۱۰۱ خطبه

 

وَ مِنْ خُطبَةٍ له ُ‏عليه السلام‏

و هي إحدى الخطب المشتملة على الملاحم‏

 

 اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الْأَوَّلِ قَبْلَ كُلِ‏ّ أَوَّلٍ، وَ الآخِرِ بَعْدَ كُلِ‏ّ آخِرٍ، وَ بِأَوَّلِيَّتِهِ وَجَبَ أَنْ لاَ أَوَّلَ لَهُ، وَ بِآخِرِيَّتِهِ وَجَبَ أَنْ لاَ آخِرَ لَهُ، وَ أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلهَ إِلا اللَّهُ شَهَادَةً يُوَافِقُ فِيهَا السِّرُّ الْإِعْلاَنَ، وَ الْقَلْبُ اللِّسَانَ.

 

 أَيُّهَا النَّاسُ، لاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي وَ لاَ يَسْتَهْوِيَنَّكُمْ عِصْيَانِي، وَ لاَ تَتَرامَوْا بِالْأَبْصَارِ عِنْدَمَا تَسْمَعُونَهُ مِنِّي، فَوَ الَّذِي فَلَقَ الْحَبَّةَ، وَ بَرَأَ النَّسَمَةَ، إِنَّ الَّذِي أُنَبِّئُكُمْ بِهِ عَنِ النَّبِيِ‏ّ الْأُمِّيِ‏ّصلى الله عليه وآله وسلم، مَا كَذَبَ الْمُبَلِّغُ، وَ لاَ جَهِلَ السَّامِعُ. لَكَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى ضِلِّيلٍ قَدْ نَعَقَ بِالشَّامِ، وَ فَحَصَ بِرَايَاتِهِ فِي ضَوَاحِي كُوفَانَ. فَإِذَا فَغَرَتْ فَاغِرَتُهُ، وَ اشْتَدَّتْ شَكِيمَتُهُ، وَ ثَقُلَتْ فِي الْأَرْضِ وَطْأَتُهُ، عَضَّتِ الْفِتْنَةُ أَبْنَاءَهَا بِأَنْيَابِهَا، وَ مَاجَتِ الْحَرْبُ بِأَمْوَاجِهَا، وَ بَدَا مِنَ الْأَيَّامِ كُلُوحُهَا، وَ مِنَ اللَّيَالِي كُدُوحُهَا، فَإِذَا أَيْنَعَ زَرْعُهُ وَ قَامَ عَلَى يَنْعِهِ وَ هَدَرَتْ شِفَاشِقُهُ، وَ بَرَقَتْ بَوَارِقُهُ، عُقِدَتْ رَايَاتُ الْفِتَنِ الْمُعْضِلَةِ، وَ أَقْبَلْنَ كَاللَّيْلِ الْمُظْلِمِ، وَ الْبَحْرِ الْمُلْتَطِمِ. هذَا، وَ كَمْ يَخْرِقُ الْكُوفَةَ مِنْ قَاصِفٍ وَ يَمُرُّ عَلَيْهَا مِنْ عَاصِفٍ، وَ عَنْ قَلِيلٍ تَلْتَفُّ الْقُرُونُ بِالْقُرُونِ وَ يُحْصَدُ الْقَائِمُ، وَ يُحْطَمُ الَْمحْصُودُ!

 

 ( دا له هغو خطبو ده چې امام پکې سخت راتلونکي حالات بیانوي دا خطبه په کوفې کې ورکړل شوې )

مننه او پندونه

 ستاینه هغه خدای لره ده چې تر هر لومړي  لومړی دی او تر هر وروستي وروستی، دهغه  د لومړیتوب تقاضا دا ده چې  د هغه  لومړیتوب نه وي او  له دې امله چې شاته یې  څوک نیشته نو باید پای  ونه لري. او ګواهي ورکوم چې  بې له هغه بل د عبادت لایق نیشته،  داسې شهادت چې  له داخل او بهر  او  په زړه او ژبه  یو شان وي ، ای خلکو له ما سره دښمني او مخالفت مو د ګناه برید ته بو نه ځي او زما نافرماني مو د نفسونو فرمانبردارۍ ته رانه کاږي، او زما د خبرو د اوریدلو په کږلیچونو کې یو بل ته اشارتونه مه کوئ.

د راتلونکې عجیبه پیښې

 قسم  په هغه ذات چې دانه یې وڅیرله او  ژوندی ساری یې وپنځاوه، دا څه چې تاسو ته یې وایم  له امي پیغمبره  دي، نه یې ویونکي دروغجن دی او نه اوریدونکی ناپوه ، ته وا زه ډیر ګمراه[1]سړی وینم چې  له شامه  چغې وهي ، پتون وهي او د کوفې په شاوخوا کې یې بیرغونه رپولې دي. او کله چې دهغه خوله پرانستل شوه او  سرغړونه یې وکړه، او پښې یې په ځمکې ټینګې شوې، نو فتنې د زمانې بچیان په غاښونو و چیچل او د جنګ اور لمبه شو،  او دورځې سختۍ او د شپې غمونه څرګند شول، نو کله یې چې د هغه فصل پوخ شو او میوه یې پخه شوه،د مست اوښ په شان   وبړیده او د  تندر په شان وګړزیده،د فتنې د سپایانو بیرغونه هر لور ته ورپیدل، او د تیارو شپو او څپانده دریابونو په شان   یې په خلکو برید وکړ. له دې ورتیرو څومره سخت توپانونه به وي چې  دکوفې ښار به څیرې کړې او څومره سخت زولونه به وي  چې وابه لوزي، او ډیر زر به  په دغه ښار کې  ډلې ډلې پر  یوې بلې اخته شي. څوک چې په ولاړ دي وبه ریبل شي او څوک چې په ځمکه وغورځیږي چخڼي به شي.

وَ مِنْ خُطبَةٍ له ُ‏عليه السلام‏

 

يجري هذا المجرى‏

 

و فيه ذكر يوم القيامة و أحوال الناس المقبلة

 

 يوم القيامة

 

 وَ ذلِكَ يَوْمٌ يَجْمَعُ اللَّهُ فِيهِ الْأَوَّلِينَ وَ الآخِرِينَ لِنِقَاشِ الْحِسَابِ وَ جَزَاءِ الْأَعْمَالِ، خُضُوعاً، قِياماً، قَدْ أَلْجَمُهُم الْعَرَقُ، وَ رَجَفَتْ بِهِمُ الْأَرْضُ، فَأَحْسَنُهُمْ حَالاً مَنْ وَجَدَ لِقَدَمَيْهِ مَوْضِعاً، وَ لِنَفْسِهِ مُتَّسَعاً.

 

 حال مقبلة على الناس‏

 

 و منها: فِتَنٌ كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ، لاَ تَقُومُ لَهَا قَائِمَةٌ وَ لاَ تُرَدُّ لَهَا رَايَةٌ، تَأْتِيكُمْ مَزْمُومَةً مَرْحُولَةً: يَحْفِزُهَا قَائِدُهَا، وَ يُجْهِدُهَا رَاكِبُهَا، أَهْلُهَا قَوْمٌ شَدِيدٌ كَلَبُهُمْ، قَلِيلٌ سَلَبُهُمْ، يُجَاهِدُهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ قَوْمٌ أَذِلَّةٌ عِنْدَ الْمُتَكَبِّرِينَ، فِي الْأَرْضِ مَجْهُولُونَ، وَ فِي السَّمَاءِ مَعْرُوفُونَ، فَوَيْلٌ لَكِ يَا بَصْرَةُ عِنْدَ ذلِكَ، مِنْ جَيْشٍ مِنْ نِقَمِ اللَّهِ! لاَ رَهَجَ لَهُ، وَ لاَ حَسَّ، وَ سَيُبْتَلَى أَهْلُكِ بِالْمَوْتِ الْأَحْمَرِ، وَ الْجُوعِ الْأَغْبَرِ.

 

۱۰۲ خطبه

( د امام   له هغو ویناګانو ده چې   یوه جدا خطبه ښکاري، او د جمل له جنګه وروسته  د هجرت په  شپږ دیرشم کال  په بصرې کې ورکړل شوې)

د قیامت د ورځې بیان

 قیامت هغه ورځ ده چې خدای به پکې ټول  تیر او راتلونکي انسانان  د هغوی د دقیق حساب کتاب  او د عملونو د سزا  جزا لپاره راغونډوي ، ټول  به په خضوع او عاجزۍ سره ولاړ وي ،  د سر سترګو خولې به یې خلو ته رسیږي،ځمکه به یې تر پښو لاندې لړزانه وي ،  نو ښه کس به پکې لا هغه وي چې د پیښو لګولو ځای ومومي  یا د ساه اخستلو  لپاره یو ګوټ پیدا کړي.

د  بصرې د  خونړۍ راتلونکې خبر

داسې فتنې به درباندې راشي  لکه د شپې ګوپ تیارې،نه  به یې څوک مخه نیولی شي او نه یې څوک بیرغونه کوزولی شي، دا فتنې به د لګام  شوي او کجاوه شوې اوښ په شان ستاسو  په  لور درروانې وي څښتن به یې  چوکه کوي او در شړي به یې،دا فتنه پال هغه کسان دي چې ګوزارونه به یې سخت  خو چور تالان به یې کم وي. له دوي سره به داسې کسان وجنګیږي چې د کبرجنو په نظر کې خوار او  په ځمکه کې ناشناسه خو په اسمان کې نامتو وي. په داسې حال کې  دې افسوس وي پر تا ای  بصرې!  د هغو سپایانو په وړاند چې  د خدای د قهر او غوسې  نښه دي ، داسې  لښکر به وي چې نه به دوړې لري او نه غږونه، او ډیر زر به دې هستوګن په سره مرګ او سختې لوږې اخته شي.

۱۰۳ خطبه

 

وَ مِنْ خُطبَةٍ لهُ‏ عليه السلام‏

 

في التزهيد في الدنيا

 

 أَيُّهَا الناسُ، انْظُرُوا إِلَى الدُّنْيَا نَظَرَ الزَّاهِدِينَ فِيهَا، الصَّادِفِينَ عَنْهَا؛ فَإِنَّهَا وَ اللَّهِ عَمَّا قَلِيلٍ تُزِيلُ الثَّاوِيَ السَّاكِنَ، وَ تَفْجَعُ الْمُتْرَفَ الآمِنَ؛ لاَ يَرْجِعُ مَا تَوَلَّى مِنْهَا فَأَدْبَرَ، وَ لاَ يُدْرَى مَا هُوَ آتٍ مِنْهَا فَيُنْتَظَرَ. سُرُورُهَا مَشُوبٌ بِالْحُزْنِ، وَ جَلَدُ الرِّجَالِ فِيهَا إِلَى الضَّعْفِ وَ الْوَهَنِ، فَلاَ يَغُرَّنَّكُمْ كَثْرَةُ مَا يُعْجِبُكُمْ فِيهَا لِقِلَّةِ مَا يَصْحَبُكُمْ مِنْهَا.

 

 رَحِمَ اللَّهُ امْرَأً تَفَكَّرَ فَاعْتَبَرَ، وَ اعْتَبَرَ فَأَبْصَرَ، فَكَأَنَّ مَا هُوَ كائِنٌ مِنَ الدُّنْيَا عَنْ قَلِيلٍ لَمْ يَكُنْ، وَ كَأَنَّمَا هُوَ كَائِنٌ مِنَ الآخِرَةِ عَمَّا قَلِيلٍ لَمْ يَزَلْ، وَ كُلُّ مَعْدُودٍ مُنْقَضٍ،وَ كُلُّ مُتَوَقَّعٍ آتٍ، وَ كُلُّ آتٍ قَرِيبٌ دَانٍ.

 

 صفة العالم‏

 

 و منها: الْعَالِمُ مَنْ عَرَفَ قَدْرَهُ، وَ كَفَى بِالْمَرْءِ جَهْلاً أَلاَّ يَعْرِفَ قَدْرَهُ؛ وَ إِنَّ مِنْ أَبْغَضِ الرِّجَالِ إِلَى اللَّهِ تَعَالَى لَعَبْداً وَكَلَهُ اللَّهُ، إِلَى نَفْسِهِ، جَائِراً عَنْ قَصْدِ السَّبِيلِ، سَائِراً بِغَيْرِ دَلِيلٍ؛ إِنْ دُعِيَ إِلَى حَرْثِ الدُّنْيَا عَمِلَ، وَ إِنْ دُعِيَ إِلَى حَرْثِ الآخِرَةِ كَسِلَ! كَأَنَّ مَا عَمِلَ لهُ وَاجِبٌ عَلَيْهِ؛ وَ كَأَنَّ مَا وَنَى فِيهِ سَاقِطٌ عَنْهُ.

 

 آخرالزمان‏

 

 و منها: وَ ذلِكَ زَمَانٌ لاَيَنْجُو فِيهِ إِلاَّ كُلُّ مُؤْمِنٍ نُوَمَةٍ، إنْ شَهِدَ لَمْ يُعْرَفْ، وَ إِنْ غَابَ لَمْ يُفْتَقَدْ، أُولئِكَ مَصَابِيحُ الْهُدَى، وَ أَعْلامُ السُّرَى، لَيْسوا بِالْمَسَاييح، وَ لاَ الْمَذَايِيعِ الْبُذُرِ، أُولئِكَ يَفْتَحُ اللَّهُ لَهُمْ أَبْوَابَ رَحْمَتِهِ، وَ يَكْشِفُ عَنْهُمْ ضَرَّاءَ نِقْمَتِهِ.

 

 أَيُّهَا النَّاسُ، سَيَأْتِي عَلَيْكُمْ زَمَانٌ يُكْفَأُ فِيهِ الْإِسْلاَمُ، كَمَا يُكْفَأُ الْإِنَاءُ بِمَا فِيهِ. أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَعَاذَكُمْ مِنْ أَنْ يَجُورَ عَلَيْكُمْ، وَ لَمْ يُعِذْكُمْ مِنْ أَنْ يَبْتَلِيَكُمْ، وَ قَدْ قَالَ جَلَّ مِنْ قَائِلٍ: (إِنَّ فِي ذلِكَ لآياتٍ وَ إِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِينَ).

 

ای خلکو دنیا ته د زاهدانو په سترګه ګورئ چې له دنیا مخ اړوي ، په خدای قسم دنیا به ډیر زره خپل هستوګن  ختم  کړي او خپل خوشاله به  خپه کاندي. څه چې له دنیا مخ اړولی او تللې نه راستنیږي  او دا هم معلومه نه ده چې څه به کیږی چې انسان یې په تمه کښیني.د  دنیا خوښي  له غم سره اخښلې ده  او دانسان توان او زور پکې  د کمزورۍ په مخ روان دی.  د دنیا ښکلاوې او هیښتیاوې مو ونه غولوي ځکه چې  له تاسو سره تلونکي څیزونه پکې ډیر کم دي.  خدای دې  رحمت وکړي په هغه چا چې فکر یې وکړ او  پند یې واخیست،خبر شو او سترګور شو. نو ډیر زر به پوه شئ چې  له  دنیا هیڅه نه دي پاتې او   هغه څه چې د اخرت دي تل پاتې دي.هر څه چې  شمیرل کیږي  ختمیږي،او د څه چې په تمه یئ راتلونکې دي. او څه چې راتلونکي دي نزدې دي.

د عالم  مقام

 عالم هغه دی چې په خپل قدر پوه شي او د ناپوهۍ لپاره همدومره بس ده چې  انسان په خپل  قدر پوه  نه شي.د خدای په نزد تر ټولو بد او رټل شوی کس هغه دی چې  خدای  په خپل حال پریښې وي چې له نیغې لارې بې لارې شي. او بې دلیله روان وي. که د دنیا(پټي)  چارو ته وبلل شي ښه زیار باسي  خو که د اخرت پټي ته  وبلل شي  لټي کوي، ته وا د څه لپاره چې کار کوي  هغه پرې واجب دي او څه ته چې بلل شو یدی هغه ترې نه دي غوښتل شوې.

د راتلونکي خبره

 او دا داسې زمانه ده چې بې  له  ناشناسه مومنه ترې څوک نه شي خلاصیدی داسې مومن چې که «په خلکو کې وي نه یې پیژني او  که په خلکو کې نه وي څوک یې پوښتنه نه کوي، هغوی د  هدایت څراغونه» او د کامیابۍ نښې دي. نه فتنې پالي او نه فسادونه جوړوي،نه د خلکو خبرې او بدۍ یو بل ته رسوي، خدای تعالی هغوی ته د رحمت ورونه پرانستې دي او د عذاب سختي یې  له  هغوی اخستې ده. ای خلکو! ډیر زر به په تاسو داسې زمانه راشي چې  اسلام به د اوړیدلې  لوښي په شان وي  او  څه چې پکې دي  هغه به اوړیدلې وي.

ای خلکو!خدای به په تاسو ظلم ونه کړي او  له  دې یې خوندي کړې یئ خو له دې یې نه یئ خوندي کړې چې  ومو ازمایي، ځکه چې خدای تعالی په جار ویلې دي چې: « د حضرت نوح په کیسه کې ستاسو لپاره نښې پرتې دي  او مونږ خلک ازمایوو»

( سید رضی وایي: د امام دا کلام چې وې فرمایل:«کل مومنة نومة » یعنې هغه کس چې ګمنام وي او شر یې کم وي او «المساییح»  چې د مسیاج جمع ده  هغه کس ته وایي چې په خلکو کې فساد خپروي. چغل خور دی، او « مذاییع» چې د مذایع جمع ده  هغه کس دی چې کله د چا بدي واوري په خلکو کې  ډنډوره کړه. او «بذر» د بذور جمع ده او هغه کس ته وایي چې  ډیر ناپوهه دی او چټي خبري کوي.)

﴿ يو سل څلورمه خطبه ﴾

[ 104 ]

 

ومن خطبة له عليه السلام

 

أمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ اللهَ سُبْحَانَهُ بَعَثَ مُحَمَّداً صلى الله عليه وآله وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنَ الْعَرَبِ يَقْرَأُ كِتَاباً، وَلاَ يَدَّعِي نُبُوَّةً وَلاَ وَحْياً، فَقَاتَلَ بِمَنْ أطَاعَهُ مَنْ عَصَاهُ، يَسُوقُهُم إِلَى مَنْجَاتِهِمْ، وَيُبَادِرُ بِهِمُ السَّاعَةَ أَنْ تَنْزِلَ بِهِمْ، يَحْسَرُ الْحَسَيرُ، وَيَقِفُ الْكَسِيرُ فَيُقِيمُ عَلَيْهِ حَتَّى يُلْحِقَهُ غَايَتَهُ، إِلاَّ هَالِكاً لاَ خَيْرَ فِيهِ، حَتَّى أَرَاهُمْ مَنْجَاتَهُمْ وَبَوَّأَهُمْ مَحَلَّتَهُمْ، فَاسْتَدَارَتْ رَحَاهُمْ، وَاسْتَقَامَتْ قَنَاتُهُمْ وَايْمُ اللهِ، لَقَدْ كُنْتُ مِنْ سَاقَتِهَا حَتَّى تَوَلَّتْ بِحَذَافِيرِهَا، وَاسْتَوْسَقَتْ فِي قِيَادِهَا، مَا ضَعُفْتُ، وَلاَ جَبُنْتُ، وَلاَ خُنْتُ، وَلاَ وَهَنْتُ، وَايْمُ اللهِ، لاََبْقُرَنَّ الْبَاطِلَ حَتَّى أُخْرِجَ الْحَقَّ مِنْ خَاصِرَتِهِ!

 

ترجمه: (دهجرت په شپږ دېرشم کال کله چې امام د بصرې په لور وخوځېدۀ، په ربذه دښته کې کله چې د خداے د کور ځينو حاجيانو هم د امام خبرې اورېدلې امام وفرمايل:)

د پيغمبر(ص) د بعثت برياوې

 

د پالونکي له ثنا وروسته! په رښتيا چې خداے پاک حضرت محمد(ص) په پيغمبرۍ وګمارۀ په هغه زمانه کې چې په عربوکې يوکس هم کتاب نه وو لوستے او د پيغمبرۍ او وحي ادعا يې نه لرله. رسول الله مبارک له خپلوملګرو سره د مخالفانومبارزې ته پاڅېد چې هغوي د نجات منزل ته ورسوي او مخکې له دې چې مرګ يې ورسېږي وې ژغوري،که څوک به ستړے شو يا به پاتے راغے نو ورايسار به شو چې ټول نيغې لارې ته هدايت کړي.مګر هغه بې خېره کسان چې په خپله يې د ګمراهۍ لاره خوښه کړه.ټول يې وژغورل او د کاميابۍ او نجات مناسب مقام ته يې ورسول. تردې چې د ژوند مېچنهيې وچلېده او نېزې يې تېره شوې، په خداے قسم! زۀ هم په هغو سپاهيا نو پسې وم تردې چې باطل مات شو او شاتګ يې وکړ، او ټولو د اسلام مشرۍ ته غاړه کېښوده، زۀ هيڅکله په دې لاره کې کمزورے نه شوم او ونه ترهېدم، او خيانت مې ونه وکړ، او لټي راباندې غالبه نه شوه، په خداے قسم د باطل خېټه به وشلوم چې حق يې له څنګه راوباسم.

وقد تقدم مختار هذه الخطبة، إلاّ أنني وجدتها في هذه الرواية على خلاف ما سبق من زيادة ونقصان، فأوجبت الحال إثباتها ثانية.

(سيد رضي وائي:د دې خطبې ځينې برخې په درې دېرشمې خطبې کې هم ذکر شوي دي چې لږ شان فرق يې لرۀ نو ځکه مې دلته دوباره ذکر کړې)

﴿ يوسل پينځمه خطبه ﴾

[ 105 ]

 

[في بعض صفات الرسول الكريم وتهديد بني أمية وعظة الناس]

 

حَتَّى بَعَثَ اللهُ مُحَمَّداً صلى الله عليه وآله وسلم شَهِيداً وَبَشِيراً وَنَذِيراً، خَيْرَ الْبَرِيَّةِ طِفْلاً وَأَنْجَبَهَا كَهْلاً، أَطْهَرَ الْمُطَهَّرِينَ شِيمَةً وَأَجْوَدَ الْمُسْتَمْطَرِينَ دِيمَةً.

 

[بنو أمية]: فَمَا احْلَوْلَتْ الدُّنْيَا لَكُمْ فِي لَذَّتِهَا، وَلاَ تَمَكَّنْتُمْ مِنْ رَضَاعِ أَخْلاَفِهَا إِلاَّ مِنْ بَعْدِ مَا صَادَفْتُمُوهَا جَائِلاً خِطَامُهَا، قَلِقاً وَضِينُهَا، قَدْ صَارَ حَرَامُهَا عِنْدَ أَقْوَام بِمَنْزِلَةِ السِّدْر الْـمَخْضُودِ، وَحَلاَلُهَا بَعِيداً غَيْرَ مَوْجُود، وَصَادَفْتُمُوهَا وَاللهِ، ظِلاًّ مَمْدُوداً إِلَى أَجَل مَعْدُود، فَالاَْرْضُ لَكُمْ شَاغِرَةٌ، وَأَيْدِيكُمْ فِيهَا مَبْسُوطَةٌ، وَأَيْدِي الْقَادَةِ عَنْكُمْ مَكْفُوفَةٌ وَسُيُوفُكُمْ عَلَيْهِمْ مَسَلَّطَةٌ وَسُيُوفُهُمْ عَنْكُمْ مَقْبُوضَةٌ.

 

أَلاَ إِنَّ لِكُلِّ دَم ثَائِراً، وَلَكُلِّ حَقٍّ طَالِباً، وَإِنَّ الثَّائِرَ فِي دِمَائِنَا كَالْحَاكِمِ في حَقِّ نَفْسِهِ، وَهُوَ اللهُ الَّذِي لاَ يُعْجِزُهُ مَنْ طَلَبَ، وَلاَ يَفُوتُهُ مَنْ هَرَبَ.

 

فَأُقْسِمُ بِاللهِ، يَا بَنِي أُمَيَّةَ، عَمَّا قَلِيل لَتَعْرِفُنَّهَا فِي أَيْدِي غَيْرِكُمْ وَفِي دَارِ عَدُوِّكُمْ! أَلاَ إِنَّ أبْصَرَ الاَْبْصَارِ مَا نَفَذَ فِي الْخَيْرِ طَرْفُهُ! أَلاَ إِنَّ أَسْمَعَ الاَْسْمَاعِ مَا وَعَى التَّذْكِيرَ وَقَبِلَهُ!

 

ترجمه: (په روايتونوکې راغلې دي چې دا د هجرت په پينځه دېرشم کال د ذي الحجې په آخر کې د هيواد د سياسي قدرت له لاسته راوړلونه پينځۀ ورځې وروسته يې دا خطبه ورکړه)

د پيغمبراکرم (ص) ځانګړتياوې

 

ان تردې چې خداے پاک پېغمبر(ص) وګمارۀ،ګواهي ورکوونکے، زيرے ورکوونکے، خبردارے ورکوونکے، هغه پېغمبر چې په وړوکوالي کې تر ټولو غوره، او په بوډا والي کې تر ټولو دروند او عزتمن ؤ. اخلاق يې تر ټولو پاکانو پاک، او د کرم باران يې تر هر څه دوامداره ؤ.

د بني اميه ؤ د بچيانو تريخ راتلونکے

 

تاسو اے بني اميه ؤ! تر يوې مودې مو له دنيا خوندونه واخېستل، او (د دنيا) تے مور ورودۀ،کله مو چې ولىدل چې جلب يې خلاص شوے او د ساز تسمې يې سستې شوې «او د عثمان په حکومت کې» تر دې چې د ځينو په نزد د دنيا حرام د بې ازغو بيرې د ونې په شان آسان، او حلال يې سخت او ناممکن شول، په خداے قسم! کومه دنيا چې ستاسو په لاس کې ده هغه اوږدۀ سيوري ته ورته ده چې ډېر زر رالنډيږي نن درته ځمکه ويړه او لاس مو خلاص دے او هر غلط کار کولے شئ او د حقيقي مشرانو لاسونه تړلي دي ستاسو تورې د هغوي په سر ځوړندې دي او د هغوي تورې مو ورځينې اخېستې دي، خوخبر اوسئ! هره وينه يو غچ او انتقام اخېستونکے لري او هرحق لټونکے، زمونږ د وينوانتقام اخېستونکے هغه واکمن دے چې په خپله فېصله کوي او هغه، هغه خداے دے چې هيڅ مطلوب يې نه شي ناتوانه کولې، او د هغۀ د عدالت له منګولو هيڅوک نه شي تښتېدلې، اے د بني اميه زوزاته! په خداے قسم ډېر زر به دا خلافت او حکومت د نورو په لاس کې[i] او د خپلو دښمنانو په کورکې ووينئ، خبر اوسئ! تر ټولو غوره سترګې هغه دي چې د نيکيو تل ته کوزې شي او تر ټول وىښ غوږونه هغه دي چې ګټور پندونه او نصيحتونه واوري او وې مني.

[وعظ الناس]: أَيُّهَا النَّاسُ، اسْتَصْبِحُوا مِنْ شُعْلَةِ مِصْبَاح وَاعِظ مُتَّعِظ، وَامْتَاحُوا مِنْ صَفْوِ عَيْن قَدْ رُوِّقَتْ مِنَ الْكَدَرِ.

 

عِبَادَ اللهِ، لاَ تَرْكَنُوا إِلَى جَهَالَتِكُمْ، وَلاَ تَنْقَادُوا لاَِهْوَائِكُمْ، فَإِنَّ النَّازِلَ بِهذَا الْمَنْزِلِ نَازِلٌ بِشَفَا جُرُف هَار، يَنْقُلُ الرَّدَى عَلَى ظَهْرِهِ مِنْ مَوْضِع إِلَى مَوْضَع، لِرَأْي يُحْدِثُهُ بَعْدَ رَأْي، يُرِيدُ أَنْ يُلْصِقَ مَا لاَ يَلْتَصِقُ، وَيُقَرِّبَ مَا لاَ يَتَقَارَبُ!فَاللهَ اللهَ أَنْ تَشْكُوا إِلَى مَنْ لاَ يُشْكِي شَجْوَكُمْ، وَلاَ يَنْقُضُ بِرَأْيِهِ مَا قَدْ أَبْرَمَ لَكُمْ.

 

إِنَّهُ لَيسَ عَلَى الاِْمَامِ إِلاَّ مَا حُمِّلَ مِنْ أَمْرِ رَبِّهِ: الاِْبْلاَغُ فَي الْمَوْعِظَةِ، وَالاجْتِهَادُ فِي النَّصِيحَةِ، وَالاِْحْيَاءُ لِلسُّنَّةِ، وَإِقَامَةُ الْحُدُودِ عَلَى مُسْتَحِقِّيهَا، وَإِصْدَارُ السُّهْمَانِ عَلَى أَهْلِهَا.

 

فَبَادِرُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِ تَصْوِيحِ نَبْتِهِ، وَمِنْ قَبْلِ أَنْ تُشْغَلُوا بَأَنْفُسِكُمْ عَنْ مُسْتَثَارِ الْعِلْمِ مِنْ عِنْدِ أَهْلِهِ، وَانْهَوْا عَنْ المُنْكَرِ وَتَنَاهَوْا عَنْهُ، فَإِنَّمَا أُمِرْتُمْ بالنَّهْي بَعْدَ التَّنَاهِي!

 

شکرې ملغلرې : اے خلکو! د زړۀ څراغونه مو د باعمله واعظ په خبرو روښانه کړئ او لوښي يې د هغو رڼو چينو چې له ککړتياؤ پاکې دي له اوبو ډک کړئ .اے خلکو! په خپلو ناپوهيو ډډه مه وهئ او نفساني غوښتنو ته مه تسليمېږئ داسې کس د لوے ګړنګ په غاړه ولاړ دے او د فساد او هلاکت لوے پېټے يې په غاړه دے. چې يوخوا بل خوا يې وړي، چې هغه څه چې نه چسپيږي وچسپوي او هغه څه چې لرې دي نزدې وبرېښوي، دخداے لپاره، د خداے لپاره! پام چې فرياد مو داسې چا ته ورنۀ وړئ چې فرياد رسي مو نه شي کولي اوله کاره موغوټه نه شي پرانېستلې، بې له شکه، په امام باندې يواځې هغه څه واجب دي چې خداے پاک يې امرکړے دے او هغه د موعظې په رسولوکې لټي نه کول، د نصيحت د رسولو هڅه،د پيغمبر (ص) د سنتو ژوندي ساتل،په مجرمانو د الهي حدودو جاري کول،او د خلکو پرګنو ته د بيت المال د ونډو رسول دي.نومخکې له دې چې د علم ونه وچه شي د حاصلولوهڅه يې وکړئ او مخکې له دې چې په ځان کښې بوخت شئ د (اهل بيتو) د علم له چينو خړوب شئ،خلک له حرامو او منکراتو وغړوئ او په خپله يې هم مه کوئ،ځکه چې امر شوے دے چې اول ځان له حرامو وساتئ او بيا ترې نور خلک وغړوئ.

﴿ يو سل شپږمه خطبه ﴾

[ 106 ]

 

[فيها يبيّن فضل الاسلام ويذكر الرسول الكريم ثمّ يلوم أصحابه]:

 

[دين الاسلام]: الْحَمْدُ للهِ الَّذِي شَرَعَ الاِْسْلاَمَ فَسَهَّلَ شَرَائِعَهُ لِمَنْ وَرَدَهُ، وَأَعَزَّ أَرْكَانَهُ عَلَى مَنْ غَالَبَهُ، فَجَعَلَهُ أَمْناً لِمَنْ عَلِقَهُ، وَسِلْماً لِمَنْ دَخَلَهُ، وَبُرْهَاناً لِمَنْ تَكَلَّمَ بِهِ، وَشَاهِداً لِمَنْ خَاصَمَ بِهِ، وَنُوراً لِمَنِ اسْتَضَاءَ بِهِ، وَفَهْماً لِمَنْ عَقَلَ، وَلُبّاً لَمِنْ تَدَبَّرَ، وَآيَةً لِمَنْ تَوَسَّمَ، وَتَبْصِرَةً لِمَنْ عَزَمَ، وَعِبْرَةً لِمَنِ اتَّعَظَ، وَنَجَاةً لِمَنْ صَدَّقَ، وَثِقَةً لِمَنْ تَوَكَّلَ، وَرَاحَةً لِمَنْ فَوَّضَ، وَجُنَّةً لِمَنْ صَبَرَ.

 

فَهُوَ أبْلَجُ الْمَنَاهجِ وَاضِحُ الْوَلاَئِجِ ، مُشْرَفُ الْمَنَارِ، مُشْرِقُ الْجَوَادِّ، مُضِيءُ الْمَصَابِيحِ، كَرَيمُ الْمِضْمارِ،رَفِيعُ الْغَايَةِ، جَامِعُ الْحَلْبَةِ، مُتَنَافِسُ السُّبْقَةِ، شَرِيفُ الْفُرْسَانِ. التَّصْدِيقُ مِنْهَاجُهُ، وَ الصَّالِحَاتُ مَنَارُهُ، وَالْمَوْتُ غَايَتُهُ، وَالدُّنْيَا مِضْمارُهُ، وَالْقِيَامَةُ حَلْبَتُهُ، وَالْجَنَّةُ سُبْقَتُهُ.

 

(دا خطبه يې په کوفې ښار کې د کوفيانو په غندنه کې ورکړې ده)

د اسلام بشپړ تعريف: ستائېنه هغه خداے لره ده چې داسلام شريعت يې وټاکۀ او په څښونکو يې د هغۀ د رڼو اوبو څښل آسانه کړل،د تيري ګرو په وړاندې يې د اسلام ستنې ټينګې کړې او هغه يې د پناه وړونکو لپاره امن ځاے،او د منونکو لپاره د قرار تومنه وګرځوله، اسلام د ويونکو لپاره حجت او برهان او د دفاع کوونکو لپاره روښانه ګواه،د رڼا غوښتونکو لپاره هدايت ګره رڼا،د پوهېدونکو لپاره پوهه، د تدبيروونکو لپاره عقل،د حق لټوونکولپاره څرګنده نښه،د عزم او هوډ د خاوندانو لپاره د منزل درک،د عبرت اخېستونکو لپاره پند، د تصديقوونکو لپاره نجات او کاميابۍ سبب، د تکيه کوونکو لپاره آرام بخښونکے،د توّکل کوونکو لپاره د راحتۍ او هوساينې سبب،اود صبرکوونکو لپاره ډال دے. اسلام تر ټولو روښانه لار ده چې ځلاند سړکونه، ځلانده منارې، راڼۀ څراغونه، د پاک عمل د سيالۍ ډګر، د سياليوانجام يې معلوم، سيالي ګر يې له يو بله مخکې کېدونکي او چټک دي. د دغه سيالۍ پروګرام د حق تصديقول، لارښوونکي يې نېک عملونه ، پاې يې مرګ ، د سيالۍ مېدان يې دنيا، د سيالانو د راغونډېدو ځاے يې قيامت او انعام يې جنت دے.

في ذكر النبي صلى الله عليه وآله:

 

حَتَّى أَوْرَى قَبَساً لِقَابِس، وَأَنَارَ عَلَماً لِحَابِس، فَهُوَ أَمِينُكَ الْمَأْمُونُ، وَشَهِيدُكَ يَوْمَ الدِّينِ، وَبَعِيثُكَ نِعْمةً، وَرَسُولُكَ بِالْحقِّ رَحْمَةً.

 

اللَّهُمَّ اقْسِمْ لَهُ مَقْسَماً مِنْ عَدْلِكَ، وَاجْزِهِ مُضَعَّفَاتِ الْخَيْرِ مِنْ فَضْلِكَ. اللَّهُمَّ أَعْلِ عَلَى بَنَاءِ الْبَانِينَ بَنَاءَهُ، وَأَكْرِمْ لَدَيْكَ نُزُلَهُ، وَشَرِّفْ عِنْدَكَ مَنْزِلَهُ، وَآتِهِ الْوَسِيلَةَ، وَأَعْطِهِ السَّنَاءَ وَالْفَضِيلَةَ، وَاحْشُرْنَا فِي زُمْرَتِهِ غَيْرَ خَزَايَا، وَلاَ نَادِمِينَ، وَلاَ نَاكِبِينَ، وَلاَ نَاكِثِينَ، وَلاَ ضَالِّينَ، وَلاَ مَفْتُونِينَ.

 

د  پيغمبراکرم (ص) لپاره دعا

 

تر دې چې خداے تعالی د پېغمبر(ص) په لاس د رڼا غوښتونكو لپاره رڼا بله کړه او د ورکو په لاره کې يې ځلانده څراغ کېښود. اے خدايه ! هغه ستا باوري امين او د قيامت د ورځې ګواه دے تا هغه نعمت وګمارۀ او په حقه دې رحمت راولېږۀ، اے خدايه، له خپله عدله هغه ته پرېمانهروزي ورکړې اوخپل فضل او کرم پرې زيات کاندې، اے خدايه ! د هغۀ د دين ودانۍ تر نورو لوړه کړې او د خپل کرم په دسترخوان هغه تر نورو عزتمن کړې،او د ځان په نزد يې د شرافت مقام اوچت کړې. او هغه ته د ځان د نزدېکت وسيله او لوړ مقام او فضيلت ورکړې. مونږ د هغۀ د ملګرو په ټول کې محشور کړې،داسې چې نه زيانکاره شو او نه پښېمانه، نه د حق له لارې لرې شواو نه د تړون ماتوونکي، نه بې لارې شو او نه د بندګانو ګمراه کوونکي، نه مو نفس وغولوي او نه مو شېطان وسوسه کاندى.

وقد مضى هذا الكلام فيما تقدم، إلاّ أنّنا كرّرناه هاهنا لما في الروايتين من الاختلاف.

 

منها في خطاب أصحابه: وَقَدْ بَلَغْتُمْ منْ كَرَامَةِ اللهِ لَكُمْ مَنْزِلَةً تُكْرَمُ بِهَا إِمَاؤُكُمْ، وَتُوصَلُ بِهَا جِيرَانُكُمْ، وَيُعَظِّمُكُمْ مَنْ لاَفَضْلَ لَكُمْ عَلَيهِ، وَلاَ يَدَلَكُمْ عِنْدَهُ، وَيَهَابُكُمْ مَنْ لاَ يَخَافُ لَكُمْ سَطْوَةً، وَلاَ لَكُمْ عَلَيْهِ إِمْرَةٌ،

 

 وَقَدْ تَرَوْنَ عُهُودَ اللهِ مَنْقُوضَةً فَلاَ تَغْضَبُونَ! وَأَنْتُمْ لِنَقْضِ ذِمَمِ آبَائِكُمْ تَأْنَفُونَ! وَكَانَتْ أَمُورُ اللهِ عَلَيْكُمْ تَرِدُ، وَعَنْكُمْ تَصْدُرُ، وَإِلَيْكُمْ تَرْجِعُ، فَمَكَّنْتُمُ الظَّلَمَةَ مِنْ مَنْزِلَتِكُمْ، وَأَلْقَيْتُمْ إِلَيْهِمْ أَزِمَّتَكُمْ، وَأَسْلَمْتُمْ أُمُورَ اللهِ فِي أَيْدِيهمْ، يَعْمَلُونَ بِالشُّبُهَاتِ، وَيَسِيرُونَ في الشَّهَوَاتِ، وَايْمُ اللهِ، لَوْ فَرَّقُوكُمْ تَحْتَ كُلِّ كَوْكَب، لَجَمَعَكُمُ اللهُ لِشَرِّ يَوْم لَهُمْ!

 

(سيد رضي وائي: دا ټکي په دوه اويايمې خطبې کې هم راغلې وو خو له دې امله چې ګټه ورې اضافې يې لرلې نو دلته مې هم راوړل)

د پېغمبراکرم (ص) د بعثت لاسته راوړنه: اے خلکو! تاسو د پېغمبر د بعثت د نعمت او د لوے خداے د کرم په برکت داسې مقام ته ورسېدئ چې اوس حتی ستاسو د وينځوهم درناوے کېږي، او ستاسو له ګاونډيانو سره مينه کېږي،او هغه کسان مو درناوي کوي چې تاسو ترې لوړ نه وئ اوحق پرې نه لرئ، او نن هغه کسان له تاسو وېرېږي چې نه مو پرې بريد کړے او نه پرې واک لرئ.

د امت د شاتګ لاملونه او علتونه: له دغه ټول سترتوب سره سره بيا تاسو وينئ چې د خداے قوانين او تړونونه مات شول خوتاسو نه غصه کېږ ئ، حال دا چې که ستاسو له پلارانو سره کړې ژمنې يې ماتې کړې وې نوخفه کېدئ، تاسو هغه کسان وئ چې د خداے پاک احکام اول ستاسو لاسته ورسېدل او بيا مو نورو ته ورسول او آثار يې بيا تاسو ته ستنېدل، خو نن مو خپل مقام ظالمانو ته وسپارۀ، او د خپل چارو واګې مو بل چاته ورکړې،او دخداے پاک چارې مو وروسپارلې! هغه کسان چې په شبهاتوعمل کوي او په شهوتونو کې ډوب دي،(بني اميه) په خداے قسم! که خداے تاسو د آسمان تر ستورو لاندې خپارۀ کړي بيا مو هم له ظالمانو د غچ اخېستلو لپاره راغونډوي.

﴿ يوسل اومه خطبه ﴾

[ 107 ]

 

في بعض أيام صفين

 

وَقَدْ رَأَيْتُ جَوْلَتَكُمْ، وَ انْحِيَازَكُمْ عَنْ صُفُوفِكُمْ، تَحُوزُكُمُ الْجُفَاةُ الطَّغَامُ، وَأَعْرَابُ أَهْلِ الشَّامِ، وَأَنْتُمْ لَهَامِيمُ الْعَرَبِ وَيَآفِيخُ الشَّرَفِ وَالاَْنْفُ الْمُقَدَّمُ وَالسَّنَامُ الاَْعْظَمُ.

 

وَلَقَدْ شَفَى وَحَاوِحَ صَدْرِي أَنْ رَأَيْتُكُمْ بِأَخَرَة، تَحُوزُونَهُمْ كَمَا حَازُوكُمْ، وَتُزِيلُونَهُمْ عَنْ مَوَاقِفِهمْ كَمَا أَزَالُوكُمْ; حَسّاً بالنِّصَالِ، وَشَجْراً بِالرِّمَاحِ، تَرْكَبُ أُولاهُمْ أُخْرَاهُمْ كَالاِْبِلِ الْهِيمِ الْمَطْرُودَةِ، تُرْمَى عَنْ حِيَاضِهَا، وَتُذَادُ عَنْ مَوَارِدِهَا!

 

(د هجرت په اوۀ دېرشم کال د صفين د جنګ په ځينو ورځو کې يې د خپل عسکرو د روحيې د پياوړتيا لپاره دا خطبه ورکړه.)

په صفين کې د خپلو ملګرو له کمزورۍ شکايت

 

 او ما ستاسو تېښته او له ليکو خپرېدل ولىدل،د شام ورک نومو او بانډه چيانو تاسو راګيرکړې وئ حال دا چې تاسو د عربو باتوران او مشران او مخ کښان وئ. او د لوړې څوکې عزت خاوندان وئ،د زړۀ سوز به مو هاله ختم شو چې تاسو په ميړانه برېدونه وکړل او لکه څرنګه چې شاميانو راګير کړي وئ تاسو راګير او شاته کړل، او د هغوي ليکې مو ماتې کړې، او له خپل ډګره مو وشړل، ومولىدل چې د هغوي نېزې مو ماتې کړې او په غشو مو وويشتل، چې تښتېدونکي او وژلي يې په يو بل باندې ډمبر او په يو بل باندې سپارۀ شول، د تږواوښانوپه شان چې له اوبۀ خوره وشړل شي او هر لوري ته تېښته وکړي.

[108 ]

 

من خطب الملاحم

 

الْحَمْدُ للهِِ الْمُتَجَلِّي لِخَلْقِهِ بِخَلْقِهِ، وَالظَّاهِرِ لِقُلُوبِهِمْ بِحُجَّتِهِ، خَلَقَ الْخَلْقَ مِنْ غَيْرِ رَوِيَّة، إِذْ كَانَتِ الرَّوِيَّاتُ لاَ تَلِيقُ إِلاَّ بِذَوي الضَّمائِرِ، وَلَيْسَ بِذِي ضَمِير فِي نَفْسِهِ، خَرَقَ عِلْمُهُ بَاطِنَ غَيْبِ السُّتُرَاتِ، وَأَحَاطَ بِغُمُوضِ عَقَائِدِ السَّرِيرَاتِ.

 

(په کوفې کې د امام يوه وينا چې د راتلونکې سختې پېښې يې پکې بيان کړې دي)

خداے پېژندنه

 

 ستائېنه هغه خداے لره ده چې په خپلو مخلوقاتو په خپل تخليق سره جلوه ګر شو او په دليل او برهان سره يې ځان په زړونوکښې ښکاره کړ مخلوقات يې وپنځول په داسې حال کې چې فکر ته يې اړتيا نه لرله، ځکه چې فکر او سوچ خو هغه څوک کوي چې په سينه کې يې زړۀ وي حال دا چې خداے پاک له دې سپېڅلے دے،د خداے پاک علم د غيبو پردې شلولې او له پټو افکارو خبر دے.

في ذكر النبي صلى الله عليه وآله:

 

اخْتَارَهُ مِنْ شَجَرَةِ الاَْنْبِيَاءِ، وَمِشْكَاةِ الضِّيَاءِ، وَذُؤَابَةِ الْعَلْيَاءِ، وَسُرَّةِ الْبَطْحَاءِ، وَمَصَابِيحِ الظُّلْمَةِ، وَيَنَابِيعِ الْحِكْمَةِ.

 

منها: طَبِيبٌ دَوَّارٌ بِطِبِّهِ، قَدْ أَحْكَمَ مَرَاهِمَهُ، وَأمْضى مَوَاسِمَهُ، يَضَعُ من ذلِكَ حَيْثُ الْحَاجَةُ إِلَيْهِ، مِنْ قُلُوب عُمْي، وَآذَان صُمٍّ، وَأَلْسِنَة بُكْم; مُتَتَبِّعٌ بِدَوَائِهِ مَوَاضِعَ الْغَفْلَةِ، وَمَوَاطِنَ الْحَيْرَةِ;

 

لَمْ يَسْتَضِيئُوا بِأَضْوَاءِ الْحِكْمَةِ، وَلَمْ يَقْدَحُوا بِزِنَادِ الْعُلُومِ الثَّاقِبَةِ; فَهُمْ فِي ذلِكَ كَالاَْنْعَامِ السَّائِمَةِ، وَالصُّخُورِ الْقَاسِيَةِ.قَدِ انْجَابَتِ السَّرائِرُ لاَِهْلِ الْبَصَائِرِ، وَوَضَحَتْ مَحَجَّةُ الْحَقِّ لِخَابِطِهَا، وَأَسْفَرَتِ السَّاعَةُ عَنْ وَجْهِهَا، وَظَهَرَتِ الْعَلاَمَةُ لِمتَوَسِّمِهَا.

 

مَا لي أَرَاكُمْ أَشْبَاحاً بِلاَ أَرْوَاح، وَأَرْوَاحاً بِلاَ أَشْبَاح، وَنُسَّاكاً بِلاَ صَلاَح، وَتُجَّاراً بِلاَ أَرْبَاح، وَأَيْقَاظاً نُوَّماً، وَشُهُوداًغُيَّباً، وَنَاظِرَةً عُمْيَاً، وسَامِعَةً صُمَّاً، وَنَاطِقَةً بُكْماً!

رَايَةُ ضَلاَلة قَدْ قَامَتْ عَلَى قُطْبِهَا، وَتَفرَّقَتْ بِشُعَبِهَا، تَكِيلُكُمْ بِصَاعِهَا، وَتَخْبِطُكُمْ بِبَاعِهَا. قَائِدُهَا خَارجٌ مِنْ الْمِلَّةِ، قَائِمٌ عَلَى الضِّلَّةِ; فَلاَ يَبْقَى يَوْمَئِذ مِنْكُمْ إِلاَّ ثُفَالَةٌ كَثُفَالَةِ الْقِدْرِ، أَوْ نُفَاضَةٌ كَنُفَاضَةِ الْعِكْمِ، تَعْرُكُكُمْ عَرْكَ الاَْدِيمِ، وَتَدُوسُكُمْ دَوْسَ الْحَصَيدِ، وَتَسْتَخْلِصُ الْمُؤْمِنَ مِنْ بَيْنِكُمُ اسْتَخْلاصَ الطَّيْرِ الْحَبَّةَ الْبَطِينَةَ مِنْ بَيْنِ هَزِيلِ الْحَبِّ.

 

أَيْنَ تَذْهَبُ بِكُمُ الْمَذَاهِبُ، وَتَتِيهُ بِكُمُ الْغَيَاهِبُ، وَتَخْدَعُكُمُ الْكَوَاذِبُ؟ وَمِنْ أَيْنَ تُؤْتَوْنَ، وَأَنَّى تٌؤْفَكُون؟ فَلِكُلِّ أَجَل كِتَابٌ، وَلِكُلِّ غَيْبَة إِيَابٌ، فَاسْتَمِعُوا مِنْ رَبَّانِيِّكُمْ، وَأَحْضِرُوهُ قُلُوبَكُمْ، واسْتَيْقِظُوا إِنْ هَتَفَ بِكُمْ، وَلْيَصْدُقْ رَائِدٌ أَهْلَهُ، وَلْيَجْمَعْ شَمْلَهُ، وَلْيُحْضِرْ ذِهْنَهُ، فَلَقَدْ فَلَقَ لَكُمُ الاَْمْرَ فَلْقَ الْخَرَزَةِ، وَقَرَفَهُ قَرْفَ الصَّمْغَةِ.

 

فَعِنْدَ ذلِكَ أَخَذَ الْبَاطِلُ مَآخِذَهُ، وَرَكِبَ الْجَهْلُ مَرَاكِبَهُ، وَعَظُمَتِ الطَّاغِيَةُ، وَقَلَّتِ الدَّاعِيَةُ، وَصَالَ الدَّهْرُ صِيَالَ السَّبُعِ الْعَقُورِ، وَهَدَرَ فَنِيقُ الْبَاطِلِ بَعْدَ كُظُوم، وَتَوَاخَى النَّاسُ عَلَى الْفُجْورِ، وَتَهَاجَرُوا عَلَى الدِّينِ، وَتَحَابُّوا عَلَى الْكَذِبِ، وَتَبَاغَضُوا عَلَى الصِّدْقِ.

 

فَإِذَا كَانَ ذلِكَ كَانَ الْوَلَدُ غَيْظاً، وَالْمَطَرُ قَيْظاً، وَتَفِيضُ اللِّئَامُ فَيْضاً، وَتَغِيضُ الْكِرَامُ غَيْضاً، وَكَانَ أَهْلُ ذلِكَ الزَّمَانِ ذِئَاباً، وَسَلاَطَينُهُ سِبَاعاً، وَأَوْسَاطُهُ أُكَّالاً، وَفُقَرَاؤُهُ أَمْوَاتاً، وَغَارَ الصِّدْقُ، وَفَاض الْكَذِبُ، وَاسْتُعْمِلَتِ الْمَوَدَّةُ بِاللِّسَانِ، وَتَشَاجَرَ النَّاسُ بِالْقُلُوبِ، وَصَارَ الْفُسُوقُ نَسَباً، وَالْعَفَافُ عَجَباً، وَلُبِسَ الاِْسْلاَمُ لُبْسَ الْفَرْوِ مَقْلُوباً.

 

(او د همدې خطبې يوه برخه ده چې د پېغمبراکرم (ص) په هکله يې وفرمايل:)

 رسول الله مبارک (ص) يې د پيغمبرانو عليهم السلام له شجرې څخه،د هدايت د رڼا له چينې،له لوړ او بې ساري مقامه،د بطحا‌ء[ii] له ټاټوبي، په تيارو کې له ځلانده څراغونو، اود حکمت له سرچينو خوښ کړ. پېغمبراکرم (ص) د ناروغو زړونو ګرځنده طبيب دے چې د شفا مرهم يې چمتو،د زخمونو او داغونو اوزار يې تيار، د ړندو زړونو، کڼو غوږونو او ګونګيو ژبو د شفا لپاره چمتو دي او په خپلو درملو سره د هېرو شويواو لالهانده بيمارانو په لټه کې دے.

د بني اميه و د بې لارۍ لاملونه

 بني اميه ؤ د حکمت په رڼا زړونه روښانه نۀ کړل او د علم په ځلانده شعلوسره يې ځانونه راڼۀ نۀ کړل،دوي د صحرا د چارپايانواود سختوکاڼو په څېر دي، په تحقيق سره پټ رازونه د پوهې خاوندانو ته څرګند، اود حق لاره ګمراهانو ته روښانه ده. قيامت له خپل مخه پلوهسک کړ او هوښيارانو او د حق غوښتونكوو ته يې مخ وښودۀ.

دکوفيانو غندنه

اے د کوفې خلکو!په تاسو څه شوي دي چې بدنونه مو بې روحه او روحونه مو بې کالبوته دي. تاسو هغه عابدان يئ چې باطن مو صالح نه دے او هغه تاجران يئ چې تجارت يې ګټه نه کوي، داسې ويښ يئ چې د غفلت په خوب اودۀ وي،غائب حاضران، ړاندۀ کتونکي، کاڼه اورېدونکي، او ګونګي ويندويان يئ.د ګمراهۍ بيرغونه رپول شوې اومنونکي يې پرېمانه شوي دي، تاسو په خپله پيمانه تلي او ځپي ،بيرغچي يې (معاويه) له اسلامه وتلے او د ګمراهۍ په مقام ولاړ دے. نوکه لاس يې درباندې بر شي په تاسوکې به دومره کم کسان پاتې شي لکه په دېګ کې کويني اود دېګچي په څنډو کې نښتې دانې، تاسو به د څرمنو په شان ونغاړي او وبه مو مروړي، او داسې به مو وځپي لکه په لوکې دانې، او په تاسو کې به مخلص کسان داسې چوڼ کړي لکه مارغۀ چې غټې دانې له وړو جدا کوي.

 نوتاسو په دغوغلطو لارو چېرته روان يئ؟ او تيارې او تورتمونه به موترکومې لالهانده ساتي؟ دروغ به موترکومې غولوي. دښمن له کومې په تاسو کې ننوتے او دې ورځې ته يې کښينولي يئ؟ خبر اوسئ! هر وخت يوه نېټه لري اود هرتګ لپاره ستنېدل وي. د خپل خداے پيژندونکي عالم خبره واورئ، زړونه د هغۀ در ته حاضر کړئ او د هغۀ په غږونو راويښ شئ،د ټولنې او معاشرې مشر بايدخپل قام ته رښتيا ووائي او خلک راټول کړي او خپل فکر د حق منلو ته چمتوکړي، ستاسو لارښود تاسوته حق داسې وڅيرۀ لکه نرۍ مهرې چې څيرل کېږي،او حقيقت يې له باطله داسې وځبېښۀ لکه د ونې له تنې چې شيره ځبېښل کېږي.

د بني اميه ؤ په حکومت کې د ارزښتونو مسخ کېدل

 نو کله چې امويان په تاسو لاسبري شي باطل به په خپل ځاے ټينګ شي اوجهل او ناپوهي به په سپرليو(مرکبونو) سپره شي،سرکښي به لويه او د حق بلونکي او حق اخستونکي به لږ شي،او زمانه به د داړونکي ځناور په شان بريد وکړي او د باطل اوښ به له چپتيا وروسته وبرړېږي خلک به په فسق و فجورکې يوبل ته لاسونه ورکړي په دروغوکې به ملګري او په رښتياؤکې به د يو بل دښمنان شي،کله چې داسې زمانه راورسېږي نو زوے به د پلار دښمن شي او باران به د ساړۀ په ځاے ګرمي راولي، په سپکواوشومانوبه هرځاے ډک شي او درانۀ کسان به نايابه شي،د هغې زمانې خلک به د لېوانو او پاچايا ن به يې د داړونکو په شان وي،بېوزلان به يې خوراک اوفقيران به د مړيو په شان وي. رښتيا به ترې کډه وکړي او دروغ به پرېمانه شي، په خولو به دوستي وي خو په زړونو به دښمني، ګناه او زنا به وياړ او نسب وي او پاکلمني به عجيبه څيز ښکاري، اواسلام به د اړولې پوستين په شان اغوندي.

يو سل نهمه خطبه

[ 109 ]

 

في بيان قدرة الله

 

كُلُّ شَيْء خَاشِعٌ لَهُ، وَكُلُّ شَيْء قَائِمٌ بِهِ: غِنى كُلِّ فَقِير، وَعِزُّ كُلِّ ذَلِيل، وَقُوَّةُ كُلِّ ضَعِيف، وَمَفْزَعُ كُلِّ مَلْهُوف، مَنْ تَكَلَّمَ سَمِعَ نُطْقَهُ، وَمَنْ سَكَتَ عَلِمَ سِرَّهُ، وَمَنْ عَاشَ فَعَلَيْهِ رِزْقُهُ، وَمَنْ مَاتَ فَإِلَيْهِ مُنْقَلَبُهُ.

 

لَمْ تَرَكَ الْعُيُونُ فَتُخْبِرَ عَنْكَ، بَلْ كُنْتَ قَبْلَ الْوَاصِفِينَ مِنْ خَلْقِكَ، لَمْ تَخُلُقِ الْخَلْقَ لِوَحْشَة، وَلاَ اسْتَعْمَلْتَهُمْ لِمَنْفَعَة، وَلاَ يَسْبِقُكَ مَنْ طلَبْتَ، وَلاَ يُفْلِتُكَ مَنْ أَخَذْتَ، وَلاَ يَنْقُصُ سُلْطَانَكَ مَنْ عَصَاكَ، وَلاَ يَزِيدُ في مُلْكِكَ مَنْ أَطَاعَكَ، وَلاَيَرُدُّ أَمْرَكَ مَنْ سَخِطَ قَضَاءَكَ، وَلاَيَسْتَغْنِي عَنْكَ مَنْ تَوَلَّى عَنْ أَمْرِكَ.كُلُّ سِرٍّ عِنْدَكَ عَلاَنِيَةٌ،وَكُلُّ غَيْب عِنْدَكَ شَهَادَةٌ.

 

أَنْتَ الاَْبَدُ فَلاَ أَمَدَ لَكَ، وَأَنْتَ الْمُنْتَهَى فَلاَ مَحِيصَ عَنْكَ، وَأَنْتَ الْمَوْعِدُ فَلاَ مَنْجَى مِنْكَ إلاَّ إِلَيْكَ، بِيَدِكَ نَاصِيَةُ كُلِّ دَابَّة، وَإِلَيْكَ مَصِيرُ كُلِّ نَسَمَة. سُبْحَانَكَ مَا أَعْظَمَ شَأْنَكَ! سُبْحَانَكَ مَا أَعْظَمَ مَا نَرَى مِنْ خَلْقِكَ! وَمَا أصْغَرَ كُلَّ عَظِيمَة فِي جَنْبِ قُدْرَتِكَ! وَمَا أَهْوَلَ مَا نَرَى مِنْ مَلَكُوتِكَ! وَمَا أَحْقَرَ ذلِكَ فِيَما غَابَ عَنَّا مِنْ سُلْطَانِكَ! وَمَا أَسْبَغَ نِعَمَكَ فِي الدُّنْيَا، وَمَا أَصْغَرَهَا فِي نِعَمِ الاْخِرَةِ!

 

(دا خطبه د الزهرا په نامه مشهوره ده)

د الهي قدرت، د خداے پاک د سترتوب او قيامت د ورځې په باره کې

 هر يوڅيز هغه ذات ته خاشع او هرڅه د هغۀ له دمه قائم دے.خداے تعالی د هر اړمن او حاجتمن بډايه او مالداره کوونکے، د هر سپک درنوونکے، د هر ناتوانه توانوونکے او هر مصيبت ځپلي ته پناه ورکوونکے دے د هر ويونکي او د هر چپ پاتې کېدونکي له زړۀ خبر دے، د بندګانو روزي پۀ هغه ده اوڅوک چې مړۀ شي جاروتل يې هغۀ ته دي،اے خدايه! سترګوته نۀ يې لىدلے چې ستا په هکله خبر ورکړي ته ترټولوستايونکومخلوقاتومخکې موجود وې اومخلوق دې د دې لپاره ونۀ پنځاوه چې ګوندې له يواځيتوبه ويرېدې او نۀ دې دکومې ذاتي ګټې لپاره وپنځاوه، ستا له قدرته څوک تېښته نۀ شي کولي او څوک چې ونيسې له قدرته دې نه شي وتلي،ګناهکاران ستا سترتوب او لوئي نۀ شي کمولې او پرهېزګاران ستاس قدرت نه شي زياتولې، څوک چې ستا په قضا غصه شي ستا حکم نۀ شي ستنولې اوڅوک چې دې امر ته شا کړي له تا نه شي بې نيازه کېدلي. هر راز تا ته معلوم او هره پټه درښکاره ده تۀ تل پاتے او ابدي يې او د هر څه پاې او خاتمه هم ته يې چې تېښته ترې نه کېږي، د ټولو وعده ګاه ستا حضور دے او تر تا خلاصېدلبې له دې چې تا ته درشو نه شي کېدلې.د هر ژوندي ساري اختيار ستا په لاسې کې او د هر شي جاروتل ستا لور ته دي. اے خدايه! ته پاک اوسپېڅلے يې، ستا قدراوعظمت څومره لوړ دے او ستا مخلوق څومره د شان خاوند دے. اوهر لوے ستا د قدرت په وړاندې څومره وړوکے دے، او ملکوت او واکمني څومره برمناکه ده. او دا هر څه ستا د هغې پاچاهۍ او واکمنۍ په وړاندې چې زمونو له سترګو پټه ده څومره واړۀ دي. ستا لورينې او مهربانۍ په دې دنيا کې څومره هر اړخيزې دي اود دنيا دا پرېمانه لورينې بيا د قيامت د پېرزوينوپه وړاندې څومره وړې دي.

منها في الملائكة الكرام: مِنْ مَلاَئِكَة أَسْكَنْتَهُمْ سَمَاوَاتِكَ وَرَفَعْتَهُمْ عَنْ أَرْضِكَ; هُمْ أَعْلَمُ خَلْقِكَ بِكَ، وَأَخْوَفُهُمْ لَكَ، وَأَقْرَبُهُمْ مِنْكَ; لَمْ يَسْكُنُوا الاَْصْلاَبَ، وَلَمْ يُضَمَّنُوا الاَْرْحَامَ، وَلَمْ يُخْلَقُوا (مِنْ مَاء مَهين)، وَلَمْ يَتَشَعَّبْهُمْ (رَيْبَ الْمَنُونِ); وَإِنَّهُمْ عَلَى مَكَانِهمْ مِنْكَ، وَمَنْزِلَتِهِمْ عِنْدَكَ، وَاسْتِجْمَاعِ أَهْوَائِهِمْ فِيكَ، وَكَثْرَةِ طَاعَتِهِمْ لَكَ، وَقِلَّةِ غَفْلَتِهِمْ عَنْ أَمْرِكَ، لَوْ عَايَنُوا كُنْهَ مَا خَفِيَ عَلَيْهِمْ مِنْكَ لَحَقَّرُوا أَعْمَالَهُمْ، وَلَزَرَوْا عَلَى أَنْفُسِهِمْ، وَلَعَرَفُوا أَنَّهُمْ لَمْ يَعْبُدُوكَ حَقَّ عِبَادَتِكَ، وَلَمْ يُطِيعُوكَ حَقَّ طَاعَتِكَ.

 

[عصيان الخلق]: سُبْحَانَكَ خَالِقاً وَمَعْبُوداً! بِحُسْنِ بَلاَئِكَ عِنْدَ خَلْقِكَ، خَلَقْتَ دَاراً، وَجَعَلْتَ فِيهَا مَأْدُبـَةً: مَشْرَباً وَمَطْعَماً، وَأَزْوَاجاً وَخَدَماً، وَقُصُوراً، وَأَنْهَاراً، وَزُرُوعاً، وَثِمَاراً.

 

ثمّ أَرْسَلْتَ دَاعِياً يَدْعُو إِلَيْهَا، فَلاَ الدَّاعِيَ أَجَابُوا، وَلاَ فِيَما رَغَّبْتَ رَغِبُوا، وَلاَ إِلَى مَا شَوَّقْتَ إِلَيْهِ اشْتَاقُوا. أَقْبَلُوا عَلَى جِيفَة قَدْ افْتَضَحُوا بِأَكْلِهَا، وَاصْطَلَحُوا عَلَى حُبِّهَا.

 

وَمَنْ عَشِقَ شَيْئاً أَعْشَى بَصَرَهُ، وَأَمْرَضَ قَلْبَهُ، فَهُوَ يَنْظُرُ بِعَيْن غَيْرِ صَحِيحَة، وَيَسْمَعُ بَأُذُن غَيْرِ سَمِيعَة، قَدْ خَرَقَتِ الشَّهَوَاتُ عَقْلَهُ، وَأَمَاتَتِ الدُّنْيَا قَلْبَهُ، وَوَلِهَتْ عَلَيْهَا نَفْسُهُ، فَهُوَ عَبْدٌ لَهَا، وَلِمَنْ فِي يَدَيْهِ شَيْءٌ مِنْهَا، حَيْثُـمَا زَالَتْ زَالَ إِلَيْهَا، وَحَيْثُماأَقْبَلَتْ أَقْبَلَ عَلَيْهَا.

 

لاَ يَنْزَجِرُ مِنَ اللهِ بِزَاجِر، وَلاَيَتَّعِظُ مِنْهُ بِوَاعِظ، وَهُوَ يَرَى الْمَأْخُوذِينَ عَلَى الْغِرَّةِ، حَيْثُ لاَ إِقَالَةَ وَلاَ رَجْعَةَ، كَيْفَ نَزَلَ بِهمْ مَا كَانُوا يَجْهَلُونَ، وَجَاءَهُمْ مِنْ فِرَاقِ الدُّنْيَا مَا كَانُوا يَأْمَنُونَ، وَقَدِمُوا مِنَ الاْخِرَةِ عَلَى مَا كَانُوا يُوعَدُونَ.

 

فَغَيْرُ مَوْصُوف مَا نَزَلَ بِهمْ: اجْتَمَعَتْ عَلَيْهِمْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ وَحَسْرَةُ الْفَوْتِ، فَفَتَرَتْ لَهَا أَطْرَافُهُمْ، وَتَغَيَّرَتْ لَهَا أَلْوَانُهُمْ. ثُمَّ ازْدَادَ الْمَوْتُ فِيهِمْ وُلُوجاً، فَحِيلَ بَيْنَ أَحَدِهِمْ وَبَيْنَ مَنْطِقِهِ، وَإِنَّهُ لَبَيْنَ أَهْلِهِ يَنْظُرُ بِبَصَرِهِ، وَيَسْمَعُ بِأُذُنِهِ، عَلَى صِحَّة مِنْ عَقْلِهِ، وَبَقَاء مِنْ لُبِّهِ، يُفَكِّرُ فِيمَ أَفْنَى عُمْرَهُ، وَفِيمَ أَذْهَبَ دَهْرَهُ! وَيَتَذَكَّرُ أَمْوَالاً جَمَعَهَا، أَغْمَضَ فِي مَطَالِبِهَا، وَأَخَذَهَا مِنْ مُصَرَّحَاتِهَا وَمُشْتَبِهَاتِهَا، قَدْ لَزِمَتْهُ تَبِعَاتُ جَمْعِهَا، وَأَشْرَفَ عَلَى فِرَاقِهَا، تَبْقَى لِمَنْ وَرَاءَهُ يَنْعَمُونَ فِيهَا، وَيَتَمَتَّعُونَ بِهَا، فَيَكُونُ الْمَهْنَأُ لِغَيْرِهِ، وَالْعِبءُ عَلَى ظَهْرِهِ.

 

وَالْمَرْءُ قَدْ غَلِقَتْ رُهُونُهُ بِهَا، فَهُوَ يَعَضُّ يَدَهُ نَدَامَةً عَلَى مَا أَصْحَرَ لَهُ عِنْدَ الْمَوْتِ مِنْ أَمْرِهِ، وَيَزْهَدُ فِيَما كَانَ يَرْغَبُ فِيهِ أَيَّامَ عُمُرِهِ، وَيَتَمَنَّى أَنَّ الَّذِي كَانَ يَغْبِطُهُ بِهَا وَيَحْسُدُهُ عَلَيْهَا قَدْ حَازَهَا دُونَهُ!

 

فَلَمْ يَزَلِ الْمَوْتُ يُبَالِغُ فِي جَسَدِهِ حَتَّى خَالَطَ [لِسَانُهُ ]سَمْعَهُ، فَصَارَ بَيْنَ أَهْلِهِ لاَ يَنْطِقُ بِلِسَانِهِ، وَلاَ يَسْمَعُ بِسَمْعِهِ: يُرَدِّدُ طَرْفَهُ بِالنَّظَرِ في وجُوهِهِمْ، يَرَى حَرَكَاتِأَلْسِنَتِهِمْ، وَلاَ يَسْمَعُ رَجْعَ كَلاَمِهِمْ. ثُمَّ ازْدَادَ الْمَوْتُ الْتِيَاطاً بِهِ، فَقُبِضَ بَصَرُهُ كَمَا قُبِضَ سَمْعُهُ، وَخَرَجَتِ الرُّوحُ مِنْ جَسَدِهِ، فَصَارَ جِيفَةً بَيْنَ أَهْلِهِ، قَدْ أوْ حَشُوا مِنْ جَانِبِهِ، وَتَبَاعَدُوا مِنْ قُرْبِهِ. لاَ يُسْعِدُ بَاكِياً، وَلاَ يُجِيبُ دَاعِياً. ثُمَّ حَمَلُوهُ إِلَى مَخَطٍّ فِي الاَْرْضِ، فَأَسْلَمُوهُ فِيهِ إِلَى عَمَلِهِ، وَانْقَطَعُوا عَنْ زَوْرَتِهِ.

 

 [القيامة]: حَتَّى إِذَا بَلَغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ، وَالاَْمْرُ مَقَادِيرَهُ، وَأُلْحِقَ آخِرُ الْخَلْقِ بِأَوَّلِهِ، وَجَاءَ مِنْ أَمْرِ اللهِ مَا يُرِيدُهُ مِنْ تَجْدِيدِ خَلْقِهِ، أَمَادَ السَّماءَ وَفَطَرَهَا، وَأَرَجَّ الاَْرْضَ وَأَرْجَفَهَا، وَقَلَعَ جِبَالَها وَنَسَفَهَا، وَدَكَّ بَعْضُهَا بَعْضاً مِنْ هَيْبَةِ جَلاَلَتِهِ وَمَخُوفِ سَطْوَتِهِ، وَأَخْرَجَ مَنْ فِيهَا، فَجَدَّدَهُمْ بَعْدَ إِخْلاَقِهمْ، وَجَمَعَهُمْ بَعْدَ تَفْرِيِقِهِم، ثُمَّ مَيَّزَهُمْ لِمَا يُريدُهُ مَنْ مَسْأَلَتِهِمْ عَنْ[خَفَايَا ]الاَْعْمَالِ وَخَبَايَا الاَْفْعَالِ، وَجَعَلَهُمْ فَرِيقَيْنِ: أَنْعَمَ عَلَى هؤُلاَءِ وَانْتَقَمَ مِنْ هؤُلاَءِ.فَأَمَّا أَهْلُ الطَّاعَةِ فَأَثَابَهُمْ بِجِوَارِهِ، وَخَلَّدَهُمْ في دَارِهِ، حَيْثُ لاَ يَظْعَنُ النُّزَّالُ، وَلاَ تَتَغَيَّرُ بِهِمُ الْحَالُ، وَلاَ تَنُوبُهُمُ الاَْفْزَاعُ، وَلاَ تَنَالُهُمُ الاَْسْقَامُ، وَلاَتَعْرِضُ لَهُمُ الاَْخْطَارُ، وَلاَ تُشْخِصُهُمُ الاَْسْفَارُ. وَأَمَّا أَهْلُ الْمَعْصِيَةِ فَأَنْزَلَهُمْ شَرَّ دَار، وَغَلَّ الاَْيْدِيَ إِلَى الاَْعْنَاقِ، وَقَرَنَ النَّوَاصِيَ بِالاَْقْدَامِ، وَ أَلْبَسَهُمْ سَرَابِيلَ الْقَطِرَانِ، وَمُقَطَّعَاتِ النِّيرَانِ، فِي عَذَاب قَدِ اشْتَدَّ حَرُّهُ، وَبَاب قَدْ أُطْبِقَ عَلَى أَهْلِهِ، فِي نَار لَهَا كَلَبٌ وَلَجَبٌ، وَلَهَبٌ سَاطِعٌ، وَقَصِيفٌ هَائِلٌ، لاَ يَظْعَنُ مُقِيمُهَا، وَلاَ يُفَادَى أَسِيرُهَا، وَلاَ تُفْصَمُ كُبُولُهَا. لاَ مُدَّةَ لِلدَّارِ فَتَفْنَى، وَلاَ أَجَلَ لِلْقَوْمِ فَيُقْضَى.

 

د فرښتو صفت: بيا ستا د فرښتو پنځون او خلقت څومره حيرانوونکے دے چې ځينې دې په آسمان کې آبادې کړې او له دنيا دې خېژولې دي، هغوي تر ټولومخلوقاتوستا زيات معرفت لري اوترهر چا زياته ويرهلري. او زياتې درنږدې دي.هغه فرښتې چې نۀ د پلرونو په ملاګانو کې پاتې شوې او نۀ د مېندو په رحمونو کې روزل شوې او نۀ له سپکو اوبو(نطفې) پېدا شوې دي اونۀ د ژوند ربړو تيتې کړې او ځپلې دي. هغوي ستاپه نزد لوړ مقام لري اوکوم ارزښت چې له تا سره لري اوڅنګه چې له تاسره مينه کوي نو ستا پرېمانه اطاعت کوي او ستا په امرکې لږ شان غفلت هم نۀ کوي.که له هغه څه چې ورځنيې پټ دي خبر شي خپل ټول کارونه به هىڅ او واړه وګڼي او په ځان به نيوکه وکړي اوپوه به شي چې لکه څرنګه چې ښائي ستا عبادت يې نۀ دے کړے او څرنګه چې وړ وۀ ستا امر يې نه دے منلے.

اے خدايه! ستائېنه له تا سره ښائي ځکه چې تۀ خالق او معبود يې، بندګان دې څه ښه وزماېل، آخېرت دې وپنځاوۀ او د د رنګارنګونعمتونوخوان دې وغوړوۀ،او پکې دې ډول ډول خواړۀ،اوشربتونه، جوړې،مېلمه پالان، ماڼۍ، روانې ويالې، ميوې او پټي جوړکړل، بيا دې استازے راولېږۀ چې خلک دغو نعمتونو او دغه کاله او څيزونو ته وبلي خو افسوس چې نۀ بلل شويو بلنه ومنله او نۀ هغوڅيزونو ته چې دې ګروهلي وو وګروهېدل، په مردارې اخته شول چې په خوړلو يې رسوا شول او ټول د هغې په دوستۍ غږمله شول نو صفا خبره ده چې څوک په چا مئين شي هغه يې ړندوي او زړۀ يې ناروغوي، په ناروغو سترګو ګوري اوپه بيمارو غوږو اوري. نفساني خواهشات يې د عقل پرده وشلوي او د دنيا مينه يې زړونه مړه کړي.داسې کسان د نيا بې دريغه عاشقان او د هغو کسانو مريان دي چې يو څه دنيا ورسره ده.دنيا چې کوم لور ته اوړي دوي هم اوړي اوڅومره چې يې خبردار کړې له خدايه نۀ وېرېږي. د هيڅ پندګرخبره نه اوري سره له دې چې د دنيا غولېدلي او ګرفتاران ويني چې (له مرګ نه پس) يې نۀ د معافی اميد شته او د رجوع کولو(يوخوا يې ډانګ وي اوبل خوا يې پړانګ)، او د مرګ په منګولو کې ګير دي، او هغه بلاګانې پرې نازلې شوې دي چې طمعه قدرې يې هم نه لرله، اوکومه دنيا يې چې تل پاتې ګڼله هغه ترې جدا شوې او په آخېرت کې به هغه څه ته چې يې وعده ورکړې شوې وه بوتلل شي. نو د دغه مصيبت بيان هم ناممکنه دے چې يولور ته د مرګ سلګۍ وي او بل لور ته د دنيا ارمان،بدنونه د ځنکدن سختۍ رانيولي او رنګونه يې الوتې وي، مرګ يې ورو ورو ټول غړي رانيسي او ژبه يې نښلي، بيا نو هغه د خپلې کورنۍ په مينځ کې پروت د سر په سترګو ويني په غوږو اوري او عقل يې کار کوي او فكر كوي چې عمر يې په کومو کارونو کې تباه کړے او ژوند يې په کومو چاروکې تېر کړے ؤ؟ هغه مالونه ورياد شي چې جمع کړي ؤ هماغه چې په راغونډولوکې يې سترګې پټې کړې وې نۀ يې د حلالو خيال ساتۀ نه د حرامو او نۀ د شکمنو، او اوس د هغو د راغونډولود ګناه دروند پېټے د دۀ په غاړه دے له هغو (مالونو) سره د خداے په په امانۍ وخت رارسېدلے او هغه يې وارثانو ته پاتې د ي چې مزې پرې وکړي او خوندونه ترې اوچت کړي. يعنې مزې به نور کوي او غم اوګناه يې دۀ ته پاتې شوه، او دې پرې پړ دے.اوس نو له پښېمانۍ لاسونه مروړي او مرګ ورته هرڅه په ډاګه کړې دي په دغه حالت کې نو انسان له هغه څه بې پروا دے چې په دنيا کې يې لېواله ؤ، په زړۀ کې وائي چې درېغه دا مال هغه کس راغونډ کړے وې چې له دۀ سره يې حسدکوۀ، خواوس مرګ د دۀ په غړيواو اندامونو کښې په خپرېدو دے تر دې چې غوږونه يې هم د ژبې په شان له کاره ولوېږي، نو د خپلې کورنۍ په مينځ کې پروت وي نه په خوله څه ويلي شي او نۀ يې غوږونه کارکوي، د هغوي مخونوته ګوري، د ژبوخوځښت يې ويني خو خبرې يې نه اوري. بيا يې نو د مرګ منګولې په ټول وجود ښښې شي او سترګې يې هم د غوږونو په شان کار پرېږدي او روح يې له بدنه ووځي اود يو مردار په شان د خپلې کورنۍ په مينځ کې پروت وي چې هغوي يې په خوا کې له کښيناستلو هم وېرېږي او هر څوک ترې تښتي. دي نواوس نه کوم ژړېدونکي ته ډاډ ورکولې شي او نۀ بلونکي ته ځواب، بيا يې نو خلک په ځمکه کې خپل منزل(قبر) ته يوسي او خپل عمل ته يې وسپاري او د ملاقاتونو لړۍ د تل لپاره وشليږي.

بيا پاڅېدل

تر دې چې د دې نړۍ دوسيه (عملنامه) يې بنده شي او د خداے امر راورسېږي او وروستے له وړومبي سره يو ځاے شي او د بيا پاڅېدلو الهي حکم وشي نو آسمان به وخوځيږي او مات به شي اوځمکه به سخته ولړزېږي او ټکانونه به وخوري، او غرونه به له بېخه وتړول شي او د خداے پاک د هېبت او عظمت په وړاندې به له يوبل سره وجنګېږي او له خاورو سره به خاورې شي،هاله به ځمکه هرکس راوباسي او له ورستوالي وروسته به تانداو تازه شي. او له تيت پرکتيا وروسته به راټول شي، بيا به يې د عملونود حساب لپاره له يو بله بيل کړي شي. خداے پاک به هغو په دوو ډلو وويشي، يوې ډلې ته به نعمتونه ورکړي اوله بلې به غچ واخلي. خو د اطاعت خاوندانو ته به په خپل څنګ کې ځاي ورکړي او په تل پاتې جنت کې به يې هستوګن کړي. په هغه کور کې چې هستوګن ترې هيڅکله نه کوچيږي او ژوند به يې هيڅکله نه بدلېږي. هلته به وېره او ترهه نه وي او بيمارۍ به نه لګېږي، اوهيڅ خطرې به يې نه ګواښي.او نه به د سفر په زحمت اخته کېږي.خود ګناه خاوندان به ډېرې بد ټکاڼې ته کوز کړي، لاسونو او پښوته به يې زولنې ورواچوي داسې چې لاس او پښې به يې په غاړې پورې وتړل شي او سرونه به يې په پښو پورې وجنګول شي، د اوراوتارکولوجامې به ورواغوندلې شي او په داسې عذاب کې به واچول شي چې د اور تودوخې يې ډېره سخته او دروازې يې په دوي باندې بندې وي، او د لمبوغږونه به يې بوږنوونکي وي.له دغه ځايه به هيڅکله نه وځي او دغلته به د اسيرانو فديه نه منل کېږي او زنځيرونه به يې نه سستېږي،نۀ يې د عذاب لپاره کومه موده ټاکلې شوې چې ختمه شي او نۀ يې د ختمېدو نېټه چې راورسېږي.

في ذكر النبي صلى الله عليه وآله:

 

قَدْ حَقَّرَ الدُّنْيَا وَصَغَّرَهَا، وَأَهْوَنَ بهَا وَهَوَّنَهَا، وَعَلِمَ أَنَّ اللهَ تعالى زَوَاهَا عَنْهُ اخْتِيَاراً، وَبَسَطَهَا لِغَيْرِهِ احْتِقَاراً، فَأَعْرَضَ عَنِ الدُّنْيَا بِقَلْبِهِ، وَأَمَاتَ ذِكْرَهَا عَنْنَفْسِهَ، وَأَحَبَّ أَنْ تَغِيبَ زِينَتُهَا عَنْ عَيْنِهِ، لِكَيْلاَ يَتَّخِذَ مِنْهَا رِيَاشاً، أوْ يَرْجُوَفِيهَا مَقَاماً. بَلَّغَ عَنْ رَبِّهِ مُعْذِراً، وَنَصَحَ لاُِمَّتِهِ مُنْذِراً، وَدَعاَ إِلَى الْجَنَّةِ مُبَشِّراً، وَخَوَّفَ مِنَ النَّارِ مُحَذِّراً.

 

أهل البيت عليه السلام :

 

نَحْنُ شَجَرَةُ النُّبُوَّةِ، وَمَحَطُّ الرِّسَالَةِ، وَمُخْتَلَفُ الْمَلاَئِكَةِ، وَمَعَادِنُ الْعِلْمِ، وَيَنَابِيعُ الْحُكْمِ، نَاصِرُنا وَمُحِبُّنَا يَنْتَظِرُ الرَّحْمَةَ، وَعَدُوُّنا وَمُبْغِضُنَا يَنْتَظِرُ السَّطْوَةَ

 

د رسول الله مبارک (ص) زهد

 د خداے ګران رسول (ص) دنيا همېشه وړه ګڼله او نورو ته يې وړه ښودله، په خپله يې خواره ګڼله او نورو ته يې هم بې ارزښته برېښوله. او پوهېدۀ چې خداے پاک د هغۀ په درنښت دنيا له هغه حضرته لرې کړې ده او د بې ارزښتۍ له امله يې نورو ته ځانګړې کړې ده. رسول الله مبارک (ص) دنيا ته شا کړه او هغه يې له زړۀ ووېستله. هغوي غوښتل چې د دنيا ښکلاوې يې له سترګو لرې وي چې وياړمنه او شانداره جامه وانۀ غوندي، يا په دنيا کې د خاص مقام ارمان ونۀ کړي. هغوي د هغواحکامو د تبليغ هڅه وکړه چې د عذرونوغوڅوونکي دي او په لازمو خبرداريو سره يې اسلامي امت ته نصيحت وکړ. او په زېرو سره يې خلک جنت ته وبلل او د دوزخ له اوره يې ووېرول.

 مونږ (اهلبيت) د نبوت له شجرې څخه يوواو د رسالت له منزل او د فرښتو د تګ راتګ له ځايه او د علم زيرمې او د حکمت سرچينې يوو، زمونږ ملګري او مينه وال د خپل پالونکي د رحمت په طمعه دي او زمونږ دښمنان او له مونږسره کينه لرونکي د خداے د سزا او لعنت په طمعه.

يو سل لسمه خطبه

[ 110 ]

 

[في أركان الدين]

 

إِنَّ أَفْضَلَ مَا تَوَسَّلَ بِهِ الْمُتَوَسِّلُونَ إِلَى اللهِ سُبْحَانَهُ: الاِْيمَانُ بِهِ وَبِرَسُولِهِ، وَالْجِهادُ فِي سَبِيلِهِ فَإِنَّهُ ذِرْوَةُ الاِْسْلاَمِ، وَكَلِمَةُ الاِْخْلاَصِ فَإِنَّهَا الْفِطْرَةُ، وَإِقَامُ الْصَّلاَةِ فَإِنَّهَا الْمِلَّةُ، وَإِيتَاهُ الزَّكَاةِ فَإِنَّهَا فَرِيضَةٌ وَاجِبَةٌ، وَصَوْمُ شَهْرِ رَمَضَانَ فَإِنَّهُ جُنَّةٌ مِنَ الْعِقَاب، وَحَجُّ الْبَيْتِ وَاعْتَِمارُهُ فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الْفَقْرَ وَيَرْحَضَانِ الذَّنْبَ، وَصِلَةُ الرَّحِمِ فَإِنَّهَا مَثْرَاةٌ فِي الْمَالِ وَمَنْسَأَةٌ في الاَْجَلِ، وَصَدَقَةُ السِّرِّ فَإِنَّهَا تُكَفِّرُ الْخَطِيئَةَ، وَصَدَقَةُ الْعَلاَنِيَةِ فَإِنَّهَا تَدْفَعُ مِيتَةَ السُّوءِ، وَصَنَائِعُ الْمَعْرُوفِ فَإِنَّهَا تَقِي مَصَارعَ الْهَوَانِ.أَفِيضُوا في ذِكْرِ اللهِ فَأنَّهُ أَحْسَنُ الذِّكْرِ، وَارْغَبُوا فِيَما وَعَدَ المُتَّقِينَ فَإِنَّ وَعْدَهُ أَصْدَقُ الْوَعْدِ، وَاقْتَدُوا بِهَدْيِ نَبِيِّكُمْ فَإِنَّهُ أَفْضَلُالْهَدْيِ، وَاسْتَنُّوا بِسُنَّتِهِ فَإِنَّهَا أهْدَى السُّنَنِ.

 

 [فضل القرآن]

 

وَتَعَلَّمُوا الْقرْآن [فَإِنَّهُ أَحْسَنُ الْحَدِيثِ، وَتَفَقَّهُوا فِيهِ] فَإِنَّهُ رَبِيعُ الْقُلُوبِ، وَاسْتَشْفُوا بِنُورِهِ فَإِنَّهُ شِفَاءُ الصُّدُورِ، وَأَحْسِنُوا تِلاَوَتَهُ فَإِنَّهُ أَنْفَعُ الْقَصَصِ.

 

وَإِنَّ الْعَالِمَ الْعَامِلَ بِغَيْرِ عِلْمِهِ كَالْجَاهِلِالْحَائِرِ الَّذِي لاَ يَسْتَفِيقُ مِنْ جَهْلِهِ، بَلِ الْحُجَّةُ عَلَيْهِ أَعْظَمُ، وَالْحَسْرَةُ لَهُ أَلْزَمُ، وَهُوَ عَنْدَ اللهِ أَلْوَمُ.

 

(د ا خطبه له سيد رضي مخکې په عالمانو کې د «ديباج» په نامه مشهوره وه)

د دين برياوې او کاميابۍ

 

 بې له شکه د خداے پاک در ته د نږدېکت تر ټولو ښه او لويه وسيله پۀ هغه او د هغۀ په رسول (ص) باندې ايمان او د خدا ے پاک په لاره کې جهاد دے، جهاد د اسلام لوړه څوکه او د خداے پاک يوګڼل د انسان د فطرت غږ دے، د نمونځ قائمول د اسلام مبين دين او آئين دے، د زکات ورکول واجبه فريضه ده او د رمضان د مياشتې روژې د خداے پاک د عذاب په وړاندې ډال دے. حج او عمره د فقر ختموونکې او د ګناهانووينځونکې ده. صله رحم مال او عمر زياتوي او پټې صدقې ګناهونه توږي، ښکاره صدقه ناڅاپه او بد مرګ غړوي او نيکۍ انسان له ذلت او خوارۍ ساتي. خداے ياد ساتئ چې دا تر ټولو ښه ذکر دے او د هغۀ څه ارمان وکړئ چې پرهېزګارو ته يې وعده ورکړې شوې ده ځکه چې د خداے پاک وعده تر ټولو رښتيني وعده ده د پېغمبرانو عليهم السلام له لارې او  رودې څخه پېرويوکړئ ځکه چې د هدايت تر ټولو ښۀ لارښود دي، خپل عمل د پېغمبراکرم (ص) له سيرت سره يو شان کړئ چې تر ټولو سيرتونو ښۀ هدايتوونکے دے.

د قرآن شريف ارزښت

 

 قرآن شريف زده کړئ چې دا تر ټولو ښه وېنا ده او ښۀ فکر پکې وکړئ چې دا د زړونو سپرلے دے، له رڼا يې شفا وغواړئ چې د ناجوړو زړونو شفا ده. او قرآن شريف په ښکلي غږ اوطريقه تلاوتوئ چې دا تر ټولوګټوره قصه ده.کوم عالم چې بې له خپل علمه په بل څه عمل وکړي د هغه لالهانده جاهل په شان دے چې له خپلې ناپوهۍ يې رغېدل نشته، بلکه په هغۀ باندې به د خداے پاک حجت زيات پياوړے او غم او افسوس به يې زيات او د خداے په نزد د غندنې زيات وړ وي.



[1]د نهج البلاغې ځینو سپړونکو لیکلې  چې دا کس عبدالملک مروان دی.

[i]- بني اميه ؤ تر۱۳۲ کال حکومت وکړ او وروستے پا چا يې مروان حمار ؤ چې د ابو مسلم خراساني او احمد سفاح په لاس ووژل شو او کورنۍ يې تباه شوه، کله چې بني عباسو قدرت په لاس کې واخېست سفاح يوازې په يو پړاو کې د بني اميه ؤ اويا زره مشران او خلک ووژل .

[ii]- بطحاء د ابوقيس او احمر غرونو په مينځ کې يو ځاے دے چې قرېش پکې اوسېدل.