﴿ يواتيايمه خطبه ﴾[81][في الزهد]أَيُّهَا النَّاسُ، الزَّهَادَةُ قِصَرُ الاَْمَلِ، وَالشُّكْرُ عِنْدَ النِّعَمِ، والورعُ عِنْدَ الْـمَحَارِمِ، فَإِنْ عَزَبَ ذلِكَ عَنْكُمْ فَلاَ يَغْلِبِ الْحَرَامُ صَبْرَكُمْ، وَلاَ تَنْسَوْا عِنْدَ النِّعَمِ شُكْرَكُمْ، فَقَدْ أَعْذَرَ اللهُ إِلَيْكُمْ بِحُجَج مُسْفِرَة ظَاهِرَة، وَكُتُب بَارِزَةِ الْعُذْرِ وَاضِحَة. (د زهد په هکله) اے خلکو! د زهد مطلب دے د هيلو او ارمانونو لنډول، د نعمتونو شکر اېستل او له حرامو څخه ځان ساتل ، نو که دا ټول کارونه مو نه شول کولې نو پام وکړئ چې حرام مو په صبر غالب نه شي او د نعمتونو په وړاندې مو شکر هېر نه شي ځکه چې خداے تعالی په روښانه او ښکاره دليلونو سره عذرونه غوڅ کړي او په روښانوونکي آسماني کتاب سره يې د پلمو او بهانو لاره بنده کړې ده. ﴿ دوه اتيايمه خطبه ﴾[ 82 ]في صفة الدنيامَا أَصِفُ مِنْ دَار أَوَّلُهَا عَنَاءٌ! وَآخِرُهَا فَنَاءٌ! فِي حَلاَلِهَا حِسَابٌ، وَفِي حَرَامِهَا عِقَابٌ. مَنِ اسْتَغْنَى فِيهَا فُتِنَ، وَمَنِ افْتَقَرَ فِيهَا حَزِنَ، وَمَنْ سَاعَاهَافَاتَتْهُ، وَمَنْ قَعَدَ عَنْهَا وَاتَتْهُ، وَمَنْ أَبْصَرَ بِهَا بَصَّرَتْهُ، وَمَنْ أَبْصَرَ إلَيْهَا أَعْمَتْهُ. وإذا تأمل المتأمل قوله(عليه السلام): «وَمَنْ أبْصَرَبِهَا بصّرَتْهُ» وجد تحته من المعنى العجيب، والغرض البعيد، ما لا تُبلغ غايته ولا يدرك غوره، لا سيما إذا قرن إليه قوله: «ومَن أبْصَرَ إليها أعْمَتْهُ»، فإنه يجد الفرق بين «أبصر بها» و«أبصر إليها» واضحاً نيراً عجيباً باهراً! دنيا پېژندنهد دنيا به درته څه تعريف وکړم چې پېل يې د ربړو زغمل او پاې يې فنا کېدل دي د حلالو يې حساب کتاب کېږي او په حرامو يې سزا ورکول کېږي.څوک چې پکې شتمن شو وغوليدۀ او څوک چې بې وزله شو غمجن شو. څوک چې ورلره زيار باسي په ګوتو نه ورځي او څوک چې ترې تښتي په هغه پسې منډې وهي. څوک چې د عبرت په سترګه وروګوري سترګور يې کړي او څوک چې ورته د دنيا د ښکلا په سترګه وګوري ړوند يې کړي. (سيد رضي وائي که د عقل خاوند د امام په دې وينا کې ښه ځير شي چې فرمائي:«من ابصر بها بصرته» يعنې څوک چې د بصيرت په سترګه وروګوري بينا او سترګور يې کړي په دې کې ډيره ژوره معنا پټه ده چې انسان يې تل ته نه شي رسېدې. په تېره بيا که دا جمله ورسره هماهنګه کړي چې « من ابصر اليها اعمته»يعنې که څوک يې سينګار او پړق پړوق ته وګوري ړندوي يې، وبه ګوري چې د دغو دوو تفاوت څومره زيات دي. سلام دې وي په اميرالمومنين. ﴿درې اتيايمه خطبه ﴾[83]ومن خطبة له عليه السلام وهي من الخطب العجيبة تسمّى «الغراء» وفيها نعوت الله جل شأنه، ثمّ الوصية بتقواه، ثمّ التنفير من الدنيا، ثمّ ما يلحق من دخول القيامة، ثمّ تنبيه الخلق إلى ما هم فيه من الاعراض، ثمّ فضله عليه السلام في التذكير الْحَمْدُ للهِ الَّذِي عَلاَ بِحَوْلِهِ، ودَنَا بِطَوْلِهِ، مَانِحِ كُلِّ غَنِيمَة وَفَضْل، وَكَاشِفِ كُلِّ عَظِيمَة وَأَزْل. أَحْمَدُهُ عَلَى عَوَاطِفِ كَرَمِهِ، وَسَوَابِغِ نِعَمِهِ، وَأُومِنُ به أَوَّلاً بَادِياً، وَأَسْتَهْدِيهِ قَرِيباً هَادِياً، وَأَسْتَعِينُهُ قَاهِراً قَادِراً، وَأَتَوَكَّلُ عَلَيْهِ كَافِياً نَاصِراً. وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّداً صلى الله عليه وآله عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، أَرْسَلَهُ لاِنْفَاذِ أَمْرِهِ، وَإِنْهَاءِ عُذْرِهِ وَتَقْدِيمِ نُذُرِهِ. (دې ته خطبه «غرا» وائي چې معنا يې ده حيرانوونکې او په رښتيا چې د امام يوه حيرانوونکې خطبه ده) د الهي صفتونو حقيقتستائېنه له هغه خداے سره ښائي چې په خپل لوړ قدرت، او د نعمتونو په پېرزوينې سره مخلوقاتو ته نزدے دے. د ټولو نعمتونو ورکوونکے او د لويو بلاګانو غړوونکے دے . ستائېنه يې کوم د هغه په مهربانيو او پرېمانه لورينو، او ايمان پرې راوړم چې د هستۍ سرچينه او د خلقت پېلوونکے دے، هدايت ترې غواړم ځکه چې نزدې لار ښوونکے دے،او مرسته ترې غواړم چې وسيال او بريالے دے. او توّکل پرې کوم چې کافي او مرستيال دے. او ګواهي ورکوم چې محمد (ص) د هغه بنده او استازے دے چې د خپل امر د پلي کولو، په خلکو باندې د حجت د بشپړولو او له ناروا کارونو څخه د وېرولو لپاره يې رالېږلے دے. [الوصية بالتقوى]:أُوصِيكُمْ عِبَادَ اللهِ بِتَقْوَى اللهِ الَّذِي ضَرَبَ لَكُمُ الاَْمْثَالَ، وَوَقَّتَ لَكُمُ الاْجَالَ، وَأَلْبَسَكُمُ الرِّيَاشَ، وَأَرْفَغَ لَكُمُ المَعَاشَ، وَأَحَاطَ بِكُمُ الاِْحْصَاءَ، وَأَرْصَدَ لَكُمُ الْجَزَاءَ، وَآثَرَكُمْ بِالنِّعَمِ السَّوَابغِ، وَالرِّفَدِ الرَّوافِغِ، وَأَنْذَرَكُمْ بِالْحُجَجِ الْبَوَالِغِ، فَأَحْصَاكُمْ عَدَداً، ووَظَّفَ لَكُمْ مُدَداً، فِي قَرَارِ خِبْرَة، وَدَارِ عِبْرَة، أَنْتُمْ مُخْتَبَرُونَ فِيهَا، وَمُحَاسِبُونَ عَلَيْهَا. د تقوا سپارښتنه: اے د خداے بندګانو د تقوا سپارښتنه درته کوم له هغه خدايه چې ستاسو د وېښتيا لپاره يې مثالونه راوړي دي او اجلونه يې درټاکلي دي ، رنګارنګې جامې يې در اغوندلي دي او پراخ معيشت يې درکړے دے،او په خپل دقيق حساب سره په تاسو باندې واکمن دے. د ستاسو د نېکو چارو بدله درته درکوي او په پراخو نعمتونو او بې حسابه ښندنو سره يې عزتمن کړي يئ، او د پېغمبرانو عليهم السلام او روښانه دليلونو په درلېږلو سره يې خبردار کړي يئ، ستاسو له شمېره خبر دے او ستاسو د عبرت او ازماېښت لپاره يې په دنيا کې ټاکلے مهال درکړے دي، چې په دې نړۍ کې وازماېل شئ او د عملونو حساب مو وشي. [التنفير من الدنيا]:َإِنَّ الدُّنْيَا رَنِقٌ مَشْرَبُهَا، رَدِغٌ مَشْرَعُهَا، يُونِقُ مَنْظَرُهَا، وَيُوبِقُمَخْبَرُهَا، غُرُورٌ حَائِلٌ، وَضَوْءٌ آفِلٌ، وَظِلٌّ زائِلٌ، وَسِنَادٌ مَائِلٌ، حَتَّى إِذَا أَنِسَ نَافِرُهَا، وَاطْمَأَنَّ نَاكِرُهَا، قَمَصَتْ بِأَرْجُلِهَا، وَقَنَصَتْ بِأَحْبُلِهَا، وَأَقْصَدَتْ بِأَسْهُمِهَا، وَأَعْلَقَتِ الْمَرْءَ أَوْهَاقَ الْمَنِيَّةِ قَائِدَةً لَهُ إِلى ضَنْكَ الْمَضْجَعِ، وَوَحْشَةِ الْمَرْجِعِ، ومُعَايَنَةِ الْـمَحَلِّ، وَثَوَابِ الْعَمَلِ، وَكَذلِكَ الْخَلَفُ بِعَقْبِ السَّلَفِ، لاَتُقْلِعُ الْمَنِيَّةُ اخْتِرَاماً، وَلاَيَرْعَوِي الْبَاقُونَ اجْتِرَاماً، يَحْتَذُون مِثَالاً، وَيَمْضُونَ أَرْسَالاً، إِلَى غَايَةِ الانْتِهَاءِ، وَصَيُّورِ الْفَنَاءِ. بعد الموت البعث: حَتَّى إِذَا تَصَرَّمَتِ الاُْمُورُ، وَتَقَضَّتِ الدُّهُورُ، وَأَزِفَ النُّشُورُ، أَخْرَجَهُمْ مِنْ ضَرَائِحِ الْقُبُورِ، وَأَوْكَارِ الطُّيُورِ، وَأَوْجِرَةِ السِّبَاعِ، وَمَطَارِحِ الْمَهَالِكِ، سِرَاعاً إِلَى أَمْرِهِ، مُهْطِعِينَ إِلَى مَعَادِهِ، رَعِيلاً صُمُوتاً، قِيَاماً صُفُوفاً، يَنْفُذُهُمُ الْبَصَرُ، وَيُسْمِعُهُمُ الدَّاعِي، عَلَيْهِمْ لَبُوسُ الاسْتِكانَةِ، وَضَرَعُ الاسْتِسْلاَمِ وَالذِّلَّةِ، قَدْ ضَلَّتِ الْحِيَلُ، وانْقَطَعَ الاَْمَلُ، وَهَوَتِ الاَْفْئِدَةُ كَاظِمَةً، وَخَشَعَتِ الاَْصْوَاتُ مُهَيْنِمَةً، وَأَلْجَمَ الْعَرَقُ، وَعَظُمَ الشَّفَقُ، وَأُرْعِدَتِ الاَْسْمَاعُ لِزَبْرَةِ الدَّاعِي إِلَى فَصْلِ الْخِطَابِ، وَمُقَايَضَةِ الْجَزَاءِ، وَنَكَالِ الْعِقَابِ، وَنَوَالِ الثَّوَابِ. [تنبيه الخلق]: عِبَادٌ مَخْلُوقُونَ اقْتِدَاراً، وَمَرْبُوبُونَ اقْتِسَاراً، و َمَقْبُوضُونَ احْتِضَاراً، وَمُضَمَّنُونَ أَجْدَاثاً، وَكَائِنُونَ رُفَاتاً، وَمَبْعُوثُونَ أَفْرَاداً، وَمَدِينُون جَزَاءً، وَمُمَيَّزُونَ حِسَاباً; قَدْ أُمْهِلُوا في طَلَبِ الْـمَخْرَجِ، وَهُدُوا سَبِيلَ الْمَنْهَجِ، وَعُمِّرُوا مَهَلَ الْمُسْتَعْتِبِ، وَكُشِفَتْ عَنْهُمْ سُدَفُ الرِّيَبِ، وَخُلُّوا لمِضْماَرِ الْجِيَادِ، وَرَوِيَّةِ الارْتِيَادِ، وَأَنَاةِ الْمُقْتَبِسِ الْمُرْتَادِ، فِي مُدَّةِ الاَْجَلِ، وَمُضْطَرَبِ الْمَهَلِ. دنيا وپېژنئ: د حرامې دنيا اوبه تل خړې وي ننداره يې زړۀ راکښونکې خو انجام يې خطرناک دے. غولوونکې او ښکلې ده خو پاتې کېدونکې نۀ ده ، ختمېدونکې رڼا او پرېوتونکے نمر، ختمېدونکے سيورے او ورانېدونکې ستنه ده. کله چې له دنيا کرکه لرونکي په هغې پورې زړۀ وتړي او پردي ورباندې ډاډه شي، نو د اړي مار اس په شان يې په ځمکه ووهي او په دام يې ګرفتار کړي. خپل غشي ورپرېږدي او مرۍ ته يې د مرګ پړي ورواچوي. بيا يې تنګ قبر او وېروونکے کور ته راکاږي چې په خپل نوې کور او ګور کې جنت او دوزخ وويني، او د خپلو عملونو بدله وګوري. همدغه شان راتلونکي په تلونکو پسې روان وي ، نۀ مرګ له انسانه لاس اخلي او نۀ خلک له ګناهونو لاس په سر کېږي تر دې چې د ژوند پاې او د فنا او نيستۍ منزل ته ورځغلي. لويه ورځ: تر دې چې چارې تېرې شي او وختونه لاړ شي او لويه ورځ راشي. په هغه ورځ به انسانان د ګورونو له څمڅو، د مارغانو له ځالو، د ځناورو له غارونو، او د جنګ له ډګرونو را پورته کړې شي او په تلوار به د خپل پالونکي په امر ورروان وي، بيا به د خاموشو ډلو، او قرارو ليکو په ډول ورحاضر شي،د خداے پاک بينا سترګې به يې ويني او د فرښتو غږونه به وررسېږي.د نياز او عاجزۍ جامې به يې اغوستې وي، د دهوکې او فريب ورونه به تړلي شوي وي او هيلې به غوڅې وي. دغلته به نو زړونه قرار، غږونه ورو، او خولې به له تندو داسې جاري وي چې انان به د خبرو امکان قدرې نه لري. په هر ځاے به وېره او ترهه خپره وي، د ډنډورچي بوږنوونکي غږ به ټول لړزولي وي او د عدالت په لور به يې د ثواب او عقاب لپاره بيائي. د خداے د بندګانو حالات: دا هماغه بندګان دي چې دخداے په قدرتمن لاس وپنځول شول او بې له خپلې ارادې وروزل شول، بيا د قبر په زانګو کې وراستۀ شول، او يوه ورځ به په يوزاې سر له قبرونو راپاڅيږي او د جزا لپاره به ورسره ځير حساب کتاب کېږي. دوي ته د دنيا څو ورځې مهلت ورکړے شوے ؤ چې په نيغه لاره ګام کېږدي،د نجات لاره ورښودل شوې وه چې د خداے رضا ولټوي، د شک او تر ديد تيارې ورځينې لرې کړې شوې او آزاد پرېښودل شول چې د نيکيو د لاسته راوړلو سيالۍ ته ځانونه چمتو کړي، د فکرونو نيلي وځغلوي او د الهي رڼا د پېژندلو لپاره په دنيا کې هڅه وکړي. فضل التذكير:فَيَا لَهَا أَمْثَالا ًصَائِبَةً وَ مَوَاعِظَ شَافِيَةً، لَوْ صَادَفَتْ قُلُوبا ًزاكِيَةً، وَأَسْمَاعاً وَاعِيَةً، وَآرَاءً عَازِمَةً، وَأَلْبَاباً حَازِمَةً! فَاتَّقُوا اللهَ تَقِيَّةَ مَنْ سَمِعَ فَخَشَعَ وَاقْتَرَفَ فَاعْتَرَفَ، وَوَجِلَ فَعَمِلَ وَ حَاذَرَ فَبَادَرَ، وَأَيْقَنَ فَأَحْسَنَ، وَعُبِّرَ فَاعْتَبَرَ، وَحُذِّرَ [فَحَذِرَ وَزُجِرَ ]فَازْدَجَرَ، وَأَجَابَ فأَنَابَ، وَرَاجَعَ فَتَابَ، وَاقْتَدَى فَاحْتَذَى، وَأُرِيَ فَرَأَى، فَأَسْرَعَ طَالِباً، وَنَجَا هَارِباً، فَأَفَادَ ذَخِيرَةً، وَأَطَابَ سَرِيرَةً، وَعَمَّرَ مَعَاداً، وَاسْتَظْهَرَ زَاداً لِيَوْمِ رَحِيلِهِ وَوَجْهِ سَبِيلِهِ، وَحَالِ حَاجَتِهِ، وَمَوْطِنِ فَاقَتِهِ، وَقَدَّمَ أَمَامَهُ لِدَارِ مُقَامِهِ. فَاتَّقُوا اللهَ عِبَادَ اللهِ جِهَةَ مَا خَلَقَكُمْ لَهُ، وَاحْذَرُوا مِنْهُ كُنْهَ مَا حَذَّرَكُمْ مِنْ نَفْسِهِ، وَاسْتَحِقُّوا مِنْهُ مَا أَعَدَّ لَكُمْ بِالتَّنَجُّزِ لِصِدْقِ مِيعَادِهِ، وَالْحَذَرِ مِنْ هَوْلِ مَعَادِهِ. عبرتناک پندونه:انسان ته څومره ښه مثالونه او رسا پندونه مخې ته پراتۀ دي چې ښائي په پاکو زړونو اثر وکړي په اورېدونکو غوږونو کې ځاے شي او له باتدبيره عقلونو او هوډمنو فکرونو سره مخامخ شي. له خدايه د هغه چا په شان وويرېږئ چې د حق خبره يې واورېده او خاضع شو، ګناه يې وکړه او بيا يې اعتراف وکړ، وويرېدۀ او نيکو چارو ته يې مخه کړه، ډډه يې وکړه او پرمخ لاړ، يقين يې پېدا کړ او نېک شو، نصحيت ورته وشو او د زړۀ په غوږ و يې واورېده، ووېرول شو نو نافرماني يې ونه کړه ، خبردارے ورکړے شو او خداے ته يې مخه کړه،مثبت ځواب يې ورکړ، لمنځ او زاري يې وکړه،جاروت او توبه يې وکړه،د الهي لارښوونکو په پلۀ لاړ او پېروي يې وکړه، لاره يې وروښودله او وې پېژندله،د حق په لور وځغلېد او له نافرمانۍ وتښتېد، د اطاعت ګټه يې توښه کړه او زړۀ يې پاک وساتۀ،آخرت يې آباد کړ او د حرکت په ورځ يې د ضرورت د وخت لپاره توښه تياره کړه، او هغه يې له ځانه مخکې خپلې استوګنې ته ولېږله، اے دخداے بندګانو! د خپل خلقت د مقصد د غږملتيا لپاره له خدايه وويرېږئ، او لکه څنګه يې چې وډرولئ د هغه له اوامرو له سرغړونې وويريږئ، چې د خداے پاک د وعدو استحقاق پېدا کړئ او د قيامت د ورځې له ترهې بچ شئ. منها: التذكير بضروب النعم:جَعَلَ لَكُمْ أسْمَاعاً لِتَعِيَ مَا عَنَاهَا، وَأَبْصَاراً لِتَجْلُوَ عَنْ عَشَاهَا، وَأَشْلاَءً جَامِعَةً لاَِعْضَائِهَا، مُلاَئِمَةً لاَِحْنَائِهَا في تَرْكِيبِ صُوَرِهَا، وَمُدَدِ عُمُرِهَا، بِأَبْدَان قَائِمَة بِأَرْفَاقِهَا، وَقُلُوب رائِدَة لاَِرْزَاقِهَا، فِي مُجَلِّلاَتِ نِعَمِهِ، وَمُوجِبَاتِ مِنَنِهِ، وَحَوَاجِزِ عَافِيَتِهِ. وَقَدَّرَ لَكُمْ أَعْمَاراً سَتَرَهَا عَنْكُمْ، وَخَلَّفَ لَكُمْ عِبَراً مِنْ آثَارِ الْمَاضِينَ قَبْلَكُمْ، مِنْ مُسْتَمْتَعِ خَلاَقِهِمْ، وَمُسْتَفْسَحِ خَنَاقِهِمْ. أَرْهَقَتْهُمُ الْمَنَايَا دُونَ الاْمَالِ، وَشَذَّبَهمْ عَنْهَا تَخَرُّمُ الاْجَالِ، لَمْ يَمْهَدُوا فِي سَلاَمَةِ الاَْبْدَانِ، وَلَمْ يَعْتَبِرُوا فِي أُنُفِ الاَْوَانِ. فَهَلْ يَنْتَظِرُ أَهْلُ بَضَاضَةِ الشَّبَابِ إِلاَّ حَوَانِيَ الْهَرَمِ؟ وَأَهْلُ غَضَارَةِالصِّحَّةِ إِلاَّ نَوَازِلَ السَّقَمِ؟ وَأَهْلُ مُدَّةِ الْبَقَاءِ إِلاَّ آوِنَةَ الْفَنَاءِ؟ مَعَ قُرْبِ الزِّيَالِ، وَأُزُوفِ الانتِقَالِ، وَعَلَزِ الْقَلَقِ، وَأَلَمِ الْمَضَضِ، وَغُصَصِ الْجَرَضِ، وَتَلَفُّتِ الاِسْتِغَاثَةِ بِنُصْرَةِ الْحَفَدَةِ وَالاَْقْرِبَاءِ، وَالاَْعِزَّةِ وَالْقُرَنَاءِ! فَهَلْ دَفَعَتِ الاَْقَارَبُ، أَوْ نَفَعَتِ النَّوَاحِبُ؟ د نصحيت منلو لارې چارې:هغۀ غوږونه درکړل چې د کار خبرې ياد ولرئ او سترګې يې درکړې چې له تيارو بچ شئ، او د بند ټول غړي يې غږمله او متناسب درعطا کړل چې د صورتونو په ظاهري جوړښت او د عمر په دروان کې سره غږمله وي. دا صوري ترکيب يو خو په بدنونو قائم دے چې ستاسو لپاره ګټه ور دي او بل په زړونو چې ټول بدن ته په فشار سره روزي رسوي او دخداے له برمناکو نعمتونو برخمن دي. او د نعمتونو په وړاندې منندوي، او له خداے ورکړې سلامتيا برخور. خداے ستاسو د هر يو د ژوند موده ټاکلې خو له تاسو يې پټه ساتلې ده. او د تېرو خلکو له نښو او آثار و يې تاسو ته پندناک عبرتونه ذخيره کړي دي. هغه کسان چې له دنيا يې خوندونه واخېستل، او له مرګه مخکې يې هوسا او خوشحاله ژوند لرۀ خو آخر يې مرګ ګريوانۀ ته ورسېد او هغوي يې له خپلو هيلو جدا کړل، نو چا چې د سلامتيا په ورځو کې څه ذخيره نه کړل او د ژوند په خوښو ورځو کې يې عبرت وانۀ خېست،نو آيا داخلک د ځوانۍ او طاقت په ورځو کې د زړبوډۍ او ناتوانۍ په طمعه دي؟ او د سلامتيا په ورځو کې د ناروغۍ او بلاګانو په انتظار دي؟ او څوک چې ژوندي دي له فنا او نيستۍ بغېر بله طمعه کولي شي؟ سره له دې چې د بيلتانۀ او دزړونو د درزېدو وخت نزدے دے چې د درد خوند به وڅکي او د غم شربت به يې مرۍ ورترخه کړي ، د مدد مدد چغې به وهي او له خپلو بچيانو او خپلوانو به مرسته غواړي خو آيا خپلوان ترې مرګ غړولے شي او چغې سورې څه ګټه وررسولې شي؟ الاعتبار بالموتوَقَدْ غُودِرَ فِي مَحَلَّةِ الاَْمُوَاتِ رَهِيناً، وَفِي ضِيقِ الْمَضْجَعِ وَحِيداً، قَدْ هَتَكَتِ الْهَوَامُّ جِلْدَتَهُ، وَأَبْلَتِ النَّوَاهِكُ جِدَّتَهُ، وَعَفَتِ الْعَوَاصِفُ آثَارَهُ، وَمَحَا الْحَدَثَانُ مَعَالِمَهُ، وَصَارَتِ الاَْجْسَادُ شَحِبَةً بَعْدَ بَضَّتِهَا، وَالْعِظَامُ نَخِرَةً بَعْدَ قُوَّتِهَا، وَالاَْرْوَاحُ مُرْتَهَنَةً بِثِقَلِ أَعْبَائِهَا مُوقِنَةً بَغَيْبِ أَنْبَائِهَا، لاَ تُسْتَزَادُ مِنْ صَالِحِ عَمَلِهَا، وَلاَ تُسْتَعْتَبُ مِنْ سَيِّىءِ زَلَلِهَا! أَوَلَسْتُمْ أَبْنَاءَ الْقَوْمِ وَالابَاءَ، وَإِخْوَانَهُمْ وَالاَْقْرِبَاءَ؟ تَحْتَذُونَ أَمْثِلَتَهُمْ، وَتَرْكَبُونَ قِدَّتَهُمْ، وَتَطَؤُونَ جَادَّتَهُمْ؟! فَالْقُلُوبُ قَاسِيَةٌ عَنْ حَظِّهَا، لاَهِيَةٌ عَنْ رُشْدِهَا، سَالِكَةٌ في غَيْرِ مِضْمارِهَا! كَأَنَّ الْمَعْنِيَّ سِوَاهَا، وَكَأَنَّ الرُّشْدَ في إحْرَازِ دُنْيَاهَا. التحذير من هول الصراط:وَاعْلَمُوا أَنَّ مَجَازَكُمْ عَلَى الصِّراطِ وَمَزَالِقِ دَحْضِهِ، وَأَهَاوِيلِ زَلَلِهِ، وَتَارَاتِ أَهْوَالِهِ; له مرګه عبرتحال دا چې اوس يې نو هغه د مړو په محله کې کوز کړے د قبر په تياروکې يواځې پاتې شوے،د ځمکې چينجو يې پوستکے ورڅيرې کړے،او د قبر کاڼو لوټو يې بدن روست کړے دے، سختو زولونو يې نخښې ورانې کړې او د شپې او ورځو تېرښت يې آثار له مينځه وړي دي. دلته به نو بدنونه له تانداولي وراستۀ وراستۀ او خاورې شي او هډونه به له سختۍ او مضبوطوالي ورستۀ وراستۀ شي، او کله چې ارواح د لويو ګناهونو ګروي شي نو دغلته ده چې انسان په پټو رازونو يقين پېدا کوي خو اوبۀ له ورخه تېرې وي نور نو نۀ هغه نېک عملونه کولي شي او نه له بدو کړو توبه ايستلې شي. آيا تاسو د هماغه کسانو بچيان، پلاران،وروڼه او خپلوان نه يئ چې اوس د هغوي په ځاے راغلي يئ او د هغوي په پلۀ مو پل ايښے او په لاره يې روان يئ؟ خو افسوس چې زړونه سخت شوي او نصيحت پرې اثر نه کوي. د کمال له لارې پاتې راغلي او په کومه لاره چې نه ښائي روان دي.ته به وائې دا عبرتونه او نصحيتونه د هغوي لپاره نه دي،او نجات او ژغورنه د دنيا په ګټلو کې ګڼي. خبر اوسئ چې له صراطه تېرېدل دي، له هغې لارې چې تېرېدل ترې خطرناک دي او د تيندک خوړلو ، ښوېدلو او پرله پسې وېرېدلو لاره ده. فَاتَّقُوا اللهَتَقِيَّةَ ذِي لُبٍّ شَغَلَ التَّفَكُّرُ قَلْبَهُ، وَأَنْصَبَ الْخَوْفُ بَدَنَهُ، وَأَسْهَرَ التَّهَجُّدُ غِرَارَ نَوْمِهِ، وَأَظْمَأَ الرَّجَاءُ هَوَاجِرَ يَوْمِهِ، وَظَلَفَ الزُّهْدُ شَهَوَاتِهِ، وَأَوْجَفَ الذِّكْرُ بِلِسَانِهِ، وَقَدَّمَ الْخَوْفَ لاَِمَانِهِ، وَتَنَكَّبَ الَْمخَالِجَ عَنْ وَضَحِ السَّبِيلِ، وَسَلَكَ أَقْصَدَ المَسَالِكَ إِلَى النَّهْجِ الْمَطْلُوبِ; وَلَمْ تَفْتِلْهُ فَاتِلاَتُ الْغُرُورِ، وَلَمْ تَعْمَ عَلَيْهِ مُشْتَبِهَاتُ الاُْمُورِ، ظَافِراً بِفَرْحَةِ الْبُشْرَى، وَرَاحَةِ النُّعْمَى، في أَنْعَمِ نَوْمِهِ، وَآمَنِ يَوْمِهِ. قَدْ عَبَرَ مَعْبَرَ الْعَاجِلَةِ حَمِيداً، وَقَدَّمَ زَادَ الاْجِلَةِ سَعِيداً، وَبَادَر منْ وَجَل، وَأَكْمَشَ فِي مَهَل، وَرَغِبَ فِي طَلَب، وَذَهَبَ عَنْ هَرَب، وَرَاقَبَ فِي يَوْمِهِ غَدَهُ، وَنَظَرَ قُدُماً أَمَامَهُ. فَكَفَى بِالْجَنَّةِ ثَوَاباً وَنَوَالاً، وَكَفى بَالنَّارِ عِقَاباً وَوَبَالاً! وَكَفَى بِاللهِ مُنْتَقِماً وَنَصِيراً! وَكَفَى بِالكِتَابِ حَجيجاً وَخَصِيماً! الوصية بالتقوى: أُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللهِ الَّذِي أَعْذَرَ بِمَا أَنْذَرَ، وَاحْتَجَّ بِمَا نَهَجَ، وَحَذَّرَكُمْ عَدُوّاً نَفَذَ فِي الصُّدُورِ خَفِيّاً، وَنَفَثَ فِي الاذَانِ نَجِيّاً، فَأَضَلَّ وَأَرْدَى، وَوَعَدَ فَمَنَّى، وَزَيَّنَ سَيِّئَاتِ الْجَرَائِمِ، وَهَوَّنَ مُوبِقَاتِ الْعَظَائمِ، حَتَّى إِذَا اسْتَدْرَجَ قَرِينَتَهُ، وَاستَغْلَقَ رَهِينَتَهُ، أَنْكَرَ مَا زَيَّنَ، وَاسْتَعْظَمَ مَا هَوَّنَ، وَحَذَّرَ مَا أَمَّنَ. د تقوا بيلګې او نمونېاے د خداے بندګانو! له خدايه ووېرېږئ د هغه پوهه کس په شان چې زړۀ يې په تفکر مشغول وي او له خدايه وېره يې په بدن خپره وي.تهجدونو يې خوب له سترګو تښتولے وي او د ثواب په طمه د ورځې ګرمي په تنده تېروي.په زهد سره يې شهوتونه وژلي وي او د خداے نامه يې تل په ژبه جاري وي. له خدايه وېره يې د قيامت په ورځ د خوندي پاتې کېدو لپاره له ځانه مخکې لېږلې وي .او بې له حقه يې له ټولو لارو سترګې پټې کړې وي او تر ټولو په ښه لاره باندې چې انسان حق ته رسوي يون کوي.هيڅ څه يې نه غره کوي او ستونځې اوشبهې يې نه ړندوي.د جنت ،او په تل پاتو نعمتونو او قرارو ورځو کې د ژوند زيري خوشحال کړے وي. د دنيا له سرايه په ښه توګه تېر شوے او د آخرت توښه يې له ځانه مخکې لېږلې وي او د قيامت له وېرې په نېکو عملونو کې پېشقدم شوے وي.د ژوند ورځې يې د پالونکي په اطاعت کې په تلوار کولو تېرې کړې وي او د خداے پاک د رضا لپاره يې هڅه او زيار اىستلے او له بديو تښتېدلے وي. نن يې د سبا خيال ساتلے او همدا اوس يې خپل راتلونکے لىدلے وي. نو جنت د نيکو چارو د بدلې لپاره غوره او دوزخ د بدوچارو د سزا لپاره مناسب دے. او خداے له ظالمانو څخه د بدلې اخېستلو لپاره بس دے.او قرآن د د ښمن په وړاندې د حجت راوړلو لپاره بس دے. پام چې شېطان مو وسوسه نه کړي: تاسو ته له خدايه د وېرې او تقوا سپارښتنه کوم، هغه خداے پاک چې په بيا بيا وېرولو سره يې په تاسو باندې د عذر لاره بنده کړې او په روښانه دليل او برهان سره يې حجت در بشپړ کړے دے. او تاسو يې خبردار کړي يئ د شېطان له تربګنۍ چې په پټه سينو ته لاره کوي.او غلي شان په غوږونو کې رازونه وائي،ګمراه او سپک دي او د دروغو وعدې درکوي او د هغو په ارمان او په طمعه مو پرېږدي.د ګناهانو بدرنګۍ ښکلې برېښوي او لوي ګناهونو واړه ګڼي او قرار قرار خپل دوستان غولوي.بيا نو هغو کسانو ته چې په لومه کې ګير شوې دي د ژغورنې او نجات لاره بندوي او د قيامت په ورځ د هغه څه چې انسان ته يې ښکلي برېښول انکار کوي. او څه يې چې درآسان کړي ډېر لوي اوسخت يې ګڼي او له څه يې چې خپل پېروان خوندي ګڼل له هغه يې سخت وېروي. منها: في صفة خلق الانسان:أَمْ هذَا الَّذِي أَنْشَأَهُ فِي ظُلُمَاتِ الاَْرْحَامِ، وَشُغُفِ الاَْسْتَارِ، نُطْفَةً دِفاقاً، وَعَلَقَةً مِحَاقاً، وَجَنِيناً وَرَاضِعاً، وَوَلِيداً وَيَافِعاً ، ثُمَّ مَنَحَهُ قَلْباً حَافِظاً، وَلِساناً لاَفِظاً، وَبَصَراً لاَحِظاً، لِيَفْهَمَ مُعْتَبِراً، وَيُقَصِّرَ مُزْدَجِراً; حَتَّى إِذَا قَامَ اعْتِدَالُهُ، وَاسْتَوَى مِثالُهُ، نَفَرَ مُسْتَكْبِراً، وَخَبَطَ سَادِراً، مَاتِحاً فِي غَرْبِ هَوَاهُ، كَادِحاً سَعْياً لِدُنْيَاهُ، فِي لَذَّاتِ طَرَبِهِ، وَبَدَوَاتِ أَرَبِهِ; لاَ يَحْتَسِبُ رَزِيَّةً، وَلاَ يَخْشَعُ تَقِيَّةً; فَمَاتَ فِي فِتْنَتِهِ غَرِيراً، وَعَاشَ فِي هَفْوَتِهِ أسيراً، لَمْ يُفِدْ عِوَضاً، وَلَمْ يَقْضِ مُفْتَرَضاً. دَهِمَتْهُ فَجَعَاتُ الْمَنِيَّةِ فِي غُبَّرِ جِمَاحِهِ، وَسَنَنِ مِرَاحِهِ، فَظَلَّ سَادِراً، وَبَاتَ سَاهِراً فِي غَمَرَاتِ الاْلاَمِ، وَطَوَارِقِ الاَْوْجَاعِ والاَْسْقَامِ، بَيْنَ أَخ شَقِيق، وَوَالِد شَفِيق، وَدَاعِيَة بِالْوَيْلِ جَزَعاً، وَلاَدِمَة لِلصَّدْرِ قَلَقاً. وَالْمَرءُ فِي سَكْرَة مُلْهِية، وَغَمْرَة كَارِثَة، وَأَنَّة مُوجِعَة، وَجَذْبَة مُكْرِبَة وَسَوْقَة مُتْعِبَة. ثُمَّ أُدْرِجَ فِي أَكْفَانِهِ مُبْلِساً، وَجُذِبَ مُنْقَاداً سَلِساً، ثُمَّ أُلْقِيَ عَلَى الاَْعَوادِ رَجِيعَ وَصِب، وَنِضْوَ سَقَم، تَحْمِلُهُ حَفَدَةُ الْوِلْدَانِ، وَحَشَدَةُ الاِْخْوَانِ، إِلَى دَارِ غُرْبَتِهِ، وَمُنْقَطَعِ زَوْرَتِهِ; حَتَّى إِذَا انْصَرَفَ الْمُشَيِّعُ، وَرَجَعَ الْمُتَفَجِّعُ أُقْعِدَ فِي حُفْرَتِهِ نَجِيّاً لِبَهْتَةِ السُّؤَالِ، وَعَثْرَةِ الامْتِحَانِ. وَأَعْظَمُ مَاهُنَالِكَ بَلِيَّةً نُزُلُ الْحَمِيم، وَتَصْلِيَةُ الْجَحِيمِ، وَفَوْرَاتُ السَّعِيرِ، وَسَوْراتُ السَّعِيرِ، لاَ فَتْرَةٌ مُرِيحَةٌ، وَلاَ دَعَةٌ مُزِيحَةٌ، وَلاَ قُوَّةٌ حَاجِزَةٌ، وَلاَ مَوْتَةٌ نَاجِزَةٌ، وَلاَ سِنَةٌ مُسَلِّيَةٌ، بَيْنَ أَطْوَارِ الْمَوْتَاتِ، وَعَذَابِ السَّاعَاتِ! إنّا للهِ وَإنّا إليهِ راجعُونَ! إِنَّا بِاللهِ عَائِذُونَ! د انسان د خلقت حېرانتياوېآيا دا انسان هماغه نطفه او چکه وينه نه ده چې خداے پاک د مور د خېټې په تيارو او پيچلو پردو کې پيدا کړ؟ تر دې چې يو جنين او بچے يې جوړ کړ بيا تي روے ماشوم شو، بيا لوے او لوے شو تر دې چې په هلکوانۍ (نوجوانۍ) کې يې ګام کېښوده. بيا يې ورته ساتونکے ( فکر کوونکے) زړۀ، ويانده ژبه، او رڼې سترګې ورکړې چې په عبرتونو ځان ښه پوه کړي او له بديو وغړيږي. خو کله يې چې ځواني کمال ته ورسېده او په خپلو پښو ودرېد نو سرغړونه يې پېل کړه او له خدايه يې مخ واړوۀ،او په غلطو لارو سر او په خواهشاتو کې غرق شو.او د دنيا د خوندونو لپاره يې ډېرې هڅې وکړې ، د دنيا په مزو مست شو او په فکر کې يې هم نه راتلله چې مصيبت راروان دے. او تقوا او وېره پکار ده. نو ناڅاپه چې د ازميښت په دغو څو ورځو کې مست او مغروره وي مرګ يې راونيسي ، هغه چې د بدبختيو په زړۀ کې څو ورځې اوسېدلے او څه يې چې بايللي په بدل کې يې څه نه دي ګټلي، او کوم واجبات يې چې پريښي لا يې قضا نه ده کړې چې د مرګ منګولو راونيوۀ، اوس يې نو ورځې په حيرت او لالهاندۍ او شپې په انديښنې او بيدارۍ تېرېږي. له مرګه عبرتورځې يې په سختيو او دردونو تېرېږي او شپې يې په کړاو او ناروغيو،اوس نو د غمخوارو وروڼو،مهربانه پلار په مخکې په کټ پروت دے چې له ډېره غمه چغې او سورې و هي. خو هغه د بيهوشۍ او د مرګ په سکراتو او سلګيو، په دردناکو چغو،سوو څړيکو،د ځنکندن په دردونو، له ځوروونکي انتظار سره لاس او ګريوان دے.تر دې چې سا يې لنډه شي او په ډېرې نهيلۍ او نااميدۍ سره يې په کفن کې ونغاړي، راپورته يې کړي او په تابوت کې يې کېږ دوي، ستړي ستومانه او کمزورے د آخرت په سفر روان شي. بچيانو وروڼو او خپلوانو په اوږو اخستے وي او دغربت او پردېسۍ تر منزله يې ورسوي، تر هغه منزله چې له دې وروسته به يې هيڅوک نه ويني. او هغه ځاے ته يې وروړاندې کړي چې د وېرې او وحشت ځاے دے. خو کله چې جنازه کوونکي ستانۀ شي او مصيبت ځپلې لاړ شي، هغه يواځې د قبر په کنده کې پاتې شي او د حيرانوونکو پوښتنو،او ښوېدونکي امتحان په وړاندې يې له خولې کړنج نۀ خېژي او دغلته تر ټولو لويه بلا د دزوخ په اور کې کوزېدل او د دوزخ د لمبو تودوښي او د غږونو يې اورېدل دي چې نه خو يوه شيبه غلي کېږي چې انسان دمه وکړي او نۀ کوم قرار موجود وي چې د انسان درد کم شي. او نۀ داسې کوم طاقت وي چې د هغۀ د سزا مخه ونيسي او نۀ مرګ وي چې له دغه کړاوه يې خلاص کړي. او نه خوب راځي چې غم او رنځ يې لرې کړي، او له ډول ډول مرګونو او سزاګانو يې وساتي، خداے پاک ته له دغه حاله پناه وړو. عِبَادَ اللهِ، [أَيْنَ] الَّذِينَ عُمِّرُوا فَنَعِمُوا، وَعُلِّمُوا فَفَهِمُوا، وَأُنْظِرُوا فَلَهَوْا، وَسُلِّمُوا فَنَسُوا؟ أُمْهِلُوا طَوِيلاً، وَمُنِحُوا جَميِلاً، وَحُذِّرُوا ألِيماً، وَوُعِدُوا جَسِيماً! احْذَرُوا الذُّنُوبَ الْمُوَرِّطَةَ، وَالْعُيُوبَ الْمُسْخِطَةَ. أُولِي الاَْبْصَارِ والاَْسْمَاعِ، وَالْعَافِيَةِ وَالمَتَاعِ، هَلْ مِنْ مَنَاص أَوْ خَلاَص، أَوْ مَعَاذ أَوْ مَلاَذ، أَوْ فِرَار أَوْ مجاز أوْ مَحَار! أَمْ لاَ؟ (فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ)! أَمْ أَيْنَ تُصْرَفُونَ! أَمْ بِمَاذَا تَغْتَرُّونَ؟ وَإِنَّمَا حَظُّ أَحَدِكُمْ مِنَ الاَْرْضِ، ذَاتِ الطُّولِ وَالْعَرْضِ، قِيدُ قَدِّهِ، مُتَعَفِّراً عَلى خَدِّهِ! الاْنَ عِبَادَ اللهِ وَالْخِنَاقُ مُهْمَلٌ، وَالرُّوحُ مُرْسَلٌ، فِي فَيْنَةِ الاِرْشَادِ، وَرَاحَةِ الاَْجْسَادِ، [وَبَاحَةِ الاحْتِشَادِ]، وَمَهَلِ الْبَقِيَّةِ، وَأُنُفِ الْمَشِيَّةِ، وَإِنْظَارِ التَّوْبَةِ، وَانْفِسَاحِ الْحَوْبَةِ قَبْلَ الضَّنْكِ وَالْمَضِيقِ، وَالرَّوْعِ وَالزُّهُوقِ، وَقَبْلَ قُدُومِ الْغَائِبِ المُنتَظَرِ، وَإِخْذَةِ الْعَزِيزِ الْمُقْتَدِرِ. وفي الخبر: أنّه(عليه السلام) لمّا خطب بهذه الخطبة اقشعرت لها الجلود، وبكت العيون، ورجفت القلوب. ومن الناس من يسمي هذه الخطبة: «الغراء». له تېرو خلکو عبرت واخلئاے د خداے بندګانو!چېرته دي هغه خلک چې خداے پاک ورته اوږدۀ عمرونه ورکړي وو چې په نعمتونو کې ژوند وکړي؟ هغوي ته تعليم ورکړے شو او پوه شول،مهلت ورکړے شو خو عمر يې چټي او فضول تېر کړ؟ له آفتونو او بلاګانو يې خبردار او لرې کړل خو دا خبرې يې هېرې کړې، اوږده موده يې مهلت ورکړ، پرېمانه نعمتونه يې ورولورول، له دردوونکي عذابه يې خبردار کړل او د تل پاتې جنت لوې وعدې يې ورکړې. اے خلکو!ډډه وکړئ له هغو ګناهانو چې تاسو هلاکوي او له هغو عيبونو چې دخداے سزا په ځان پسې لري. او د غړېدونکو سترګو، اورېدونکو غوږونو او د مال او بچيانو لرونکو! آيا دتېښتې لاره مو شته دے؟ نه بيخي نيشته. نو کله به راستنيږئ؟ په کوم لور روان يئ؟ او په څه شي غاوېره يئ؟ حال دا چې تاسو هر يو له ځمکې دومره برخه لرئ څومره مو چې ونه ده. دومره ځاے لرئ لکه يو کس چې پرې ملاست وي. اے د خداے بندګانو! همدا اوس نيکو چارو ته مخه کړئ چې لا مو د مرګ پړے مرۍ ته نه دے لوېدلے او روح مو آزاد دے چې کمالات حاصل کړي او بدنونه مو راحته دي او په داسې حالاتو کې يئ چې د يو بل ستونځې هوارولې شئ. لا مهلت لرئ، او د فېصلې ، توبې او جاروتو مهلت درته شته دے ، عمل وکړئ مخکې له دې چې د وحشت وېرې او تباهۍ په سختۍکې ګېر شئ، مخکې له دې چې مرګ چې په طمعه مو ناست دے درورسېږي او د خداے وسيال لاس مو راونيسي. (کله چې امام دا خطبه وركړه د ناستو کسانو بدنونه ولړزېدل، اوښکې يې روانې شوې او زړونه يې وويرېدل او ځينو کسانو دغه خطبې ته غرا نامه ورکړه) ﴿ څلوراتيايمه خطبه ﴾[ 84 ](د هجرت په اتۀ دېرشم کال د صفين له جنګه وروسته يې د عمرو عاص د پېژندلو او د هغۀ دآوازو او پروپېګنډو د ردولو لپاره دا خطبه په کوفې کې ورکړه) ومن كلام له عليه السلام في ذكر عمروبن العاص عَجَباً لاِبْنِ النَّابِغَةِ! يَزْعُمُ لاَِهْلِ الشَّامِ أَنَّ فِيَّ دُعَابَةً، وَأَنِّي امْرُؤٌ تِلْعَابَةٌ: أُعَافِسُ وَأُمَارِسُ! لَقَدْ قَالَ بَاطِلاً، وَنَطَقَ آثِماً. أَمَا ـ وَشَرُّ الْقَوْلِ الْكَذِبُ ـ إِنَّهُ لَيَقُولُ فَيَكْذِبُ، وَيَعِدُ فَيُخْلِفُ، وَيُسْأَلُ فَيَبْخَلُ، وَيَسْأَلُ فَيُلْحِفُ، وَيَخُونُ الْعَهْدَ، وَيَقْطَعُ الاِْلَّ; فَإِذَا كَانَ عِنْدَ الْحَرْبِ فَأَيُّ زَاجِر وَآمِر هُوَ! مَا لَمْ تَأْخُذِ السُّيُوفُ مَآخِذَهَا، فَإِذَا كَانَ ذلِكَ كَانَ أَكْبَرُ مَكيدَتِهِ أَنْ يَمْنَحَ الْقَوْمَ سُبَّتَهُ. أَمَا واللهِ إِنِّي لَـيَمْنَعُنِي مِنَ اللَّعِبِ ذِكْرُ الْموْتِ، وَإِنَّهُ لَْيمَنَعُهُ مِنْ قَوْلِ الْحَقِّ نِسْيَانُ الاْخِرَةِ، إِنَّهُ لَمْ يُبَايعْ مُعَاوِيَةَ حَتَّى شَرَطَ لَهُ أَنْ يُؤْتِيَهُ أَتِيَّةً، وَيَرْضَخَ لَهُ عَلَى تَرْكِ الدِّينِ رَضِيخَةً. د عمروعاص نفسياتد نابغې[i] د زوے عمرو عاص خبرې ته حيران يم چې د شام خلکو ته وائي چې زۀ يو ټوکمار او عياش کس يم،او ژوند په لوبو تېروم!دۀ بالکل باطله (غلطه) اود ګناه خبره کړې ده ، اے خلکوخبر اوسئ! تر ټولو بده خبره دورغ ويل دي هغه (عمروعاص) چې خبره کوي دروغ وائي او چې وعده وکړي ماتوي يې،غوښتنه کوي او ټينګار پرې کوي خو که څه ورځينې وغواړې شومتوب او بخيلي کوي. له تړون او عهد سره خيانت کوي او د خپلوۍ تعلق غوڅوي. د جنګ له پېلېدو مخکې د فتنې او شورماشور په جوړولو او امر ونهي کي مثال نه لري تر دې چې خلک تورو ته لاس کړي خو کله چې جنګ پېل او تورې بربنډې شي تر ټولو لوے چل يې دا دے چې خپل ستر بربنډ کړي او وتښتي.[ii] اے خلکو خبر اوسئ په خداے قسم د مرګ ياد ما له ټوکو او چټي کارونو غړوي . خو د آخرت هېرولو عمرو عاص د حق له خبرې غړولے دے.له معاويه سره يې بيعت ونه کړ مګر په دې شرط چې هغه ته به يو څه ورکوي. او د دين د پرېښودلو په بدل کې هغه ته بډې ورکړي. [iii] ﴿ پنځۀ اتيايمه خطبه ﴾[ 85 ]صفات ثمان من صفات الجلالوَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ: الاَْوَّلُ لاَ شَيْءَ قَبْلَهُ، وَالاخِرُ لاَ غَايَةَ لَهُ، لاَ تَقَعُ الاَْوْهَامُ لَهُ عَلى صِفَة، وَلاَ تُعْقَدُ الْقُلُوبُ مِنْهُ عَلَى كَيْفِيَّة، وَلاَ تَنَالُهُ التَّجْزِئَةُ وَالتَّبْعِيضُ، وَلاَ تُحِيطُ بِهِ الاَْبْصَارُ وَالْقُلُوبُ. منها: فَاتَّعِظُوا عِبَادَ اللهِ بِالعِبَرِ النَّوَافِعِ، وَاعْتَبِرُوا بِالاْي السَّوَاطِعِ، وَازْدَجِرُوا بِالنُّذُرِ الْبَوَالِغِ، وَانْتَفِعُوا بِالذِّكْرِ وَالْمَوَاعِظِ، فَكَأَنْ قَدْ عَلِقَتْكُمْ مَخَالِبُ الْمَنِيَّةِ، وَانْقَطَعَتْ مِنْكُمْ عَلاَئِقُ الاُْمْنِيَّةِ، وَدَهِمَتْكُمْ مُفْظِعَاتُ الاُْمُورِ، وَالسِّيَاقَةُ إِلى الْوِرْدِ المَوْرُودِ، (وَكُلُّ نَفْس مَعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ): سَائِقٌ يَسُوقُهَا إِلَى مَحْشَرِهَا; وَشاهِدٌ يَشْهَدُ عَلَيْهَا بِعَمَلِهَا. منها: في صفة الجنّة: دَرَجَاتٌ مُتَفَاضِلاَتٌ، وَمَنَازِلُ مُتَفَاوِتَاتٌ، لاَ يَنْقَطِعُ نَعِيمُهَا، وَلاَ يَظْعَنُ مُقِيمُهَا، وَلاَ يَهْرَمُ خَالِدُهَا، وَلاَ يَبْأَسُ سَاكِنُهَا. خداے پېژندنهاو ګواهي ورکوم چې بې له واحده خدايه بل خداے نيشته او شريک نه لري. داسې اول دے چې مخکې يې څه نۀ وو او داسې آخېر دے چې پاې نه لري. خيالونه د هغۀ صفت نه شي کولې او عقلونه يې کيفيت نه شي درک کولې. نه د هغۀ لپاره جز او نه تبعيض شته)نه تقسيميدے شي او نۀ په برخو وېشل کېدے شي او نه يې سترګې او زړونه د حقيقت احاطه کولې شي. اے د خداے بندګانو! له ګټورو عبرتونو پند واخلئ او له روښانوونکو ايتونو سبق . او له هغه څه چې په رسا بيان يې ورځينې وېرولي يئ ډډه وکړئ، او له يادګيرنو او موعظو فائده واخلئ، داسې لکه چې د مرګ منګولې درښخې شوې وي او د هيلو او ارمانونو لړۍ مو شلېدلې وي او د مرګ او دقيامت په لور د تګ د پېل سختيو درباندې يرغل کړے وي. هغه ورځ چې « له هر چا سره يو ګواه او ديکه ورکوونکے وي» داسې ديکه ورکوونکے چې د قيامت تر ډګره يې راکاږي. او داسې شاهد چې په عملونو يې ګواهي ورکوي. (او د دې خطبې يوه بله برخه ده چې فرمايي:)په جنت کې به تر يو بله لوړې درجې او مختلف منزلونه وي چې نعمتونه يې پاې او خاتمه نۀ لري او اوسېدونکے ترې هيڅکله نه وېستل کېږي. د تل پاتې جنت اوسېدونکي به هيڅکله نه بوډاګان کېږي او په سختيو به نه اخته کېږي. ﴿ شپږاتيايمه خطبه ﴾[ 86 ]بيان صفات الحق جلّ جلاله ثمّ عظة الناس بالتقوى والمشورةقَدْ عَلِمَ السَّرائِرَ، وَخَبَرَ الضَّمائِرَ، لَهُ الاِْحَاطَةُ بِكُلِّ شَيْء، وَالْغَلَبَةُ لِكُلِّ شَيْء، وَالْقُوَّةُ عَلى كُلِّ شَيْء. عظة النّاس: فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُ مِنْكُمْ فِي أَيَّامِ مَهَلِهِ، قَبْلَ إِرْهَاقِ أَجَلِهِ، وَفِي فَرَاغِهِ قَبْلَ أَوَانِ شُغُلِهِ، وَفِي مُتَنَفَّسِهِ قَبْلَ أَنْ يُؤْخَذَ بِكَظَمِهِ، وَلْـيُمَهِّدْ لِنَفْسِهِ وَقَدَمِهِ، وَلْيَتَزَوَّدْ مِنْ دَارِ ظَعْنِهِ لِدَارِ إِقَامَتِهِ. فَاللهَ اللهَ أَيُّهَا النَّاسُ، فِيَما اسْتَحْفَظَكُمْ مِنْ كِتَابِهِ، وَاسْتَوْدَعَكُمْ مِنْ حُقُوقِهِ، فَإِنَّ اللهَ سُبْحَانَهُ لَمْ يَخْلُقْكُمْ عَبَثاً، وَلَمْ يَتْرُكْكُمْ سُدىً، وَلَمْ يَدَعْكُمْ فِي جَهَالَة وَلاَ عَمىً، قَدْ سَمَّى آثَارَكُمْ، وَعَلِمَ أعْمَالَكُمْ، وَكَتَبَ آجَالَكُمْ، وَأَنْزَلَ عَلَيْكُمُ (الْكِتَابَ تِبْيَاناً)، وَعَمَّرَ فِيكُمْ نَبِيَّهُ أَزْمَاناً، حَتَّى أَكْمَلَ لَهُ وَلَكُمْ ـ فِيَما أنْزَلَ مِنْ كِتَابِهِ ـ [دِينَهُ] الَّذِي رَضِيَ لِنفْسِهِ، وَأَنْهَى إِلَيْكُمْ ـ عَلَى لِسَانِهِ ـ مَحَابَّهُ مِنَ الاَْعْمَالِ وَمَكَارِهَهُ، وَنَوَاهِيَهُ وَأَوَامِرَهُ، فَأَلقَى إِلَيْكُمُ الْمِعْذِرَةَ، وَاتَّخَذَ عَلَيْكُمُ الْحُجَّةَ، وَقَدَّمَ إِلَيْكُمْ بِالْوَعِيدِ، وَأَنْذَرَكُمْ بَيْنَ يَدَيْ عَذَاب شَديد. فَاسْتَدْرِكُوا بَقِيَّةَ أَيَّامِكُمْ، وَاصْبِرُوا لَهَا أَنْفُسَكُمْ، فَإِنَّهَا قَلِيلٌ فِي كَثِيرِ الاَْيَّامِ الَّتِى تَكُونُ مِنْكُم فِيهَاالْغَفْلَةُ وَالتَّشَاغُلُ عَنِ الْمَوْعِظَةِ; وَلاَ تُرَخِّصُوا لاَِنْفُسِكُمْ، فَتَذْهَبَ بِكُمُ الرُّخَصُ مَذَاهِبَ الْظَّلَمَةِ، وَلاَ تُدَاهِنُوا فَيَهْجُمَ بِكُمُ الاِْدْهَانُ عَلَى الْمَعْصِيَةِ. عِبَادَ اللهِ، إِنَّ
أَنْصَحَ النَّاسِ لِنَفْسِهِ أَطْوَعُهُمْ لِرَبِّهِ، وَإِنَّ أَغَشَّهُمْ
لِنَفْسِهِ أَعْصَاهُمْ لِرَبِّهِ; وَالْمَغْبُونُ مَنْ غَبَنَ نَفْسَهُ،
وَالْمَغْبُوطُ مَنْ سَلِمِ لَهُ دِينُهُ، وَالسَّعِيدُ مَنْ وُعِظَ بِغَيْرِهِ،
وَالشَّقِيُّ مَنِ انْخَدَعَ لِهَوَاهُ وَغُرُورِهِ. جَانِبُوا الْكَذِبَ فَإِنَّهُ مُجَانِبٌ لِلاِْيمَانِ، الصَّادِقُ عَلَى شَفَا مَنْجَاة وَكَرَامَة، وَالْكَاذِبُ عَلَى شَرَفِ مَهْوَاة وَمَهَانَة. ولاَ تَحَاسَدُوا، فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الاِْيمَانَ كَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ، وَلاَ تَبَاغَضُوا فَإِنَّهَا الْحَالِقَةُ، وَاعْلَمُوا أَنَّ الاَْمَلَ يُسْهِي الْعَقْلَ، وَيُنْسِي الذِّكْرَ، فَأَكْذِبُوا الاَْمَلَ فَإِنَّهُ غُرُورٌ، وَصَاحِبُهُ مَغْرُورٌ. خداے پاک په پټو رازونو پوه او د زړۀ له خبرو خبر دے. په هر څه باندې احاطه لري او په هر څه باندې لاسبرے، بريالے او وسيال دے. په تاسو کې دې هر کس د خپل ژوند په پاتې ورځو کې نېک کارونه وکړي مخکې له دې چې مرګ يې راورسېږي، او د فراغت په ورځو کې دې ځان پاک کړي مخکې له دې چې ناوزګاره شي. او د آزادۍ او ژوند په ورځوکې دې نيکۍ وکړي مخکې له دې چې مرګ يې له غړۍ راونيسي. نو چېرته چې روان دي د هغه ځاي لپاره دې تياري وکړي او په دې دنيا کې دې چې د کوچ ځاے دے د تل پاتې منزل لپاره توښه غونډه کړي. نو اے خلکو! د خداے لپاره ! له خدايه ووېرېږئ د قرآن په ساتنه کې چې له تاسو يې غوښتنه شوې ده او په هغو حقوقو کې چې درسپارل شوې دي. پوه شئ چې خداے تاسو چټي نه يئ پېدا کړې او په خپله مخه يې نه يئ پرېښي او ګمراه او ړاندۀ يې نه يئ ايله کړې بلکه هغۀ تاسو ته عملونه درښودلي او ترې خبر دے او ستاسو مهال وېش يې ټاکلے دے.«او په تاسو باندې يې داسې کتاب نازل کړے دے چې د هر څه بيانوونکے دے» هغه تر يوې مودې په تاسو کې پېغمبر (ص) نازل کړ چې ستاسو او د هغۀ لپاره دين بشپړ او کامل کړي او څه چې په قرا ن کې نازل شوي او خداي پرې رضا کېږي پۀ ځاے راوړئ. او د خپل استازي په ژبه يې ښې او بدې چارې او کړ مکړ په ګوته کړل. او اوامر او نواهي يې وښودل.او په تاسو باندې يې د عذر لاره بنده او غاړې يې درخلاصې کړې. له سزا مخکې يې خبر دار کړئ او له سختو عذابونو يې وويرولئ. نو پاتې ورځې مو راټينګې کړئ او له بدو چارو ځان وساتئ ځکه چې کومې ورځې مو پاتې دي د هغو ورځو په پرتله ډېرې کمې دي چې تاسو پکې غفلتونه کړي او له نصيحتونو مو مخ اړولے دے. ځان ته له حده زياته آزادي مه ورکوئ ځکه چې دا چاره مو ظلم ته کاږي او له نفس سره معامله او ورباندې مهرباني مه کوئ ګني ناڅاپه به مو د ګناه ګړنګ ته وغورځوي. اے د خداے بندګانو! په تاسو کې خپل ځان ته زيات نصيحت کوونکے هغه کس دے چې د خپل پالونکي (رب) زيات منونکے وي او کوم کس چې ځان زيات غولوي د خداے په نزد تر ټولو زيات ګناهکار دے. حقيقي تاواني هغه انسان دے چې ځان وغولوي او هغه انسان د رشک قابل دے چې دين يې روغ وي.«نيکمرغه هغه کس دے چې د نورو له ژونده عبرت واخلي» او بدمرغه هغه کس دے چې خپل نفس يې تېرباسي. خبر اوسئ! « ريا که هرڅومره لږه هم وي شرک دے» له نفس پالونکو سره ناسته پاسته له انسانه ايمان هېروي او شېطان حاضروي. له دروغو ډډه وکړئ ځکه چې دروغ له ايمانه لري دي، رښتيني د نجات او عزت په لاره دي او دروغجن د هلاکت او خوارۍ د ګړنګ په غاړه ولاړ دي. حسد مه کوئ ځکه چې حسد ايمان داسې خوري « لکه اور چې لرګي سيزي او له يو بل سره دښمني اوکينه مه کوئ ځکه چې هر څه تباه کوي» پوه شئ چې لوے لوے ارمانونه او آرزوګانې عقل غافلوي او خداے هېروي. ناروا هيلې او ارمانونه دروغ وانګيرئ ځکه چې هيلې غولوونکې او څښتن يې غولېدونکے دے. ﴿ اوۀ اتيايمه خطبه ﴾(ځينې کسان وائي چې دا خطبه يې په کوفې کې ورکړې ده) [ 87 ]في بيان صفات المتقين وصفات الفساق والتنبيه إلى مكان العترة الطيبة والظن الخاطىء لبعض الناس: عِبَادَ اللهِ، إِنَّ مِنْ أَحَبِّ عِبَادِ اللهِ إِلَيْهِ عَبْداً أَعَانَهُ اللهُ عَلَى نَفْسِهِ، فَاسْتَشْعَرَ الْحُزْنَ، وَتَجَلْبَبَ الْخَوْفَ، فَزَهَرَ مِصْبَاحُ الْهُدَى فِي قَلْبِهِ، وَأَعَدَّ الْقِرَى لِيَوْمِهِ النَّازِلِ بِهِ، فَقَرَّبَ عَلَى نَفْسِهِ الْبَعِيدَ، وَهَوَّنَ الشَّدِيدَ، نَظَرَ فَأَبْصَرَ، وَذَكَرَ فَاسْتَكْثَرَ، وَارْتَوَى مِنْ عَذْب فُرَات سُهِّلَتْ لَهُ مَوَارِدُهُ، فَشَرِبَ نَهَلاً، وَسَلَكَ سَبِيلاً جَدَداً. قَدْ خَلَعَ سَرَابِيلَ الشَّهَوَاتِ، وَتَخَلَّى مِنَ الْهُمُومِ، إِلاَّ هَمّاً وَاحِداً انْفَرَدَ بِهِ، فَخَرَجَ مِنْ صِفَةِ الْعَمَى، وَمُشَارَكَةِ أَهْلِ الْهَوَى، وَصَارَ مِنْ مَفَاتِيحِ أَبْوَابِ الْهُدَى، وَمَغَالِيقِ أَبْوَابِ الرَّدَى. قَدْ أبْصَرَ طَرِيقَهُ، وَسَلَكَ سَبِيلَهُ، وَعَرَفَ مَنَارَهُ، وَقَطَعَ غِمَارَهُ، وَاسْتَمْسَكَ مِنَ الْعُرَى بِأَوْثَقِهَا، وَمِنَ الْحِبَالِ بِأَمْتَنِهَا، فَهُوَ مِنَ الْيَقِينِ عَلَى مِثْلِ ضَوْءِ الشَّمْسِ، قَدْ نَصَبَ نَفْسَهُ للهِ ـ سُبْحَانَهُ ـ فِي أَرْفَعِ الاُْمُورِ، مِنْ إِصْدَارِ كُلِّ وَارِد عَلَيْهِ، وَتَصْيِيرِ كُلِّ فَرْع إِلى أَصْلِهِ.مِصْبَاحُ ظُلُمَات، كَشَّافُ غَشَوَات، مِفْتَاحُ مُبْهَمَات، دَفَّاعُ مُعْضِلاَت، دَلِيلُ فَلَوَات، يَقُولُ فَيُفْهِمُ، وَيَسْكُتُ فَيَسْلَمُ. قَدْ أَخْلَصَ للهِ فَاسْتَخْلَصَهُ، فَهُوَ مِنْ مَعَادِنِ دِينِهِ، وَأَوْتَادِ أَرْضِهِ. قَدْ أَلْزَمَ نَفْسَهُ الْعَدْلَ، فَكَانَ أَوَّلَ عَدْلِهِ نَفْيُ الْهَوَى عَنْ نَفْسِهِ، يَصِفُ الْحَقَّ وَيَعْمَلُ بِهِ، لاَ يَدَعُ لِلْخَيْرِ غَايَةً إِلاَّ أَمَّهَا، وَلاَ مَظِنَّةً إِلاَّ قَصَدَهَا، َدْ أَمْكَنَ الْكِتَابَ مِنْ زِمَامِهِ، فَهُوَ قَائِدُهُ وَإِمَامُهُ، يَحُلُّ حَيْثُ حَلَّ ثَقَلُهُ، وَيَنْزِلُ حَيْثُ كَانَ مَنْزِلُهُ. صفات الفساق: وَآخَرُ قَدْ تَسَمَّى عَالمِاً وَلَيْسَ بِهِ، فَاقْتَبَسَ جَهَائِلَ مِنْ جُهَّال وَأَضَالِيلَ مِنْ ضُلاَّل، وَنَصَبَ لِلنَّاسِ أَشْرَاكاً مِنْ حبالِ غُرُور، وَقَوْلِ زُور، قَدْ حَمَلَ الْكِتَابَ عَلَى آرَائِهِ، وَعَطَفَ الْحَقَّ عَلى أَهْوَائِهِ، يُؤْمِنُ مِنَ الْعَظَائِمِ، وَيُهَوِّنُ كَبِيرَ الْجَرَائِمِ، يَقُولُ: أَقِفُ عِنْدَ الشُّبُهَاتِ، وَفِيهَا وَقَعَ، وَيَقُولُ: أَعْتَزِلُ الْبِدَعَ، وَبَيْنَهَا اضْطَجَعَ، فَالصُّورَةُ صُورَةُ إِنْسَان، وَالْقَلْبُ قَلْبُ حَيَوَان، لاَ يَعْرِفُ بَابَ الْهُدَى فَيَتَّبِعَهُ، وَلاَ بَابَ الْعَمَى فيَصُدَّ عَنْهُ، فَذلِكَ مَيِّتُ الاَْحْيَاءَ! عترة النبي: (فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ)؟ و (أَنَّى تُؤْفَكُونَ)! وَالاَْعْلاَمُ قَائِمَةٌ، وَالاْيَاتُ وَاضِحَةٌ، وَالْمَنَارُ مَنْصُوبَةٌ، فَأَيْنَ يُتَاهُ بِكُمْ؟ بَلْ كَيْفَ تَعْمَهُونَ وَبَيْنَكُمْ عِتْرَةُنَبِيِّكُمْ؟ وَهُمْ أَزِمَّةُ الْحَقِّ، وَأَلْسِنَةُ الصِّدْقِ! فأَنْزِلُوهُمْ بِأَحْسَنِ مَنَازِلِ القُرْآنِ، وَرِدُوهُمْ وُرُودَ الْهِيمِ الْعِطَاشِ. أَيُّهَا النَّاسُ، خُذُوهَا عَنْ خَاتَمِ النَّبِيِّينَ صلى الله عليه وآله: إِنَّهُ يَمُوتُ مَنْ مَاتَ مِنَّا وَلَيْسَ بِمَيِّت، وَيَبْلَى مَنْ بَلِيَ مِنَّا وَلَيْسَ بِبَال»، فَلاَ تَقُولُوا بِمَا لاَتَعْرِفُونَ، فَإنَّ أَكْثَرَ الْحَقِّ فِيَما تُنْكِرُونَ، وَاعْذِرُوا مَنْ لاَ حُجَّةَ لَكُمْ عَلَيْهِ ـ وَأَنَا هُوَ ـ أَلَمْ أَعْمَلْ فِيكُمْ بِالثَّقَلِ الاَْكْبَرِ! وَأَتْرُكْ فِيكُمُ الثَّقَلَ الاَْصْغَرَ! وَرَكَزْتُ فِيكُمْ رَايَةَ الاِْيمَانِ، وَوَقَفْتُكُمْ عَلَى حُدُودِ الْحَلاَلِ وَالْحَرَامِ، وَأَلْبَسْتُكُمُ الْعَافِيَةَ مِنْ عَدْلِي، وَفَرَشْتُكُمُ المَعْرُوفَ مِنْ قَوْلي وَفِعْلي، وَأَرَيْتُكُمْ كَرَائِمَ الاَْخْلاَقِ مِنْ نَفْسِي؟ فَلاَ تَسْتَعْمِلُوا الرَّأْيَ فِيَما لاَ يُدْرِكُ قَعْرَهُ الْبَصَرُ، وَلاَ تَتَغَلْغَلُ إِلَيْهِ الْفِكَرُ. حَتَّى يَظُنَّ الظَّانُّ أَنَّ الدُّنْيَا مَعْقُولَةٌ عَلَى بَنِي أُمَيَّةَ، تَمْنَحُهُمْ دَرَّهَا، وَتُورِدُهُمْ صَفْوَهَا، وَلاَ يُرْفَعُ عَنْ هذِهِ الاُْمَّةِ سَوْطُهَا وَلاَ سَيْفُهَا، وَكَذَبَ الظَّانُّ لِذلِكَ. بَلْ هِيَ مَجَّةٌ مِنْ لَذِيذِ الْعَيْشِ يَتَطَعَّمُونَهَا بُرْهَةً، ثُمَّ يَلْفِظُونَهَا جُمْلَةً د خداے پاک ښۀ بنده: اے د خداے بندګانو! په خداے پاک باندې تر ټولو ګران بنده هغه کس دے چې د نفس په مقابله کې ورسره خداے مرسته کړې وي. هغه کس چې غم او خفګان يې شعار او د خداے ويره يې روزګار وي. د هدايت څراغ يې په زړۀ کې بله شوې وي او د روزۍ وسايل يې برابر شوي وي او سختۍ يې په ځان نزدې او آسانې کړې وي. د دنيا حقيقتونه يې د زړۀ په سترګو لىدلي وي، تل دخداے په ياد کې وي او نيک عملونه يې پرېمانه وي. د حق له رڼې چينې خړوب شوے وي هغه چينه چې په آسانه ورورسېدۀ اوبه يې ترې وڅښلې او موړ شو. او په نېغه لاره کې يې ګام اېښے وي.د شهوتونو جامه يې له تنه ايسته کړې وي او ځان يې بې له يوه غمه له ټولو غمونو خلاص کړي وي. هغه کس چې د تور زړو له ليکې او د هوا پرستو له ډلې ووتۀ او د هدايت د ورونو کنجي او د ګمراهۍ او خوارۍ د ورونو جرنده شو.د هدايت لاره يې د زړۀ په سترګو وليده او ورباندې لاړ د هغې نښې نښانېيې وپېژندې او د شهوتونو له سرکښو څپو واوړېدۀ. هغه کس چې تر ټولو کلک لاسوند او مضبوط پړي يې ونيوۀ، او يقين او حقيقت ته داسې ورسېد چې ته به وائې د هدايت نمر ورباندې وځلېد. ځان يې خداے پاک ته داسې تسليم کړ چې د هغۀ هر امر ترسره کوي او هره څانګه يې اصل ته ګرځوي. د تيارو څراغ، د تورتمونو رڼا،د بندو تمبو کنجي،د سختيو هواروونکے او د لالهاندۍ په دښتو کې د بې لارو راهنما دے.کله چې خبره کوي سړے ښۀ پوهوي او چې غلے وي په سلامتيا سره تېرېږيخپل عمل يې د خداے پاک لپاره خالص کړے او خداے پاک يې عمل قبول کړے دے(نو د دغو صفاتو په برکت) دخداے پاک د دين خزانه او د ځمکې ستن ده. په ځان يې عدالت فرض کړے او د دغه عدالت پېل دا دے چې نفساني خواهشات يې له زړۀ وېستلي دي. حق نورو ته ورپېژني او په خپله په حق عمل کوي داسې د خير کار نيشته چې دۀ پرې قيام نه وي کړے او هر چېرته چې يې د خېرګمان کړے دے اقدام يې کړے دے. خپل اختيار يې قرآن ته سپارلے او قرآن يې خپل لارښود ټاکلے دے. چېرته چې قرآن پړاؤ کړے دے هم هلته کوزيږي او چېرته چې قرآن منزل کړے دے دي هم هلته استوګنه کوي. د خداے پاک بد بنده: او دويم بنده هغه دے چې خلک ورته عالم وائي خو له علمه بې برخې او ناپوهه دے. له ناپوهانو يې ناپوهي او له ګمراهانو يې ګمراهي زده کړې او دغه خبرې يې سره غړلې او د خلکو په لاره کې يې د دروغو او کبر دامونه ايښي دي، د قرآن تفسير په خپله رايه کوي اوحق په خپله خوښه تشريحوي.خلکو ته له لويو لويو ګناهونو څخه ډاډ او خونديتوب ورکوي او لوے جرمونه واړۀ وربرېښوي. ادعا کوي چې له شبهاتو ځان ساتي خو په شبهاتو او مشکوکو چارو کې لامبوزن دے. وائي چې: له بدعته بچ يم خو په بدعتونو کې غرق دے. مخ يې د انسان او زړۀ يې د حېوان دے. د هدايت لاره نه پېژني چې لاړ شي پرې او د باطل او خطا په لاره نه پوهېږي چې ځان ورنه وساتي، نو د داسې کس مثال په ژوندو کې د مړي دے. د پيغمبر(ص) د عترت او د رښتينوامامانو پېژندنهاے خلکو! چرته روان يئ؟ ولې له حقه غړېږئ؟ د حق بيرغونه رپول شوي او نخښې يې ښکاره دي، او سره له دې چې د هدايت څراغونو لاره روښانه کړې ده د ګمراهانو په شان چېرته روان يئ؟ ولې سرګردانه يئ؟ حال دا چې د پېغمبراکرم (ص) عترت په تاسو کې موجود دے. هغوي د حق او يقين په لاره بوتلونکي، د دين پيشوايا ن، د صداقت ژبې او رښتوني دي. نو بايد د قرآن په غوره منازلوکې ځاے ورکړئ او د تږو په شان چې اوبو ته ورځغلي په هغوي ورمات شئ. اے خلکو دا حقيقت له خاتم النبيين(ص) زده کړئ چې وې فرمايل:«په مونږ اهل بيتوکې چې څوک مړ شي هغه مړ نه دے او په مونږ کې نه څوک زړيږي او نه ورستيږي» په څه چې نه پوهېږئ مه يې وائئ، ځکه چې ډېر حقايق په هغو خبرو کې پټ دي چې تاسو يې له ناپوهۍ انکار کوئ. د امام علي (ع) ځانګړتيا: اے خلکو! له هغه کس عذر وغواړئ چې په خلاف يې هيڅ عذر نه لرئ او هغه کس زۀ يم. ايا ما په تاسو کې د ثقل اکبر په اساس «چې قرآن دے» عمل ونه کړ؟ او په تاسو کې مې ثقل اصغر«د پيغمبر(ص) عترت» پرې نه ښود؟ آيا په تاسو کې د ايمان بېرغ ونۀ رپوۀ او د حلالو او حرامو له پولو مې خبر نه کړئ؟ آيا په عدل او انصاف سره مې د سلامتيا قميـص در وانۀ غوستۀ؟ نو په هغه ځاے کې چې د زړۀ سترګې يې تل نه ويني او ستاسو د فکر نيلي پکې کار نه کوي دخپل وهم او ګمان په اساس فېصله مه کوئ (د همدغه خطبې يوه برخه ده)تر دې چې په تاسو کې ځينې کسان خيال کوي چې بخت او دنيا بني اميه ؤ ته مخ اړولے دے. او هر څه يې هغوي ته ورکړي دي او هغوي يې له خپلې چينې خړوب کړې دي. او د هغوي متروکې او تورې به د دې امت له سره لرې نۀ شي (يعنې بني اميه به همېشه پاتې وي) څوک چې داسې فکر کوي په غلطه دي، ځکه چې له خوندور ژونده د بني اميه ونډه يواځې د يو ګوټ په اندزه ده يوه موده به دنيا وروي خو بيا به يې بهر راواچوي. ﴿اته اتيايمه خطبه ﴾[88](ځينې کسان وائي چې دا خطبه يې په مدينې کې د عثمان له وژل کېدو وروسته دهجرت په شپږ دېرشم کال ورکړې ده) ومن خطبة له عليه السلام [وفيها بيان للاسباب التي تهلك الناس] أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ اللهَ سُبْحانَهُ لَمْ يَقْصِمْ جَبَّارِي دَهْر قَطُّ إِلاّ بَعْدَ تَمْهِيل وَرَخَاء، وَلَمْ يَجْبُرْ عَظْمَ أَحَد مِنَ الاُْمَمِ إِلاَّ بَعْدَ أَزْل وَبَلاَء، وَفِي دُونِ مَا اسْتَقْبَلْتُمْ مِنْ خَطْب وَاسْتَدْبَرْتُمْ مِنْ خَطْب مُعْتَبَرٌ! وَمَا كُلُّ ذِي قَلْب بَلَبِيب، وَلاَ كُلُّ ذِي سَمْع بِسَمِيع، وَلاَ كُلُّ ذِي نَاظِر بِبَصِير. فَيَا عَجَباً! وَمَا لِيَ لاَ أَعْجَبُ مِنْ خَطَإِ هذِهِ الْفِرَقِ عَلَى اختِلاَفِ حُجَجِهَا فِي دِينِهَا! لاَ يَقْتَصُّونَ أَثَرَ نَبِيٍّ، وَلاَيَقْتَدُونَ بَعَمَلِ وَصِيٍّ، وَلاَ يُؤْمِنُونَ بَغَيْب، وَلاَ يَعِفُّونَ عَنْ عَيْب، يَعْمَلُونَ فِي الشُّبُهَاتِ، وَيَسِيرُونَ فِي الشَّهَوَاتِ، الْمَعْرُوفُ فِيهمْ مَا عَرَفُوا، وَالْمُنْكَرُ عِنْدَهُمْ مَا أَنْكَرُوا، مَفْزَعُهُمْ فِي الْمُعْضِلاَتِ إِلَى أَنْفُسِهمْ، وَتَعْوِيلُهُمْ فِي المُبْهماتِ عَلَى آرَائِهِمْ، كَأَنَّ كُلَّ امْرِىء مِنْهُمْ إِمَامُ نَفْسِهِ، قَدْ أَخَذَ مِنْهَا فِيَما يَرَى بَعُرىً ثِقَات، وأَسْبَاب مُحْكَمَات. د انسان د تباهۍ لاملونه او اسبابله ثنا او صفته وروسته! خداے تعالی هيڅکله د نړۍ زورواکان نه دي ځپلې مګر دا چې اول يې پرېمانه نعمتونه او مهلتونه ورکړې دي، او هيڅکله يې د يو ولس مات هډ نه دے جوړ کړے مګر دخلکو له ازميښتونو او د سختيو له زغملو وروسته! کومې سختۍ چې درمخکې دي او کومې ستونځې مو چې شاته پرېښودې پکې پرېمانه عبرتونه پراتۀ دي. نه داسې ده چې هر صاحبدل هوښيار وي او نۀ هر غوږ لرونکے اورېدونکے او نۀ هر سترګور بينا دے. حېران يم! او ولې به حېران نه يم؟ د خورو ورو ډلو له خطاګانو چې هر يو يې د خپل مذهب لپاره دليل هم لري! نه د پيغمبر(ص) په پله پل ږدي او نه يې د ځاے ناستي او جانشين خبره مني. نه په غيبو ايمان راوړي او نه ځان له غيبو ډډې ته کوي. په شبهاتو عمل کوي او د شهوتونو په جبو کې ښکيل دي. کوم کار چې کوي هغه نيکي ګڼي او د څه چې منکر دي هغې ته بد وائي. د ستونځو په هواري کې ځانته پناه وړي او په مبهماتو او نامعلومو چارو کې يواځې په خپله رايه تکيه لري.ته به وائې هر يو د ځان امام او رهبر دے چې کلک لاسونوندنه او پياوړې اسباب يې چې دوي پرې په خپله باور لري راټينګ کړې دي. ﴿ نهۀ اتيايمه خطبه ﴾[89](د ځينو شارحانو په وينا دا خطبه په کوفې کې ورکړل شوې ده)في الرسول الاعظم وبلاغ الامام عنه أَرْسَلَهُ عَلَى حِينِ فَتْرَة مِنَ الرُّسُلِ، وَطُولِ هَجْعَة مِنَ الاُْمَمِ، وَاعْتِزَام مِنَ الْفِتَنِ، وَانْتَشَار مِنَ الاُْمُورِ، وَتَلَظٍّ مِنَ الْحُرُوبِ، والدُّنْيَا كَاسِفَةُ النُّورِ، ظَاهِرَةُ الْغُرُورِ، عَلَى حِينِ اصْفِرَار مِنْ وَرَقِهَا، وَإِيَاس مِنْ ثَمَرِهَا، وَاغْوِرَار مِنْ مَائِهَا، قَدْ دَرَسَتْ أعْلامُ الْهُدَى، وَظَهَرَتْ أَعْلاَمُ الرِّدَى، فَهِيَ مُتَجَهِّمَةٌ لاَِهْلِهَا، عَابِسَةٌ فِي وَجْهِ طَالِبِهَا، ثَمَرُهَا الْفِتْنَةُ وَطَعَامُهَا الْجِيفَةُ، وَشِعَارُهَا الْخَوْفُ، وَدِثَارُهَا السَّيْفُ. فَاعْتَبِرُوا عِبَادَ اللهِ، وَاذْكُرُوا تِيكَ الَّتي آبَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ بِهَا مُرْتَهَنُونَ، وَعَلَيْهَا مُحَاسَبُونَ. وَلَعَمْرِي مَا تَقَادَمَتْ بِكُمْ وَلاَ بِهِمُ الْعُهُودُ وَلاَ خَلَتْ فِيَما بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمُ الاَحْقَابُ وَالْقُرُونُ وَمَا أَنْتُمُ الْيَوْمَ مِنْ يَوْمَ كُنْتُمْ فِي أَصْلاَبِهِمْ بِبَعِيد. وَاللهِ مَا أَسْمَعَكُمُ الرَّسُولُ صلى الله عليه وآله شَيْئاً إِلاَّ وَهَا أَنَا ذَا الْيَوْمَ مُسْمِعُكُمُوهُ، وَمَا أَسْمَاعُكُمُ الْيَوْمَ بِدُونِ أَسْمَاعِكُمْ بِالاَْمْسِ، وَلاَ شُقَّتْ لَهُمُ الاَْبصَارُ، وَجُعِلَتْ لَهُمُ الاَْفْئِدَةُ في ذلِكَ الاَْوَانِ، إِلاَّ وَقَدْ أُعْطِيتُمْ مِثْلَهَا فِي هذَا الزَّمَانِ. وَوَاللهِ مَا بُصِّرْتُمْ بَعْدَهُمْ شَيْئاً جَهِلُوهُ، وَلاَ أُصْفِيتُمْ بِهِ وَحُرِمُوهُ، وَلَقَدْ نَزَلَتْ بِكُمُ الْبَلِيَّةُ جَائِلاً خِطَامُهَا، رِخْواً بِطَانُهَا، فَلاَ يَغُرَّنَّكُمْ مَا أَصْبَحَ فِيهِ أَهْلُ الْغُرُورِ، فَإِنَّمَا هَوَ ظِلٌّ مَمْدُودٌ، إِلَى أَجَل مَعْدُود. د پيغمبر اکرم(ص) د بعثت د وخت حالاتخداي تعالي رسول الله مبارک هغه وخت په پيغمبرۍ وګماره چې د تېرو پيغمبرانو له بعثته ډېره موده اوښتې وه او اااولسونه په ژور خوب اوده وو. په نړۍ فساد او بدې چارې واکمنې وې او د جنګ لمنه هر ځاي ته غزېدلې وه. دنيا بې نوره او له مکر وفريبه ډکه وه. د ژوند د ونې پاڼې زيړې شوې او ميوه يې مړاوې شوې وه. د آب حيات چينه وچه شوې وه او د هدايت نخښېورستې او ورانې شوې وې. د هلاکت او ګمراهۍ بيرغونه ښکاره شوې وو او دنيا خلکو ته تندي تريو کړي و.او په ټولې ټنډې يې نړيوالو ته کتل. د جاهليت په وخت کې د دنيا ميوه فتنه او خواړه يې مرداره وه. باطن يې وېره او وحشت او ظاهر يې د ظالمو حکومتونو تورې وې. اي دخداے بندګانو! عبرت واخلئ او د جاهليت په وخت د خپل پلار نيکونو ژوند مه هېروئ . هغوي چې له دنيا لاړل او په خپلو عملونو پړ وو او د هغو حساب به ورسره کېږي. په خپل ځان مې قسم! ستاسو او د هغوي په مينځ کې د ژوند او مرګ او د خداے پاک له عذابه د ژغورنې هيڅ تړون نيشته. او لا خو ډېره موده نه ده تېره، او د پلار نيکونو له تېرېدو مو لا څه خاص وخت نه دي تېر.[iv] په خداے قسم! د خداے پاک استازي(ص) چې هغوي ته څه ويلې زۀ درته هماغه څه وايم . او نن ستاسو غوږونه تر هغوي کم نه دي هماغه سترګې او غوږونه چې خداے پاک هغوي ته ورکړي وو تاسو ته يې هم درکړي دي. په خداے قسم! تاسو له هغوي وروسته داسې څه نه دي لىدلي چې هغوي نه پېژندل او داسې څه نه دي درکړل شوي چې هغوي ته نه وو ورکړل شوي. ډېرو سختو پېښو درمخه کړې ده د هغه اوښ په شان چې پيزوان يې شلىدلے او تانګ يې سست شوے وي او سپرلي پرې سخته وي. پام چې هغه څه مو ونه غولوي چې دنيا پرسته يې وغولول او ځکه چې دنيا د اوږدۀ سيوري ( لومه) ده چې تر مرګه پورې به پکې انسان نښتي وي. ﴿ نوي يمه خطبه ﴾[90]بعض صفات الالهيه [الْحَمْدُ للهِ] الْمَعْرُوفِ مِنْ غَيْرِ رُؤْيَة، الْخَالِقِ مِنْ غَيْرِ رَوِيَّة، الَّذِي لَمْ يَزَلْ قَائِماً دَائِماً; إِذْ لاَ سَمَاءٌ ذَاتُ أَبْرَاج، وَلاَ حُجُبٌ ذَاتُ إِرْتَاج، وَلاَ لَيْلٌ دَاج، وَلاَ بَحْرٌ سَاج، وَلاَ جَبَلٌ ذُوفِجَاج، وَلاَ فَجٌّ ذُواعْوِجَاج، وَلاَ أَرْضٌ ذَاتُ مِهَاد، وَلاَ خَلْقٌ ذُوااعْتَِماد: ذلِكَ مُبْتَدِعُ الْخَلْقِ وَوَارِثُهُ، وَإِلهُ الْخَلْقِ وَرَازِقُهُ، وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ دَائِبَانِ فِي مَرْضَاتِهِ: يُبْلِيَانِ كُلَّ جَدِيد، وَ يُقَرِّبَانِ كُلَّ بَعِيد.قَسَمَ أَرْزَاقَهُمْ، وَأَحْصَى آثَارَهُمْ وَأَعْمَالَهُمْ، وَعَدَدَ أنْفاسَهُمْ، وَخَائِنَةَ أعْيُنِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ مِنَ الضَّمِيرِ، وَمُسْتَقَرَّهُمْ وَمُسْتَوْدَعَهُمْ مِنَ الاَْرْحَامِ وَالظُّهُورِ، إِلَى أَنْ تَتَنَاهَى بِهِمُ الْغَايَاتُ. هُوَ الَّذِي اشْتَدَّتْ نِقْمَتُهُ عَلَى أَعْدَائِهِ فِي سَعَةِ رَحْمَتِهِ، وَاتَّسَعَتْ رَحْمَتُهُ لاَِوْلِيَائِهِ فِي شِدَّةِ نِقْمَتِهِ، قَاهِرُ مَنْ عَازَّهُ، وَمُدَمِّرُ مَنْ شَاقَّهُ، وَمُذِلُّ مَنْ نَاوَاهُ، وَغَالِبُ مَنْ عَادَاهُ.مَنْ تَوَكَّلَ عَلَيْهِ كَفَاهُ، وَمَنْ سَأَلَهُ أَعْطَاهُ، وَمَنْ أَقْرَضَهُ قَضَاهُ، وَمَنْ شَكَرَهُ جَزَاهُ. عِبَادَ اللهِ، زِنُوا أَنْفُسَكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ تُوزَنُوا، وَحَاسِبُوهَا مِنْ قَبْلِ أَنْ تُحَاسَبُوا، وَتَنَفَّسُوا قَبْلَ ضِيقِ الْخِنَاقِ، وَانْقَادُوا قَبْلَ عُنْفِ السِّيَاقِ، وَاعْلَمُوا أَنَّهُ مَنْ لَمْ يُعَنْ عَلَى نَفْسِهِ حَتَّى يَكُونَ لَهُ مِنْهَا وَاعِظٌ وَزَاجِرٌ، لَمْ يَكُنْ لَهُ مِنْ غَيْرِهَا زَاجِرٌ وَلاَ وَاعِظٌ. خداے پاک پېژندنهد هغه خداے شکر کوو چې بې له دې چې ولىدل شي پېژندل شوے او بې له دې چې د فکر نيلي وځغلوي خالق دے.هغه خداے چې تل ؤ او تر ابده به وي.هغه وخت چې نۀ خو د برجونو آسمان ؤ او نۀ د پرېوتو پردو څه درک ؤ، نۀ تياره شپه وه او نۀ قرار درياب، نۀ د پرانېستو لارو غرونه و او نۀ کږلېچه درې، نۀ پراخه ځمکه وه او نۀ ويړ شوے مخلوق. هغه خداے چې د مخلوقاتو پنځګر او وارث دے. د هغوي پالونکے او رازق دے. نمر او سپوږمۍ د هغه په خوښه تاويږي چې هر نوے زړوي او هر لرے نزدے کوي. هغه ذات د مخلوقاتو رزق ويشلے او په کړو او چارو باندې يې ولکه لري. هم يې په ترڅ له کتلو خبر دے او هم يې د سينو له رازونو، هم يې د مېندو په خېټو او د پلرونو په ملاګانو کې له مقام او ځايه ، د زوکړې له ورځې واخله تر د ژوند او مرګه پورې. خداے هغه ذات دے چې له خپل پراخ رحمت سره سره په د ښمنانو سخت دے او له خپلې سختۍ سره سره په دوستانو مهربانه، څوک يې چې مقابلې ته پاڅي پرځوي يې او څوک يې چې دښمني وکړي هلاکوي يې. څوک چې له خداے سره تربګني وکړي په بده ورځ يې اړوي، او په دښمنانو بريال دے . څوک چې پرې توّکل وکړي هم هغه ورته بس دے او څوک چې ترې څه وغواړي ورکوي يې. څوک چې دخداے پاک لپاره نيستمنو او حاجتمنو ته پور ورکړي خداے يې پور ورپرې کوي او څوک يې چې مننه وکړي بدله يې ورکوي. اي دخداے بندګانو!ځانونه وتلئ (وسنجوئ) مخکې له دې چې وتللې شئ او ځانونه محاسبه کړئ مخکې له دې چې حساب کتاب درسره وشي. او ساه واخلئ مخکې له دې چې مرۍ مو تنګه شي. او فرمانبردار شئ مخکې له دې چې اطاعت ته مو اړباسي. پوه شئ چې څوک د ځان مرسته ونۀ کړي او ځان ته نصيحت او خبردارے ورنۀ کړي هيڅوک به هغه ته نصحيت ونۀ کړي او خبردارے به ورنه کړي.
|