه په لغت کښې بليغ او فصيحې لارې او خبرې کولو ته وايي. سيد رضي په دې کتاب کښې دا هڅه کړې ده چې له هغه حديثونو څحه چې له حضرت امير المؤمنين عليه السلام نقل شوي دي هغه حديثونه خوښ کړي چې له ټولو زيات فصيح او بليغ وي او همدا سبب شو چې په ډېرو تاريخي او خطرناکو پيښو کښې هم دا کتاب سالم پاتې دې او په د مسلمانانو او غير مسلمانانو په بيلا بيلو ډلو کښې شهرت لري.

ځينې څيړاندو ويلي دي چې په نهج البلاغې باندې قابو 370 شرحې، تفسيرونه او ترجمې ليکلي شوي دي او تر اوسه پورې نوې نوې ترجمې چاپ کيږي او همدا خبره د مسلمانانو تر منځ د دې کتاب اهميت څرګندوي په بيلا بيلو ژبو د نهج البلاغې ترجمې موجودې دي.

د نهج البلاغه په هکله خبرې او معلومات ځان ته يو کتاب غواړي خو مونږ په دې لنډې غوندې پيژندګلوۍ اکتفا کوو د بيلګې په توګه يې يوازې يو څو لنډې ويناوې راوړو چې لوستونکي ترې ګټه واخلي:

حضرت امام علی عليه السلام د دنيا د فناه کيدو په هکله وايي: "یو کس له امامه  د حال احوال پوښتنه وکړه هغه حضرت وفرمایل:» دهغه کس حال به څنګه وي چې  بقا یې د فنا په لور بیایي او په سلامتیاکې ناروغ دی ،  او  په خپل مامن او ارام ځای کې پرې مرګ راځي."

اوهمدارنګ د انسان او ازميښتونو په هکله فرمايي: "داسې ډیر کسان شته دي چې  په هغو نعمتونو سره چې ورکول کیږي په لومه کې ګیر شي او په  ګناه په پرده پوښۍ سره  وغولیږي. او په ستایل کیدو سره  و ازمایل شي. خدای تعالی د ازمویلو لپاره تر  مهلته ښه وسیله بله نه ده ګرځولې".

له امام سره په دوستۍ کې له افراط او تفریطه د ډډه کولو په هکله داسې فرمايي: "دوه تنه زما په وجه تباه شول : افراط کوونکی دوست او  مبالغه کوونکی دښمن".

له فرصتونو څخه د استفادې او ګټې په هکله په لنډه توګه داسې فرمايي: "له لاسه د فرصتونو ورکول د غمجنیدو سبب  کیږي"

د دنیا د پیژندلو د ضرورت په هکله داسې فرمايي: "حرامه دنیا  د مار په شان ده پوستکی یې نرم دی خو  دننه له زهرو ډک دی غولیدلی نادان هغه ته ګروهي او هوښیار عاقل له هغه ډډه کوي"

دا ځينې هغه ويناوې وی چې د بيلګې په توګه مو راوړې خو د دې کتاب د ژورتيا او فصاحت او بلاغت پته هاله لګي چې په خپله دا کتاب ولوستل شي يا د دې کتاب په هکله د لويو شيعه او سني عالمانو هغه قولونه ولوستل شي چې په بيلا بيلو تاريخ کتابونو کښې راغلي دي چې يو کس پکښې وايي: دا کتاب له فصاحته داسې ډک دی چې که هغه اديبان اوس موجود وی چې د جاهليت په زمانه کښې به يې ځينې شعرونو ته له ادبه سجده کوله نو ضرور به يې دی ته سجده کړې وه.

څوک چې غواړي چې نور معلومات تر لاسه کړي نو پخپله نهج البلاغې او د هغې بيلا بيلو شرحو او څيړنو ته چې لويو لويو عالمانو ليکلي دي مراجعه کولی شي. پرنهج البلاغې سربيره د امام علی عليه السلام قضاوتونه او فيصلې هم ډيرې خوندورې او حيرانوونکې دي او که څوک يې لوستل غواړي ، نو نو دا هم د بيلا بيلو کتابونو په شکل کښې چاپ شوي دي.