يوڅلويښتمه خطبه

د صفين له جنګه وروسته  يې د هجرت په اوه ديرشم کال  په کوفې کې وفرمايل

د چل  او دوکې بنديز

اي خلکو! وفا د رښتاوو ملګرې ده، چې تر دې پياوړې ډال مې نه دي ليدلي څوک چې قيامت ته  له خپلې ستنيدا خبر وي  خيانت  او  چل ول نه کوي. خو نن مونږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې ډير خلک پکې چل ول او دوکه ،هوښياري ګڼي، او جاهل کسان هغوي ته  هوښياران او با تدبيره وايي، دوي څنګه فکر کوي؟ خداي دې دوي مړه کړي!هوښيار سړي  له ټولو راتلونکو پيښو خبر وي  او د مکر او  چل ول  ښه چل ورځي خو ځکه  يې نه کوي چې خداي دا کار منع کړي دي، او سره له دې چې  مکر او دوکه کولي شي خو  بيا يې هم   پريږدي   خو کوم کس چې دخداي د معصيت او ګناه  او  د دين مخالفت  پروا نه لري  نو   له لاسته راغليو موقعو د چل او دوکې لپاره اخلي.[1]

«حمزه بابا  د سپيڅلو ويناوو په ۱۵۳ او ۱۵۴ مخونو د دغه خطبې  په ترڅ کې فرمايي:»

زۀ وايم

اهل سنت والجماعت حضرت علي عليه السلام هم په خلفائے راشدينو کښې شامل ګڼي  او د هغوي دا عقيده ده چې دا څلور واړه د رسول کريم صلي الله عليه و آله وسلم تائبان دي. د هغوي مخالفت د رسول مخالفت دے لکه چې ډېرو خلقو حضرت ابوبکر ته زکات نۀ ورکولو خو نۀ ورکول د اکثرو مسلمانانو د غلط فهمۍ په وجه وو، د هغوي دا عقيده نۀ وه چې د زکات مالونه خليفه ته ورکولې شي، بلکې د هغوي دا خيال ؤ چې د قران حکم سره سم دې صدقات خپلو خپلوانو ، مسافران، مسکينانو او نورو محتاجانو ته ورکولې شي، خو بيا هم چې کوم د زکات مانعان د نۀ ورکولو په سلسله کښې قتل شول د هغوي مرګ د جهالت مرګ ګڼلے کيږي. دغه شان د حضرت عمر رضي الله عنه او حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کښې هم مسلمانانو هغوي د رسول صلي الله عليه و آله وسلم نائبان ګڼل او د هغو مخالفت يې د رسول الله صلي الله عليه و آله وسلم مخالفت ګڼلو خو چې په کوم وخت د معاويه، عمرو بن العاص او د داسې نورو کسانو په حقله خبره راشي نو زمونږ ځينې صاحبان وائي چې نه ، نه په دې کښې به خبرې نۀ کوو.

معاويه د حضرت يار ؤ

د حضرت يار کبار ؤ

دې کاتب ؤ د قران

 دين په دۀ ؤ ښۀ روښان

(رشيدالبيان)

بيا چې خبره زياته شي نو ووائي: د معاويه صاحب دا خيال ؤ چې حضرت علي عليه السلام د حضرت عثمان رضي الله عنه په قتل کښې شامل ؤ. داسې ښکاره خو نۀ وائي چې مونږ دا وايو چې حضرت علي عليه السلام د حضرت عثمان رضي الله عنه په قتل کښې شريک ؤ، خو عقيده يې همدغه وي او حضرت علي رضي الله عنه له خلفائے راشدينو نه هم نۀ شي وېستے، خو هر کله چې د اطاعت امير مسئله راشي او څوک ووائي چې: (( الائمه من القريش )) حديث دے او د دې حديث په روي سره غېر قرېش امير نۀ شي کېدې او خال دا چې له بني اميه او بني هاشم نه پس ځنې غېرو قريشو ته حکومت راغے نو تاسو ولې د هغۀ اطاعت واجب ګڼئ نو ځواب يې دا وي چې رسول الله صلي الله عليه و آله وسلم دا هم فرمايلي دي کنه چې که په تاسو کښې يو حبشي غلام هم حاکم شي د هغۀ اطاعت کوئ، خو افسوس دے چې د يو حبشي غلام اطاعت خو واجب ګڼي لېکن معاويه له دې نه مستثني ګڼي، ګويا د هغوي په نزد حضرت علي عليه السلام د يو حبشي غلام په مقابله کښې هم د اطاعت قابل نۀ ؤ.

هم دغو غلطو او بې ځايه عقائدو کوم چې د بني اميو چې د مصلحت لپاره مسلمانان شوي وو له خوا خوارۀ شوي وو مسلمانان يې له اسلام نه دومره لرې ووېستل چې تر قيامته به هم رانزدې نۀ شي. نن مسلمانان د مرکزيت مرکزيت چغې وهي. هره فرقه د اسلام تعبير د خپلې عقيدې په روي کوي، هره قره بلې فرقې ته نامسلمانه وائي، خداے خو ورته مسلمان او مومن نوم غوره کړے ؤ خو هغوي دا نومونه خوښ نۀ کړل، شيعه، سني ، اهل حديث، معتزله او خداے زده چې څه څه شول. هيڅ شک نشته چې دا ټول د اسلامي مرکزيت په حق کښې دي خو هره فرقه د خپل اعتقاد د لاندې مرکزيت غواړي. د مرض احساس خو ټولو سره شته خونشخيص يو هم نۀ شي کولې، ترڅو چې پوره تشخيص ونۀ شي د مرض مغلوب کول هيڅ امکان نۀ لري. په دوي کښې يو حکيم داسې حکيم نشته چې د مرض ابتدائي ماده معلومه کړي او په دې ځان پوهه کړي چې د مرض ابتداء له کومې مادې نه شوې ده او له دې تشخيص نه پس د هغې فاسدې مادې علاج وکړي له کومې نه چې دا موذي مرض پېدا شوے دے چې مسلمان ملت يې عملاً د ګور غاړې ته رسولے دے. زما په خيال خو د مرض ابتداء له دې نه شوې ده چې د رسول کريم (ص) دا رضا وه چې خلافت د هغوي په کورنۍ کښې پاتې شي خو خلقو د رسول الله (ص) مرضۍ ته اهميت ورنکړ او په خپله خوښه يې د حکومت بنيادونه کېښودل او امر بينهم شورا دې په دليل کښې وړاندې کوي حالانکه دا د تاليف قلوب  لپاره ؤ. او که چرې د دې حکم په مقابله کښې دې حکم چې الائمه من القريش ( دا جمله هم داسې ده خو غلط ده) کوم چې ورته په سقيفه بنو ساعده کښې حضرت ابوبکر (رض) او حضرت عمر (رض) وړاندې کړے ؤ د سعد بن عباده خلافت مات کړے نۀ وې او نۀ به يې د حضرت ابوبکر (رض) نه بيعت کړے وې. انصارو امر بينهم شوراي په دليل کښې وړاندې کولے شو او د خپل اکثريت په زور کښې خپل خلافت قائمولے شو خو چې هغوي د رسول د حديث په مقابله کښې خپله شوري ترکه کړه ، د رسول حکم له هرې شوري نه اولي دے بيا په قرېشو کښې هم د رسول خاندان زيات حق لرلو چې خلافت هغوي ته وړاندې کړے شوے وې خو چې هغوي خبرېدل نو هډو کار ختم شوے ؤ.  اوس که زمونږ وروڼه د دې لپاره ډېر دلائل جوړ کړي خو دا هيچرې نۀ شي ثابتولې چې حضرت علي په دې خفه نۀ ؤ او د هر خلافت په موقع يې د خپل حق يادګيرنه نۀ وي کړې

دوه څلويښتمه خطبه

دهجرت په شپږ ديرشم کال  د رجب په دولسمه د جمل جنګ له ختميدو وروسته کله چې امام کوفې ته ننوته خلک يې هر کلي ته راغلل، امام جامع جومات ته ننوت  دوه رکعته لمونځ يې وکړ او اوږده خطبه يې ورکړه چې  ځينې  برخې يې دا دي

اوږدې هيلې او نفساني خواهشات

اي خلکو! زه ستاسو لپاره په دوو څيزونو ډير  ويريږم ، يو د نفس منل او بل اوږدې اوږدې هيلې، نو د نفساني خواهشاتو پيروي انسان  له حقه غړوي، او اوږده ارمانونه ورځنې قيامت هيروي، خبر اوسئ!دنيا  په تيزۍ سره مخ اړولي او اوس دهغه په  اړولي لوښي کې بې له خيري بل څه نه دي پاتې،خبر اوسئ چې  اخرت  رانزدې شوي دي، دنيا او اخرت دواړه خپل خپل بچي لري نو پام چې د اخرت  بچي شئ ،نه  د دنيا،  ځکه چې هر بچي د قيامت په ورځ له خپلې مور او پلار سره يو ځاي کيږي. نن د عمل  ورځ ده نه د حساب او سبا به  دحساب ورځ وي نه د عمل.

سيد رضي وايي: د حذاء  مطلب دي، په بيړه، او د جذاء مطلب دي له نيک او بده  جدا شوي ، ځينو دا کلمه راوړې ده

«حمزه بابا  د سپيڅلو ويناوو په ۱۵۵ او ۱۵۶ مخونو  کې دغه خطبې په ترڅ کې ليکي»

زۀ وايم

په دې خطبه کښې چې اميرالمومنين د کومو لوړو ادبي حقائقو اظهار کړے دے مونږ يې د نن د ترقي يافته ذهن لپاره هم د رڼا مشعل ګلے شو. د نفس د خواهش په حقله فرمائي: چې څوک د نفس په لمسه ژوند تېروي هغه له حق نه پاتې راځي او چې بې ځايه اميدونه کوي اخېرت يې هېر شي. دا هغه نفسياتي نکتې دي چې په دې ترقي يافته دور کښې هم د نفسياتو پوهان د دې په رڼا کښې نوې لارې جوړوي، او انسان ته د کامياب ژوند مشعل بلولے شوي. ښکاره خبره ده چې نفس همېشه د حېواني هواهش د پوره کولو نغوته کوي. حېوانيت د انساني نفس بنيادي وصف دے اوهم دغه څيز دے چې انسانيت سترګې غړولوته نۀ پرېږدي. هم دې ته قران حکيم ((إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ )) وائي او هم د دې د مغلوب کولو لپاره يې د ((وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى )) فرمان رالېږلے دے. څومره چې يو انسان د نفس له غلبې نه خلاص وي هومره به د هغه انسانيت اوچت او ذهن روښانه وي. دا ځکه چې کوم علوم لوے خداے د انسان لپاره متعين کړي دي هغه په حېواني غلبه کښې انساني ذهن ته نۀ شي نۀ شي راتلې. ځکه چې په ذهن د حېوانيت د غلبې ګرد پروت وي او تر څو چې حېواني ګرد لرې نۀ شي نۀ خو انسان حقيقي او مثبت علوم حاصلولے شي او نۀ په نړۍ کښې د امن او امان رڼا پېدا کېدې شي.

دويم کوم نفسياتي حقيقت چې اميرالمومنين بيان کړے دے هغه طول رمل او بې ځايه لوے لوے اميدونه دي. د دې ډول اميدونه د اماره نفس دام دے چې انسان او بيا په تېره د روښانه ذهن انسان داسې د دنيا په حصول کښې مشغول کړي چې د خپل راتلونکي مستقبل نه يې غافل کړي ځکه چې د داسې انسان رجحان اکثره د حق طرف ته وي او که نفس يې داسې مشغول نۀ کړي نو کېدې شي چې هغه د انسانيت په مرسته د اماره نفس مرړۍ خفه کړي او حېوانيت د خپلې ازادۍ نه لاس ووينځي. تاسو به ځينې د کېميا شوقين ليدلي وي چې په خيال کښې د سرو زرو انبارونه جوړوي او بيا د خپل عمارت او بډائۍ خوبونه ويني او تردې چې اخير وخت يې راشي او هغوي ناکام او نامراد ګورته لاړ شي. همدغه شان نور داسې رنګين رنګين اميدونه د انسان قيمتي وخت ضائع کړي او انسان ټول عمر د حېوانيت په لمسه د انسانيت له رڼا نه ړوند پاتے شي. خو که څوک د اميرالمومنين په دې هداياتو عمل وکړي نو هيڅ شک نشته چې نۀ يواځې له هغۀ نه يو فعال اوکامياب انسان جوړېدې شي بلکې دهغۀ له کبله به نور هم دانسانيت معراج حاصل کړي

درې څلويښتمه خطبه

 د هجرت په  شپږ ديرشم کال هغه وخت چې معاويه ته يې خپل استازي جرير[2]) بن عبدالله( ليږلي و او معاويه صفا ځواب نه ورکاوه نو د امام ځينو ملګرو وويل چې د جنګ تياري وکړئ چې روان شو امام وفرمايل:)

له دښمن سره په چلن کې  واقع بيني

په دغو حالاتو کې چې جرير مې   د خپل استازي په توګه شاميانو ته ليږلي دي که د جنګ تياري وکړم دا به په شاميانو د سولې د لارې بندول او د خير له لارې دهغوي غړول وي  البته که هغوي دخير لاره غوره کړي ما په شام کې د جرير لپاره خاص وخت ټاکلي دي چې که تر هغې وځنډيږي يې به يې غولولي وي يا به زما له اطاعته وتلي وي. زما خيال دا دي چې صبر وکړو او  له هغوي سره نرمي وکړو که څه هم  د جنګ لپاره د تيارۍ مخالف هم نه يم.

له شاميانو سره جهاد

 ما   له معاويه سره  په جنګيدو ښه  غور کړي او  دهغې  پټ او ښکاره اړخونه مې سنجولې دي  نو بله لاره راته نه ښکاري بې له دې چې يا جنګ وکړم يا  په  هغه څه کافر شم چې حضرت محمد)ص( راوړې دي. ځکه چې له د ې مخکې داسې کس په  خلکو حکومت کاوه چې کارونه يې د ځينو پيښو سبب شول او  ډيرې ګډو وډۍاو بدعتونه   يې رامينځته کړل ،  نو خلکو اعتراض وکړ او  هغه يې بدل کړ.[3]

«حمزه بابا د دغه خطبې په ترڅ کې د سپيڅلو ويناوو په ۱۵۸ مخ ليکي:»

زۀ وايم

کوم مسلمانان چې اسلام يوازې د ملکې فتوحاتو نوم ګڼي د هغوي په خيال او هم حضرت علي عليه السلام د عثمان رضي الله عنه په قتل کښې شامل ؤ، دا ځکه چې د حضرت علي عليه السلام په وخت کښې د کورنو جنګونو په وجه ملکي فتوحات اونۀ شول، د غنيمت مالونه رانغلل ، ونيځې غلامان په ګوتو رانغلل، د نورو دوو خلافتونو غوندې مسلمانان له عېش او دولت نه پاتې شول.

افسوس دے چې مسلمانان کثريت اوس هم اسلام صرف د عسکري غلبې او حکومت نوم ګڼي . او عنايت الله خان مشرقي خو تردې پورې وائي چې: (( وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ )) خو په دې کښې مومنيت اول شرط دے. اسلام له هر څه نه اګاهو د مومنيت قائمولو مطالبه کوي او چې دا وشي غلبه په خپله پېدا کيږي. مسلمان ته دا حکم هيچرې خداے نۀ دے ورکړے چې تاسو جارحانه جنګونه کوئ او د خلقو ازادي سلب کوئ بلکې د دفاعي جنګ اجازه ورکوي او هغه هم له حد نه زياته نه. يعنې له دفاع کولو نه پس دې جارحيت نۀ کوي. د خلافت په وړومبي دور کښې له دفاعي نه علاوه ډېر جارحانه جنګونه هم شوي دي او هغو نتيجه دا شوه چې عامل مسلمانان د غنيمت په مالونو او وينځو غلامانو داسې مشغول شول چې د مومنيت تکميل يې اونۀ شو. د ايمان حال دا شو چې هغوي اسلام صرف د فتوحاتو نوم وګڼلو او د دې په نتيجه کښې يو داسې وخت هم راغے چې د هغوي حکومت ختم شو ځکه چې اوس د مومنيت د نيشت په وجه خداے د أَنتُمُ الأَعْلَوْنَ وعده نۀ پوره کوله.

لوستونکي دې فکر وکړي چې حضرت علي عليه السلام په داسې وخت کښې څه کړي وې. او ولې به يې کول چې هغو دا صفا صفا ليدل چې د هغوي په مخکښې اوس هغه بني ادم دے څرنګه چې د ارسالت په ابتداء کښې د رسول کريم صلي الله عليه و آله وسلم په مخکښې ؤ، ګنې حضرت علي عليه السلام به هم د معاويه غوندې خلقو ته رشوتونه  ورکولې او هر شان چې کېدې شوې خپل حکومت به يې قائم کړے ؤ. خو افسوس دے چې دا خيال نۀ يواځې غلط بلکې ګمراه کوونکے هم دے. اسلام هيچرې دنياوي غلبه خپل بنيادي اصول نۀ دے ګڼلے او تر څو چې مسلمانانو د دې اهمې نکتې لحاظ نۀ وي ساتلے نو نۀ خو به په هغوي کښې ترقيامته يو مرکز جوړ نۀ شي او نۀ به هغوي غلبه پېدا کړي. په دې خطبه کښې چې حضرت علي عليه السلام د حضرت عثمان رضي الله عنه ځينې نورو کارونو ته اشاره کړې ده صفا ښکاره ده چې هغه کارونه د اسلام له روح سره سم نۀ وو. او له هم هغه وخت نه د مسلمانانو په مرکزيت او غلبه کښې ړچ پېدا شو. او بيا چې معاويه شهنشاهيت قائم کړو نو بيا خو هډو د اسلامي حکومت سوال نۀ شو پېدا کېدې.

څلور څلويښتمه خطبه

(د هجرت په اته ديرشم کال د مصقله بن هبيره په نامه د  امام يو ګورنر د بني  ناجيه   اسيران د لښکر له کوماندانه واخستل او ازاد يې کړل خو کله يې چې له هغه  پيسې وغوښتې  نو ور يې نه کړې  د معاويه لور ته وتښتيده)

د مصقله په تيښته  خواشيني

خداي دې د مصقله  مخ تور کړي، د لويانو کار يې  وکړ خو دمريانو په شان وتښتيده، لا ستايونکو د هغه د ستاينې لپاره خولې نه وې پرانستې چې غلې يې کړل ، لا دهغه د ستايونکي خبره سر ته نه  وه رسيدلې چې  وې رټه، خو که  په نره ولاړ وئ نو څومره )پيسې( يې چې لرلې له هغه به مې منلې وې او دومره انتظار به مې کړي و چې هغه شتمن شوي وې.

پنځه څلويښتمه خطبه

(په کوفې کې د وړوکي اختر په ورځ د يوې ورکړې خطبې ځينې برخې)

د خداي شکر پکار دي

 ستاينه له هغه خداي سره ښايي چې څوک يې له رحمته نه نهيلي کيږي او څوک يې له نعمته  نه ايستل کيږي، له بخښنې يې  څوک نه نااميده کيږي او  له عبادته يې سرغړونه نه ده پکار، هغه خداي چې  رحمت يې نه غوڅيږي او  لورينې يې نه  ختميږي.

پام چې دنيافاني ده

 دنيا د ارمانونو  او د  فنا کيدو کور دي، او کوچ ترې  حتمي دي، دنيا خوږه ، ښيرازه او شنه ده چې غوښتونکي ته په بيړه ورځي او  ليدونکي  غولوي، نو هڅه وکړئ چې په  ښې توښې تر وکوچيږئ او  تر خپلې اړتيا  زيات ترې مه غواړئ او تر توښې    زيات ترې مه غواړئ.

شپږ څلويښتمه خطبه

(دهجرت په اوه ديرشم کال   شام ته د سفر د پيلولو په وخت يې کله چې په رکاب کې  پښه کيښودله دا دعا يې وکړه)

د سفر دعا

اي خدايه تا ته پناه وړم د سفر له سختيو،د ستنيدو له غمونو او په مال ، کورنۍ او بچيانو کې د بدو نظارو له ليدلو،اي پالونکيه! هم ته په سفر کې زمونږ مل او  زمونږ د کورنۍ ساتونکي يې  او دا دواړه کاره  په يو وخت بې له  تا هيڅوک نه شي کولي  ځکه څوک چې د کورنۍ   ساتونکي شي هغه  د سفر ملګري نه شي کيدي او څوک  چې د سفر ملګري شي هغه د کورنۍ ساتندويي نه شي جوړيدي.

(لومړي څو جملې د  رسول الله مبارک(ص) دي  چې  امام علي په خپلو جملو سره پاي  ته رسولې دي)

اووه څلويښتمه خطبه

د کوفې په هکله

اي کوفې تا وينم چې  ګواکې  د  عکاظ[4] د بازار  د څرمنو په شان راکښل کيږې، د پيښو  تر پښو لاندې  چخڼي کيږې او  ډول ډول غميزې  درسپريږي، زه ښه پوهيږم چې  هيڅ ظالم به ستاسو په لور بده اراده ونه کړي مګر دا چې  خداي  به يې به بلا اخته کړي  يا به پرې قاتل واکمن کړي.

اتۀ څلويښتمه خطبه

شام ته د جنګ لپاره د حرکت په وخت يې د کوفې په نخيلې کې د هجرت په اوه ديرشم کال د شوال په پينځه ويشتمه نيټه دا خطبه ورکړه

پوځي چمتووالي

ستاينه  له خداي سره ښايي هر کله چې شپه راورسيږي او د تيارې پرده خپره شي.او ستاينه له خداي سره ښايي کله چې يو ستوري راوخيږي او ولويږي. ستاينه له  خداي سره ښايي چې لورينې يې پاي نه لري او ښندنې يې جبرانيدي نه شي.

د خداي له ثنا وروسته  د لښکر مخ کښانو مې مخکې ليږلې دي او امر مې کړي چې د فرات په خوا کې تم شي تر دې چې زما حکم ورورسي.ځکه چې اراده لرم له فراته واوړم او ستاسو هغووروڼو ته ورسيږم چې د دجلې په خوا وشا کې پراته دي او هغوي له تاسو سره يو ځاي او چمتو کړم او ورځنې ستاسو د پياوړتيا لپاره مرسته وغواړم.

(سيد رضي وايي: له ملطاطه مراد هغه ځاي دي چې  امام د تم کيدو امر وکړ يعنې د فرات په څنډه کې ځکه چې د درياب يا فرات غاړې  ته ملطاط هم وايي او امام د نطفې له کلمې د فرات اوبه ا راده کړې دي چې دا هم يوه حيرانوونکې  خبره ده.)

نهه څلويښتمه خطبه

 ثنا هغه خداي لره ده چې له پټو رازونو او چارو خبر دي. او په درسته هستۍ کې ښکاره نښې د هغه په وجود شاهدي ورکوي.هيڅکله د ليدونکو سترګو  ته نه ظاهريږي،  نه يې هغه سترګې چې نه يې دي ليدلي انکار کولي شي او نه  يې هغه زړه چې پيژندلي دي درک کولي شي. په لوړوالي او اوچتوالي کې تر ټولو مخکې دي  نو هيڅ شي تر هغه لوړ نيشته. او مخلوقاتو ته دومره نزدې دي چې تر هغه زيات نزدې څوک نه شي کيدي. خو د هغه لوړتيا  هغه له مخلوقاتو ليرې کړي نه دي او  د هغه نزديکت هغه  له نورو څيزونو سره برابر کړي  نه دي. عقلونه يې  دخپل ذات  له حقيقته نه دي خبر کړې خو خپل لازم  معرفت او پيژندنه يې هم نه ده  پټه کړې.

نو هغه دي چې د هستۍ ټولې نښې يې په وجود ګواهي ورکوي او  د منکرانو زړونه د هغه  د وجود په اقرار  مجبوروي. هغه خداي چې د شباهت ورکوونکو تر خبرو سپيڅلي او  دمنکرانو تر خيالاتو لوړ دي.

پنځوسمه خطبه

د هجرت په  اته ديرشم کال د صفين او حکميت د مسلې له ختميدو وروسته يې دا خطبه به کوفې کې ورکړه

د فتنو د پيدا کيدو لاملونه

بې شکه چې فتنې  د هوا او هوس له منلو او په اسماني احکامو کې د بدعتونو له جوړولو پيدا کيږي.داسې بدعتونه چې قران يې مخالف دي  او يوه ډله « د دغو دوو انحرافونو په مټ» پر بلې ډلې سلطه پيدا کړي چې د خداي د دين په خلاف وي.

نو که حق له باطل سره نه وي ګډ کړي شوي د حق پر غوښتونکو به  پټ نه پاتې کيده.، او که حق له باطله جدا او خالص شوي واي  د ښمنانو ژبې به غوڅې شوې وې. خو دوي د حق او باطل ځينې برخې واخلي او له يو بل سره يې ګډې کړي نو دغلته بيا شيطان پر خپلو دوستان  لاسبري کيږي او  يوازې هغه کسان ژغورل کيږي چې« د خداي رحمت او لطف پرې شوي وي»

«حمزه بابا د دې خطبې په ترڅ کې  دنهج البلاغې  په ترجمې سپيڅلو ويناوو کې  ليکي:»

زۀ وايم

د وېنا اکر بکر دا ښئ چې ( د حضرت علي عليه السلام ) اشاره د حضرت عثمان رضي الله عنه خلافت ته ده ځکه چې فتنې اوفسادونه د هغوي په عهد کښې پېدا شوي وو نو که دا صحيح وي نو د امير المومنين په خيال د هغۀ حکومت شرعي نۀ ؤ او هغوي د کتاب الله په ځاے د خپل نفس له خواهش سره سم حکومت کولو، او له تاريخ نه دا هم معلوميږي چې مسلمانانو چې په هغوي کوم الزامونه لګولي وو هغه ټول غلط نۀ وو او څو څو کرته حضرت علي هم نصيحت کړے ؤ.

زۀ په دې خبره ډېر حېران شم چې مسلمانان د خلفاء په ځينو غلطيو لا خو پرده اچوي او لا يې داسې تاويلونه کوي چې هغه تاويل يې د (( عذر ګناه بدتر از ګناه )) ښکاري. که يو سړے په ديانت او انصاف سره رسول الله صلي الله عليه و آله وسلم په يو صحابي تنقيد کوي نو دا کوم جرم دے؟ اخېر له نبي نه پس به بل څوک وي چې د هغه په قول او فعل باندې نيونه ونۀ کړې شي، بيا په تېره هغه خلق چې په دين کښې د صحابي قول سند هم نۀ ګڼي. هم دا خبرې دي چې اسلام يې په ډېرو ډلو کښې تقسيم کړے دے او د مرکزيت يې هيڅ اميد نۀ شي کېدې. 


[1] امام علي علیه ا لسلام دا ویل غواړي چې که دخدای ویره نه وای نړو زه  له دوکې او چله په کار اخستلوکې تر  هر چا میړنی وم او ما ته  ترهر چا زیات چلونه راتلل.
[2] جریر د همدان  ګورنر و، له امیرالمومنین (ع) سره له بیعته وروسته امم د  زهیر بن قیس په وسیله هغه ته یو لیک ولیکه او د مدینې سیاسي حالات یې ورته بیان کړل، هغه د همدان له خلکو د امام لپاره بیعت واختسه  او د اذربایجان  ګورنر اشعث ته یې لیک ولیکه چې له خلکو  د امام لپاره بیعت واخله، بیا هغه له امام سره دملاقات لپاره کوفې ته لاړ او  له دې امله  چې دهغه خپل خپلوان په شام کې وو نو  له امامه يې وغوښتل چې شام ته یې  له معاويه سره دمذاکراتو لپاره ولیږي، هغه له معاویه سره  له پریمانه بحثونو وروسته  نهیلی راستون شو  خو د شام خلک په هغه بدبینه شوې وو او  له ناچارۍ یې پاتې عمر  په « قرقیسا» جزیرې کې تیر کړ  او د هجرت په پنیځه څلوښتم کال وفات شو. (شرح ابن ابی الحدید ۳ ټوک ۷۰ مخ)
[3] حضرت عثمان د هجرت په څلورویشتم کال خلیفه شو  او دهجرت په پنیځه دیرشم کال ووژل شو. هغه ډیر بدعتونه او اسرافونه وکړل چې یوازې یو  څو ته یې اشاره کوو: خپل زوم حارث بن حکم ته یې  د هغه کال د زکات ډیر اوښان او زر درهمه او  یوه لویه ځمکه چې پیغمبر(ص) مسلمانانو ته وقف کړې وه ، ورکړل، د خپلې قبیلې  سعید بن عاص بن امیه ته یې  یو لک درهم ورکړل، بل زوم مروان بن حکم  ته یې  یو لک درهم او ابو سفیان ته یې دوه لکه درهمه ورکړل، طلحه ته دوه دیرش میلیون او دوه لکه درهمه، زبیر ته نه پنځوس میلیون او اته لکه درهمه ورکړل. د ځان لپاره یې دیرش میلیون او پینه لکه درهم او درې نیم لکه دیناره کیښودل، یعلی بن  امیه ته يې  پینځه لکه دیناره او د خور خاوند عبدالرحمن ته یې دوه نیم میلیون او  پینځه لکه شپیته زره دیناره ورکړل. دا ټولې پیسې یې د مسلمانانو له بیت الماله ورکړې . « الغدیر ۸ ټوک ۲۸۶ مخ»
[4] عکاظ د جاهلیت په زمانه کې د عربو یو بازار و چې د نخله او طایف په مینځ کې پروت و او عرب به د ذی القعدې میاشتې په لومړیو کې هلته راغونډیدل د دغه بازار یو مشهور څیز دهغې څرمنه وه چې په  مزبوتوالي او ښه والي مشهوره وه، په همدې بازار کې  به عرب شاعران او لیکوالان هم راغونډیدل او  خپل شعرونه به یې لوستل چې تر ټولو ښه  به یې بیا د  کعبې په دیوال  ځوړندول چې په معلقات سبع مشهور وو.