يو سل يولسمه خطبه[111][في ذم الدنيا]أَمَّا بَعْدُ فَإِنِّي أُحَذِّرُكُمُ الدُّنْيَا، فَإِنَّهَا حُلْوَةٌ خَضِرِةٌ، حُفَّتْ بِالشَّهَوَاتِ، وَتَحَبَّبَتْ بِالْعَاجِلَةِ، وَرَاقَتْ بِالْقَلِيلِ، وَتَحَلَّتْ بِالاْمَالِ، وَتَزَيَّنَتْ بِالْغُرُورِ، لاَ تَدُومُ حَبْرَتُهَا، وَلاَ تُؤْمَنُ فَجْعَتُهَا، غَرَّارَةٌ ضَرَّارَةٌ، حَائِلَةٌ زَائِلَةٌ، نَافِدَةٌبَائِدَةٌ، أَكَّالَةٌ غَوَّالَةٌ، لاَ تَعْدُوـ إِذَا تَنَاهَتْ إِلَى أُمْنِيَّةِ أَهْلِ الرَّغْبَةِ فِيهَا والرضى بِهَا ـ أَنْ تَكُونَ كَمَا قَالَ اللهُ سُبْحَانَهُ وتعالى: (كَمَاء أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّماَءِفَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الاَْرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيماً تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ وَكَانَ اللهُ عَلَى كُلِّ شَيْء مُقْتَدِراً). لَمْ يَكُنِ امْرُؤٌ مِنْهَا فِي حَبْرَة إِلاَّ أَعْقَبَتْهُ بَعْدَهَا عَبْرَةً، وَلَمْ يَلْقَ منْ سَرَّائِهَا بَطْناً إِلاَّ مَنَحَتْهُ مِنْ ضَرَّائِهَا ظَهْراً، وَلَمْ تَطُلَّهُ فِيهَا دِيمَةُ رَخَاء إِلاَّ هَتَنَتْ عَلَيهِ مُزْنَةُ بَلاَء! وَحَرِيٌّ إِذَا أَصْبَحَتْ لَهُ مُنْتَصِرَةً أَنْ تُمْسِيَ لَهُ مُتَنَكِّرَةً، وَإِنْجَانِبٌ مِنْهَا اعْذَوْذَبَ وَاحْلَوْلَى، أَمَرَّ مِنْهَا جَانِبٌ فَأَوْبَى! لاَ يَنَالُ امْرُؤٌ مِنْ غَضَارَتِهَا رَغَباً، إِلاَّ أَرْهَقَتْهُ مِنْ نَوَائِبِهَا تَعَباً! وَلاَ يُمْسِي مِنْهَا فِي جَنَاحِ أَمْن، إِلاَّ أَصْبَحَ عَلَى قَوَادِمِ خَوْف! غَرَّارَةٌ، غُرُورٌ مَا فِيهَا، فَانِيَةٌ، فَان مَنْ عَلَيْهَا، لاَ خَيْرَ في شَيْء مِنْ أَزْوَادِهَا إِلاَّ التَّقْوَى. مَنْ أَقَلَّ مِنْهَا اسْتَكْثَرَ مِمَّا يُؤْمِنُهُ! وَمَنِ اسْتَكْثَرَ مِنْهَا اسْتَكْثَرَ مِمَّا يُوبِقُهُ، وَزَالَ عَمَّا قَلِيل عَنْهُ. كُمْ مِنْ وَاثِق بِهَا قَدْ فَجَعَتْهُ، وَذِي طُمَأْنِينَة إِلَيْهَا قَدْ صَرَعَتْهُ، وَذِي أُبَّهَة قَدْ جَعَلَتْهُ حَقِيراً، وَذِي نَخْوَة قَدْ رَدَّتْهُ ذَلِيلاً! سُلْطَانُهَا دُوَّلٌ، وَعَيْشُهَا رَنِقٌ، وَعَذْبُهَا أُجَاجٌ، وَحُلْوُهَا صَبِرٌ، وَغِذَاؤُهَا سِمَامٌ، وَأَسْبَابُهَا رِمَامٌ! حَيُّهَا بِعَرَضِ مَوْت، وَصَحِيحُهَا بَعَرَضِ سُقْم! مُلْكُهَا مَسْلُوبٌ، وَعَزِيزُهَا مَغْلُوبٌ، وَمَوْفُورُهَا مَنْكُوبٌ، وَجَارُهَا مَحْرُوبٌ. أَلَسْتُمْ فِي مَسَاكِنِ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ أَطْوَلَ أَعْمَاراً، وَأَبْقَى آثَاراً، وَأَبْعَدَ آمَالاً، وَأَعَدَّ عَدِيداً، وَأَكْثَفَ جُنُوداً! تَعَبَّدُوا لِلدُّنْيَا أَيَّ تَعَبُّد، وَآثَرُوهَا أَيَّ إِيثَار، ثُمَّ ظَعَنوا عنْهَا بَغَيْرِ زَاد مُبَلِّغ وَلاَ ظَهْر قَاطِع. فَهَلْ بَلَغَكُمْ أَنَّ الدُّنْيَا سَخَتْ لَهُمْ نَفْساً بِفِدْيَة؟ أَوْ أَعَانَتْهُمْ بِمَعُونَة؟ أَوْ أَحْسَنَتْلَهُمْ صُحْبَةً؟ بَلْ أَرْهَقَتْهُمْ بَالْفَوَادِحِ، وَأوْهَنَتْهُمْ بِالْقَوَارِعِ، وَضَعْضَعَتْهُمْ بِالنَّوَائِبِ، وَعَفَّرَتْهُمْ لِلْمَنَاخِرَ، وَوَطِئَتْهُمْ بَالْمَنَاسِمِ، وَأَعَانَتْ عَلَيْهِمْ (رَيْبَ الْمَنُونِ)، فَقَدْ رَأَيْتُمْ تَنَكُّرَهَا لِمَنْ دَانَ لَهَا، وَآثَرَهَا وَأَخْلَدَ إِلَيْهَا، حِينَ ظَعَنُوا عَنْهَا لَفِرَاقِ الاَْبَدِ. هَلْ زَوَّدَتْهُمْ إِلاَّ السَّغَبَ؟ أَوْ أَحَلَّتْهُمْ إِلاَّ الضَّنْكَ؟ أوْ نَوَّرَتْ لَهُمْ إِلاَّ الظُّلْمَةَ؟ أَوْ أَعْقَبَتْهُمْ إِلاَّ النَّدَامَةَ؟أَفَهذِهِ تُؤْثِرُونَ؟ أَمْ إِلَيْهَا تَطْمَئِنُّونَ؟ أَمْ عَلَيْهَا تَحْرِصُونَ؟ فَبِئْسَتِ الدَّارُ لَمَنْ لَمْ يَتَّهِمْهَا، وَلَمْ يَكُنْ فِيهَا عَلَى وَجَل مِنْهَا! فَاعْلَمُوا ـ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ـ بِأَنَّكُمْ تَارِكُوهَا وَظَاعِنُونَ عَنْهَا، وَاتَّعِظُوا فِيهَا بِالَّذِينَ (قَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً): حُمِلُوا إِلَى قُبُورِهِمْ فَلاَ يُدْعَوْنَ رُكْبَاناً، وَأُنْزِلُوا [الاَْجْدَاثَ] فَلاَ يُدْعَوْنَ ضِيفَاناً، وَجُعِلَ لَهُمْ مِنَ الصَّفِيحِ أَجْنَانٌ، وَمِنَ التُّرَابِ أَكْفَانٌ، وَمِنَ الرُّفَاتِ جِيرَانٌ، فَهُمْ جِيرَةٌ لاَ يُجِيبُونَ دَاعِياً، وَلاَ يَمْنَعُونَ ضَيْماً، وَلاَ يُبَالُونَ مَنْدَبَةً، إِنْ جِيدُوا لَمْ يَفْرَحُوا، وَإِنْ قُحِطُوا لَمْ يَقْنَطُوا، جَمِيعٌوَهُمْ آحَادٌ، وَجِيرَةٌ وَهُمْ أَبْعَادٌ، مُتَدَانُونَ لاَ يَتَزَاوَرُونَ، وَقَرِيبُونَ لاَ يَتَقَارَبُونَ، حُلَمَاءُ قَدْ ذَهَبَتْ أَضْغَانُهُمْ، وَجُهَلاءُ قَدْ مَاتَتْ أَحْقَادُهُمْ لاَ يُخْشَى فَجْعُهُمْ وَلاَ يُرْجَى دَفْعُهُمْ، اسْتَبْدَلُوا بِظَهْرِ الاَْرْضِ بَطْناً، وَبِالسَّعَةِ ضِيقاً، وَبِالاَْهْلِ غُرْبَةً، وَبِالنُّورِ ظُلْمَةً، فَجَاؤُوهَا كَمَا فَارَقُوهَا، حُفَاةً عُرَاةً، قَدْ ظَعَنُوا عَنْهَا بِأَعْمَالِهِمْ إِلَى الْحَيَاةِ الْدَّائِمَةِ وَالدَّارِ الْبَاقِيَةِ، كَمَا قَالَ اللهُ سُبْحَانَهُ: (كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْق نُعِيدُهُ وَعْداً عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ). د دنيا له مينې خبردار اوسئاما بعد! زۀ تاسو د دنيا له مينې وېروم ځکه چې دا په ظاهر خوږه او رنګارنګه ده خو په شهوتونو او خوندونو کې پټه ده دنيا په تېرېدونکو نعمتونو سره دوستي کوي او په لږې ښکلا سره ځان ښئ، او ځان د ارمانونو په جامه او د غولولو په کالي کې راڅرګندوي، خوښي يې دوام نه لري او له غمه يې څوک نه دي خوندي.دنيا ډېره غولوونکې او تاوان اړوونکې، بدلېدونکې، فناکېدونکې، وژونکې او تباه کوونکې ده. او کله چې د هيله مندو لاسته ورشي او د هغوي له ارمانونو سره مله شي نو وبه ويني چې دنيا خو تش يو سراب دے لکه خداے تعالی چې فرمايي: «ژوندخود هغواوبو په شان دے چې له آسمانه يې نازلې کړو او پرېمانهبوټي زر غون کړي بيا وچ شي او باد يې خوارۀ وارۀ کړي، او خداے پاک په هرڅه باندې وسيال دي» دنيا چا ته خوشحالي ونۀ ښودله مګر دا چې بيا يې په اوښکو او غمونو ونمانځي، لا د دنيا له خوښيو نه وي خړوب شوے چې په غمونو يې اخته شي، لا په چا د دنيا د هوساينې اوخوشحالۍ پرښه نه وي پرېوتې چې د بلاګانو سېلاب ترې هرڅه تم کړي. سهار لا له چا سره ملګرے شوے نۀ وي چې ماښام ترې ځان ناپېژاندے کړي. که له يوې خوا خوږه او مزيداره ده له بلې خوا ترخه او بد خونده. هيچا د دنيا له پرېمانه لورينوخوند وانه خېست مګر دا چې سختيو يې لمنه راونيوه، يوه شپه يې د دنيا په لمنه کې په قرار تېره نه کړه مګر دا چې سبا يې د ستونځو او ربړو منګي په سر مات شول، دا دهوکه بازه ده او څه چې پکې دي هغه هم غولوونکي دي،فاني دي، تېرېدونکي دي.او څوک چې پکې اوسېږي فنا کېږي. د هغې په توښه کې صرف په تقوا کې خېر دے، څوک چې ترې په خپله اندازه يوسي په امن به وي او څوک چې د دنيا نه ډېره ډېره غواړي د ځان تباهي غواړي، او ډېر زر به يې له لاسه وځي. ډېرو په دنيا باور وکړ خو ناڅاپه يې په مصيبتونو اخته کړل او ډېر پرې ډاډه شول خو وې وژل، د دنيا حکومت، ژوند يې تور تم، خواږۀ يې تراوۀ او شيرين يې تراخۀ دي. خواړۀ يې زهر، او مال اسباب يې وراستۀ، ژوندي يې مړۀ کېدونکي، روغ يې ناجوړه کېدونکي،حکومت يې تباه،خپلوان يې مات، متاع يې سپيره، او دې ته پناه وړونکي شوکېدو نکي دي. ولې تاسو نن د خپلو تېروکسانو په ځاے نه يئ ناست چې عمرونه يې تر تاسو اوږده، نخښې يې تر تاسو پخې، هيلې يې تر تاسو زياتې، وګړي يې تر تاسو ډېر، او لښکرې يې بې شمېره وې؟ دنيا يې ښه وپالله او تر هر څه يې مخکې کړه خو بيا يې ترې کډه وکړه او لاړل، په داسې حال کې چې نه يې د منزل لپاره لازمه توښه اخېستې وه او نه يې سورلي چې مقصد ته يې ورسوي، آيا تاسو چرته اورېدلي دي چې دنيا ځان په هغوي قربان کړے وي؟ يا يې ورسره مرسته کړې وي يا يې ورسره نيکي کړې وي؟ نه، هيڅکله نه!! بلکه د دنيا سختيو داسې راونيول چې پوستکي ترې يې اوېستل اوهډونه يې ورمات کړل، په سختيوباندې يې وځپل او په مصيبتونوباندې يې سپک اوذليل کړل. پوزې يې په ځمکه ورومږلې ، چخڼي يې کړل او د زمانې پېښېيې د هغوي په خلاف وپارولې. تاسو ولىدل چې دنيا هغه کس چې ورته يې سر ټيټ کړے ؤ دنيا يې خوښه کړې وه، په هرڅه يې مخکې کړې وه ته به وائې چې هميشه به پاتې وي، ونه پېژندۀ او ځان يې پرې نانګاره کړ اوآيا هغوي ته يې بې له لوږې بله توښه ور کړه؟ او بې د قبر له تنګۍ يې بله تحفه ورکړه؟ او آيا د دنيا رڼا تيارۀ اوانجام يې پښېماني نه وه؟ نو تاسو داسې دنيا پسې نښتي يئ او په داسې دنيا ډاډه يئ؟ اوارمان يې کوئ؟ دنيا خو د هغه چا لپاره چې ورته خوشبينه وي او له خطرو يې ونه وېرېږي ډېر بدکور دے نو پوه شئ، او پوهېږئ چې هغه به درنه پاتې کېږي اوکډه به ترې باروئ! نوعبرت واخلئ له هغوکسانوچې ويل به يې «څوک تر مونږ مضبوط دي؟» او بيا يې همدغه کسان ګورونوته وسپارل اوهن چې سورلي يې هم نصيب نه شوه او قبرونوته ورکوز کړې شول داسې چې چا ورته مېلمه هم ونه وې، له کاڼو يې قبرونه ورجوړ کړل او له خاورو يې کفنونه. وراستۀ هډونه يې ګاونډيان شول، هغه هډونه چې هيڅ بلونکي ته ځواب نه ورکوي او د هيڅ زياتي مخه نه شې نيولي. او نه د چا وېرونوته غوږ ږدي. دوي نه په باران خوشحالېږي او نه په وچکالۍ خفه کېږي، سره راغونډ دي خو يواځې دي، د يو بل ګاونډيان دي خو له يو بله لرې دي. يو بل ته نزدې دي خوملاويږي نه. له يو بل سره جوخت دي خو له يو بله جدا دي. دوي نو اوس داسې خاضعه شوې دي چې کينې يې له فکرونو وتلې او داسې بې خبره دي چې حسد يې په زړونوکې مړ شوے دے. نه له دوي څخه د کومې خطرې اندېښنه شته او نه ترې د دفاع هيله کېدې شي. د ځمکې د مخ په ځاے يې د ځمکې خېټه او د پراخوکورنوپه ځاے يې تنګې کوټې خوښې کړې دي. له خپلوانو سره د ژوند په ځاے يې مسافري او غربت او د رڼا په ځاے يې تيارۀ او ظلمت غوره کړے دے او د ځمکې خېټې ته هماغسې لاړل څنګه چې ترې راغلې وو، پښې ابلې او لغړ، يواځې له خپلو علمونو سره تل پاتې ژوند ته روان شول او هميشني کور ته وکوچېدل هغه شان چې لوے خداے فرمائي: «لکه څرنګه مو چې مخکې پېدا کړ همداسې به يې ستون کړو، زمونږ وعده حقه ده او په هر حال دا کار به کوو» يو سل دولسمه خطبه[112]ومن خطبة له عليه السلام ذكر فيها ملك الموت وتوفية الانفس هَلْ تُحِسُّ بِهِ إِذَا دَخَلَ مَنْزِلاً؟ أَمْ هَلْ تَرَاهُ إِذَا تَوَفَّى أَحَداً؟ بَلْ كَيْفَ يَتَوَفَّى الْجَنِينَ فِي بَطْنِ أُمِّهِ؟! أَيَلِجُ عَلَيْهِ مِنْ بَعْضِ جَوَارِحِهَا؟ أَمِ الرُّوحُ أَجَابَتْهُ بَإِذْنِ رَبِّهَا؟ أَمْ هُوَ سَاكِنٌ مَعَهُ فِي أَحْشَائِهَا؟كَيْفَ يَصِفُ إِلهَهُ مَنْ يَعْجَزُ عَنْ صِفَةِ مَخْلُوق مِثْلِهِ؟! (په دې خطبه کې يې د ملک الموت، او د ارواګانو د اخېستلوحالت ذکر کړے دے) د ملائېکو له درک کولود انسان بې وسيکله چې (د مرګ فرښته) کور ته درځي ته ترې خبرېږې؟ آياکله چې له يوۀ کسه روح اخلي ته يې وينې؟ هغه بچے څنګه د مور په خېټه کې مړکوي؟ آيا د مور له غړيو ورننوځي او که نه روح د خداے په اذن د هغه غږ ته لبيک وائي؟ يا هغه له بچي سره دمور په خېټه کې اوسېږي؟ نو فکر وکړه څوک چې د ځان په شان د يو مخلوق په کمالاتو نه شي پوهېدلے هغه به د خپل خداے په اوصافو څه پوه شي؟ يو سل ديارلسمه خطْبه[113][في ذم الدنيا]:وَأُحَذّرُكُمُ الدُّنْيَا، فَإِنَّهَا مَنْزِلُ قُلْعَة، وَلَيْسَتْ بِدَارِ نُجْعَة، قَدْ تَزَيَّنَتْ بَغُرُورِهَا، وَغَرَّتْ بِزِينَتِهَا، دَارُهَا هَانَتْ عَلَى رَبِّهَا، فَخَلَطَ حَلاَلَهَا بِحَرَامِهَا، وَخَيْرَهَا بِشَرِّهَا، وَحَيَاتَهَا بِمَوتِهَا، وَحُلْوَهَا بِمُرِّهَا، لَمْ يُصْفِهَا اللهُ لاَِوْلِيَائِهِ، وَلَمْ يَضِنَّ بِهَا عَلَى أَعْدَائِهِ، خَيْرُهَا زَهِيدٌ، وَشَرُّهَا عَتِيدٌ، وَجَمْعُهَا يَنْفَدُ، وَمُلْكُهَا يُسْلَبُ، وَعَامِرُهَا يَخْرَبُ. فَمَا خَيْرُ دَار تُنْقَضُ نَقْضَ الْبِنَاءَ، وَعُمُر يَفْنَى فَنَاءَ الزَّادِ، وَمُدَّة تَنْقَطِعُ انْقِطَاعَ السَّيْرِ! فاجْعَلُوا مَا افْتَرَضَ اللهُ عَلَيْكُمْ مِنْ طَلِبَتِكُمْ، وَاسْأَلُوهُ مِنْ أَدَاءِ حَقِّهِ مَا سَأَلَكُمْ، وَأَسْمِعُوا دَعْوَةَ الْمَوْتِ آذَانَكُمْ قَبْلَ أَنْ يُدْعَى بِكُمْ. إِنَّ الزَّاهِدِينَ في الدُّنْيَا تَبْكِي قُلُوبُهُمْ وَإِنْ ضَحِكُوا، وَيَشْتَدُّ حُزْنُهُمْ وَإِنْ فَرِحُوا، وَيَكْثُرُ مَقْتُهُمْ أَنْفُسَهُمْ وَإِنِ اغْتُبِطُوا بِمَا رُزِقُوا. قَدْ غَابَ عَنْ قُلُوبِكُمْ ذِكْرُ الاْجَالِ، وَحَضَرَتْكُمْ كَوَاذِبُ الاْمَالِ، فَصَارَتِ الدُّنْيَاأَمْلَكَ بِكُمْ مِنَ الاْخِرَةِ، وَالْعَاجِلَةُ أَذْهَبَ بِكُمْ مِنَ الاْجِلَةِ، وَاِِنَّمَا أَنْتُم إِخْوَانٌ عَلَى دِينِ اللهِ، مَا فَرَّقَ بَيْنَكُمْ إِلاَّ خُبْثُ السَّرَائِرَ، وَسُوءُ الضَّمائِرِ، فَلاَ تَوَازَرُونَ، وَلاَ تَنَاصَحُونَ، وَلاَ تَبَاذَلُونَ، وَلاَ تَوَادُّونَ. مَا بَالُكُمْ تَفْرَحُونَ بِالْيَسِيرَ مِنَ الدُّنْيَا تُدْرِكُونَهُ وَلاَ يَحْزُنُكُمُ الْكَثِيرُ مِنَ الاخِرَةِ تُحْرَمُونَهُ! وَيُقْلِقُكُمُ الْيَسِيرُ مِنَ الدُّنْيَا يَفُوتُكُمْ، حَتَّى يَتَبَيَّنَ ذلِكَ فِي وُجُوهِكُمْ، وَقَلَّةِ صَبْرِكُمْ عَمَّا زُوِيَ مِنْهَا عَنْكُمْ! كَأَنَّهَا دَارُ مُقَامِكُمْ، وَكَأَنَّ مَتَاعَهَا بَاق عَلَيْكُمْ.وَمَا يَمْنَعُ أَحَدَكُمْ أَنْ يَسْتَقْبِلَ أَخَاهُ بِمَا يَخَافُ مِنْ عَيْبِهِ، إِلاَّ مَخَافَةُ أَنْ يَسْتَقْبِلَهُ بِمِثْلِهِ، قَدْ تَصَافَيْتُمْ عَلَى رَفْضِ الاْجِلِ وَحُبِّ الْعَاجِلِ، وَصَارَ دِينُ أَحَدِكُمْ لُعْقَةً عَلَى لِسَانِهِ، صَنِيعَ مَنْ قَدْ فَرَغَ مِنْ عَمَلِهِ، وَأَحْرَزَ رِضَى سَيِّدِهِ. د دنيا غندنهتاسو ته له دنيا پالنې څخه خبردارے درکوم ځکه چې دا د کوچ ځاے دے نۀ دتل پاتې کېدو. دنيا په خپلې دهوکې پسولل شوې ده او په خپل سينګار غولول کوي. داسې کور دے چې خداے ته هيڅ ارزښت نه لري ځکه چې حلال يې له حرامو او ښه يې له بدو سره ګډ شوې دي. ژوند يې له مرګ او خواږۀ يې له ترخو سره اخښل شوي دي، خداے تعالی خپلو دوستانو ته نۀ ده خوښه کړې اودښمنانوته په ورکړې کې يې شومتوب نۀ دے کړے، د دنيا خېر لږ او شر يې زيات دے، د دې راغونډ کړې شوي له لاسه تلونکي او شتۀ يې لوټېدونکي، او آبادي يې ورانېدونکې ده. نوڅه ارزښت لري هغه کور چې ستنې يې شړېدونکي او عمر يې د توښې په شان په ختمېدونکے دے؟ او د هغه ژوندبه څه خوند وي چې د سفر وخت يې آخر ته رسېږي. اے خلکو!څه چې خداے پاک واجب او فرض کړي دي هغه په خپلو غوښتنو کې شامل وګڼئ او د الهي حقوقو په ورکړه کې له هغه مرسته وغواړئ او مخکې له دې چې مرګ مو وبلي بلنه يې په غوږونو واورئ. په دنيا کې د زاهدانو نښه دا ده چې که څه هم په خولې خاندي خو زړۀ يې ژاړي اوکه څه هم خوشحال وي خو غم يې لوے وي اوکه څه هم د پرېمانه نعمتونو په وجه پرې نور رشک کوي خودوي له خپل نفس سره سخته دښمني کوي. ستاسوله زړونود مرګ ياد کډه کړې اوځاے يې غولوونکو هيلو نيولے دے. دنيا تر آخرته زياته په تاسو واکمنه شوې او دنيا پالنې درنه قيامت هېرکړے دے. پوه شئ چې تاسو د يوه بل ديني وروڼه يئ؛ د باطن پليتۍ او د ضمير خرابۍ له يوه بله جدا کړي يئ. نۀ له نورو سره مرسته کوئ، نۀ د يو بل خېرخواه يئ، نۀ يو بل ته څه ورکوئ او نۀ سره ملګرتيا کوئ. نو په تاسوڅه شوي دي چې معمولي شان دنيا ومومئ نوخوشحالېږئ اوکه د آخېرت لويه توښه وبايلئ غمجنيږئ نه! خود دنيا يو وړوکے شان څيز موکه له لاسه وځي پرېشانه کېږ ئ او بې تابي کوئ. ته به وائې دا دنيا ستاسو د تل پاتې کېدو ځاے او سامان يې همېشه ستاسو لپاره دے.ستاسوحال دا دے چې دخپل ديني ورور له غيبته مو هيڅ څه نۀ منعې کوي مګر دا چې وېرېږئ چې له تاسو سره هم دغه ډول سلوک وکړي. د آخرت په بې پروايئ او د دنيا په دوستۍ کې مو سره غوږونه يوکړې دي او هر يوۀ مو يواځې په خولې د دين خبره کوئ او په دغه کار خوشحاله يئ ته به وائې هر يوۀ مو خپل کار ختم کړے او څښتن مو خوشحاله کړے دے. يو سل څوارلسمه خْطبه[114][مواعظ للناس]الْحَمْدُ للهِ الْوَاصِلِ الْحَمْدَ بِالنِّعَمِ وَالنِّعَمَ بِالشُّكْرِ، نَحْمَدُهُ عَلَى آلاَئِهِ كَمَا نَحْمَدُهُ عَلَى بَلاَئِهِ، وَنَسْتَعِينُهُ عَلَى هذِهِ النُّفُوسِ الْبِطَاءِ عَمَّا أُمِرَتْ بِهِ، السِّرَاعِ إِلَى مَا نُهِيَتْ عَنْهُ، وَنَسْتَغْفِرُهُمِمَّا أَحَاطَ بِهِ عِلْمُهُ، وَأَحْصَاهُ كِتَابُهُ: عِلْمٌ غَيْرُ قَاصِر، وَكِتَابٌ غَيْرُ مُغَادِر، وَنُؤْمِنُ بِهِ إِيمَانَ مَنْ عَايَنَ الْغُيُوبَ، وَوَقَفَ عَلَى الْمَوْعُودِ، إِيمَاناً نَفَى إِخْلاَصُهُ الشِّرْكَ، وَيَقِينُهُ الشَّكَ، وَنَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، شَهَادَتَيْنِ تُصْعِدَانِ الْقَوْلَ، وَتَرْفَعَانِ الْعَمَلَ، لاَيَخِفُّ مِيزَانٌ تُوضَعَانِ فِيهِ، وَلاَ يَثْقُلُ مِيزَانٌ تُرْفَعَانِ مِنُهُ. أُوصِيكُمْ، عِبَادَ اللهِ، بَتَقْوَى اللهِ الَّتي هِيَ الزَّادُ وَبِهَا الْمَعَاذُ: زَادٌ مُبْلِغٌ وَمَعَاذٌ مُنْجِحٌ، دَعَا إِلَيْهَا أَسْمَعُ دَاع، وَوَعَاهَا خَيْرُ وَاع، فَأَسْمَعَ دَاعِيهَا، وَفَازَ وَاعِيهَا. عِبَادَ اللهِ، إِنَّ تَقْوَى اللهِ حَمَتْ أوْلِيَاءَ اللهِ مَحَارِمَهُ، وَأَلْزَمَتْ قُلُوبَهُمْ مَخَافَتَهُ، حَتَّى أَسهَرَتْ لَيَالِيَهُمْ، وَأَظْمَأَتْ هَوَاجِرَهُمْ; فَأَخَذُوا الرَّاحَةَ بِالنَّصَبِ، وَالرِّيَّ بِالظَّمَإِ، وَاسْتَقْرَبُوا الاَْجَلَ فَبَادَرُوا الْعَمَلَ، وَكَذَّبُوا الاَْمَلَ فَلاَحَظُوا الاَْجَلَ. ثُمَّ إِنَّ الدُّنْيَا دَارُ فَنَاء، وَعَنَاء، وَغِيَر، وَعِبَر: فَمِنَ الْفَنَاءِ أَنَّ الدَّهْرَ مُوتِرٌ قَوْسَهُ، لاَتُخْطِىءُ سِهَامُهُ، وَلاَ تُؤْسَى جِرَاحُهُ، يَرْمِي الْحَيَّ بِالْمَوْتِ، وَالصَّحِيحَ بِالسَّقَمِ، وَالنَّاجِيَ بِالْعَطَبِ، آكِلٌ لاَ يَشْبَعُ، وَشَارِبٌ لاَ يَنْقَعُ. وَمِنَ الْعَنَاءِ أَنَّ الْمَرْءَ يَجْمَعُ مَا لاَ يَأْكُلُ، وَيَبْني مَا لاَ يَسْكُنُ، ثُمَّ يَخْرُجُ إِلَى اللهِ، لاَ مَالاً حَمَلَ، وَلاَ بِنَاءً نَقَلَ! وَمِنْ غِيَرِهَا أَنَّكَ تَرَى الْمَرْحُومَ مَغْبُوطاً، والْمَغْبُوطَ مَرْحُوماً، لَيْسَ ذلِكَ إِلاَّ نَعِيماً زَلَّ، وَبُؤْساً نَزَلَ. وَمِنْ عِبَرِهَا أَنَّ المَرْءَ يُشْرِفُ عَلَى أَمَلِهِ فَيَقْتَطِعُهُ حُضُورُ أَجَلِهِ، فَلاَ أَمَلٌ يُدْرَكُ، وَلاَ مُؤَمَّلٌ يُتْرَكُ.فَسُبْحَانَ اللهِ، مَا أَعَزَّ سُرُورَهَا! وَأَظْمَأَ رِيَّهَا! وَأَضْحَى فَيْئَهَا! لاَ جَاء يُرَدُّ، وَلاَ مَاض يَرْتَدُّ. (په دې خطبه کې يې خلکو ته نصيحت کړے دے) د خداے پاک حمد او د توحيد ګواهيستائېنه له هغه پالونکي سره ښائي چې حمد او ستائېنه يې له لورينو او نعمتونو او لورينې او نعمتونه يې له مننې سره يوځاے کړې دي. د هغۀ په بلاګانواو مصيبتونو هماغه شان شکر کوو څنګه يې چې په پېرزوينوکوو. او د سرکښه نفس د پيزواني کولو لپاره چې د الهي اوامرو سرته رسولو ته مو سستوي او د منع کړيو کارونو کولو ته موګړندوي له خدايه مرسته غواړو. او له هغو ګناهونو چې د خداے په علم کې دي او په کتاب کې يې په ګوته كړي او ليکلې دي له هغه بخښنه غواړو. هغه علم چې هيڅ نيمګړتيا نه لري اوهغه کتاب چې هيڅ څه ترې نه دي پاتې. په خداے پاک باندې ايمان لرو د هغه کس ايمان چې غيب يې په خپلو سترګو لىدلي وي او د خداے له وعدې خبر وي. داسې ايمان چې اخلاص يې شرک وتوږي اويقين يې شک ختم کړي. او ګواهي ورکوو چې بې له هغۀ بل خداے نيشته، يو او واحد دے، شريک نه لري او نه يې سيال شته دے. او ګواهي ورکوو چې محمد(ص) د خداے بنده اواستازے دے. «سلام دې وي په هغۀ او دهغه په آل باندې» دا دوه شهادتونه زمونږ وينا پورته وړي او زمونږ عمل د خداے پاک در ته رسوي.په کومه تله کې چې دا دوه ګواهۍ وي سپکه نه شي کېدې اوکه دا ترې واخلې په بل څه نه شي درنېدې. اے د خداے بندګانو! تاسو د خداے پاک تقوا ته بلم چې د قيامت د سفر توښه ده. تقوا داسې توښه ده چې انسان منزل ته رسوي او داسې پناه ده چې انسان امنوي. تر ټولو ښۀ وياند هغه د ولس غوږونو ته ورسوله او ترټولو ښۀ اورېدونکيهغه واورېده. نو رسوونکي ښه ورسوله او اورېدونکو ښه واورېده. او وژغورل شول. اے د خداے بندګانو! پوه شئ چې تقوا د خداے پاک دوستان له حرامو چارو منعې کوي او زړونه يې د خداے په وېرهخړوبوي تردې چې شپې يې په بې خوبۍ او ورځې يې د تندې په زغملواو د روژې په نيولو تېرې شي.دوي هغه کسان دي چې د آخېرت هوساينه يې د دنيا په کړاوونو او د هغه ځاے خړوبونه يې د دنيا د تندې په زغملو لاسته راوړه. اجل ورته نزدېښکاره شواو په نېکو چارو يې بيړه وکړه. د دنيا ارمانونه او ارزوګانې يې دورغ وګڼلې او مرګ يې په پرانېستو سترګو وليدۀ. هو، دنيا د فنا، تکليف، بدلون او عبرت ځاے دے. د دې د تباهۍ نخښې دا دي چې زمانې هر وخت لينده سپره کړې وي او غشي يې خطا نه ځي. زخم يې ښۀ کېدلنۀ لري، ژوندي د مرګ په غشي ولي، روغ په بيمارۍ راپرځوي او بچكېدونکي په تباهۍ. د دنيا خوړونکي مړېږي نه او د څښونکي تنده يې ماتېږي نه، د دنيا د کړاو او زحمت لپاره همدومره بس ده چې انسان هغه څه جمع کوي چې په خپله يې نه خوري او هغه کور جوړوي چې په خپله پکې نه اوسېږي. نو د خپل رب په لور جاروزي په د اسې حال کې چې نه يې له ځان سره مال وړے وي او نه کور،د دنيا د بدلېدو حال خو دا دے چې څوک تر پرونه د رشک قابل ؤ نن د رحم قابل دے او د دې سبب همدا دے چې نعمتونه اوړېدونکي او مصيبتونه ناڅاپه راتلونکي دي.د دنيا نخښې عبرتناکې دي اوکله چې انسان له کار او زياره وروسته ايله خپلو ارمانونو ته په رسېدو وي چې ناڅاپي پرې مرګ منګولې ښخې کړي، هيله يې ورغوڅه کړي نو نۀ يې کوم ارمان پوره شي او نۀ ارمانجن پاتے شي. فَسُبْحَانَ
اللهِ، مَا أَقْرَبَ الْحَيَّ مِنَ المَيِّتِ لِلَحَاقِهِ بِهِ، وَأَبْعَدَ
الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ لاِنْقِطَاعِهِ عَنْهُ! وَاعْلَمُوا أَنَّ مَا نَقَصَ مِنَ الدُّنْيَا وَزَادَ فيالاْخِرَةِ خَيْرٌ مِمَّا نَقَصَ مِنَ الاْخِرَةِ وَزَادَ فِي الدُّنْيَا: فَكَمْ مِنْ مَنْقُوص رَابح وَمَزِيد خَاسِر! إنَّ الَّذي أُمِرْتُمْ بِهِ أَوْسَعُ مِنَ الَّذِي نُهِيتُمْ عَنْهُ، وَمَا أُحِلَّ لَكُمْ أَكْثَرُ مِمَّا حُرِّمَ عَلَيْكُمْ، فَذَرُوا مَا قَلَّ لِمَا كَثُرَ، وَمَا ضَاقَ لِمَا اتَّسَعَ. قَدْ تُكُفِّلَ لِكُمْ بِالرِّزْقِ، وَأُمِرْتُمْ بَالْعَمَلِ، فَلاَ يَكُونَنَّ الْمَضْمُونُ لَكُمْ طَلَبُهُ أَوْلَى بِكُمْ مِنَ الْمَفْرُوضِ عَلَيْكُمْ عَمَلُهُ، مَعَ أَنَّهُ واللهِ لَقَدِ اعْتَرَضَ الشَّكُّ، وَدَخِلَ الْيَقِينُ، حَتَّى كَأَنَّ الَّذِي ضُمِنَ لَكُمْ قَدْ فُرِضَ عَلَيْكُمْ، وَكَأَنَّ الَّذِي قَدْ فُرِضَ عَلَيْكُمْ قَدْ وُضِعِ عَنْكُمْ. فَبَادِرُوا الْعَمَلَ، وَخَافُوا بَغْتَةَ الاَْجَلِ، فَإِنَّهُ لاَ يُرْجَى مِنْ رَجْعَةِ الْعُمُرِ مَا يُرْجَى مِنْ رَجْعَةِ الرِّزْقِ، مَا فَاتَ الْيَوْمَ مِنَ الرِّزْقِ رُجِيَ غَداً زِيَادَتُهُ، وَمَا فَاتَ أَمْسِ مِنَ الْعُمُرِ لَمْ يُرْجَ الْيَوُمَ رَجْعَتُهُ. الرَّجَاءُ مَعَ الْجَائِي، وَالْيَأْسُ مَعَ الْمَاضِي، فـَ (اتَّقُوا اللهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) سبحان الله! د دنيا خوښي څومره غولوونکې او سېرابي يې څومره تږوونکې، او سيورے يې څومره سوزوونکے دے. نۀ راتلونکې پېښه غړېدلې شي او نه تېر وخت جاروېستلے شي. نو پاک او سپېڅلے دے خداے تعالی! ژوندي څومره مړيو ته نزدې دي چې وريوځاے شي او مړي څومره له ژوندو لرې دي چې ترې جدا شوي دي. هيڅ څه تر شره بد نۀ دي مګر عذاب يې، او هيڅ څه تر خېر او ښېګړې ښه نۀ دي مګر ثواب يې،د دنيا د هرڅه اورېدل يې تر لىدلو لوے دي، او د آخرت د هر څه لىدل تر اورېدلو لوے دي. نو ستاسو لپاره اورېدل تر لىدلو بس دي. او د آخرت له پټوحقيقتونوخبرېدل هم کافي دي. خبر اوسئ! کله چې ستاسو له دنيا څه کم شي او په آخرت مو ورزيات شي دا تردې غوره ده چې ستاسو د آخرت اجر کم او دنيا مو زياته شي. ډېرې داسې کم حاصلونې شته چې ګټورې دي او ډېرې داسې زيات حاصلونې شته چې زيانمنې دي. پوه شئ چې د څه امر درته شوے دے هغه تر هغوڅيزونو زيات او پراخ دي چې منع ترې شوې يئ،او هغه څه چې په تاسوحلال دي تر هغه څه زيات دي چې درباندې حرام دي. نو هغه څه چې کم دي د هغه څه لپاره چې زيات دي پرېږدئ. اوتنګي د وسعت لپاره پرېږدئ.خداے ستاسو د رزق ضمانت کړے دے او تاسو يې کار او تلاش ته بللي يئ، نو داسې نه شي چې د څه شي ضمانت يې کړے د هغه طلب تر هغه څه زيات شي چې واجب کړے يې دے. سره له دې چې په خداے قسم ناپوهي، شک او يقين دومره سره ګډ وډ شوې دي چې ته به وائې خداے پاک چې د کومې روزۍ ضمانت کړے دے هغه په تاسو واجبه شوې وي. او څه يې چې په تاسو باندې واجب کړي هغه يې درنه ساقط کړې وي. نو په نېکوچاروکې ګړندي اوسئ. او له ناڅاپي مرګه ووېرېږئ، ځکه چې کومه روزي له لاسه تللې وي د ستنېدو هيله يې شته خوتېر عمر بيرته نه جاروځي، نن که مو د دنيا ګټه يو څه کمه شوې ده سبا يې لاسته راوړلې شئ خوکوم عمر چې مو پرون تېر شوے دے د ستنېدو هيله يې نيشته. راتلونکي وخت ته هيله مند او له تېر وخته نهيلي او نااميده اوسئ.(له خدايه ووېرېږئ او له دې دنيا مه ځئ تر هغه وخته چې حقيقي مسلمانان شئ) يو سل پينځلسمه خطبه[ 115 ]في الاستسقاءاللَّهُمَّ قَدِ انْصَاحَتْ جِبَالُنَا، وَاغْبَرَّتْ أَرْضُنَا، وَهَامَتْ دَوَابُّنَا، وَتَحَيَّرَتْ في مَرَابِضِهَا، وَعَجَّتْ عَجِيجَ الثَّكَالَى عَلَى أَوْلاَدِهَا، وَمَلَّتِ التَّرَدُّدَ في مَرَاتِعِهَا، وَالحَنِينَ إِلَى مَوَارِدِهَا. اللَّهُمَّ فَارْحَمْ أَنِينَ الاْنَّةِ، وَحَنِينَ الْحَانَّةِ! اللَّهُمَّ فَارْحَمْ حَيْرَتَهَا فِيمَذَاهِبِهَا، وَأَنِينَهَا في مَوَالِجِهَا! اللَّهُمَّ خَرَجْنَا إِلَيْكَ حِينَ اعْتَكَرَتْ عَلَيْنَا حَدَابِيرُ السِّنِينَ، وَأَخْلَفَتْنَا مَخَايِلُ الْجُودِ; فَكُنْتَ الرَّجَاءَ لِلْمُبْتَئِسِ، وَالْبَلاَغَ لِلْمُلْتَمِسِ. نَدْعُوكَ حِينَ قَنَطَ الاَْنَامُ، وَمُنِعَ الْغَمَامُ، وَهَلَكَ الْسَّوَامُ، أَلاَّ تُؤَاخِذَنَا بَأَعْمَالِنَا، وَلاَ تَأْخُذَنَا بِذُنُوبِنَا، وَانْشُرْ عَلَيْنَا رَحْمَتَكَ بِالسَّحَابِ الْمُنْبَعِقِ، وَالرَّبِيعِ الْمُغْدِقِ، وَالنَّبَاتِ الْمُونِقِ، سَحّاً وَابِلاً تُحْيِي بِهِ مَا قَدْ مَاتَ، وَتَرُدُّ بِهِ مَا قَدْ فَاتَ. اللَّهُمَّ سُقْيَا مِنْكَ مُحْيِيَةً مُرْوِيَةً ، تَامَّةً عَامَّةً، طَيِّبَةً مُبَارَكَةً ، هَنِيئَةً مَرِيعَةً زَاكِياً نَبْتُهَا ، ثَامِراً فَرْعُهَا نَاضِراً وَرَقُهَا، تُنْعِشُ بِهَا الضَّعِيفَ مِنْ عِبَادِكَ ، وَتُحْيِي بِهَا الْمَيِّتَ مِنْ بِلاَدِكَ ! اللَّهُمَّ سُقْيَا مِنْكَ تُعْشِبُ بِهَا نِجَادُنَا وَتَجْرِي بِهَا وِهَادُنَا وَيُخْصِبُ بِهَا جَنَابُنَا وَتُقْبِلُ بِهَا ثِمَارُنَا وَتَعِيشُ بِهَا مَوَاشِينَا ، وَتَنْدَى بِهَا أَقَاصِينَا وَتَسْتَعِينُ بِهَا ضَوَاحِينَا ، مِنْ بَرَكَاتِكَ الْوَاسِعَةِ ، وَعَطَايَاكَ الْجَزِيلَةِ ، عَلَى بَرِيَّتِكَ الْمُرْمِلَةِ وَوَحْشِكَ الْمُهْمَلَةِ . وَأَنْزِلْ عَلَيْنَا سَمَاءً مُخْضِلَةً مِدْرَاراً هَاطِلَةً ، يُدَافِعُ الْوَدْقُ مِنْهَا الْوَدْقَ ، وَيَحْفِزُ الْقَطْرُ مِنْهَا الْقَطْرَ ، غَيْرَ خُلَّب بَرْقُهَا وَلاَ جَهَام عَارِضُهَا ، وَلاَ قَزَع رَبَابُهَا وَلاَ شَفَّان ذِهَابُهَا ، حَتَّى يُخْصِبَ لاِِمْرَاعِهَا الُْمجْدِبُونَ وَيَحْيَا بِبَرَكَتِهَا المُسْنِتُونَ فَإِنَّكَ تُنْزِلُ الْغَيْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوا ، وَتَنْشُرُ رَحْمَتَكَ وَأَنْتَ الْوَلِيُّ الْحَميدُ . (د باران د غوښتلو لپاره يې په کوفې کې دا وينا وکړه) د باران د ورېدو (استسقا) لپاره دعااے خدايه! زمونږ غرونه له وچکالۍ نه چاودېدلي دي له ځمکو مودوړې پورته کېږي او مالونه مو په غوجلوکې لالهانده او سرګردانه دي.او د بورو ميندو په شان رمباړې وهي او څرځايونو او آبخورونو ته په تشوتلو راتلو ستړې شوي دي. اے خدايه! زمونږ د ګډو په رمباړو او د اوښانو په برړېدو ورحميږه. اے خدايه! په لاروکې د هغوي په سرګردانۍ او په غوجلو کې يې په فريادونو رحم وکړه.اے خدايه! په داسې حال کې تاته راوتلي يوو چې وچکالۍ پرله پسې ځپلې يوواو د رحمت د باران وريځو راشاکړې او نامهربانه تېرې شوې دي.اے خدايه! تۀ د هر بېچاره هيله،او د هر غوښتونکي د ستونځو هواروونکے يې. اے پالونکيه تا رابلو په داسې حال کې چې ټول نهيلي او نااميده شوي دي او وريځې د رحمت باران په مونږ باندې نۀ ورېږي او څاروي مو مړۀ کېږي. نو زمونږ په عملونو مونږ مه په عذابوه او په ګناهانو مو مه سزا کوه. پۀ مونږ د خپل رحمت لمنه وغوړوې. له بارانه د ډکو وريځو،له اوبو نه د ډک سپرلي د تاندو، تازه ؤ او ښکليو بوټو رحمت راباندې نازل کړې.په مونږ باندې داسې باران ووروې چې څاڅکي يې غټ وي، مړي ژوندي کړي او تللې سپرلي راستانۀ کړي. اے خدايه! مونږ په داسې ورښت خړوب کاندې چې ژوند بخښونکے، سېرابوونکے،هر ځاے ته تلونکے،پاک، برکتي،ښه او تاند وي، چې بوټي زرغون کړي او څانګې ډکې کړي او پاڼې يې تازه او شادابې وي. چې په دغه باران سره ناتوان بنده وسيال کړې،او مړۀ ښارونه ژوندي کړي! اے خدايه!داسې باران راعطا کړې چې ډېر ووريږي چې غونډۍ ښېرازه کړي او په ژورو کې وبهيږي او زمونږ خواوشا پرېمانهنعمتونه نازل شي چې ورسره زمونږ ميوې بسياره، رمې موګڼې، او لرې پرتې سيمې مو هم برخورې شي او کلي مو هم خړوب شي. دا هرڅه ستا پراخ برکتونه او پرېمانهښندنې دي چې زمونږ په بېوزلو ټاټوبو او وحشي ځناورو يې نازلوې. اے خدايه! داسې د غټو څاڅکوباران راووروې چې سم لمدوونکے،او د بوټو سېرابوونکے وي،څاڅکي يې يو بل يوسي او دانې يې يو بل ماتې کړي. نه بې بارانه ګړځهار او بريښنا، او وچې او خورې ورې وريځې اونه د وړو څاڅکو او سړو بادونو باران. اے خدايه!داسې له اوبو ډک باران راولېږې چې په قحطي وهلوباندې سم ولورېږي او د وچکالۍ خاپونه ړنګ کړي. بې شکه چې تۀ داسې ذات يې چې په مخلوق باندې له نهيلتيا او نااميدۍ وروسته باران نازلوې او د خپل رحمت وزرې په ټولوباندې خوروې. او هم تۀ د حمد او ثنا وړ او د مخلوقاتو مل يې. تفسير ما في هذه الخطبة من الغريب: قوله: (انْصَاحَتْ جِبَالُنَا) أي: تَشَقّقَتْ مِنَ المُحُولِ، يُقَالُ: انْصَاحَ الثّوْبُ: إذَا انْشَقّ، وَيُقَالُ أيْضاً: انْصَاحَ النّبْتُ وَصَاح وَصَوّح: إذَا جَفّ وَيَبِسَ. وَقَوْلُهُ: (وَهَامَتْ دَوَابّنَا) أيْ: عَطِشَتْ، وَالْهُيَامُ: الْعَطَشُ. وَقَوْلُهُ: (حَدَابِيرُ السّنِينَ) جمع حِدبار، وهي: الناقَة التي أنضاها السّيْرُ، فشبّه بها السنة التي فشا فِيهَا الجَدْبُ، قَالَ ذوالرّمّةِ: حَدَابِيرُ مَا تَنْفَكُّ إلاّ مُنَاخَةً عَلَى الْخَسْفِ أوْ نَرْمِي بِهَا بَلَداً قَفْرَا وَقَولُهُ: (وَلاَ قَزَع رَبَابُهَا)، الْقَزَعُ: الْقِطَعُ الصّغَارُ الْمُتَفَرّقَهُ مِنَ السَّحَابِ. وَقَوْلُهُ: (وَلاَ شَفّان ذِهَابُهَا) فَإنّ تَقْديرَهُ: وَلاَ ذَاتَ شَفّان ذِهَابُهَا. وَالشّفّانُ: الرّيحُ البَارِدَةُ. وَالذِّهَابُ: الامْطَارُ اللّيّنَةُ، فَحَذَفَ (ذَاتَ) لِعِلْمِ السّامِعِ بِهِ. (سيد رضي وائي:«انصاحت جبالنا» يې غرونه له وچکالۍ چاودېدلي دي.او «انصاح الثوب»هغه وخت ويل کېږي چې جامې ورستې شي. «انصاح النبت او صاح او صوح» هغه وخت ويل کېږي چې بوټي وچ شي. دا ټول توري يوه معنا لري. او د «وهامت دوابنا» چې د «هيام» له مادې څخه دے د تندې معنا لري او «حدابيرالسنين» چې د حدبار جمع ده هغه اوښ ته وائي چې د ډېر تګ په وجه ناتوانه شوي وي. يعنې د کاختۍ (قحطۍ) کال يې له دغه ډول اوښ سره ورته بللي دي. لکه ذوالرمه شاعر چې وايي: دا مانده او کمزورې اوښې دي چې له يوۀ بله نه جدا کېږي مګر په غوجلو کې يا دا چې په وچو شاړو ځايونو کې وي. او د « ولا قزع ربابها» جمله يعنې د وريځو وړې وړې ټوټې. او « لا شفان اهابها» په اصل کې ذات شفان دے شفان يخې هوا ته وائي او ذهاب نري باران ته وائي: او دلته د ذات لفظ حذف شوے دے. ﴿ يوسل شپاړسمه خطبه ﴾[ 116 ]ومن خطبة له (عليه السلام) أَرْسَلَهُ دَاعِياً إِلَى الْحَقِّ، وَشَاهِداً عَلَى الْخَلْقِ، فَبَلَّغَ رَسَالاَتِ رَبِّهِ غَيْرَ وَان وَلاَ مُقَصِّر وَجَاهَدَ فِي اللهِ أَعْدَاءَهُ غَيْرَ وَاهِن وَلاَ مُعَذِّر، إِمَامُ مَنِ اتَّقَى، وَبَصَرُ مَنِ اهْتَدَى. [ينصح أصحابه]: وَلَوْ تَعْلَمُونَمَا أَعْلَمُ مِمَّا طُوِيَ عَنْكُمْ غَيْبُهُ، إِذاً لَخَرَجْتُمْ إِلَى الصُّعُدَاتِ، تَبْكُونَ عَلَى أَعْمَالِكُمْ، وَتَلْتَدِمُونَ عَلَى أَنْفُسِكُمْ،وَلَتَرَكْتُمْ أَمْوَالَكُمْ لاَ حَارِسَ لها وَلاَ خَالِفَ عَلَيْهَا، وَلَهَمَّتْ كُلَّ امْرِىء مِنْكُمْ نَفْسُهُ، لاَ يَلْتَفِتُ إِلَى غَيْرِهَا; وَلَكِنَّكُمْ نَسِيتُمْ مَا ذُكِّرْتُمْ، وَأَمِنْتُمْ مَا حُذِّرْتُمْ، فَتَاهَ عَنْكُمْ رَأْيُكُمْ، وَتَشَتَّتَ عَلَيْكُمْ أَمْرُكُمْ. وَلَوَدِدْتُ أَنَّ اللهَ فَرَّقَ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ، وَأَلْحَقَنِي بِمَنْ هُوَ أَحَقُّ بِي مِنْكُمْ، قَوْمٌ واللهِ مَيَامِينُ الرَّأْيِ، مَرَاجِيحُ الْحِلْمِ، مَقَاوِيلُ بِالْحَقِّ، مَتَارِيكُ لِلْبَغْيِ. مَضَوْا قُدُماً عَلَى الطَّرِيقَةِ وَأَوْجَفُوا عَلَى الْـمَحَجَّةِ، فَظَفِرُوا بَالْعُقْبَى الْدَّائِمَةِ وَالْكَرَامَةِ الْبَارِدَةِ. أَمَا وَاللهِ، لَيُسَلَّطَنَّ عَلَيْكُمْ غُلاَمُ ثَقِيف الذَّيَّالُ الْمَيَّالُ، يَأْكُلُ خَضِرَتَكُمْ، وَيُذِيبُ شَحْمَتَكُمْ، إِيه أَبَا وَذَحَةَ! قال السيّد: الْوَذَحَةُ: الخُنْفُسَاءُ. وهذا القول يومىءُ به إلى الحجاج، وله مع الوذحة حديث ليس هذا موضع ذكره. (داخطبه د هجرت په اتۀ دېرشم کال په کوفې کې وروستي جنګ ته د کوفيانو د هڅولو لپاره ورکړې شوې ده) خداے تعالی رسول الله مبارک (ص) راولېږۀ چې حق ته بلنه وکړي او د خلکو د عملونو ګواه وي. پېغمبر اکرم (ص) بې له څه لټۍ او کوتاهۍ د خپل پالونکي پېغام ورسوۀ، او بې له کومې پلمې د خداے پاک له دښمنانو سره د هغۀ په لاره کې وجنګېدۀ. د خداے ګران رسول (ص) د پرهېزګارو لارښود او د هدايت شويو د سترګو رڼا ده. اے خلکو! که تاسو هم زما په شان له هغو څيزونو چې درنه پټ ساتل شوي دي خبر وئ له کورونو به کوچېدلي وئ، او په دښتو به سر شوي وئ، په خپلو کړو به مو اوښکې توې کړې وې او د مصيبت ځپلو ښځو په شان به مو سر او سينه ټکوله. او خپل مال به مو بې څښتنه پررښے ؤ، هر يو به تش په خپله چاره وخت شوي ؤ او بل ته به يې پام قدرې نۀ ؤ،خو افسوس چې څه يې درياد کړي هغه مو هېر کړي دي او له څه نه چې وېرول شوي يئ ځان خوندي ګڼئ! تۀ به وائې مازغۀ مو الوتي دي او چارې مو ګډوډې شوې دي. په خداے قسم! په د اسې حال کې مې نو له خدايه غوښتل چې زما او ستاسو تر مينځ بيلتون راولي او ما له هغه چا سره يوځاے کړي چې زما زيات وړ وو. په خداے قسم له هغوکسانو سره چې رايه يې مبارکه او حلم يې کلک ؤ.د حق ويندويان او له ظلمه ډډه کوونکي ؤ. تر مونږ مخکې په نيغه لاره لاړل او ګړندي شول، او د آخرت او کرامت تل پاتې ژوند يې لاسته راوړ. خبر اوسئ! په خداے قسم! د ثقيف له کورنۍ به يو هلک ( حجاج بن يوسف) په تاسو باندې واکمن شي چې ونه به يې دنګه وي، سرکښه او هوسباز به وي. ستاسو په څړځايونو(مال او پانګو) کې به څري او وازګې به مواوبه کړي. ابو وذحه بس کړه. [i] (سيد رضي وائي: وذحه د يوسخا چينجي يا ګونګټ نوم دے. او له دې امله چې اشاره يې حجاج ته ده نو ځکه يې هغۀ ته ابو وذحه خطاب فرمايلے دے. او دا ځانته قصه لري چې د بيان ځاي يې دا نه دے.خو لنډيز يې دا دے چې حجاج دغه ګونګټ وچيچه او د هغې له امله يې بدن وپړسيد او مړ شو.) ﴿ يوسل اولسمه خطبه ﴾[117 ][يوبخ البخلاء بالمال والنفس] لاَ أَمْوَالَ بَذَلْتموهَا لِلَّذِي رَزَقَهَا، وَلاَ أَنْفُسَ خَاطَرْتُمْ بِهَا لِلَّذِي خَلَقَهَا، تَكْرُمُونَ بِاللهِ عَلَى عِبَادِهِ، وَلاَ تُكْرِمُونَ اللهَ فِي عِبَادِهِ! فَاعْتَبِرُوا بِنُزُولِكُمْ مَنَازِلَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، وَانْقِطَاعِكُمْ عَنْ أَصْلِ إِخْوَانِكُمْ! د شومانو غندنهنۀ خپل مالونه د هغه ذات په لاره کې خرچ کوئ چې درکړي يې دي او نۀ د خداے په لار کې ځانونه په خطر کې اچوئ.!د خداے په نامه په خلکو کې عزت پېدا کوئ خو په خپله د خداے په نامه دخلکو عزت نه کوئ! د خداے لپاره عبرت واخلئ له دې چې ډېر زر به د تېرو خلکو په منزلونو کې کوز شئ او له ډېرو نږديو وروڼواو دوستانو به جدا شئ. ﴿ يوسل اتلسمه خطبه ﴾[ 118 ][في الصالحين من أصحابه] أَنْتُمُ الاَنْصَارُ عَلَى الْحَقِّ وَ الاِخُوَانُ في الدِّينِ، وَالْجُنَنُ يَوْمَ الْبَأْسِ، وَالْبِطَانَةُ دُونَ النَّاسِ، بِكُمْ أَضْرِبُ الْمُدْبِرَ، وَأَرْجُو طَاعَةَ الْمُقْبِلِ فَأَعِينُوني بِمُنَاصَحَة خَلِيَّة مِنَ الْغِشِّ سَلِيمَة مِنَ الرَّيْبِ فَوَ اللهِ إِنِّي لاََوْلَى النَّاسِ بِالنَّاسِ! (له جنګ جمل نه وروسته يې د هجرت په شپږ دېرشم کال د خپلو ملګرو په ستاينه کې وفرمايل) تاسو د حق ملګري او زما د يني وروڼه يئ. د جنګ په ورځ مې ساتندويه ډال،دګذارونو تموونکي او په خلوتونو کې مې د رازونوساتونکي يئ. ستاسو په مټ له حق څخه مخ اړوونکي ځپم او په لاره يې راړوم. او په لاره د راوړېدونکو د اطاعت هيله کوم. نو زما مرسته وکړئ په داسې نصيحت سره چې سوچه وي او شک شبه پکې نه وي. په خداے قسم زۀ په خلکوباندې د واک لپاره تر خلکو غوره يم. ﴿ يوسل نولسمه خطبه ﴾[ 119 ]ومن كلام له(عليه السلام) وقد جمع الناس وحضّهم على الجهاد، فسكتوا ملياً، فقال عليه السلام: مَا بَالُكُمْ أَمُخْرَسُونَ أَنْتُمْ؟ فقال قوم منهم: يا أميرالمؤمنين، إن سرتَ سرنا معك.فقال عليه السلام: مَا بَالُكُمْ! لاَ سُدِّدْتُمْ لِرُشْد! وَلاَ هُدِيتُمْ لَقَصْد! أَفِي مِثْلِ هذَا يَنْبَغِي لِي أَنْأَخْرُجَ؟ إِنَّمَا يَخْرُخُ فِي مِثْلِ هذَا رَجُلٌ مِمَّنْ أَرْضَاهُ مِنْ شُجْعَانِكُمْ وَذَوِي بَأْسِكُمْ، وَلاَ يَنْبَغِي لِي أَنْ أَدَعَ الْجُنْدَ، وَالْمِصْرَ، وَبَيْتَ الْمَالِ، وَجِبَايَةَ الاَْرْضِ، وَالْقَضَاءَ بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ، وَالنَّظَرَ في حُقُوقِ الْمُطَالِبِينَ، ثُمَّ أَخْرُجَ فِي كَتِيبَة أَتْبَعُ أُخْرَى، أَتَقَلْقَلُ تَقَلْقُلَ الْقِدْحِ فِي الْجَفِيرِ الْفَارِغِ، وَإِنَّمَا أَنَا قُطْبُ الرَّحَا، تَدُورُ عَلَيَّ وَأَنَا بِمَكَاني، فَإِذَا فَارَقْتُهُ اسْتَحَارَ مَدَارُهَا، وَاضْطَرَبَ ثِفَالُهَا. هذَا لَعَمْرُ اللهِ الرَّأْيُ السُّوءُ. وَاللهِ لَوْلاَ رَجَائِي الشَّهَادَةَ عِنْدَ لِقَائِي الْعَدُوَّ ـ وَلَوْ قَدْ حُمَّ لِي لِقَاؤُهُ ـ لَقَرَّبْتُ رِكَابِي ثُمَّ شَخَصْتُ عَنْكُمْ فَلاَ أَطْلُبُكُمْ مَا اخْتَلَفَ جَنُوبٌ وَشَمَالٌ. طَعَّانِينَ عَيَّابِينَ، حَيَّادِينَ رَوَّاغِينَ. إِنَّهُ لاَ غَنَاءَ فِي كَثْرَةِ عَدَدِكُمْ مَعَ قِلَّةِ اجْتَِماعِ قُلُوبِكُمْ. لَقَدْ حَمَلْتُكُمْ عَلَى الطَّرِيقِ الْوَاضِحِ الَّتي لاَ يَهْلِكُ عَلَيْهَا إِلاَّ هَالِكٌ، مَنِ اسْتَقَامَ فَإِلَى الْجَنَّةِ، وَمَنْ زَلَّ فَإِلَى النَّارِ!]. (د هجرت په اتۀ دېرشم کال د صفين او نهروان له جنګه وروسته يې خلک د معاويه د ځپلو لپاره وبلل، خلک غلې شول، وې فرمايل: په تاسوڅه شوي دي، ګنګيان شوي يئ څه؟ ځينوکسانو وويل:اے اميرالمومنين که تاسو روان شئ مونږ هم درسره روانېږو) په تاسو څه شوي دي؟ هيڅکله د هدايت په لاره لاړ نۀ شوئ!او د عدل لار ته هدايت نۀ شوئ. آيا په دغه ډول حالاتو کې مناسبه ده چې زۀ له ښاره ووځم؟ په دې وخت کې خو بايد داسې کس ووځي چې زۀ يې له ميړانې راضي يم او ډاډ پرې ولرم چې د دښمن په لور وخوځېږي. او ماته مناسبه نه ده چې لښکر، بيت المال، د ماليې غونډول،د مسلمانانو په مينځ کې قضاوت، او د مطالبه کوونکو د حق ساتنه پرېږدم او له يو شمېرکسانو سره ووځم. او په خالي خلته کې د ناتراشو غشو په شان يو خوا بل خوا پرېشانه اوړم رااوړم. زۀ بايد د ميچنې د چورليز (موګي) يم او پکار دي په خپل ځاے کلک پاتے شم، چې ګير چاپېره ټولې چارې زما په وسيله څرخي. که زۀ له خپل چورليزه لرې شم او مرکز پرېږدم نو زما چاپيره پل به له خپلې دايرې بې ځايه او راونړيږي. په خداے قسم چې دا ډېر بد وړانديز او تجويز دے! په خداے قسم که د خداے په لاره کې د شهادت هيله مې نه لرلې پښه به مې په رکاب کې ايښې وه او له تاسو به تللے وم، او تاسو به مې رابللي قدرې نه وئ تر هغه وخت چې د قطب او سويل بادونه الوزي: ځکه چې تاسو ډېر پېغورتي، عېب لټوونکي، له حقه سرغړوونکي او غولوونکي يئ.تر څومو چې زړونه يو نه وي د شمېر زياتوالے مو فايده نۀ لري.ما تاسو په روښانه لاره بوتلئ چې په دغه لاره څوک نه هلاکېږي مګر هغه کسان چې خپله هلاکت غواړي. چا چې په دې لاره کې استقامت وکړ د جنت لور ته وځغلېد او څوک چې وښوييدۀ په اور کې نسکور شو. ﴿ يوسل شلمه خطبه ﴾[ 120 ][يذكر فضله ويعظ الناس] تَاللهِ لَقَدْ عُلِّمْتُ تَبْلِيغَ الرِّسَالاَتِ، وَإِتْمَامَ الْعِدَاتِ، وَتَمَامَ الْكَلِمَاتَ. وَعِنْدَنَا ـ أَهْلَ الْبَيْتِ ـ أَبْوَابُ الْحُكْمِ وَضِيَاءُ الاَْمْرِ. أَلاَ وَإِنَّ شَرَائِعَ الدِّينِ وَاحِدَةٌ، وَسُبُلَهُ قَاصِدَةٌ، مَنْ أَخَذَ بِهَا لَحِقَ وَغَنِمَ، وَمَنْ وَقَفَ عَنْهَا ضَلَّ وَنَدِمَ. اعْمَلُوا لِيَوْم تُذْخَرُ لَهُ الذَّخَائِرُ، وَتُبْلَى فِيهِ السَّرَائِرُ، وَمَنْ لاَ يَنْفَعُهُ حَاضِرُ لُبِّهِ فَعَازِبُهُ عَنْهُ أَعْجَزُ، وَغَائِبُهُ أَعْوَزُ. وَاتَّقُوا نَاراً حَرُّهَا شَدِيدٌ، وَقَعْرُهَا بَعِيدٌ، وَحِلْيَتُهَا حَدِيدٌ، [وَشَرَابُهَا صَدِيدٌ] أَلاَ وَإِنَّ اللِّسَانَ الصَّالِحَ يَجْعَلُهُ اللهُ لِلْمَرْءِ فِي النَّاسِ، خَيْرٌ لَهُ مِنَ الْمَالِ يُورِثُهُ مَنْ لاَ يَحْمَدُهُ. (پدې خطبه کښې اميرالمومنين د ځان او اهلبېتو عليهم السلام فضائل او کمالات بيان کړي دي او ملګرو ته يې د نېکۍ تلقين کړے دے) د خپل مقام يادونهپه خداے قسم!ما ته د الهي پيغام د رسولو،په وعدو د وفا کولو او د الهي اوامرو او خبرداريو د پوره سپړلو علم راکړے شوے دے. د حکمت بابونه او د خلکو د چارو رڼا له مونږ اهل بيت عليهم السلام سره ده. خبر اوسئ چې د دين قوانين يو او لارې يې آسانې او نيغې دي.څوک چې پرې لاړ شي هم به منزل ته ورسېږي او هم به ګټه وکړي.او څوک چې پرې لاړ نۀ شي بې لارې او پښېمانه به شي.اے خلکو! عمل وکړئ د هغې ورځې لپاره چې توښې ورته جمع کېږي او د انسانانو رازونه به په ډاګه کېږي. او چاته چې خپل موجود عقل فايده ونۀ رسوي نو د نورو غائب او لرې عقلونه به ورته څه فائده ورورسوي؟ له هغه اوره ووېرېږئ چې تودوخي يې سخته، ژورتيا يې ډوبه، سينګار يې اوسپنه (زنځيرونه او زولنې)، او څښاک يې (د زوي) بدبودارې اوبۀ دي. خبر اوسئ! هغه ښه نامه چې خداے پاک يې د چا لپاره په خلکو کې پرېږدي تر هغه ماله غوره ده چې هغه چا ته په ميراث کې پرېږدي چې ستائېنه قدرې يې نه کوي. [ii]
|