حضرت آية الله ناصر مكارم شيرازى(د فارسۍ ژباړونکی)

په فارسۍ ژبه د نهج البلاغې ژباړونکی

زوکړه

حضرت آية الله العظمى مكارم شيرازى په 1345 هجري سپوږميز کال کښې د ايران په شيراز  ښار کښې په يوه مذهبي کورنۍ کښې چې په ښو اخلاقو او نفساني بيلګو مشهوره وه وزيږيد.

زده کړې

حضرت آية الله العظمى مكارم شيرازى خپل لومړۍ زده کړې د شيراز په مدرسې کښې ولوستې. د هغه هوش او قوي حافظه او ښه استعداد د دې سبب شو چې هغه په مدرسه کښې د لومړۍ درجې په شاګردانو کښې شو  او کله کله به يې په يوه کال کښې دوه کلاسونه لوستل.

علمى ژوند

هغه ديني درسونه په (مدرسه آقا باباخان شيراز) کښې شورو کړ او په لږ وخت کښې يې د صرف، نحو، منطق، بيان او بديع درسونه لوستل بيا يې خپل پام د فقهې او اصول درس ته ډېر کړ او د خپل ښه هوش او هوښيارتيا په سبب مقدماتي درسونه، متوسطه او عالي سطحه يې تقريبا په څلورو کالو کښې ولوستل.

دې ځلنده ستوري، په داسې حال کښې چې له د 18 کالو و په خپل ښه فکر او روان قلم سره د په (كفاية الأصول) کتاب باندې حاشيه وليکله چې د دې کتاب مبهمې نکتې يې روښانه کړی.

د هغه استاذان

هغه په اتلس کلنۍ کښې د قم علمي حوزې ته راغی او تقريباً پينځه کاله يې د هغه زمانې له لويو استاذانو لکه آية الله العظمى بروجردى، آية الله العظمى حكيم، آ ية الله العظمى خوئى او آ ية الله العظمى عبدالهادى شيرازى( قدس الله اسرارهم) او نورو له درسونو ګټه واخسته.

وطن ته ستنيدل

په نجف کښې د درسونو علمي ګټې يې لا شورو وې چې د وسايلو د نه شونې په سبب د 1370کال د شعبان په مياتشته کښې ايران ته ستون شو او د قم په علمي ښار کښې په زده کې بوخت شو.

درس خارج ښودل

حضرت آيت الله العظمى مكارم شيرازى له دې وروسته چې د قم علمي حوزې ته ستون شو هلته يې د اصول او فقهې درسونه ښودل شورو کړل او تقريبا 28 کاله کيږي چې د قم په علمي حوزې کښې طلباء د هغوي له درسونو ګټه اخلي او په فقهې کښې يې ډېر زيات کتابونه ليکلي دي. دې وخت د هغوي درس خارج يو له هغه درسونو څخه دی چې پکښې قابو دوه زره کسان ګډون کوي او عالمان او طالبان د هغه له درسونو ګټه اخلي هغوي په ځوانۍ کښې د بيلا بيلو کتابونو لکه عقايد، اسلامي معارف، د ولايت په مسلې کښې، د قران تفسير او د فقې او اصول په باب کښې ډېر کتابونه وليکل چې د اسلامي نړۍ له لويو ليکوالانو څخه وګڼل شو.

د نهج البلاغې په هلکه د هغوي ليد توګې 

نهج البلاغه هغه کتاب دی چې پکښې د اميرمؤمنين علي عليه السلام هغه ويناوې دي چې په درجه کښې د انسان له خبرو اوچتې او د خدای پاک له خبرو لاندې دي.

د نهج البلاغې د موضوع بيلا بيل شونه انسان په تعجب کښې اچوي، د توحيد لوړ رتبه مطلبونه، پندونه او نصيحتونه، د سياسي او ټولنيزو پيښو تحليلونه، د حکمرانانو او پاچاهانو د کار قانونونه او هغوي ته امر او نهي ځينې له هغه مطالبو څخه دي چې په نهج البلاغې کښې موجود دي.

ليکلوال پکښې د حضرت امير المؤمنين عليه السلام ويناوې له يوې لنډې سريزې وروسته په دريو برخو ويشلي دي، خطبې، ليکلونه او لنډې ويناوې او د حضرت امير المؤمنين عليه السلام د خبرو تر مينځ په کوم ځای کښې ضروري وه نو توضيح او شرحه يې بيان کړې ده.

نهج البلاغه په لغت کښې بليغ او فصيحې لارې او خبرې کولو ته وايي. سيد رضي په دې کتاب کښې دا هڅه کړې ده چې له هغه حديثونو څحه چې له حضرت امير المؤمنين عليه السلام نقل شوي دي هغه حديثونه خوښ کړي چې له ټولو زيات فصيح او بليغ وي او همدا سبب شو چې په ډېرو تاريخي او خطرناکو پيښو کښې هم دا کتاب سالم پاتې دې او په د مسلمانانو او غير مسلمانانو په بيلا بيلو ډلو کښې شهرت لري.

ځينې څيړاندو ويلي دي چې په نهج البلاغې باندې قابو 370 شرحې، تفسيرونه او ترجمې ليکلي شوي دي او تر اوسه پورې نوې نوې ترجمې چاپ کيږي او همدا خبره د مسلمانانو تر منځ د دې کتاب اهميت څرګندوي په بيلا بيلو ژبو د نهج البلاغې ترجمې موجودې دي.

د هغوي تاليفات

د هغوي تاليفات او ليکل شوي کتابونه قابو 150 کتابونه دي چې ځينې يې دلته ذکر کوو:

1ـ تفسير نمونه‌ (نزديك‌ به‌ 30 جلد)؛

2ـ تفسير موضوعي‌ پيام‌ قرآن‌ (نزديك‌ به‌ ده‌ جلد)؛

3ـ فيلسوف‌ نماها؛

4ـ مديريت‌ و فرماندهي‌ در اسلام‌؛

5ـ زهرا، برترين‌ بانوي‌ جهان‌؛

6ـ زندگي‌ در پرتو اخلاق‌؛

7ـ جلوة‌ حق‌؛

8ـ عود ارواح‌ و ارتباط‌ با ارواح‌؛

9ـ پرسشها و پاسخها؛

10ـ خطوط‌ اصلي‌ اقتصاد اسلامي‌؛

11ـ انگيزة‌ پيدايش‌ مذاهب‌؛

12ـ خدا را چگونه‌ بشناسيم‌؛

13ـ آفريدگار جهان‌؛

14ـ رهبران‌ بزرگ‌ و مسؤليتهاي‌ بزرگتر؛

15ـ قرآن‌ و آخرين‌ پيامبر؛

16ـ معاد و جهان‌ پس‌ از مرگ‌؛

17ـ عقيدة‌ يك‌ مسلمان‌؛

18ـ مهدي‌، انقلابي‌ بزرگ‌؛

19ـ ارزشهاي‌ فراموش‌ شده‌؛

20ـ پايان‌ عمر ماركسيسم‌؛

21ـ آخرين‌ فرضيه‌هاي‌ تكامل‌؛

22ـ آيين‌ ما (ترجمة‌ اصل‌ الشيعه‌)؛

23ـ پنجاه‌ درس‌ اصول‌ عقايد براي‌ جوان‌؛

24ـ سرگرميهاي‌ خطرناك‌؛

25ـ نماز، مكتب‌ عالي‌؛

26ـ معراج‌، شق‌ القمر، عبادت‌ در قطبين‌؛

27ـ معماي‌ هستي‌؛

28ـ فلسفة‌ شهادت‌؛

29ـ اسرار عقب‌ ماندگي‌ شرق‌؛

30ـ چهرة‌ اسلام‌ در يك‌ بررسي‌ كوتاه‌؛

31ـ در جست‌ و جوي‌ خدا؛

32ـ مشكلات‌ جنسي‌ جوانان‌؛

33ـ آنچه‌ بايد از اسلام‌ بدانيم‌؛

34ـ بحثي‌ در باره‌ ماترياليسم‌ و كمونيسم‌؛

35ـ قرآن‌ و حديث‌؛

36ـ طرح‌ حكومت‌ اسلامي‌؛

37ـ مناظرات‌ تاريخي‌ امام‌ رضا(ع‌)؛

38ـ رسالة‌ توضيح‌ المسائل‌؛

39ـ القواعد الفقهيه‌؛ (4 جلد )

40ـ انوارالفقاهه‌؛ (4 جلد )

41ـ انوارالاصول‌؛ (3 جلد )

42ـ تفسيرالامثل‌. (20 جلد )

د دې کتابونو د لوستلو او تفصيل لپاره د هغوي سايټ http://www.makaremshirazi.org/persian/compilation/?itg=al  ته مراجعه کولی شئ.