امام علی، یو بشپړ انسان چې ساری نه لريد پیغمبر اکرم او د هغه بزرګوار د جانشین حضرت امام علي علیه سلام د شهادت د کلیزې شپې ورځې دی . هغه لوی شخصیت چې په تاریخ کې یې په ډیرو انسانانو خپلې اغیزې پریښې او د ډيرې لوړې جاذبې خاوند دی. هغه ورځ چې علی(س) د کعبې په نامه په سپیڅلي ځای کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې، ټول خلک ورته ګوته په غاښ پاتې شول ځکه چې تر اوسه هیڅوک په کعبې کې دننه نه وو زیږیدلې او دا د دغه مبارک ماشوم د ستر توب دلیل و. هغه لوی شخصیت چې په خپل برکتناک او ګټه ور ژوند کې یې په افکارو کې انقلاب راوسته او زړونو ته یې جوش ، تاندوالی او ایمان ورکړ. نن دهغه انسان زوکړه لمانځو چې د علم او معرفت څپانده او بې پایه دریاب او یو پوه، حکیم او هوښیار مشر و. هغه پیاوړی او انډول شخصیت درلود او مخکې له دې چې د نورو په معامله کې له عدل او انصافه کار واخلي ، عدالت يې اول په خپل ځان جاره کاوه. ښکلې اخلاقي کمالات یې په ډیر لوی ډول په وجود کې ځلیدل. ژوره لیدتوګه او ډیر نرم او انساني احساسات یې لرل. د شپې به د عبادت په مهال بې له خدایه له هر چا سره اړیکي شلولې او د ورځې به د ټولنې په سیاسي او ټولنیزو چارو بوخت و. ټول دهغه په سرښندنې میړانې او ځوانمردۍ داده وو او حکیمانه نصیحتونه به یې د د حقیقت پالو زړونو تل ته کوزیدل . داسمان ستوري به هر ه شپه دهغه د خالصو اوښکو په ننداره وو او د عاشقانه لمنځونو انګازه یې په فضا کې خپریدله .هو، علی په خپلو پریمانه ښکلاوو سره د یو بشپړ او کامل انسان بیلګه وه . د علی ابن ابیطالب د وفات ورځ ټولو مینه والو ته تسليت وايو. د حضرت ابوطالب څلور زوی امام علی علیه السلام د رسول الله مبارک (ص) له بعثته لس کاله وروسته د بزرګې د میاشتې په دیارلسمه نیټه د فاطمه بنت اسد په نامه له مبارکې او پاکلمنې مورې د خدای په کور کعبې کې وزیږید. حضرت علی تر شپږ کلنۍ د خپل پلار ابوطالب په کور کې په هغو ورځو کې دمکې په ښار کاختي او ګراني راغلې وه. دا چاره سبب شوه چې حضرت علي له شپږ کلنۍ وروسته د خدای درسول حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم په کور کې ژوند وکړي او د تر ټولو د لوړ انسان په مکتب کې وروزل شي. .حضرت علی د نهج البلاغې په ۱۹۲ خطبې کې داسې فرمایی: زه به په پیغمبر پسې تللم داسې لکه بچی چې په مور پسې روان وي/ او پیغمبر به هره ورځ ماته یو اخلاق فضیلت ښودلو او زه به یې دهغه پیروۍ ته هڅولم. وروسته له دې چې دخدای رسول په پیغمبرۍ وګمارل شو، حضرت علي لومړی کس و چې دهغوي په دین یې ایمان راوړ . کله چې ابوطالب خپل زوی علي ولیده چې له پیغمبر سره په لمانځه لګیا دی وې ویل: زویه دا څه کوې؟ وې ویل : بابکه، ما اسلام راوړی دی او دخدای د خوشالولو لپاره په خپل تره زوي پسې لمونځ کوم . ابوطالب وویل: له هغه مه جدا کیږه ځکه چې تا یوازې خیر او نیکمرغۍ ته بلي. د بعثت په دریم کال ، خدای تعالی د یو ایت په نازلولو سره له خپل استازي وغوښتل چې خپل نزدې خپلوان اسلام ته وبله، د خدای رسول خپل کابو څلویښت خپلوان وبلل او هغوی ته یې ډوډۍ وکړه. خو هغه ورځ موقعه برابره نه شوه چې خپل پیغام هغوی ته ورسوي. بله ورځ یې بیا هغوی وبلل او ورته یې وفرمایل: په تاسو کې څوک زما مرسته کوي او په ما ایمان راوړي چې زما ورور او له ما وروسته زما ځای ناستی شي. حضرت علي پاڅیده او وې ویل : ای د خدای استازیه زه تیار یم چې په دې لاره کې ستا مرسته وکړم، پیغمبر وفرمایل: کښینه. بیا یې خپله بلنه تکرار کړه. خو بې له علي هیڅوک پانه څیدل. په دریم ځل د خدای رسول بیا خپله خبره وکړه او دا ځل هم یوازې علي پاڅیده او له پیغمبر سره د ملګرتیا لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړ . دخدای رسول وفرمایل:« دا علی زما ورور او په تاسو کې زما وصي ، وارث او ځای ناستی دی» په مکې کې د خدای درسول له دیارلسو کلنونو بلنې او د سختیو له زغملوو وروسته مدینې ته دهغه حضرت د هجرت سریزه برابر شوې. البته له هجرته څو شپې مخکې رسول الله مبارک له حضرت علی سره د کعبې په لور وخوځیده پیغمبر حضرت علي په خپله اوږه ودروه او هغه د کعبې بوتان مات کړل . د هجرت په شپه هم حضرت علی د پیغمبر د حفاظت لپاره په ډیرې میړانې سره د پیغمبر په بسترې کې څملاسته چې دمشرکانو له خوا پیغمبر ته تاوان ونه رسیږي. د دې لپاره چې د حضرت علي میړانه په تاریخ کې پاتې شي خدای تعالی په یوه ایت کې د حضرت علي دغه میړانه وستایله . د پیغمبر له هجرته وروسته حضرت علي په دریو ورځو کې له پیغمبر سره د خلکو امانتونه د هغو خاوندانو ته ورسول بیا حضرت علي له خپلې مور بي بي فاطمه بنت اسد، او د پیغمبر له قدرمنې لور بي بي فاطمې، او له هغو مسلمانانو سره چې تر هغې ورځې په مکې کې پاتې کې وو مدینې ته ورسیدل، پښې یې تڼاکې شوې وې ، دخدای رسول چې کله حضرت علي وليده دهغه سرښندنه یې وستایله او مننه یې ترې وکړه . د هجرت په لومړي کال چې پیغمبر د مهاجرو او انصارو په مینځ کې د ورورولۍ تړون کاوه ، حضرت علي ته وفرمایل:« ته په دنیا او اخرت کې زما ورور یې» د هجرت په دوهم کال حضرت علی (ع) د پیغمبر په نزد تر ټولو د غوره کس په توګه دهغه حضرت (ص) له لور بي بي فاطمې سره واده وکړ . له هغه وروسته جنګ بدر وشو او دحضرت علي میړانه او تورزني مشهوره شوه . شیخ مفید چې یو لوی مسلمان عالم دی وایی: د احد په غزا کې د حضرت علي نوم دومره مشهور شو چې د خدای رسول (ص) د هغوی په هکله وفرمایل:« بې له شکه علي له ما او زه له علي یم» په همدې غزا کې وه چې په اسمان کې منادي غږ وکړ: لا فتی الا علی لا سیف الا ذوالفقار/ د علی په شان ځوان او د ذوالفقار په شان توره نیشته. د هجرت په پینځم کال د خندق غزا پیښه شوه او حضرت علي (ع) د عمرو بن عبدود مقابلې ته ووته . په هغه وخت د خدای رسول وفرمایل: «نن درست ایمان د ټول کفر په مقابله کې جنګ ته ولاړ دی » کله چې د خیبر غزا پیښه شوه او په دغه غزا کې ډیر کوماندانان د خیبر د کوټ له فتح کولو پاتې راغلل د خدای رسول (ص) وفرمایل: سبا به زه بیرغ داسې یو کس ته ورکوم چې هیڅکله نه تښتي او دښمن ته نه شا کوي هغه داسې کس دی چې خدای او رسول ورسره مینه کوي او خدای او رسول هم له هغه سره مینهکوي او خدای به دغه د خیبر کلا دهغه په لاس فتح کړي» او علی هماغه کس و چې د اسلام سپایانو ته یې د خیبر د کلا فتح په نصیب کړه . خوشال بابا په خیبر کې د امام علي د میړانې په هکله څه ښه وایی: د خیبر په کوټ یې هسې زورښکار ه کړه د رستم د میړنتوب خبرې هیڅ شوې. حضرت علي په هر ځای کې د پیغمبر په څنګ کې و تر دې چې د خدای رسول په غدیر هم کې هغه خپل ځای ناستی وټاکه او وې فرمایل: « چا چې زه مولا او سرپرست یم دا علي دهغوی مشر او مقتدا دی» په رښتیا چې علي څه ځانګړتیاوې لري چې داسې په تاریخ کې ځلیږي او زړونه په ځان مینو؟ ولې زړونو ته هغه اشنا اشنا ښکاري او له هغه سره د نزدیوالي احساس کوي.؟ هو، علي ځکه په خلکو ګران دی چې له خدای سره پیوند لري هغه خدای پال او خدایی کس دی او همدې ځانګړنې هغه په تاریخ کې دتل لپاره ژوندی ساتلی دی. هغه په خپله فرمایی:« د مالونو غونډوونکي سره له دې چې ژوندي ښکاري خو مړه دي او خدایی عالمان او پوهان تر قیامته پاتیدونکي دي . دهغوی بدنونه ورک دي خونقشونه یې په زړونو کې پاتې دي» د علي مقام او شخصیت ډیر لوړ و نو ډیر کم کسان د هغه په ارزښتمن مقام پوه وو. دوي دخپل ځان په هکله فرمایی:« سبا به تاسو ته زما پټ صفات ښکاره شي او زما له تللو او زما په ځای د بل کس له راتللو وروسته به ما وپیژنئ» د لبنان د مسیحي لیکوال جبران خلیل جبران په وینا علی هغه سړی دی چې له خپلې زمانې مخکې پیدا شوی دی. انسانان په لاشعوري ډول په خپله خټه کې له حق سره تړون لري او کله چې ورته حضرت علي د الهی صفاتو سمبور او دحق لوی ایت ښکاري له هغه سره مینه کوي ، په حقیقت کې علي یوه داسې لورانده سرچینه ده چې د رڼې چینې په شان ځلیږي او تل د حکمت او علم تږي له خپلې خوټیدونکې چینې خړوبوي. د حضرت علي یوه لویه ځانګړنه، دهغه بې ساری عدالت و، دوی چې کله ظاهري خلافت ته ورسیدل په مدینې کې یې په یوې وینا کې وفرمایل:«خبر اوسئ ، هره ځمکه چې په ناحقه چاته ورکړې شوې وي او هر مال چې دخدای له ماله بې سببه بخښل شوی وي ، د اسلامي دولت خزانې ته به یې ستون کړم بې له شکه حق هیڅ یو څیز نه شي باطلولی . د وخت تیریدل د دې سبب نه کیږي چې زه په تیرو چارو سترګې پټې کړم . زه که ووینم چې که په دغو د خدای په حقوقو چې واده کړې وي او په مهرونو کې یې ورکړې وي او په ښارونو کې خپاره شوې وي ، هغه به خپل ځای ته ستانه کړم . بې له شکه په عدالت کې پراختیا ده» بیا هغه حضرت امر وکړ چې ټول هغه مالونه چې په ناحقه اخستل شوې دي بیت ا لمال یا دهغه څښتنانو ته ستون کړې شي. یوه شپه طلحه او زبیر د خبرو لپاره امام علي ته ورغلل امام علي د یوې ډیوې په رڼا کې د بیت المال د چارو په حساب کتا ب لګیا و . کله چې دوي ورورسیدل ، امام وفرمایل چې د بیت المال څراغ مړ کړئ او یو بل څراغ بل کړئ. زبیر د دې خبرې سبب وپوښته . علی وفرمایل: هغه ډیوه د بیت المال وه او زه د بیت المال په حساب کتاب اخته وم . کله چې تاسو راغلئ او په بل کار اخته شوم . نو نه مې غوښتل چې د بیت المال څراغ په نورو کارونو کې ولګیږي. کله چې هغه دوه کسه پاڅیدل . زبیر طلحه ته وویل : دا عدالت دی چې هیڅوک یې نه شي زغملی . په همدغه ورځو کې وه چې علي بیت المال وویشه او د زبیر او د هغه د مریي ونډه یې یو هومره ورکړه . زبیر وویل : ای امیرالمومنینه ! د ازما غلام دی ، څرنګه له ما سره برابره شوی دی.؟ امام وفرمایل : عدالت همدا دی . هغه د عدل او عدالت او انصاف لوی څراغ د روژې دمياشتې په 19 نيټه د جومات په محراب کښې د لمانځه په حالت کښې رخم وخوړ او درې ورځې وروسته د روژې د مياشتې په 21نيټه د يو ظالم خارجي ابن ملجم په لاس په شهادت ورسيد. د نړۍ د عدالت غواړو د سرخیل حضرت علي علیه السلام د شهادت ورځ د نړۍ ټولو مسلمانانو ته تسليت وايو. دراني |