يو شپېتمه خطبه

(دهجرت په اته ديرشم کال يې د نهروان له جنګه وروسته د خوارجو د راتلونکي په هکله وفرمايل:)

د خوارجو له وژلې ممانعت

 له ما وروسته له خوادرجو سره جنګ مه کوئ ځکه  څوک چې دحق په لټه کې وي او په دغه لټون کې خطا وکړي  د هغه چا په شان نه دي چې د باطل په لټه کې وي او باطل يې موندلي وي.

(له دغو کسانو د امام مطلب معاويه او ملګري يې دي)

دوه شپېتمه خطبه

(دهجرت په څلويښتم کال  کله چې خلکو امام ته وويل چې د ځان خيال ساته  ځکه چې خطره موجوده ده او کيدي شي څوک دې ناڅاپه شهيد کړي امام   په ځواب کې وفرمايل:)

 او خداي زما لپاره ساتونکي ډال جوړ کړي دي چې  زما ساتنه کوي ، کله مې چې د مرګ نيټه راورسيږي دا ډال به راځينې جدا شي او ما به مرګ ته وسپاري  او هغه ورځ به  نه غشي خطا ځي او نه  ټپ  رغيږي.

درې شپېتمه خطبه

له دنيا سره  چلن

 خبر اوسئ! دنيا داسې کور دي چې هيڅوک پکې سلامت نه پاتې کيږي  مګر هغه کسان چې  له همدې اخرت ته توښه غونډه کړي او دنيا له کارونو خلاصون نيشته. خلک په همدې دنيا ازمويل کيږي   نو هر څه  يې چې له دنيا د دنيا لپاره اخستې دي   هر څه بايد پريږدي او حساب کتاب به يې کيږي ، او څه چې يې له دنيا د اخرت لپاره چمتو کړې دي  هغو ته به ورسيږي او له هغو سره به پاتې شي  دنيا د  هوښيارانو په نزد هغه سيوري ته ورته ده چې  له اوږده شوې  نه وي چې لنډه شي او   لا لويه شوې نه وي چې وړه شي.

څلور شپېتمه خطبه

نيک عملونه

 اي دخداي بندګانو! تقوا ته مخه کړئ او په نيکو عملونو سره د اجل هرکلي  ته لاړ شئ د دنيا په فاني څيزونو تل پاتې څيزونه وپيرئ،  کډې مو بار کړئ ځکه چې د کوچ لپاره  راغلې يئ، مرګ ته تيار اوسئ چې   سيوري يې هميشته ستاسو په سر دي. دهغو خلکو په څير شئ چې ورغږ کړي شو نو ويښ شول او پوه شول چې دنيا تل پاتې کور نه دي او هغه يې په اخرت بدله کړه. پاک خداي تاسو چټي نه يئ پنځولې او په خپل حال يې نه يئ پريښې. د دوزخ او ستاسو واټن يوازې يو مرګ دي. او يو لنډ عمر چې  هره شيبه يې کموي او  مرګ يې تباه کوي نو څومره ښه ده چې کم وګڼل شي او پرې ونه غوليدل شي. دا ژوند چې شپې او  ورځې يې پر مخ بيايي  ورسري ښايي چې ډير زر خپل  اصلي وطن ته ورسيږي. او  دا مسافر چې اخر يې هم ستنيدل دي که کامياب وي که ناکام، ښايي چې ډير ښه توښه له ځانه سره واخلي.  نو له دې دنيا توښه واخلئ چې سبا مو په  اخرت کې په کار راشي. دخداي بنده بايد له خپل پالونکي وويريږي  ځان ته نصيحت وکړي او توبه له ځانه مخکې وليږي. او پر شهوتونو لاسبري شي ځکه چې  د مرګ وخت نه دي  ورمعلوم ، ارمانونه يې غولوي او شيطان ورته په لاره ناست دي ګناهانې ښکلې وربريښوي چې  ورباندې ککړ يې کړي  د توبې تمه ورکوي   او هغه ورځينې ځنډوي  چې د مرګ تر شيبې ترې غافله پاتې شي. نو افسوس دې وي پر هغه غافله انسان چې عمر يې ورباندې ګواهي ورکړي او زمانه يې بدبخته کړي.

له خدايه غواړو چې  مونږ او تاسو له هغو کسانو وګرځوي چې نعمتونه يې فاسد نه کړي او هيڅه يې د خپل پالونکي له  اطاعته  ونه غړوي. او د مرګ له رسيدلو وروسته پښيمانه نشي.

پنځه شپېتمه خطبه

(دهجرت په اته ديرشم کال يې د کوفې په جومات کې وفرمايل:)

خداي پيژندنه

  ثنا او صفت  له  هغه خداي سره ښايي چې هيڅ صفت يې پر بل صفت  مخکې نه دي چې وويل  شي،  مخکې تر دې  چې اخر وي اول دي او مخکې له دې چې باطن  وي ظاهر دي. بې له  هغه چې هر  څه يو والي او وحدانيت ولري  کم )ناسم( دي ) ځکه چې وحدانيت يوازې له خداي سره ښايي( بې له هغه  هر عزتمن ذليل او  هر پياوړي کمزورې دي. بې له هغه هر څښتن مريي او هر عالم زده کوونکي دي. له هغه پرته هر وسيال کله توانمن او کله کمزوري دي. او  بې له هغه هر اوريدونکي  د لطيفو غږونو له اوريدلو کوڼ  او د لوړو غږونو له اوريدلو ناتوان دي او ليرې غږونه نه شي اوريدلي بې له خدايه هر ليدونکي د نامعلومو رنګونو  او د ډيرو وړو مخلوقاتو  له ليدلو ناتوانه دي.[1] د هغه نه  سوا چې  څه ظاهر دي هغه  د باطن غير دي او   کوم چې باطن دي هغه  د ظاهر  غير ) نقيض( دي.[2] هغه مخلوقات  د خپلې واکمنۍ د مزبوتولو ،طاقت ښودلو يا د زمانې  له پيښو د ويرې يا  پر شريکانو او سيالانو د لويۍ ښودلو  يا  له مخالفانو سره د مقابلې  په خاطر  نه دي پيدا کړې  بلکه ټول  دهغه مخلوق دي چې د هغه د پالنې په سيوري  کې دهغه بندګان او  او فرمانبرداران دي.

خداي تعالي په يو څيز کې حلول نه دي کړي) نه دي ننوتلي( چې ووايو هغه  پکې دي ، او له مخلوقاتو ليرې هم  نه دي چې  ووايو هغه  ترې جدا دي. د مخلوقاتو  لومړي پنځون هغه ستړي کړي نه دي  او نه لومړي خلق هغه کمزورې کړي دي چې  ووايو قدرت يې ختم شوي يا کم شوي دي  او څه چې هغه مقرر کړل او برخليک يې وټاکه په هغو کې ورته څه  شبهه نيشته.بلکه  د هغه تقدير ټينګ، علم يې  محکم، او کار يې مزبوت دي. هغه  خداي چې مونږ ټول  د سختيو په وخت  هغه ته هيله  لرو او د هغه په نعمتونو او مهربانيو کې  دهغه  له عقابه هم نه غافله کيږو.

شپږ شپېتمه خطبه

(دصفين په ځينو ورځو کې يې خپلو اصحابو ته وفرمايل)

پوځي تاکتيکونه

اي مسلمانانو!  له خدايه ويره مو د زړه  او کرار او وقار مو د بدن جامه وګرځوئ ، غاښونه کلک چيچئ چې د دښمن   د تورو پر  وړاندې مو زور زيات شي.زغره مو پوره  واغوندئ او تورې مو  له تيکي راوباسئ  او ښې يې وړکوئ، دښمن ته په غوسه په ترڅ ګورئ او ګوزار  له ښي او کيڼ اړخه کوئ او تيزه تيره توره وهئ که تورې مولنډې وي ګامونه غږمله کړئ  او دښمن ته وروړاندې چې  ورورسيږي  او پوه  شئ چې  خداي مو مرستندوي دي او د پيغمبر (ص) د تره  د زوي په څنګ کې جنګيږئ، پرله پسې  ورخيږئ او له تيښتې شرم کوئ ځکه چې له جنګه تيښته مو راتلونکي  نسلونه شرموي او په قيامت کې مو په اور سوزوي. په شهادت خوشاله   کيږئ  او په ورين تندي يې هر کلي کوئ. او په هغه لويې ګڼې  او هغه   پر تکلفه او ځونډو والا خيمې ) دمعاويه په خيمې( سخت بريد وکړئ او پر زړه يې وارې شئ ځکه چې شيطان  په هغې کې ځاله کړې ده  چې له يوه پلوه بريد کوي او له بل پلوه تيښته،  نو هوډ مو کلک کړئ او پر اصلي ټکي ورټينګ  شئ چې د حق ستن درښکاره شي )بيرغ ورپيږي)

«تاسو لوړ يئ ، خداي له تاسو سره دي او ستاسو د عمل بدله نه کموي»

اووه شپېتمه خطبه

(د هجرت په اته ويشتم کال يې امام ته د سقيفه[3] د کيسې خبر راوړ امام پوښتنه وکړه چې انصارو څه وويل: ځواب يې ورکړ چې انصارو وويل : يو امير دې ستاسو د قريشو وي او بل دې له مونږ انصارو وي، امام وفرمايل:)

په سقيفه کې د خلافت لپاره د  قريشو او انصارو د استدلال ردول

 تاسو  له  هغوي سره د رسول الله مبارک (ص) په دې خبره ولې استدلال ونه کړه چې د انصارو په هکله يې سپارښتنه وکړه: د هغوي له نيکو کسانو سره ښه سلوک کوئ او  له بدانو يې  تير شئ) وې بخښئ!

« له امامه پوښتنه وشوه چې  په دې خبره کې څه دليل دي چې  انصار خليفه نه شي جوړيدلي؟ امام وفرمايل:»

که حکومت خلافت په هغوي کې راتلونکي و نو رسول الله مبارک به دهغوي په هکله داسې وصيت ولې کاوه.

« بيا يې وپوښتل: قريشو په سقيفې کې څه وويل؟ ځواب يې ورکړ قريشو وويل چې  مونږ د رسالت  له ونې يوو، امام وفرمايل:

د رسالت په ونې يې استدلال کوي  خو ميوه يې ضايع کوي![4]

«د دې خطبې په ترڅ کې حمزه بابا د سپيڅلو ويناوو په ۱۸۹ ، ۱۹۰،۱۹۱ مخونو ليکي:»

زۀ وايم

په دې سلسله کښې په تېرو صفحو کښې هم وضاحت شوے دے او دلته ورته بيا اشاره کول مناسب ګڼم او هغه دا چې د مسلمانانو د اختراق او پرېشانۍ وجه هم دغه وه چې هغوي د رسول الله (ص) له وفات سره سم پخپلو کښې اختلاف شروع کړو او بيا چې څومره زمانه تېرېده دا اختلاف له حجاز نه ورو په ورو بهر ووتو او د دنيا په مسلمانانو کښې خپرېدو ان تردې چې نن حالت دا دے چې مسلمانان خو له شپېتو کروړو نه سوا دي ( دا شمېر حمزه بابا شپېتۀ کال مخکښې ښودلے دے اوس خو ډېر زيات دے. ) خو اسلام هيچرته نشته. زمونږ ځينې مسلمان ليکوال په دې وياړ کوي چې د حضرت  عمر په زمانه کښې اسلام تر ډېره لرې پورې خپور شوے ؤ او د بني اميه په زمانه کښې سپېن او چين ته رسېدلے ؤ، خو زۀ به عرض وکړم چې دا محض خوش فهمي ده، هو دا ويل صحيح دي چې مسلمانان تر ډېره لرې رسېدلي وو. زۀ د ترديد له ويرې نه بغېر په جهر سره دا وايم چې د رسول الله (ص) نه پس چې کوم حالات څرګند شول  له هغو نه دا چې لا خو مسلمانان د اسلام په روح نۀ وو پوهه شوي او که پوهه وو نو تزکيه يې لا ناقصه وه او تربيت ته يې لا ضرورت ؤ، خو افسوس دي چې زمونږ ليکوال که شيعه دي که سني يا که له بلې فرقې سره تعلق لري تر اوسه د اسلام په مفهوم کښې مختلف دي، د دې بنياد هم هغه د مسلمانانو ابتدائي اختلاف دے جې د رسول الله (ص) له وفات نه پس پېدا شو. په حقيقي واقعاتو له خو پرده اچوي او لا تر له سره انکار کوي. په اصحابو باندې تنقيد کول کفر ګڼي، د رسول (ص) اصحاب عدول ګڼي خو چې يو لوے اصحابي يو دعوا وکړي نو هغه نۀ مني. مثلاً دلته حضرت علي عليه السلام دا دعوي کوي  چې د خلافت حقدار هغه ؤ، دې نه چې پسته دوه خلافتونه نور جوړ شول نو په هغو کښې يې هم دا دعوي په جهر کړې وه، نو معلومه شوه چې هغو نورو د دۀ دعوي صحيح نۀ منله، نو که نۀ وي نو حضرت علي عليه السلام په عدول صحابه کښې خو هيچرې نۀ شي راتلې بلکې تردې حده وئېلې کېدې شي چې هغه پرله پسې شل پنځويشت کاله په ناحقه او د دروغو په وعده ټينګ ولاړ ؤ، خو په شريعت کښې چې د دروغچن کومه سزا ده هغه ورله په يو خلافت کښې هم ورنکړې شوه. يا خو دې ليکوال وروڼه د اصحابو د احترام دا بت مات کړي چې ټولې خبرې صفا صفا مېدان ته  راووزي او د تنقيد په رڼا کښې د هر صحابي حېثيت ښکاره کړي.

که صحابه د اسلام په روح پوه وې نو هيچرې به په کښې داسې اختلاف نۀ راتلو. معلومه شوه چې ټول صحابه  د اسلام له روح نه واقف نۀ وو ليکن کوم کومو چې د اسلام کوم روح ګڼلو په هغه کښې هم اختلاف ؤ. د حضرت علي عليه السلام دا عقيده وه چې په اسلام کښې امام يا خليفه مصوص وي ( يعنې د خداے او رسول لخوا ټاکل کيږي) عوام يې نۀ شي مقرر کولې او دهغو نورو دا عقيده وه چې دا د عوام کار دے چې څوک خليفه کړي. چونکه دا دويمه عقيده د عوامو پوهې ته نزدې وه نو ځکه هم دغه کاميابه شو، خو په مسلمانانو کښې تر اخېره د اختلاف تخم وکرلو ځکه چې اوس زۀ هم دا حق لرم چې ووايم چې  کوم سړے عوام منتخب کړي هغه د خداے يا د رسول (ص) له خوا خليفه نۀ شي ګڼل کېدې، خو له دې سره هم هغه وروڼه چې د دې قسم خلافت قائل دي خلفاؤ ته د رسول الله (ص) جانشينان او نائبان وائي او دا خبره په هيڅ ډول صحيح نۀ شيې کېدې چې رسول الله (ص) د چا لپاره وصيت ونکړي هغه به څرنګه د هغۀ نائب شي؟ په دې سلسله کښې دا حديث پېش کېږي چې الائمه من القرېش خوا دا ځکه موضوع دے حضرت ابوبکر (رض) او حضرت عمر (رض) هغه وخت انصارو ته وړاندې کړے ؤ کوم وخت چې هغوي په حضرت سعد بن عباده (رض) د خلافت اتفاق کړے ؤ، د دې بل راوي هم نشته له دې ورځې نه اګاهو هيچا نۀ دے بيا ن کړے بيا د خليفه د تقرر دا طريقه  خو هډو په عقل کښې نۀ شي راتلې چې د وفات په وخت ټول قام جانشين کړ، وصيت خو د يو سړي په حق کښې کيږي. او چې دا ټول بحثونه ختم شي نو په اخېر کښې ووائي رسول الله (ص) هيڅ وصيت نۀ ؤ کړے. چې نۀ يې ؤ کړے خلفاء ټول د عوامو منتخب شوي حاکمان دي په هغوي د هر قسمه تنقيد جائز دے او دا تنقيد څه کفر او ګناه نۀ ده.

اتۀ شپېتمه خطبه

 په مصر کې د هجرت په اته ديرشم کال د محمد بن ابي بکر  له شهادته وروسته يې وفرمايل:

د   ګورنرۍ لپاره د هاشم بن عتبه ستايل

 او ما غوښتل چې  هاشم بن عتبه د مصر والي کړم، که هغه مې ټاکلي وي  ميدان به يې دښمنانو ته نه و خالي کړي  او عمرو عاص او لښکر ته به يې فرصت نه و ورکړي . البته نه غواړم چې دلته محمد بن ابي بکر ملامته کړم  ځکه چې هغه په ګران و او زما په لمنه کې  روزل شوي و.

نهه شپېتمه خطبه

د هجرت په نه ديرشم کال   په عين التمر کې د  معاويه د کوماندانانو د چور تالان د خبرونو له اوريدلو وروسته يې وفرمايل :

د کوفيانو غندنه

له تاسو کوفيانو سره به تر کومه نرمي کوم؟لکه څوک چې د ژوبل کوب له اوښ سره  نرمي  کوي يا له هغه ورستې  ګنډلې جامې سره احتياط کوي چې  له يوې خوا يې ګنډې بل لوري ته شليږي. کله هم چې د شاميانو ډله پر تاسو بريد وکړي تاسو په کورونو ورمات شئ او  ورونه په ځان پسې  پورې کړئ، او د چرمخکۍ په شان  په سوړه کې خوځيږئ.  او کوږ په خپله څمڅه کې  ننوځي. په خداي قسم هغه سړي خوار دي چې په جنګ کې ستاسو په شان ملګري ولري  څوک چې   ستاسو په مټ غشي ولي داسې دي لکه بې سوکې او پڅ غشي ولي. په خداي قسم تاسو په کورونو کې پريمانه او د جنګ په ډګر کې ګوته په شمير يئ. او زه  پوهيږم چې څرنګه تاسو سم او کوږ والي مو نيغ کړم. خو د خپل روح په فاسدولو سره  ستاسو اصلاح نه غواړم. خداي مو تنديو  د ذلت داغونه ووهه،تاسو چې څومره باطل پيژنئ حق دومره نه پيژنئ. او  څنګه چې د حق د تباهۍ کوشش کوئ  د باطل د ختمولو هڅه نه کوئ.

اويايمه خطبه

 د هجرت په څلويښتم کال يې د روژې په  نولسمه  د ابن ملجم له ضربته مخکې يې دا خبرې وکړې :

 رسول الله مبارک(ص) ته شکايت

 زه ناست وم چې خوب يوړم ، رسول الله مبارک(ص) مې په خوب وليده، ورته عرض مې وکړ چې  اي د خداي رسوله!  ستا له امته  مې څومره دښمنۍ او  کږليچونه وليدل!

رسول الله مبارک (ص)وفرمايل: هغوي ته ښيرې وکړه، ومې ويل : خداي دې ماته تر دوي ښه   کسان راکړي او  دوي ته دې تر ما بد واکمنان ورکاندي.

د « اود» معني ده  کوږ والي او  انحراف، او د « لدد» معنا ده  دښمني او تربګني ، امام دلته ډير فصيح کلمات استعمال کړې دي


[1] د انسانانو سترګې ټول رنګونه نه ویني ، لکه د لمر په  رڼا کې موجود رنګونه،  او ډول ډول وړانګې، چې یوازې ډیر مختللې ساینسي اوزار یې لیدلی شي. همداراز پخوا یوازې یو څو رنګونه معلوم وو خو اوس کمپیوټر تر څلورو زرو زیات رنګونه تشخیصوي او لا څومره زیات د انسان له ادراکه پټ پاتې دي. غوږونه هم محدود دي او یوازې ځینې خاص ارتعاشات اوري  د انسان غوږ تر دوو زرو او دسپي غوږ تر اوو زرو پورې ارتعاشات یا  ازانګې  درک کوي، دا  هغه دقیق او لطیف ټکي دي  چې  زمونږ په زمانه کې ساینس معلوم کړې دي  خو  امام علي څوارلس  سوه  کاله وړاندې دغو حقایقو ته اشاره کړې ده. 
[2]  یعنې  له خدایه پرته هر څه چې ظاهر وي نو باطن او پټ نه شي کیدی او هر څه چې پټ وي هغه ظاهر نه  شي کیدی یوازې دخدای ذات داسې دی چې ظاهر او باطن یې دواړه یو شان دي.
[3]  سقیفه په مدینې کې یو کور و چې قریش به هلته د خپلو اختلافاتو د  هوارولو لپاره راغونډیدل  او په ( سقیفه بنی ساعده) مشهور و   هم دلته د پیغمبر له رحلته وروسته حضرت ابوبکر او عمر  سره د یو شمیر کسانو راغونډ شول او خلیفه یې وټاکه دا په داسې حال کې وو چې د پیغمبر جنازه په ځای پرته وه  او حضرت علي سره د نورو پینځو  کسانو د پیغمبر د کفن او دفن انتظام وکړ. او یوازې شپږو کسانو د رحمة للعالمین جنازه وکړه.
[4] دلته د امیرالمومنین مطلب  اهل بیت او د رسول الله مبارک اولاد دی.