﴿ يوسل يويشتمه خطبه ﴾

[121 ]

بعد ليلة الهرير

 

وقد قام رجل من أصحابه فقال: نهيتنا عن الحكومة ثمّ أمرتنا بها، فما ندري أيّ الامرين أَرشد؟ فصفق عليه السلام إحدى يديه على الاخرى ثمّ قال:

هذا جَزَاءُ مَنْ تَرَكَ الْعُقْدَةَ! أَمَا وَاللهِ لَوْ أَنِّي حِينَ أَمَرْتُكُمْ بِما أَمَرْتُكُمْ بِهِ حَمَلْتُكُمْ عَلَى الْمَكْرُوهِ الَّذِي يَجْعَلُ اللهُ فِيهِ خَيْراً، فَإِنِ اسْتَقَمْتُمْ هَدَيْتُكُمْ وَإِنِ اعْوَجَجْتُمْ قَوَّمْتُكُمْ وَإِنْ أَبَيْتُمْ تَدَارَكْتُكُمْ، لَكَانَتِ الْوُثْقَى، وَلكِنْ بِمَنْ وَإِلَى مَنْ؟

أُرِيدُ أَنْ أُدَاوِيَ بِكُمْ وَأَنْتُمْ دَائي، كَنَاقِشِ الشَّوْكَةِ بِالشَّوْكَةِ، وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّ ضَلْعَهَا مَعَهَا!

اللَّهُمَّ قَدْ مَلَّتْ أَطِبَّاءُ هذَا الدَّاءِ الدَّوِيِّ، وَكَلَّتِ النَّزْعَةُ بِأَشْطَانِ الرَّكِيِّ!

أَيْنَ الْقَوْمُ الَّذِينَ دُعُوا إِلَى الاِسْلاَمِ فَقَبِلُوهُ؟ وَقَرَأُوا الْقُرْآنَ فَأَحْكَمُوهُ؟ وَهِيجُوا إِلى الْجِهَادِ فَوَلَّهُوا اللِّقَاحَ أَوْلاَدَهَا، وَسَلَبُوا السُّيُوفَ أَغْمَادَهَا، وَأَخَذُوا بِأَطْرَافِ الاْرْضِ زَحْفاً زَحْفاً وَصَفّاً صَفّاً؟! بَعْضٌ هَلَكَ، وَبَعْصٌ نَجَا. لاَيُبَشَّرُونَ بِالاَْحْيَاءِ، وَلاَ يُعَزَّوْنَ عَنِ الْمَوْتَى، مُرْهُ الْعُيُونِ مِنَ الْبُكَاءِ، خُمْصُ الْبُطُونِ مِنَ الصِّيَامِ، ذُبُلُ الشِّفَاه مِنَ الدُّعَاءِ، صُفْرُ الاْلْوَانِ مِنَ السَّهَرِ، عَلَى وَجُوهِهمْ غَبَرَةُ الْخَاشِعيِنَ، أُولئِكَ إِخْوَاني الذَّاهِبُونَ، فَحَقَّ لَنَا أَنْ نَظْمَأَ إِلَيْهِمْ وَنَعَضَّ الاْيْدِيَ عَلَى فِرَاقِهمْ!

إِنَّ الشَّيْطَانَ يُسَنِّي لَكُمْ طُرُقَهُ، وَيُرِيدُ أَنْ يَحُلَّ دِينَكُمْ عُقْدَةً عُقْدَةً، وَيُعْطِيَكُمْ بَالْجَمَاعَةِ الْفُرْقَةَ، وَبِالْفُرْقَةِ الْفَتْنَةَ;فَاصْدِفُوا عَنْ نَزَغَاتِهِ وَنَفَثَاتِهِ، وَاقْبَلُوا النَّصِيحَةَ مِمَّنْ أَهْدَاهَا إِلَيْكُمْ، وَاعْقِلوهَا عَلَى أَنْفُسِكُمْ.

(په صفين کې د حَکَميت له منلو وروسته د امام يو ملګرے[i] پاڅېد او وې ويل:مونږ دې له حکميته منعې کړو بيا دې ومانۀ، او منيځګړے دے وټاکۀ! معلومه نۀ ده چې په دغودوو چارو کې کومه چاره صحيح ده؟ امام يو لاس بل لاس له راخلاص کړ او وې فرمايل:)

دا د هغه چا سزا ده چې له خپل امام سره بيعت پريږدي او تړون مات کړي، ياد ساتئ! په خداے قسم چې کله ما تاسو له هغۀ (معاويه) سره جنګ ته وبللئ چې دا چاره ستاسو په تبه نه وه برابره خوخداے پاک مو خېر پکې ايښے ؤ، که ټينګ اودرېدلي وئ نو ستاسو لارښوونه به مې کړې وه، که کاږۀ شوې وئ نيغې لارې ته به مې ستانۀ کړي وئ، او که سرغړونه مو کړې وې بيا به مې جنګ ته تيار کړي وئ. او دا به ډېره صحيح چاره وه خو (دريغه) چې په کوم ځواک وجنګېږم، او په چا ډاډه شم، غواړم چې ستاسو په ذريعې سره درد درمان کړم،خو تاسو په خپله زما بې درمانه درد شوي يئ. نو زما حال د هغه چا په شان دے چې په پښو کې يې ازغے تللے وي او غواړي په يوۀ ازغي سره بل ازغے راوباسي. حال دا چې خبر وي چې ازغے به يې نور هم په پښه کې مات او پاتے شي، اے خدايه! د دې وژونکي مرض طبيبان پاتې راغلي او د دې ښوره ځمکې پڼه ګر ستړې شوې دي.

 څه شول هغه خلک چې اسلام ته وبلل شول او وې منۀ، قرآن يې ولوسته او د آيتونو په معنو باندې پوه شول، چې جهاد ته وهڅول شول نو داسې ورځغلېدل لکه اوښه چې خپلو جونګيو ته وردرومي. تورې يې راوويستلې او ډلې ډلې، ليکې ليکې پر مخ لاړل او ځمکې يې ونيولې، ځينې شهيدان او ځينې يې پاتې شول چې نه د جنګ له ډګره په پاتېدو خوشحاله وو او نه يې د شهيدانو په مرګ خواخوږۍ ته حاجت و.د خداے پاک له وېرې يې په ژړا سترګې سپينې شوې، خېټې يې له ډېرو روژو په ملا پورې ونښتې ، شونډې يې له پرېمانه دعاګانو وچاودې، د مخ رنګونه يې د شپو له روڼولو زيړ او پر مخونو يې د خشوع او خضوع دوړې پرتې وي. دا زمونږ هغه وړومبي وروڼه وو چې لاړل اوحق لري چې مونږ يې ملاقات ته تږې يو. او د فراق له غمه يې ګوتې وچيچو.

خبر اوسئ چې شېطان خپلې لارې په تاسو آسانوي چې د دين کلکې غوټې مو يو په بل پسې پرانېزي او د پېوستون په ځاے مود تيت پرکوالي او بې اتفاقۍ په فتنو اخته کړي. د شېطان له وسوسو، زمزمو او دهوکو ځان وساتئ او د هغه کس نصيحت چې ستاسو خېر غوښتونکے دے له زړۀ ومنئ.

﴿ يوسل دويشتمه خطبه ﴾

[ 122 ]

قاله للخوارج، وقد خرج إلى معسكرهم وهم مقيمون على إنكار الحكومة، فقال عليه السلام: أَكُلُّكُمْ شَهِدَ مَعَنَا صِفِّينَ؟ فَقَالُوا: مِنَّا مَنْ شَهِدَ وَمِنَّا مَنْ لَمْ يَشْهَدْ. قَالَ:

فَامْتَازُوا فِرْقَتَيْنِ، فَلْيَكُنْ مَنْ شَهِدَ صِفِّينَ فِرْقَةً وَمَنْ لَمْ يَشْهَدْهَا فَرْقَةً حَتَّى أُكَلِّمَ كُـلاًّ مِنْكُمْ بِكَلاَمِهِ. وَنَادَى النَّاسَ فَقَالَ:

أَمْسِكُوا عَنِ الْكَلاَمِ وَأَنْصِتُوا لِقَوْلِي

وَأَقْبِلُوا بِأَفْئِدَتِكُمْ إِلَيَّ، فَمَنْ نَشَدْنَاهُ شَهَادَةً فَلْيَقُلْ بِعِلْمِهِ فِيهَا.

ثُمَّ كَلَّمَهُمْ عليه السلام بِكَلاَم طَوِيل، مِنْ جُمْلَتِهِ أَنْ قَالَ:

أَلَمْ تَقُولُوا عِنْدَ رَفْعِهِمُ الْمَصَاحِفَ ـ حِيلَةً وَغِيلَةً وَمَكْراً وَخَدِيعَةً ـ : إِخْوانُنَا وَأَهْلُ دَعْوَتِنَا، اسْتَقَالُونَا وَاسْتَرَاحُوا إِلى كِتَابِ اللهِ سُبْحَانَهُ، فَالرَّأْيُ الْقَبُولُ مِنْهُمْ وَالتَّنْفِيسُ عَنْهُمْ؟ فَقُلْتُ لَكُمْ: هذَا أَمْرٌ ظَاهِرُهُ إِيمَانٌ، وَبَاطِنُهُ عُدْوَانٌ، وَأَوَّلُهُ رَحْمَةٌ، وَآخِرُهُ نَدَامَةٌ، فَأَقِيمُوا عَلى شَأْنِكُمْ، وَالْزمُوا طَرِيقَتَكُمْ، وَعَضُّوا عَلَى الْجِهَادِ بِنَوَاجِذِكُمْ، وَلاَ تَلْتَفِتُوا إِلى نَاعِق نَعَقَ: إِنْ أُجِيبَ أَضَلَّ، وَإِنْ تُرِكَ ذَلَّ. وَقَدْ كَانَتْ هذِهِ الْفَعْلَةُ، وَقَدْ رَأَيْتُكُمْ أَعْطَيْتُمُوهَا، وَاللهِ لَئِنْ أَبَيْتُهَا مَا وَجَبَتْ عَلَيَّ فَرِيضَتُهَا وَلاَ حَمَّلَنِي اللهُ ذَنْبَهَا، وَوَاللهِ إِنْ جِئْتُهَا إِنِّي لَلْمُحِقُّ الَّذِي يُتَّبَعُ، وَإِنَّ الْكِتَابَ لَمَعِي، مَا فَارَقْتُهُ مُذْ صَحِبْتُهُ.فَلَقَدْ كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وآله، وَإِنَّ الْقَتْلَ لَيَدُورُ بَيْنَ الاْباءِ وَالاَْبْنَاءِ وِالاْخوَانِ وَالْقَرَابَاتِ، فَمَا نَزْدَادُ عَلَى كُلِّ مُصِيبَة وَشِدَّة إِلاَّ إِيمَاناً، وَمُضِيّاً عَلَى الْحَقِّ، وَتَسْلِيماً لِلاْمْرِ، وَصَبْراً عَلَى مَضَضِ الْجِرَاحِ.وَلكِنَّا إِنَّمَا أَصْبَحْنَا نُقَاتِلُ إِخْوَانَنَا فِي الاْسْلاَمِ عَلَى مَا دَخَلَ فِيهِ مِنَ الزَّيْغِ وَالاعْوِجَاجِ، وَالشُّبْهَةِ وَالتَّأْوِيلِ، فَإِذَا طَمِعْنَا فِي خَصْلَة يَلُمُّ اللهُ بِهَا شَعَثَنَا، وَنَتَدَانَى بِهَا إِلَى الْبَقِيَّةِ فِيَما بَيْنَنَا، رَغِبْنَا فِيهَا، وَأَمْسَكْنَا عَمَّا سِوَاهَا.

(کله چې خوارجو په خپلې بلوا ټينګار وکړ نو امام يې مرکز ته ورغے او ورته يې وفرمايل)

آيا تاسو ټول په صفين کې وئ؟ « وې ويل: ځينې وواوځينې نه وو. وې فرمايل نو دوه ډلې شئ چې هر يوې ته يې د هغوي د حال مطابق خبرې وکړم،کله چې هغوي دوه ډلې شول نو امام وفرمايل: غلې شئ، خبرو ته مې غوږ شئ او زړونه مو ماته متوجه کړئ. او که کوم کس ګواهۍ ته وغواړم نو د خپل علم مطابق ځواب راکړئ.

د نېزو په سرونو د قرآن د خېژولو ښکېلاکے سياست

 کله چې شاميانو زمونږ د بري په درشل کې په چل او د هوکې سره قرآنونه په نېزو وخېژول نو تاسو ونه ويل چې : « شاميان زمونږ وروڼه اوزمونږ په شان مسلمانان دي. له مونږ غواړي چې له ګناه يې تېر شو او دوي د خداے د کتاب په حکميت او مينځګړيتوب راضي شوي دي نو مناسبه ده چې خبره يې ومنو او پرې يې ږدو؟»

خوما تاسو پوه کړئ چې د دوي ظاهر خوايمان دے خو باطن يې دښمني (ظلم او دهوکه) ده. پېل يې رحمت او پاې يې پښېماني ده، نو جنګ جاري وساتئ او خپله لار مۀ پرېږدئ غاښونه مو د جهاد لپاره وچيچئ او د بکواس کوونکو بکواسونه مه اورئ. ځکه چې که خبره يې ومنئ ګمراهي ده او که پرې يې ږدئ سپکه ده.

خو دريغه چې تاسو مې وليدئ چې د شاميانو غوښتنو ته مو غاړه کېښوده او حکميت (مينځګړتوب) مو ومانۀ، په خداے قسم، که ما حکميت نه وې منلے د نتائجو ذمه وار يې نۀ وم، او خداے پاک به يې ګناه زما په غاړه نۀ اچوله، او که ما حکميت منلے وې نو زۀ د حق خاوند وم او بايد زما پېروي شوې وې،ځکه چې د خداے پاک کتاب له ماسره دے او له کله نه چې ورسره ملګرے شوے يم تر اوسه ترې نه يم جدا شوے.

مونږ د رسول الله مبارک صلی الله عليه و آله وسلم په زمانه کې هغه وخت جنګ کوۀ چې وژله او شهادت به زمونږ د پلارانو، بچيانو، وروڼو، او خپلوانو ترمنېځ ګرځېدۀ راګرځېدۀ،خو د هر مصيبت او سختی په راتګ سره به زمونږ ايمان نور هم مضبوطيدۀ، او مونږ د خداے پاک د امر په منلواو د سوځوونکو زخمونو په زغملو نور هم هوډمنېدو.

 خوافسوس چې نن مونږ له خپلو اسلامي وروڼو سره جنګېږو ځکه چې په دين کې کږوالے، په افکارو کې شبهې او تاويلونه راننوتي دي خو بيا هم که داسې لاره راووته چې په وسيله يې يو بل ته نزدې شو او بې اتفاقي او تيتوالي موختم شي، درزونه ډک کړي او پيوندونه پياوړي کړي نو هغه به ومنواو نورې لارې به پرېږدو.

﴿ يوسل درويشتمه خطبه ﴾

[ 123 ]

قاله لاصحابه في ساعة الحرب

وَأَيُّ امْرِىء مِنْكُمْ أَحَسَّ مِنْ نَفْسِهِ رَبَاطَةَجَأْش عِنْدَ اللِّقَاءِ، وَرَأَى مِنْ أَحَد مِنْ إِخْوَانِهِ فَشَلاً، فَلْيَذُبَّ عَنْ أَخِيهِ بِفَضْلِ نَجْدَتِهِ الَّتي فُضِّلَ بِهَا عَلَيْهِ كَمَا يَذُبُّ عَنْ نَفْسِهِ، فَلَوْ شَاءَ اللهُ لَجَعَلَهُ مِثْلَهُ.

إِنَّ الْمَوْتَ طَالِبٌ حَثِيثٌ لاَيَفُوتُهُ الْمُقِيمُ، وَلاَ يُعْجِزُهُ الْهَارِبُ.

إِنَّ أَكْرَمَ الْمَوْتِ الْقَتْلُ! وَالَّذِي نَفْسُ ابْنِ أَبِي طَالِب بِيَدِهِ، لاََلْفُ ضَرْبَة بِالسَّيْفِ أَهْوَنُ مِنْ مِيتَة عَلَى الْفِرَاشِ [فِي غَيْرِ طَاعَةِ اللهِ!].

وَكَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَيْكُمْ تَكِشُّونَ كَشِيشَ الضِّبَابِ: لاَ تَأْخُذُونَ حَقّاً، وَلاَ تَمْنَعُونَ ضَيْماً.

قَدْ خُلِّيتُمْ وَالطَّرِيقَ، فَالنَّجَاةُ لَلْمُقْتَحِمِ، وَالْهَلَكَةُ لَلْمُتَلَوِّمِ.

(دصفين په جنګ کې يې خپلو عسکرو ته وفرمايل)

 په تاسو کې چې هر کس به جنګ کې په خپل زړۀ کې مېړانه او بهادي او په خپل ورور کې وېره او لټي وويني د دغه کار په شکرانه دې د هغه دفاع وکړي څنګه چې د ځان دفاع کوي. ځکه چې که خداے پاک وغواړي هغه به هم ستا په شان تورزن شي. پوه شئ چې مرګ مو په ډېره بيړه لټوي که څوک ټينګ شول او که څوک وتښتېدل مګر له منګولو يې خلاصون نيشته. نو تر ټولو عزتمن مرګ د خداے په لاره کې وژل کېدل دي قسم په هغه چا چې د ابوطالب د زوي ژوند يې په اختيار کې دے په ما باندې د تورو زرګذارونه تر دې غوره دي چې په بسترې کې د خداے پاک په نۀ اطاعت کښې مړ شم.

تۀ به وائې زۀ وينم چې تاسو په ځينو حملوکې د تېښتې په وخت ستاسو د اسې غږونه راوځي لکه د ډېر شمېر سمسرو له يوبل سره د بدونونو له جنګېدو راوځي، نه کوم حق ستنوئ او نه د ظلم مخه نيسئ. اوس نو دا تاسواو دا د حق پرانېستې لار. او نجات هغه کس مومي چې د جنګ مېدان ته ورودانګي او ذلت ده غه چا په برخه دے چې لټي او سستي وکړي.

﴿ يوسل څلوريشتمه خطبه ﴾

[124 ]

في حضّ أصحابه على القتال

فَقَدِّمُوا الدَّارِعَ، وَأَخِّرُوا الْحَاسِرَ، وَعَضُّوا عَلَى الاَْضْرَاسِ فَإِنَّهُ أَنْبَى لِلسُّيُوفِ عَنِ الْهَامِ، وَالْتَوُوا فِي أَطْرَافِ الرِّمَاحِ فَإِنَّهُ أَمْوَرُ لِلاَْسِنَّةِ، وَغُضُّوا الاْبْصَارَ فَإِنَّهُ أَرْبَطُ لَلْجَأْشِ وَأسْكَنُ لِلْقُلُوبِ، وَأَمِيتُوا الاَْصْوَاتَ فَإِنَّهُ أطْرَدُ لِلْفَشَلِ. وَرَايَتَكُمْ فَلاَ تُمِيلُوهَا وَلاَ تُخِلُّوهَا، وَلاَ تَجْعَلُوهَا إِلاَّ بِأَيْدِي شُجْعَانِكُمْ، وَالمَانِعِينَ الذِّمَارَ مِنْكُمْ، فَإِنَّ الصَّابِرِينَ عَلَى نُزُولِ الْحَقَائِقِ هُمُ الَّذِينَ يَحُفُّونَ بِرَايَاتِهمْ وَيَكْتَنِفُونَهَا: حفَافَيْهَا، وَوَرَاءَهَا، وَأَمَامَهَا، لاَ يَتَأَخَّرُونَ عَنْهَا فَيُسْلِمُوهَا، وَلاَ يَتَقَدَّمُونَ عَلَيْهَا فَيُفْرِدُوهَا. أَجْزَأَ امْرُؤٌ قِرْنَهُ، وَآسَى أَخَاهُ بِنَفْسِهِ، وَلَمْ يَكِلْ قِرْنَهُ إِلَى أَخِيهِ فَيَجْتَمِعَ عَلَيْهِ قِرْنُهُ وَقِرْنُ أَخِيهِ.

وَايْمُ اللهِ لَئِنْ فَرَرْتُمْ مِنْ سَيْفِ الْعَاجِلَةِ، لاَ تَسْلَمُوا مِنْ سَيْفِ الاْخِرَةِ، أَنْتُمْ لَهَامِيمُ الْعَرَبِ، وَالسَّنَامُ الاَْعْظَمُ، إِنَّ فِي الْفِرَارِ مَوْجِدَةَ اللهِ، وَالذُّلَّ اللاَّزِمَ، وَالْعَارَ الْبَاقِيَ، وَإِنَّ الْفَارَّ لَغَيْرُ مَزِيد فِي عُمُرِهِ، وَلاَ مَحْجُوز بَيْنَهُ وَبَيْنَ يَوْمِهِ. مَنْ رائِحٌ إِلَى اللهِ كَالظَّمَآنِ يَرِدُ الْمَاءَ؟

الْجَنَّةُ تَحْتَ أَطْرَافِ الْعَوَالِي! الْيَوْمَ تُبْلَى الاَْخْبَارُ! وَاللهِ لاََنَا أَشْوَقُ إِلَى لِقَائِهِمْ مِنْهُمْ إِلَى دِيَارِهِمْ.

اللَّهُمَّ فَإِنْ رَدُّوا الْحَقَّ فَافْضُضْ جَمَاعَتَهُمْ، وَشَتِّتْ كَلِمَتَهُمْ، وَأَبْسِلْهُمْ بِخَطَايَاهُمْ. إِنَّهُمْ لَنْ يَزُولُوا عَنْ مَوَاقِفِهمْ دُونَ طَعْن دِرَاك يَخْرُجُ مِنْهُ النَّسِيمُ، وَضَرْب يَفْلِقُ الْهَامَ، وَيُطِيحُ العِظَامَ، وَيُنْدِرُ السَّوَاعِدَ وَالاَْقدْاَمَ، وَحَتَّى يُرْمَوْابِالمَنَاسِرِ تَتْبَعُهَا الْمَنَاسَرُ، وَيُرْجَمُوا بِالْكَتَائِبِ، تَقْفُوهَا الْحَلاَئِبُ حَتَّى يُجَرَّ بِبِلاَدِهِمُ الْخَمِيسُ يَتْلُوهُ الْخَمِيسُ، وَحَتَّى تَدْعَقَ الْخُيُولُ فِي نَوَاحِر أَرْضِهِمْ، وَبِأَعْنَانِ مَسَارِبِهِمْ وَمَسَارِحِهِمْ.

قال الشريف: الدّعْقُ: الدّقُّ، أي: تَدُقُّ الخُيُولُ بِحَوَافِرِهَا أرْضَهُمْ. نَوَاحِرُ أَرْضِهِمْ: مُتَقَابِلاَتُهَا، يُقَالُ: مَنَازِلُ بَنِي فُلان تتَنَاحَرُ، أيْ: تَتَقَابَلُ.

(د هجرت په ۳۷م کال په صفين کې جهاد ته د خپلو ملګرو د هڅولو لپاره يې وفرمايل)

فوځي چمتووالے

زغره وال کسان د لښکر مخې ته کړئ او څوک چې زغره او خود نۀ لري شاته ودروئ. غاښونه مو د چيچلو په حالت کښې کړئ ځکه چې دا حالت په سر باندې د تورې د ګزار اثرکموي. د دښمن د نېزو په وړاندې ځانونه کږوئ راکږوئ چې د نېزو ګزارونه خطا کېږي. نظرونه مو ټيټ (يعنې نيم بند حالت کښې) ساتئ چې دا حالت د زړوتيا او د زړونو د ارامښت سبب کيږي. غږونه مو ورو او ټيټ کړئ چې لټي او سستي ختموي. د لښکر بېرغ رپولے ساتئ او خوا وشا يې مه خالي کوئ. او بېرغ مو يواځې باتورو او زړۀ ورو کسانو ته ورکوئ. ځکه چې هغه کسان چې په سختيوکې ټينګ پاتې کېږي، په ښۀ ډول د بېرغ ساتنه کوي او د لښکر په زړۀ کې يې رپوي. دوي له هر لورې، ښي او کيڼ او مخکې وروسته د بيرغ حفاظت کوي او نه ترې شاته پاتې کېږي چې بيرغ د دښمن لاسته ولوېږي او نه ترې مخکې ځي چې يواځې يې پرېږدي. ګورئ، هر کس د خپل سيال مقابله وکړئ او وې پرزوئ او د خپل ورور مرسته هم کوئ. له خپل سيال سره مقابله، خپل ورور ته مۀ پرېږدئ چې پۀ هغۀ يو په دوه نه شي. (او شا يې سپيره نه شي )

په خداے قسم!که د دنيا له تورې وتښتئ د آخرت له تورې به چېرته تښتئ. تاسو خو د عربو مخه ور او باتوران يئ، له جنګه تېښته هم د خداے پاک غصه او غضب او هم تل پاتې شرم او ذلت په ځان پسې لري. له جنګه پښه سپوونکي نۀ خپل عمر زياتولي شي او نه د ځان او مرګ تر مينځ خنډ راوستلے شي. څوک دے چې په خپل جهاد سره په شوق او ذوق د خداے پاک د جهاد په لور وځغلي لکه تږے چې اوبو ته ورځغلي. جنت د مېړنيو د نېزو په سيوري کې دے. نن به دجنګ په ډګر کې معلومېږي هغه څه چې په زړونو کې دي يا د ژبې په سرونو دي. په خداے قسم شاميان به خپلوکورونو ته دومره لېواله نه وي لکه زۀ چې له هغوي سره جنګ ته لېواله يم. اے خدايه!که شاميان له حقه مخ واړوي نو هيڅکله يې يو موټي مه کړې، ته خو يې تيت و پرک کړې او د خپلوخطاګانو سزا ورکړې.

دوي ترهغې له خپل دريځه نه شاته کېږي ترڅوچې د نېزو پرله پسې ګزارونه ونه خوري داسې ګزارونه چې بدنونه يې ورسوري کړي داسې سورې چې شمال ترې پورې راپورې وځي، سرونه يې ورمات او غړي يې ورغوڅ او خوارۀ وارۀ نۀ کړي. دوي تر هغې لاس نه اخلي چې لښکرې پرې ډلې ډلې وراوارې نه شي او په غشو يې سوري نه کړي او سپارۀ پرې يرغل ونه کاندي. او ليکې يې ماتې نه کړي او تر هغې چې پرله پسې لښکرې يې په ښارونو برېدونه ونۀ کړي او شاتګ ته يې مجبور نه کړي. او تر څو چې اسونه د هغوي ټاټوبي تر پښو لاندې چخڼي او څړځايونه يې وران ويجاړ نه کړي.

(سيد رضي وائي:الدعق يعنې د اسونوپه سمونو سره د ځمکې ځپل، او نواحر: يعنې متقابل. لکه څرنګه چې وائي د فلانکي خېل کورونه متناحر دي يعنې يو بل ته مخامخ دي.

﴿ يوسل پينځويشتمه خطبه ﴾

[ 125 ]

في معنى الخوارج لمّا أنكروا تحكيم الرجال ويذمّ فيه أصحابه:

إِنَّا لَمْ نُحَكِّمِ الرِّجَالَ، وَإِنَّمَا حَكَّمْنَا الْقُرْآنَ. وهذَا الْقُرْآنُ إِنَّمَا هُوَ خَطٌّ مَسْتُورٌ بَيْنَ الدَّفَّتَيْنِ، لاَ يَنْطِقُ بِلِسَان، وَلاَ بُدَّ لَهُ مِنْ تَرْجُمَان، وَإِنَّمَا يَنْطِقُ عَنْهُ الرِّجَالُ. وَلَمَّا دَعَانَا الْقَوْمُ إِلَى أَنْ نُحَكِّمَ بَيْنَنَا الْقُرْآنَ لَمْ نَكُنِ الْفَرِيقَ الْمُتَوَلِّيَ عَنْ كِتَابِ اللهِ،

 وقَالَ اللهُ سُبْحَانَهُ: (فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ في شَيْء فَرُدُّوهُ إِلَى اللهِ وَالرَّسُولِ) فَرَدُّهُ إِلَى اللهِ أَنْ نَحْكُمَ بِكِتَابِهِ، وَرَدُّهُ إِلَى الرَّسُولِ أَنْ نَأْخُذَ بسُنَّتِهِ; فَإِذَا حُكِمَ بِالصِّدْقِ فِي كِتَابِ اللهِ، فَنَحْنُ أَحَقُّ النَّاسِ بِهِ، وَإِنْ حُكمَ بسُنَّةِ رَسُولِهِ فَنَحْنُ أَوْلاَهُمْ بِهِ.

 وَأَمَّا قَوْلُكُمْ: لِمَ جَعَلْتَ بَيْنَكَ وَبَيْنَهُمْ أَجَلاً فِي التَّحْكِيمِ؟ فَإِنَّمَا فَعَلْتُ ذلِكَ لِيَتَبَيَّنَ الْجَاهِلُ،

 وَيَتَثَبَّتَ الْعَالِمُ، وَلَعَلَّ اللهَ أَنْ يُصْلِحَفِي هذِهِ الْهُدْنَةِ أَمْرَ هذِهِ الاُْمَّةِ، وَلاَ تُؤْخَدُ بِأَكْظَامِهَا، فَتَعْجَلَ عَنْ تَبَيُّنِ الْحَقِّ، وَتَنْقَادَ لاَِوَّلِ الْغَيِّ.

إِنَّ أَفْضَلَ النَّاسِ عِنْدَ اللهِ مَنْ كَانَ الْعَمَلُ بِالْحَقِّ أَحَبَّ إِلَيْهِ ـ وَإِنْ نَقَصَهُ وَكَرَثَهُ ـ مِنَ الْبَاطِلِ وَإِنْ جَرَّ إِلَيْهِ فَائِدَةً وَزَادَهُ، فَأَيْنَ يُتَاهُ بِكُمْ؟! وَمِنْ أَيْنَ أُتِيتُمْ؟! اسْتَعِدُّوا لِلْمَسِيرِ إِلَى قَوْم حَيَارَى عَنِ الْحَقِّ لاَ يُبْصِرُونَهُ وَ مُوزَعِينَ بِالْجَوْرِ لاَ يَعْدِلُونَ بِهِ، جُفَاة عَنِ الْكِتَابِ، نُكُب عَنِ الطَّرِيقِ.

مَا أَنْتُمْ بَوَثِيقَة يُعْلَقُ بِهَا، وَلاَ زَوَافِرَ يُعْتَصَمُ إِلَيْهَا، لَبِئْس حُشَّاشُ نَارِ الْحَرْبِ أَنْتُمْ!

أُفٍّ لَكُمْ! لَقَدْ لَقِيتُ مِنْكُمْ بَرْحاً، يَوْماً أُنَادِيكُمْ وَيَوْماً أُنَاجِيكُمْ، فَلاَ أحْرارُ صِدْق عِنْدَ النِّدَاءِ، وَلاَ إِخْوَانُ ثِقَة عِنْدَ النَّجَاءِ!

(د خوارجو په ځواب کې چې حکميت يې نۀ مانه،کوفې ته د نزدې کېدو په وخت يې دا وينا وکړه)

په صفين کې د حکميت د منلو لاملونه او وجوهات

 ياد ساتئ، مونږ کسان نه وو حَکَم (مينځګړي) کړي بلکه مونږ قرآن شريف حَکَم ګرځولے ؤ!(چې هغوي په نېزو اوچت کړے ؤ او ورباندې يې فېصله غوښتله) خو قرآن خوهغه ليکل شوے کتاب دے چې په دوو پوښونوکې پټ دے. خو قرآن ژبه نۀ لري چې وغږيږي او يوکس غواړي چې ترجماني يې وکړي او دا انسانان دي چې د هغې ترجماني کولې شي. اوکله چې شاميانو مونږ وبللو چې قرآن په خپل مينځ کې حَکَم او فېصله کوونکے وګرځوونو مونږ د خداے پاک کتاب ته شا کوونکي نۀ وو، حال دا چې لوے پالونکي فرمايلې دي«که په يوڅيز کې موتنازعه او اختلاف وکړ نوهغه خداے او رسول (ص) ته جارباسئ» خداے پاک ته د اختلافاتو د جاراېستلو مطلب دا دے چې د هغۀ په کتاب فېصله وکړو او پېغمبراکرم (ص) ته جاروتل دا دي چې د هغۀ سنت واخلو. نوکه د خداے پاک په کتاب مينځګړتوب کېږي نو له مونږ سره زيات ښائي (چې د قران شريف مېنځګړتوب ومنو) او که د رسول الله مبارک سنتو ته تسليمېدل وي نو مونږ يې (منلوته) تر نورو زيات وړ يوو.

خوستاسو دا خبره چې ولې دې د ځان او د هغوي په مينځ کې د فېصلې او مينځګړتوب لپاره وخت وټاکۀ؟ (او مهلت دې ورکړ)، نو ما دا کار ځکه وکړ چې ناپوهه او غافلان په خپلې خطا پوه شي اوخبر او پوهه کسان ثابت قدمه پاتے شي او د دې لپاره چې کېدې شي د صلحې او پخلاينې په دغه مهلت کې خداي د امت چارې سمې کړي او د څېړنې او پېژندنې لاره خلاصه وي چې ګوندې خلک د حق په لټون کې وارخطا نه شي او په هماغه وړومبي پړاو کې بې لارې نۀ شي. بې له شکه د خداے پاک په نزد تر ټولو لوړ انسان هغه دے چې په حق عمل يې په باطل باندې تر عمله خوښ وي. که څه هم قدر يې کم کړي او تاوان ورورسوي. نو اے خلکو! ولې سرګردانه او لالهانده يئ او له چېرته نه دلته راوستل شوي يئ؟ تيار شئ چې د شاميانو په لور وخوځيږو چې له حقه اوړېدلې ، او په حق باندې يې سترګې پټې کړي دي، باطل ته يې مخه کړې او د عدل او انصاف لارې ته نه راځي. افسوس اے کوفيانو! تاسو د باور سړي نه يئ اونه داسې پياوړي ملۀ چې بنيادم يې لمنه راټينګه کړي.! تاسو د جنګ د اور د بلولو ډېرې بدې وسيلې يئ. خداے دې درسره پوه شي (افسوس په تاسو) تاسو څومره وځورولم،زۀ تاسو يوه ورځ په جار جنګ ته رابولم نو په بله ورځ مو غلې رابولم، نۀ په جار د بلنې په وخت ننګيالي ميړني يئ او نه د رازدارۍ لپاره ډاډمن وروڼه.

﴿ يوسل شپږويشتمه خطبه ﴾

[ 126 ]

لمّا عوتب على تصييره الناس أسوة في العطاء من غير تفضيل إلى السابقات والشرف:

أَتَأْمُرُونِّي أَنْ أَطْلُبَ النَّصْرَ بِالْجَوْرِ فِيمَنْ وُلِّيتُ عَلَيْهِ! وَاللهِ لاَ أَطُورُ بِهِ مَا سَمَرَ سَميرٌ، وَمَا أَمَّنَجْمٌ فِي السَّمَاءِ نَجْماً! لَوْ كَانَ الْمَالُ لي لَسَوَّيْتُ بَيْنَهُمْ، فَكَيْفَ وَإِنَّمَا الْمَالُ مَالُ اللهِ لَهُمْ.

أَلاَ وَإِنَّ إِعْطَاءَ الْمَالِ فِي غَيْرِ حَقِّهَ تَبْذِيرٌ وَإِسْرَافٌ، وَهُوَ يَرْفَعُ صَاحِبَهُ فِي الدُّنْيَا وَيَضَعُهُ فِي الاخِرَةِ، وَيُكْرِمُهُ فِي النَّاسِ وَيُهِينُهُ عِنْدَ اللهِ، وَلَمْ يَضَعِ امْرُؤٌ مَالَهُ فِي غَيْرِ حَقِّهِ وَعِنْدَ غَيْرِ أَهْلِهِ إِلاَّ حَرَمَهُ اللهُ شُكْرَهُمْ وَكَانَ لِغَيْرِهِ وَدُّهُمْ، فَإِنْ زَلَّتْ بِهِ النَّعْلُ يَوْماً فَاحْتَاجَ إِلى مَعُونَتِهِمْ فَشَرُّ خَلِيل وَأَلاَْمُ خَدِين!

(امام ته وويل شول چې خلک خو د پېسې بندګان دي معاويه پرېمانه ډالۍ او پيسې ورکوي او خلک ځانته جذبوي، تاسو قريشو مخورانواو مخ کښانو ته د عوامو له ماله يوڅه ورکړئ او د بيت المال مساوي وېش پرېږدئ چې خلک په تاسو درمات شي[ii] يا دا چې د نورو حکومتونو په شان په مساوات سره د بېت المال تقسيم پرېږده او په وېش کښې له تبعيض او امتيازي سلوک څخه کار اخله. امام ورته په ځواب کښې وفرمايل) تاسو ما ته د دې حکم راکوئ چې د بري لپاره په اسلامي امت چې زۀ يې ولي او سرپرست يم ظلم وکړم؟ په خداے قسم ترڅو چې د ژوند څرخه تاويږي، شپې سبا کېږي او ستوري خېژي کوزيږي هيڅکله به دا کار ونه کړم! که دا مال مې خپل وې بيا به مې هم برابر تقسيموۀ نودا خو لا د خداے مال دے! خبر اوسئ! هغه کسانو ته مال ورکول چې وړ يې نه دي اسراف او فضول خرچي ده. کېدي شي په دې دنيا کې د ورکوونکي مقام لوړ کړي خو په آخرت کې يې ټيټوي، کېدې شي په خلکو کې يې عزتمن کړي خو د خداے پاک په نزد يې ذليلوي. او کله چې بنيادم يومال په هغه لاره کې چې خداے پاک يې اجازه نۀ ده ورکړې ولګوي يا يې په نا اهلوخرچ کړي نوخداے پاک يې د هغوي له مننې هم بې برخې کوي او که يوه ورځ يې پښې وښوييږي او د هغوي مرستې ته اړمن شي نو دغه کسان به يې تر ټولو سپک او بد دوستان وي (يعنې هيڅ مرسته به يې ونه کړي)

﴿ يوسل اويشتمه خطبه ﴾

[ 127 ]

ومن كلام له (عليه السلام)

للخوارج أيضاً

فإنْ أَبَيْتُمْ إِلاَّ أَنْ تَزْعُمُوا أَنِّي أَخْطَأْتُ وَضَلَلْتُ، فَلِمَ تُضَلِّلونُ عَامَّةَ أُمَّةِ مُحَمَّد (صلى الله عليه وآله) بِضَلاَلِي، وَتَأْخُذُونَهُمْ بِخَطَئِي، وَتُكَفِّرُونَهُمْ بِذُنُوِبي! سُيُوفُكُمْ عَلَى عَوَاتِقِكُمْ تَضَعُونَهَا مَوَاضِعَ البَراءةِ وَالسُّقْمِ، وَتَخْلِطُونَ مَنْ أَذْنَبَ بِمَنْ لَمْ يُذْنِبْ.

وَقَدْ عَلِمْتُمْ أَنَّ رَسُولَ اللهِ(صلى الله عليه وآله) رَجَمَ الزَّانِيَ [الْـمُحْصَنَ] ثُمَّ صَلَّى عَلَيْهِ ثُمَّ وَرَّثَهُ أَهْلَهُ، وَقَتَلَ الْقَاتِلَ وَوَرَّثَ مِيرَاثَهُ أَهْلَهُ، وَقَطَعَ السَّارِقَ وَجَلَدَ الزَّانِيَ غَيْرَ الُْمحْصَنِ ثُمَّ قَسَمَ عَلَيْهِمَا مِنَ الْفَيْءِ وَنَكَحَا الْمُسْلِمَاتِ; فَأَخَذَهُمْ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وآله بِذُنُوبِهمْ، وَأَقَامَ حَقَّ اللهِ فِيهمْ، وَلَمْ يَمْنَعْهُمْ سَهْمَهُمْ مِنَ الاِْسْلاَمِ، وَلَمْ يُخْرِجْ أَسْمَاءَهُمْ مِنْ بَيْنِ أَهْلِهِ.

ثُمَّ أَنْتُمْ شِرَارُ النَّاسِ، وَمَنْ رَمَى بِهِ الشَّيْطَانُ مَرَامِيَهُ، وَضَرَبَ بِهِ تِيهَهُ!

وَسَيَهْلِكُ فِيَّ صِنْفَانِ: مُحِبٌّ مُفْرِطٌ يَذْهَبُ بِهِ الْحُبُّ إِلَى غَيْرِ الْحَقِّ، وَمُبْغِضٌ مُفْرِطٌ يَذْهَبُ بِهِ الْبُغْضُ إِلَى غَيْرِ الْحَقِّ،

وَخَيْرُ النَّاسِ فيَّ حَالاً الَّنمَطُ الاَْوْسَطُ فَالْزَمُوهُ، وَالْزَمُوا السَّوَادَ الاَعْظَم فَإِنَّ يَدَ اللهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ، وَإِيَّاكُمْ وَالْفُرْقَةَ! فَإِنَّ الشَّاذَّ مِنَ النَّاسِ لِلشَّيْطَانِ، كَمَا أَنَّ الشَّاذَّةَ مِنَ الْغَنَمِ لِلذِّئْبِ.

أَلاَ مَنْ دَعَا إِلَى هذَا الشِّعَارِ فَاقْتُلُوهُ، وَلَوْ كَانَ تَحْتَ عِمَامَتِي هذِهِ، فَإِنَمَّا حُكِّمَ الْحَكَمَانِ لِيُحْيِيَا مَا أَحْيا الْقُرْآنُ، وَيُمِيتَا مَا أَمَاتَ الْقُرْآنُ، وَإِحْيَاؤُهُ الاجْتَِماعُ عَلَيْهِ، وَإِمَاتَتُهُ الافْتَرَاقُ عَنْهُ، فَإِنْ جَرَّنَا الْقُرْآنُ إِلَيْهِمُ اتَّبَعْنَاهُم، وَإِنْ جَرَّهُمْ إِلَيْنَا اتَّبَعُونَا.

فَلَمْ آتِ ـ لاَأَبَا لَكُمْ ـ بُجْراً، وَلاَ خَتَلْتُكُمْ عَنْ أَمْرِكُمْ، وَلاَ لبَّسْتُهُعَلَيْكُمْ، إِنَّمَا اجْتَمَعَ رَأْيُ مَلَئِكُمْ عَلَى اخْتِيَارِ رَجُلَيْنِ، أَخَذْنَا عَلَيْهِمَا أَلاَّ يَتَعَدَّيَا الْقُرْآنَ، فَتَاهَا عَنْهُ، وَتَرَكَا الْحَقَّ وَهُمَا يُبْصِرَانِهِ، وَكَانَ الْجَوْرُ هَوَاهُمَا فَمَضَيَا عَليْهِ، وَقَدْ سَبَقَ استِثْنَاؤُنَا عَلَيْهِمَا ـ فِي الْحُكُومَةِ بِالْعَدْلِ، وَالصَّمْدِلِلْحَقِّ ـسُوءَ رَأْيِهِمَا، وَجَوْرَ حُكْمِهِمَا.

(دهجرت په اوه دېرشم کال د نهروان له جنګه مخکې يې د خوارجو د عقيدو په رد کې دا وينا وکړه، د خوارجو عقيده دا وه چې که څوک ګناه کبيره وکړي نو کافر او له اسلامه وتلي دے، مګر دا چې توبه وکړي او بيا مسلمان شي)

د خوارجو د ګمراهۍ افشا

 که تاسو داسې ګمان کوئ چې زۀ ګناهکار او خطاکار يم او بې لارې شوے يم نو ولې د حضرت محمد (ص) ټول امت زما په ګمراهۍ ګمراه ګڼئ؟ او زما په خطا هغوي نيسئ؟ او زما په ګناه هغوي کافر ګڼئ؟ تورې مو په اوږو ايښې دي او چرته مو چې زړۀ غواړي رابغوئ يې ګناهګار او بې ګناه مو سره ګډ کړي دي (او يو شان يې ګڼئ)،حال دا چې تاسو ته پته ده چې رسول الله مبارک وادۀ لرونکے زنا کار سنګسار کړ، بيا يې پرې د جنازې نمونځ وکړ او د هغۀ ميراث يې د هغۀ وراثانو ته ورکړ، يا به يې يوقاتل (په قصاص کښې) وواژۀ او ميراث به يې دهغۀ اهل ته په وراثت کښې ورکوۀ، د غل لاس يې پرې کوۀ، لونډ (بې وادۀ) زناکار يې په متروکو (کوړو) واهۀ، او په غنيمت کې به يې برخه هم ورکوله.چې له مسلمانو ښځوسره وادۀ وکړي، نو پېغمبر(ص) هغوي ته د ګناهونو سزا ورکوله او الهي حدود يې پرې جاري کول خو د هغوي اسلامي برخه يې نه ختموله، او نوم يې د مسلمانانو له کاتې نه نۀ وېسته،(نود لويو ګناهونو په وجه څوک نه کافر کيږي)تاسو «خوارج» تر ټولو بد او شرير انسانان او د شيطان دلاس آلې او د خلکو بې لارې کوونکې يئ.

او ډېر زر به زما په هکله دوه ډوله کسان هلاک او ګمراه شي: يوهغه دوستان چې په مينه کې افراط وکړي او مينه يې ناحق ته راکاږي[iii] او بل هغه بغض او کينه کوونکے چې له ما سره په بغض او کينه کښې افراط وکړي او د باطل لاره خپله کړه. [iv] او زما په هکله تر ټولو ښه خلک هغه دي چې د مينځ لاره ونيسي، له دوي مه جدا کېږ ئ او له سواد اعظم (دمسلمانانوله لوے جماعت) سره اوسئ، ځکه چې د خداے مرسته (لاس) له جماعت سره دے. له تيتوالي او بې اتفاقۍ ډډه وکړئ ځکه چې يواځې انسان د شېطان ښکار کيږي لکه څرنګه چې له رمې نه جدا شوې ګډه د ليوۀ ښکار کېږي.خبر اوسئ! څوک چې خلک دغه شعار[v] (جدايۍ او تفرقې) ته بلي هغه وژنئ که هغه زما تر عمامې لاندې هم وي.

که هغه دوه کسان«ابوموسي اشعري او عمروعاص» حکمېن (مينځګړې) شوي وو نو يواځې د دې لپاره چې هغه څه چې قرآن ژوندې کړي ژوندې کړي اوڅه چې قرآن مړۀ بللي مړۀ کړي. د قرآن د ژوندي کولو مطلب دا دے چې يوبل ته لاسونه ورکړي او په قران باندې عمل وکړي او د مړ کولومطلب يې جدائي او بېلتون دے. نوکه قرآن مونږ هغوي ته کش کړو مونږ به د هغوي پېروي کړو او که هغوي يې مونږ ته راکاږل بايد زمونږ اطاعت وکړي. نو اے بې پلارو! په دې کې خو ما له تاسو سره څه بد نۀ دې کړې، نۀ مې تاسو غولولې يئ او نۀ مې په تاسو باندې څه خبره مشتبه او پټه ساتلې ده. بلکه هم په تاسو کښې په دې راې قرار وشو چې دوه کسان دې حکمېن او مينځګړي کړې شي، مونږ هم په هغوي شرط کېښودۀ چې له قرآنه به نه تېرېږي خو افسوس چې هغوي له قرآنه تېر شول او حق يې پرېښود.حال دا چې ښه په بقو بقو يې کتل،دا ځکه چې د هغوي خوښه ظلم ؤ او ظلم يې وکړ مونږ د هغوي له ظالمانه فېصلې مخکې شرط وراېښے ؤ چې په عدالت به فېصله کوي او په حقه به حکم کوي خوهغوي په دې پابند پاتې نه شول.



[i]- دا کس اشعث بن قېس ؤ چې د اعتراض کولو خوي يې درلود او په خپله د حکميت منونکے ؤ.

[ii]- درسول الله مبارک (ص) په وخت کې به بيت المال په مسلمانانو کې عادلانه او مساويانه وېشيدۀ خو دهغه حضرت له رحلته وروسته وړومبي، دويم او په تېره بيا دريم خليفه د بيت المال په ويش کې عدالت ونۀ ساتۀ او په مختلفوتبعيضونو او توپيرونو او ډاليو سره يې خلک په بل بل څه روږدې کړل، اوس نو چې حضرت علي (ع) خليفه شوے ؤ او غوښتل يې چې د پېغمبر اکرم (ص) په شان بيت المال وويشي نو ډيرو اعتراض وکړ او له امام علي (ع) سره يې مخالفت ته ملا وتړله .

[iii]- لکه سبائيه (يا نصيريه) فرقه چې د حضرت علي (ع) د غېر معمولي شخصيت او کراماتو په وجه يې هغه د خداے پاک د يو بنده او انسان په ځاے خداے ګاڼۀ او امام علي (ع) هغوي ته سزا ورکړه. يا هغه کسان چې هغه د خداے د ګران رسول (ص) د وصي، ځاے ناستي، او امام په ځاے د خاتم الانبياء (ص) مقام او درجې ته ورسوي

[iv]- مراد ترې خوارج، نواصب او هغه کسان دي چې د حضرت علي (ع) د امامت او خلافت د منلو په ځاے له هغۀ سره کينه او بغض په زړۀ کښې لري.او هغه مقام ورته نۀ ورکوي چې کوم ورته خداے پاک او د هغۀ ګرن رسول (ص) ورکړے دے.

[v]- علما وائي چې له شعار مطلب دلته د خوارجو هغه شعار دے چې «لا حکم الا لله» چې د حکمت نفي ده . او نيتجه يې په امت کې افتراق او اختلاف دے.