استاد ښاغلی عبدالرحيم درانيعبدالرحيم دراني د 1349 لمريز کال د کب د مياشتې په 9 نيټه په مردان ښار کښې وزيږيد، د پلار نوم يې عبدالستار درانی دی، ابتدايي تعليم يې په خپل کلي مردان کښې حاصل کړ، بيا يې د پنجاب پوهنتون څخه په اسلامي او عربي زده کړو کښې ام ای وکړه همدارنګ يې د بلوچستان له پوهنتونه د پښتو په ادبياتو کښې په لومړۍ درجې ام ای وکړه او ديني زده کړې يې هم تر لوړ حده د ايران په قم ښار کښې په جامعه المصطفی العالميه کښې حاصلې کړې هغه په 1373 لمريز کال کښې د جمهوري اسلامي ايران په راديو کښې کار شورو کړ چې د ډېرو پروګرامونو ژباړه او همدارنګ تر يوسف سورت پورې د قران ژباړه يې هم کړی ده، د زاهدان په راديو کښې تر دريو کالو پورې د پښتو د څانګې مشر و او سپوږميز چينل سحر سره په اردو ژبه کښې کار کوي. هغه په پښتو، اردو، فارسۍ، عربۍ او انګريزۍ ژبو پوهيږي او په پښتو ژبه د ډېرو کتابونو ليکوال او ژباړونکی دی چې ځينې يې دا دی: د هغوي ليکلي يا ترجمه شوي اثار 1. د څوارلسو معصومينو (ع) ژوند ليک 2. د حق لټون 3. جنسي اړيکې 4. د ماشومانو روزنه 5. قرآني کيسې 6. نړيوال داستانونه 7. فلسفه څه ته وايي؟ 8. رب زما 9. د مور او بچي روغتيا 10. په پاکستان کښې ديني مدرسې ترجمه 11. شرح صحيفه سجاديه ترجمه او شرحه 12. اصول دين دوه جلده 13. د دعای کميل ترجمه 14. د کربلا ځلنده ستورې ترجمه 15. د شيعه ځواب ورکوي ترجمه 16. د امامت و رهبري ترجمه 17. لنډې کيسې 18. د قران رعد سورت پورې ترجمه 19. د غدير په ورځې د امام علي(ع) او امامزاده يحيى عليهما السلام زيارتونه 20. په تياره کښې جنګ ترجمه 21. منطق مظفر ترجمه 22. د دين اصول او بنيادونه 23. زمونږ عقيده ترجمه 24. حقيقي سنيان ترجمه او په بيلا بيلو مجلو او سايټونو کښې په سلګونو سياسي، عقيدتي، ادبي او علمي مقالې هم لري. |