يوويشتمه خطبهجهل او مرکب جهل( په دې خطبه کښې ئې د هغه سړي کيفيت بيان کړے دے. چې په هيڅ نه پوهېږي. خو خپل ځان د ټولونه لوئې عالم ګڼي ). د خداے په نزد په مخلوف کښې ابغض سړي دوه دې. اول هغه سړے چې خداے خپل نفس ته پريښے دي . نو هغه په مېنځنۍ لاريون کوي. هغه د سخت بدعت ، او د ضلالت او ګمراهۍ د لارې خلقو ته بلنه کوي نو دا سړے د هغه سړي د پاره د فتنې سبب شي. کوم ئې چې فتنه کښې راګير شي. د خپلو مشرانو د نېغې لارې نه بې لارې شوے دے . ترڅو چې ژوندے وي نو هم او چې مړ شي هم د خپلو منونکو د پاره د ګمراهۍ سبب وي . د پردو ګناهونو پنډ په خپل سر او چتوي. او په خپلو ګناهونو کښې هم ګانه پروت وي. دويم هغه چې د ځان نه ئې د ناپوهېو او جهاتونه ذخيره جوړه کړې وي. او دامت په جاهلو خلقو کښې د دې تبليغ کوي. او د فتنې او فساد په تېرو کښې روان وې . د اصلاح د موقعي په حقلو ړوند وي. عوامو دانا او بينا ګنلے وي او حال دا چې د سرنه تر پښو جاهل او ناپوهه وي . په هغه باندې هره شپه داسې صبا کېږي چې د خپلو ناشونکو په خورولو کښې بوخت وي. چې د هغو کمېدل د زياتېدلونه ښه دې. او کوم وخت چې هغه په ګنده اوبو ( ناپاکو خبرو ) خپله تنده ماته کړي. او د فضولو خبرو په وېنا ډک شي. نو په خلقو کښې د ځان نه قاضي جوړ کړي . په کومو خبرو ښې چې د خلقو شک وي . دے کښې ځان دانا او شماري نو که د هغه مخې ته داسي خبره راشي چې مبهمه غوندې وي. نو فضول او خوشې خبرې شروع کړي. او بيا په هغو خبرو کلک اودرېږي. هغه د دغوشبهاتو په وجه د غني په جال کښې ګيبروي. هغه هېڅ پوهه نه وې چې رښتيا وائي که دروغ. (فرض کړه) که صحيح هم اووائي نو په زړه کښې ئې وېره وي چې چرته غلطه خبره مې نه وي کړې او که غلطي ئې اوکړه نو په زړه کښې باور لري چې خلق به د هغه دا غلطه خبره هم صحيح اوګڼي. داسې سړے جاهل دے او د جهالت په تورو تېرو کښې په بلو بلو سردے. کم نظره دے او په داسي سورلۍ سپور دے . چ ېمخامخ څيزونه ورته نه ښکاري. هغه د علم لرګے هيچري نه وي ژوئيلي . دا جاهل د روايانو سره داسې خوئ کوي لکه څنګه چې هوا اوچ واښه خواره کړي. قسم په هغه يو خداے که د هغه نه دڅه تپوس اوشي نو صحيح جواب نه شي کولې او کوم کارونه چ ېورته اوسپارلے شي هغه و سرته د رسولو قابليت نه لري . د کوم څيزنه چې (د خپل جهل ) په وجه انکار کوي. په دې هډو پوهېږي نه چې په دې بل څوک هم پوهېدے شي . او نه ئې دا باور وي چې د کوم څيز علم چې هغه څخه دے نور څوک به د هغه نه زيات پوهه وې. او په کوم څيز چې پخپله نه پوهېږي هغه د نورو خلقو نه هم پټ ساتي ( چې په لوئې کښې ئي فرق رانشي ) ځکه چې د خپل علم او پوهه په اندازه ښه خبروي. هغه چې کومې فېصلی کړې دي. د هغو په وجه ناحق خون د حال په ژبه فرياد کوي . (يوازې دانه بلکې) مواريث (ميراثونه ) هم په جګ اواز د ده له لاسه ژاړي. (ځکه چې مراثو نه ئې خپل حقدار ته نه وي ورکړې) د دې ډلې شکايت زه خداے پاک ته کوم چې ژوندې په جهل او ناپوهۍ کښې تېردے . او د ضلالت او ګمراهۍ په حال کښې مړه شوي دي. د هغه په نزد چې کوم وخت د قران تلاوت په صحيح ډول اوکړے شي. ( يعني تغير او تبدل پکښې اوشي) نو د دې نه ښه او ګران بها مال هيچرته نشته. او د هغو په نزد د ښې خبرې نه بد کار بل يو هم نشته او د بدڅيز نه زيات ښه څيز يو هم نه وي. زه وايمد امير المومنين په دې خطبه کښې چې کومو خلقو ته اشارې شوې دي. کېدے شي چې چا پرې څه ليکلي وي بيا په تېره په قران حکيم کښې د تحريف خبرې . ځکه چې داسې ښکاري چې په هغه وخت کښې د تحريف ګنګوسې ضرور وې. ګڼي اميرالمومنين علي عليه السلام به هيچرې دانه وو فرمائيلي . د جمع القران په حقله چې په امت کښې کوم اختلاف دے. تر اوسه ئې څه فيصله نه ده شوې . په دې حقله په شېعو کښ ېدوه ډلې دې چې يوه د تحريف قائيله ده. اودويمه نه . کومه چې د تحريف قائيله ده د هغو تعداد کم دے او کومه چې قائيله نه ده د هغي تعداد زيات دے. البته د ترتيب په حقله خو د اهل سنتو هم دا عقيده ده . چې د نزول په مطابق نه دے. خو داهم وائي چې دا موجوده ترتيب د رسول کريم صلي الله عليه واله وسلم په حکم شوے دے. خو د دې په خلاف هم ډيېر روايات دي . لکه چې د بخاري هغه اوږد روايت دے چې راوي ئې حضرت عمر رضي الله عنه دے. چې د ډېرو حافظانو د شهادت په وجه د هغوۍ سره ويره پيدا شوې وه چې چرته قران زمونږ نه لاړنه شي .او حضرت ابوبکر رضي الله عنه ته ئې د جمع کولو رائې ورکړې وه. او هغوئ وئيلي وو چې کوم کار رسول الله نه دے کړے هغه زه څرنګه اوکړم . بيا اهل سنت د څو داسې ايتونو هم قاېل دي. چې متروک التلاوت ورته وائې چې په قران کښې شامل نه دي خو حکم ئې باپې دے . او دا هم چې حضرت عثمان رضي الله عنه چې قران دنوې سر نه جمع کړونو باقي نسخې ئې تلف کړې . دا اتلاف هم دا خبره ثابتوي چې په هغو نسخو کښې څه نقصان موجود وو. په اتقان کښې ليکلي دي چې حضرت علي عليه السلام هم د خپل جمع کړي قران نسخه حضرت ابوبکر رضي الله عنه ته وړاندې کړې ده خو هغوئ منظوره نه کړه. ابن مسعود هم خپل جمع کړے قران حضرت عثمان رضي الله عنه ته نه ورکولو . ان تردې چې دومره ئې اووهه چې د هغو وهلونه ئې فتق اوشو. اهل سنت دا هم وائي چې هر کال به جبرئيل عليه السلام د رسول اکرم صلي الله عليه واله وسلم سره د قران ګردان کولو ، دا روايت خو ماته بېخي پوچ ښکاري . ځکه چې د دې نه خو دا ثابتېږي چې ګويا رسول کريم صلي الله عليه و اله وسلم د قران حافظ نه وه . او نعوذ بالله د خداے دا فرمان غلط دے چې (اے نبي د قران په حفظ کښې تندې مکوه. دا درباندې زه نازل لوم . او ستا په زه کښې د دې جمع کول هم زما کار دے دا مسئله ډئر وخت غواړيږ دلته ماسره دومره وخت نشته. او نه د هغو کتابونو انتظام شته د کوم نه چې په دې مسله پوره پوره رڼا پريوزي. (حمزه) دوه ويشتمه خطبهشرعي مسلې او د علماء پخپلو کښې اختلاف(په دې خطبه کښې چې په کومه مسله رڼا غور ځولے شوې ده . د هغې اهميت نن هم هومره دے څومره چې د نن نه څوارلس سوه کاله پخواوه. ) د فتوه ورکونکو حال نن داسي د ے چې په هغوئ کښې چې چاته يوه شرعي مسله د حکم د پاره راشي . نو ( يو ) په خپله رائې د هغې فيصله اوکړي. بيا هم دغه مسله چې دوېم ته ورشي. نو هغه ئې د وړاندينۍ نه اپوټه فيصله اوکړي. بيا دا ټول قاضيان ( فتوه ورکونکي ) د خپل هغه امام خواته را جمع شي. چا چې ورته دا ذمه وارې سپارلي وي. نو هغه د ټولو د رائې توثيق او تائيد اوکړي. د دغو خداے يو دے . رسول ئې يو دے او کتاب ئې هم يو دے . يا به (خداے مکړه) دا خبره وي چې خداے خپل دين نيمګړے رالېږاے وه. او اوس ئې د دغو نه د بشپړ کولو هيله ده . يا دا مفتيان د خداے په خداے کښې شريک دي او د ( خداے ) دا فرض دے چې ( دهغو په وېنا ) راضي شي. اولاخو به داسې نه وي ) چې خداے دين نيمګړے نازل کړے وي. او رسول الله صلي الله عليه واله وسلم د هغه په تبليغ کښې کوتاهي کړې وې . ليکن الله تعالي خو وائي چې ( په قران کښې هېځ څيز پاتې شوے نه دے ) ، ( يعني ضروريات په کښې ټول راغلي دي ) او بيا په قران کښې وائي چې ( زمونږ نه په قران کښې د هر څيز بيان موجود دے ) او بيا ئې هم په دې قران کښې ذکر کړې دې چې (د پران ځنې ترخې د ځنو برخو تصديق کوي ) او دا چې په هغه کښې هېڅ ډول اختلاف او تضاد نشته. نو ځکه هم دغه شان خداے په قران کښې وائې چې ( که دا قران د خداے نه بعېر بل چا له خوا راغلے وے . نو خلقو به په کښې ډير زيات اختلاف موندلے وه ( يا دلرئ د قران ظاهر دل فريب دے. زړه خوشحال او تازه کوي . او باطن ئې ژور دے نه به ئې عجائب ختم شي اونه به ئې غراېب پائې ته اورسي. او که لرې کېدې شي نو هم د دې ( قران ) نه . نوټ له مترجمد اميرالمومنين دا خطبه په افادي او معنوې حيثيت ډيره اهمه ده . دا چې څومره هغه وخت اهمه وه . کوم وخت چې اميرالمومنين ورکړي وه. د هغې نه زياته اهمه اوس ده. چې بدو علماء د دين نه يوه ټوقه جوړه کړې ده . د فتوې حيثيت دا پاتې دے چې د ذاتې خيالولاتو او رائې تابع شوې ده په يوه مسله کښې د هرې ډلې د علماء اختلاف دي. د چا رائې څه وي او د چا څه. حوک د کفر فتوي ورکولو ته تياروې او څوک د الحاد پېغور ته تيار د هرې ډلې دا اصرار وي چ ېڅه هغه وائې هغه وائي هغه حق دي . او دويمه ډله چې څه وائې دروغ وائي . او په دې رائې دومره کلک او سخت اصرار وي . چې د دې نه په مسلمانانو کښې بې اتفاقي او جهګړې پېدا شي. د مسلې نه فتوي جوړه شي. او بيا د تکفېر د مشين نه دې مار د خلقو په عقايدو ګوله باري شروع شي. او حال دا چې په قول د امير المومنين زمونږ خداے يو رسول الله صلي الله عليه واله وسلم يو او کتاب يو دے . بيا په يوه مسله کښې دا ډول ډول رائې څه معني لرې . دا خوښکاره ده چې داسې اختلاف د شرعې په بنياد خو کېدے نه شي. ځکه چې شريعت هم يو دے. هېڅ شک نشته چې بنياد به ئې په ذاتي رائې وي. او په دين کښې ځاتي رائې نه خو جائزه ګڼلې کېدے شي. او نه هيجرې ورته څوک ښه وئيلے شي . په دې خطبه کښې چې کومه مسله چيړلې شوې ده. هغې ډېره اهمه ده. او د ورځو د تېريدو سره سره د هغه اهميت هم زياتېږي. نن چې په مسلمانانو کښې د ځينو دا دعوي ده چې هغه اهل سنت و الجماعت دي . څومره فرقې په کښې پېدا شوې دي . د ديو بنديانو مسلک بيخې جدا او مستقل دے ږ د برېلۍ رضا خاني ډلې جدا حلقه قائمه کړې ده . د اهل حديث حضراتو جماعت جدا مسجد جدا . رائې . مسله او فتوي جدا . دغه شان د ندوي او فرنګي محلي علماء جدا ډلې. د مظاهر العلوم والو ځان ته ډله . د جماعت اسلامې موقف د جمعيت العلماء مشرب دا ټول د يو بل نه بېل دي . او ځان ځان ته حيثيت لري. دا ټول د يو بل د رائې نه نه يوازې مختلف دې بلکه دا اختلاف دومره زيات شوے دے . چې د کفر فتوو ته خبره رسېدلې ده . خداے مکړه که د قران حيثيت هغه وي کوم چې د انجيل دے. چې نه ئې ابتدا معلومه ده اونه انتها . يا ديني فتوه د هغو برهمنانو نه اخسته کېدے شي په هېڅ نه دې پوهه. او په هر څه پوهه دې . چې هېڅ نص ورڅخه نشته. هيڅ نمونه نه لري . چېهيڅ شهادت هم نه شي وړاندې کولے . او بيا دا اختلاف په کښې ظاهر شوے دے . نو يوه خبره ده ږ ليکن د حېرانتيا او شرم خبره ده . چې مونږ څخه قران دے. چې مونږ ئې په يويو حرف ايمان لرو . مونږ څخه د رسول د احاديثو پنګه ده . چې د دينې عظمت ئې قائل يو . او د قران نه پس هم دې ته لويه درجه ورکوو. او د احاديث په هر ډول د اطمينان باعث دي. خو بيا هم د يو خداے يو رسول صلي الله عليه واله وسلم يو قران يوه اسره د نبي لرلو سره هم مونږ يوې مسلې ته په داسې مختلفو طريقو ګورو او چاڼ کوو ئې چې اختلاف په کښې پېدا شي. او هغه اختلاف دومره زيات شي چې جنګ جهګړه ترې جوړه شي. او بيا پخپلو کښې بې اعتبارې هم سر راپورته کړي ږ او بد ګماني هم ږ او دټولونه زياته دا چې په نورو باندې د کفر او الحاد فتوې او بيا په دغو فتوو ټينګار. يو سړے ځان ته مسلمان وائې. قران د خداے اخري کتاب ګڼي. محمد ( ابائنا و امهاتنا ) خاتم النبين مني . په محمدي شرع عمل کوي . بيا هم مونږ هغه ته وايو او ښه په زور سره ورته وايو چې نه هغه مسلمان نه دے . کافر دے . د وژلو قابل دے. او که لاس مو برېږ ي نو په خپل قول باندې عمل کول هم شروع کړو . مونږ د عمل کوو او زمونږ علماء په ګرمواو تودو بيانونو او خطبو مونږ عمل د پاره لمسوي. خو که مونږ نه پوهېږو نو هغوي خو څه نه څه په دې چې مونږ د هغه د کافر کولو حوصله او کړو. ز مونږ فقه او شريعت مونږ ته دا ښئ چې که ډير په لري تاويل سره هم څوک د کفر د فتوې نه بچ کېدے شي نو هغه دي بچ کړے شي خو کېږې دا چې که په ډېر لرې تا ويل سره هم څوک کافر کېدې شي . نوبې واکه د کفر فتوې ورکوي . بېخې هم دغه حال د مسلمانانو د نورو فرقو هم دے. زه وايمکه دا خطبه په رښتيا سره د امير المومنين وي . نو مونږ د دې خطبې د پردې نه د هغوئ د زمانې د لامر کزيت او پريشانۍ اندازه کولے شو . ګويا کښې د خيرالقرون کښې دا حال وه چې چا يو څو تورټکي لوستې وو نو ځان ئې د فتوو ورکولو جوګه ګڼلو . او په دې سلسله کښې هغه علماء خو خود شامل دي. کوم چې په قول د طبريد يزيد فوځ نه په مدينه کښې په حرامه طريقه پېدا شوي وو. ځکه چې يزيدي جرينل د ښار ښځې په فوځ مباح کړې وې . او د هغو دريو سوو حراميانو بچو پرورش بيا بني اميو کړې وه. د حضرت امام حسين عليه السلام په خلاف هم د دې ډول علماو فتوې ورکړې وه . او د دې خطبې اکر بکر دا ښئ چې د خلفائے راشدين په زمانه کښې هډو دا اختلاف پېدا شوے وو . ګني هېڅ وجه نشي کېدے چې د هغوئ نه پس ته ډېر زر داسې اختلافاتو سر راپورته کړے . د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهاد ت واقعه د حضرت زبير او طلحه د حضرت عايشي په ملګرتيا کښې د حضرت علي عليه السلام سره جنګ کول . د خوارجو خروج او داسې نور واقعات که د شديد اختلاف په وجه نه وو نو اخير نورڅه و و. او که هغه وخت مختلفې ډلې نه وې پېدا نو اوس به په کوم بنياد جوړېدلے، خو زموږ علماء ته خداے دا توفيق خو ورکړے نه وے چې په يخه سينه په صحيح واقعاتو غور اوکړئ . د دې عظيم اختلاف بنياد اولټوي . او د هغې غلطې د بيابيا کولونه ځان او عوام بچ کړي. اپوټه هم په هغه اختلاف قايم دې . په شيعه حضراتو کښې هم دا حال دے چې د محمد او ال مڅمد د اولاپه پرده کښې نور ټول مسلمانان د اسلام نه خارج ګڼي. اهل حديث چ ېد کوم توحيد دعوې کوي هغه د ابليس د توحيد نه زيات هيچرې نه دے او د نن زمانې متصوفين چې کوم تعلق د نبې صلی الله عليه و اله وسلم او اولياء سره ظاهر وي هغه د شرک په خټه ککړ دے. ر>يس احمد جعفري چې په خپل نوټ کښې څه وئيلي دې . دا ټول حقايق دي. خو اوس غشے د ليندې نه وتے دے. د دې اختلاف هېڅ علاج نشته . البته که د لوئې خداے د رحمت درياب په څپو شو . او چرته داسې مصلح ئې پيدا کړو لکه چې د امام مهدي عليه السلام پيش ګويانې دي . نو کيدے شي . چې د يو عظيم تحريک چپې دا اختلاف ختم يا ډېر کم کړي. زما خپل دادے چې که امت په ابتدا کښې د خلافت واګې اهل بيتوته سپارلې وے . او د دين په معامله کښې ئې هغوئ حکم ګڼلے وے . نو دا اختلاف به نه وه پيدا . خادم محمد اکبر دې خداے ګور په نور کړې . په سوات کښې مې ترې هم په دې حقله تپوس کړے وه . نو هغوي رانه اول دا وعده اخستې وه چې ملايانوته به حال نه وائې او بيا ئې وئېلي وو. چې که مسلمانانو په ابندا کښې د خلافت واګې حضرت علي عليه السلام ته ورکړې وې . نو دا اختلاف به نه وو پيدا . (حمزه ) درويشتمه خطبهمنافق ته خطاب (ضروري وضاحت )امير المومنين د حکمينو (د معاويه د جنګ حالات ) په حقله خبرې کولې . چې په دې کښې د هغوئ د ملګرونه يوسړے ( اشعث بن قيس ) پورته شو او اووې وييل اول خو تا مونږ د حکمېنو د منلونه منع کړو. او بيا دې د منلو حکم راکړو . نه پوهېږو چې په دغو دواړو خبرو کښې کومه يوه بهتره ده . امير المومنين خپل يو لاس په بل اواهه او اوې فرماييل دا سر ګرداني ستاسو د فعل جزا ده. چې هم تاسو د حکم منلو رائې راکړې وه ددې په اوريدو اشعث اووئيل چې . د دې نه خو تا ته نقصان اورسيدو فائده خو هيڅ دراونه رسيدهنو په دې خبره اميرالمونين دا خطبه ارشاد کړکه ږ د جولاګانو په حقله دا خبره مشهوره ده . چې د عقل او فهم له کبله ډېر تش لمني وي . او ديمن خلقو دا کار ( جولاګري) ډيره کوله . او اشعث د يمن د کنده قبيلې يو سړے وه . خالد بن صفوان د يمن د خلقو په غند نه کښې وائې . په يمن کښې څادر اودونکي څرمني پخوونکي او صرف خبر لوڅ خلق وي . په هغوي باندې يوې ښچې بادشاهي کړې وه . او يوې مږي غرق کړي وو . او ملا چر ګک ورته لاره ښودلې وه . د اشعث شمار د علي په ملګرو کښې داسې وه . لکه د رسول صلي الله عليه واله وسلم په ملګرو کښې د عبدالله بن ابي بن سلول ( منافق ) وه . دا دواړو په خپل وخت کښې د منافقانو د سر سړې وو. دا اشعث دوه کرته نيواے شوے وه . اول ځل د جاهليت په جهګړو کښې چې کوم وخت کافر وه خبره دا وه چې د مراد قبيلې د اشعث پلار چې قيس نومېده وژاے وه. نو اشعث د پلار د بدل اخستو د پاره راپاڅېدو. د کنده سره مقابله اوشده. دے اونيولے شو. او ددرې زرو اوښانو په بونګه پر ېښوے شو . دا دومره بونګه نه وه ورکړې . اونه د هغه نه پس چا دومره ورکړې ده. بيا د اسلام په زمانه کپې دا اشعث دويم ځل اونيواے شو . د دې تفضيل دادے چې د رسول الله صلي الله عليه واله وسلم د وفات نه پس بني وليعه مرتدان شول. زياد بن لبيد البياضي انصاري د مقابلي د پاره راولاړ شو . بني وليعه د اشعث نه مدد اوغوښت. هغه جواب ورکړو چې ترڅو مو زه خپل بادشاه نه يم مناے . زه ستاسو هېڅ مدد نه شم کولے . هغه خلق په دې راضي شول او څرنګه به چې د قحطان بادشاه بادشاهې تاج په سرکولو د ده په سر ئې هم تاج کېښودو او بادشاهې ئې کړو نو په دې سره دا اشعث مرتد شو او د مسلمانانو مقابلې ته راووتو . حضرت ابوبکر رضي الله عنه زياد د مهاجرين اميه سره د جنګ کولو د پاره اولېږلو اخر د اشعث يسره مقابله اوشوه اشعث قلعه بند شو . هغوئ ترې چاپېر شول چې محاصره تنګ شوه نو امان ئې او غوښتو امان ئې د خپل ځان او د لسو خپلوانو د پاره او غوښت حضرت ابوبکر رضې الله عنه دا خبره اومنله هفې خواته قلعه فتح شوه . او د اشعث چې څومره ملګري په قلعه کښې وو هغه قتل شولږ بعېر د هغو لسو کسانونه کوم چې د اشعث چې خپلوان وو . او جنګ ئې نه کولو . د وژ لو شوو تعداد اته سوه وه . د د فتح نه پس اشعث او د هغه خپلو ان په بيړود هتګرو کښې بند شوي حضرت ابوبکر رضي الله هغه ته راوستے شول . هغوئ معاف کړل . د هغه ښځه د حضرت ابوبکر رضي الله عنه خور ام قراه وه. چې د ابوقحافه لور وه. ( نهج البلاغه شرح او حاشيه له شېخ محمد عبد وه مفتې مصر ) . دا واقعات د شرحې په ډول مفتې عبده درې خطبي په مختلفو مقاماتو کښې ليکلي وو. ما يو ځائے ته را جمع کړل. اوس به د دې پس منظر په رڼا کښې د خطبي مفهوم په اسانه په پوهه کښې راشي اوس اصل خطبه اولوئې. مترجم . ته څه خبرئې چې زما د پاره په کومه خبره کښې فائده ده او په کومه کښې ضرر پتا د خداے لعنت او د ټول لعنت کوونکې لعنت . ته د جولازوئې جولائې . منافق ابن کافر ئې قسم په خداے چې يو ځل ته کفر ګرفتار کړے وې . او دويم ځل اسلام . په دغو دواړد قېدونهو کښې ته يو ځل هم د خپل مال او حسب په وجه خلاص نه شوې . او کوم سړےد چې په خپل قام توره اوچته کړې. او د دښمنانو تورې ته لاره اوښائې د هغه نه خو خپل په امن پاتې کېدے شي اونه پردې ترې د امن امېد کولے شي. نوټ له مترجمد حضرت ابوبکر رضي الله عنه د خور نه د اشعث درې زامن پېدا شوي وو. محمد ابن اشعث او اسماعيل بن اشعث . په دغو کښې محمد ابن اشعث هغه سړے د ے . چې په کربلا کښې ېې د حضرت امام حسين عليه السلام په شهيد کولو کښې شرکت کړے وه (نهج البلاغه ترجمه او شرح له حاجې سيد علي نقي فيض الاسلام تهران ) څلورويشتمه خطبهد مرګ نه پس( په دې خطبه کښې ښودلے شوې دې چې د خداے د نافرمانانو سره د مرګ نه پس څه کېږې . ) اے خلقو ! که چرې تاسو هغه څه کتلې ود لکه چې په تاسو کښې هغو خلقو کتلي دي. کوم چې مړه شوي دې . نو هېڅ شک نشته چې رپېدلې اووېريدلي به وے . او بيا به تاسو ( د حق کلمه ) اوريدلے او د هپې پيروې به مو هم کوله . خو ( په تاسو کښې چې کوم مړه دي) هغه خلق چې څه ويني ګوري هغه ستاسو د ( ظاهري ) سترګونه پټ دي. خو پرده په او چتېدو ده . که چرې تاسو کتل غوښتے نو هغه کوم څيز دے چې نه دے ښکاره کړې شوے؟ که چرې تاسو اوريدل غوښتے نو هر څيز اورولے شوے وه . که هدايت مو حاصلول غوښتے نو هدايت هم ښودلے شوے وه . خلقو زه تاسو ته وائم . عبرتونه او نصيحتونه تاسو ته ښکاره کړے شوي دې. د هغو حيزونو نه منع شوې هم يې . کوم چې د نه کولو وړ ديږ او هم تبليغ ! نو ياد لري چې د اسمانې رسولا نو نه پس چې د تبليغ کول په چا فرض دي . هغه انسان دے . ( يعني اوس بل رسول نه راځي . خداے پاک د قران په ذريعه حجت تمام کړو . اوس به د رسول خليفه ګان د تبليغ کار کوي . او هم دغه خلق به تاسو ته لار ښئ . که اوس هم د نېغې لارې نه په څنګ شوې نو قصور به هم ستاسو وي. ) پنځه ويشتمه خطبهمرګ او قيامت( يو څو الفاظ دي . خو څومره جامع اوسپېځلي . څومره د اثر نه ډک او سبق اموز ) خلقو. غايت ستاسو مخکښې دے . او قيامت ستاسو شاته دے . او هغه ران کړي يي . سپک باري ( شي چې د مخکښې تلليو سره يو ځائے شئ. ) ستاسو د اول د پار ه ستاسو د اخر انتظار کولے شي. شپږويشتمه خطبهد حضرت عثمان خون( په دې خطبه کښې ئې د هغو خلقو ذکر کړے دے مثلا حضرت طلحه او زبير چې د اميرالمومنين نه ئې د عثمان د خون مطالبه کوله . ) خبر شي . شيطان خپله ډله لمسولې ده. او خپل سپاهيان ئې جمع کړې دې . د دې د پاره چې غل واپس خپل وطن ته راولے او باطل خپل اښل ته اورسوي . قسم په خداے چې د غه خلقو يو بد کارهم داسې نه دے پرې ايښے . چې په ما پورې ئې نه تړلے. او زما او د هغو ئ په مېنځ ئې کښې انصاف راتلو تعه نه دے پرې ايښے . کوم حق چې دې خلقو پخپله پرې ايښې دے هغه اوس زمانه غواړي ږ کومه وينه چې هغوئ پخپله بيهوې . د هغه خون بها غواړي . که په دې خون کښې زه د هغو خلقو سره شريک وم نو په دې کښې به د هغو (طلحه او زبير) حصه هم وي . او که هغوئ زمانه بغير د دې قتل بدې کړي وې . نو بيا د هغې ذمه واري او مواخذه هم په هغوئ ده . د هغوئ د ټولونه لوئ دليل پخپله په هغوئ عائد کېږي . د د هغې مور معده روي. د کومې پے چې ختمي شوي دي . دا خلق هغه بدعت بيا ژوندے کوي کوم چې مړ شوے دے . وائې نا اميدي . چې نه ماته هغه داعي بلنه راکوي . خو دا داعي څوک دے . او د څه خبرې ځواب غواړي . خداے چې په هغوئ کوم حجت قايم کړے دے . زه په هغه راضي يم . خداے ته چې د هغوئ د کومو خبرو علم دے په هغه هم راضي يم . که دا خلق سر کښې اوکړي نو زه به ئې په تورو کړم . چې اخر ( چې بله لار نه وي ) نو هم دغه څيز دے چې د حق ملګرے دے او د باطل د سر ټکولو سبب دے. څومره د حيرانتيا او تعجب مقام دے . چې دا خلق ماته خبر راکوي چې د نيزه بازي د پاره بهر ور اوځم ، او د وېستلو تورو په حال کښې سره سترګې مخامخ کړو . د هغوې مياندې دې په هغوئ وير اوکړي . زه خو هغه سړے يم چې زه چې زه چرې هم د جنګ جهګړو نه ويرولې شدے نه يم اونه د تورې د ګذار نه مرغوب شوے يم . خداے چې ماته د يقين ( ايمان ) کوم دولت راکړے دے ما په هغه زړه تړلے دے. او د خپل مسلک ( په حق والي ) کښې مې پوټي قدر شک هم نشته . نوټ له مترجمد حضرت عثمان رضي الله عنه شهادت جې په کومو حالانو کښې شوے وه. او چې د کومو اسبابو او وجوهاتو په بنا شوے وه . هغه بېخې جدا خبره وه. خو فتنه کوونکو او شوري طبيعت لرونکو دا الزام په حضرت علي عليه السلام اولګولو . او د هغوئ نه ئې د حضرت عثمان رضي الله عنه د خون غوښتنه شروع کړه. په دې سلسله کښې ئې ام المومنين حضر ت عايشه رضي الله عنها هم په غلط فهمۍ کښې واچوله او امير معاويه د دې تحريک واګې په خپل لاس کښې واخستې . د حضرت علی عليه السلام په دې خطبه کښې حق خو ښول حق پالل او د حق منلو چې کوم جوش ښکاري. د هغه ماهيت په پوره ډول په ذهن کښې نه شي کښيناستے تر څو چې مونږ په لنډو ليکن په جامع ډول د حضرت عثمان رضي الله عنه د قتل پس منظر وړاندې نه کړو. د حضرت عثمان رضي الله عنه په دولس کليز خلافت کښې وړومبي شيږ کاله خوښه په امن امان تېر شول . د فتوحاتو فراحي . د غنيمت د مال کثرت د وظائفو زياتې .د زراعت او تجارت ترقي او د هغوئ انتظام پقه ټول ملک کښې مالدار ې بي غمې او د نعمتونو خوشحالي عامه کړې وه . ان تردې چې ځينې اصحابو ته به چې د نبوت د زمانې سادګي او بي تکلفي ورياده شوه. نو ډېر زياتے به خفه شول . نو هم د غه شان حضرت ابوذر غفاري رضي الله عنه چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم ورله د مسيح الاسلام خطاب ورکړے وه . په جهر د دې په خلاف وعظونه کول . د امير معاويه په درخواست هغه (ابوذر ) حضرت عثمان رضي الله عنه مدينې ته واپس بللے وه. خو اوس مدينه هم هغه پخوانۍ مدينه نه وه . پاتې دې د پاره د حضرت ابوذر د دې ځائے نه هم زړه اوچت شو د زبذه په يو کلي کښې ئې اوسيده شروع کړل . خو د دې نه علاوه د فتنې او فساد د پېدا کېدو نور اسباب هم وو. مثلا حضرت عثمان رضي الله عنه فطرتا د نېک زړه او مروت او نرم خوئ خاوندوه . عموما به ئې د خلقو سره سخت خوئ نه کولو. اکثر جرائم به ئې ز غمل او په نرم ډول به ئې اخواديخوا کول . په دې سره د شربرو خلقو حوصلی زياتې او سترګې غټي شوي. حضرت عثمان رضي الله عنه اموې وه. دې د پاره فطرتا د خپل خاندان سره ئې پيرزونه ډېره وه .هغه به ورته تحفي رسول غوښتل ، د خلافت د نظام د قوي ساتلو د پاره هغه مجبوره وه چې د بني اميونه ئې د دې کار د پاره ډېرسړي اخستي وے . اوس نو پټ پټ ساز شونه شروع شول . د عمالو په فطرت بندونه تړل اونښتل د امير المومنين د بد نامولو کوششونه شروع شول . حضرت عثمان رضی الله عنه ډېر د نرم خوئ خاوند او د خپلو انو پالونکے هم وه . ډېر خپل وان ئې چې ناتجربه کار وو. يا دا چې حضرت عثمان رضي الله عنه د هغوئ د کچه والي نه خبر نه وه ، په لويو لويو عهدو مقرر کړل. د هغوئ په ناشونکو اوبې لارې جارو خلقو ته د اعتراض موقع په ګوتو ورغله . ( صفحه 259 تاريخ اسلام مصنفه دار المصنفين اعظم کړه ) حضرت عثمان رضی الله عنه د دغو فتنو ورکول غوره کړل. خو دا اور داسې لګېدلے وه چې مړکول ئې اسان نه وه د ټولو نه لوئے د سازش مرکز مصر وه. د مسلمانانو د ټولو نه اوئے د ښمنان يهوديان وو. نو يو يهودې النسل نوي مسلمان عبدالله بن سبا په خپل حيرانوونکې سازشي طاقت باندې د مختلف فتنه کوونکې په يو مرکز جمع کړل د مفسد ينو ټولې په ټول ملک کښې خواره وه . چې د هريو مدعا جدا وه . او د بل خلافت د پاره هر يو جدا جدا سړي په نظر کښې ساتلے وه. د مصر خلق د حضرت علي عليه السلام ملګري وو. د بصرې خلق د طلحه په طرف وو. د کوفې خلقو زبېر خوښولو . د عراق د خلقو يوې ډلې د ټولو قريشو سره دښمنې ساتله . او يو ټولے د ټولو عربو دښمن وه . خو د حضرت عثمان رضی الله عنه او د بنو اميه په بېخ وېستو کښې ټول متفق وو. په 31 هـــ کښې د روم قېصر د پنځو سوو جنګې جهازونو بيړۍ په اسلامي حدونو حمله اوکړه اسلامې تېړۍ هم د هغې مقابلې ته روانه شوه . محمد بن ابي حذيفه او محمد بن ابوبکر په يوه کشتۍ کښې سواره شول . او د بېږۍ تعاقب ئي اوکړو . او چرته چې جهازونه لنګرونه غورځولي ولاړ وو نو دوي به کشتۍ نزدې وروسته او د عثمان په خلاف به ئې خپل خيالات په هغو خلقو کښې خورول مجاهدينو چې رومي بېړۍ ته ماتې ورکړه . او واپس شول نو يو څو کسانو محمد بن ابي حذيفه او محمد بن ابو بکر په دې ملامته کړل. چې هغوئ د جها د نه څنګ کړے دے . هغوئ جواب ورکړو چې مونږ په دې جهاد کښې څرنګه حصه اخستې شوه. چې انتظام ئې د عثمان په حکم شوے وه. او چې امير ئې عبدالله بن سعد وه. او د دې نه پس ئې نو خلقو ته د حضرت عثمان رضی الله عنه د عېبونو يو لوئې فهرست وړاندې کړ. ( ابن اثير ) مدينه هم د مفسدانو نه خالي نه وهږ يوه ورځ د جمعې په ورځ حضرت عثمان رضي الله عنه خطبه ورکوله . لا ايله ئي حمد و ثناء شروع کړې وه . چې يو کس او دريدواو اوئې وئيل ( عثمانه د خداے په کتاب عمل کول شروع کړه. خو د صبر او تحمل دې پېکر په نرمې سره جواب ورکړو . چې کښېنه. په دويم ځل بيا هغه سړي هغ خپله خبره اوکړو . حضرت عثمان رضی الله عنه ورته بيا اووئيل چې کښېنه هم دغه شان هغه سړې . درې کرته په خطبه کښې مداخلت اوکړو . او حضرت عثمان رضي الله عنه به ورته په نرمۍ سره وئيل چې کښينه . خو مفسدين د هر ې ډډې نه ترې چا پېر شول . او دومره د کاڼو باران ئې پرې اوکړو چې د رسول نائب د زخمونو نه مات ګوډ منبر نه په مزکه راپريو تو. په حضرت عثمان رضي الله عنه چې څومره اعتراضونه شوې وو. د هغو فهرست دادې : 1. لوئے لوئے اصحابان مثلا حضرت ابو موسی اشعري . مغيره بن شعبه ، عمروبن عاص ، حضرت عمار بن ياسر عليه السلام ، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه او محب الله بن ارقم رضي الله عنه ئې معزول کړل او د خپلې کورنۍ ناتجربه کار او نا اهل خلق ئې د هغوئ په ځائے مقرر کړل. 2. په بيت المال کښې ئې بې ځايه تصرف اوکړو. او د فضول خرڅۍ په ډول ئې د خپلوانو عزيزانو سره د مخاوت اظهار اوکړو. مثلا ( خپل تره ) حکم بن العاص ئې واپس مدينې ته راوست کوم چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم طايف ته جلاوطن کړے وه، او د هغه زوئې حارث ته ئې د بيت المال نه يو لک روپۍ او د بازار په فروخت د عشر وصول کولو اجازت ورکړو . مروان ته ئې د افريقې نه حاصل شوے د غنيمت مال ورکړو. عبدالله بن خالد ته ئې درې لکه درم ورکړلږ خپلو لوڼو ته ئې د بيت المال بې بها جواهر ورکړل . د خپل ځان د پاره ئې يو عظيم الشان محل جوړ کړو . او خرڅ ئې پرې ټول د بيت المال نه اوکړو . چې بيت المال مهتمم عبدالله بن ارقم په دې اعتراض اوکړو. نو هغه ئې معزول کړو او د هغه په ځائے ئې زيد بن ثابت مقرر کړو ، يو ځل په بيت المال کښې د وظائفو د تقسيم نه پس يو لک درم بچ شول . حضرت عثمان رضی الله عنه بې سببه د ارقم زيد بن ثابتته ورکړې. 3. د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او د ابوذر رضی الله عنه وظيفې ئېبندې کړے. 4. د مدېنې په اطرافو کښې ئې بقيع سرکاري ورشو مقرره کړه. او عوام ئې ترې د فائده اخستو نه بند کړل. 5. د مدېنې په بازار کښې ئې د ځنې چيزونو اخستل خر څول يوازې د خپل ځان د پاره مخصوص کړل. 6. خپلو ملګرو او تربورانو عزيزانوته ئې د ملک په اطرافو کښې ډېري لوئے لوئے مزکې ورکړې . 7.د ځنې لويو لويو اصحابو بې عزتۍ اوشوې . او هغوئ ئې دوطن نه اويستل. لکه ابوذر غفاري رضي الله عنه ، عمار بن ياسر رضي الله عنه ، جندب بن عباده رضي الله عنه عبدالله بن مسعود رضي الله عنه او د عباده بن صامت سره ډير د بې انصافي سلوک اوشو. 8. د زيد بن ثابت د جمع کړي قران نه علاوه ئې نور ټول اوسيزل . 9. د حدودو په جاري کولو کښې ئې بې پروائې اوکړه. 10.په فرائض وغيره کښې ئې د ټول امت په خلاف په ضعيفو روايتونو عمل اوکړو ( روايات شاذ ) . 11.په مذهب کښې ئې ځنې نوې خبرې پيدا کړې . چې اکثرو اصحابو خوښې نه کړې مثلا د حج په موقعه ئې په منې کښې د دوو رکعتو نو په ځائې څلور رکعته ادا کول ، او حال دا چې پخپله رسول الله صلي الله عليه واله وسلم او حضرات شېخېنو ( حضرت ابوبکر رضي الله عنه و عمر ) چرې هم د دوونه زيات نه وو ادا کړي. 12.د مصري جرګې سره بې لوظی اوکړي شوه. چې نتيجه ئې د حضرت عثمان رضي الله عنه په شهادت ظاهره شوه. په پورتنو واقعاتو کښې کتل پکار دي چې صداقت په کښې څومره دے او رنګ ئې څومره ورکړے دے . حقيقت دادے چې په دغو کښې يوالزام هم د تحقيق په کسوټي پوره نه دے. خو بيا هم حضرت عثمان رضي الله عنه د شورش لرې کولو د پاره د اصلاح يو اخرې کوشش اوکړو . او بو مجلس شوري ئې منعقد کړ. عمر بن العاص اووئيل چې امير المومنين ستابې اعتداليو خلق په احتجاج مجبور کړل ږ د دې د تدارک دوه صورته دي. يا خو د عدل او انصاف نه کار واخله يا خلافت پريږده . او کاه دا دواړه دې خوښ نه وې . نو بيا دې چې څه په زړه وي هغه کوه. د دې مجلس نورو ارکانو هم سره د دې چې خپلې خپلې رائې ورکړې . خو په يوه رائې هم د اصل مرض لرې کېدل ممکن نه وو. ځکه نو د ملک د اصلاح يو دستور هم تيار نه کړے شو . حضرت عثمان رضي الله عنه ټول اعمال واپس کړل ( ابن اثير ) او پخپله د يو مکمل سکيم جوړولو په غور کښې بوخت شو . حضرت عثمان رضي الله عنه برابر د ملک د اصلاح په فکر کښې وه. حضرت طلحه رضي الله عنه مشوره ورکړه . چې د ملک مختلفو بخو ته د حالاتو د ممولو د پاره جرګې اولېږي . دلته د خلافت په دربار کښې د اصلاح تجويزونه کيدل او بلې ډډې ته د انقلاب هغه سازش مکمل شوے وه. نو د بصرې کوفې او مصر خلق چې مفسدان وو د حاجيانو په لباس کښې مدينې ته روان شول. د مدينې نه بهر دوه درې ميله کښې ډېره شول . اويو څو سړي چې د دې ټولي مشران وو. وار په و ار طلحه رضي الله عنه ، زبير رضي الله عنه ، سعد بن وقاص او حضرت علي عليه السلام ته راغلل . چې هغوی په خپل وساطت د معاملې تصفيه اوکړې . خو ټولو په دې جهګړه کښې د پريوتو نه انکار اوکړو. حضرت عثمان رضي الله عنه ، حضرت علی عليه السلام ځان ته اوبللو او ورته اوئې وئيل چې دا خلق راضی کړه او واپس ئې ستانه کړه . زه د هغوئ جائزې مطالې منلو ته تياريم . نو د حضرت علی عليه السلام په رضا کولو مفسدين واپس شول ( ابن اثير جلد – 3 ) خو يوه ورځ نا څاپه د مدينې په کوڅو کښې د تکبير نعرې اوداسونو د سمونو د قيامت شور جوړ کړو . لوئے لوئے اصحاب د کورونو نه بهر را اووتل څه ګوري جې د مفسدانو ټولے بيا راغلو . او د انتقامنعرې وهي . حضرت علی عليه السلام مخې ته ورغلو او د بيا داتلو سبب ئې ترې وېښتلو . د مصر خلقو اووئيل چې ( په لاره کښې د خلافت د دربار يو قاصد مونږ ته په ګوتو راغے چې په ډيره توندئ سره مصر ته روان وه ، چې مونږ ئې تلاشې او کړه نو فرمان ترې را اوت . چې په هغه کښې هدايت شود وه چې ز مونږ ( مفسدان ) څټونه څټونه غوڅ کړے شي . ځکه نه اوس مونږ د دې بې لوظې اوټګۍ بدل د پاره راغلي يو. حضرت عثمان رضي الله عنه د دې نه د لاعلمۍ اظهار اوکړو ږ او په قسم سره ئې اووئيل چې زه بېخې د د ې نه خبر نه يم . د حضت عثمان رضي الله عنه په قسم خلقو قياس اوکړوچې دا د مروان بن الحکم شرارت دے. د مصر خلقو اووئيل چې کوم خليفه دومره غافل وي . هغه په هيڅ ډول هم د خلافت قابل نه دے. او د حضرت عثمان رضي الله عنه نه ئې مطالبه اوکړه چې د خلافت نه لاس واخلي . هغوئ او فرمائيل چې تر څو په ما کښې ساه وي . زه به دا خلعت کوزنه کړم کوم چې ماته خداې را اغوستے دے . د حضرت عثمان رضي الله عنه په انکار مفسدانو د هغوئ د کوې محاصره اوکړه ځان قربان کونکويو ټوليد هغوئ د حفاظت د پاره خپلې سينې ډهال کړي وې . خو هغوئ ټول ئې واپس کړل. يو څو زلمې امام حسين عليه السلام . ابن عباس ، محمد بن طلحه او عبدالله بن زبير واپس نه شول ږ په اخر کښې مفسدانو پرې اوبه هم بندې کړې . چې حضرت علی عليه السلام او ام المومنين حضرت ام حبيبه ته چې دا خبره معلومه شوه. نو د ا دواړه د مفسدانو د پوهولو د پاره لاړل . خو اوس د هغوئ د بدل خستو جوش د لېنتوب حدته رسېدلے ده ږ د نيک او بد تميزئې پاتې نه وه د رسول د حر م ادب ئې هم اونه کړو. چې دا بدامنې خلقو اوليده نو ډېر د مدينې نه اووتل . څه خلقو خو د کورونو نه بهر وتل . پرېښول . د حضرت علي عليه السلام چې تر څو وس وه. باغيان ئې پوهول . خواخر هغه هم مجبور شو . او چې اخر ې ځل ئې حضر ت علی عليه السلام اوبللو نو باعيانو په زور ايسار کړو . هغوئ خپله عمامه قاصد ته ورکړه . او ورته ئې اووئيل چې د غه حال دے حضرت عثمان رضی الله عنه ته ئې اوښايه ( ابن سعد ) حضرت عثمان رضي الله عنه څو څو کرته د باغيانو د پوهولو کوشش اوکړو . خو په هغوئ د هيڅ څيز اثر نه کيدو . باغيانو ئې په مکان حمل اوکړه . حضرت امام حسن عليه السلام چې په دروازه مقرر وه. په مدافعت کښې زخمي شو. عمر وبن الحمق ئې په سينه کښېناستو او پرله پسې ئې پرې ګزارونه اوکړل. د هغوئ بې بې نائېله دا اونه زغملے شول. بې واکه ئې ور دوکړل. د هغې درې ګوتې هم د ورغوي نه غوڅې شوې او سودان بن عمران شهيد کړو . د حضرت عثـمان رضي الله عنه په وينو رنګ جامې او د حضرت نائېله غوڅې شوې ګوتې امير معاويه ته شام ته ورسېدے. چې کوم وخت ئې د حضرت عثـمان رضي الله عنه قميص په جمع کښې ښکاره کړو . او هغه غوڅې شوې ګوتې ئې ښکارے کړے . نو ماتم پرې جوړ شو . او د انتقام انتقام نعرې اوختې شوې. حضرت علي عليه السلام ته چې د عثمان د شهادت حال معلوم شو. نو په د ې سخته واقعه ډير خفه شو. اوکوم خلق چې په حفاظت مقرر وو. د هغوئ نه سخت خفه شو . حضرت امام حسن عليه السلام او امام حسين عليه السلام ئې اووهل . محمد بن طلحه او عبدالله بن زبير ته ئې بد رد اووئيل . چې ستاسو په موجود ګۍ کښې دا کار څنګه اوشو . د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهاد ت نه پس در ې ورځې د خلافت مسند خالي وه . په لويو اصحابو کښې يوازې د حضرت علی عليه السلام ذات داسې وه. چې د ټولو اتفاق پر ي کيدے شو نو انصار او مهاجرين چې طلحه او زبير هم په کښې وو. د هغوئ . په خدمت کښې حاضر شو. چې د خليفه انتخاب ضروري دے . حضرت علی عليه السلام په دې اشاره پوهه شو . جوا ب ئې ورکړو چې ماته د دې هيڅ حاجت نشته. څوک چې تاسو خوښ کړئ . زه به ئې هم قبول کړم هغو خلقو عرض اوکړو چې ستاسو په موجود ګۍ کښې بل هيڅوک د د ې منصب قابل نه دے . دې د پاره مونږ ستا نه بغير بل څوک هډو منتخب کولے نه شو . حضرت علی عليه السلام بيا عذر اوکړو او اووې وئيل چې د امسر جوړيدو په مقابله کښې زما دا زياته خوښه ده چې وزير شم . اخر خلقو په اصرار سره اوئېل چې مونږ به هم ستا په لاس بيعت کوو . غرض دا چې د مسلمانانو په اصرار د اسلامي امت د فائدې په لحاظ هغوي دا خبره خوښه کړه . او په عامه مجمع کښې مسلمانانو د هغوئ بيعت اوکړو . په دې بيعت کښې د مدينه ټول ممتاز اصحاب شامل وو. ( ابن سعد ) د خالفت د بيعت نه پس دهر څه نه ضروري خبره د عثمان د قاتلانو لټون او قصاص کول وو، د حضرت علی عليه السلامله خوا هيڅ کوتاهي اونه کړے شوه. خو ګرانه دا وه چې هيچا هم په صحيح قاتل ګوته نه شوه ايښوے. اونه شهادت موجود وه. د عثمان د شهادت په وخت سره د هغه بي بي نائېله موجوده وه . چې د دې نه علاوه ئې نور هېڅ اونه ښودے شول چې محمد بن ابو بکر اونيوو. نو هغه قسم اوکړو چې د دې نه بري يم هو! د قتل په اراده ضرور ورغلے وم . خو د حضرت عثمان رضي الله عنه په يوه خبره پښېمانه شوم او واپس شوم . البته هغو دوو ظالمانو قتل کړو چې ماهم نه پيژندول چې څوک وو. حضرت نائېله هم د د ې بيان تصديق اوکړو . چې محمد بن ابو بکر په قتل کښې شامل نه وو، غرض دا چې د ډېر تحقيق او لټون نه پس هم د قاتلانو درک معلوم نه شو . د تاريخ په کتابونو کښې د قاتلانو مختلف نومونه راقلي دي. خو د شهادت په قانوني حيثيت هغوئ مچرمان نه د ثابتيږي. دې د پاره د مجرمانو هېڅ درک اونه لګيدو . او حضرت علی عليه السلام هغه وخت هېڅ کاروائې اونه کړے شوه. د حضرت علی عليه السلام په مجبوريو ( ځنې لوئے اصحابان هم ) نه پوهېدل . نو حضرت طلحه ، زبير او يو څو نور و اصحابو حضرت علی عليه السلام ته اووئيل چې د عثمان په قتل کښې چې کوم جماعت شريک دې د هغه نه قصاص اخستل پکاري دي هغوئ ځواب ورکړو چې تاسو چې څه وائې زه ترې غافل نه يم . خو د داسې جماعت سره څژه اوکړم چې زما پرې هيڅ وس نه رسېږي . ( طبري ) د دې نه وړاند ې ( ځنې اصحابو سره په خپله د قصاص اخستو خيا ل پيدا شو. ) چې په نتيجه کښې ئې د جمل جنګ اوشو. حضرت عايشه رضي الله عنها ( د دې خبرې په اوريدو ) مکې ته ستنه شوه . د دې نه پس طلحه رضي الله عنه او زبير رضي الله عنه ور اورسيدل . هغوئ ورته اوئيل چې مونږ د فساد نه راتښتيدلې يو . په مدينه کښې خلق حيران اوسر ګردان دې . هغوئ نه حق پيژندے شي او نه د باطل نه ځان خلاصولے شي . او نه پکښې ورسره د خپل حفاظت کولو طاقت شته. په مدينه کښې د حضرت عثمان شهادت نه پس د فتني او فساد د اثارليد و سره طلحه او زبير هم د حضرت علی عليه السلام په اجازت مکې ته لاړل . حضرت عائشي ترې د هغه ځائے د حالاتو پښتنه اوکړه هغوئ ورته د شور او غوغا قصه بيان کړه ږ د هغوئ په وېنا د حضرت عاېشې رضې الله عنها ارادې نور هم پخښې شوې . او هغې د مظلوم خليفه قصاص بلنه شروع کړه. د خطبه نه پس تردې ځايه ټول عبارت د تاريخ د دوو مستندو و کتابونو ( 1 ) تاريخ اسلام حصه اول ( 2 ) او خلفائے راشدين نه اخستے شوے دے. دا کتابونه درالمصنفين اعظم ګړه شائع کړي دې د دې ټول بيان د لوستونه پس چې کومې نتيجې پېدا کېږي او کوم حقائق چې ښکارېږي هغه دادي. 1. د حضرت عثمان رضې الله عنه رحم مروت او روادارۍ په خلقو کښې د حق غوښتلو ماده پېدا کړه . 2. د بني اميو کوم خلق چې د حضرت عثمان رضی الله عنه په خلافت کښ ېد اقتدا ر خاوندان شوي وو . د هغو د ناحقه اقتدار خلق غضه کړل. 3. د مصر کوفې او بصرې خلق د حضرت عثمان رضي الله عنه په لرې کولو متفق شوي وو. 4. دا خلق چې کوم وخت راغونډ شول او مدينې ته راغلل او شور ئې جوړ کړو نو د حضرت علی عليه السلام په پوهولو متاثر شول او واپس لاړل. 5. حضرت علی عليه السلام په هغه وخت کښې د باغيانو د رضا کولو ذمه واري واخسته چې طلحه او زبيرترې صفا انکار کړے وه . 6. په لار کښې ورته د خلافت قاصد ملاو شو. چې لګپا وه وا حکم ئې مصر ته وړلو چې دا خلق دي قتل کړے شي. 7. دا خلق په غصه شول او واپس را ستانه شول. 8. حضرت عثمان رضي الله عنه د دې خط نه د بې خبرۍ اظهار اوکړو . 9. هغوئ اوئيل چې داسې نا اهله سړے د خلافت حقدار نشي کيدے . نو د خلافت نه د دستبردارۍ مطالبه ئې ترې اوکړه. 10. حضرت عثمان رضي الله عنه د دې مطالبې د منلو نه انکار اوکړو. 11. باغيانو ئې محاصره اوکړه . 12. حضرت علی عليه السلام د خپل زړه ټوټې حضرت امام حسن عليه السلام او امام حسين عليه السلام د هغه په حفاظت کولو مقرر کړل. 13. باغيانو حضرت عثمان رضي الله عنه قتل کړو . حسنېن په مدافعت کښې زخميان شو . چې حضرت علي عليه السلام خبر شول نو هغوئ خپل دواړه زامن اووهل . او نور ته ئې بدرد اووئيل . 14. حضرت علي عليه السلام ته چې چا د حضرت عثمان رضي الله عنه د قتل نه پس د خلافت قبلولو په ډير زور ورکړ و . په هغو کښې طلحه او زبير هم وو. 15. حضرت علي عليه السلام د خلافت د قبلولو نه انکار کولو د خلقو اصرار مجبور کړو او خلافت ئې قبول کړو. 16. د خلافت د بيعت نه پس ئې د عثمان د قصاص قصه شروع کړه . محمد بن ابي بکر انکار اوکړو . حضرت نائېله ئې تصديق اوکړو . چې دا په قاتلانو کښې نه وه. 17. قاتلان نه حضرت نائيله پيژندل او نه محمد ابن ابي بکر . نو د شرعې شهادت نه بغير چاته سزا نه شوه ورکېدے. 18. د بيعت نه پس طلحه او زبير د حضرت عبی عليه السلام عنه په اجازت مکې ته عائيشې ته لاړل . او بتر حالات ئې ورته واورول . چې په دې سره عائشه د عثمان د قصاص اخستو د پاره ښه کلکه شوه. 19. حضرت نائېله په مدينه کښې پاتې شوه . خو د هغې غوڅې ګوتې او د عثمان په وينو رنګ قميص معاويه ته شام ته او رسولے شول. د هغو نمائش اوشو او د انتقام انتقام نعرې پورته شوې. 20. حضرت علی عليه السلام چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د وخت عمال معزول کړل. نو معاويه پسته د عثمان د قصاص دعوه شروع کړه . د علی د بيعت نه ئې انکار اوکړو او جنګ ته راولاړ شو. دا خبرې او نتيجې چې د دغو واقعاتو نه راوځې . په ښه شان سره په ذهن کښې د کښېنولو نه پس فکر پکار دے چې د عثمان د قتل ذمه واري ترکومه حده په حضرت علی عليه السلامراتلے شي . او حضرت عايشه رضي الله عنه خو خېر هسې هم د واقعې د مقام نه ارې وه. حضرت طلحه او زبير خو په مدينه کښې موجود وه . څه چې شوي وو د هغوئ په وړاندې شوي وو . د دې هر څه هر څه د ليدو نه پس هغوئ حضرت علی عليه السلام مجبور کړے ده چې د خلافت منصب قبول کړي چې علی رافی شو . نو د نورو لويو اصحابو غوندې دوئ دواړو هم ترې بيعت اوکړو . د بيعت نه پس ئې اجازت واخست او مکې ته لاړل. او هلته حضرت عايشي سره ملګرې شول. دادے هغه پس منظر چې د هغه په رڼا کښې دا خطبه لوستل پکار دي . او دغه دے هغه منظر چې هغه ئې په مخکښې اېښے وو او دا خطبه ئې ورکړې وه. ځان ئې د عثمان د خون نه بري ګڼلے وه. د دې خطبې مخاطب هغه ټول خلق دې . چې په څه نه څه طريقه ئې دا مطالبه کوله. چې حضرت علي عليه السلام دې دا ذمه واري پوره کړې. يعني د عثمان قاتلان دې پيدا کړي. او سزا د ې ورکړے . د حضرت علی عليه السلام مجبورې بې وسې ظاهر ه وه . دې د پاره هغوئ په صفا الفاظو کښې حقيقت بيان کړے وو. چې که څوک په غلط فهمې کښې پروت وي چې په اصليت پوهه شي ګني څوک خو په منلو څوک نه شي مجبورولے. زه وائممترجم ليکي چې باغيانو ام المومنين حضرت عاېشه رضي الله عنها هم د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت په ترڅ کښې په غلط فهمۍ کښې واچله يعني د حضرت علی عليه السلام نه ئې بدګمانه کړه. خو دا خبره د واقعاتو نه خلافه ده . ام المومنين د هميشه راسر د حضرت علي عليه السلام سره نه لګېده د افک په موقع چې حضرت علي عليه السلام د هغی څه خاص ملګرتيا نه وه کړې . او بله دا چې د فاطمه الزهرا سلام الله عليها اولاد وه او د ام المومنين نه وه . په دې خبره هم هغه خفه وه او دا ئې خيال وه چې د رسول الله صلي الله عليه واله وسلم وارثان به د حضرت علي عليه السلام زامن شي . او د احاديثو نه هم دا خبره ثابته ده چې ام المومنين به د حضرت علی عليه السلام نوم هم نه اخستو . د ا قصې اکثر په زنانو کښې وي. دا خو حضرت علی عليه السلام وه . پخپله د رسول الله سره حضرت عايشې رضي الله عنه او حضرت حفصې چې کوم خوئ کړے وه . د هغې په وجه رسول الله صلي الله عليه واله وسلم يوه مياشت تر ې جدائي غوره کړې وه . دا خو څه کوې حضرت ابراهيم عليه السلام هم بي بي سار ې تر دې حده مجبور کړې ده . چې حضرت هاجره او د هغې زوئې حضرت اسماعيل ئې د کورنه اووېستل او په داسې ځائے کښې ئې پرېښودل چې هلته بوټې قدرې هم نه زرغونېدو. په داسې حالاتو کښې د داسې عزتمنو بيبيانو غلطۍ پټول نه يواځې دا چې د همېشه د پاره غلط فهمې په خپل حال پرېښول دي بلکې د حقيقت نه سترګې پټول دي. کوم وخت چې بغير د رسول الله نه هيڅ صحابي يا صحابيه د خطانه پاک نه دے . نو د هغوئ غلعۍ ظاهر ول څه ګناه نه ده . البته ګناه داده چې د هغوئ په عزت حمله اوشي. مونږ د ټولو صحابو او صحابياتو احترام ضروري ګڼو . خوددې دا مطلب نه دے . چې مونږ د هغوئ په غلطيو پرده واچوو . او مسلمانان د هميشه د پاره په غلط فهمۍ کښې اوساتو . دا خوڅه کوې د حضرت موسې عليه السلام بي بي د يو شع بن نون په خلاف خروج نه وه کړے کوم چې د حضرت موسې خليفه وه؟ نو واقعات مونږ ته صفا صفا داښئ چې حضرت عائشې رضي الله عنها يقينا سره د کاملې پوهې د حضرت په خلاف خروج کړے وو. خو په اخر کښې په خپله غلطۍ قائيله شوې وه. او افسوس ئې کړے وه ، چې مونږ د رسول بي بيانو ته خداے وائې چې په کور کښې هېڅ کمې نه وه کړيږ دې د پاره مونږ ام المومنين د<ې قصور واره نه ګڼو . ځکه چې هغې د خپلې غلطۍ اقرار اوکړو . او د دې اقرار د جمل هغه خلق هم قصور وار ثابت کړل کوم چې د حضرت علی عليه السلام په خلاف جنګيدلی وو. مترجم مخکښې ليکلې دي چې د حضرت عثمان رضي الله عنه په اولنو شپږو کالو خلافت کښې تجارت زراعت ترقي کړي وه . غم نه وه. نعمتونه وو او خوشحالۍ وې ږ او ځنې اصحابو به چې دا حال اوکتونو ډير به خفه شول . ځکه چې د رسول الله هغه ساده زمانه به ورته ياده شوه . د دې مطلب خو دا شو چې لوئے لوئے اصحاب په هغه خوشحالۍ خفه وو. کوم چې د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کښې پيدا شوې وه. او هغه وه عيش عشرت . جاګيرداري او سرمايه داري. او هم دغه څيزوو چې انقلاب ئې پيدا کړو . په دې حقله طه حسين مصرې په خپل کتاب ( الفتنه الکبري ) کښې په تفصيل سره بحث کړے دے . د هم دې جاګيردارۍ د ختم کولو د پاره حضرت علی عليه السلام حضرت عمر رضي الله عنه ته رائې درکړې وه . چې ذکر ئې مونږ کړے دے . نو که د حضرت عثمان رضي الله عنه د زمانې خوشحالۍ او د نعمتونو فراخي بده خبره نه وه. نو اصحاب پرې ولې خفه کېدل . لکه چې مترجم ليکي چې ابوذر غفاري به په جهر د دې په خلاف وعظونه کول ږ اوهم په د ې دجه د معاويه په درخواست حضرت عثمان رضي الله عنه ابوذر د شام نه راوبللو او ربذه ته ئې جلا وطن کړو . هغه په شام کښې د معاويه د کردا محتسب وه . او چې معاويه به خلاف سنت کارونه کول ابوذر به ټوکلو . د انجام وه د هغه ابي ذر چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم ورته د مسيح الاسلام خطاب ورکړے وه. مترجم ليکي چې د دې فتنې سبب د اهم وه چې حضرت عثمان رضي الله عنه د نرم خوئ خاوند وه عموما به ئې د چا سره سختي نه کوله نو د دې څه مطلب شو . او که په دې وجه ئې نه شوه کولے . چې هغوئ په خپله هم ځنې داسې کارونه کول چې په سنت کښې ئې جواز نه وه نو بيا خو هغوئ هيچا ته څه نه شو وئيلے . مترجم په خپل بيان کښې هغه ټول امور ليکلي دي. کوم چې د حضرت عثمان رضي الله عنه په رويه د اعتراض په ډول وارد کړي شوي وو. ځکه چې مترجم ليکي چې حضرت عثمان رضي الله عنه به د خلقو اکثر جرائم ز غمل نو د فکر ځائے دادے چې د جرايمو نه سترګې پټولد خلافت د منصب سره تر کومه حده مناسب دي. مترجم ليکي چې حضر ت عسمان رضي الله عنه د خپل خلافت د قوي ساتلو د پاره خپل هم قام بني اميه په لويو عهدو مقرر کړل هغو ته به ئې ډيرې تحفې ورکولې او هم د دې نه سازشو نه جوړ شول . نو انصاف پکاردے چې د دې نه سازشونه نه جوړېدے . د څه نه به جوړيدل . او د امير المومنين عثمان رضې الله عنه د بد نامولو کارونه به ئې ولې نه کول . مترجم د هغو دوسوو اعتراضونو د بيانولو پس کوم چې خلقو په حضرت عثمان رضي الله عنه کړي وو. ليکي چې د تحقيق په کسوټۍ يو هم صحيح نه وه. دريغه چې مترجم هغه تحقيق وړاندې کړے وے . خو هم د ې مترجم د خپل نوټ اخر کښې دا ټول اعتراضو نه صحيح ګڼلي دي . په نفسيانې ډول هغه اګاهو هم صحيح ګڼل خو له ويرې ئې ليکلے نه شول. په اخر کښې ئې په غير شعوري ډول ليکلي دې . مترجم ليکلي دې چې کوم وخت د حضرت نائيله ګوتې او د حضرت عثمان رضي الله عنه په وينو سور قميص معاويه په شام کښې خلقو ته ښکاره کړل نو ماتم پرې جوړ شو . که دا خبره صحيح وي . نو حضرات شيعه چ ېد امام حسين عليه السلام او د هغوې د ملګرو ماتم کوې نو په هغه زمانه کښې داوير ژړا عامه خبره وه . بايد چې اهل سنت والجماعت معاويه او د هغه ملګرو ته هم بد اووائي . او که ماتم ښه کار وي نو بيا په شيعه حضراتو ولې د ګناه الزام لګوي . خو ښکاره خبره ده چې معاويه هم هغه ماتم د پروپيګندې د پاره جوړ کړے وه . د حضرت عثمان رضي الله سره ئې څه همدردي نه وه . ګنې څوڅو کرته د حضرت عثمان رضي الله عنه د مرسته غوښتو خبر ورغلے وهږ خو هغه حرکت نه وه کړے . د هغه مطلب هم داوه. چې د حضرت علی عليه السلام سره د جهګړې يو جواز پيدا شي . نو که شيعه صاحبان هم په دي ماتم د اهل بېتو په حق کښې پروپيګنډه کوي نو څه بده ده. خو زه په دې سلسله کښې د مترجم د قابليت ستائينه هم کوم . چې هغوئ ډير په ښه ډول د واقعاتو تجزيه کړې ده . حق ئې په داسې ډول ښکاره کړے دے . چې هر څوک پرې نه شي پوهيدے. لبکو الو ته پکار دي چې د پرې جنبې نه کار نه اخلي . او صفا صفا خبرې اوکړې . حقيقت دادے چې د رسول الله د وصال سره هم په هغه ورځ په مسلمانانو کښې اختلاف پيدا شوے وه . چې په نتيجه کښې ئې امت په څو فرقو کښې تقسيم شو . هم په هغه وخت کښې د اسلام ډول ډول تعبيرونه شوي وو. ان تردې چې د خلافت مسلې ته چې اوکتے شي . نو په هفې کښې هم هېڅ متحده خيال نه وه بلکې د ډيره مسلمانانوخو دا خيال وو چې په اسلام کښې هډو خلافت شته نه . ګڼي هغوئ به ولې د زکواه رقم حضرت ابوبکر رضی الله عنه ته نه ورکولو . ډيرو مسلمانانو خلافت يوه بادشاهي ګڼله. په راتلونکو صفحو کښې به په دې په خپله موقع رڼا واچولے شي. ( حمزه ) اووه ويشتمه خطبهپه مال او دولت کښې د نورو برخهد حمد او درود نه پس ئې او فرمائيل چې (اما بعد _ د خداے فرمان د باران د څاڅکو غوندې د اسمان نه په مزکه نازلېږي. (دا څاڅکي) د هر چا لمنې ته د خپل قسمت په مطابق رسېږي. که کم وي که زيات . نوکه تاسو دا وينۍ چې ستاسو په يو ورور ( د نعمت) فراخې ده . په مټو کښې او په مال کښې يا به نفس کښې . نو دا څيزونه د هغه د پاره د فتنې او د فساد اسباب نه دي کېدل پکار . (يعني تاسو ورله د فتنې پيدا کولو موجب مه جوړيږئ ) مسلمان سړے چې تر څو ټيټ والي اظهار نه کوي . که ښکاره شي نو چې کله د هغه ذکر اوکړې شې هغه اوبوږ نيږې . او رزيلانو ته د هغه د بې عزته کولو موقعه په لاس ورشي. د هغه جواري بائېلو دي سړي پڅير دے چې د خپلو د جوار ۍ د غشو نه د پخوانۍ ګټې اميدلري . چې د هغه د پاره غنيمت لازم کړي. او په دې شان د هغه نقصان راستون شي. او دغه شان هغه تنګ لاسے مسلمان هم دے. چې د خيانت نه بچ وې . هغه د خداے نه په دوؤ ښېګړې کښې د يوې ښېګړې منتظر وي . يوه د مرګ ( ځکه چې د مرګ نه نه ويرېږي ) چې د خداے له خوا هغه ته څه راځي هغه ښه ئې ګڼي. او دويم د خداے له خوا ورکړے شوے رزق ( د غه شان ) هغه د مال اومټو خاوندشي اود هغه سره د دين او حسب نعمت هم اوشي. بې شکه مال او اولاد د دنيا بټے دے . او کله کله ځنې خلقو ته خداے دا دواړه ( دين او دنيا ) ورکړي ږ نو چې خداے تاسو د عځاب نه ويرولي يي. د هغه نه په ويره کښې اوسئ . خو ستاسو دا وېره ئې د عذر او بهانې په وجه نه وي . د خداے عبادت کوي. خو چا ته د ښودلو اواورولو د پاره نه . څوک چې بعېر د خداے نه د بل چا د پاره يو کار کوې . نو خداے پاک به هم د هغه اجر هم په هغهکار ورکوي. ( ځکه چې د ښودنې د پاره ئې کړد وي. مونږ د خداے نه د شهادت د مرتبي سوال کوو . ز مونږ دا ارمان دے . چې مونږ ته د نېک بختو ژوند راکړے شي. او د انبياء ملګرتيا مو نصيب شي. اے خلقو ! يو سړےد که ډېر هم د مال او د ولت خاوند وي. د خپلو غريبانو عزيزانو نه بې پروا کېدې نه شي. ځکه چې هم د هغوپه خلو او لاسونو د هغه دفاع کيږ ې هم دغه خلق د ټولو نه زيات ( د هغه په غير موجودګۍ کښې ) د هغه ننګه کوي. د هغه د وراني راجوړوي اوکه مصيبت راشي نو د هغه په خواخوږۍ کښې د ټولونه وړاندې وي. او چې چاته د تېکۍ نوم ورکړے شي ( په نېکۍ مشهور شي ) هغه د دې مال او دولت نه ډېر زيات دے . هغه به د ميراث په حيث ( د خپل ځان نه پس ) دا څيز نورو خلقو ته پرېږدې. هم د دغه خطبې يوه برخهخبردار که په تاسو کښې څوک خپل عزيز او خپلوان په غريبۍ کښې اخته اووينې . نو ( که نه وي نه وي ) د دومره مال په خرڅ کولو کښې خو دي هيڅ هيله نه کوي : ( د هغه د بچ کولو د پاره چې که خرڅ ئې نه کړي نو د هغهدولت به پبرې زيات نه شي. او که خرڅ ئې کړو نو څه کمې به به پکښې رانه شي. هغه سړے چې د خپلو خلقو د مرستې نه لاس اونيسې . ( نو ياد دې لري )چې د هغه خو به يو لاس نيولے وي خو د هغه د عزيزانو ډير لاسونه به د هغه د مرستې نه اونيوے شي. او څوک چې د خپلو خلقو سره په عزت او مهربانۍ يو ځائې کېږي. نو لازمه ده . چې د هغه د پاره د هغو خلقو له خوا ټول عمري دوستې پيدا شي. اته ويشتمه خطبهسود من نصيحتپه خپل سرمې سوګند دے. کوم خلق چې د حق مخالفت کوي . او د ګمراهۍ او بې دينۍ په لاره ځي. د هغو سره زه د هېڅ ډول روغه نه شم کولے . او نه خداے نه راوتښتې او دغضب نه ئې رحمت ته اورسۍ په هغه لار روان شي کومه چې هغه تاسو ته ښودلې اوستاسو د پاره ئې ټاکلې ده . کوم شيان چې په تاسو لازم کړي شوي دي . د هغو پوره پوره خيال ساتې . نو بيا که تاسو په وينا کښې کامياب نه شوے . نو علی مو په اخرت کښې د کاميابۍ او مخ روڼۍ ضامن دے. نوټ له مترجمڅومره زور دے په دې اخري خطبه کښې! هم هغه زور کوم چې د حق او صداقت نه پيدا کېږي! دا الفاظ هم د هغه په ژبه راتلے شي چې خپل ټول ژوند ئې او د ژوند ارمانونه او خوشحالۍ ئې د خداے د پاره پرې ايښې وي. چې د ان صلاتې ونسکي و محيائې وحياتې لله رب العالمين . د ټولونه کامله نمونه وي . او چې دا ئې فيصله کړي وي . چې تر څو ژوندے يم ، نو د خداے د پاره به ژوندے يم ، او چې مرګ ته هر کلے وايم نو هم د خداے د رضا کولو په ارمان هغه چې ژوند ېې ټول د يو کتاب غوندې پرانستے پروت دے . د دي کښې ئې په هر دور نظر اوزغلوه هغه د سراسر يو کامل بنده ښکاري. کوم وخت چې هغه ماشوم وه . نو خپل ورور ( رسول الله صلي الله عليه و اله وسلم .) ئې په نمانځه اوليد . په بې واکۍ کښې ورغلو د هغه په خوا کښې اودريدو . او نمونځ ئې شروع کړو . چې تر څو ځوانېدوځوانېدونو په رسول الله صلي الله عليه واله وسلم د سر او مال نه تېر مئين وه . د مکې کفارو صلاح کړې وه . چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم به شهيد کوو . رسول الله ته خداے خبر ورکړو. هغوئ د هجرت کولو اراده اوکړه. يارغار ابوبکر صديق ورسره وه. په يو ډول کفارو د کور محاصره کړې وه . رسول الله ، علی ته اووئيل چې ته زما په بستره څمله . علی په دي کښې لږ تامل هم اونه کړو د خپل رسول او مشر ورور فرمان ئې په سر سترګو اومنلو . رسول الله مدينې ته روان شو او علي د رسول په بستر ه په دې اراده څملا ستو چې اوس سر ورکول دي څادر ئې په ځان خور کړې . چې کفار په دې تېر کښې وې چې رسول الله پخپله پروت دے . بيائې د ځوانۍ په ورځو کښې د هغو کفارو سره مقابلې اوشوې . چې په هغو کښې يو يو د سلو سورو نه زيات ګڼلے کېده . علی عليه السلام ورسره مقابله اوکړه او هغو ټولوته ئې ماتې ورکړه . بغير د علی نه به بل څوک وو. چې مرحب او عنتر ئې ښکته ګزار کړل . او اسلام ئې اوچت کړو. زما نه لګيا وه وړاندې تېريده . حالات پرله پسې بدلېدل را بدلېدلږ اوس مونږ د يهوديانو سره د مسلمانانو جهګړه ونيو . خېبر يوه واسې لويه قلاده چې هېڅوک ئې نه شې اخستے . بزرګ او لوئے اصحابان د دې د فتح د پاره مقرر کېږي . او ناکامه واپس راځې . حضرت عمر رضې الله عنه غوندې سړے هم ورځې . او واپس راځې . قلا نه فتح کېږي رسول الله صلي الله عليه و اله وسلم فرمائې چې اوس به زه جهنډه هغه سړي ته پلاس کښې ورکوم چې فتح کولو نه بغير به واپس نه راځي. سحر شي. او خلق منتظر دی چې هغه څوک بختور دے چې نن به ورته د اسلام د پيغمبر په لاس د اسلام نښان ورکېږي. رسول الله تپوس کوي چې علی چرته دے ځواب ورکېږي . ناجوړه دے . د سترګو په رنځ کښې اخته دے. حکم کيږي چې را اوئې بلئ . علی حاضريږې . رسول الله د هغه په سترګو خپلې لاړې پورې کوي. او د خېبر د فتح کولو کارووته وسپاري علی عليه السلام ځي. جنګ ګټې او واپس راځي . حضرت عمر رضي الله عنه ور وړاندې کيږي او مبارکې ورکوي. او په دې خبره داده کېږي نن ماته په علی رشک راغے. د تاريخ يوه بله پاڼه واړوئ . د حديبيې صلح روانه ده صلحنامه علی ليکي. يو ټولے د مکې کفار دي. او دويم فريق د رسول الله صلي الله عليه و اله وسلم ، علی عليه السلام د محمد نامې سره د رسول ټکے هم ليکي د کفارو نمائنده وائې چې که مونږ رسول ګڼلے نو بيا جهګړه د څه وه .د الفاظ وران کړه. رسول الله علي ته وائي چې د الفاظ وران کړه. د علي د خلې نه بې اختياره اوځې . د رسول لفظ د ليکلو نه پس زما لاس څه رنګه وران کړي. الله د رسول سره دابې انتها عشق او . محبت د اسلام سره د مينې او بې واکه مينې انتها ده . رسول الله صلي الله عليه واله وسلم ورته په شفقت سره او فرمائيل . ښه اوښايه هغه لفظ کوم دے . او بيا ئې په خپل لاس مبارک ورانوي ګوري . دا حجته الوداع دے . اخري حج نه د اوزګاريدو نه پس چې د رسالت کاروان مدينې نه روان شو. نو څه خلقو د علی شکايت اوکړو . دا شکايت رسول الله صلي الله عليه واله وسلم او نه زغملے شو . ځکه چې دا شکايت د يو داسې سړي په خلاف وه چې سر اومال دواړو ئې په اسلام قربان کړي وو. چې د سرو زرو غوندې تود کړے . او سوړ کړد شوے وو. د غدير خم خطبه (د رسول الله صلي الله عليه واله وسلم له خوا ) هم د دې موقعې ياد ګار دے . دا هغه خطبه ده چې د دوه واتي پرده پکښې اوجته شوې ده . او صفا ښکاري چې د نبې په نظر کښې د علي څه درجه وه . د دنيا د ټولونه لويه حادثه اوشوه. نبي الکرم صلي الله عليه واله وسلم د دنيا نه پرده اوکړهږ او رفيق اهلي ته لاړو . دا ډير سخت وخت وه . په سقيفه بني ساعده کښې د خلافت او امامت جګړه پيدا شوه . انديښنه وه چې چرته د رسول د تدفين نه اګاهو ( د ابوبکر او عمر د پاره بهانه ) امت په اختلاف او افتراق کښې مبتلا نه شي . حضرت ابوبکر رضي الله عنه . حضرت عمر رضي الله عنه او نور او لوئے اصحاب هم هلته اورسيدل . او د امت په يو والي او اتفاق جوړولو کښې مصروف شول . ليکن علی بې شکه چې په سقيفه بني ساعده کښې د کوم کار بندونه تړلے شول . ډير اهم وه . د امت ښېګړه هم په دې کښې وه هغه د پريښودلو نه وه ، ليکن د علی په نظر کښې يو کار د دې نه هم زيات اهم وه . هغه د هر فکر او انديښنې نه بې پروا د اخري زمانې د رسول څخه ناست وو . اوتر هغه وخته د خپل ځائې نه اونه خوځيدو تر څو چې د دې فريضې نه اوزګار شوے نه وه. بيا حضرت ابوبکر رضي الله عنه ، حضرت عمر رضي الله عنه او حضرت عثمان رضي الله عنه وار په وار د خلافت په منصب فايز شول. هر ځل علی دا اوګڼل چې د هغه سره تېرے شوے دے منصب هغه ته ورکول پکار ووږ خو نور ته ورکړے شو . خو هر ځل هغه بيعت اوکړو . خپل ذات او شخصيت ئې دې مينځ ته رانه وستو او د مسلمانانو د بې اتفاقې اتفاقې ته ئې ځان اوساتلو . بيا د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت نه پس د اصحابو کرامو په ډير اصرار او بيا په تيره تيره د طلحه او زبير د عزيزانه دوستانه او رشيقانه اصرار په مجبورئ ئې دا منصب قبو ل کړو . او زر ورپسې د فتنې او فساد بازار ګرم شو . چې په نتيجه کښې د جمل صفين او نهروان چنګونه اوشول. په دې جنګونو کښې هم شک نشته چې مونږ د علی ذولفقار په تېکي نه وښکلې وليد خو هيچر ته داسې واقعه نه ښکارې چې دا معلومه شي چې علي زياتے اوکړو . اے دا د هغه د ټولو نه لويه اسلامې کارنامه نه ده ؟ دا علي د خپل نظر د لاندې اوساته اوبيا اوګوره چې څه چې هغه وائي او به کوم جوش او خروش ئې چې وائې هغه په دې کښې په حقه نه دے؟ د هغه بلنه څه ده ؟ هغه د خپل بادشاهت په لور خلقو ته خلقو ته بلنه نه کوي . هغه خلق خپل قيصريت ته نه متوجه کوي. هغه په دنګو محلونو کښې استوګنه نه کوي. هغه ځلاند لباس نه اغوندې هغه د بيت المال روپې په ځان په خپله عزيزانو او خپلوانو نه خرڅ کوي . حالانکي په دمشق ( د معاويه په پايه په تخت ) کښې د ا هر څه هر څه کېدل. هغه حاجبان دربانان نه لري د هغه بلنه يوازي د اسلام ده هغه يوازې دا دعوت ورکوي چې د اسلام پيروي اوکړئ. د قران د رڼک نه فايده واخلئ . د رسول د اخلاقو پيروي او کړې حق ته سر ټيټ کړئ او باطل ته د توري غوندې د مرګ پيعام شئ د نورو خلقو سره د عزيزانو دوستانو ملګرو او عامو مسلمانانو سره د نرمۍ مينې صلحې او سلامتۍ خوي کوئ . په سخته کښې د هغوي پکار شئ . په غم کښې ورسره شامل شئ . د هغوئ مرسته کوي . لاورته ښئ . هغه خلق چې د حقې لارې نه ګرزيدلې وي. په باطله روان وي. په سمه ئې روانوئ . اووسيلو او ذريعو کمې او د جنګ د ساز او سامان د کمۍ سره هم د غر په شان د هغو په مقابله کښې اودريږئ . بيا هغه زېرے ورکوي. چې دا ژوند تيريدونګے دے . دا ټول عمري نه دےخو که د دې دنياوي ژوند په ورکولو تاسو د اخرت سودا اوکړئ. نو دا روزګار به نه وي . تاسو به په تاوان کښې نه بلکې په ګټه کښې پاتې شي او زه و وې ذمه واريم چې ( عاجل ) ورکړي نو ( اجل ) به اوګټي. اے دا خبره د علی نه بغير بل چا کولے شوه. زه وايمد حديبيي د صلحې د ليکلو په وخت چې حضرت علي عليه السلام د رسول لفظ د ورانولو نه انکار کړے وه . نو ځنې نواصب دا د حضرت علي عليه السلام نافرمانې ګڼې . او په دې حقله ډير فضول سوالونه کوي . خو دې ته هډو فکر نه کوي. چې حضرت علی عليه السلام د لفظ رسول د نه ورانولو پخپله کوم عذر کړے وه . هغوئ وئيلي وو. چې کوم وخت ما رسول لفظ اوليکلو نو اوس ئې په خپل لاس څرنګه وران ګړم . بيا که مونږ دا نافرمانې اوګڼو يعنې دا چې علي د رسو ل نافرمانې اوکړه نوکه دا نافرماني وي . نو عياذا بالله رسول کريم د خداے ( خاوري مې په خله ) نافرمانې اوکړه . چې خداے خو هغه رسول کړو ده . او هغوي په خپل لاس مبارک هغه منصب وران کړو کوم چې خداے ورکړے وه ږ حقيقت دادے چې د حديبې واقعات د سخت امتحان نه ډک د ې . حضرت عمر رضي الله عنه چې اوکتل د کفارو هر شرط قبلوي . نو رسول الله ته ئې عرض اوکړو چې يا رسول الله ته د خداے رسول نه ئې؟ رسول الله جواب ورکړو چ ېولې نه يم . نه يم . حضرت عمر رضي الله عنه بيا هم دا تپوس اوکړ . او رسول الله بيا هغه جواب ورکړو او ورته ئې اووئيل چې توبه اوباسه . حضرت عمر رضي الله عنه وائي چې ماڅو ورځې پرله پسې ئې روژې اوساتلې . نو ايله مې هغه د شک تياره لرې شوه . د غدير خم د خطبې سبب مترجم دا ليکلے دے چې څو کسانو د حضرت علی عليه السلام شکايت رسول الله ته کړے وو او رسول الله د هغه په وجه دا خطبه ورکړه. خو ځنې خلق وائېچې د خعلې سبب ايت بلغ ما انزل اليک وه . چې ځنې خلق دا ايت د دې خطبې علت ځکه نه منې . چې بيا د خطبه بيخي د حضرت علي عليه السلام په نيابت خلافت يو روڼ ثبوت جوړېږيږ د يو څو کسانو په معمولي شکايت زر ګونه خلق رابلل . د کجاوو منبر جوړول او په هغه د حضرت علی عليه السلام اودرول او خلقو ته دا فرمائيل چې اے خلقو اے زه ستاسو په مزد ستاسو د ځانونونه اولي نه يم . او خلق جواب ورکوي چې هو يا رسول الله صلي الله عليه واله وسلم او ورپسې دا فرمائيل چې من کنت مولاه فهذا علي مولاه . يعني د چا چې زه مولايم د هغو د علي هم مولا دے . او بيا د حضرت عمر رضي الله عنه مبارکې ورکول او دا وئيل چې نن ته د ټولو مومنانو سړو او ښځو مولا شوې. حيرانې پيدا کوې . چې صرف د يو معمولي شکايت د پاره دومره انتظام کېده. خو مترجم که څه هم د خلقو له ويرې څه پرده اچولې ده . خو مخکښې ئې دا هم منلي دې . چې د غدير خم خطبې د رسول الله او علی د مېنځ نه د دوه والي پرده لرې کړه. لکه چې خوشحال خان خټک وئيلي دي. محـمد علی چې دوه ويني په سـترګو په دې کـار کـښې احـولـي ده احـولي مترجم ليکلي ديږ چې د رسول الله د وفات په موقع په سقيفه بني ساعده کښې د خلافت او امامت جهګړه جوړه شوه . او انديښنه وه چې د رسول الله د تدفين نه اګاهو فتنه او فساد پيدا نه شي. دا عبارت مترجم ځکه وليکلو . چې حضرت ابوبکر رضي الله عنه . عمر او ابوعبيده ابن الحراح د رسول الله د تدفين نه اګاهو سقيفه بني ساعده ته ورسيدل. او حالدا چې هلته انصارو په سعد بن عباده د خلافت اتفاق کړئ وو او په هغوئ کښې هېڅ اختلاف او جهګړه نه وه پيدا . البته د دغو دريو حضراتو د ورسيدو نه پس سخته جهګړه او اختلاف پيدا شو چې مائي وروستو ذکر کړے دے . مترجم د خلافت معامله ډيره اهمه ګڼي . خو د هغه په خيال کښي حضرت علی عليه السلام د رسول الله صلي الله عليه واله وسلم د تدفين کار د دې نه هم اهم ګڼلو ح ګويا د اسلام او مسلمانانو د ښېګږې په حقله د راشد و خلفاء په مېنځ کښې هم اختلاف ده او په دې کښې هيڅ شک نشته . چې دا اختلاف د رسول الله په ژوند کښې هم موجود وه . خو د هغوئ په وجه چا دې اختلاف ته هوا نه شوه ورکولے . د هغوئ د وفات نه پس دا سوال پاتې نه شو. نهه ويشتمه خطبهدا خطبه يې هغه وخت ورکړه چې ضحاک بن قيس د معاويه له لورې د هجرت په اته ديرشم کال د بيت الله د حجيانو په قافلې بريد وکړ او سامان يې ورچور کړ امام وفرمايل: د کوفيانو د ماتې لاملونهاي دکوفې خلکو! ستاسو بدنونه د يو بل په څنګ کې خو فکرونه مو له يوه بله ليرې دي، خبرې مو سخت کاڼي ماتوي خو کړه مو دښمن هيله منوي. په کورونو کې ناست يئ او لويې لويې خبرې کوئ خو چې د جنګ ورځ راشي نو وايئ : اي جنګه درې درې، او تښتئ. څوک چې له تاسو مرسته وغواړي خواروئ يې، او څوک چې په ميدان پريږدئ زړه يې کرار نه لري. او داسې چټي پلمې راوړئ لکه پوروړي چې نور نور مهلت غواړي له ما مهلت غواړئ او په جنګ کې لټان يئ. پوه شئ چې کمزورې خلک هيڅکله ظلم نه شي غړولي او حق بې زياره لاسته نه راځي،تاسو چې د خپل کور دفاع نه کوئ د بل چا د کور به يې څه وکړئ؟ او له ما وروسته به د کوم امام په څنګ کې جنګيږئ .په خداي قسم! څوک چې ستاسو په خبره ډاډه شي غوليدلي دي او څوک چې ستاسو په تمه د جنګ ډګر ته راشي په ډيرې پڅې نيزې يې جنګ ته دانګلې دي. او څوک چې وغواړي پر تاسو دښمن ووهي په مات غشي سره يې ګوذار کړي دي. په خداي قسم ! سهار مې وکړ په داسې حال کې چې ستاسو په خبرومې باور نه کاوه او ستاسو مرستې ته مې هيله نه وه. او ستاسو په وسيله دښمن نه ګواښم، رښتيا دا په تاسو څه شوې دي؟ درمل مو څه دي؟او درمان موڅه دي. ايا د شام خلک هم ستاسو په شا دي؟ ايا دا درسره ښايي چې شعار ورکړئ خو عمل ونه کړئ؟ غفلت وکړئ او له خدايه ونه ويريږئ او بې له خدايه بل چاته تمه ولرئ؟ ديرشمه خطبهد هجرت په پينځه ديرشم کال د عثمان په وژله کې د امام د لاسلرلو د اوازو له خپريدو وروسته يې دا خطبه ورکړه( د دښمن اوازو ته ځواب.:که د عثمان د قتل امر مې کړي واي، قاتل به وم او که مخه مې يې نيولې واي د عثمان مرستندويي به وم، سره له دې چا [1]چې د هغه مرسته وکړه نه شي ويلي چې تر هغو کسانو غوره دي چې له مرستې يې لاس واخسته. او چا چې يې له مرستې لاس واخسته، نه شي ويلي چې ملګري يې تر مونږ غوره دي. زه به درته د عثمان قتل په يوه جمله کې رالنډ کړم، عثمان ظلم او خپل سري وکړه او تاسو بيړه او بې صبري وکړه. او له حده تير شوئ، او خداي هم دظلم او خپل سرۍ او هم د بې تابۍ او تندۍ لپاره حکم لري[2] چې پر ځاي به شي. «حمزه بابا د سپيڅلو ويناوو په ۱۱۹ او ۱۲۰ مخونو د دغه خطبې په ترڅ کې ليکي:» زۀ وايممونږ د رسول کريم صلي الله عليه و آله وسلم د ملګرو بې حده احترام کوو او خداے دې نۀ کړي چې مونږ د پرې جنبې لپاره د هغوي په قول او فعل تنقيد وکړو خو بايد چې مونږ اصحاب له انسانانو نه اوچت ونۀ ګڼو او هغوي له ذات نه هم دغه شان خطا او غلطۍ د صادر کېدو قائل شو څرنګه چې له نورو انسانانو نه صادريږي، البته دومره ده چې د هغوي نه به د تعصب له کبله ډېرې کمې غلطۍ کېدې هغوي د يو نبي په څېر له خطا نه معصوم نۀ وو خو زمونږ مسلمانو عوامو خو څه کوې چې علماء هم اصحابو ته دومره درجه ورکړې ده چې مونږ مجبور يو چې افراط ورته ووايو، بيا زمونږ هغو وروڼو کوم چې له شيعه مذهب سره اتفاق نۀ لري شيعه خو له خپلو اصولو نه مجبور دي ځکه چې هغوي ائمه معصومان ګڼي نو هغوي د حضرت علي عليه السلام په ظاهره غلطي هم غلطي ونۀ ګڼي نو معذوره دي، زۀ حېران سواد اعظم ته يم چې هغوي ولې د مقوليت له حد نه تجاوز کوي چې هغو د انصاف په ټکي ګوتې نږدي نو دومره فکر خو دې وکړي چې اخېرد حضرت عثمان په خلاف دومره اجماع ولې کېده؟ ولې لوے لوے اصحابان لکه عبدالله بن مسعود، طلحه، زبېر ، ابوذر او ان چې حضرت عاېشه بي بي هم د هغه مخالفه وه، اخېر څه خو به وو کنه. تاسو چې د رسول (ص) اصحابو ته دومره اوچته درجه ورکوئ نو اخېر دا مخالفان يې څوک وو؟ دا خو هم د رسول (ص) اصحاب وو، او په دغو کښې عشره مبشره هم وو، اوکه دا صحيح وي چې اتباع د سواد اعظم پکار ده نو په هغه وخت کښې بغېر له يو څو بني اميو نه ټول عوام او خواص د حضرت عثمان رضي الله عنه مخالف وو او د هغۀ په نصب العېن راضي نۀ وو. هم د دې بې ځايه احترام نتيجه دا شوه چې د اسلام تاريخ په غلط رنګ کښې دينا ته وړاندې کړے شو. اهل سنت والجماعت چې خلفاء راشدين د رسول الله صلي الله عليه و آله وسلم نائبان وګڼل نو په دغو خلفاو کښې د څلورم خليفه مخالفان حضرت طلحه ، زبېر او حضرت عائشه بي بي او داسې نور چې مېنځ ته راتلل نو مشکله شوه چې اوس به دې ته څه وايو؟ نو فېصله يې دا وکړه چې هم يې حضرت علي عليه السلام راشد خليفه او د رسول نائب وګڼلو او هم يې دا مخالف حضرات په حقه وګڼل، ځه چلېږه دا هم حق او هغه هم حق، او کۀ څوک ترې تپوس وکړي چې وروره د عشره مبشره او د عائشې صديقې په مقابله کښې ستا د راې څه اهميت دے. هغوي خو حضرت علي عليه السلام که د عثمان قاتل نۀ ګڼي نو دا خو يې دعوي ده چې د هغه حضرت په اشاره دا کار شوے دے نو د تا په خپله د ډېرو اصحابو په شمول د حضرت عاېشې بي بي راې و نۀ منله او که بل څوک هم د احقاق حق لپاره داسې حقائق ښکاره کړي نو تاسو خفه کېږئ او وائئ چې دا بدبخت د رسول (ص) په اصحابو اعتراض کوي. په دې خطبه کښې حضرت علي (ع) د حضرت عثمان په قتل کښې د شموليت نه انکار کوي او تاسو هم د دې قائل شئ چې د حضرت علي رضي الله عنه لمن له د دې وينو داغ نه پاکه ده، خو بلې ډډې ته هم لوے لوے اصحاب دا وائي چې حضرت علي په دې ګناه کښې شامل دے، نو چې تاسو د هغو نورو دا دعوا نه تسليموئ نو صفا معلومه شوه چې تاسو هغوي په غلطۍ ګڼئ او حضرت علي عليه السلام په حقه ګڼئ. په غېر شعوري ډول لګيا يئ تنقيد کوئ او په اصحابو د تنقيد کولو ممانعت هم کوئ. نو د خداے لپاره د احترام په دائره کښې دننه دننه سپېڅلې تنقيد وکړئ او مسلمانان نور په تيارۀ کښې مۀ ساتئ.
[1]
اشاره
يې مروان ته ده چې دخداى رسول هغه له مدينې
شړلى و خو عثمان دوباره مدينې ته ستون کړ او خپل
زوم يې کړ اوهمدې مروان د عثمان په بې لارې
کولو او وژل کيدو کې لاس درلود. |