ومن خطبة له عليه السلام 71

في ذم أهل العراق 

وفيها يوبخهم علي ترک القتال، والنصر يکاد يتم، ثم تکذيبهم له 

أما بعد يا أهل العراق، فإنما أنتم کالمرأة الحامل، حملت فلما أتمت أملصت، ومات قيمها، وطال تأيمها، وورثها أبعدها. أما والله ما أتيتکم اختياراً، ولکن جئت إليکم سوقاً، ولقد بلغني أنکم تقولون: علي يکذب، قاتلکم الله تعالي! فعلي من أکذب؟ أعلي الله؟ فأنا أول من آمن به! أم علي نبيه؟ فأنا أول من صدقه! کلا والله، ولکنها لهجة غبتم عنها، ولم تکونوا من أهلها، ويل امه، کيلاً بغير ثمن! لو کان له وعاء، ولتعلمن نبأه بعد حين.

۷۱ خطبه

د هجرت په اته ديرشم کال يې کله چې کوفيان له عمرو عاص او معاويه دوکه وخوړه امام خبرداري ورکړ

د عراقيانو د غندنې سبب

 د پالونکي له ستاينې وروسته! اي عراقيانو تاسو د هغه  بلاربې ښځې په شان يئ[1] چې  د حمل په وروستيو ورځو کې  مړ بچي وزيږوي  او ميړه يې هم مړ شي.کنډتون يې اوږد شي اوميراث يې هم  ليرې خپلوان وشوکوي. خبر اوسئ! زه په خپل اختيار  ستاسو لور ته نه يم درغلي بلکه  ستاسو لورته کشول شوي يم له ناچارۍ راغلي يم ماته  معلومه شوې ده چې تاسو وايئ علي دروغ وايي! خداي دې تاسو مړه کړي  ما په چا پورې دروغ تړلې دي ؟  ايا په  خداي  پورې مې دورغ تړلې دي ؟ حال دا چې زه لومړي کس وم چې  په خداي مې ايمان  راوړ[2].  ايا په پيغمبر مې دروغ ويلې ؟ حال دا چې زه لومړي کس وم چې  د هغه تصديق مې وکړ! نه په خداي قسم  داسې نه ده!بلکه ما څه چې وويل   هغه حقيقت دي چې  تاسو يې له پوهيدلو  ليرې يئ او په  هغو د پوهيدو وړتيا نه لرئ، ميندې درباندې بور ې شه،« ميندې درباندې وژاړه» د عمل پيمانه مې  وړيا درکړه که تاسو يې وړتيا ظرفيت ولرئ. او ډير زر به  زما په راستۍ پوه شئ.

ومن خطبة له عليه السلام  72

 علم فيها الناس الصلاة علي رسول الله صلي الله عليه وآله 

وفيها بيان صفات الله سبحانه وصفة النبي والدعاء له 

 صفات الله 

اللهم داحي المدحوات، وداعم المسموکات، وجابل القلوب علي فطرتها: شقيها وسعيدها. 

صفة النبي 

اجعل شرائف صلواتک، ونوامي برکاتک، علي محمد عبدک ورسولک، الخاتم لما سبق، والفاتح لما انغلق، والمعلن الحق بالحق، والدافع جيشات الأباطيل، والدامغ صولات الأضاليل، کما حمل فاضطلع، قائماً بأمرک، مستوفزاً في مرضاتک، غير ناکل عن قدم، ولا واه في عزم، واعياً لوحيک، حافظاً لعهدک، ماضياً علي نفاذ أمرک; حتي أوري قبس القابس، وأضاء الطريق للخابط، وهديت به القلوب بعد خوضات الفتن، والآثام وأقام بموضحات الأعلام، ونيرات الأحکام، فهو أمينک المأمون، وخازن علمک المخزون، وشهيدک يوم الدين، وبعيثک بالحق، ورسولک إلي الخلق. 

 الدعاء للنبي 

 اللهم افسح له مفسحاً في ظلک، واجزه مضاعفات الخير من فضلک. اللهم أعل علي بناء البانين بناءه، وأکرم لديک منزلته، وأتمم له نوره، واجزه من ابتعاثک له مقبول الشهادة، مرضي المقالة، ذا منطق عدل، وخطبة فصل. اللهم اجمع بيننا وبينه في برد العيش، وقرار النعمة، ومني الشهوات، وأهواء اللذات. ورخاء الدعة ومنتهي الطمأنينة، وتحف الکرامة

۷۲ خطبه

په دې خطبه کې يې خلکو ته   په پيغمبر د  درود ويلو  طريقه وښودله

د پيغمبرص ځانګړنې

 اي خدايه! اي د هر ويړ شوې څيز ويړوونکيه! اي د اسمانونو ساتونکيه او اي  د فطرت مطابق د زړونو پنځوونکيه، د بدمرغو زړونو او د نيکمرغو زړونو. په خپل بنده  محمد تر ټولو  عزتمن سلامونه او  تر ټولو زيات برکتونه  وليږه،چې د تيرو پيغمبرانو خاتم ، د بندو ورونو پرانستونکي او  په حق  سره د حق ښکاره کوونکي دي.هغه پيغمبر چې د باطل د لښکرو تمبوونکي او د  بې لارو د برم  ماتوونکي دي.هغه د  رسالت دروند پيټي پورته  کړ، ستا په امر پاڅيد او ستا د  خوښۍ په لاره کې يې چټک ګامونه  واخستل. داسې کلګ ګامونه چې نه خو يو قدم وروسته شول او نه يې هوډ کمزوري شو. هغه د وحي په منلو او اخستلو کې  پياوړي وي،  او ستا د عهد او ژمنې ساتندويي. هغه ستا د امر د پلي کولو هڅه وکړه  تر دې چې د حق رڼا څرګنده شوه او ناپوهانو ته يې لاره وځلوله، او په فتنې او ګناهونو کې  ډوب زړونه هدايت شول. هغه د حق بيرغونه ورپول او نوراني احکام يې پرځاي  کړل. نو هغه ستا امين او باوري  استازي، او ستا د پټو علمونه خزانه دار ، د قيامت  د ورځې شاهد، په حقه ګمارل شوي  او د خلکو په لور  ستا استازي دي.

د پيغمبر لپاره دعا

اي زما پالونکيه! خپل پيغمبر ته د رحمت په سيوري کې  پراخ مقام ورکانده  او له خپل فضل و کرمه يې بدله پر يمانه کانده. اي خدايه! د هغه د دين ماڼۍ تر هرې ودانۍ لوړه او مقام يې په خپل نزد عزتمن وګرځوه. او رڼا يې بشپړه کړه. او دهغه د رسالت اجر  د هغه د ګواهۍ او شفاعت  او خبرې منل وګرځوه.ځکه چې د عادلانه منطق خاوند او له باطله د حق  د لارې جدا کوونکي و.

 اي لويه خدايه! مونږ او  هغه سره يوځاي کړه   په تل پاتې نعمتونو،خوږ ژوند، پوره شويو ارمانونو،ترسره شويو غوښتنو  او په  ډير ډاډ او کرار  او ارزښتناکو ډاليو او لورينو کې!

ومن کلام له عليه السلام73

قاله لمروان بن الحکم بالبصرة

قالوا: أخذ مروان بن الحکم أسيراً يوم الجمل، فاستشفع الحسن والحسين عليهما السلام إلي أميرالمؤمنين عليه السلام، فکلماه فيه، فخلي سبيله، فقالا له: يبايعک يا أميرالمؤمنين؟ فقال عليه السلام: 

أفلم يبايعني بعد قتل عثمان؟ لا حاجة لي في بيعته! إنها کف يهودية، لو بايعني بکفه لغدر بسبته. أما إن له إمرةً کلعقة الکلب أنفه، وهو أبو الأکبش الأربعة، وستلقي الأمة منه ومن ولده يوماً أحمر!

۷۳ خطبه

دا خطبه يې په بصرې کې د مروان بن حکم  په باره کې ورکړې ده

« کله چې د هجرت په شپږ ديرشم کال  د عثمان  زوم مروان بن حکم په جنګ جمل کې اسير شو، امام  حسن او امام حسين عليهما السلام  خپل پلار امام علي ته دهغه عذر او شفاعت وکړ او امام هغه خوشي کړ، هغوي وويل:   اي پلاره! مروان    له تاسره بيعت کول غواړي. امام  وفرمايل:»

د مروان د څلورو بچيانو د فاسدو حکومتونو وړاند وينه

  ولې هغه  د عثمان له وژل کيدو وروسته زما بيعت ونه کړ؟ زه د هغه بيعت ته هيڅ حاجت نه لرم.د هغه لاس د يهودي لاس دي[3]، که په خپل لاس بيعت وکړي په پټه بيعت ماتوي خبر اوسئ، دي به د لنډې مودې حکومت ولري  دومره لڼده مهاله لکه سپي چې په ژبې سره خپله پوزه پاکوي  دي د څلورو واکمنانو پلار دي څلورو ځنګلي ګډانو او اسلامي امت به دهغه  او د هغه د زامنو په وجه ډير خونړي وختونه تير کړي او  دوي به ډيرې وينې وبهيوي.[4]

ومن کلام له عليه السلام

لما عزموا علي بيعة عثمان 

لقد علمتم أني أحق بها من غيري، ووالله لأسلمن ماسلمت أمور المسلمين، ولم يکن فيها جور إلا علي خاصةً، التماساً لأجر ذلک وفضله، وزهداً فيما تنافستموه من زخرفه و زبرجه.

۷۴ خطبه

د دوه ديرشم  هجري قمري کال د ذي الحجې   په مياشته کې   د حضرت عمر له وژل کيدو وروسته  د شورا په ورځ چې کله خلک په ناحقه له حضرت عثمان سره د بيعت لپاره راغونډ شول نو امام علي وفرمايل:

د امام علي ځانګړتياوې د هغه له خپلې ژبې.

تاسو ته پته  چې زه ترهر چا   د خلافت  لپاره زيات وړ يم، خو په خداي قسم! څه چې  مو کړې دي غاړه ورته ږدم  تر هغه پورې چې د مسلمانانو حالات سم وي  او ګډ وډ نه شي  او ظلم او زياتي يوازې په ما کيږي. او د غه سرښندنې ايثار او چوپتيا اجر يوازې  له خدايه غواړم  او زه له هغو زر او  زيور او دنيا چې تاسو ورپسې روان يئ  ډ ډه کوم.

ومن کلام له عليه السلام

 لما بلغه اتهام بني أمية له بالمشارکة في دم عثمان 

 أولم ينه بني أمية علمها بي عن قرفي ؟ أوما وزع الجهال سابقتي عن تهمتي؟! ولما وعظهم الله به أبلغ من لساني. أنا حجيج المارقين، وخصيم المرتابين، علي کتاب الله تعرض الأمثال، وبما في الصدور تجازي العباد!

۷۵ خطبه

د هجرت په شپږ ديرشم کال کله يې چې واوريدل چې بني اميه په  هغه ډير تومتونه لګوي او د عثمان په وينه کې يې شريک ګڼي  نو وې فرمايل:

د تورونو په وړاندې  د امام دفاع

ايا کومه پيژندنه چې بني اميه يې زما له خوي او خصلته لري  هغوي په ما پسې له خبرو او عيب ويلو نه منعې کوي؟ او ايا په اسلام کې زما سبقت او زما مبارزاتي مخينه ناپوهان په خپل ځاي نه کښينوي چې راځي او په ما تورونه تړي.؟ خو زه به له دوي څه ګيله وکړم دوي د خداي خبره چې زما ترخبرې فصيحه ده نه اوري نو زما به څه واروي زه به مارقين له  دينه  وتلې په حجت او برهان سره وپرځوم، او زه  په اسلام کې د شک لرونکوناکثينوعهد شکنو دښمن يم. شبهې بايد قران ته په مراجعې سره  وپيژندل شي او خداي تعالي خپلو بندګانو په هغه څه چې دهغوي په زړونو کې دي سزا او جزا ورکوي.

ومن خطبة له عليه السلام

 في الحث علي العمل الصالح 

 رحم الله امرأً سمع حکماً فوعي، ودعي إلي رشاد فدنا، وأخذ بحجزة هاد فنجا، راقب ربه، وخاف ذنبه، قدم خالصاً، وعمل صالحاً، اکتسب مذخوراً، واجتنب محذوراً، رمي غرضاً، وأحرز عوضاً، کابر هواه، وکذب مناه، جعل الصبر مطية نجاته، والتقوي عدة وفاته، رکب الطريقة الغراء، ولزم المحجة البيضاء، اغتنم المهل، وبادر الأجل، وتزود من العمل.

۷۶ خطبه

ځينې سپړونکي وايي چې ۷۶  او ۶۳ خطبه يوه ده

خداي دې  په هغه بنده رحم وکړي  چې  د حکمت خبره واوري نو وې مني  او چې نيغې لارې ته وبلل شي نو ورشي. د هادي لمنه راټينګه کړي او وژغورل شي د خپل پالونکي په وړاندې د ځان خيال وساتي  او له خپلو ګناهونو وويريږي.خالصانه ګام واخلي او نيک عمل وکاندي. د اخرت توښه جمع کړي او له ګناه ډډه وکاندي .  له دنياوي غرضونو لاس ووينځي او د اخرت درجې لاسته راوړي. په نفساتي خواهشاتو غالب شي او د هغه غوښتنې دروغ وګڼي. هغه کس چې صبر او استقامت خپله سپرلي وګرځوي او تقواد مرګ د ورځې توښه کاندي. د هدايت په روښانه لاره کې ګام پورته کړي او د هدايت له څرګندې لارې  ونه غړيږي. د دنيا دا  يو څو ورځې غنيمت وګڼي او  مخکې له دې چې مرګ پرې منګولې ښخې کړي  ځان ورته چمتو کاندي  او له نيکو عملونو د اخرت توښه واخلي.

ومن کلام له عليه السلام

وذلک حين منعه سعيد بن العاص حقه 

إن بني أمية ليفوقونني تراث محمد صلي الله عليه و آله تفويقاً، والله لئن بقيت لهم لأنفضنهم نفض اللحام الوذام التربة! قال الشريف يروي: «التراب الوذمة»، وهو علي القلب. قال الشريف: قوله عليه السلام: «ليفوقونني» أي: يعطونني من المال قليلاً کفواق الناقة، وهو الحلبة الواحدة من لبنها. والوذام: جمع وذمة، وهي: الحزة من الکرش أوالکبد تقع في التراب فتنفض.

۷۷ خطبه

دهجرت په  درې ديرشم کال د حضرت عثمان په زمانه کې کله چې سعيد بن عاص د  امام علي حق هغه   ته  ورنه کړ نو وې فرمايل:

د بني اميه و تړونکو ته  خبرداري

بني اميه د پيغمبر ص  ميراث ماته ډير لږ لږ راکوي  په خداي قسم ! که ژوندي پاتې شوم بني اميه به  له حکومته داسې ليرې وغورځوم لکه قصاب چې  خوسا لري   او چيچړې غورځوي.

سيد رضي  وايي: د امام علي دا عبارت چې وې فرمايل «ليفوقونني»  يعنې ماته  لږ لږ راکوي لکه  د اوښ جونګي ته چې لږ لږ پۍ ورکوي چې انسان يې په خپله بيا ولوشي. او «ذام» د «ذمه» جمع ده يعنې د لري هغه ټوټه چې په خاورو کې پريوزي او بيا راواخستل شي.

من دعا له عليه السلام

ومن کلمات کان، عليه السلام، يدعو بها 

اللهم اغفر لي ما أنت أعلم به مني، فإن عدت فعد لي بالمغفرة. اللهم اغفر لي ما وأيت من نفسي، ولم تجد له وفاءً عندي. اللهم اغفر لي ما تقربت به إليک بلساني، ثم خالفه قلبي. اللهم اغفر لي رمزات الألحاظ، وسقطات الألفاظ، وشهوات الجنان، وهفوات اللسان.

۷۸ خطبه

امام به کله کله داسې دعا کوله

د امام لمونځ

اي خدايه! زما هغه ګناهانې وبخښه چې ته پرې تر ما زيات خبر يې [5]، او که بيا  هغو ګناهونو ته ستون شم ته خم  بخښنې ته ستون شه. اي خدايه! ما ته د هغو وعدو  بخښنه هم وکړه چې  د نيکو کارونو لپاره مې کړې دي خو دغه  نيک کارونه مې نه دي کړي شوې، اي خدايه وبخښه  راته هغه څه چې ما په ژبه  ستا د نزديکت هڅه کړې ده خو زړه  مې دهغه مخالفت کړي دي. اي خدايه !وبخښه  زما د سترګو اشارې ، بې فايدې خبرې، د زړه بې ځايه  غوښتنې، او دژبې تيروتنې.

ومن کلام له عليه السلام

 قاله لبعض أصحابه لما عزم علي المسير إلي الخوارج، وقدقال له: يا أميرالمؤمنين إن سرت في هذا الوقت، خشيت ألا تظفر بمرادک، من طريق علم النجوم 

فقال عليه السلام 

أتزعم أنک تهدي إلي الساعة التي من سار فيها صرف عنه السوء؟ وتخوف من الساعة التي من سار فيها حاق به الضر؟ فمن صدقک بهذا فقد کذب القرآن، واستغني عن الإستعانة بالله في نيل المحبوب ودفع المکروه، وتبتغي في قولک للعامل بأمرک أن يوليک الحمد دون ربه، لأنک ـ بزعمک ـ أنت هديته إلي الساعة التي نال فيها النفع، وأمن الضر!! 

 ثم أقبل عليه السلام علي الناس فقال: 

أيها الناس، إياکم وتعلم النجوم، إلا ما يهتدي به في بر أو بحر، فإنها تدعو إلي الکهانة، والمنجم کالکاهن، والکاهن کالساحر، والساحر کالکافر! والکافر في النار! سيروا علي اسم الله.

۷۹ خطبه

کله چې امام علي عد هجرت په اته ديرشم کال د صفرې په مياشت کې له خوارجو سره جنګ ته روانيده نو يو نجومي  راغي او وې ويل : يا امام  که په دې وخت کې جنګ ته روان شوې کامياب به نه شې او تاوان به وکړې ، ما د ستورپيژندې او نجوم له مخې حساب جنګولي دي  او دا نتيجه مې ترې راويستې ده امام دهغه په ځواب کې وفرمايل:

غير خداي ته له توجه ډډه کول

ته خيال کوې چې  له هغه  ګړۍ خبر يې چې که څوک پکې سفر او تګ وکړي  نو تاوان نه وررسيږي؟ او مونږ ويروې چې که په پلانکي وخت کې لاړشئ نو تاوان به وونيئ؟ څوک چې ستا خبره رښتيا وګڼي  هغه به قران دروغ ګڼلي وي او داسې کس به خپل محبوب او د خوښې کار په رسيدلو او د شر په غړولو کې له خدايه له مرستې غوښتلو بې نيازه وي.  ګواکې ته غواړې چې  دغه کس د خداي په ځاي ستا ستاينه او ثنا وکړي! ځکه چې تا خلک له هغو شيبو خبر کړې دي چې  هغوي ته پکې ګټه رسيږي او له تاوان بچ کيږي.

اي خلکود دروغو وړاند وينو لپاره د ستور پيژندنې نجومله علمه ډډه وکړئ مګر تر هغه حده ترويت کولې شئ چې  په دريابونو او صحراګانو کې  په تګ کې ورته اړتيا لرئ او  په وچه او لمده کې پرې لاره سيخولې شئ. ځکه چې  ترويت او ستور پيژندنه تاسو غيب ګويۍ او غيب ګويي مو جادوګرۍ ته بيايي نو منجم د کاهن غيب ګو په شان او کاهن د جادوګر  او جادوګر د کافر[6] په شان دي  اود کافر ځاي د دوزخ اور دي . دخداي په نوم  سره روان شئ.

ومن کلام له عليه السلام

بعد فراغه من حرب الجمل، في ذم النساء ببيان نقصهن 

معاشر الناس، إن النساء نواقص الإيمان، نواقص الحظوظ، نواقص العقول: فأما نقصان إيمانهن فقعودهن عن الصلاة والصيام في أيام حيضهن، وأما نقصان عقولهن فشهادة امرأتين منهن کشهادة الرجل الواحد، وأما نقصان حظوظهن فمواريثهن علي الإنصاف من مواريث الرجال; فاتقوا شرار النساء، وکونوا من خيارهن علي حذر، ولاتطيعوهن في المعروف حتي لا يطمعن في المنکر.

80 خطبه

د جمل له جنګه وروسته کله يې چې د بصرې شورش وځاپه نو د هجرت په شپږ ديرشم کال  د څلورمې خور په مياشتې کې يې د  کوفې په جومات کې دا خطبه ورکړه

د ښځو او سړوترمينځ  توپيرونه

اي خلکو!بې له شکه ښځې د سړو په پرتله په ايمان،  او له مال او عقله په برخورو والي کې فرق لري  په  ايمان کې  له سړو سره دهغوي توپير دا دي [7]چې  د  جامو حيض په ورځو کې  له لمانځه او روژې ليرې دي. او په عقل کې يې له سړو سره توپير په دې کې دي چې د دوو ښځو ګواهي د يو سړي د ګواهۍ برابره ده او له  ماله په برخمنتيا کې يې توپير په دې کې دي چې  د ښځو ميراث تر سړو نيم دي.

نو له بدو ښځو ځان وساتئ او د نيکانو يې هم خيال ساتئ په احتياط ورسره چلن کوئ په نيکو کارونو کې يې هميشه خبره مه منئ  چې په بدو چارو کې تمه ونه کړي.


[1] دا دعربۍ يو متل دي  ځکه چې کوفيانو  د صفين په جنګ کې د ډيرو سختيو له زغملو وروسته په اخري شيبو کې  چې  بري ته نزدې وو  په نيزو د قرانونو  په اوچتيدو دوکه شول.
[2] علامه اميني د الغدير د دريم ټوک  له ۲۱۹ تر ۲۴۷ مخونو پورې  د اهل سنتو له کتابونو د سلو حديثونو به راوړلو سره دا حقيقت ثابتوي.د اهل سنتو لويو عالمانو او د رسول الله مبارک صاصحابو د « بريده اسلمي» دا روايت نقل کړي دي او دا خبره مني چې »اوحي الي رسول الله يوم الاثنين و صلي  علي يوم الثلاثا» يعنې د د ګلدوشنبې په ورځ وحي نازله شوه او د نهې سه شنبې په ورځ  علي لمونځ وکړ، صحيح ترمذي ۲ ټوک  ۲۱۴  او مستدرک حاکم ۳ ټوک ۱۱۲ مخ.
[3]. د يهودي لاس کنايه ده له دې چې مروان عهد شکن دي. مروان هم يهودي زاده و او هم په هغه زمانه کې يهودينان په پيمان شکنۍ مشهور وو.
[4] . د مروان څلور بچيان چې  خليفه ګان شول دا دي ۱: عبدالملک مروان چې د اسلامي امت مطلق العنان باجا و.۲: عبدالعزيز  چې د مصر حاکم شو.۳ : بشر بن مروان چې د عراق واکمن شو.۴: محمد بن مروان چې د الجزيره واکمن شو.  بني اميه وو د دې لپاره چې د  يزيد زامن «عبدالله او خالد» لوي شي  او حکومت  د ابوسفيان په کورنۍ کې باقي پاتې شي  له مروان سره بيعت وکړ .  خو اخر د يزيد له ښځې  « ام خالد» سره له واده کولو وروسته  په هغوي کې داخلي اختلافات پيدا شول او  خپلې ښځې خپي کړ. لنډه دا چې د مروان زامنو په مسلمانانو کې ډيرې وينې توي کړې او ډير لوي لوي کسان يې ووژل.  او په دې توګه وينو چې د امام علي وړاند وينه ټکي په ټکي پوره شوه.
[5] امام علي معصوم امام دي او څه چې يې په دغه دعا  کې بيان کړې دي  د دې لپاره دي چې انسان څرنګه بايد له  خپل خداي سره خبرې وکړي  يا هم کومې ګناهانې چې يې يادې کړې دي د عامو خلکو له ګناهونړو سره فرق کوي کيدي شي د عامو خلکو لپاره ګناه نه وي  خو امام يې مناسبه نه کڼي  چې د ځان او دخپل رب په مينځ کې يې حايل شي.او ځکه يې بخښنه غواړي،  په دعا کې د دغو مواردو په  مطالعې سره په دې حقيقت ښه پوهيږو. دا بالکل داسې  ده لکه يو کوربه چې د ميلمه شه ميلمستيا وکړي او هر څه ورته راوړي خو بيا  هم بيا بيا له ميلمه  بخښنه غواړي چې  په ميلمستيا کې يې څه کمي نه وي پاتې شوي.
[6]  منجم د ترويت له لارې وړاند وينه کوي  او کاهن يعنې  غيب ګو، له شيطانه  په استفادې سره د ځينو څيزونو خبر ورکوي.  چې دا کار صحيح نه دي . په  تاريخ کې راغلې دي چې دغه کس چې امام ته يې دا خبره وکړه ستور پيژاندي عفيف بن قيس و چې د اشعث بن قيس ورور و. امام د هغه په خبره غوږ ونه ګراوه او د خوارجو جنګ ته  لاړ او بريالي راستون شو.
[7].دلته ظاهرا امام علي عليه السلام د نقصان لفظ استعمال کړي دي چې معنا يې کيږي ښځې  د سړو په نسبت نيمګړتيا او نقصان يا نقص لري خو که ښه سوچ وکړو نو پوه به شو چې که دلته نواقص د نيمګړتيا په معنا واخلو دا به د قران مجيد  له ايتونو او اسلامي فلسفې سره په ټکر کې وي يعنې که ووايو چې خداي تعالي خپل نيم مخلوق «ښځې» ناقصې پيدا کړې دي دا به سمه نه وي او نعوذ بالله د خداي په عدالت  اوحکمت کې شک پيدا کيږي چې څرنګه يې خپل نيم مخلوق ناقص پيدا کړي دي. نو يوازنيۍ حل لاره دا ده چې د « نواقص» په معنا کې تصرف وکړو او ووايو چې دلته د نواقص معنا  اختلاف او تفاوت  او توپير ده. دا ځکه چې په  لغت او قران مجيد کې هم  تفاوت او  نقص د يو بل په معنا استعمال شوې دي  که داسې مو وکړل نو  له قران مجيد او ديني عقايدو او آرونو سره د دغه خطبې ټکر له مينځه ځي نو دلته د نواقص معنا ده تفاوت له څنګه چې په قران مجيد کې تفاوت د نقصان او نيمګړتيا په معنا راغلي دي هلته چې د ملک سورې په دريم ايت کې فرمايي:« مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِنْ فُطُورٍ» يعنې تاسو به په کائناتو کې هيڅ نيمګړتيا ونه  وينئ. دلته امام علي دا ويل غواړي چې ښځه او سړي هر يو خداي په خپلو خاصو ځانګړتياوو سره پيدا کړي دي  او هر يو خپل خصوصيات او روحيات لري  او د هر يو ځاي او مقام بايد وساتل شي او دهغه د مقام او حيثيت مطابق ورسره چلند وشي  نو  بي بي عايشه چې يوه ښځه ده  خپله مشره مه ګرځوئ چې په بصرې کې بلوا وکړي او د مسلمانانو وينه توي کړي.