يو پنځوسمه خطبهدهجرته په اوه ديرشم کال صفين دښتې ته له ننوتلو وروسته يې د فرا ت د اوبو د لاسته راوړلو لپاره خپلو عسکرو ته وفرمايل د فرات د اوبو خلاصولشاميان تاسو ته د جنګ ټټر وهي[1] او اوس تاسو په دوه لارې ولاړ يئ يا په ذلت سره په خپل ځاي کښينئ او يا مو تورې د هغوي په اوبو سيرابې کړئ چې په اوبو خړوب شئ. نو پوه شئ چې د بايلات او ماتې په بڼه کې که ژوندي هم پاتې شئ مړه يئ او که دبري په حال کې مړه هم شئ ژوندي يئ. خبر اوسئ! معاويه يو شمير ګمراهان له ځان سره راوستې او حقيقت يې ورځنې پټ کړي دي چې مرۍ يې د غشيو او تورو په نښه کړي. دوه پنځوسمه خطبهد لوي اختر په ورځ يې دا خطبه ورکړې ده او زيات شارحان وايي چې دوه پنځوسمه او درې پنځوسمه خطبه يوه ده د دنيا صفتخبر اوسئ ګواکې دنيا پاي ته رسيدلې او خداي پاماني يې کړې ده ښيګړې يې ورکې شوې او په تيزۍ سره يې شا کړې ده ، خپل هستوګن تباهۍ ته کاږي.او ګاونډيان مرګ ته بوځي. د دنيا خواږه تراخه شوې او راڼه يې خړ شوې دي او د لوښي په بيخ کې تر پاتو اوبو زياته نه ده پاتې يا يو ګوټ اوبه چې دنيا د تږو تنده نه شي ماتولي. اي دخداي بندګانو! له دغه سرايه وکوچيږئ چې پايله يې لولپه کيدل دي . پام چې ارمانونه درباندې لاسبرې نه شي او ګمان ونه کړئ چې اوږد عمر به لرئ. د اخرت نعمتونه لوي دي.په خداي قسم که د هغو اوښانو په شان فريادونه وکړئ چې جونګي يې مړشوي وي يا د کونترو په څير ويرنې وکړئ او يا د راهبانو په شان زارۍ وکاندئ، او دحق ته د نزديکت، معنوي درجو ته درسيدلواو دملايکو له خوا د ليکل شويو ګناهونو د بخښلو لپاره له خپلو مالونو او اولادونو لاس واخلئ،تابه درته ښه وي ځکه چې دا دهغه ثواب په بدله کې چې تاسو ته يې هيله لرم او دهغه عذاب په وړاندې چې تاسو ته يې انديښنه لرم، کمه ده. په خداي قسم! که زړونه مو دخداي له ويرې ويلې شي او له سترګو مو د هغه د ديدار په شوق او يا دهغه له ويرې وينې وبهيږي او که د دنيا تر پايه ژوندي پاتې شئ او تر خپله وسه د حق د فرمان دمنلوهڅه وکړئ دا هر څه د پالونکي د لويو نعمتونو ، په تيره بيا د ايمان د نعمت په وړاندې هيڅ دي. درې پنځوسمه خطبهد قربانۍ د څاروي ځانګړنېد قربانۍ د څاروي کمال او بشپړتيا په دې کې ده چې غوږونه او سترګې يې روغې وي ، نو که غوږونه او سترګې يې روغې وې قرباني روغه او پوره ده.که څه هم ښکر يې مات وي او په ګوډه پښه قربانګاه ته راشي. څلور پنځوسمه خطبهد هجرت په اوه ديرشم کال د صفين د جنګ د پيل کيدو په وخت يې دا وينا وکړه دبيعت د ورځې بيانخلک پر ما داسې رامات شول لکه تږې اوښان چې څاروان پريښې وي او پښه بند يې ورپرانستي وي او په اوبو ورمات شي. يو بل يې ديکه کول او راوړاندې کيدل تر دې چې ګمان مې وکړ يا به ما ووژني او يا به يو بل تر پښو لاندې کړي او وبه يې وژني.د خلکو له بيعته وروسته مې له معاويه سره د جنګ په مسله غور وکړ ټول اړخونه مې يې وجاجول دومره چې خوبونه مې لاړل. نو له ښه سوچه وروسته مې يوازې دوه لارې فکر ته راغلې ، يا داچې له هغوي سره وجنګيږم يا دهغه څه چې رسول الله مبارک حضرت محمد)ص( راوړې ا نکار وکړم ، نو دې نتيجې ته ورسيدم چې جنګ کول د خداي تر نافرمانۍ کولو او سزا اسان دي. او د دنيا بايلل د اخرت تر پريښودلو زيات اسان دي. پنځه پنځوسمه خطبهدهجرت په اوه ديرشم کال د صفين د جنګ په درشل کې ځينو کسانو چې په جنګ ډير ټينګ وو کله وليدل چې امام د جنګ په معامله کې نرم دي نو له امامه يې د سبب پوښتنه وکړه امام وفرمايل: دا چې وايئ چې په جنګ کې ځنډ مې د مرګ له ويرې دي ، په خداي قسم ! ماته هيڅ پروانه کوي چې زه په مرګ پسې ورشم او که مرګ په ما پسې راشي او که تاسو دا خيال کوئ چې له شاميانو سره په جنګ کې زړه نا زړه يم په خداي قسم!هره ورځ چې جنګ ځنډوم د دې لپاره ده چې هيله لرم له هغوي يو شمير کسان له مونږ سره يو ځاي شي او هدايت شي. او په تيارو کې زما د رڼا په ليدلو سره راودرومي، ځکه چې دا زما لپاره د ګمراهۍ په حال کې د هغوي تر وژلو غوره ده .که څه هم له وژل کيدو وروسته هم هغوي ته د خپلو کړو سزا ورکيدونکې ده. شپږ پنځوسمه خطبهځينې کسان وايي چې دا خطبه د هجرت په اوه ديرشم کال په بصرې کې دمعاويه د خوځښتونو په هکله ده او ځينې وايي چې د صفين په يوه ورځ يې ورکړې ده د پيغمبر د وخت غزاګانېمونږ به د رسول الله مبارک په ملګرتيا کې له خپلو پلرونو، زامنو، وروڼو او ترونو سره جنګيدو، او دې جنګ به زمونږ ايمان او نورو هم تازه کاوه، او د سختيو په وړاندې زمونږ صبر او له دښمن سره جهاد او هوډ به يې نور هم زياتوه. کله کله به يو کس له مونږ او بل له دښمنانو د دوو پهلوانانو په شان جنګيدو او هر يو به د بل دپرزولو هڅه کوله چې سيال ته د مرګ تراخه ورڅښي، کله به مونږ پر ميرڅمنو لاسبري شو او کله هغوي. نو کله چې خداي تعالي زمونږ راستي او اخلاص وليد نو د دښمن په برخه يې ذلت او زمونږ په برخه يې بري او وټاکه. تر دې چې اسلام پياوړي او خپور شو او په پراخو ټاټوبو کې وغځيد. په خپل ځان مې قس! که مونږ په جنګ کې ستاسو په شان وئ نو نه به د دين کومه ستنه ټينګه شوې وه او نه به د ايمان د ونې کومه څانګه زرغونه شوې وه. په خداي قسم تاسو اوس د اوښ له تي وينه لشئ او ستاسو انجام صرف پښيماني ده. اووه پنځوسمه خطبهد هجرت په څلويښتم کال يې د عمر په وروستيو وختونو کې د کوفيانو په غندنه کې وفرمايل: د ظالم واکمن د راتلو وړاند وينهخبر اوسئ! له ما وروسته به د ارتې مرۍ او لويې خيټې يو سړي[2] پر تاسو واکمن شي، چې هر څه مومي خوري به يې، او چې څه نه مومي د هغه د لاسته راوړلو هڅه به کوي.هغه ووژنئ خو تاسو هغه هيڅکله نه شئ وژلې. خبر اوسئ، ډير زر به معاويه تاسو مجبوره کړي چې په ماپسې بدې ردې) کنځلې( ووايئ [3]او له ما بيزاري ښکاره کړئ. که دښمن مو مجبوره کړي نو خير دي بدې ردې ووايئ ځکه چې دا کار زما او ستاسو درجې لوړوي خو تبرا ) بيزاري ښکاره کول( نوهيڅکله په زړه کې له ما بيزاري مه کوئ ځکه چې زه د توحيد په فطرت پيدا شوي يم او په ايمان راوړلو او هجرت کې تر هر چا مخکې وم. «حمزه بابا د دې خطبې په ترڅ کې د سپيڅلو ويناوو په ۱۷۸ او ۱۷۹مخونو ليکي:» زۀ وايم( په دې خطبه کښې چې حضرت علي عليه السلام له ځان نه وروسته د ځان په حقله د بدو ردو او رواجېدو ته کومه اشاره کړې ده دا واقعاً چې د معاويه له وخت نه په منبرونو باندې واجب کړې شوې وه چې په علي عليه السلام او د هغۀ په اولاد باندې لعنت وويلې شي او بدې ردې وويلې شي چې دا سلسله د بني اميو په ټول دورونو کښې جاري وه او د بني اميو اخېري خليفه عمر بن عبدالعزيز دا سلسله بنده کړه چې حمزه بابا دلته د عمر بن عبدالعزيز يوې بلې کارنامې ته هم اشاره کړې او ليکي: په دې کښې هيڅ شک نشته چې عمر بن عبدالعزېز يو سپېڅلے انسان ؤ خو هغۀ يو بل لوے کار هم کړے ؤ او هغه دا چې هغۀ د فدک جائېداد هم اهل بېتو ته واپس کړے ؤ کوم چې حضرت ابوبکر ضبط کړے ؤ او له خپلې ډډې يې دا خبره ثابته کړې وه چې حضرت ابوبکر (رض) په دې سلسله کښې غلطي کړې وه. له دې نه يوه خبره بله هم ثابتيږي او هغه دا چې د عمر بن عبدالعزيز په عقيده کښې د خلفائے راشدينو په سنت عمل کول ضرور نۀ دي او هم دغه خبره وه چې عبدالرحمن بن عوف حضرت علي عليه السلام ته له خليفه کېدو نه اګاهو په طور د اصولو وړاندې کړې وه او حضرت علي عليه السلام د شېخېنو د سنت له اتباع نه انکار کړے ؤ او غور وکړے شي نو معلومه به شي چې دا څومره پوچ او فضول شرط ؤ . حضرت علي عليه السلام چې په علم او فضل کښې له ټول اصحابو نه اوچت ؤ او په خپله خلفاء د هغو د علم او فضل قائل وو هغه څرنګه دا شرط منلے شو. او بيا که په علم او فضل کښې له هغوي نه اوچت نۀ هم وې نو د خداے او رسول صلي الله عليه و آله وسلم له قول نه بغېر د بل چا قول او فعل په کوم دليل حجت کېدې شي. په خپله عبدالرحمن بن عوف او نورو اصحابو کله د خلفاؤ په هره خبره امنا و صدقنا ويلي دي؟ د ابن عوف دا يقين ؤ چې علي به هيچرې دا شرط ونۀ مني، ځکه يې د عمرو بن العاص په مشوره ورته دا شرط وړاندې کړو. له دې نه صفا دا معلوميږي چې په اصحابو کښې هم داسې خلق وو چې تحت الشعور يې لا د پخواني شرک او فتنې او سازشونو نه خالي شوي نۀ ؤ چې له کاميابۍ نه پس څه دنياوي فائده حاصله کړي. او د دې ثبوت دا دے چې کوم وخت طلحه او زبېر بهر وو ورغلل او خبر شوم چې په هغه شپږ کسه جرګه کښې هغوي دواړه هم شامل وو کومو چې حضرت عثمان رضي الله عنه خليفه کړو نو حضرت عثمان ته يې وويل چې تۀ چا خليفه کړے يې، مونږ دا فېصله هډو منو نه نو حضرت عثمان دواړو ته شپږ لکه درهمه ورکړل او خواست يې ورته وکړ چې خوله بنده وساتي. ( الفتنه الکبري طه حسېن مصري) اتۀ پنځوسمه خطبهد هجرت په اته ديرشم کال د حکميت له پيښې او د يو لړ اوازو له اوريدلو وروسته يې د خوارجو په غندنه کې وفرمايل: د خوارجو سپيره راتلونکيپر تاسو دې د بلا کاڼي ووريږي چې هډو نښه نښانه مو پاتې نه شي!ايا په خداي له ايمان او د رسول الله مبارک)ص( په رکاب کې له جهاده وروسته د ځان په کفر ګواهي ورکړم ؟که داسې مې وکړل بې لارې شوي به وم او له هدايت موندونکو به نه وم. نو ډير بد ځاي ته لاړ شئ او د تيرو)کفر( لارې ته ستانه شئ. خبر اوسئ! ډير زر به له ما وروسته خوار او ذليل شئ او له تورې به تير کړې شئ او په داسې ظالمانو په واوړئ چې ستاسو مالونه به د ځان کړي. )سيد رضي وايي: دا چې امام وفرمايل «ولا يبقي منکم آبر» دا درې ډوله روايت شوي دي يوه آبر،يعنې د خرماوو د ونې د څانګو وهل او هغه سمول، او بله «آثر» يعنې دخبرې او حديث نقلوونکي چې دمعنا يې غوره ده يعنې امام دلته دا ويل غواړي چې ستاسو خبر ورکوونکي قدرې به هم پاتې نه شي. او دريم هم « آبز« يعنې هلاکيدونکې. نهه پنځوسمه خطبهد هجرت په اته ديرشم کال يو صحابي وويل چې خوارج د نهروان له پله تير شول، امام وفرمايل د خوارجو وژنتوننه هغوي نه دي تير شوې(د خوراجو وژونتون له نهره دې پلو ته دي ، په خداي قسم ! له هغوي به تر لسو زيات کسان پاتې نه شي او له تاسو به تر لسو زيات ونه وژل شي. « له نطفې د امام مطلب د نهر اوبه دي دا د اوبو لپاره ډيره فصيحه کنايه ده که څه هم دغه اوبه زياتې ولې نه وي» شپېتمه خطبهله خوارجو سره له جنګه وروسته يو کس وويل : اي اميرالمومنين!خوارج ټول ختم شول؟ امام وفرمايل: د خوارجو فکر به جاري وينه په خداي قسم هيڅکله نه ! لا خو دا خلک د پلرونو د ملاګانو په نطفو او دميندو په خيټو کې موجود دي، په هره زمانه کې به چې د دوي ښکر ښکاره شي غوڅ به کړي شي تر دې چې د دوي اخري ډله به د داړه مارو او غلاګرانو وي.
|