شاعر مرحوم امير حمزه شينواري

مرحوم امير حمزه شينوارى و او د مرحوم  ملک  مير باز خان اشرف خېل شينواري زوى دى ،چې پر (1907 ع )  کال  د لنډي کوتل په خوزه خېلو کښې يې په يوې  اسلامي  درنې کورنۍ کښې سترګې غړولي دي  .

لومړنۍ زده کړه يې د لواړګې په لومړني ښوونځي کښې  پېل کړه  او ورسره يې  د دري  او عربي ژبو د نحوې، صرف  او فقهې  مقدماتي کتابونه هم له استادانو زده کړل. بيا د پېښور  په اسلاميه کالج کښې شامل شو. د درس تر څنګه  به يې اردواشعار او نثرونه  ليکل او  د پېښور د پښتو اکاډمۍ مشر ( مولاناعبدالقادر)  ته به يې ښودل .

 دهغه په اشعارو کښې د خوشحال  بابا ،  عبدالرحمان بابا  او حميدبابا، مير زاغالب او علامه  اقبال  الهامات هم ځليدلي دي، خو په پښتني ادب کښې،  نوى اسلوب اوسبک لري.

حمزه بابا له تحصيل وروسته، د تورخم په سياسي  اداره کښې، د پاسپورټ  د څانگې  مامور وټاکل  شو او پلار يې د تورخم د اور گاډي  د ادارې منتظم  و؛ نو حمزه بابا  هم د اورگاډي  په اداره کښې سياره  دنده  واخستله او د هند گڼو ښارونو ته يې سفرونه وکړل . د بمبيي ښار ،چې د هنري فلمونو دجوړولو  مرکز و ، لومړى يې دچويو فلمونه په جوړولو کښې فعاله ونډه واخيسته ،  بيا يې په وياندو فلمونو کښې ، په 1941 کال کښې د  ( ليلا مجنون ) ، ( پيغلې )،  ( يوسف خان  اوشهربانو )  او ( علاقه غير ) فلمونه سمبال کړل.

د حمزه بابا  په زړه کښې به ، هميشه د تقوا او عرفان ډيوه بلېدله ، نو په 1931کال کښې ، چې د حيرت  آباد  او اجمير له سفره پېښور ته را ستون شو ، له سيد عبدالستار  شاه (باچاجان)  پيرڅخه يې ، د چشتيه تصوفي طريقې لاس نيوى  وکړ او په  1937 کال کښې يې د خپل پير د نظر لاندې  د (بزم ادب ټولنه )  او بيا يې  د پښتو ( ولسي ادبي جرگه )  جوړه کړه .په ( 1940کښې حمزه بابا ،  دستر متصوف  عبدالرحمن بابا پر مزار پښتو مشاعرې پېل کړې ،  له بلې خوا حمزه بابا  داردو  ژبې د  ادبي هنري او عرفاني (اداره ادبيه)  ټولنې  بنيادي  غړى هم و؛ نو ار دو ليکنې به يې  په پښتو  او پښتو آثار به يې په اردو ژبه کښې ژباړل .

سربېره پر دې ، حمزه بابا  د لنډو او اوږ دو کيسو کتابونه ، مقالې  او ډرامې په پښتو ژبه  کښې وليکلې  ، چې په  ډله  ييزو خپرونو کښې خپاره شوي دي.

همدغه راز حمزه بابا د ارواښاد بايزيد انصاري پير روښان د ادبي _عرفاني (رنسانس) او د ارواښاد خوشالخان خټک بابا د مبارزو د حماسي غورځنگ پېر تازه او ځلاندکړ؛نو د ادب دمشعل ،د غزل د بابا او د تصوف د لار ښود پر صفاتو وستايل شو .

 حمزه بابا  د ( نهج البلاغه )  ، ( ارمغان حجاز)  او ( جاويد نامه )  پر کتابونو شرحې  وليکلې ، چې د  پېښور  په (( پښتو اکاډمى ))  او د کراچۍ  په (( اقبال اکاډمۍ )) کښې‌ چاپ  شوې او د هغه  (1300)  غزليات په څلورو ټو کونو کښې را ټولې شوې.

 ارواښاد حمزه بابا  د فطري  ذکا، ذوق  او نبوغ د لرلو  له لامله   پر خپلې مورنۍ ژبه  پښتو،  اردو  انگريزۍ،  دري، او عربي  ژبو پوره پوهيده . هغه په (1994ع) کال  کښې د  (87)  کلونو پر عمر وفات شو اود لنډي کوتل  په خپل کلي کښې خاورو ته سپارل شوى دى   .

ارواښاد حمزه بابا له (20)  ډېر کتابونو نه ليکلي ، چې ځينې  يې دادي:

ادبي او هنري آثار

د اشعارو کليات .

د حضرت امام علی(ع) د کتاب نهج البلاغی ترجمه

د علامه محمد اقبال لاهوري د شعورونو ( ارمغان حجاز ) ، (جاويد نامه ) منظومه ترجمه او شرحه

د (رحمان بابا) پر ديوان علمي شرحه .

د عبدالرحمن بابا پر مزار د پښتو شعرونو اردو ترجمې.

د (بزم ادب) او (اولسي ادبي جرگې) سمبالول.

         لنډې او اوږ دې کيسې _ دوه ټوکه.

    د (ليلا مجنون) ، (پېغلې) ، (يوسف خان او شهربانو) او (علافه غير) ادبي او هنري فلمونو جوړول.

د سفرونو رساله.

(نوې څپې) ، د خوشحال بابا پر اشعارو تبصرې

د ( نن او پرون )  تاريخي کتاب، چې د نړۍ د دولتونوددواړو جگړو په بهير کښې ،

د هند په ډهلي  ښار کښې چاپ شو.

ب : شرعي ،  عرفاني ، اجتماعي  او فلسفي آثار :

ژوند _  اجتماعي او فلسفي کتاب.

ژور فکرونه _  تصوفي او عرفاني رساله .

) جلال محمد ( ص )_ شرعي   او عرفاني کتاب .

د بيت الله  حج ( سفر نامه)

د ارواښاد شيخ  احمد سر هندي  فاروقي ( مجد د الف ثاني ) د ( مکتوبانو ) پرکتاب شرحه  او تعليق.

وحدة الوجود او وحدة الشهود _ تصوفي او عرفاني کتاب .

پر سلگونو ادبي ، تاريخي ، علمي او اجتماعي  ډرامې يې په پښتو ژبه کښې ليکلي او لوبولي  د ي. لکه: زميندار دا ډرامه حمزه بابا د راډيو لپاره وليکله، له دې نه يې علاوه د پښتو د لومړي فلم (ليلا مجنون) کيسه، مکالمه، نظرنامې او سندرې هم وليکلې، چې موسيقي يې رفيق شينواري  تياره کړې وه، احمدشاه بابا ابدالي  ، خوشحال خان بابا ، فتيح خان او رابيا گله ،  خان بهادر ، زميندار ، قرباني ، مقابله  ، ميمونه ، ژرنده گړى ، سپين  سرې پېغله  ، گومان د ايمان زيان د ى ، دوه بخيلان  د چرسيانو باچا،  د ډموښار  او نورې .