۳۱ خطبه

ومن كلام له (عليه السلام)
لمّا أنفذ عبدالله بن العباس(رحمه الله) إلى الزبير
قبل وقوع الحرب يوم الجمل ليستفيئه إلى طاعته
قال له (عليه السلام):
لاتَلْقَيَنَّ طَلْحَةَ، فَإِنَّكَ إِنْ تَلْقَهُ تَجِدْهُ كَالثَّوْرِ عَاقِصاً قَرْنَهُ، يَرْكَبُ الصَّعْبَ وَيَقُولُ: هُوَ الذَّلُولُ، وَلكِنِ القَ الزُّبَيْرَ، فَإِنَّهُ أَليَنُ عَرِيكَةً، فَقُلْ لَهُ: يَقُولُ لَكَ ابْنُ خَالِكَ: عَرَفْتَني بَالحِجَازِ وَأَنْكَرْتَنِي بِالعِرَاقِ، فَمَا عَدَا مِمَّا بَدَا.
وهو (عليه السلام) أوّل من سمعت منه هذه الكلمة، أعني: «فَمَا عَدَا مِمَّا بَدَا».

(د جمل د جنګ په پیل کې د هجرت په شپږ دیرشم کال یې  ابن عباس [1] د  نصیحت لپاره  زبیر ته ولیږه)

د طلحه او زبیر نفسیات[2]

له طلحه سره مه  ګوره ځکه چې  په ملاقات کې به پوه شې چې هغه  د  سرکښ غویي په شان دی چې ښکر یې تاو کړې او ‌ډغرې ته تیار دی. هغه په سرکښه  سپرلۍ سپریږي او وایي چې دا خو رام دی. بلکه له زبیر سره   وګوره چې هغه  نرم خویه دی. هغه  ته ووایه ، د ماما زوی دې وایي چې: په حجاز کې دې زه وپیژندلم او په عراق کې مې نه پیژنې؟! ولې له خپل تړونه ستون شوې؟!

( سید رضي وایی: د «فما عدا مما بدا» یعنې  څه وشو چې له پیمانه ستون شوې، جمله په اول ځل له امام علي اوریدل شوې او له دې مخکې چا نه ده استعمال کړې.

۳۲ خطبه

ومن خطبة له (عليه السلام)
[وفيها يصف زمانه بالجور، ويقسم الناس فيه خمسة أصناف، ثم يزهد في الدنيا]
[معنى جور الزمان]
أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّا قَدْ أَصْبَحْنَا في دَهْر عَنُود، وَزَمَن كَنُود، يُعَدُّ فِيهِ الُمحْسِنُ مُسِيئاً، وَيَزْدَادُ الظَّالِمُ فِيهِ عُتُوّاً، لاَ نَنْتَفِعُ بِمَا عَلِمْنَا، وَلاَ نَسْأَلُ عَمَّا جَهِلْنَا، وَلاَ نَتَخَوَّفُ قَارِعَةً حَتَّى تَحُلَّ بِنَا.

(د هجرت په  اوه دیرشم کال د کوفې په جومات کې  د رسول الله مبارک )ص( له زمانې د وروسته  وخت د خلکو په پیژندلو  کې یې  دا خطبه بیان کړه)

د اسلامي امت شاتګ

ای خلکو په داسې کینه کښې او ناشکرې زمانې کې مو سترګې رڼې کړې چې  نیکان ، بدان ګڼل کیږي او ظالم پکې  نور نور  ظلم کوي. نه له خبرو څیزونو ګټه اخلو او نه په ناخبرو د پوهیدو لپاره له چا پوښتنه کوو او نه  له  کومې لویې پیښې تر څو مو په سر رانه شی ویریږو.

[أصناف المسيئين]
فَالنَّاسُ عَلَى أَرْبَعَةِ أَصْنَاف:
مِنْهُمْ مَنْ لاَ يَمْنَعُهُ الفَسَادَ في الاَْرْضِ إِلاَّ مَهَانَةُ نَفْسِهِ، وَكَلاَلَةُ حَدِّهِ، وَنَضِيضُ وَفْرِهِ.
وَمِنْهُمُ المُصْلِتُ لِسَيْفِهِ، وَالمُعْلِنُ بِشَرِّهِ، وَالُمجْلِبُ بِخَيْلِهِ وَرَجِلِهِ، قَدْ أَشْرَطَ نَفْسَهُ، وَأَوْبَقَ دِينَهُ لِحُطَام يَنْتَهِزُهُ، أَوْ مِقْنَب يَقُودُهُ، أَوْ مِنْبَر يَفْرَعُهُ. وَلَبِئْسَ المَتْجَرُ أَنْ تَرَى الدُّنْيَا لِنَفْسِكَ ثَمَناً، وَمِمَّا لَكَ عِنْدَ اللهِ عِوَضاً!
وَمِنْهُمْ مَنْ يَطلُبُ الدُّنْيَا بِعَمَلِ الاْخِرَةِ، وَلاَ يَطْلُبُ الاْخِرَةَ بِعَمَلِ الدُّنْيَا، قَدْ
طَامَنَ مِنْ شَخْصِهِ، وَقَارَبَ مِنْ خَطْوِهِ، وَشَمَّرَ مِنْ ثَوْبِهِ، وَزَخْرَفَ مِنْ نَفْسِهِ لِلاَْمَانَةِ، وَاتَّخَذَ سِتْرَ اللهِ ذَرِيعَةً إِلَى المَعْصِيَةِ.
وَمِنْهُمْ مَنْ أقْعَدَهُ عَنْ طَلَبِ المُلْكِ ضُؤولَةُ نَفْسِهِ، وَانقِطاعُ سَبَبِهِ، فَقَصَرَتْهُ الحالُ عَلَى حَالِهِ، فَتَحَلَّى بِاسْمِ القَنَاعَةِ، وَتَزَيَّنَ بِلِبَاسِ أَهْلِ الزَّهَادَةِ، وَلَيْسَ مِنْ ذلِكَ في مَرَاح وَلاَ مَغْدىً.

له پیغمبر(ص) وروسته د خلکو نفسیات

په دې زمانه کې خلک څلور ډوله دي، که ځینې  کسان په فساد لاس نه پورې کوي لامل یې دا دی چې  اروا یې   ناتوانه ، توره يې پڅه او  پیسه ورسره کمه ده. بل ډول هغه کسان دي چې تورې یې وکښلې او شر و فساد يې ښکاره کړی دی، پلي او سپاره لښکرې یې چمتو کړې او  د نورو  د  وینو څښلو ته تیار دی. خپل دین یې د دنیا د مال لپاره تباه کړ چې یا  د  ځینو کسانو مشر او کوماندان شي او یا په منبر وخیږي او خطبه ووایي، دا څومره بده سودا ده چې انسان  دنیا د خپل ځان بیه وګڼي او په هغه څه یې بدله کړي چې له خدای سره دي.

بل ډول کسان هغه دي چې  د  اخرت په عملونو دنیا اخلي او   دنیا په عملونو د اخرت  په طلب کې  نه دي.ځانونه  واړه  او متواضع ښيي ، ګامونه په ریا سره واړه واړه اخلي، لمنه یې راغونډه کړې او ځانونه د حقیقي مومنانو  په شان پسولي، او  الهی جامه د نفاق، او د دنیا طلبۍ وسیله ګرځوي،

بله ډله د هغو کسانو ده  چې   په  پستۍ ذلت او د وسایلو د  نیشتوالي په وجه د طاقلت له لاسته راوړل محرومه شوې دي نو ځکه یې  د قناعت ګاڼې  اچولې او د زاهدانو جامې یې اغوستې دي، دوي  په هیڅ وخت  کې  رښتیني زاهدان نه وو.

[الراغبون في الله]
وَبَقِيَ رِجَالٌ غَضَّ أَبْصَارَهُمْ ذِكْرُ الْمَرْجِعِ، وَأَرَاقَ دُمُوعَهُمْ خَوْفُ الْـمَحْشَرِ، فَهُمْ بَيْنَ شَرِيد نَادٍّ، وَخَائِف مَقْمُوع، وَسَاكِت مَكْعُوم، وَدَاع
مُخْلِص، وَثَكْلاَنَ مُوجَع، قَدْ أَخْمَلَتْهُمُ التَّقِيَّةُ، وَشَمِلَتْهُمُ الذِّلَّةُ، فَهُمْ في بَحْر أُجَاج، أَفْوَاهُهُمْ ضَامِزَةٌ، وَقُلُوبُهُمْ قَرِحَةٌ، قَدْ وَعَظُوا حَتَّى مَلُّوا، وَقُهِرُوا حَتَّى ذَلُّوا، وَقُتِلُوا حَتَّى قَلُّوا.

په مسخ شوې ټولنه کې د پرهیزګارو حال

نو په دې مینځ کې داسې  ګوته په شمیر کسان پاتې کیږي چې د قیامت یاد یې سترګې له هر څه پټې کړې او د لویې ورځې ویرې یې له سترګو اوښکې  روانې کړې دي، ځینې یې له ټولنې شړل شوې او یوازې اوسیږي، او ځینې نور ترهیدلې،ځپل شوې یا یې خولې ګنډلې دي، ځینې پکې په اخلاص سره هماغه راز خلک د خدای لور ته بلي او ځینې نور بیا ګریانه او درد من دي چې  تقیې او صبر د خلکو له سترګو غورځولې او بې وسي یې په وجود خپره شوې ده. ته وا د مالګې په دریاب کې ښخ دي خولې یې تړلې او زړونه یې پرژلې  دي، دوي دومره نصیحت وکړ چې ستړې شول ، دومره وځپل شول چې  له برمه پریوتول  او دومره ووژل شول چې  ګوته په شمیر پاتې شول.

[التزهيد في الدنيا]
فَلْتَكُنِ الدُّنْيَا أَصْغَرَ في أَعْيُنِكُمْ مِنْ حُثَالَةِ الْقَرَظِ، وَقُرَاضَةِ)الْجَلَمِ، وَاتّعِظُوا بِمَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ قَبْلَ أَنْ يَتَّعِظَ بِكُمْ مَنْ بَعْدَكُمْ;
وَارْفُضُوهَا ذَمِيمَةً، فَإِنَّهَا قَد رَفَضَتْ مَنْ كَانَ أَشْغَفَ بِهَا مِنْكُمْ.
وهذه الخطبة ربما نسبها من لا علم له بها إلى معاوية، وهي من كلام
أميرالمؤمنين(عليه السلام) الذي لا يشك فيه، وأين الذهب من الرّغام! والعذب من الاجاج! وقد دلّ على ذلك الدليل الخِرِّيِت ونقده الناقد البصير عمروبن بحر الجاحظ; فإنه ذكر هذه الخطبة في كتابه «البيان والتبيين» وذكر من نسبها إلى معاوية، ثم تكلم من بعدها بكلام في معناها، جملته أنه قال: وهذا الكلام بكلام علي(عليه السلام)أشبه، وبمذهبه في تصنيف الناس وفي الاخبار عماهم عليه من القهر والاذلال ومن التقية والخوف أليق. قال: ومتى وجدنا معاوية في حال من الاحوال يسلك في كلامه مسلك الزهاد، ومذاهب العُبّاد!

له دنیا سره چلن

نو  د دې دنیا ارزښت درته )د سلم ونې( تر وچو  بوسو او تر  غوڅو شویو وژغنو او وړیو هم کم پکار دی. له تیرو خلکو عبرت واخلئ  مخکې له دې چې راتلونکي له تاسو عبرت واخلي، دا فاسده او غندلې دنیا پریږدئ ځکه چې   له هغو کسانو سره  يې هم وفا ونه کړه چې تر تاسو پرې زیات مین وو.

سید رضي وایي: ځینو ناپوهو کسانو دا خطبه د معاویه ګڼلې ده، خو بې له شکه دا د امیر المومنین خطبه ده. سره چیرته او خاورې خشاک چیرته؟ خوږې او رڼې اوبه چیرته او تروې او تروشې اوبه  چیرته؟ د دې خبرې دلیل د « عمرو بن بحر جاحظ» خبره ده چې د ادبیاتو ماهر او  سترګور  کره کتونکی دی، هغه دا خطبه په « البیان و التبیین» کتاب کې راوړې  او ویلې  یې دي دا ځینو کسانو دمعاویه خطبه ګڼلې ده، خو بیا یې زیاته کړې چې دا خطبه  د امام )ع( وینا او د خلکو په تقسیم کې دهغوي ویشلو ته زیاته نزدې ده او دا امام علي دی چې د  برلاسۍ، تقیې ، ویرې او داسې نورو ډلو د  خلکو  په حال ښه خبر و، بیا وایي: تر اوسه چا لیدلې  ده چې معاویه دې  په خپلو خبرو کې د زهد او تقوا خبره کړې  وي او د خدای د بندګانو لار او  روده یې غوره کړې وي.

۳۳ خطبه

ومن خطبة له (عليه السلام)
عند خروجه لقتال أهل البصرة
[وفيها حكمة مبعث الرسل، ثمّ يذكر فضله ويذم الخارجين]
قال عبدالله بن عباس (رحمه الله): دخلت على أَميرالمؤمنين صلوات الله عليه بذي قار وهو يخصِف نعله، فقال لي: ما قيمة هذا النعل؟ فقلت: لا قيمةَ لها! قال: والله لَهِيَ أَحَبُّ إِليَّ من إِمرتكم، إِلاّ أَن أُقيم حقّاً، أَوأَدفع باطلاً، ثمّ خرج(عليه السلام) فخطب الناس فقال:
 [حكمة بعثة النبي]
إنَّ اللهَ سُبحانَه بَعَثَ مُحَمَّداً(صلى الله عليه وآله)، وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنَ الْعَرَبِ يَقْرَأُ كِتَاباً، وَلاَ يَدَّعِي نُبُوَّةً، فَسَاقَ النَّاسَ حَتَّى بَوَّأَهُمْ مَحَلَّتَهُمْ، وَبَلَّغَهُمْ مَنْجَاتَهُمْ، فَاسْتَقَامَتْ قَنَاتُهُمْ، وَاطْمَأَنَّتْ صِفَاتُهُمْ.
[فضل عليّ]
أَمَا وَاللهِ إنْ كُنْتُ لَفِي سَاقَتِهَا حَتَّى تَوَلَّتْ بِحَذَافِيرِهَا، مَا عَجَزْتُ،وَلاَ جَبُنْتُ، وَإِنَّ مَسِيرِي هذَا لِمثْلِهَا، فَلاََنْقُبَنَّ الْبَاطِلَ حَتَّى يَخْرُجَ الْحَقُّ مِنْ جَنْبِهِ.
[توبيخ الخارجين عليه]
مَالي وَلِقُرَيْش! وَاللهِ لَقَدْ قَاتَلْتُهُمْ كَافِرِينَ، وَلاَُقَاتِلَنَّهُمْ مَفْتُونِينَ، وَإِنِّي لَصَاحِبُهُمْ بِالاَْمْسِ، كَمَا أَنَا صَاحِبُهُمُ الْيَوْمَ!

( د هجرت په شپږ دیرشم کال  له ناکثینو سره د  جنګ لپاره  بصرې ته دتګ په وخت یې په ذی قار [3]سیمه کې دا وینا وکړه)

«ابن عباس وایی: په ذي  قار سیمه کې امام ته ورغلم  هغه د  کڼاوو په ګنډلو لګیا و چې زه یې ولیدم ، وې ویل : د  دې پیزار  قیمت به څومره وي؟ ومې ویل هیڅه، وې فرمایل: په خدای قسم  دا بې ارزښته کڼاوې ماته پر تاسو تر حکومت کولو  زیاتې  محبوبې دي مګر دا چې په دغه حکومت سره کوم حق پرځاي کړم یا باطل  ختم کړم، بیا  له خیمې راووته او خلکو ته یې دا خطبه وفرمایله:»

د نبي د رالیږلو مقصد

بې له شکه  خدای  هغه وخت محمد )ص( مبعوث کړ چې  په عربو کې دهیچا د کتاب لوستل نه وو زده  او   هیچا د نبوت ادعا نه کوله، پیغمبر)ص( دغه جاهل خلک د انساني عزت مقام ته لوړ کړل او کامیاب یې کړل،داسې چې نیزې یې پڅې نه شوې او  بریالي شول او ټولنه یې پیاوړې شو.

د  امام علي پوځي او اخلاقي ځانګړتیا

په خدای قسم! زه د اسلامي لښکر له مخ کښانو وم  تر دې چې د کفر او شرک  لښکرې  مې  تار و مار کړې،  نه خو زه چیرته کمزوری او پړ شوم او نه وویریدم، اوس هم په هغه لاره روان یم، د باطل پردې څيرم چې  حق یې له څنګه  بهر راووځي.

د قریشو د فتنه پالنې ګیله

 او زما له قریشو سره څه  غرض دی، په خدای قسم  کله چې کافران وو ورسره وجنګیدم او  او س هم چې غولیدلې  او په فتنه اخته شوې دي جنګیږم، پرون له هغوي سره اوسیدم او نن ترې هم نه یم خلاص، په خدای قسم قریش له مونږ غچ نه اخلي مګر په دې وجه چې خدای مونږ تر هغوی غوره او خوښ کړو او عزت یې راکړ، مونږ هم   هغوي په خپل ژوند کې ومنل، نو داسې وو لکه شاعر  چې وایي:

« په ځان مې قسم  هر سهار دې خوږې شودې وڅښلې او پیروی او بې زړي کجورې دې   ورپسې ووهلې، مونږ تاته دا مقام او لوړاوی درکړ که څه هم ته یې وړ نه وې، اوستا چاپیره مو تر سهاره  څوکیداره وکړه او ته مو وساتلې»

حمزه بابا د دغه خطبې په ترڅ کې د سپیڅلو ویناوو په ۱۲۵ او ۱۲۶ مخونو لیکي:»

زۀ وايم

په دې خطبه کښې اميرالمومنين فرمايلي دي چې: (( نه زۀ چرې چا ته کمزورے شوے يم او نۀ له چا نه ويرېدلے يم.)) دا يوه داسې دعوا ده چې که چرې مونږ دا صحيح وګڼو او حقيقت دا دے چې صحيح ده نوبيا ضرور دا وسوال پېدا کيږي چې په ټول عرب کښې يوازې اميرالمومنين څرنګه داسې فرد ؤ چې په ټول عمر کښې نۀ چا مغلوب کړو او نه له چا نه اويرېد؟ څرګنده خبره ده چې هغه لوے څښتن د اسلام د نصرت او تائيد لپاره پېدا کړے ؤ او چې لوئے څښتن له ازل نه د هغوي وجود د اسلام د مرستې لپاره غوره کړے ؤ نو شخصيت يې هم داسې ورکړے ؤ چې هغه هيچرې ماتې ونۀ خوري او نۀ له چا نه اويريږي. که چرې د هغوي په شخصيت کښې يوه کمزوري هم داسې وې چې د هغوي د فرائضولپاره کمزورۍ سبب کېدې نو بيا هغه فرائض ترې نۀ شول پوره کېدې د کومو لپاره چې لوے خداے د هغوي وجود جوړ کړے ؤ. د هغوي هم دغه فوق الفطرت شخصيت ؤ چې ډېر خلق يې د شخصيت د تصور په افراط کښې د کفر سرحد ته اورسېدل او ډېر يې په تفريط کښې له اسلام نه لاس په سر شول، ډېرو خلقو ورته مظهرالعجائب وويل او ډېر اوس هم داسې شته چې هغوي ته د الوهيت نسبت کوي، خو د دغو ټولو اختلافاتو نه بغېر دومره خو ضرور معلوميږي چې د کوم کار لپاره هغوي خداے پېدا کړي وو او څرنګه شخصيت يې چې ورکړے ؤ نو بيا که څوک هغوي ته د طاهر او معصوم نسبت وکړي نو ګرم به نۀ وي. د دې خبرې تائيد يو حديث هم کوي چې په نورالابصار کښې زما له نظره تېر دے، او هغه دا چې رسول کريم (ص) فرمايلي دي چې زما يقين دے چې علي رضی الله عنه په هيچرې کبيره ګناه ونکړي.

په دې خطبه کښې د اميرالمومنين دریم ارشاد دا دے چې: (( زما دا سفر هم هغه شان دے چې د رسالت په زمانه کښې به کېدۀ. )) ګويا اميرالمومنين د هغې خبرې تکرار کړے دے کومه چې هغۀ په يوه بله خطبه کښې فرمايلې ده، او د هغې مطلب دا ؤ چې زۀ داسې حالاتو سره مخامخ يم لکه چې رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم په ابتداء کښې ورسره مخامخ ؤ او څرنګه چې رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم د کفر او فتنې استيصال خپل فرض ګڼلو دغسې زۀ هم د موجوده فتنه بازو او په باطله روانو خلقو وهل فرض ګڼم. بيا د اميرالمومنين دا ارشاد چې قرېش ځکه ما سره جنګ کوي چې ما په هغه وخت کښې ورسره جنګونه کړي دي ( يعنې د هغوي مشران مې قتل کړي دي ) کوم وخت چې هغه کافر وو. صفا معلوميږي چې د امير معاويه او دهغۀ د عزيزانو جنګ هم د هغې پخوانۍ دښمنۍ نتيجه وه. د هغوي په زړۀ کښې اسلام هيڅ اغېزه نۀ وه کړې، مسلمانان شوي وو او د وخت او موقعې منتظر وو.

34خطبه

ومن خطبة له (عليه السلام)
في استنفار الناس إلى الشام [بعد فراغه من أمر الخوارج]
[وفيها يتأفف بالناس، وينصح لهم بطريق السداد]
أُفٍّ لَكُمْ! لَقَدْ سَئِمْتُ عِتَابَكُمْ! أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الاْخِرَةِ عِوَضاً؟ وَبِالذُّلِّ مِنَ الْعِزِّ خَلَفاً؟ إِذَا دَعَوْتُكُمْ إِلَى جِهَادِ عَدُوِّكُمْ دَارَتْ أَعْيُنُكُمْ، كَأَنَّكُمْ مِنَ الْمَوْتِ فِي غَمْرَة، وَمِنَ الذُّهُولِ في سَكْرَة، يُرْتَجُ عَلَيْكُمْ حَوَارِي فَتَعْمَهُونَ، فَكَأَنَّ قُلُوبَكُمْ مَأْلُوسَةٌ، فَأَنْتُمْ لاَ تَعْقِلُونَ.
مَا أَنْتُمْ لي بِثِقَة سَجِيسَ اللَّيَالي، وَمَاأَنْتُمْ بِرُكْن يُمَالُ بِكُمْ، وَلاَ زَوَافِرُ عِزٍّ يُفْتَقَرُ إِلَيْكُمْ. مَا أَنْتُمْ إِلاَّ كَإِبِل ضَلَّ رُعَاتُهَا، فَكُلَّمَا جُمِعَتْ مِنْ جَانِب انْتَشَرَتْ مِن آخَرَ، لَبِئْسَ ـ لَعَمْرُ اللهِ ـ سُعْرُ نَارِ الْحَرْبِ أَنْتُمْ! تُكَادُونَ وَلاَ تَكِيدُونَ، وَتُنْتَقَصُ أَطْرَافُكُمْ فَلاَ تَمْتَعِضُونَ; لاَ يُنَامُ عَنْكُمْ وَأَنْتُمْ في غَفْلَة سَاهُونَ، غُلِبَ وَاللهِ الْمُتَخَاذِلُونَ! وَأيْمُ اللهِ إِنِّي لاََظُنُّ بِكُمْ أنْ لَوْ حَمِسَ الْوَغَى، وَاسْتَحَرَّ الْمَوْتُ، قَدِ انْفَرَجْتُمْ عَنِ ابْنِ أَبِي طَالِب انْفِرَاجَ الرَّأْسِ.
وَاللهِ إِنَّ امْرَأً يُمَكِّنُ عَدُوَّهُ مِنْ نَفْسِهِ يَعْرُقُ لَحْمَهُ، وَيَهْشِمُ عَظْمَهُ، وَيَفْرِي جِلْدَهُ، لَعَظِيمٌ عَجْزُهُ، ضَعِيفٌ ماضُمَّتْ عَلَيْهِ جَوَانِحُ صَدْرِهِ.
أَنْتَ فَكُنْ ذَاكَ إِنْ شِئْتَ، فَأَمَّا أَنَا فَوَاللهِ دُونَ أَنْ أُعْطِيَ ذلِكَ ضَرْبٌ بِالْمَشْرَفِيَّةِ تَطِيرُ مِنْهُ فَرَاشُ الْهَامِ، وَتَطِيحُ السَّوَاعِدُ وَالاَْقْدَامُ، وَيَفْعَلُ اللهُ بَعْدَ ذلِكَ مَا يَشَاءُ.
[طريق السداد]
أَيُّهَا النَّاسُ! إِنَّ لِي عَلَيْكُمْ حَقّاً، وَلَكُمْ عَلَيَّ حَقٌّ:
فَأَمَّا حَقُّكُمْ عَلَيَّ: فَالنَّصِيحَةُ لَكُمْ، وَتَوْفِيرُ فَيْئِكُمْ عَلَيْكُمْ، وَتَعْلِيمُكُمْ  كَيْلا تَجْهَلُوا، وَتَأْدِيبُكُمْ كَيْما تَعْلَمُوا.
وَأَمَّا حَقِّي عَلَيْكُمْ: فَالوَفَاءُ بِالبَيْعَةِ، وَالنَّصِيحَةُ في الْمَشْهَدِ وَالْمَغِيبِ، وَالاِْجَابَةُ حِينَ أَدْعُوكُمْ، وَالطَّاعَةُ حِينَ آمُرُكُمْ.

(دا خطبه یې د هجرت په اته دیرشم کال  د خوارجو بلواګرو له ماتې وروسته  له شامیانو سره د  مقابلې لپاره د خلکو د تیارولو  په غرض د کوفې په نخیله کې  ورکړه)

د کوفیانو د لټۍ غندنه.

افسوس دې وي پر تاسو ای کوفیانو!په  ډیروغندلو مو ستړی شوم،  ایا تاسو د قیامت د تل پاتې ژوند په بدل کې  په دې تیریدونکي ژوند خوشاله یئ. او د عزت او سرلوړۍ په ځای مو ذلت او بد مرغي  غوره کړې ده؟ کله مو هم چې له دښمنانو سره جهاد ته وغواړم  نو سترګې مو داسې کاواکې شي لکه د ځنکند ن ویرې چې  مو عقل اخستی وي یا نشه  او حیرانه لالهانده یئ.او لکه عقل مو چې تللی وي او لیوني شوې یاست.

 نور نو تر قیامته درباندې باور نه  کوم او  د ډډې وهلو  جوګه نه یئ. تاسو عزتمن ملګري نه یئ چې څوک  لاس دراوږد کړي  او د  بې څاروانه  او ښانو په شان یئ چې له یو لوري مو راغونډوم له  بل لوري تیتیږئ.

د کوفیانو د شاته پاتې والي سوب

 په خداي قسم ! تاسو د اور بد  سونګ  یئ تاسو غولوي خو تاسو د غولولو په چل نه پوهیږئ، ځمکې مو درنه پرله پسې تروړي خو پروا قدرې یې نه کوئ. دشمن ته ستاسو له غمه خوب نه ورځي خو تاسو هډو  د غفلت له خوبه راویښیږئ نه.  په خدای قسم ماته د هغه چا نصیب ده چې د یو بل ملګرتیا نه کوي.، په خدای قسم! که جنګ زور واخست او دوهلو وژلو اور تود شو د ابوطالب د زوي له خواوشا به  داسې  وتښتئ لکه سر چې له تنه جدا کیږي.په خدای قسم څوک چې دشمن پر ځان واکمن کړي چې  غوښه یې وخوري ، هډونه یې مات کړي او پوستکی یې وشوکوي، د داسې کس عاجزي او ناتواني  ډیره لویه اوزړه یې ډير وړوکی  او کمزوری وي.ته که غواړې داسې شه  خو په خدای قسم! زه  نه  په کرار نه کښینم، او مخکې  له دې چې دښمن   پر ما غالب شي د تیرې تورې داسې ګوزار به پرې وکړم چې د سر ریز مریز هډونه  یې خواره واره شي او لاسونه پښې یې جدا شي بیا نو چې د خدای څه رضا وي هغه به کیږي.

پر یو بل د امام او امت حقوق

 ای  خلکو زه پر تاسو او تاسو پر ما حقونه لرئ پر ما ستاسو حق دا دی چې له  خیر خواهۍ مو ډډه ونه کړم او  بیت المال مو په مینځ کې په انصاف وویشم او تاسو ته تعلیم درکړم چې ناپوهه پاتې نه شئ او  وموورزم چې  د  ژوند لارې چارې زده کړئ. خو پر تاسو زما حق دا دی چې  زما له بیعت سره وفاداره اوسئ او په پټه او ښکاره مې خیر خواه، کله مو چې وبلم ځواب راکړئ او کله  چې امر درکړم وې منئ.

۳۵ خطبه

ومن خطبة له (عليه السلام)
بعد التحكيم [وما بلغه من أمر الحكمين]
[وفيها حمد الله على بلائه، ثمّ بيان سبب البلوى]
[الحمد على البلاء]
الْحَمْدُ للهِ وَإنْ أَتَى الدَّهْرُ بِالْخَطْبِ الْفَادِحِ، وَالْحَدَثِ الْجَلِيلِ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلهَ إِلاّ اللهُ، لَيْسَ مَعَهُ إِلهٌ غَيْرُهُ، وَأَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ(صلى الله عليه وآله).
[سبب البلوى]
أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ مَعْصِيَةَ النَّاصِحِ الشَّفِيقِ الْعَالِمِ الُْمجَرِّبِ تُورِثُ الْحَسْرَةَ، وَتُعْقِبُ النَّدَامَةَ، وَقَدْ كُنْتُ أَمَرْتُكُمْ في هذِهِ الْحُكُومَةِ أَمْرِي، وَنَخَلْتُ لَكُمْ
مَخزُونَ رَأْيِي، لَوْ كَانَ يُطَاعُ لِقَصِير أَمْرٌ! فَأَبَيْتُمْ عَلَيَّ إِبَاءَ الُْمخَالِفِينَ الْجُفَاةِ، وَالمُنَابِذِينَ الْعُصَاةِ، حَتَّى ارْتَابَ النَّاصِحُ بِنُصْحِهِ، وَضَنَّ الزَّنْدُ بِقَدْحِه، فَكُنْتُ وَإِيَّاكُمْ كَمَا قَالَ أَخُو هَوَازِنَ:
أَمَرْتُكُمُ أَمْري بِمُنْعَرَجِ اللِّوَى * فَلَمْ تَسْتَبِينُوا النُّصْحَ إِلاَّ ضُحَى الْغَدِ

(د حکمیت  او د عمرو عاصو له دوکې ورو سته چې ابوموسی اشعري یې وغولاوه او په هغو شرطونو چې د حکمیت لپاره منل شوې وو عمل ونه شو، امام دا خطبه د هجرت په اته دیرشم کال ورکړه)

د حمد وثنا ضرورت

ثنا خدای لره ده! که څه هم زمانې  پریمانه سختۍ او لویې پیښې راوستلې.ګواهي ورکوم چې  بې له یوازیني خداي بل خدای نیشته، شریک نه لري او بې له هغه بل معبود نیشته.او محمد)ص( دخدای بنده او استازی دی.

دکوفیانو دماتې لاملونه

د خدای له حمد اوثنا وروسته؛ پوه شئ چې  د  پوه مهربان او تجربه کار نصحیت کوونکي  له امره نافرماني  د افسوس او لالهاندۍ او اخر د پښیمانۍ سبب کیږي. ما د حکمیت په هکله خپله رایه او نظر تاسو ته ووایه، او تاسو مې له خپل مخلصانه نظره خبر کړئ » کاش چې د سعد دزوي قصیر[4] خبره منل شوې وې» خو تاسو د ظالم مخالف او د نافرمانه تړون ماتوونکو په  شان  هغه ونه مانه تر دې چې نصیحت کوونکی  په نصحیت کولو کې په شک کې شو. او له پنده یې لاس واخسته. زما او ستاسو  قصه هماغه شان ده چې د بنو هوازن شاعر[5] ویلې دي:« په  منعرج ټاټوبي کې  مې ضروري  خبره درته وکړه  خو ومو نه منله او سبا مو د خپلې نافرمانۍ څپیړه وخوړه»

«حمزه بابا د سپیڅلو ویناوو په ۱۴۰ او ۱۴۱ مخونو ددغه خطبې په ترڅ کې  لیکي :»

زۀ وايم

زۀ د خپلو معلوماتو په بنا هيچرې د چا لحاظ نۀ شم کولے او په دې سلسله کښې زۀ په خپل عمر کښې له ډېر کړاو او تکليف سره مخامخ شوے يم، ان تردې چې د کفر د فتوو ښکار شوے يم او د وطن ملايانو زما د کلي د سېزلو هڅه هم کړېده. د حق په لار کښې بدنامي او تکليف زغمل عبادت دے، تاسو ته معلومه ده چې عمرو بن العاص مشهور صحابي ؤ لېکن عمل ته يې وګورئ چې د دنيا د خوشحالۍ لپاره يې له حق نه غاړه وغړوله، په خپله يې امير معاويه ته مخامخ د حضرت علي رضی الله عنه د فضيلت اقرار هم وکړ بيا هغه اويرولو او پوهه يې کړو چې خلق د علي په مقابله کښې تا ته هيڅ فوقيت درنکړي او زۀ به درسره ولې مرسته کوم؟ او چې اميرمعاويه ترې د مطلب تپوس وکړ نو  علي د مخالفت کولو په بدل کښې يې ترې د مصر حکومت وغوښت. او سره د دې زمونږ ځينې وروڼه اصحاب ټول عدول ګڼي. بيا واخله عبدالله بن عمر چې برناحقه يې يو نوے پارسي مسلمان قتل کړے ؤ او د هغۀ قصاص لا ورته پاتے ؤ چې حضرت علي (ع) خليفه شو نو د قصاص له ويرې نه معاويه ته وروتښتېدو. ښکاره خبره ده چې حضرت عثمان رضی الله عنه د پارسي مسلمان خون بها ادا کړې وه او ابن عمر د هغۀ په خلافت کښې بې غمه ؤ خو چې د حضرت علي عليه السلام خلافت راغلو نو پوهه شو چې په حق قائم علي (ع) به هيچرې د هغۀ رعايت ونکړي له دې نه صفا معلوميږي چې حضرت عثمان رضی الله عنه هم دهغۀ په مرسته ؤ او د عثمان (رض) شهادت چې د کومو الزامونو نتيجه وه معلوميږي داسې چې هغه ټول غلط نۀ وو، پاتې شو مغېره بن شعبه او زياد بن ابيه چې دا دواړه په اول کښې د حضرت علي عليه السلام ملګري وو او بيا له اميرمعاويه سره شامل شول، نو دا خو ښکاره خبره ده چې د دنيا محبت هغوي له حق نه وګرځول. خوپه دې دواړو کښې چې امير معاويه زياد بن ابيه په کومه طريقه ځان ته رااړولے ؤ، قصه داسې وه چې د زياد مور د ښۀ چلن ښځه نۀ وه او هر چا ته معلومه وه چې د هغې اخلاق څرنګه وو. زياد هم پوهېدو چې قصه هم داسې ده او د زياد د اصلي پلار علم هم چا ته نۀ ؤ نو امير معاويه له دې نه فائده واخېسته. هغۀ ته معلومه چې د زياد د مور د هغۀ له پلار ابو سفيان سره ناجائز تعلقات وو نو بس زياد يې راوبللو او هغۀ ته يې په قسم سره دا تسله ورکړه چې ته زما ورور يې، تۀ زياد بن ابيه نه بلکې زياد بن ابوسفيان يې . زياد په دې ډېر خوشحال شو او له امير معاويه سره يې د کمک ملا وتړله. پسته چې په کربلا او کوفه کښې هم د دې زياد زوے عبېدالله کوم رول ادا کړے دے هغه له چا نه پټ نۀ دے.

بايد چې لوستونکي لږ له پرې جنبې نه اوچت شي او فکر وکړي چې د رسول کريم صلی الله عليه و آله وسلم داسې اصحاب چې ډېر عمر يې له رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم سره يو ځاے تېر کړے ؤ، د دنيا محبت داسې په بلو بلو سر کړل نو له هغو نورو نه به خو هډو څه وايو نه کوم چې له اسلام فتوحاتو نه متاثر کېدو په وجه رسماً مسلمانان شوي وو. مونږ دا نۀ وايو چې ګوندې په حضرت علي عليه السلام اعتراض او نکته چيني نۀ شي کېدې. اخېر هغه هم انسان ؤ خو تر څو چې د دين او مذهب حدود دي مونږ په دعوې سره وايو چې په دې سلسله کښې د اميرالمومنين ذات له هرې کمزورۍ نه اوچت دے. هغوي هم د اميرمعاويه غوندې خلقو ته رشوتونه ورکولې نو هيچرې به ترې داسې معتبر مدبران تللي نه وې. زياد بن ابيه، مغيره بن شعبه چې په اول  کښې د اميرالمومنين ملګري وو ځکه ترې مخالف شول چې اميرالمومنين په سرو سپينو د هغوي تنده نۀ شوه ماتولې. بيا له ټولو نه لويه خبره دا ده چې د تحکيم په موقع حضرت علي عليه السلام خپلو ملګرو ته وائي چې زمونږ له خوا دې حکم عبدالله بن عباس يا اشتر نخعي مقرر شي، لېکن ملګري مخالفت کوي. د اطاعت امير چې کومه ډنډوره زمونږ ځينې وروڼه هر وخت وهي دې ته دې لږ فکر وکړي چې په هغه وخت کښې د مسلمانانو د اکثريت د اطاعت امير په حقله څه ذهنيت ؤ؟ صفا معلومه شوه چې اکثريت صرف مسلمانان وو مومن نۀ وو، او نۀ د اسلام په روح پوهېدلي وو. علامه اقبال مرحوم په خپلو خطباتو  کې ليکي چې: (( د تقدير دا موجوده مسئله بني اميو جوړه کړې ده چې د کربلا په واقعاتو پرده واچوي  او د امير معاويه د بغاوت په وجه چې هغوي ته کوم نعمتونه په ګوتو ورغلي دي چې له هغو نه له زياتې نه زياته فائده واخلي. ((

خو نن چې ګورې د مسلمانانو اکثريت بېخي د بني اميو مطابعت کوي د بني اميود رسمي مسلمانۍ روح تر اوسه د تناسخ په ډول په مسلمانانو کښې راروان دے. هغوي د اسلام مطالعه هم د بني اميو د ژوند په طرز کښې کوي. د اميرمعاويه او يزيد په حمايت کښې کتابونه ليکي. او څوک په دغو بني اميو اعتراض وکړي نو هغۀ ته رافضي او څه څه نۀ وائي، او بيا سره له دې دا چغې هم وهي چې مسلمانان بې اتفاقه دي. مسلمانانو اسلام ته شا ګرځولې ده، مسلمانان ملحدان او مرتدان شول.

زۀ به دې وروڼو ته ووايم چې ولې نو ستاسو اوس هم لا دا اميد شته چې مسلمانان به يو مرکز ته راغونډ شي؟ دا څه د هاتهي په غوږ کښې اودۀ يئ، د اسلام مرکزيت خو هلته لا تلے ؤ چې بني اميو د آل محمد (ص) د ختمولو لپاره قرم پورته کړے ؤ. بيا دې ته نۀ ګوري چې يوه اسلامي فرقه هم بله اسلامي فرقه مسلمانه نۀ ګڼي، اختلاف يې دې حد ته رسېدلے دےچې لرې کېدل يې هيڅ امکان نۀ لري نو بيا د مرکزيت مرکزيت نعرې وهل څه معني لري؟ او کوم وخت چې د يو روښانه خيال مسلمان دې اختلاف ته اوګوري نو چې مرتد او ملحد نۀ شي نو څه به کوي. يو غېر مسلم که چرته د اسلام په حقله تپوس وکړي نو هر مسلمان به ورته د خپلې فرقې اسلام وړاندې کړي او چې کوم وخت هغه مسلمان د اسلام په شلونو تعبيرونه واوري  نو هډو له اسلام نه په تورو پښو اوتښتي، دا د خداے عذاب دے چې د آل محمد د قتل کولو په وجه پرې نازل شوے دے او تر قيامته به مسلمانان مرکزيت پېدا نۀ کړي، د غلامۍ په عذاب به اخته وي تر څو چې يې حق ته غاړه نۀ وي اېښې.

۳۶خطبه

ومن خطبة له (عليه السلام)
في تخويف أَهل النهروان
فَأَنَا نَذِيرٌ لَكُمْ أَنْ تُصْبِحُوا صَرْعَى بِأَثْنَاءِ هذَا النَّهَرِ، وَبِأَهْضَامِ هذَا الْغَائِطِ، عَلَى غَيْرِ بَيِّنَة مِنْ رَبِّكُمْ، وَلاَ سُلْطَان مُبِين مَعَكُمْ، قَدْ طَوَّحَتْ بِكُمُ الدَّارُ، وَاحْتَبَلَكُمُ الْمِقْدَارُ، وَقَدْ كُنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ هذِهِ الْحُكُومَةِ فَأَبَيْتُمْ عَلَيَّ إِبَاءَ المخالفين، حَتَّى صَرَفْتُ رَأْيِي إِلَىْ هَوَاكُمْ، وَأَنْتُمْ مَعَاشِرُ أَخِفَّاءُ الْهَامِ، سُفَهَاءُ الاَْحْلاَمِ، وَلَمْ آتِ ـ لاَ أَبَا لَكُمْ ـ بُجْراً، وَلاَ أَرَدْتُ لَكُمْ ضُرّاً.

( د نهروان د خوارجو د نصحیت او خبرداري او هغوی  ته د غلطیو د وریادولو لپاره یې د هجرت  د اته دیرشم کال د صفرې په میاشته کې دا خطبه ورکړه)

د دښمن د لارښوونې هڅه

تاسو له دې ویروم چې داسې نه وي سهار راپاڅئ او مړي مو د نهروان [6]سیند په خواوشا او ټیټو هسکو  ځمکو  پراته وي. بې له دې چې له خپل ربه روښانه  دلیل  او پریکنده حجت ولرئ ، له کورنو بې کوره شوې او د قضا په دام کې ګیرې شوې یاستئ،ما تاسو له دغه حکمیته منع کړئ،  خو  تاسو سخت مخالفت  وکړ تر دې چې ستاسو خوښې ته  تسلیم شوم، نو تاسو ای کم عقله  او بې عقله کسانو، ای تړون ماتوونکو او  بې پلارانو، ما خو دا غمیزه نه ده رامینځته کړې او ما خو هیڅکله ستاسو زیان نه غوښته!

۳۷ خطبه

ومن كلام له (عليه السلام)
يجري مجرى الخطبة
[وفيه يذكر فضائله (عليه السلام) قاله بعد وقعة النهروان]
فَقُمْتُ بِالاَْمْرِ حِينَ فَشِلُوا، وَتَطَلَّعْتُ حِينَ تَعْتَعُوا، وَمَضَيْتُ بِنُورِ اللهِ حِينَ وَقَفُوا، وَكُنْتُ أَخْفَضَهُمْ صَوْتاً، وَأَعْلاَهُمْ فَوْتاً، فَطِرْتُ بِعِنَانِهَا، وَاسْتَبْدَدْتُ بِرِهَانِهَا، كَالْجَبَلِ لاَ تُحَرِّكُهُ الْقَوَاصِفُ، وَلاَ تُزِيلُهُ الْعَوَاصِفُ.
لَمْ يَكُنْ لاَِحَد فيَّ مَهْمَزٌ، وَلاَ لِقَائِل فيَّ مَغْمَزٌ، الذَّلِيلُ عِنْدِي عَزِيزٌ حَتَّى آخُذَ الْحَقَّ لَهُ، وَالْقَوِيُّ عِنْدِي ضَعِيفٌ حَتَّى آخُذَ الْحَقَّ مَنْهُ،

(د هجرت په اته دیرشم کال د نهروان د بلوا له غلې کولو وروسته يې دا خبرې په   کوفې کې وکړې چې یوې خطبې  ته ورته دي)

د امام علي ځانګړتیاوې

زه هغه وخت دد ین مرستې ته پاڅیدم  چې ټولو سست شول او وغړیدل،او کله چې ټول پټ شول زه په جار میدان ته راووتم، او هغه وخت چې ټولو چوپتیا غوره کړه ما خوله پرانسته، او کله چې ټول  تم شول زه دخدای  په رڼا  روان شوم، د خبرې او شعار په  موقع مې غږ تر ټولو ورو خو د  عمل په وخت تر ټولو مخکې وم،  د چارو واګې مې په لاس کې واخستې او تر ټولو مخکې مې الوت وکړ،  او په فضیلتونو کې کې تر سیالانو وړاندې شوم،  د هغه غر غوندې چې زولونه یې  نه شي خوځولی او توپانونه یې  له ځایه نه شي ړکولی  په ما کې چا عیب نه شو راوباسلی، او چغل خورو په ما کې نیمګړتیا نه شوه پیدا کولی،تر ټولو سپک  او ظلم ځپلې کسان زما په نزد عزتمن دي  تر دې چې حق یې له نورو واخلم او  پیاوړې ظالمان زما په نزد سپک او ناتوانه دي تر دې چې حق ورځنې واخلم.

رَضِينَا عَنِ اللهِ قَضَاءَهُ، وَسَلَّمْنَا له أَمْرَهُ.
أَتَرَاني أَكْذِبُ عَلَى رَسُولِ اللهِ(صلى الله عليه وآله)؟ وَاللهِ لاََنَا أَوَّلُ مَنْ صَدَّقَهُ فَلاَ أَكُونُ أَوَّلَ مَنْ كَذَبَ عَلَيْهِ. فَنَظَرْتُ في أَمْرِي، فَإِذَا طَاعَتِي قَدْ سَبَقَتْ بَيْعَتِي، وَإِذَا الميِثَاقُ في عُنُقِي لِغَيْرِي.

د چوپتیا  علت

د خدای په قضا او رضا راضی یم او د هغه امر ته تسلیم،تاسو انګیرئ چې زه به په رسول الله مبارک)ص( پورې دروغ وتړم؟ په خدای قسم ! زه لومړی کس وم چې هغه مې تصدیق کړ،  او هیڅکله به لومړی کس نه  شم چې په هغه حضرت دروغ وتړم، نو خپلې چارې ته ځیر شوم  ومې  لیدل چې   پر ما د رسول الله مبارک )ص( اطاعت  تر خپل بیعته مخکې واجب شوی دی  چې  له ما يې له نورو سره په  امن او کراري د اوسیدو اقرار اخستی دی.[7]

۳۸ خطبه

ومن خطبة له (عليه السلام)
[وفيها علة تسمية الشبهة شبهة، ثم بيان حال الناس فيها]
وَإِنَّمَا سُمِّيَتِ الشُّبْهَةُ شُبْهَةً لاَِنَّهَا تُشْبِهُ الْحَقَّ، فَأَمَّا أَوْلِيَاءُ اللهِ فَضِيَاؤُهُمْ فِيهَا الْيَقِينُ، وَدَلِيلُهُمْ سَمْتُ الْهُدَى، وَأَمَّا أَعْدَاءُ اللهِ فَدُعَاؤُهُمْ الضَّلالُ، وَدَلِيلُهُمُ الْعَمْى، فَمَا يَنْجُو مِنَ المَوْتِ مَنْ خَافَهُ، وَلا يُعْطَى الْبَقَاءَ مَنْ أَحَبَّهُ.

( د هجرت په  اوه دیرشم کال یې د صفین له جنګ او د حکمیت له پیښې وروسته د شبهې په تعریف کې وفرمایل)

د شبهې پیژندل

شبهې ته یې  ځکه شبهه ویلې ده چې  له حق سره شباهت او ورته والی لري، نو د خدای دوستان   دشبهاتو په وخت د خپل یقین په رڼا سره تګ کوي، او د  هغوی لارښود دخدای لاره ده.خو څوک  چې د خدای دښمنان دي نو په شبهو کې یې لمسوونکي ګمراهۍ دي  او لارښوونکي یې  ړوندوالی او   لالهاندي ده، څوک چې له مرګه وویریږي   خلاصی یې نیشته او  څوک چې له ژوند سره مینه کوي  تل به ژوندي نه وي.[8]

۳۹ خطبه

ومن خطبة له (عليه السلام)
[خطبها عند علمه بغزوة النعمان بن بشير صاحب معاوية لعين التمر]
[وفيها يبدي عذره، ويستنهض الناس لنصرته]
مُنِيتُ بِمَنْ لاَ يُطِيعُ إِذَا أَمَرْتُ وَلا يُجِيبُ إِذَا دَعَوْتُ، لاَ أَبَا لَكُمْ! مَا تَنْتَظِرُونَ بِنَصْرِكُمْ رَبَّكُمْ؟ أَمَا دِينٌ يَجْمَعُكُمْ، وَلاَ حَمِيَّةَ تُحْمِشُكُمْ؟! أَقُومُ فِيكُمْ مُسْتَصْرِخاً، وَأُنادِيكُمْ مُتَغَوِّثاً، فَلاَ تَسْمَعُونَ لي قَوْلاً، وَلاَ تُطِيعُون لِي أَمْراً، حَتَّى تَكَشَّفَ الاُْمُورُ عَنْ عَوَاقِبِ الْمَساءَةِ، فَمَا يُدْرَكُ بِكُمْ ثَارٌ، وَلاَ يُبْلَغُ بِكُمْ مَرَامٌ، دَعَوْتُكُمْ إِلَى نَصْرِ إِخْوَانِكُمْ فَجَرْجَرْتُمْ جَرْجَرَةَ الْجَمَلِ الاَْسَرِّ، وَتَثَاقَلْتُمْ تَثَاقُلَ الْنِّضْوِ الاَْدْبَرِ، ثُمَّ خَرَجَ إِلَيَّ مِنْكُمْ جُنَيْدٌ مُتَذَائِبٌ ضَعِيفٌ (كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنْظُرُونَ).
قوله (عليه السلام): «مُتَذَائِبٌ» أي: مضطرب، من قولهم: تذاءبت الريح أي: اضطرب هبوبها، ومنه سمّي الذئب، لاضطراب مشيته.

(د فرات په لویدیځه غاړه کې  د عین التمر[9] په سیمه د معاویه د یو کوماندان نعمان بن بشیر له یرغل او دکوفیانو له کوتاهۍ وروسته یې د هجرت په نه دیرشم کال وفرمایل:)

د کوفیانو ملامتول

 په داسې کسانو اوړیدلی یم چې امر ورکوم نه یې مني او چې بلم یې نه راځي، ای   بې پلاره )بې  اصله( خلکو! د خپل پالونکي د مرستې لپاره  د څه په تمه یئ؟ ستاسو دین نیشته چې راغونډ مو کړي او غیرت نه لرئ چې  غوسه مو  کړي؟

د کوفیانو دماتې لاملونه

 په تاسو کې ولاړ یم  چغې وهم ، او په فریاد له تاسو  مرسته غواړم خو خبرې ته مې غوږ نه ږدئ او  امر مې نه منئ. تر دې  چې بدې پایلې ښکاره شوې ، نه خو سړی  په  تاسو  د  وینې غچ اخستی شي  او نه مقصد ته رسیدی شي. تاسو د خپلو وروڼو مرستې ته بولم خو تاسو دهغه اوښ په شان چې دنوم په غوټه یې درد وي  ژړا انګولا پیل کړه او دهغه  اوښ په شان چې  ملا یې ژوبل وي ړک نه وهئ، یواز ې ګوته په شمیر کسان ماته راغلل چې هغه هم ناتوان او پریشانه ول،« ته وا څوک یې مرګ ته راکاږي او مرګ په خپلو سترګو ویني»

( سید رضي وایی:متذائب یعنې مضطرب او پریشانه لکه چې وایي:« تذاء بت  الریح» یعنې  ډول ډول او مضطرب بادونه راوالوتل، او لیوه ته هم «ذئب» وايي ځکه چې په تګ کې اضطراب لري)

۴۰خطبه

ومن كلام له (عليه السلام)
في الخوارج لما سمع(عليه السلام) قولهم: «لا حكم إلاّ لله»
قال(عليه السلام): كَلِمَةُ حَقٍّ يُرَادُ بِهَا بَاطِلٌ! نَعَمْ إِنَّهُ لا حُكْمَ إِلاَّ للهِ، ولكِنَّ هؤُلاَءِ يَقُولُونَ:
لاَ إِمْرَةَ، فَإِنَّهُ لاَبُدَّ لِلنَّاسِ مِنْ أَمِير بَرّ أَوْ فَاجِر، يَعْمَلُ فِي إِمْرَتِهِ الْمُؤْمِنُ، وَيَسْتَمْتِعُ فِيهَا الْكَافِرُ، وَيُبَلِّغُ اللهُ فِيهَا الاَْجَلَ، وَيُجْمَعُ بِهِ الْفَيءُ، وَيُقَاتَلُ بِهِ الْعَدُوُّ، وَتَأْمَنُ بِهِ السُّبُلُ، وَيُؤْخَذُ بِهِ لِلضَّعِيفِ مِنَ الْقَوِيِّ، حَتَّى يَسْتَرِيحَ بَرٌّ، وَيُسْتَرَاحَ مِنْ فَاجِر.
وفي رواية أُخرى أنّه(عليه السلام) لمّا سمع تحكيمهم قال: حُكْمَ اللهِ أَنْتَظِرُ فِيكُمْ.
وقال: أَمَّا الاِْمْرَةُ الْبَرَّةُ فَيَعْمَلُ فيها التَّقِيُّ، وَأَمَّا الاِْمْرَةُ الْفَاجرَةُ فَيَتَمَتَّعُ فِيهَا الشَّقِيُّ، إلى أَنْ تَنْقَطِعَ مُدَّتُهُ، وَتُدْرِكَهُ مَنِيَّتُهُ.

(د  هجرت په  اته دیرشم کال یې کله چې د خوارجو د «لا حکم الا الله» شعار واوریده نو د کوفې په جومات کې یې وفرمایل)

د حکومت ضرورت

(د هغوی دا خبره(حق ده خو اراده ترې د باطل شوېده! هو د دوي دا خبره سمه ده چې حکم یوازې خدای لره د ی، خو دوي وایي چې  حکومت کول هم بې له خدایه د بل چا حق نه دی، حال دا چې خلک نیک یا بد چارواک ته اړتیا لري، چې مومنان د حکومت په سیوري کې  خپل کارونه وکړي اوکافران هم  خپله برخه ومومي، او خلک د حکومت په سوري کې ژوند وکړي، حکومت بیت المال راغونډوي او د  حکومت په وسیله  له دښمنانو سره مقابله کیدی شي. هم د حکومت په سیوري کې  د لارو امنیت ټینګیږي او  له   زورورو د کمزورو حق اخستل کيږي ، نیکان  په هوساینه او کرار کې او د بد چارو له لاسه په امان وي.«په یو بل روایت کې راغلې دي کله یې چې د حکمیت په هکله د هغوی خبره واوریده نو وې فرمایل:» ستاسو په هکله دخدای حکم ته سترګې په لاره یم،«او همداراز یې وفرمایل» د نیکانو او پاکانو په حکومت کې  پرهیزګار خپل ښه عمل کوي )او قدر یې وي( خو د بدانو په حکومت  کې  ناپاکه او بد چاري  خلک مزې کوي تر دې چې  مرګ یې راورسیږي.


[1]عبدالله ابن عباس  ابن عبدالمطلب
[2] زبیر بن عوام د  امام علی د ترور زوی و ځکه چې مور یې صفیه د امام علی ترور(عمه) وه او د امان نسبی خپل کیده.
[3] ذی قار  د  کوفې او واسط په مینځ کې  بصرې ښار ته نزدې  یو ځای دي چیرته چې  له ایران سره د مسلمانانو جنګ هم شوی و ابن عباس وایی: پینځلس ورځې په دغه سیمه کې پاتې شو او  امام مونږ ته خبر راکړ چې  له کوفې ۶۵۶۰ کسان زمونږ مرستې ته راروان دي  کله چې  د کوفې لښکر راورسیده  هغوي مو وشمیرل،  همدومره وو ، بې اختیاره مې له خولې ووتل:الله اکبر،صدق الله و رسوله،« شرح ابن  ابی الحدید ۲ ټوک  ۱۸۷ مخ»
[4] تاریخ طبري لیکي چې  دا یو متل دی  په خوا زمانه کې د جذیمه یو مخصوص سلاکار و چې د سعید زوی قصیر نومیده او جذیمه یې د  جزیرې له ملکې سره له واده منع کړ خو هغه ونه منله او واده یې وکړ او هغه ښځې چې زباء نومیدله وواژه، له دې وروسته قصیر وویل چې کاشکې زما خبره یې اوریدلې وې.
[5] دا شعر د « درید بن صمه » دی  چې له خپل یو ورور سره یو ځای یې له بنی جسم او بین نضر قبایلو سره جنګ وکړ او ډیرې ولجې یې لاسته راوړې، له دې وروسته  درید ورور غوښتل چې دغلته یوه شپه تیره کړي خو درید ورته وویل چې دا ځای چې سختې درې او غرونه لري خطرناک ځای دی او دلته شبه تیرول نه دي پکار ځکه چې غطفان قبیله په مونږ پسې ده او غواړي چې ومو وزني خو ورور یې ونه منله او هلته پاتې شول  تر دې چې د غطفان لښکریانو بریدو وکړ او د درید ورور ووژل شو، درید چې سخت ژوبل و  دا شعر یې له ځان سره ووایه. نو اوس چې په هر ځای کې انسان یو فرصت او موقع  له لاسه ورکړي نو دا شعر ویل کیږي.
[6] نهروان د کوفې په خوا کې د یو سیند  غاړې  ته  پروت یو کلی دی چې د کوفې او بغداد په مینځ کې « حروراء» دښتې په څنګې پروت دی  له همدې امله خوارجو ته « حروریه»هم وایي، د هغوی مشر حرقوص بن زهیر و چې په « ذوالثدیه» مشهور شو.
[7]  مطلب دا چې رسول الله مبارک (ص)  وفرمایل چې که  د حکومت په معامله کې خبره جنګ او جدل او  وینه بهیدلو ته ورسیدله نو  چوپتیا غوره کړه او نرمۍ ته مخه کړه او هم ځکه ما د  ابوبکر او عمر بیعت و کړ او چوپتیا مې غوره کړله.
[8] هغو کسانو ته اشاره ده چې  له حالاتو بې پروا شول او په ارام او هوسا ژوند پسې  لاړل لکه سعد وقاص چې  د فتنو له پیل کیدو وروسته په کور کې کښیناسته.
[9]  په دغه سیمه کې  مالک بن کعب د امام علي (ع) کوماندان و  او سل عسکر یې لرل د معاویه د لښکر مشر نعمان و چې دوه زره عسکر یې لرل، امیرالمومنین (ع)  له همدې امله د کوفې خلک  د هغه ملګرتیا ته وبلل خو هغوی لټي وکړه او امام خبر داری ورکړ او وې غندل