لومړۍ خطبه

د ځمکې  او اسمان پيداوښت

د ثنا او صفت لايق هغه  خداي دی چې ساري نه لري هغه  ذات چې د خبرو اترو توان لرونکې ټولې هستۍ د هغه  مدح او ثناء کولو نه عاجز دې او مانده دي او د هغه د نعمتونو شمير کوونکي د شمير کوونکې د شميرلو نه پاتې دي[1] او سره د ډيرو کړاو کولو هم د هغو حق  نه شي پوره کولې هغه خداي چې حقيقت يې د لوړې همتونو [2] صاحبانو د ادراک نه هم ليرې او اوچت  دی چې ډير ژور فکرونه [3] هم هغه ته  د رسيدو نه قاصر دي. چې د صفاتو يې هيڅ حد نشته او نه داسی لغت شته  (چې د خداي د صفاتو پوره بيان وکړې شي او نه داسی وخت شته چې شميرل يې ممکن وي اونه دومره  اوږده موده چې خاتمه  ولري. هغه مخلوق په خپل قدرت او اختيار سره پيدا کړ او هواګانې يې په خپل رحمت او مهربانۍ خورې کړې او زمکه يې په درنو ګټو اوغرونو ميخې کړه چې کلکه او پخه شي ددين وړومبي بنياد د خداي پاک معرفت دی او د معرفت کمال د هغه تصديق کول دي او د تصديق کمال توحيد دی او د توحيد کمال د لوي څښتن اخلاص دي او د اخلاص کمال دا دی چې  د لوي څښتن د ذإت نه د ظإهري صفاتو نفي وشي هر صفت غير موصوف دی ياني موصوف نه دی او چا چې د هغه په توصيف کې ذات د صفت سره يو ځاي کړو ياني صفات زايده هغه ګويا د خداي پاک په ذإت کې دوه والې پيدا کړ اوچا چې دوه والي او  دويې پيدا کړه نو هغه ګويا د خداي پاک په ذات کې تقسيم او تجزيه ومنله او چا چې د خداي پاک ذإت کې تقسيم او تجزې ومنله هغه  ناپوهه دی او چا چې ناپوهي وکړه هغه د خداي لور ته اشاره وکړه او چا چې اشاره وکړه هغه ذات يې محدود وګڼلو او چا  چې محدود وګڼلو وايه  چې يې وشميرلو او که چا دا پوښتنه وکړه چې خداي پاک په کوم څيز کې دی ګويا د يو څيز په ضمن کې يې وګڼلو او چا دا پوښتنه وکړه چې هغه  په کوم څيز باندې دی نو هغه ترينه ځينې شيان خالي وګڼل.

خداي پاک له هميشه راسی موجود دی خو حادث او نوي نه دې پيدا شوی هغه موجود دي خو د هغه هستي د عدم او نيشت نه مسبوق نه ده هغه د هر څيز سره دی خو د همسر په څير نه هغه د هر څيز  نه بيل دی خو ترې لري نه دی  هغه د هر څيز فاعل دي خو دهغه فعل د حرکت او الاتو نتيجه نه ده هغه بصير دی چې هيڅ څيز هم  نه وو پيدا شوی هغه يې څارونکې  ؤ هغه منفرد دی د هغه هيڅوک داسی ملګرې نيشته چې پام  ورسره غلط کړي او چې د هغه په نيشت کې وحشت محسوس کړي هغه دنيا پيدا کړه او داسی يې جوړه  کړه چې مخکښې موجوده نه وه په پيدا کولو کې هيڅ فکر نه ؤ کړې او نه يې د پخواني تجربي نه کار اخستی و (ځکه  چې د خداي علم  د هغه  عين ذات دی) او نه يې په خپل نفس کې څه حرکت پيدا کړ (ځکه چې حرکت د تغير  نوم دی او تغير د امکان د خواصو نه دی) او نه يې له اوله ددې لپاره د څه اهتمام کړې ؤ چې  د هغه د مجبورۍ نه يې دا دنيا پيدا کړي وي (ياني نه يې د چا په سلا دا کار کړی او نه د اضطراب په وجې ځکه چې  دا دواړه خبرې د ناپوهۍ نخښې دي او دا هغه سره مناسبت نه لري ځکه چې هغه عين  علم دی هغه په سم او صحيح وخت څيزونه دعدم  نه وجود ته راويستل او په ډول ډول شيانو کې يې موافقت او روغه جوړه پيدا کړه او هر څيز ته يې د هغه  سره موافق او سم طبيعت او مزاج ورکړ او دغو طبيغتونو ته يې خپل لوازمات (شکل او صورت وغيره) ورکړل هغه ذات د هغه شيانو د پيداوښت نه اګاهودهغه نه واقف وه د هغه علم د هغو په ابتدا او انتها رسيدلی ؤ هغه  د هغوي په حالت او پټ کيفيت خبر ؤ.    

بيا لوی خداي د ځمکې او اسمان په مينځ کې يو سوری پيدا کړ او جو (فضا) يې پيدا کړ ه (اجوه د جو جمع ده د هغې لوي فضا نامه ده چې د زمکې او اسمان تر مينځه ده) په اطراف او ګوټونو کې يې سورې پيدا کړل او اسمان سره يې متضمن هوا پيدا کړه او په هغې فضا کې يې چپې وهوونکې اوبه پيدا کړی چې چپې به يې پرله پسي اوچتېدې. دا اوبه يي د يو تند باد په اوږه سورې کړې چې  هر څيز به يې په تزلزل کې راوست هوا ته يې حکم ورکړو چې هغه اوبه لاندې پريوتو ته پري نږدې او هوا يې په ډيره سختۍ سره په اوبه مسلطه  کړه او هم په دې هوا يې د اوبو حد بندۍ وکړې د هوا لمن يې تر لرې لري اوږده خوره وه او اوبه د هغې د پاسه چپې وهلې بيا خداي يوا داسې هوا وچلوله چې هغه شنډه وه (چې نه د وريځونه اوبه بيولی شوی او نه يې زمکه شنه کولی شوه) او هغه يې د اوبو سره سره مقرره کړه  دهغې رفتار ډير تيز و خداي هوا ته حکم وکړو چې دغو اوبو ته حرکت ورکوي (او شاربي يې ) او چپې چپې راپورته  کوي او په بره يې شيندي هوا دغه اوبه داسې وشاربلی لکه چې په ژي (مشک) کې شوده شاربلي کيږي او په فضا کې په ډيره تيزې سره  په الوت شوه دا لګيا شوه داوبو لاندينۍ برخه يې په بره ګرځوله. او ولاړی اوبه به يې د روانو اوبه سره ګډولی ان تر دې چې داوبونه يوه لوړه غونډۍ جوړه شوه. او قسط په قسط په اوبو ځي پيدا شو او بيا يې هغه اوبه په سورۍ شوی او پراخ فضا کې اوچتې کړې چې اووه اسمانونه  يې ترې جوړ کړل لاندينۍ اسمان يې يوه توامنه شوی او ولاړه چپه مقرر کړه او پاسنې اسمان يې يو چهت (بام) او لوړ ه بناء (مرفوع) مقرر کړو اسمان يې بي ستنې قايم کړو بغير د مينخ نه يې په خپل ځاي اودرولو بيا لوي خداي هغه اسمان په ځليدونکو ستورو او پړقيدونکي سيارو ښايسته کړ او په هغه يې نور شيندونکې چراغونه يعني نمر او سپوږمۍ قايم او روان کړل او دا ټؤل شيان په چورليدونکېاسمان او ګرځيدونکي روان چهت او په متحرک لوح کې وو (يفسر الرقيم باللوح الا انه مسطح فيما پبدو للنظر) مصر 

بيا خداي پاک لوړ دنګ اسمانونه سوري کړل او فضايې په ډول ډول ملائيکو ډکه کړه په دغو ملاييکو کې څه خو د سجدي په حإل کې دي رکوع نه کوي څه په کښې داسې دي چې په رکوع دي ولا ړيږي نه  په هغو کې يوه ډله صف تړلي ولاړه ده د خپل ځاي نه خوزي قدري نه څه هغه پرښتې دي چې په تسبيح ويلو کې مشغولې دي ليکن بيخي نه ستړې کيږي (دا ټؤلې ملائيکې داسې غير مادي  هستۍ دي)) چې نه د هغو سترګې په خوب درڼيږي او نه د هغو په عقلونو د غلطۍ او هيرو غلبه کيدای شي او نه په هغو سستي راځي. او نه پرې د غفلت اثر کوي او نه ترې څه هيريږي (او هم په دغو پرښتو کې يو قسم د هغو پرښتو هم دی) چې د هغه د بنديانو محإفظ او د هغه د جنتونو د روانچنيان دي په هغو کې ځينې داسې فرښتې هم شته چې د هغو پښې د زمکې په لاندينيو طبقو کې ښخې دي او څټونه يې د لوړ دنګ اسمان بره ختلي دي او د هغو جسمو نه د  عالم د اطرافو نه بهر وتلي دي او د هغو اوږې د عرش د پايو سره لګيدلی دي او  (د خداي د نور د عظمت او هيبت نه) د هغو سترګې ټيټې دي او په خپلو وزرو کې نغښتې ولاړې دي د هغو او د نورو (د کمي درجې) د ملاييکو تر مينځه د عزت او قدرت پردې ځورندی دي دا فرښتې د خپل رب تصور د کوم يو تصوير په وجه نه کوي او نه د مخلوق اوصاف په هغه جارې منطبق دي نه يې په کوم مکان کې محدود کوي  او نه په مثالونو او نظايرو د هغه لور ته اشاره کوي.

دوهمه خطبه

د ادم عليه السلام پيداوښت

صفت خلق ادم

بيا (چې لوي خداي اسمانونه او زمکه نمر او سپوږمۍ او ستوري پيدا کړل) هغه دا وچې او کلکې او ښوره مجموعي زمکه پسته کړه چې د کرکيلې لپاره ضروري وه او په هغې يې پڼه کړه چې خالصه او پاکيزه شي بيا يې په وتره ښه واغږله ان تر دي چې  د زمکې ټول عناصر د يو بل سره يو ځاي شول. د دې نه خدای يو صورت پېدا کړ . په هغه کښې څه کاږه هډونه وو. اندامونه جوړ وونه وو  او اوپلې وی. هغه ئې تر څه مودې او يو خاص وخت هم داسې اوساتلو. ان تر دې چې هغه اوچه او غوړه غوندې شوه (اصلاها. يعني خاوره ئې کلکه کړه. وصلصلت يعني او هغه خاوره او چه شوه او په هغې کښې ترکهار پېدا شو) بيا په هغې کښې خدای خپل روح پوک واهه. اوس نو يو داسې انسان پېدا شو، چې ذهين دی. او د ذهن نه کار اخلي. چې د فکر خاوند دی. او د فکر نه کار اخلي. چې د اعضاو او جوار حو مالک دی. او د هغو نه خپل خدمت اخلي. هغه چې څرنګه ئې خوښه وي خپلو اندامونوته حرکت ورکوي. د پوهې او فراست خاوند دی. په حق او باطل کښې تميز کولې شي. هغه د څکلو د حسن مالک دی. او د بونهيولو د حسن هم. هغه  په رنګ او جنسن کښې امتياز کولې شي. د مختلفو رنګونو د خاورونه جوړ دی. د هغو اخلاطونه مرتب شوی. چې د يو بل معارض دي . د يخو نه هم او ګرمونه هم . د لامده نه هم او د اوچ نه هم . (خدای دا مخلوق پېدا کړ. او د سړي نامه ئې پرېکېښوده) خدای د فرښتو نه دا اوغوښتل چې د هغه د امانت حق ادا کړي. او هغو ئې خپل اقرار او وصيت ته متوجه کړې . چې ادم عليه السلام ته سجده اوکړې . او د هغه د لوئې او بزرګۍ په وړاندې د نياز سرونه ټيټ کړي. نو لوئې خدای حکم اوکړو چې ای فرښتو ادم عليه السلام ته سجده اوکړئ. ټولو خپل سرونه په سجده کېښودل. بغېر د ابليس نه . ادم عليه السلام ته په سجده کولو کښې غيرت راګيرکړ او بدبختي پرې راغله . د خپل پېدا اوښت په وجه چې د اور نه وه هغه ته غرور ورغلو. او دخاورنه جوړ ادم عليه السلام ئې ناڅيزه اوکنګال اوګڼلو . هغه ته مهلت وړکړ. چې د خدای د غضب مستحق شي. او د بدبختۍ پورې مهلت درکولی شي . بيا خدای ادم عليه السلام په داسېمکان کښې اوساتلو . چې په هغه کښې د ژوند سره اسانتيا موجوده وه. اودلته په ډېر امن او امان کښې وه. او هم د شيطان او د هغه د دښمنۍ نه ورته د هوښيار او بيدار اوسيدو تاکيد هم اوشو. خوا خر شېطان ادم عليه السلام ته تېر ورکړ. په دې خبره سوزيدو چې هغه په جنت کښې د ابرارو د ملګرتيا په خوشحالۍ کښې دی. نو ادم عليه السلام د يقين نه د شک او د عزيمت نه د کمزورۍ سود اوکړه. او خوشحالي ئي په وېره بدله کړه. د تېروتو نه پس په ادم عليه السلام پښېمانې راغله . بيا نو خدای د ادم عليه السلام توبه قبوله کړه. او دخپل رحمت په کلمه ئې اونمانځلو . او هغه سره ئې بيا جنت ته د رابللو وعده اوکړه. بيا ئې نو د امتحان کورته راکوز کړ چې د توالد او تناسل دنيا ده .

(ادم عليه السلام چې دنيا ته راغی. او دتوالد تناسل سلسله شروع شوه او د هغه اولاد ډير شو اوخورشو نو ) خدای دادم عليه السلام په اولاد کښې نبيان پېدا کړل. او د هغوئ نه ئې بنديانو ته د وحي رسولو اقرار واخست . او هغوئ ئې د رسالت د تبليغ امانت ګر اوګرخول. په هغه وخت کښې چې ډيرو د خدای بنديانو دالست د ورځ وعده هېره کړد وه. او بتان ئې ( د هغه په خدای کښې شريک ګڼلي وو. ځکه چې شېطانانو د خدای د معرفت نه (بنديان) په هېر او تېر کښې داسې نښلولي وو. او هغوئ ئې د هغه عبادت نه پاتې کړي وو . نو خدای پرله پسې هغو ته رسولان راواستول. چې هقوئ بنديانو ته دالست د وعدی حق ادا کول په ياد کړي. او چې د خدای هغه هېر کړي نعمتونه ور په ياد کړي. او د تبليغ په ذريعه پکښې مينه پېدا کړي. او د هغوي عقلونه بيا را اوپاروي او او ځلوي کوم چې د شک په ګرد کښې پټ شوي دي. او هغه نښائې . ورته څرګندې کړي کومې چې په اسمانونو کښې دي . او په هغوئ پوهه کړي کومې چې لاندې په مزکو کښې دي. او هغو ته ئې اوښائي چې د ښو کارونو نه څرنګه ښه ژوند پېدا کېږي. او دولت په کوم ډول هغوئ د مرګ کمر ته رسوي. ځکه چې د رنځ او غم ( ډېر والی) هغوئ بډهاګان کوي. او داهم چې څرنګه پېښې او افات پرله پسې راځي. خدای خپل مخلوق هيچرې د کوم نبي مرسل يا کتاب نازل حجت لازمه يا له حجت قائمه نه خالي نه دی پرې ايښي . هغه رسول چې تبليغ ئې په رسالت کښې د کوتاهۍ موجب نه وي. او نه د تکذيب کوونکو کثرت هغوئ ته څه نقصان پېښولي شي څه رسولان پخوا راغلي وو. چې د پسته راتلونکو رسولانو خبر ئې ورکړی وه . او چې پسته راغلل نو د تېرو شوو تصديق ئې اوکړو. هم دغه شان پيړي تېريدی. او زمانې اوړيدی. نيکونه پلرونه راغلل . او پسته تر او لادونو پاتې شول. ان تردې چې پاک خدای محمد رسول الله صلي الله عليه واله وسلم راواستوه. د پاره ددې چې خپله وعده پوره کړي. او نبوت ختم کړي. د انبيا نه خدای (د دې رسول په باره کښې) اقرار اخستی وه. چې واضحه او ځلانده دی. (او چې انحضرت صلي الله عليه واله وسلم دي دنيا ته تشريف راوړلو) نو په دنيا کښې ډول ډول ملتونه او خواېه واره قامونه ډير زيات وو بيلې بيلې فرقې وې. ځينې هغه چې خدای به ئې د بنديانو سره مشابه کاوه. او د مخلوق غوندی به ئ ګڼلو. ځينې هغه ملحدان ووږ چې د خدای ئې داسې صفات منل چې د هغه د ذات سره هېڅ تعلق نه لري. او څه داسې وه چې نور به ئې ورسره شريک کول. رسول هغوې د ګمراهۍ نه هدايت ته راووېستل . هغوئ ئې د جهالت نه بچ کړل. بيا خدای دا غوره کړل چې د خپل رسول سره ديدن (ملاقات) اوکړي. (اشاره ده وفات نبوي ته ) هغه د خپل رسول نه راضي وه. هغه دا خوښه نه کړه چې ده هغه رسول په دنيا کښې نور پاتې شي . او د دنيا سختۍ او زغمي نو ځکه ئې هغه سره د ډېرې بزرګي او کرامت ځان ته اوبللو . انحضرت صلی الله عليه واله وسلم په تاسو (مسلمانانو) کښې هم هغه څه پر ېښول. چې نور انبيا په خپلو امتونو کښې پرې اېښي وو . ځکه چې تېرو شوو انبيا خپل امتونه داسې نه وو پرې اېښي چې روښانه لار او د مستقبل نښانې ئ ورته نه وي ښودلې (چې هغو نه پس هم د امتونو د پاره د دليل کار ورکړي) ستاسو د رب کتاب اوس د رسول نه پس هم تاسو څخه دی . هغه رسول د (قران) حلال او حرام درته په ډاګه کړي دي. د هغه فرايض او فضائل د هغه ناسخ او منسوخ د هغه دخصت او عزيمت د هغه  خاص او عام . د هغه عبر او امثال د هغه مرسل او محدود محکم او متشابه داهر څه ئې درته په ښه شان ښودلي دي . د هغه تفسير ئې کړی دی . د هغه اسرار او ژور رازونه ئې ظاهر کړي دي. په هغو کښې داسې ميثاقونه هم شته چې د هغو د زده کولونه بغېر هم چاره نشته. او داسې هم چې که د هغونه بنديان واقف نه شي . نو هيڅکار پرې نه بنديږي. هغه ئې هم اوښودل چې فرضيت ئې د قران نه ثابت دی. او هغه هم چې د هغو منسوخو کېدل د رسول د سنت  نه ثابت دي (هغه خبرې ئې هم درته اوښودلې. چې د هغو اختيارول د سنت په روئ سره واجب دي او په کتاب (قران ) کښې د هغو د پرېښودو  رخصت راغلي دی. او دا هم چې کوم څيز د يو وخت د پاره واجب دی.   خو په راتلونکې زمانه کښې د هغه واجب کېدل ضروري نه دي. بيا د محرماتو تقسيم دی. په دغو کښې څه داسې لوئی (کبيره) دي. چې د هغو په کولو قران د دوزخ ويره وړکړې ده. څه وړې (صغيره) دي چې د بخښنې امېد په کښې شته ، څه داسې مقامات دي. چې د هغو صادر کېدل . د خدای په در قبول دي. او څه هغه دي چې بنده ته په کښې اختيار دی.

دريمه خطبه

د حج ذکر

خدای په تاسو باندي بيت الله حج فرض کړې دی. هغه د خدای کور چې د ټولې دنيا د پاره ئې قبله ګر ځولې ده هغه ته خلق داسې بې واکه ور روان وي. لکه چې څاروي د اوبو ګودرته او دلته داسې په بې داکه شوق سره راځي. لکه د کامترو سيل. دا حج خدای پاک د خپلو بنديانو د پاره د عاجزۍ پېدا کولو او تواضع کولو يوه داسې نخښه ګرځولې ده. چې په د ې کښې د هغه لوئې او عزت مطلوبدی . هغه په خپل مخلوق کښې هغه خلق چوڼ کړي دي. چې د هغه غږاوري. کوم چې دهغه په بلنه لبيک وائي. چې ده هغه د قول تصديق کوي. او د هغه و نبيانو په مقاماتو او درېږي داسې ښاکري) لکه هغه ملائيکې کومې چې د خدای د عرش په طواف کښې بوختې وي . دا خلق د عبادت په منډهۍ` کښې ښه فائده مومي او جمع کوي ئي . او د هغه د بخښنې د وعدې په لور زر زر (په تندۍ) قدمونه پورته کوي وړاندې روان وي. دا کور خدای د اسلام نخښه ګرځولې ده. دا د پناه غوښتونکو د پاره د پناه ځائی دی. هغه حج فرض ګرځولېدی. او د هغه حق ئې واجب کړې دی. نو ځکه لوئی خدای وئيلي دي  چې (ولله علي الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا) يعني د خدای له خوا په هغو خلقو حج فرض دی. چې دلارې توښه لري. ( چې غني وي ) او چې چا انکار اوکړو. نو خدای د ټول  عالم نه بې نياز دی.

څلورمه خطبه

د جنګ صفين نه پس – په واپسۍ کښې

الف) صفين د دجلي او فرات دريابونو تر منځه يو مقام دی. په موجوده زمانه کښې دا مقام د حلب په ولايت کښې شامل دی.

ب) په دې خطبه کښې حضرت علي عليه السلام خوارجو ، منافقينو او تر اخره د معاويه د مرستيالو ملګرو حالت په الهامي طرز بيان کړې دی.

زه د الله تعالي د تعمتونو د تکميل ،د هغه د عزت ذات تسليمولو، د هغه په حق کښي خپله لمن د ګناه ځينې بچ کولو سره سره د خدای پاک بې اندازې شکرونه ادا کوم . ( ځکه چې ) زه د موتازګۍ او ضرورت په سلسله کښې خاص له هغه نه کومک اوامداد طلب کوم او په دې حقله هم هغه کافي ګڼم. (حقه داده) چې چا ته هغه (خدای) هدايت اوکړي نو هغه ګمراه کېدی نه شي. او چا سره چې هغه دشمنې اوکړي نو هغه منتشر کېدی نه شي. او په دې کښې هم شک نشته چې د شکر چابړې درنه وي. هم دغه لويه سرمايه ده چې که هر چا جمع کړي وي.

زه شهادت ورکوم چې بغېر له خدايه بل معبود نشته . هغه احد دی هيڅوک د هغه شريک او د هغه برابر نشته . او دا هغه ګواهي ده چې د دې اخلاص په کسوټۍوهلی شوی دی.  او د دې ګواهي اعتقاد د شرک نه بېخي پاک دی. زه به په خپل ټول عمر کښې په دغه عقيده ټنيګ يم او د يرې او هيبت وختونو د پاره به ئې محفوظ ساتم. ځکه چې هم دا شهادت د ايمان د پخوالي. د احسان د اغاز ، د الله د رضا او د شيطان په تېښته مجبورولو والا ځيز دی.

زه دا ګواهي ورکوم چې محمد صلې الله عليه واله سلم د الله بنده او د هغه رسول و او خدای پاک د ستر دين ( اسلام ) . ماثور علم . مسطورکتاب. ساطع نور . ضيائې لامع . او دمحک محکم سره رااوليږه . ددې د پاره چې ټول باطل شکونه ، او شبې لرې کړي. او د ښکاره او واضحه او کوټلو دلانلو سره حجت قائم کړي او دا شان د قران د ايتونو په ذريعه انتباه او په نرغنو امتونو د خدای تعالي د عذاب نازلولو  مقصد حاصل شي.

( متاسفانه ) خلق په داسې فتنو کښې اخته شوې دې. چمې په دين او ايمان ئې عقيده بسمې بسمې شوې ده . د ايمان او يقين ستنې ړقيدلي دي. اصل ( دين ) اختلافي (مسله) ګرځيدلې ده . د دين کار دړې وړې شوې دې . د بچ کيدو ( د فتنونه) لاره تنګه شوې ده په هدايت او د هدايت په لاره تياره خوره شوې ده. ( بلکه له سره هډو ) هدايت کم شوی دی . ګمراې عامه شوې ده ( يعني ) د حق تعالي نافرماني عامه ده او دا د شيطان مدد کړې شوې دې . ايمان بې ياره او بې مددګاره پاتې شوې دي. د ايمان خوهډو ستنې غور زولې شوي دي ( علاوه د دې نه ئې ) نښې نښانې او تر اثراتو پورې هر څه بدل کړې شوې دي. او د هغه (ايمان) لارې ګدرې خرابي او نابودې کړيې شوې دي. خلقو د شيطان پيروي اختيار کړې ده . او د شيطان په لاره ئې تګ غوره کړی دی او د هغه (شيطان ) په سر چېنه کښې اوسې . ( بيا ) دوئ د شيطان په وزرو نور وړاندې شول او دفتنو په دې دوې کښې د شيطان بيرغ داسې اوچت کړی شوو خلق شيطان په خپلو سور (کهرون )  چخړې کړې. دا فتنه په خپلو پنجو (مضبوط) او دريده. ( ليکن) اوس هغوي په دې کښې حيران هم دي. ( ځکه چې ) دا خلق په يو داسې ځائی کښې په فتنه کښې مبتلا وو چې په دنيا کښې د ټولونه بهتر او غوره ځائی دی اګر چې د دغه ځائی (هکې ) ګاونډيان. ډېر بداو خراب خلق  دي. د دغو خلقو خوب بې خوبی او د دوئ د سترګو رانجه اوښکې دي. او دا هر څه په دې خاوره ( مکه کښې ) اوشول او اوس حالت دادې چې د پوهان (دانا) ژبه بنده او ناپوهه ټول ( ګويا ) په عزت دي.

پنځمه خطبه

د ال نبي عليهم السلام ذکر

دوئ (د رسول صلي الله عليه و اله و سلم اولاد) د رسول صلی الله و اله وسلم رازداران . د هغه د حکم قلاګانې . د هغه د علم امانت دار ، د هغه (ص) د حکمت مورچې ، د صف رسول ( قران ړ سنت ) د پاره د سنګينو غرونو  په شان دي او هم دا هغه خلق دي چې کوم وخت د دين دملاتير کوږ شوې وو. نو دوئ رانيغ کړو او د اسلام د لړزيدلو مټونه لرزه هم د دوئ په برکت ختمه شوه.

شپږمه خطبه

غير اهلبيت

دا هغه خلق دي چې د نافرمانې تخم ئې اوکره ، د غفلت او فريب او به ئې ورکړې ، بيا ئې د دغه پټې فصل لوکه او هلاکت ته اورسيدل . په دغه ډله کښې د ال رسول صلي الله عليه واله وسلم محفل د يو تن د شموليت هډو تصور هم نه شي کېدې . ځکه چې دا (اهلبيت ) هغه کسان  دي چې حق تعالي په خپلو نعمتونو نمانځلي دي . دوئ د ( دغو نورو ) خلقو برابر نه شي کېدلې ( ځکه چې ) دوئ نعمت او تحقيق ورکونکې وو. او دوئ نعمت ورکړی  هم دی. دا ال رسول صلي الله عليه واله وسلم د دين بنياد . د دين پائې او د ايمان او يقين ستنې دي. (دا وجه ده چې) د حق د لارې نه بيرته شوي خلق دوئ  ته رجوع کوې او ستړي ستومانه او وروستو پاتې شوي خلق دوئ څخه راځي او دوئ سره شاملېږي (ځکه چې ) د امامت فرائض د دوئ په ذاتونو کښې را جمع دي. وصيت او وراثت هم په دوئ کښې راروان دی. اوس حق خپل اهل  ته واپس شوې دی او خپل اصل مقام ته رسيدلې دی.   

اوومه خطبه

شقشقيه

د نهج البلاغه  په خطباتو کښي دا خطبه د خپلو لفظو نو ، عبارت او معني په لحاظ انفرادي حيثيت لري. چې خطبه شقشقيه ورته وئيلي شي.

الف) خلافت ابوبکر

ب) خلافت عمر

ج) د اعراض (مخ اړولو) او مخالفت اسباب

د) د مخاليفينو او خوارجو ذکر

(يادګيرنه: د نهج البلاغه په خطباتو کښي دا خطبه د لفظونو ، عبارت ، مفهوم او معنو په لحاظ منفرد حيثيت لري)

خلافت ابوبکر

اے خلقو! قسم په خداے دے چې (د ابوقافه فرزند د خلافت لباس په زوره (زبردستۍ ) واغسته ) فلانکي سړي خلافت لکه د لباس واغوسته، حال دا چې هغوئ ته ډيره ښه معلومه وه چې د علمي او عملي کمالانو په ترڅ کښې د خلافت د پاره زه لکه د ميچني د تيرک لازم او موزون وم. په کوم چې د هغه  د ګردش انحصار وي. علوم او معارف زما (د علم و معرفت د سرچينې نه په څپو دي او موجونه وهي) هېڅ يو پرواز کونکې ( د علم و دانش په ترڅ کښې) هغه بلندۍ ته نه شي رسيدلې کومې ته چې زه رسيدلے يم . (خير) خو بيا هم ما د چشم پوشۍ نه کار واخست او د دې کار ( منصب خلافت ) نه مې مخ تاو که . د دې نه پس مې سوچ اوکړه چې بغېر د معين او باوره د خپل خلافت مطالبه اوکړم؟ يا د دې ګور په تياره کښې د صبر نه کار واخلم ؟ کوم چې بوډاګان زبيښلي او ځوانان ئې مړغيژن کړي دي. (خير) مومن خو (د فساد ختمولو د پاره ) تکليف زغمي تر دې پورې چې خپل سر پرې هم داو کوي. نو ځکه ما او کتل چې صبر کول مناسب هم دي او عقلمندې هم ! نو صبر مې اختيار که حالانکه سترګې مې د خس ، خاشاک نه ډکې او حلق او مرے کښې مې لکه د هډوکې نختوتنګې موجوده وه. دا شان زما ميراث لوټ کيده او مار ورته کتل.!!

خلافت عمر

تر دې پوري- چې خليفه اول د دې دنيا نه لاړلو او فلاني سړي. ابن خطاب ته خلافت اوسپارلې شو په قول د الاعشي

شتان مايومي علي کورها

ويــوم حــــيان اخـــي جابــر

(ترجمه په دوئ دواړو کښې ډېر فرق دې . نن چې زه د اښ په قب اوکته سور يم . په سخت مصيبت کښې ګرفتاريم . نو هغه ورځې کومي دي چې حيان د جابر ورور سره ئې تېرې کړم.

څومره د تعجب خبره ده چې . خليفه او په خپل ژوند کښې د خطاګانو نه د بچ کېدو په سلسله کښې د نورو د ملګرتيا موتازه و. يا بيا دا اوشول چې د خپل وفات نه پس ئې د يو بل سړي په حق کښي د خلافت وصيت او که ( ګويا ) دې دواړو پرله پسې د دواړد توپئې اوڅکل، او دا رنګ ئې خلافت يو سنګين اوکنډې کپرې ځائے ته اسپاره. کوم ځائے چې د هغه (خلافت) د زخم نه نوره او زياته وينه زوه بهيږي. او لاخو به په دې لاره کښې نورې خطاګانې هم کيږي. د کومو په بابت کښې چې قسم قسم عذرونه پېش کيږي (په اصل کښې) د خلافت واګې په خپل لاس کښې اخستونکے د هغې سور په مثال دے کوم چې په يو اړي مار او سرکش اوښ سور وي. نو د خپل سر تاله کېدونې يره وي – قسم په خداے دے چې خلق د حق نه لرې بيرک شوے دے. لاري ئې بدلې کړي دي او ګمراه شوي دي . او ماتر ډېرې مودې په دې سخت تکليف د صبر او زغم نه کار اخستې دے. (او خاموش پاتې شوې يم).

تر دې حده چې دويم خليفه ( عمر ) هم له دې دنيا نه لاړل او دا رنګ د خلاف د معاملې فيصله يو ټولۍ (panel ) ته اوسپارلي شوه په دوئ ( اميدوارانو) کښې د هغوئ په ګمان يو زه هم وم ) يا خدايه ! زما ورسره څه کار؟

د مخالفت او مخ اړولو اسباب

د اولني خليفه په مقابله کښي خلق زما په حقله شک من وو . خبره تردې اورسيده چې اوس زه د دې پنځو کسانو هم رديف ګناے شوې يم . ليکن بيا هم ما د صبر نه کار واخست . په شورا کښې هم شريک شوم . په هر لرو بر کښې ورسره وم . خو هم په دغه ټولي کښې د خپل بغض په وجه يو سړے زما مه جدا شو. او يو بل د عثمان د زوم د رشتې په وجه زما نه مخ واړوه.

د عثمان دور

بيا هم د دغه ډلې يو دريم نفر ډير په غرور سره رامخامخ شو ورسره د خپل نيکه اولا د (بنواميه) او زامن هم ملګري وو چې د خداے مال ئې په داسې شان په خپل تصرف کښې راوست لکه اوښ چې د دسپريلي ګياه اونغري تردې پورې چې د رسئ ولونه ئې خلاص شي او کار ئې ورته دروند شي او د ډير خوراک په وجه پړمخې پريوځي.

د مخالفينو او خوارجو ذکر

د عثمان  نه پس  زه داسې بل يو څيز هم نه يم پريشانه کړې لکه دې معاملې چې خلق له هره طرفه راته رامات شول (د بيعت د پاره) لکه د بجو د څټ د ويښتو (بجو يوځناور دې چې په څټ ئې ډيرو يښته وي. او د کثرت په بابت کښې ورته د عربې محاورې اشاره شوې ده) تر دې پورې چې د بيړې باړې په وجه امام حسن عليه السلام او امام حسين عليه السلام ژوبل شول او زما څادر هم اوشليده . دا ټول خلق زما نه لکه د ګډو د رمې راچاپيره شول. بيا چې ما د بيعت د پاره لاس اوچت که او د خلافت په کار لګيا شوم نو يوې ډلې خو زما نه بيعت اوکه اوبله د بيعت له دائري خارجه شوه (يعني خوارج) څه نور خلق هم د حقې لارې نه واوړيدل (يعني معاويه او په صفين کښي د هغه ملاتړ) لکه چې دوئ د خداے پاک دا کلام هډو اوريدلے نه وي. لکه چې فرمائي: تلک الدار الخر ته نجعلها الذين لا يريدون علوا في الارض و لا فسادا و العاقبته للمتقين (ټول عمري کوې (سراېي د هغه چا د پاره دے چې په مزکه کښې فسادنه خور وي او نيکه جزاخو د پرهيزګارانو پاره ده ) هو ! په خداے قسم چې هغوئ ښه اوريدلي دي. ليکن (څه اوکړو) د دنيا ناوې او د دې سنګار د دوئ ډير خوښ دے (له دې وجې له حقه ئې مخ واړوه و سرکشي ئې خوښه کړه او دنيا ئې په فتنه او فساد کښي اخته  کړه).

او بالکل ! اے خلقو ! په  هغه خداے قسم دې چې دانه ئې اوچوله او انسان ئې پيدا که چرې دا خلق له هيړه ما څخه نه وے حاضر شوے او زما نه ئې بيعت نه وې کړے او د مددګارو غوندي حجت په مانه وې تمام شوې او که علي عليه السلام سره د خداے دا وعده نه وے چې هغه به د ظالم په ډکه خېټه (ظلم ) او د مظلوم په لوږه (مظلوميت) خوشحاله نه وي ، نو د خلافت داوښې مهار به ما پريخودې ؤ ( چې د خلافت اښه مخه اوکړي او په خپله خوښه په ازغنو جاړو بوټو کښې اوڅري او دا شان د ګمراهۍ او ضلالت لاره اختيار کړي) په دې کښې هم شک نشته چې په اخر کښې به ما هم د اوبو هغه کاسه ورکوله چې کومه مې اول ورکړې وه ... او تاسو ته به معلومه شوې وه چې دا دنيا زه د چيلۍ د اينګي نه هم سپکه اوکمه ګنم.

اتهمه خطبه

ال رسول صلي الله عليه و اله وسلم او امت

( د هغې خطبې برخه  چې د طلحه او زبير پښ ورکړے شوې ده )

تاسو په تک تورتم کښي زمونږ په برکت د هدايت لار اومونده . هم زمونږ په وجه تاسو سر بالا شوي. او هم زمونږ په برکت تاسو په تکه توره شپه کښې د صبائي رڼا اوليده هغه غوږونه د ي خداے کاڼه کړي چې (د خپل رهنما ) نصيحت نه اوري . ليکن کوم غوږونه چې ديو غټدرز په سنګين اواز کاڼه شوي وي نو رو په قلا ره خبره کله اوريدلې شي. (بيا هم ) خداے پاک دې هغه قلب ته اطمينان عطا کړي چې (خالص) د خداے ديرې په رپا وي. او زه خو هميشه راسې ستاسو د خيانت. وعده نه پوره کولو او بي وفائې د نتيچو منتظر يم ځکه چې زما بصيرت ستاسو د فريب اوصاف محسوسکول. اګر چې زما د تقوا لباس او زما ديندارۍ سروپا زه ستاسو نه پټ ساتلې وم . زما باطني صفاتو ستاسو ټول حالات په ما منکشف کړي وو. چې تاسو په غلطو لارو روان شوئ. نو زه درته د حق په لاره کښې اودرېدم (په داسې وخت کښې ) چې ستاسو رهنما هم نه و او پخپله مو هم لارښود نه  نه شوه کولې (ګويا ) تاسو کوپې کنسته خو اوبه په کښې ته راوتې او ځکه رته زه نن حقائق بيانوم ) چا چې خپل ځان زما نه کناره که ( اړخ ته که ) نو د هغه سړي رائې به ځه رائې وې؟ (حقه داده ) چې ده کله نه ماته د حق جلوه ښودلې شوے ده . نو په دغه حقيقت هيچرې هم زما شک نه دې پيدا شوے ( ګورئ ) موسی عليه السلام سره د خپل سر يره نه وه بلکه خطره ورسره دا وه چې هسې نه جاهلان غالب شي او اقتدار د ګمراهانو لاس ته رسي . مونږ نن د حق او باطل په چارسو جاهلان غالب شي او اقتدار د ګمراهانو لاس ته رسي . مونږ نن د حق او باطل په چارسو ولاړ يو. (خير ) چې کوم سړے په اوبو اعتبار اوکړي. (اووئې څښي) نو تږے به پاته نشي.

نهمه خطبه

ابوسفيان ته ځواب

(ابوسفيان حضرت امام علی عليه السلام لمسولې و چې د خلافت اعلان اوکړي او د ابوبکر نه لاس نيوه اونه کړي. دا د هقې جواب دے.

اے خلقو ! د نجات په بيړئې کښې  سواره شئ او د فتنو په درياب کښې له څپو تېر شي. د نفرت لار پريږدئ ، د لوئے او مفاخرت تاج له سره په مزکه ګزارکړئ . (البته) څوک چې د د بڼو او وزرو سره راپاڅي نو کامياب شي ، چې حالات په حال پرېږدي نو راحت به او مومي . پاتې شوه دا (ذمه واري) نو داخو ګنده او به دي ( يا ) داسې نمړے (لقمه) ده چې د ساه په مرئۍ ورسمه شي او يو قسم ټوخے پيدا کړي. کوم خلافت چې ميوے . راټولول (ذاتي مفاد ) غواړي نو هغه په پردې مزکه کښې کر کوي. زه که  د خلافت په بابت کښې څه اووائم نو بيا به خلقو ته د دې وېنا موقعه په لاس ورشي چې ګوندے زه د امارت اوږے يم ليکن که چپ پاتې شم نو بيا داسې خلق هم شته دا به وايي چې د سر ورکوکلو ياله مرګه يريږي. (په دوي) افسوس دے. (ځکه ) چې په ما قسم واړه او لوئے مصيبتونه راغلي او ما زعملي دي . قسم په خداے دے چې د ابوطالب عليه السلام زوئے مرز سره دومره اشنا دے. لکه يو مور رودونکے ماشوم چې د مور تې يره مينه لري. (مطلب دا چې) خبره دا نه ده. بلکې زما د چپ پاتې کيدو او خاموشے رازونه . هغه (مخفي) اسرار دي. کوم چې ماته معلوم دي او که دغه رازونه زه تاسو ته ښکاره کړم نو ستاسو وجودونه به داسې په رپا شي . لکه په ژور کوهې کښې چې (زوړند) پړي رپي.

لسمه خطبه

پخه اراده او استقامت

قسم په خداے چې زه د بجو (يو غوښه خوړونکې ځناورو چې سترګې ئې نرئې وي) په شان نه يم چې غار ئې او ټپولې شي نو اوده شي. تردې چې ښکاري وراورسي او په دې دهو که ئې اونيسي بلکه اوس په زه اهل حق او ريښتنې خلق د ځان سره اخلم او هقو خلقو سره به (مقابله کوم) کومو چې د حق لاره پرېښودې د ه ، (خصوصا) هغو خلقو سره چې په شک او ګناه کښې اخته دي. (دغو ټولو سره) به زه تر خپله ژونده جنګ کوم ، قه خداے قسم دې چې د کله نه رسول الله صلی الله عليه والهه وسلم پرده فرمائيلې ده له هغې ورځې راسي خلقو زه د خپله حقه محروم کړد يم . زما په ځائے نورو ته فوقيت ورکولې شي. تردې پورې چې معامله نن تردې (جنګ جمل) را را اورسيده .او نن دا خلق جنګ ته تيار دي .

-       يادګيرنه: دا خطبه حضرت امير المومنين د حضرت طلحه رضی الله عنه او حضرت زبير رضي الله عنه د نقض بيعت نه پس ورکړې وه دغه وخت هغوي د جنګ جمل تابيا کړے وه په دغه موقعه حضرت امام حسن ، حضرت امير المومنين ته مشوره ورکړے ړه چې زبير رضي الله عنه او طلحه رضي الله عنه په خپل حال پرېږدي او جنګ دي نه کوي ليکن امير المومنين دا پورتنې خطبه او فرمائيله.

د رئيس احمد جعفري يادګيرنه :

- حضرت طلحه رضي الله عنه او زبير په هغو خلقو کښې وو چې د حضرت امير المومنين علي عليه السلام نه ئې باقاعده بيعت کړے وو خو بيا ئې مات کړو او د مخاليفينو په ټولۍ کښې شاملشول، د هغوئ په دې طرز عمل امير المومنين  ته تکليف اورسيد. لا چې دا ېې اوليدل چې د او ښ ( جمل ) په جنګ کښې هم هقوئ شامل دې نو په خفګان کښې ئې نوره اضافه اوشوه. نور خو نور چې دوئ د دغه جنګ په محرکينو کښې شامل وو. دې خبرې د هغوئ په غم او اندېښنه کښې لانوره اضافه اوکړه. حضرت عايشه رضی الله عنها چې په خوب کښې د سپوغپارې اوريدلې وې او د رسول الله ضلی الله عليه واله وسلم تاکيد او سپار خستنه ورته ياد شوي وو او د جنګ نه ئې په شاکيدو اراده کړے وه نو هغه هم د دې دواړو حضراتو په وجه په خپله اراده پوره کولو کښې ناکامه شوې وه ، لنډه دا چې جنګ اوشو او مسلمانانو د يو بل خون او که . هم د دې جنګ په وجه د مسلمانانو په وقار ، د بدبه ستر شان او شوکت کښې فرق راغے . هم دا قسم داقعاتو او حوادثو په تاريخ اسلام کښې داسې رخنې پيدا کړي دي چې ځائے ته نه دي راغلي.

دا يو پيج در پيج  بحث دے ليکن هم دا تاريخ يوداسې فن دے چې ضرف د واقعاتو بحث کوي او دا واقعاتو اثرات او نتيجې لوستونکو ته قريږدي البته پخپله نه متاثر کيږي او د بل چا تاثر ته هم نه و ېوال کيږي په دې موضوع منږه د يومرقع تاريخ حواله ورکول موزون ګڼو:

د معاويه جګړې اېله شروع شوې وې . چې يوه بله ناشونې قضيه رادوڅاره شوه يعني دا چې حضرت عايشه رضی الله عنه  ده مکې نه مدينې ته واپس تلونکې وه چې په لاره کښې ورته يو عزيز مخې ته اغې چې د هغه نه ئې د حالنو تپوس اوکه نو معلومه  شوه چې حضرت عثمان رضی الله عنه شهيد کړے شوے دے او علي خليفه منتخب شوے دے خو لا تراوسه فتنه سړه شوے نه ده چې دا خبر ئې واورېده نو پستنه مکې ته واپس شوه چې چا ترې د واپسې متعلق تپوس اوکه نو وې فرمائيل چې مظلوم عثمان شهيد کړے شوے دے او لا د فتنې د غړيدو حه امکان نشتهنو تاسو له هم پکار دي چې د مضلوم خليفه خون بې سزا پاتې نه شي او د قاتلانو نه قصاص واخلي او د اسلام عزت بچ کړئ .

حضرت عثمان رضی الله عنه د شهادت نه پس چې طلحه رضي الله عنه او زبير رضی الله عنه د فتنې او فساد اثرات اوليدل نو د حضرت علي عليه السلام نه ئې اجازت واخست او مکې رته لاړل حضرت عاسشې رضی الله عنه د هغوئ نه هم د حالاتو تپوس اوکه . هغوئ ورته هم د شوره غوغه قصه واوروله. د هغوئ په بيان هم د حضرت عايشې اراده نوره مضبوطه شوه او د مظلوم خليفه د قصاص دعوت ئې شروع کړه .

حقيقت دادے چې د حضرت علې عليه السلام د ځنو سياسی سهوو په وجه په ملک کښې بدظني پيدا شوې وه . د حضرت عثمان رضي الله عنه د قاتلانو قته نه لګېدل د هغه د ښمنان خپل ملګري کول او د خليفه په مسند کيناستو سره ټول حکامان برطرف کول په خلقو کښې د بدظني پيدا کولو د پاره کافي و. هم د د غو بدګمانو په وجه حضرت عايشي رضی الله عنه  د حضرت عثمان رضيب الله عنه د قصاص اخستو د پاره تياري شروع کړه . ( بل خوا ) عبد الله عامر حضر مي والي مکه . مرړان بن حکم او سعيد بن العاص او دارنګ نور بنو اميه چې د مدينې نه تښتېدلي وو په مکه کښې پناګزين شول . دوئ هم په ډير جوش سره دا تحريک خلقو ته اورسو ډير کسان ئې ملګري کړل او رړان شول ( منصوبه ېې د ا وه) چې د مالي مشکلاتو حل کولو د پاره اول په بيت المال قبضه اوکړي او بيا په بصره ، کوفه او عراق کښې سره د نورو نو ابادياتو دا تحريک خور کړي او نور خلپ ځان ته واړوي کوم وخت چې حضرت علي عليه السلام ته د مکې د جنګي تيارو حال معلوم شه نو دوئ هر عراق ته د تګ اراوه په دې خيال  اوکړه چې هلته د مخافينو د رسيدونه اول دوئ د بيت المال حفاظت پخپله اوکړي او د عراق اولس ته د وفاداري درس ورکړي انصار و برزګانو اصحابو ته =چې دا معلومه شوه نو د حصرت عقبه بن عامر رضي الله عنه (چې د لوئے پاتې اصحابي و او په غزاګانو کښې د حضور اقدس صلي الله عليه و اله و سلم ملګرے پاتې شوے و ) په ذريعه ئې د انثارو له خوا د ا خواست او که چې دار الخلافه پريښول هرګز مناست نه دي د حضرت عمر رضي الله عنه په دور کښې لوئې لوئې جنګونه شوي وو خوهغوئ چېې هم د مدينې نه بهر قدم نه و ايښې او که چرې د هغوئ په وخت کښې خالد ابو عبيده سعد بن ابي وقاص او ابو موسي اشعري غوندي جنګيالو شام او ايران فتح کړي وو نو نن هم د داسې توريلو کمے نشته. حضرت علي عليه السلام او فرمائيل چې دا صحيح ده ليکن که مخالفين په عراق قبضه اوکړي نو ډير مشکلات به پيدا شوي . ځکه چې عراق په دې وخت کښې د مسلمانانو ډيره لويه نو ابادي ده او د هغه ځائے بېت ډک دے . نو په دې وجه ما موجودګي هلته ډيره ضروري ده. (له دې وجې ئې) په مدينه کښې ډنډوره اوکړه. چې عراق ته د سفر تياري شروع کړے شي. د يو څو محتاطو اصحابو نه علاوه تقريبا ټول د مدينې خلق ورسره شول چې ذي قار ته اورسېدل نو ورته معلوم شوه چې حضرت طلحه او زبير د دوئ نه اول بصري ته رسيدلي دي او د بنو سعد نه علاوه تقريبا د بصرې ټولو خلقو د هغوي نه بيعت کړے دے په دغه وجه حضرت علي عليه السلام په ذي قار کښې تيکار شه او حضرت امام حسن عليه السلام ئې د حضرت عماربن ياسر عليه السلام سره کوفې نه اولېږه چې خلق د مرکزې خلافت په مرسته او کومک اماده کړي حضرت امام حسن عليه السلام چې کوفې ته اورسيد نو دغه وخت حضرت ابو موسی اشعري په جمات ( مسجد ) کښې راجمع خلقو ته تقرير کوو ( او هغوئ دا اووې ) چې سرور کائنات صلي الله عليه واله وسلم چې د کومې فتنې يره ښکاره کړے وه هغه فتنه پېښېدونکے ده په دې وجه وسله واخلئ او حمله اوکړئ او بالکل چرته په ؛ټ کښې کښېنئ . رسول الله صلي الله عليه واله وسلم فرمائيلي وو ، چې د فتني او فساد په وخت کښې به ملاست سړے ناست نه او ناست به د ګرځيدونکي نه غوره وي په دغه موقعه حضرت امام حسن عليه السلام جماعت ته ور داخل شه او حضرت ابو موسي اشعري ته ئې اوفرمائيل چې ته هم زمونږ له جماته اوزه او چرته چې د خوښه وي هلته لاړشه بيا په ممبر اودرېد او خلقو ته ئې امير المومنين علي عليه السلامد مدد کولو اووې . حجر ابن عدي د تقريرونو په وجه خلق د حضرت علي عليه السلام  ملګرتيا ته تيار شول اوله هره جانبه د امير المومنين علي عليه السلام د اطاعت او فرمان برداري اوزونه اوچت شول . په بله ورځ سحر وخت تقريبا نهه نيم زره وسله بند سربازان تيار شول او د حضرت امام حسن عليه السلام سره روان شول او داغه شان دوئ په ذي قار کښې د امير المومنين فوج سره يو ځا ئے شول . امير المومنين  عليه السلام خپل فوج له نوے ترتيل ورکه او بيا بصري ته رړان شه . په دغه وخت کښې د بصرې دا حال و چې خلق په دريو ډلو کښې تقسيم شوي وو . يوه ډله بېخي غير جانبداره وه. دويمه کښې د حضرت علي عليه السلام طرفدار او په درېمه کښې د حضرت عايشې رضې الله عنها او طلحه وغيره مرستيال او ملګري وو. په دوۍ کښې غير جانبدار ډلې چې د خانه جنګۍ دا حال اوکتو نو هر ممکن کوشش ئې اوکړه چې صلح صفا راولي واقعتا په هره ډله کښې نيک نيته خلقو د دئ تائيد کولو. حضرت علي عليه السلام او حضرت عايشې رضي الله عنه هم دا غوښتل چې خبره تر جنګه او نه رسي او په هره طريقه چې وي خو اختلافات ختم کړے شي. ( ګويا ) د صلحې خبرې په کاميابې رړانې وې او د طرفينو تر منځه د جنګ امکان نه و د شپې به د هر فريق خلق بې غمه اوده کيده ليکن قه دواړو فريقو کښې ځنې داسې کسان هم شامل وو چا چې صلح او صفاېې د خپلو ځانونو د پاره زهر قاتل ګڼله د حضرت علي عليه السلام په فوج کښې سبائې انجمن او د حضرت عثمان رضی الله عنه قاتلان شامل وو. او د حضرت عايشي سره ځنې اموي کسان ملګري وو. د حضرت عثمان رضې الله عنه قاتلانو او سبائې خلقو دا خيال وو چې که د ا مصالحت کامياب شه نو د هغوئ خير نشته . په دې وجه هغوې د شپې تياره کښې د حضرت عايشې  په فوج  شبخون او که . دواړه فريقو دا اوګڼل چې ګوندې بل فريق دهو که ورکړه نو په يو بل ئې سمه حمله اوکړه. حضرت عائشې رضي الله عنها په اوښ پولادي کجاوه کېښوده او پکښې سوره شوه چې خپل فوج د دې حملې نه بچ کړې حضرت علي عليه السلام هم خپل سپاهيان منع کول ليکن فتنه بيا خوره شوې وه. چا ختمولي نه شوه. د ام المومنين حضرت عائشي رضي الله عنه  په وجه د هغې په فوج کښې غير معمولي جوش و . د فوج په قلب کښې د هغې کجاوه وه . محـمد  بن طلحه د فوج سردار و عبدالله بن زبير رضي الله عنه د پياده فوج سرمشر و او د سالم فوج قيادت د طلحه او زبير په لاس کښې و.

د جنګ په دوران کښې حضرت علي عليه السلام په يو منډه په اس سور راغے حضرت زبير رضي الله عنه ئې طلب که او ورته ئې اوفرمائېل.

ابو عبد الله ! تاته هغه وځې يادې دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  ستا نه تپوس کړے و چې علي دوست ګڼې ؟ نو تا عرض کړے و چې هو! يا رسول الله . راياد ئې کړه هغه وخت تاته رسول الله فرمائېلي وو چې يوه ورځ به داسې هم راشي چې ته به حضرت علي عليه السلام سره په ناحقه جنګېږے حضرت زبير رضي الله عنه جواب ورکړه چې هو! دا ماته هم راياد شول.

حضرت زبير رضي الله عنه ته دا پيش ګوئي راياده شوه نو د جنګ نه ئې لاس واخسته او خپل زوئ عبدالله رضي الله عنه ته ئې اوفرمائيل چې د زړه سره! علي يوه داسې خبره راياده کړه چې زما د جنګ کولو ټول جوش ئې ختم کړو . بې شک چې مونږه په حقه نه يو او اوس به زه په جنګ کښې نه شاملېږم . ته هم زمامرسته اوکړه. ليکن حضرت عبدالله انکار اوکړه. له دې وجې زبير ايکي يواځې بصرې ته روان شو چې د هلته نه خپل سامان راغونډ کړي او يو طرف ته سر اوباسي. ذضرت طلحه چې اوليدل چې زبير د جنګ نه خپل لاس اوباسي، نو د هغه اراده هم اوګرځيده خو مروان بين حکم چې د دې نه خبر شو. نو حضرت طلحه ئې په يو غشي اوويشته غشے د هغه په کوپي کښې ښخ شه دغه غشي له زهر ورکړې شوي وو. او د زهرو د اثر په وجه هغه وفات شه. دغه وخت په مسدان کښې يواځې د حضرت عائشې رضي الله عنها سربازان پاتې شول. جنګ شروع شوے وو بيا ښه تېز شو.

ام المومنين په زره پوش کجاوه کښې ناسته وه . سبايانو چې د هغه د مرتبې نه خبر نه وو ورسره ئې ګستاخۍ کولياو دا ئې غښتل چې ګرفتاره ئې کړې د حضرت عائشي دضي الله عنها په سربازانو کښې د نبوضيه ځوانانو د دې اوښ حفاظت کولو او يو پسې بل عتلېدل . بکر بن وائل ، ازد اوبنو فيه دا اوښ په خپله حلقه کښې اخستې وه او په پوره ثابت قدمۍ سره اوجنګېدل . حضرت علي رضي الله عنه ورته هم حيران وو . عبد الله بن زبير رضي الله عنه د اوښ مهار نيولي و چې هغه مړ شو نو بل چا سنبا کوو . دغه شان پرله پسې او يا کسانو قرباني ورکړه. د بصرې شه سوار عمر بن بجره قه داسې جوش کښې جنګيده. چې د حضرت علي عليه السلام د فوج هر څواک به ئې مخې ته راغې هغه به ئې قتل کړو د ابن بجره په ژبه دا رجز جاري و.

يا امنا يا خيرا امر بغلم والام تغذ والمعصم

اے زمونږ بهترينې مورې ! اومور(خو) خپل بچې مړوي او رحم پر کوي.

القرين کم جزا دزکم وتختلي هامته والمعصم

اے ته نه وينې چې څومره اسونه زخمي کېږي او د هغو کهوپړۍ او لاسونه کټ کيږي.

اخر د حضرت علي عليه السلام د فوج مشهور شه سوار حارث بن زبير ازدې  ئې مقابلې ته راوړاندې شه څه ساعت په يو بل پورې د تورو د ګزارونو نه پس دواړه مړه شول د اوښ مخي ته د بنو ضبه ځوانان په بهادرئې سره د دښمن مقابله کښي د يوال شوي وو او تر څو چې په هغو کښې يو تن هم ژوندے و ، نو دښمن ته ئې نه و ه شا کړے . هغوئ دا رجز وئيلو

الموت احلي عندنا عين العسل – نحن تنو ضبه اصحاب الجمل

مرګ مونږ د ګبين نه سيوا خوږ ګڼو مومږ د ضبه اولاد او د اوښ محافضان يو .

نحن بنو المو اذالموت نزل تلغي ابن عفان باطراف الاسل

مونږ د مرګ زامن يو چې کله نازل شن . مونږ د عثمان بن عفان د مرګ هبر د نيزو په ذريعه خور وو.

ودواعلينا متيخنا ثم مجل  زمونږ سردار مونږ ته واپس کړئ نو با هېځ نشته

حضرت علي عليه السلام چې اوکتل چې ترکومه دا اوښ ولاړوي د مسلمانانو خون رېزي  جارې وي . په دې وجه د هغوئ په اشاره يو سړړې د شاله طرف د اوښ پښې په توره اووهلې اوخ او برړيده او کيناست اوناستي سره ئې د حضرت عائشي رضي الله عنه ورو محمد بن ابو بکر (چې د حضرت علي عليه السلام  ملګري و) ته حکم اوکه چې د خپلې خور حفاظت اوکړي او عامه ډنډوره ئې اوکړه چې څوک له ميدانه تښني نو ورپسې د ې هيڅوک نه ورځي . د زخميانو پاسه دې اسونه نه شي زغلولے د مال غنيم ت اوټ کولو اجازت نشته او څوک چې وسله کېږدې هغه به په امن وي . بيا پخپله حضرت عائشې رضي الله عنه څخه لاړ او تپوس پوښتنه ترې اوکړل . څه ورځې پورې ئې ښه په ارام په بصرهع کښې اوساتله او بيا ېې د (ورور) محمد بن ابوبکر سره په ډير عزت اتو احترام مدينې ته رخصت کړه. حضرت علي عليه السلام ورسره پخپله هم تر څو ميلو په جلب کښې تلې و. او تر يو منزل مسافت پورې ئې ورسره خپل زامن هم لېږلې وو .

حضرت عائشه د رخصت په وخت خلقو ته وئيلي وو چې زما بچو! زمونږ دا جنګ محض د علط فهمۍ په وجه شوې و . ګني زما اود علي تر منځه پخوا هيڅ جګړه نه وه. حضرت علي عليه السلام هم په موزون الفاظو کښې د دې تائيد اوکړو اووې فرمائي چې عائشه د حضور صلي الله عليه وسلم پاکه بي بي او زموږ د ټولو مور ده . د هغي عزت او احترام ډير ضروري دے  غرض دا چې د رجب په وړمبي تاريخ 36 ه  خالي په ورځ حضرت عائشه رضي الله عنها مدينې ته رخصت شوه. او حضرت علی عليه السلا م په بصره کښې د يوڅو ورځو تېرولو نه پس کوفې ته رړان شه . هلته په 21 رجب 36 د دوشنبې په ورځ په ورځ په ښار داخل شه.

د کوفې خلقو په قصر امارت کښې د هغوي د مېلمستيا بندوبست سر کړے و. ليکن د زهد او قناعت شهنشاه  په دغه قصر کښې د مېلمه کيدونه انکار اوکړو اووئې فرمائيل چې عمر بن خطاب هميشه داسې عالي شان محلونو ته په سپک نظر کتلي دي. ماته ئې هم حاجت نشته . ميدان زما د پاره ښه دے. او هم په ميدان ډيره شو چې لوئے جمات ته لاړ نو هلته ئې دوه رکعته مونځ ادا که او د جمعې په ورځ په خطبه کښې خلقو ته د تقوي، پرهيز ګارئې او وفادارئې هدايت اوکړو.

د جنګ  جمل نه پس حضرت علي عليه السلام د مدينې منورې په ځائے کوفه دارالخلافه مقرر کړه او په کوفه کښې ئې استوګنه شروع کړه . کوفې ته د دارالخلافې منتقل کولو په حقله خلقو مختلف وجوهات قه ګوته کړي دي مګر زما قه خيال صحيح خبره دا وه چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت په موقعه د حرم نبوي کوم توهين شوے و . هغې علې مرتضي مجبوره کړه چې ائنده د پاره د سلطنت سياسي مرکړ د علمي او مذهبي مرکز نه جدا کړي

 

(خلفائې راشدين مطبوعه دارالمصنفين اعظم ګړهـ)

د مذوره تاريخې واقعاتو قه سلسله کښې د اسبابو ، عللو او محرکاتو متعلق د فکرې کميت او کيفيت او په رائې کښې د اختلاف د حدونو ځنې ښه واقف ووږ چې او په نظر نه راځي.

يادګيرنه (طاهر بخاري)

د ځني تاريخي  معاملاتو او خصوصا د جنګ جمل متعلق هم ډېرې عجبې او مختلف قسم خبرې شوي دي . په تفصيل کښې ئې نه ځو .  البته د جنګ د خاتمې نه پس د يوې واقعې ذکې کول مناست ګڼم. او هغه د ا چې حضرت قدوته المحقيقن علامه سيد محمد صالح کشفې ترمذې السي الحنفي د اعثم کوفې د روشته الاحباب دفتر دوم او حبيب السير جلد اول په حواله قه خپل کتاب فيضان علي کښې يو اوږ د روايت نقل کړے دے چې خلاصه ئې دا ده . وائې چې د جنګ د خاتمې نه پس حضرت علي عليه اسلام پخپله حضرت عائشه  څخه تشريف يوړه او ورته ئې اوفرمائيل چې د رسول الله صل الله و اله وسلم د بيبيانو په حقله د خداے حکم دا دې چې د وقرن في بيوتکن (اوتاسو په خپلو کورونو کښې په قرار اوسئ ) حضرت علي عليه السلام دا هم ورياد کړل چې اے عائشې! تا به د حضور صل الله واله وسلم نه دا هم اوريدلي وي چې من کنت مولا فعلي مولا اللهم والا من والا وعاد من عادا.

پس له دې ورته حضرت علي اوفرمائيل چې اوس سمدستي مدينې ته رړانه شه او په هغه مقدس کور کښې په قرار اوسه کوم چې تاته حضور اقدس صلي الله عليه واله پريښودے و ظاهره ده چې حضرت ام المومنين عائشه دې ته تياره نه وه. اخر حضرت علي عليه السلام ورڅخه خپل زوئے امام حسن عليه السلام اوليږه او د هغوئ په خله ئې دا پيغام ور اورسوه چې قسم په خداے چې دانه ئې اوچوله او (علاوه د دې نه ئ ) بني ادم پېدا کړل. ائ عائشې که تاسم دستې مديني ته د تګ تياري شروع نه کړه نو زه درته خبردارے درکوم چې يو داسې پيغام به درواستوم چې کيفيت ئې تاته ډير ښه معلوم دے . روايت دے چې دغه ساعت حضرت ام المومنين په سر کښې منګځ وهله. نيم سرئې منګځ کړے و . خو چې  د غه پيغام ئي واوريد نو فورا پاڅيده او خذمتګارانو ته ئې اوفرمايل چې زما اسباب په اښانو بار کړئ او ځې چې مدينې ته ځو ځکه چې اوس مدينې ته د تګ نه بغير بله لار نشته . دغه وخت د ام المومنين د څهرې نه د انتهائې اضطرار او اضطراب نخښې ښکاره شوې د بصرې په زنانو کښې د بني هلب پو ښځې ترې تپوس اوکړو چې اے ام المومنين مدينې ته د تګ خبره خو تاته ابن عباس هم کړے وه. او مو نږ بسددب چځی تا وېشېه ښه زوره زوره خبرې کولې او ابن عباس د غصې په حالت کښې رخصت شو. د دې ځوان (امام حسن) پلار هم راغلې و. او هم دغه خبره ئې درته کړے وه ليکن تا ورته هيڅ توجه نه وه کړ ے . ليکن د امام حسن په وينا د پريشانې او يرې سوب څه دے؟ نو حضرت ام المومنين ورته اوفرمايل چې يو ځل د مال غنيمت د ويشلو په وخت مونږ د نبي بي بيانو لږ شور اوکه . علي بن ابي طالب عليه السلام مونږه ټولې اوټوکو مختصر دا چې زمونږه په شور غوغا او درشت کلامئ حضور صلي الله واله هم په غضب شول علي ته ئې اکتل او ورت ه ئې ارشاد اوکړه چې اے علي ! ما د خپله جانبه د دې بيبيانو ته د طلاق ورکولو اختيار تاله درکړے دے ته زما وکيل ئې . په دوئ کښې چې که ته کومې بې بې ته زما له طرفه طلاق ورکړې د هغې نوم به د نسا النبي له دفتره محوشي نو په اصل کښې علي عليه السلام ماته د امام حسن عليه السلام په پيغام کښې دغه تنبيه راکړې ده.

زه د حضور صلي الله عليه واله وسلم د کلي فراق نه يرېږم . وايم هسې نه د علي د خولي نه څه داسې کليمه را اوحي چې بيا ئې هيڅ علاج نه وي


[1] .څرنګه چې په قران پاک کې راغلي دي چې و ان تعدو نعمت الله لاتحصوها ياني که تاسو د خداي پاک نعمتونو شميرل غوره کړئ نو اوبه يې نه شميرئ.
[2] . خداوندې که حقيقت او را صاحبان بلند همت درک نمي کنند ترجمه  فارسي نهج البلاغه
[3] .ياني د هغه پاک ذات د حقيقت درک د فکر د درياب لامبوزن هم په ډير کړاو نه شي لګولې (د مصر مفتي)