يولسمه خطبه

د منافقينو ذهنيت

(په دې خطبه کښې امير المومنين د ړخت د منافقينو د ذهنيت او د هغو د نفسي کيفيت تجزيه فرمائيلي ده.)

دې خلقو! (مطلب ترې منافقين دي) د خپل مطلب د پاره په شيطان تکيه کړے ده .او هغه (شيطان) ئې خپل کار کښې شريک کړي او ملګري کړي دي . علاوه د دې نه شيطان د دوئ (منافقين) په خپل کار کښې شريک کړي او ملګري کړي دي. علاوه د دې نه شيطان د دوئ د سينو په اندرون کښې اګئ (اچولي او) شار بلي دې او د دوئ په ګور کښي (د دي اګونه) وسوسې ځګېدلې دي. (دوئ او شيطان داسې يو شوي دي) چې اوس شيطان د دوئ په سترګو څيزونو ته ګوري. د دوې په ژبه ګويا دے . هغه (شيطان) په هر لحاظ دوئ په ګناه کولو اخته کړے دے . او هر خراب او بدکار ئې ورته  ښائسته برېښولے دے. (په دې وجه)دوئ هم هغه حرکتونه کوي لکه د هغه سړي چې شيطان په خپلو معاملو او کارورنو کښې د ځان سره شرک کړے وي او د هغه د خلې نه (برناحقه) د باطل پرچار کېږي.

دولسمه خطبه

ايا بيعت ماتېدے شي ؟

(په دې خطبه کښې د حضرت زبير په طرز عمل د شريعت له رويه رڼا غور ځولې شوې ده).

د زبير دا حال دے چې هغه د لاس بيعت خو کړے دے ليکن د زړه بيعت ئې نه دے کړے (څومره عجيبه خبره ده خو خير چې دومره قدر ئې اومنل ) د بيعت اقرار خو ئې په هر حال اوکه ، پاتې شوه دا خبره چې د خپل باطن اختلاف ئې پټ ساتلے دے خو ده له پکار وو. (چې خپلې وينا ته ) څه دليل او حجت پېش کړي (د دي د پاره چې د دوئ د دوستئ حالمعلوم شي او که چرې دوئ څخه څه دليل نه وي نو بيا دوئ ته معلوميدل پکار دي چې معامله په حال ده. اے زه بخښنه غواړم دلته اصلي الفاظ دادي ( بحال خود باقي هے ) چې هيڅ معني ئې نه راوځي . ما ئې دغه معني کړيده طاهر بخاري) . له دې وجې زما فرمانبرداري او اطاعت په دوئ واجب دے  هر کله چې بيعت مات شوے ياختم شوے نه دے او لا قائم دے نو بيا د قلبي باعث د شرعي دليل او حجت نه بغير څنګه فسخ کيدے شي.

ديار لسمه خطبه

ګفتار او کردار

دا خلق (لکه د وريځو) اوګرزيدل او (د اسماني پړقاغوندی) اويريښېدل ليکن د دي ګړزا اوپړقابا وجود – د جنګ په ميدان کښې کمزوري وو. اويرې اخستي وو (پاتې شو مونږ نو) مونږ نه خو جنګ کوو اونه (برناحقه) نعرې وهو ږ ترڅو چې ورېدلي نه يو نوتر هغه بهېږو.

څوارلسمه خطبه

د مومن بصيرت

اے خلقو خبردار! شيطان خپله ډله تياره کړې ده. د سوارو او پيادو ، لښکر ئې تيار کړے دے . زما رفيق ، زما بصيرت (اوذات) . حق  ته ( د جهل او نادانۍ ) لباس نه دے اغوستولے نه هغه لباس په باطل کښې ملبوس شوے په ما اثر انداز شوے دے په خداےئ قسم دے زه به داسې ډک حوض اوشندم چې زه به ترې پخپله بچ کيدونکي يم . خو دا باطلې توکاڼي به ترې نه بهروتلې شي او نه به واپس ورتلے شي.

پنځلسمه خطبه

د جنګ اداب

د جنګ جمل په موقعه چې کوم وخت حضرت علي عليه السلام د حيدري لښکر بيرغ خپل زوئې محمد بن حنيفه ته عطا کولو وې فرمائيل: اے زويه! که غرله خپله ځايه اوخوزي- او به خوزي ليکن ته له خپله ځايه اومه خوزې . خپل غاښونه يو بل سره جوښت کړه. خپل سر د خداے د پاره ورکولو کښې صرفه مه کوه. خپل قدمونه لکه د ميخ په مزکه کښې ښخ کړه. اوستا د نظر (نګاه) نخښه (په حالت جنګ کښې) د دښمن د لښکر اخري صف وي. علاوه د دې نه خپل

نظر ټيټ (ښکته) لره. اے ځويه ! په دې خبره مکمل ايمان لره چې فتح اوبرے صرف او صرف د خداے پاک له جانبه وي.

شپاړسمه خطبه

په جنګ جمل کښې د فتح نه پس

(په جنګ جمل کښې چې اميرالمومنين علي ته حق تعالي کاميابي ورکړه. نو په دغه موقعه ورته يو سرباز ډير په افسوس سره اووې چې )

کاش! د دې جنګ په دوران کښې زما ورور هم موجود وے چې په خپلو سترګو ئې ليدلے وے چې لوئ خداے څنګه تاته په دښمنانو برے او فتح درکړه.

اميرالمومنين چې دا واوريدل نو تپوس ئې ترې اوکه ولې ستا ورور ماسره د ميني څه نسبت لره.

هغه جواب ورکه:

بې شکه!

نو جناب اميرالمومنين ورته او فرمائيل چې:

نو بس داسې ئې اوګڼه لکه چې هغه مونږ سره په دې جنګ کښې شريک و ولي ستا ورور مونږ سره ده ميني څه نسبت لره؟

سوال کونکي ئې په جواب کښې اووې

هو ! بالکل ئې لره!

نو حضرت علي عليه السلام ئې په جواب کښې او فرمائيل چی بيا نو داسي اوګڼه لکه چې هغه په مونږ کښې موجود و او صرف هغه هم نه بلکې زمونږ په لښکر کښې هغه خلق هم شامل و چې لا د پلار په جلب او دمور په رحم کښې دي او عنقريب به وزېږېږي او نور دا چې د چا د وجود په وجه به ايمان ته تقويت رسي.

اووه لسمه خطبه

د بصري خلقو ته خطاب

اے خلقو ! تاسو چې د چا په اواز لبيک وئيلي دي. نو هغه يو زنانه وه. ګويا تاسو د يوې زنانه سپاهيان ئې. او د يو څاروي (بهيمه) معتقد !! خو کله چې د دغه څاروي پښې په توره غوڅې کړے شوې. نو اوتښتېدئ. (ظاهره ده چې) ستاسو اخلاق سست ، ستاسو وعده بې اعتباره ، ستاسو مذهب نفاق او ستاسو اوبه تروې دي . کوم سړے چې تاسو سره استو ګنه شروع کړي نو هغه ځان له پخپله (برناحقه) په ګناهونو کښې اولړلې شي. خو کوم بنيادم چې تاسو نه بيرته او لري اوسي نو هغه د حق تعالي د رحمت حقدار اوګرخي . ماته ښکاري او زه وينم چې ستاسو جمات داسي پږسېدلے دے لکه چې د کشتۍ سينه بهر اوتې وي. (يا د يو بل روايت مطابق)

لکه د مارغه سينه چې د سيند په څپو کښې بهروتلي وي چې خداے خپل عذاب له پاسه او د لاندې نه راولېږلو. او څه چې وو غرق شول (هم په دې سلسله کښې يو بل روايت دے چې ) قسم په خداے چې ستاسو ښار به ضرور غرق شي. ان تردې لکه چې زه وينم لکه چې د کشتۍ راوتې سينه يا په مزکه ناست شتر مرغ . (بل روايت دےچې ) لکه چې د سيند په چپه کښې د مارغه سينه راوتې وي. (يو بل روايت داسې دے چې ) ستاسو د ښار مزکه د سيند اوبوته نزدې ده. او د اسمان نه ډېره لرې ده. د شرارت په لسوبرخو کښې نهه دلته دي. څوک چې دلته راغے هغه لکه چې په خپلو ګناهونو کښې قيد شو. او چې څوک د دې ځائے نه بچ اوتو. هغه د خداے د عفولمن ته اورسيدو . نن زه لکه چې ستاسو دا ښهر وينم چې اوبه پري داسې راخورې شوي دي چې د جمات د منارو نه سوا نور هيڅ  نه ښکاري. او هغه منارې داسې ښکاري لکه د سيند په چپه کښې د مارغه سينه.

(د خطبې دا لاندې برخه هم د بصرې والو سره تعلق لري . په مفهوم معني او عبارت کښې ئې څه ډير فرق نشته).

ستاسو مزکه د سيند اوبو ته مزدې او د اسمان د لوړتيا نه لري ده. ستاسو عقلونه سپک دې او ستاسو د حلم اونرمۍ استعمال بې ځايه وي. (ځکه) تاسو د هغه غشي ويشتونکې نښانه شئ چې د هر ځوړونکې د پاره لمده نمړۍ ثابت شي. د هر ښکاري ښکار شي.

اتلسمه خطبه

د جاګيرونو واپس کول

(د حضرت عثمان په عهد کښې چې کوم جاګيرونه خلقو ته ناحقه ورکړي شوي وو. د هغو په حقله دا خطبه ورکړے شوے وه).

قسم په خداي چې که زما دا باور وے (چې د دغو مزکو په امدن ) ښځې واده کړے شوې دې. وينځې اخستې شوے دې نو بيا به هم بغېر د څه شک نه ما واپس کړې وے ځکه چې د عدل او انصاف په معامله کښې ډيره فراخي ده. اوکوم سړے چې د عدل او انصاف په معامله کښې تنګ زړے وے نو بيا د ظلم او زور معامله خو به يې د هغه نه هم زيات تنګ زړے کړي.

نوټ له مترجم

حضرت عثمان دريم خليفه د خپل مزاج او فطري طبيعت له پلوه ډېر د نرم خوئې خادند وو. د هغه د شهادت د ټولو نه لوئي سبب داوه. چې  د هغه رحم او پيرزوينه نه ډېرو خلقو بيا په تيره تېره دوستانو او هډوالو د زياتې نه زياته ناجائزه فائده اخستې وه. نو ځکه په عثماني عهد کښې ډيرو داسې خلقو ته جاګيرونه په ګوتو ورغلي وو چې د خدمتونو او کارنامو په حقله د هغو حقدارنه وو. حضرت علي  عليه السلام د خليفه کېدونه پس هغه ټول خلق لرې کړل. د چا په حقله چې د اول نه څه جائز شکايت موجود وه. هغه ټول عمال ئې اوېستل چې خپل فرايض ئې په ښه ډول نه پوره کول. هغه ټول جاګيرونه ئې واپس او سرکاري ئې کړل چې د حقدارو په قبضه کښې نه وو. کوم انسان چې دا خبره هم جائزه نه ګڼي چې پخپله څه واخلي يا ئې خپلو عزيزانو ته ورکړي . هغه دا کله زغملے شي. چې د بېت المال او د غنيمت نه هغه خلق بې اندازې فائده واخلې چې خپل خانونه ئې هيچرې د دې حقدار نه وي ثابت کړي .

د اميرالمومنين هم دغه شان اقدامات وو چې دښمنانو ترې قائده واخسته او د بدامنۍ پېدا کولو کوشش ئې اوکړو. او د حالاتو د زيات نه زيات د خرابولو په کوشش کښې بوخت شول.

نمبر 1زه وايم

د جاګيرونو واپس کول هم ځينې خلق په حضرت علي عليه السلام يو اعتراض ګڼي. چې ګوندې د خاندانې دښمنۍ په وجه ئې واپس کړل. خو دا خبره بېخي صحيح نه ده . د حضرت عمر  د خلافت په زمانه کښې هم حضرت علي عليه السلام دا وېنا حضرت عمر ته کړې وه. چې تا کوم جاګيرونه خلقو ته ورکړي دي . د دې نتيجه به داوې . چې ټوله سرمايه به هم دغو جاګيردارانو ته راغونډه شی. او عوام به غريبان شي. ځکه چې د جاګيردارانو خرڅ د امدن په مقابله کښې ډېر کم دے. نو هغوئ څخه به ورځ په ورځ سرمايه جمع کېږي . او بيا به په هغه سرمايه نور جائيدادونه اخلي. حضرت عمر اوويل چې دغو خلقو په مختلفو غزاګانوکښيډېر کړاو او قربانۍ کړي دي.

نولسمه خطبه

پخه اراده او استقامت

قسم په خداے چې زه د بجو (يو غوښه خوړونکې ځناورو چې سترګې ئې نرئې وي) په شان نه يم چې غار ئې او ټپولې شي نو اوده شي. تردې چې ښکاري وراورسي او په دې دهو که ئې اونيسي بلکه اوس په زه اهل حق او ريښتنې خلق د ځان سره اخلم او هقو خلقو سره به (مقابله کوم) کومو چې د حق لاره پرېښودې د ه ، (خصوصا) هغو خلقو سره چې په شک او ګناه کښې اخته دي. (دغو ټولو سره) به زه تر خپله ژونده جنګ کوم ، قه خداے قسم دې چې د کله نه رسول الله صلی الله عليه والهه وسلم پرده فرمائيلې ده له هغې ورځې راسي خلقو زه د خپله حقه محروم کړد يم . زما په ځائے نورو ته فوقيت ورکولې شي. تردې پورې چې معامله نن تردې (جنګ جمل) را را اورسيده .او نن دا خلق جنګ ته تيار دي .

-       يادګيرنه: دا خطبه حضرت امير المومنين د حضرت طلحه رضی الله عنه او حضرت زبير رضي الله عنه د نقض بيعت نه پس ورکړې وه دغه وخت هغوي د جنګ جمل تابيا کړے وه په دغه موقعه حضرت امام حسن ، حضرت امير المومنين ته مشوره ورکړے ړه چې زبير رضي الله عنه او طلحه رضي الله عنه په خپل حال پرېږدي او جنګ دي نه کوي ليکن امير المومنين دا پورتنې خطبه او فرمائيله.

د رئيس احمد جعفري يادګيرنه :

- حضرت طلحه رضي الله عنه او زبير په هغو خلقو کښې وو چې د حضرت امير المومنين علي عليه السلام نه ئې باقاعده بيعت کړے وو خو بيا ئې مات کړو او د مخاليفينو په ټولۍ کښې شاملشول، د هغوئ په دې طرز عمل امير المومنين  ته تکليف اورسيد. لا چې دا ېې اوليدل چې د او ښ ( جمل ) په جنګ کښې هم هقوئ شامل دې نو په خفګان کښې ئې نوره اضافه اوشوه. نور خو نور چې دوئ د دغه جنګ په محرکينو کښې شامل وو. دې خبرې د هغوئ په غم او اندېښنه کښې لانوره اضافه اوکړه. حضرت عايشه رضی الله عنها چې په خوب کښې د سپوغپارې اوريدلې وې او د رسول الله ضلی الله عليه واله وسلم تاکيد او سپار خستنه ورته ياد شوي وو او د جنګ نه ئې په شاکيدو اراده کړے وه نو هغه هم د دې دواړو حضراتو په وجه په خپله اراده پوره کولو کښې ناکامه شوې وه ، لنډه دا چې جنګ اوشو او مسلمانانو د يو بل خون او که . هم د دې جنګ په وجه د مسلمانانو په وقار ، د بدبه ستر شان او شوکت کښې فرق راغے . هم دا قسم داقعاتو او حوادثو په تاريخ اسلام کښې داسې رخنې پيدا کړي دي چې ځائے ته نه دي راغلي.

دا يو پيج در پيج  بحث دے ليکن هم دا تاريخ يوداسې فن دے چې ضرف د واقعاتو بحث کوي او دا واقعاتو اثرات او نتيجې لوستونکو ته قريږدي البته پخپله نه متاثر کيږي او د بل چا تاثر ته هم نه و ېوال کيږي په دې موضوع منږه د يومرقع تاريخ حواله ورکول موزون ګڼو:

د معاويه جګړې اېله شروع شوې وې . چې يوه بله ناشونې قضيه رادوڅاره شوه يعني دا چې حضرت عايشه رضی الله عنه  ده مکې نه مدينې ته واپس تلونکې وه چې په لاره کښې ورته يو عزيز مخې ته اغې چې د هغه نه ئې د حالنو تپوس اوکه نو معلومه  شوه چې حضرت عثمان رضی الله عنه شهيد کړے شوے دے او علي خليفه منتخب شوے دے خو لا تراوسه فتنه سړه شوے نه ده چې دا خبر ئې واورېده نو پستنه مکې ته واپس شوه چې چا ترې د واپسې متعلق تپوس اوکه نو وې فرمائيل چې مظلوم عثمان شهيد کړے شوے دے او لا د فتنې د غړيدو حه امکان نشتهنو تاسو له هم پکار دي چې د مضلوم خليفه خون بې سزا پاتې نه شي او د قاتلانو نه قصاص واخلي او د اسلام عزت بچ کړئ .

حضرت عثمان رضی الله عنه د شهادت نه پس چې طلحه رضي الله عنه او زبير رضی الله عنه د فتنې او فساد اثرات اوليدل نو د حضرت علي عليه السلام نه ئې اجازت واخست او مکې رته لاړل حضرت عاسشې رضی الله عنه د هغوئ نه هم د حالاتو تپوس اوکه . هغوئ ورته هم د شوره غوغه قصه واوروله. د هغوئ په بيان هم د حضرت عايشې اراده نوره مضبوطه شوه او د مظلوم خليفه د قصاص دعوت ئې شروع کړه .

حقيقت دادے چې د حضرت علې عليه السلام د ځنو سياسی سهوو په وجه په ملک کښې بدظني پيدا شوې وه . د حضرت عثمان رضي الله عنه د قاتلانو قته نه لګېدل د هغه د ښمنان خپل ملګري کول او د خليفه په مسند کيناستو سره ټول حکامان برطرف کول په خلقو کښې د بدظني پيدا کولو د پاره کافي و. هم د د غو بدګمانو په وجه حضرت عايشي رضی الله عنه  د حضرت عثمان رضيب الله عنه د قصاص اخستو د پاره تياري شروع کړه . ( بل خوا ) عبد الله عامر حضر مي والي مکه . مرړان بن حکم او سعيد بن العاص او دارنګ نور بنو اميه چې د مدينې نه تښتېدلي وو په مکه کښې پناګزين شول . دوئ هم په ډير جوش سره دا تحريک خلقو ته اورسو ډير کسان ئې ملګري کړل او رړان شول ( منصوبه ېې د ا وه) چې د مالي مشکلاتو حل کولو د پاره اول په بيت المال قبضه اوکړي او بيا په بصره ، کوفه او عراق کښې سره د نورو نو ابادياتو دا تحريک خور کړي او نور خلپ ځان ته واړوي کوم وخت چې حضرت علي عليه السلام ته د مکې د جنګي تيارو حال معلوم شه نو دوئ هر عراق ته د تګ اراوه په دې خيال  اوکړه چې هلته د مخافينو د رسيدونه اول دوئ د بيت المال حفاظت پخپله اوکړي او د عراق اولس ته د وفاداري درس ورکړي انصار و برزګانو اصحابو ته =چې دا معلومه شوه نو د حصرت عقبه بن عامر رضي الله عنه (چې د لوئے پاتې اصحابي و او په غزاګانو کښې د حضور اقدس صلي الله عليه و اله و سلم ملګرے پاتې شوے و ) په ذريعه ئې د انثارو له خوا د ا خواست او که چې دار الخلافه پريښول هرګز مناست نه دي د حضرت عمر رضي الله عنه په دور کښې لوئې لوئې جنګونه شوي وو خوهغوئ چېې هم د مدينې نه بهر قدم نه و ايښې او که چرې د هغوئ په وخت کښې خالد ابو عبيده سعد بن ابي وقاص او ابو موسي اشعري غوندي جنګيالو شام او ايران فتح کړي وو نو نن هم د داسې توريلو کمے نشته. حضرت علي عليه السلام او فرمائيل چې دا صحيح ده ليکن که مخالفين په عراق قبضه اوکړي نو ډير مشکلات به پيدا شوي . ځکه چې عراق په دې وخت کښې د مسلمانانو ډيره لويه نو ابادي ده او د هغه ځائے بېت ډک دے . نو په دې وجه ما موجودګي هلته ډيره ضروري ده. (له دې وجې ئې) په مدينه کښې ډنډوره اوکړه. چې عراق ته د سفر تياري شروع کړے شي. د يو څو محتاطو اصحابو نه علاوه تقريبا ټول د مدينې خلق ورسره شول چې ذي قار ته اورسېدل نو ورته معلوم شوه چې حضرت طلحه او زبير د دوئ نه اول بصري ته رسيدلي دي او د بنو سعد نه علاوه تقريبا د بصرې ټولو خلقو د هغوي نه بيعت کړے دے په دغه وجه حضرت علي عليه السلام په ذي قار کښې تيکار شه او حضرت امام حسن عليه السلام ئې د حضرت عماربن ياسر عليه السلام سره کوفې نه اولېږه چې خلق د مرکزې خلافت په مرسته او کومک اماده کړي حضرت امام حسن عليه السلام چې کوفې ته اورسيد نو دغه وخت حضرت ابو موسی اشعري په جمات ( مسجد ) کښې راجمع خلقو ته تقرير کوو ( او هغوئ دا اووې ) چې سرور کائنات صلي الله عليه واله وسلم چې د کومې فتنې يره ښکاره کړے وه هغه فتنه پېښېدونکے ده په دې وجه وسله واخلئ او حمله اوکړئ او بالکل چرته په ؛ټ کښې کښېنئ . رسول الله صلي الله عليه واله وسلم فرمائيلي وو ، چې د فتني او فساد په وخت کښې به ملاست سړے ناست نه او ناست به د ګرځيدونکي نه غوره وي په دغه موقعه حضرت امام حسن عليه السلام جماعت ته ور داخل شه او حضرت ابو موسي اشعري ته ئې اوفرمائيل چې ته هم زمونږ له جماته اوزه او چرته چې د خوښه وي هلته لاړشه بيا په ممبر اودرېد او خلقو ته ئې امير المومنين علي عليه السلامد مدد کولو اووې . حجر ابن عدي د تقريرونو په وجه خلق د حضرت علي عليه السلام  ملګرتيا ته تيار شول اوله هره جانبه د امير المومنين علي عليه السلام د اطاعت او فرمان برداري اوزونه اوچت شول . په بله ورځ سحر وخت تقريبا نهه نيم زره وسله بند سربازان تيار شول او د حضرت امام حسن عليه السلام سره روان شول او داغه شان دوئ په ذي قار کښې د امير المومنين فوج سره يو ځا ئے شول . امير المومنين  عليه السلام خپل فوج له نوے ترتيل ورکه او بيا بصري ته رړان شه . په دغه وخت کښې د بصرې دا حال و چې خلق په دريو ډلو کښې تقسيم شوي وو . يوه ډله بېخي غير جانبداره وه. دويمه کښې د حضرت علي عليه السلام طرفدار او په درېمه کښې د حضرت عايشې رضې الله عنها او طلحه وغيره مرستيال او ملګري وو. په دوۍ کښې غير جانبدار ډلې چې د خانه جنګۍ دا حال اوکتو نو هر ممکن کوشش ئې اوکړه چې صلح صفا راولي واقعتا په هره ډله کښې نيک نيته خلقو د دئ تائيد کولو. حضرت علي عليه السلام او حضرت عايشې رضي الله عنه هم دا غوښتل چې خبره تر جنګه او نه رسي او په هره طريقه چې وي خو اختلافات ختم کړے شي. ( ګويا ) د صلحې خبرې په کاميابې رړانې وې او د طرفينو تر منځه د جنګ امکان نه و د شپې به د هر فريق خلق بې غمه اوده کيده ليکن قه دواړو فريقو کښې ځنې داسې کسان هم شامل وو چا چې صلح او صفاېې د خپلو ځانونو د پاره زهر قاتل ګڼله د حضرت علي عليه السلام په فوج کښې سبائې انجمن او د حضرت عثمان رضی الله عنه قاتلان شامل وو. او د حضرت عايشي سره ځنې اموي کسان ملګري وو. د حضرت عثمان رضې الله عنه قاتلانو او سبائې خلقو دا خيال وو چې که د ا مصالحت کامياب شه نو د هغوئ خير نشته . په دې وجه هغوې د شپې تياره کښې د حضرت عايشې  په فوج  شبخون او که . دواړه فريقو دا اوګڼل چې ګوندې بل فريق دهو که ورکړه نو په يو بل ئې سمه حمله اوکړه. حضرت عائشې رضي الله عنها په اوښ پولادي کجاوه کېښوده او پکښې سوره شوه چې خپل فوج د دې حملې نه بچ کړې حضرت علي عليه السلام هم خپل سپاهيان منع کول ليکن فتنه بيا خوره شوې وه. چا ختمولي نه شوه. د ام المومنين حضرت عائشي رضي الله عنه  په وجه د هغې په فوج کښې غير معمولي جوش و . د فوج په قلب کښې د هغې کجاوه وه . محـمد  بن طلحه د فوج سردار و عبدالله بن زبير رضي الله عنه د پياده فوج سرمشر و او د سالم فوج قيادت د طلحه او زبير په لاس کښې و.

د جنګ په دوران کښې حضرت علي عليه السلام په يو منډه په اس سور راغے حضرت زبير رضي الله عنه ئې طلب که او ورته ئې اوفرمائېل.

ابو عبد الله ! تاته هغه وځې يادې دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  ستا نه تپوس کړے و چې علي دوست ګڼې ؟ نو تا عرض کړے و چې هو! يا رسول الله . راياد ئې کړه هغه وخت تاته رسول الله فرمائېلي وو چې يوه ورځ به داسې هم راشي چې ته به حضرت علي عليه السلام سره په ناحقه جنګېږے حضرت زبير رضي الله عنه جواب ورکړه چې هو! دا ماته هم راياد شول.

حضرت زبير رضي الله عنه ته دا پيش ګوئي راياده شوه نو د جنګ نه ئې لاس واخسته او خپل زوئ عبدالله رضي الله عنه ته ئې اوفرمائيل چې د زړه سره! علي يوه داسې خبره راياده کړه چې زما د جنګ کولو ټول جوش ئې ختم کړو . بې شک چې مونږه په حقه نه يو او اوس به زه په جنګ کښې نه شاملېږم . ته هم زمامرسته اوکړه. ليکن حضرت عبدالله انکار اوکړه. له دې وجې زبير ايکي يواځې بصرې ته روان شو چې د هلته نه خپل سامان راغونډ کړي او يو طرف ته سر اوباسي. ذضرت طلحه چې اوليدل چې زبير د جنګ نه خپل لاس اوباسي، نو د هغه اراده هم اوګرځيده خو مروان بين حکم چې د دې نه خبر شو. نو حضرت طلحه ئې په يو غشي اوويشته غشے د هغه په کوپي کښې ښخ شه دغه غشي له زهر ورکړې شوي وو. او د زهرو د اثر په وجه هغه وفات شه. دغه وخت په مسدان کښې يواځې د حضرت عائشې رضي الله عنها سربازان پاتې شول. جنګ شروع شوے وو بيا ښه تېز شو.

ام المومنين په زره پوش کجاوه کښې ناسته وه . سبايانو چې د هغه د مرتبې نه خبر نه وو ورسره ئې ګستاخۍ کولياو دا ئې غښتل چې ګرفتاره ئې کړې د حضرت عائشي دضي الله عنها په سربازانو کښې د نبوضيه ځوانانو د دې اوښ حفاظت کولو او يو پسې بل عتلېدل . بکر بن وائل ، ازد اوبنو فيه دا اوښ په خپله حلقه کښې اخستې وه او په پوره ثابت قدمۍ سره اوجنګېدل . حضرت علي رضي الله عنه ورته هم حيران وو . عبد الله بن زبير رضي الله عنه د اوښ مهار نيولي و چې هغه مړ شو نو بل چا سنبا کوو . دغه شان پرله پسې او يا کسانو قرباني ورکړه. د بصرې شه سوار عمر بن بجره قه داسې جوش کښې جنګيده. چې د حضرت علي عليه السلام د فوج هر څواک به ئې مخې ته راغې هغه به ئې قتل کړو د ابن بجره په ژبه دا رجز جاري و.

يا امنا يا خيرا امر بغلم والام تغذ والمعصم

اے زمونږ بهترينې مورې ! اومور(خو) خپل بچې مړوي او رحم پر کوي.

القرين کم جزا دزکم وتختلي هامته والمعصم

اے ته نه وينې چې څومره اسونه زخمي کېږي او د هغو کهوپړۍ او لاسونه کټ کيږي.

اخر د حضرت علي عليه السلام د فوج مشهور شه سوار حارث بن زبير ازدې  ئې مقابلې ته راوړاندې شه څه ساعت په يو بل پورې د تورو د ګزارونو نه پس دواړه مړه شول د اوښ مخي ته د بنو ضبه ځوانان په بهادرئې سره د دښمن مقابله کښي د يوال شوي وو او تر څو چې په هغو کښې يو تن هم ژوندے و ، نو دښمن ته ئې نه و ه شا کړے . هغوئ دا رجز وئيلو

الموت احلي عندنا عين العسل – نحن تنو ضبه اصحاب الجمل

مرګ مونږ د ګبين نه سيوا خوږ ګڼو مومږ د ضبه اولاد او د اوښ محافضان يو .

نحن بنو المو اذالموت نزل تلغي ابن عفان باطراف الاسل

مونږ د مرګ زامن يو چې کله نازل شن . مونږ د عثمان بن عفان د مرګ هبر د نيزو په ذريعه خور وو.

ودواعلينا متيخنا ثم مجل  زمونږ سردار مونږ ته واپس کړئ نو با هېځ نشته

حضرت علي عليه السلام چې اوکتل چې ترکومه دا اوښ ولاړوي د مسلمانانو خون رېزي  جارې وي . په دې وجه د هغوئ په اشاره يو سړړې د شاله طرف د اوښ پښې په توره اووهلې اوخ او برړيده او کيناست اوناستي سره ئې د حضرت عائشي رضي الله عنه ورو محمد بن ابو بکر (چې د حضرت علي عليه السلام  ملګري و) ته حکم اوکه چې د خپلې خور حفاظت اوکړي او عامه ډنډوره ئې اوکړه چې څوک له ميدانه تښني نو ورپسې د ې هيڅوک نه ورځي . د زخميانو پاسه دې اسونه نه شي زغلولے د مال غنيم ت اوټ کولو اجازت نشته او څوک چې وسله کېږدې هغه به په امن وي . بيا پخپله حضرت عائشې رضي الله عنه څخه لاړ او تپوس پوښتنه ترې اوکړل . څه ورځې پورې ئې ښه په ارام په بصرهع کښې اوساتله او بيا ېې د (ورور) محمد بن ابوبکر سره په ډير عزت اتو احترام مدينې ته رخصت کړه. حضرت علي عليه السلام ورسره پخپله هم تر څو ميلو په جلب کښې تلې و. او تر يو منزل مسافت پورې ئې ورسره خپل زامن هم لېږلې وو .

حضرت عائشه د رخصت په وخت خلقو ته وئيلي وو چې زما بچو! زمونږ دا جنګ محض د علط فهمۍ په وجه شوې و . ګني زما اود علي تر منځه پخوا هيڅ جګړه نه وه. حضرت علي عليه السلام هم په موزون الفاظو کښې د دې تائيد اوکړو اووې فرمائي چې عائشه د حضور صلي الله عليه وسلم پاکه بي بي او زموږ د ټولو مور ده . د هغي عزت او احترام ډير ضروري دے  غرض دا چې د رجب په وړمبي تاريخ 36 ه  خالي په ورځ حضرت عائشه رضي الله عنها مدينې ته رخصت شوه. او حضرت علی عليه السلا م په بصره کښې د يوڅو ورځو تېرولو نه پس کوفې ته رړان شه . هلته په 21 رجب 36 د دوشنبې په ورځ په ورځ په ښار داخل شه.

د کوفې خلقو په قصر امارت کښې د هغوي د مېلمستيا بندوبست سر کړے و. ليکن د زهد او قناعت شهنشاه  په دغه قصر کښې د مېلمه کيدونه انکار اوکړو اووئې فرمائيل چې عمر بن خطاب هميشه داسې عالي شان محلونو ته په سپک نظر کتلي دي. ماته ئې هم حاجت نشته . ميدان زما د پاره ښه دے. او هم په ميدان ډيره شو چې لوئے جمات ته لاړ نو هلته ئې دوه رکعته مونځ ادا که او د جمعې په ورځ په خطبه کښې خلقو ته د تقوي، پرهيز ګارئې او وفادارئې هدايت اوکړو.

د جنګ  جمل نه پس حضرت علي عليه السلام د مدينې منورې په ځائے کوفه دارالخلافه مقرر کړه او په کوفه کښې ئې استوګنه شروع کړه . کوفې ته د دارالخلافې منتقل کولو په حقله خلقو مختلف وجوهات قه ګوته کړي دي مګر زما قه خيال صحيح خبره دا وه چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت په موقعه د حرم نبوي کوم توهين شوے و . هغې علې مرتضي مجبوره کړه چې ائنده د پاره د سلطنت سياسي مرکړ د علمي او مذهبي مرکز نه جدا کړي

(خلفائې راشدين مطبوعه دارالمصنفين اعظم ګړهـ)

د مذوره تاريخې واقعاتو قه سلسله کښې د اسبابو ، عللو او محرکاتو متعلق د فکرې کميت او کيفيت او په رائې کښې د اختلاف د حدونو ځنې ښه واقف ووږ چې او په نظر نه راځي.

يادګيرنه (طاهر بخاري)

د ځني تاريخي  معاملاتو او خصوصا د جنګ جمل متعلق هم ډېرې عجبې او مختلف قسم خبرې شوي دي . په تفصيل کښې ئې نه ځو .  البته د جنګ د خاتمې نه پس د يوې واقعې ذکې کول مناست ګڼم. او هغه د ا چې حضرت قدوته المحقيقن علامه سيد محمد صالح کشفې ترمذې السي الحنفي د اعثم کوفې د روشته الاحباب دفتر دوم او حبيب السير جلد اول په حواله قه خپل کتاب فيضان علي کښې يو اوږ د روايت نقل کړے دے چې خلاصه ئې دا ده . وائې چې د جنګ د خاتمې نه پس حضرت علي عليه اسلام پخپله حضرت عائشه  څخه تشريف يوړه او ورته ئې اوفرمائيل چې د رسول الله صل الله و اله وسلم د بيبيانو په حقله د خداے حکم دا دې چې د وقرن في بيوتکن (اوتاسو په خپلو کورونو کښې په قرار اوسئ ) حضرت علي عليه السلام دا هم ورياد کړل چې اے عائشې! تا به د حضور صل الله واله وسلم نه دا هم اوريدلي وي چې من کنت مولا فعلي مولا اللهم والا من والا وعاد من عادا.

پس له دې ورته حضرت علي اوفرمائيل چې اوس سمدستي مدينې ته رړانه شه او په هغه مقدس کور کښې په قرار اوسه کوم چې تاته حضور اقدس صلي الله عليه واله پريښودے و ظاهره ده چې حضرت ام المومنين عائشه دې ته تياره نه وه. اخر حضرت علي عليه السلام ورڅخه خپل زوئے امام حسن عليه السلام اوليږه او د هغوئ په خله ئې دا پيغام ور اورسوه چې قسم په خداے چې دانه ئې اوچوله او (علاوه د دې نه ئ ) بني ادم پېدا کړل. ائ عائشې که تاسم دستې مديني ته د تګ تياري شروع نه کړه نو زه درته خبردارے درکوم چې يو داسې پيغام به درواستوم چې کيفيت ئې تاته ډير ښه معلوم دے . روايت دے چې دغه ساعت حضرت ام المومنين په سر کښې منګځ وهله. نيم سرئې منګځ کړے و . خو چې  د غه پيغام ئي واوريد نو فورا پاڅيده او خذمتګارانو ته ئې اوفرمايل چې زما اسباب په اښانو بار کړئ او ځې چې مدينې ته ځو ځکه چې اوس مدينې ته د تګ نه بغير بله لار نشته . دغه وخت د ام المومنين د څهرې نه د انتهائې اضطرار او اضطراب نخښې ښکاره شوې د بصرې په زنانو کښې د بني هلب پو ښځې ترې تپوس اوکړو چې اے ام المومنين مدينې ته د تګ خبره خو تاته ابن عباس هم کړے وه. او مو نږ بسددب چځی تا وېشېه ښه زوره زوره خبرې کولې او ابن عباس د غصې په حالت کښې رخصت شو. د دې ځوان (امام حسن) پلار هم راغلې و. او هم دغه خبره ئې درته کړے وه ليکن تا ورته هيڅ توجه نه وه کړ ے . ليکن د امام حسن په وينا د پريشانې او يرې سوب څه دے؟ نو حضرت ام المومنين ورته اوفرمايل چې يو ځل د مال غنيمت د ويشلو په وخت مونږ د نبي بي بيانو لږ شور اوکه . علي بن ابي طالب عليه السلام مونږه ټولې اوټوکو مختصر دا چې زمونږه په شور غوغا او درشت کلامئ حضور صلي الله واله هم په غضب شول علي ته ئې اکتل او ورت ه ئې ارشاد اوکړه چې اے علي ! ما د خپله جانبه د دې بيبيانو ته د طلاق ورکولو اختيار تاله درکړے دے ته زما وکيل ئې . په دوئ کښې چې که ته کومې بې بې ته زما له طرفه طلاق ورکړې د هغې نوم به د نسا النبي له دفتره محوشي نو په اصل کښې علي عليه السلام ماته د امام حسن عليه السلام په پيغام کښې دغه تنبيه راکړې ده.

زه د حضور صلي الله عليه واله وسلم د کلي فراق نه يرېږم . وايم هسې نه د علي د خولي نه څه داسې کليمه را اوحي چې بيا ئې هيڅ علاج نه وي

شلمه خطبه

د نفس اصلاح

د چا په مخکښې چې جنت او دوزخ وي . هغه (بلي ډډې ته )نه شي ګرزيدے . (داسي خلق په درېو ډلو تقسيم کېدے شي (اول) په بيړه سره کار کوونکي (دويم) د حق طالب چې سست دے (د خداے د رحمت) اميدوار کېدې شي. (دريم) ګناه کوونکي ، هغه په اور او د خداے په غضب کښې پريوت. ښي او چپ د ګمراهۍ طرفونه دي. نېغه لار د مېنځ ده . هم په دې لارې د صداقت ګواه قران حکيم او د رسول صلي الله عليه و اله وسلم سنت دے. هم د دې نېغې لارې منقد د رسول سنت دے . او اخر هم دې ته راګرځېدل دي. که چا دا لار پرېښوه اوبله لار ئې غوره کړه. هغه هلاک شو. او که چا دورغ اختيار کړل هغه زيان کار شو. چا چې د حق سره مقابله اوکړه. هغه برباد شو. دسړي د ناپوهۍ د پاره دا بس دي چې قدر اونه پېژني. د تقوي او پرهيزکارۍ جړ هيچرې نه برباد ېږي. او نه کوم قام پټي تږي پاتې کېدے شي. نو بس په خپلو خپلو کورونو کښې پټ ناست اوسئ. د خپلې اصلاح فکر ساتي. نو دا په تاسو پسې ده. د خداے نه بغير دې د چا صفت نه کوي او د خپل نفس نه سوا دې هيڅوک بل نه غندي.

نوټ له مترجم

دا خطبه په معنوي ډول سراسر په حکمتونو مبني ده. په دې کښې ئې چې په واضحه طريقه د کومو خبرو لار ښودلې ده هغه دادي.

(اول) کوشش او عمل کوونکي په نېغه لار روان وي. (دويم) د ګناه په لار تلونکي به د دوزخ نمړۍ شي. (دريم) د حق او صداقت سر چينه يا قران دے او يا د نبوت اثار يعني د رسول الله صلي الله عليه و اله وسلم سنت. نو حق هم په دغو کښې لڼوئ. هم دغه لار اختيار دي هم د دې نه لار غواړي ګني هيچرې به دحق نعمت حاصل نه کړئ. (څلورم) دا خبره هم ياده لرئ چې هم د دې خداے عبادت کوي هم د دې خداے حمد ګوئ او هم د ده تعريف او صفت کوئ هم د هغه په در سرونه ښکته کوئ . هم د هغه په در د پښېمانۍ او ښکې توئيوي. ( پنڅم ) د نورو خلقو غلطۍ مه لټوۍ . د خلقو په عېبونو لټولو وخت مه ضائع کوي. خپل ځانونه اورټۍ . او ځان ته ټوک ورکړئ ( شپژم ) د فتنو په وخت کښې چې ايمان دار خطا وي. حالات په خرابېدو وي . قدرونه بدلېږي. نو په هغه وخت کښې په کورونو کښې پټ کښينی . د فتنې او فساد نه په څنګ شي . په  دې شان به تاسو د هرې فتنې او افت نه ځان بچ کړئ. او که داسې مو اونه کړل . نو بيا به داسې راپرېوزي چې سنبهالېدلے به نه شي. ( اووم ) د ټولو نه ښه اصلاح خپله اصلاح ده که چرې تاسو په خپله اصلاح کښې کامياب شوئ . نو بس ښه شوئ . د نورونه زيات د ځان فکر کوئ او خپل فکر هم دا کېدے شي. چې خپلې حامۍ او لټوئ خپلې بدۍ محسوسې کړئ . د هغو نه توبه ګار شئ. او خپله اصلاح اوکړئ. هم دغه د ټولونه لويه کاميابي ده.