﴿ يو نوي يمه خطبه ﴾[ 91 ]
ومن خطبة له عليه السلام تعرف بخطبة الاشباح وهي من جلائل الخُطب روى مسعدة بن صدقة عن الصادق جعفر بن محمّد عليهما السلام أنّه قال: خطب أمير المؤمنين عليه السلام والصلاة بهذه الخطبة على منبر الكوفة، وذلك أن رجلاً أتاه فقال له: يا أميرالمؤمنين! صف لنا ربّنا لنزداد له حباً وبه معرفة. فغضب عليه السلام ونادى: الصلاة جامعة، فاجتمع الناس حتى غصّ المسجد بأهله. فصعد المنبر وهو مغضب متغيّر اللون، فحمد الله سبحانه وصلّى على النبي صلى الله عليه وآله، ثمّ قال:الْحَمْدُ للهِ الَّذِي لاَ يَفِرُهُ الْمَنْعُ وَالْجُمُودُ، وَلاَ يُكْدِيهِ الاِْعْطَاءُ وَالْجُودُ; إِذْ كُلُّ مُعْط مُنْتَقِصٌ سِوَاهُ، وَكُلُّ مَانِع مَذْمُومٌ مَا خَلاَهُ، وَهُوَ الْمَنَّانُ بِفَوَائِدِ النِّعَمِ، وَعَوائِدِ المَزِيدِ وَالْقِسَمِ، عِيَالُهُ الْخَلاَئِقُ، ضَمِنَ أَرْزَاقَهُمْ، وَقَدَّرَ أَقْوَاتَهُمْ، وَنَهَجَ سَبِيلَ الرَّاغِبِينَ إِلَيْهِ، وَالطَّالِبِينَ مَا لَدَيْهِ، وَلَيْسَ بِمَا سُئِلَ بِأَجْوَدَ مِنْهُ بِمَا لَمْ يُسْأَلُ.الاَوَّلُ الَّذِي لَمْ يَكُنْ لَهُ قَبْلٌ فَيَكُونَ شَيءٌ قَبْلَهُ، وَالاخِرُ الَّذِي لَيْسَ لَهُ بَعْدٌ فَيَكُونَ شَيْءٌ بَعْدَهُ، وَالرَّادِعُ أَنَاسِيَّ الاَْبْصَارِ عَنْ أَنْ تَنَالَهُ أَوْ تُدْرِكَهُ، مَا اخْتَلَفَ عَلَيْهِ دَهْرٌ فَيَخْتَلِفَ مِنْهُ الحَالُ، وَلاَ كَانَ فِي مَكَان فَيَجُوزَ عَلَيْهِ الانتِقَالُ، وَلَوْ وَهَبَ مَاتَنَفَّسَتْ عَنْهُ مَعَادِنُ الْجِبَالِ، وَضَحِكَتْ عِنْهُ أَصْدَافُ الْبِحَارِ، مِنْ فِلِزِّ اللُّجَيْنِ وَالْعِقْيَانِ، وَنُثَارَةِ الدُّرِّ وَحَصِيدِ الْمَرْجَانِ، مَا أَثَّرَ ذلِكَ فِي جُودِهِ، وَلاَ أَنْفَدَ سَعَةَ مَا عِنْدَهُ، وَلَكَانَ عِنْدَهُ مِنْ ذَخَائِرِ الاَنْعَامِ مَا لاَ تُنْفِدُهُ مَطَالِبُ الاَنَامِ، لاَِنَّهُ الْجَوَادُ الَّذِي لاَ يَغِيضُهُ سُؤَالُ السَّائِلِينَ، وَلاَ يُبْخِلُهُ إِلْحَاحُ المُلِحِّينَ. صفات الله تعالى في القرآنفَانْظُرْ أَيُّهَا السَّائِلُ: فَمَا دَلَّكَ الْقُرْآنُ عَلَيْهِ مِنْ صِفَتِهِ فَائْتَمَّ بِهِ وَاسْتَضِىءْ بِنُورِ هِدَايَتِهِ، وَمَا كَلَّفَكَ الشَّيْطَانُ عِلْمَهُ مِمَّا لَيْسَ فِي الْكِتَابِ عَلَيْكَ فَرْضُهُ، وَلاَ فِي سُنَّةِ النَّبِيِّ(صلى الله عليه وآله) وَأَئِمَّةِ الْهُدَى أَثَرُهُ، فَكِلْ عِلْمَهُ إِلَى اللهِ سُبْحَانَهُ، فَإِنَّ ذلِكَ مُنْتَهَى حَقِّ اللهِ عَلَيْكَ. وَاعْلَمْ أَنَّ الرَّاسِخِينَ فِي الْعِلْمِ هُمُ الَّذِينَ أَغْنَاهُمْ عَنِ اقْتِحَامِ السُّدَدِ الْمَضْرُوبَةِ دُونَ الْغُيُوبِ، الاِْقْرَارُ بِجُمْلَةِ مَا جَهِلُوا تَفْسِيرَهُ مِنَ الْغيْبِ الْـمَحْجُوبِ، فَمَدَحَ اللهُ ـ تَعَالَى ـ اعْتِرَافَهُمْ بِالْعَجْزِ عَنْ تَنَاوُلِ مَا لَمْ يُحِيطُوا بِهِ عِلْماً، وَسَمَّى تَرْكَهُمُ التَّعَمُّقَ فِيَما لَمْ يُكَلِّفْهُمُ الْبَحْثَ عَنْ كُنْهِهِ رُسُوخاً، فاقْتَصِرْ عَلَى ذَلِكَ، وَلاَتُقَدِّرْ عَظَمَةَ اللهِ سُبْحَانَهُ عَلَى قَدْرِ عَقْلِكَ فَتَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ. هُوَ الْقَادِرُ الَّذِي إِذَا ارْتَمَتِ الاَوْهَامُ لِتُدْرِكَ مُنْقَطَعَ قُدْرَتِهِ، وَحَاوَلَ الْفِكْرُ الْمُبَرَّأُ مِنْ خَطَرَاتِ الْوَسَاوِسِ أَنْ يَقَعَ عَلَيْهِ فِي عَمِيقَاتِ غُيُوبِ مَلَكُوتِهِ، وَتَوَلَّهَتِ الْقُلُوبُ إِلَيْهِ لِتَجْرِيَ فِي كَيْفِيَّةِ صِفَاتِهِ، وَغَمَضَتْ مَدَاخِلُ الْعُقُولِ في حَيْثُ لاَ تَبْلُغُهُ الصِّفَاتُ لِتنالَ عِلْمَ ذَاتِهِ، رَدَعَهَا وَهِيَ تَجُوبُ مَهَاوِيَ سُدَفِ الْغُيُوبِ، مُتَخَلِّصَةً إِلَيْهِ ـ سُبْحَانَهُ ـ فَرَجَعَتْ إِذْ جُبِهَتْ، مُعتَرِفَةً بِأَنَّهُ لاَ يُنَالُ بِجَوْرِ الاعْتِسَافِ كُنْهُ مَعْرِفَتِهِ، وَلاَ تَخْطُرُ بِبَالِ أُولِي الرَّوِيَّاتِ خَاطِرَةٌ مِنْ تَقْدِيرِ جَلاَلِ عِزَّتِهِ.الَّذِي ابْتَدَعَ الْخَلْقَ عَلَى غَيْرِ مِثَال امْتَثَلَهُ، وَلاَ مِقْدَار احْتَذَى عَلَيْهِ، مِنْ خَالِق مَعْبُود كَانَ قَبْلَهُ، وَأَرَانَا مِنْ مَلَكُوتِ قُدْرَتِهِ، وَعَجَائِبِ مَا نَطَقَتْ بِهِ آثارُ حِكْمَتِهِ، وَاعْتِرَافِ الْحَاجَةِ مِنَ الْخَلْقِ إِلَى أَنْ يُقِيمَهَا بِمِسَاكِ قُوَّتِهِ، مَا دَلَّنا بِاضْطِرَارِ قِيَامِ الْحُجَّةِ لَهُ عَلَى مَعْرِفَتِهِ، وَظَهَرَتِ الْبَدَائِعُ الَّتِي أحْدَثَها آثَارُ صَنْعَتِهِ، وَأَعْلاَمُ حِكْمَتِهِ، فَصَارَ كُلُّ مَا خَلَقَ حُجَّةً لَهُ وَدَلِيلاً عَلَيْهِ، وَإِنْ كَانَ خَلْقاً صَامِتاً، فَحُجَّتُهُ بِالتَّدْبِيرِ نَاطِقَةٌ، وَدَلاَلَتُهُ عَلَى الْمُبْدِعِ قَائِمَةٌ. فَأَشْهَدُ أَنَّ مَنْ شَبَّهَكَ بِتَبَايُنِ أَعْضَاءِ خَلْقِكَ، وَتَلاَحُمِ حِقَاقِ مَفَاصِلِهِمُ الْـمُحْتَجِبَةِ لِتَدْبِيرِ حِكْمَتِكَ، لَمْ يَعْقِدْ غَيْبَ ضَمِيرِهِ عَلَى مَعْرِفَتِكَ، وَلَمْ يُبَاشِرْ قَلْبَهُ الْيَقِينُ بِأَنَّهُ لاَنِدَّ لَكَ، وَكَأَنَّهُ لَمْ يَسْمَعْ تَبَرُّؤَ التَّابِعِينَ مِنَ المَتبُوعِينَ إِذْ يَقُولُونَ: (تَاللهِ إِنْ كُنَّا لَفِي ضَلاَل مُبِين * إِذْ نُسَوِّيكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ) كَذَبَ الْعَادِلُونَ بِكَ، إِذْ شَبَّهُوكَ بِأَصْنَامِهِمْ وَنَحَلُوكَ حِلْيَةَ الْـمَخْلُوقِينَ بِأَوْهَامِهمْ، وَجَزَّأُوكَ تَجْزِئَةَ الْـمُجَسَّماتِ بِخَوَاطِرِهِمْ، وَقَدَّرُوكَ عَلَى الْخِلْقَةِ الُْمخْتَلِفَةِ الْقُوَى، بِقَرَائِحِ عُقُولِهِمْ. فَأَشْهَدُ أَنَّ مَنْ سَاوَاكَ بِشَيْء مِنْ خَلْقِكِ فَقَدْ عَدَلَ بِكَ، وَالْعَادِلُ كَافِرٌ بِمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ مُحْكَمَاتُ آياتِكَ، وَنَطَقَتْ عَنْهُ شَوَاهِدُ حُجَجِ بَيِّنَاتِكَ، وَإِنَّكَ أَنْتَ اللهُ الَّذِي لَمْ تَتَنَاهَ فِي الْعُقُولِ، فَتَكُونَ في مَهَبِّ فِكْرِهَا مُكَيَّفاً، وَلاَ فِي رَوِيَّاتِ خَوَاطِرِهَا [فَتَكُونَ]مَحْدُوداً مُصَرَّفاً. «دې خطبې ته خطبه اشباح هم وائي»(مسعده بن صدقه وائي چې امام علي دا خطبه هغه وخت ورکړه چې د کوفې په جومات کې يو کس له امامه وغوښتل چې د خداے پاک صفتونه ورته داسې بيان کړي لکه چې خداے يې په خپلو سترګو لىدلے وي جومات له خلکو ډک ؤ امام ته په دې خبره غصه ورغله د خواښىنۍ په حالت کې منبر ته وخوت او وې فرمايل): خداے پېژندنهحمد او ثنا هغه خداے لره ده چې که خپلې خزانې وسپموي او خوندي يې کړي نو زياتېږي نه او که وې لوروي کمېږي نه، ځکه چې له هغه پرته د بل هر ښندونکي مال کمېږي او له هغه پرته چې هر څوک له ورکړې لاس واخلي غندل کېږي هغه دے د ډول ډول نعمتونو او زياتېدونکو برخوبخښونکے او د مخلوق د روزۍ وېشونکے او ټول د هغۀ د دسترخوان ډوډي خوارۀ دي. هغه د هر چا روزي تضمين کړې او اندازه يې ټاکلې ده. هغه چاته يې لار ښودلې ده چې هغۀ ته ګروهنه او هغه څه ته لېوالتيا لري چې له هغه ذات سره دي. او غوښتونکو ته تر نه غوښتونکو زياته نه ورکوي. هغه داسې اول دے چې پېل نه لري چې ګوندې تر هغه مخکې بل څه وي، او داسې آخېر دے چې پاې نه لري چې ګوندې له هغه وروسته به بل څه وي او د سترګو کسي يې له دې تم کړې دي چې ګوندې هغه وويني او درک يې کړي په هغه وخت نه تېرېږي چې ګوندې د وخت تېرېدل يې بدل کړي او په يو ځاے کې مستقر نه دے چې ګوندې له يو ځاے نه بل ځاے ته ولېږلشي که هغه هر څه ورکړي چې د غرونو له سينو راوځي يا هغه څه چې په خندانو سيپيو کې له دريابونو راوځي که سوچه سرۀ وي که سپين، که مرغلرې وي او که دُر وي او که مرجان، د هغۀ ښندنه نه کمېږي او په خزانه کې يې هيڅ کمے نه راځي او د هغۀ د نعمتونو پراختيا نه کموي، د هغه پېرزوينې دومره زياتې دي چې نه يې د غوښتونکو غوښتنې کمولي شي او نه د اړمنو او حاجتمنو سوالونه خزانې وچولې شي. او نه د سوالګرو پرله پسې غوښتنې هغه شومولے شي. په قرآن شريف کې دخداے پاک صفتونهاے پوښتونکيه! ښه فکر وکړه هغه څه چې قرآن د خداے پاک صفتونه بيانوي په هغه باندې باور وکړه او د هدايت له نوره يې رڼا واخله، اوکوم علم ته چې دې شېطان ورپام کړي چې په قرآن کې نه وي فرض شوے او نه د رسول الله مبارک (ص) او د هدايت د امامانو په سنتو کې راغلے وي هغه پرېږده او علم يې خداے ته وسپاره، او دا په تا د خپل رب د حق وروستے حد دے پوه شه ، هغه کسان چې په علم کې راسخ کسان دي هغه دي چې خداے پاک په هغه څه کې له ډوبېدو چې علم يې نه لري او په تفسير يې نه پوهېږي او په پټو رازونو کې له ډوبېدو بې نيازه کړې دي ، او هغوي يې په دې ستائيلې دي چې د غيبو او د هغه څه په وړاندې چې نه پرې پوهېږي په خپلې عاجزۍ داده شوي دي. او دې خبرې ته يې د هغوي راسخ والے ويلے دے چې څه پرې خداے پاک نه دي لازم کړې هغو ته نه ورننوځي. نو په همدومره حد بسنه وکړه او خداےتعالی د خپل عقل په پيمانه مه تله چې له تباه کېدونکو نه شې، هغه داسې توانمند خداے دے چې که د انسانانو وهم او خيال يې د قدرت د اندازې د معلومولو هڅه وکړي او لوړ او د عالمانو له وسوسو بچ فکرونه يې د ملکوت د غيبو د ژورتياؤ د وهلوکوشش وکړي او د لېوالو مئين زړونه يې د صفتونو په څۀ رنګوالي د پوهېدلو په لټه کې شي نو خداے پاک يې په همدغه حال کې نهيلي او نااميده راستانه کړي په داسې حال کې چې د غيبو په تيارو کې د ځان د ژغورلو لپاره پاک خداے ته پناه وړي او د خداے د ذات له معرفته په خپلې عاجزۍ باندې په اعتراف سره راستنېږي او وائي چې د انسان نيمګړے عقل او پوهه هغه ذات نه شي درک کولي.او د هغه د عزت او جلال د عالمانو او پوهانو په زړۀ کې نۀ ځائيږي. خداے پاک هغه ذات دے چې مخلوقات يې له هيڅ څخه وپنځول او هيڅ څه داسې بيلګه او نمونه يې نه لرله چې ورځينې يې نقل کړي وي او يا يې کومه نقشه لرلې وي چې استفاده يې ترې کړې وي . هغه د خپل قدرت په اختياراتو، د خپل حکمت په وياندو نښو نښانو او په دې چې مخلوقات هغۀ ته محتاج دي دا حقيقت روښانه کړے دے چې مونږ د هغۀ په معرفت د دليل اقرار وکړو او ځکه چې د هغۀ د صنعت نښې او د حکمت نښانې ښکاره دي او هر يو مخلوق او ښکارنده د هغۀ په وجود باندې حجت او برهان دے.که څه هم ځينې مخلوقات ظاهرًا غلې دي خو د خداے پاک په تدبير باندې ګويانه او د هغۀ په قدرت او حکمت څرګند دليلونه دي. اے خدايه! ګواهي ورکوم چې هر کس چې تا له ډول ډول غړيو او له يو بل سره له نښتو اندامونو او جوړونو سره ورته ګڼي،هغه د خپل زړۀ او ضمير له تله تۀ نۀ يې پېژندلے او د هغۀ په زړۀ کې يقين نه دے ننوتلے. او نۀ پوهېږي چې ته هيڅکله شبيه او شکل نۀ لرې او تۀ به وائې چې د فاسدو رهبرانو د ګمراهه پيروانو بيزاري يې نه ده اورېدلې چې به وائي:« په خداے قسم ! مونږ په ښکاره ګمراهۍ کې وو چې تاسو مو د عالمينو له پالونکي سره يو شان ګڼلئ» مشرکانو دروغ وويل چې ته يې د خپلو بتانو په شان ګڼلې او په خپل خيال او ګمان سره يې وويل خداے د همدغو بتانو په شان تنه لري. اے خدايه! شهادت ورکوم چې کوم کسان چې تا ستا له مخلوقاتو سره يو شان ګڼي له تا يې مخ اړولے دے او څوک چې له تا مخ واړوي ستا د قرآن د محکمو آيتونو او ستا د روښانه دليلونو له مخې کافر دي. ته هماغه نامحدود خداے يې چې په فکرونو کې نه ځاييږې چې ګوندې فکرونه ستا د ذات معرفت حاصل کړي او په خيال او وهم کې نۀ راځې چې تا محدود او د ډول ډول حالاتو لرونکے وګڼي. صفات الخالقمنها: قَدَّرَ مَا خَلَقَ فَأَحْكَمَ تَقْدِيرَهُ، وَدَبَّرَهُ فَأَلْطَفَ تَدْبِيرَهُ، وَوَجَّهَهُ لِوِجْهَتِهِ فَلَمْ يَتَعَدَّ حُدُودَ مَنْزِلَتِهِ، وَلَمْ يَقْصُرْ دُونَ الاِْنْتِهَاءِ إِلى غَايَتِهِ، وَلَمْ يَسْتَصْعِبْ إِذْ أُمِرَ بِالْمُضِيِّ عَلَى إِرَادَتِهِ، وَكَيْفَ وَإِنَّمَا صَدَرَتِ الاُْمُورُ عَنْ مَشيئَتِهِ؟ الْمُنْشِىءُ أصْنَافَ الاَْشْيَاءِ بِلاَ رَوِيَّةِ فِكْر آلَ إِلَيْهَا، وَلاَ قَريحَةِ غَرِيزَة أَضْمَرَ عَلَيْهَا، وَلاَ تَجْرِبَة أَفَادَهَا مِنْ حَوَادِثِ الدُّهُورِ، وَلا شَرِيك أَعَانَهُ عَلَى ابْتِدَاعِ عَجَائِبِ الاُْمورِ، فَتَمَّ خَلْقُهُ، وَأَذْعَنَ لِطَاعَتِهِ، وَأَجَابَ إِلى دَعْوَتِهِ، لَم يَعْتَرِضْ دُونَهُ رَيْثُ الْمُبْطِىءِ، وَلاَ أَنَاةُ الْمُتَلَكِّىءِ، فَأَقَامَ مِنَ الاَْشْيَاءِ أَوَدَهَا، وَنَهَجَ حُدُودَهَا، وَلاَءَمَ بِقُدْرَتِهِ بَيْنَ مُتَضَادِّهَا، وَوَصَلَ أَسْبَابَ قَرَائِنِهَا، وَفَرَّقَهَا أَجْنَاساً مُخْتَلِفَات فِي الْحُدُودِ وَالاَْقْدَارِ، وَالْغرَائِزِ وَالْهَيْئَاتِ، بَدَايَا خَلاَئِقَ أَحْكَمَ صُنْعَهَا، وَفَطَرَهَا عَلَى مَا أَرَادَ وَابْتَدَعَهَا! د بېلا بېلو مخلوقاتو په پيدايښت کې د پالونکي صفاتخداے پاک چې هر پيدا کړے دقيق يې اندازه کړے او په خپلې مهربانۍ سره يې منظم کړے او ښه يې تدبير کړے دے. هر مخلوق يې د هغۀ په خپل لور ورروان کړے دے چې نه له خپل حد او پولې تېرېږي اونه مقصد ته په رسېدلو کې لټي او سستي کوي. او دا تللے شوے حرکت يې بې له څه ستونځې روان کړے چې هرڅه د خداے پاک په اراده ژوند وکړ/ي، نو څنګه ممکنه ده چې له خپل بهېره سرغړونه وکړي حال دا چې ټول مخلوقات د هغۀ په اراده چلېږي. هغه خداے چې د ډول ډول مخلوقاتو پنځګر او خالق دے بې له دې چې کومه تېره تجربه يې لىدلې وي يا يې په دغه هيښونکي پيدايښت کې چا مرسته کړې وي بلکه کله يې چې مخلوقات وپنځول او خلقت بشپړ او د هغۀ په اطاعت او عبادت لګيا شو،د هغۀ بلنه يې ومنله او د الهي اوامرو په وړاندې يې سستي ونه کړه او ځنډ يې ونه مانه، نو د هر څه کږوالے يې نيغ کړ او پولې يې ور وټاکلې او مخلوقات يې د حد او اندازې،احساس او غريزې،شکلونو او قالبونو، او ډول ډول هيئتونو په اساس وويشل او په حکمت او تدبير سره يې هر يو په خپل فطرت او خلقت برابرکړ. كيفية خلق السماواتوَنَظَمَ بِلاَ تَعْلِيق رَهَوَاتِ فُرَجِهَا، وَلاَحَمَ صُدُوعَ انْفِرَاجِهَا، وَوَشَّجَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ أَزْوَاجِهَا، وَذَلَّلَ لِلْهَابِطِينَ بِأَمْرِهِ، وَالْصَّاعِدِينَ بِأَعْمَالِ خَلْقِهِ، حُزُونَةَ مِعْرَاجِهَا، وَنَادَاهَا بَعْدَ إِذْ هِيَ دُخَانٌ مُبِينٌ، فَالْتَحَمَتْ عُرَى أَشْرَاجِهَا، وَفَتَقَ بَعْدَ الارْتِتَاقِ صَوَامِتَ أَبْوَابِهَا، وَأَقَامَ رَصَداً مِنَ الشُّهُبِ الثَّوَاقِبِ عَلَى نِقَابِهَا، وَأَمْسَكَهَا مِنْ أَنْ تَمُورَ فِي خَرْقِ الْهَوَاءِ بِأَيْدِهِ، وَأَمَرَهَا أَنْ تَقِفَ مُسْتَسْلِمَةً لاَِمْرِهِ، وَجَعَلَ شَمْسَهَا آيَةً مُبْصِرَةً لِنَهَارِهَا، وَقَمَرَهَا آيَةً مَمْحُوَّةً مِنْ لَيْلِهَا، وَأَجْرَاهُمَا فِي مَنَاقِلِ مَجْرَاهُمَا، وَقَدَّرَ مَسِيَرهُما فِي مَدَارِجِ دَرَجِهِمَا، لُِيمَيِّزَ بَيْنَ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ بِهِمَا، وَلِيُعْلَمَ عَدَدُ السِّنِينَ والْحِسَابُ بِمَقَادِيرِهِمَا، ثُمَّ عَلَّقَ فِي جَوِّهَا فَلَكَهَا، وَنَاطَ بِهَا زِينَتَهَا، مِنْ خَفِيَّاتِ دَرَارِيِّهَا، وَمَصَابِيحِ كَوَاكِبِهَا، وَرَمَى مُسْتَرِقِي السَّمْعِ بِثَوَاقِبِ شُهُبِهَا، وَأَجْرَاها عَلَى أَذْلاَلِ تَسْخِيرِهَا مِنْ ثَبَاتِ ثَابِتِهَا، وَمَسِيرِ سَائِرِهَا، وهُبُوطِهَا وَصُعُودِهَا، وَنُحُوسِهَا وَسُعُودِهَا. د آسمانونو پنځونهغۀ د آسمانونو پرانېستې فضا، لوړې ژورې او فاصلې پيدا کړې بې له دې چې په چا تکيه وکړي، هغه يې منظمې کړې او درزونه يې سره يوکړل او هر يو يې له هغه سره چې متناسب ؤ پيوند کړ، او هغو فرښتو ته يې چې د هغۀ په امر راکوزيږي او د مخلوقاتو عملونه خيژوي کوزېدل او ختل آسان کړل، او په داسې حال کې چې آسمان د لوګي او بړاس په شکل ؤ هغۀ ته يې امر وکړ. نو د هغې تسمې او اړيکي يې له يو بل سره ټينګې کړې او بيا يې هغه له يو بل جدا کړل او په مينځ کې يې واټن او فاصله ورپيدا کړه. او د هرې لارې او درز په سر يې د روښانه شهابونو او ستورو ساتندويي کښينول او د خپل قدرت په لاس يې هغه په فضا کې له يو خوا بل خوا تللو او ناموزون حرکته تم کړل. هغوي ته يې امر وکړ چې د خداے حکم ته تسليم اوسي او نمر يې د ورځې روښانه نخښه او سپوږمۍ يې په تتې رڼا سره د شپې د تيارو تته نخښه وګرځوله او دواړه يې په خپله لاره او بهېر کې روان کړل او د دواړو تګ يې دقيق وګرځاوه، چې په ټاکل شويو درجو او مدارونو کې حرکت وکړي او سرعت يې معلوم وي چې د ورځې او شپې په مينځ کې فرق وشي او د هغو په تګ راتګ سره د کلونو شمېر او د وخت اندازه معلومه وي. نو بيا يې په هرې بسيطې او ويړې فضا او آسمان کې د هغۀ مدار او فلک وټاکۀ او هغه يې په ځلېدونکو وړو او لويو ستورو او سيارو سره ښکلے کړ. او هغه کسان چې غواړي په پټه د آسمان رازونه وتښتوي د هغوي د سنګسارولو لپاره يې د سوځوونکو شهابونو بندوبست وکړ او ټول ستوري يې که هغه ثابت او تم دي او که ګرځنده او بې قراره، که کوزېدونکي دي او که ختونکي که انديښمنوونکي دي او که خوشحالوونکي[i]، خپل امر ته تسليم کړل. صفة الملائكةثُمَّ خَلَقَ سُبْحَانَهُ لاِِسْكَانِ سَمَاوَاتِهِ، وَعِمَارَةِ الصَّفِيحِ الاَْعْلَى مِنْ مَلَكُوتِهِ، خَلْقاً بَدِيعاً مِنْ مَلاَئِكَتِهِ، وَمَلاََ بهِمْ فُرُوجَ فِجَاجِهَا، وَحَشَا بِهِمْ فُتُوقَ أَجْوَائِهَا، وَبَيْنَ فَجَوَاتِ تِلْكَ الْفُرُوجِ زَجَلُ الْمُسَبِّحِينَ مِنْهُمْ فِي حَظَائِرِ الْقُدُسِ، وَسُتُرَاتِ الْحُجُبِ، وَسُرَادِقَاتِ الْـمَجْدِ، وَوَرَاءَ ذلِكَ الرَّجِيجِ الَّذِي تَسْتَكُّ مِنْهُ الاَْسْمَاعُ سُبُحَاتُ نُور تَرْدَعُ الاَْبْصَارَ عَنْ بُلُوغِهَا، فَتَقِفُ خَاسِئَةً عَلَى حُدُودِهَا. أَنْشَأَهُمْ عَلَى صُوَر مُخْتَلِفَات، وَأَقْدَار مُتَفَاوِتَات، (أُولِي أَجْنِحَة) تُسَبِّحُ جَلاَلَ عِزَّتِهِ، لاَ يَنْتَحِلُونَ مَا ظَهَرَ فِي الْخَلْقِ مِنْ صُنْعِهِ، وَلاَ يَدَّعُونَ أَنَّهُمْ يَخْلُقُونَ شَيْئاً مَعَهُ مِمَّا انْفَرَدَ بِهِ، (بَلْ عِبَادٌ مُكْرَمُونَ * لاَ يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُمْ بِأمْرِهِ يَعْمَلُونَ). جَعَلَهُمُ اللهُ فِيَما هُنَالِكَ أَهْلَ الاَْمَانَةِ عَلَى وَحْيِهِ، وَحَمَّلَهُمْ إِلى الْمُرْسَلِينَ وَدَائِعَ أَمْرِهِ وَنَهْيِهِ، وَعَصَمَهُمْ مِنْ رَيْبِ الشُّبُهَاتِ، فَمَا مِنْهُمْ زَائِغٌ عَنْ سَبِيلِ مَرْضَاتِهِ، وَأَمَدَّهُمْ بِفَوَائِدِ المَعُونَةِ، وَأَشْعَرَ قُلُوبَهُمْ تَوَاضُعَ إِخْبَاتِ السَّكِينَةِ، وَفَتَحَ لَهُمْ أَبْوَاباً ذُلُلاً إِلى تَمَاجِيدِهِ، وَنَصَبَ لَهُمْ مَنَاراً وَاضِحَةً عَلَى أَعْلاَمِ تَوْحِيدِهِ، لَمْ تُثْقِلْهُمْ مُوصِرَاتُ الاْثَامِ، وَلَمْ تَرْتَحِلْهُمْ عُقَبُ اللَّيَالي وَالاَْيَّامِ، وَلَمْ تَرْمِ الشُّكُوكُ بِنَوَازِعِهَا عَزِيمَةَ إِيمَانِهمْ، وَلَمْ تَعْتَرِكِ الظُّنُونُ عَلَى مَعَاقِدِ يَقِينِهمْ، وَلاَ قَدَحَتْ قَادِحَةُ الاِْحَنِ فِيَما بَيْنَهُمْ، وَلاَ سَلَبَتْهُمُ الْحَيْرَةُ مَا لاَقَ مِنْ مَعْرِفَتِهِ بِضَمائِرِهمْ، وَسَكَنَ مِنْ عَظَمَتِهِ وَهَيْبَةِ جِلاَلَتِهِ فِي أَثْنَاءِ صُدُورِهمْ، وَلَمْ تَطْمَعْ فِيهِمُ الْوَسَاوِسُ فَتَقْتَرِعَ بِرَيْنِهَا عَلى فِكْرِهمْ. د فرښتوځانګړتياوې او خصوصيتونهبيا خداے تعالی په آ سمانونوکې هستوګنولواو د خپل ملکوت تر ټولو د لوړې طبقې د آبادولو لپاره حيرانوونکې فرښتې وپنځولې، او د آسمان ټولې لارې او درزونه او د فضا پراخوالي يې په هغوي ډک کړ، د هغوي د تسبيح غږونه د آسمان په فضا، د حجاب په پړدو، او خپل رب د لوئۍ په صحنو کې انګارې کوي. تر دې شاته هغه زلزلې او غرهارې دي چې دغوږونو پړدې شلوي او هغه رڼا ګانې دي چې سترګې برېښوي او سترګې له ناچارۍ په همدغه حدونو کې پاتې کېږ ې او نور نظر يې نه لګېږي. خداےتعالی فرښتې په مختلفو صورتونو او اندازو پيدا کړې او هغوي ته يې وزرې ورکړې، هغوي تل د خپل پالونکي د جلال او عزت په تسبيحاتو لګيا وي او د مخلوقاتو دا هيښنده صنعت د ځان نه ګڼي. او د خداے پاک په خاص صنعت او پيدايښت کې هيڅ ادعا نه لري.« بلکه د خداےداسې ګران بندګان دي چې په خبروکولو کې له خدايه نه مخکې کېږي او په الهي فرمان عمل کوي» خداےتعالی فرښتې د خپلې وحي امانتدارې وګرځولې او پېغمبرانو عليهم السلام ته يې د امر او نهي د احکامو په رسولو کې له هغوي کار واخېست، هغوي يې ځمکې ته راولېږلې او له شك او ترديدونو يې خوندي کړې چې هيڅ فرښته د حق د رضا له لارې نه غړيږي. هغوي يې له خپلې مرستې برخمنې کړې او په زړونو يې د تواضع خاکسارۍ او قرار جامه ورواغوندله، د آسمان ورونه يې ورپرانېستل چې خداے پاک په سترتوب سره وستائي او د توحيد د نښو روښانه منارې يې ورته جوړې کړې. د ګناهانو دروندوالے هغوي هيڅکله د خپلې دندې له ترسره کولو نه شي ستومانه کولې او د شپې او ورځې تېرېدل يې مرګ ته نه شي نزدې کولي، د شک او ترديد غشي يې په ايمان کې خلل نه شي راوستلې او شک او ګمان يې يقين نه شي سستولې،د هغوي په زړونو کې هيڅکله د کينې اور نه بليږي او حيراني او لالهاندي يې له خپل ايمان او د هغوي په زړۀ کې د خداے له هيبت او جلاله نه شي لرې کولې. او د هغوي په زړونو کې وسوسې نه پېدا کېږي چې ګوندې له شک او ترديد سره مخ شي. مِنْهُمْ مَنْ هُوَ في خَلْقِ الْغَمَامِ الدُّلَّحِ، وَفي عِظَمِ الْجِبَالِ الشُّمَّخِ، وَفي قَتْرَةِ الظَّلاَمِ الاَْيْهَمِ. وَمِنْهُمْ مَنْ قَدْ خَرَقَتْ أَقْدَامُهُمْ تُخُومَ الاَْرْضِ السُّفْلَى، فَهِيَ كَرَايَات بِيض قَدْ نَفَذَتْ فِي مَخَارِقِ الْهَوَاءِ، وَتَحْتَهَا رِيحٌ هَفَّافَةٌ تَحْبِسُهَا عَلَى حَيْثُ انْتَهَتْ مِنَ الْحُدُودِ الْمُتَنَاهِيَةِ، قَدِاسْتَفْرَغَتْهُمْ أَشْغَالُ عِبَادَتِهِ، ووَسّلَت حَقَائِقُ الاِْيمَانِ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَعْرِفَتِهِ، وَقَطَعَهُمُ الاِْيقَانُ بِهِ إِلى الْوَلَهِ إِليْهِ، وَلَمْ تُجَاوِزْ رَغَبَاتُهُمْ مَا عِنْدَهُ إِلى مَا عِنْدَ غَيْرِهِ. قَدْ ذَاقُوا حَلاَوَةَ مَعْرِفَتِهِ، وَشَرِبُوا بِالْكَأْسِ الرَّوِيَّةِ مِنْ مَحَبَّتِهِ، وَتَمَكَّنَتْ مِنْ سُوَيْدَاءِقُلُوبِهمْ وَشِيجَةُ خِيفَتِهِ، فَحَنَوْا بِطُولِ الطَّاعَةِ اعْتِدَالَ ظُهُورِهمْ، وَلَمْ يُنْفِدْ طُولُ الرَّغْبَةِ إِلَيْهِ مَادَّةَ تَضَرُّعِهِمْ، وَلاَ أَطْلَقَ عَنْهُمْ عَظِيمُ الزُّلْفَةِ رِبَقَ خُشُوعِهمْ، وَلَمْ يَتَوَلَّهُمُ الاِْعْجَابُ فَيَسْتَكْثِرُوا مَا سَلَفَ مِنْهُمْ، وَلاَ تَرَكَتْ لَهُمُ اسْتِكَانَةُ الاِْجْلاَلِ نَصِيباً فِي تَعْظِيمِ حَسَنَاتِهمْ، وَلَمْ تَجْرِ الْفَتَرَاتُ فِيهِمْ عَلَى طُولِ دُؤُوبِهِمْ، وَلَمْ تَغِضْ رَغَبَاتُهُمْ فَيُخَالِفُوا عَنْ رَجَاءِ رَبِّهِمْ، وَلَمْ تَجِفَّ لِطُولِ الْمُنَاجَاةِ أَسَلاَتُ أَلْسِنَتِهمْ، وَلاَ مَلَكَتْهُمُ الاَْشْغَالُ فَتَنْقَطِعَ بِهَمْسِ الخبر إِلَيْهِ أَصْواتُهُمْ، وَلَمْ تَخْتَلِفْ فِي مَقَاوِمِ الطّاعَةِ مَناكِبُهُمْ، وَلَمْ يَثْنُوا إِلَى رَاحَةِ التَّقْصِيرِ فِي أَمرِهِ رِقَابَهُمْ، وَلاَ تَعْدُوا عَلَى عَزِيمَةِ جِدِّهِم بَلاَدَةُ الْغَفَلاَتِ، وَلاَ تَنْتَضِلُ فِي هِمَمِهِمْ خَدَائِعُ الشَّهَوَاتِ. قَدِْ اتَّخَذُوا ذَا الْعَرْشِ ذَخِيرَةً لِيَومِ فَاقَتِهمْ وَيَمَّمُوهُ عِنْدَ انْقِطَاعِ الْخَلْقِ إِلى الـمَخْلُوقِينَ بِرَغْبَتِهمْ، لاَ يَقْطَعُونَ أَمَدَ غَايَةِعِبَادَتِهِ، وَلاَ يَرْجِعُ بِهمُ الاِسْتِهْتَارُ بِلُزُومِ طَاعَتِهِ، إِلاَّ إِلَى مَوَادَّ مِنْ قُلُوبِهمْ غَيْرِمُنْقَطِعَة مِنْ رَجَائِهِ وَمَخَافَتِهِ. لَمْ تَنْقَطِعْ أَسْبَابُ الشَّفَقَةِ مِنْهُمْ، فَيَنُوا في جِدِّهِمْ، وَلَمْ تَأْسِرْهُمُ الاَْطْمَاعُ فَيُؤْثِرُوا وَشِيكَ السَّعْىِ عَلَى اجْتِهَادِهِمْ. ولَمْ يَسْتَعْظِمُوا مَا مَضَى مِنْ أَعْمَالِهِمْ، وَلَوِ اسْتَعْظَمُوا ذلِكَ لَنَسَخَ الرَّجَاءُ مِنْهُمْ شَفَقَاتِ وَجَلِهِمْ، وَلَمْ يَخْتَلِفُوا فِي رَبِّهِمْ بِاسْتِحْواذِ الشَّيْطَانِ عَلَيْهِمْ، وَلَمْ يُفَرِّقْهُمْ سُوءُ التَّقَاطُعِ، وَلاَتَوَلاّهُمْ غِلُّ التَّحَاسُدِ، وَلاَ تَشَعَّبَتْهُمْ مَصَارِفُ الرِّيَبِ، وَلاَ اقْتَسَمَتْهُمْ أَخْيَافُ الْهِمَمِ، فَهُمْ أُسَرَاءُ إِيمَان لَمْ يَفُكَّهُمْ مَنْ رِبْقَتِهِ زَيَغٌ وَلاَ عُدُولٌ وَلاَ وَنىً وَلاَ فُتُورٌ، وَلَيْسَ في أَطْبَاقِ السَّمَاوَاتِ مَوْضِعُ إِهَاب إِلاَّ وَعَلَيْهِ مَلَكٌ سَاجِدٌ، أَوْ سَاع حَافِدٌ، يَزْدَادُونَ عَلَى طُولِ الطَّاعَةِ بِرَبِّهمْ عِلْماً، وَتَزْدَادُ عِزَّةُ رَبِّهِمْ فِي قُلُوبِهِمْ عِظَماً. د فرښتو ډولونهځينې فرښتې له بارانه د ډکو وريځو،د لوړو او لويو غرونو په پيدايښت او د تيارو په پېدا کولو کې برخه لري او د ځينو پښې بيا د ځمکې تل ته رسېدلې او د سپينو بيرغونو په شان يې د فضا سينه څيرلې ده . او تر هغې لاندې داسې بادونه دي چې نم نم لګېږي او هغه يې په خپلو پولو کې ساتلي دي. د خپل پالونکي عبادت فرښتې له نورو کارونو غړولې او د ايمان حقيقت د هغوي او د حق د معرفت په مينځ کې لازم پيوند پيدا کړي دي. د يقين نعمت هغوي د حق لېوالې کړې دي داسې چې بې له حقه هيڅ څه ته ګروهنه نه لري ، هغو ي د خداے پاک د معرفت خواږۀ څکلي او د خپل رب د مينې په جامونو خړوب دي. د هغوي په زړونو کې د خپل خداے وېره خپره ده او د عبادت پرېمانتيا يې ملاګانې کږې کړې او زيات شوق او رغبت يې ژړا او زاري نه ده کمه کړې. د فرښتو لوړ مقام د هغوي د خضوع او عاجزۍ مخه نه ده نيولې او نه پرې کبر او ځانمنه واکمنه شوې ده چې ګوندې تېر عملونه حساب کړي او ځانته سترتوب تصورکړي.د وخت تېرېدۀ هغوي د پرله پسې دندو له ترسره کولو نه ستومانه کوي او مينه او رغبت يې نه کموي چې له خپل ربه نهيلي او نااميدې شي. هغوي له اوږدو نمنځونو نۀ دي ستړې شوې او نۀ مشغولتياؤ قابو کړې دي. او د هغوي استغاثې او فريادونه کم شوي نه دي. د عبادت او بندګۍ په مقام کې د يو بل تر څنګ ولاړې دي او راحت طلبۍ هغوي د خپلو دندو په ترسره کولو کې نه دي پرکاله کړې. د هغوي په هڅو او کلک هوډ کې غفلت، هېره او لټي لاره نه لري. او د شهوت فرېبونه د هغوي لوړ همتونه نه شي په نښه کولي. فرښتو د عرش په څښتن ايمان د بدې ورځې لپاره توښه ګرځولې او کله چې نور مخلوقات بل بل چاته متوجه وي فرښتې يواځې خپل رب ته مخ اړوي.او عبادت يې هيڅکله خاتمه نه لري. د خداے پاک له اطاعت او د پالونکي د اوامرو او احکامو په ترسره کولو د هغوي مينه نه سستېږي.د هغوي په زړونو کې د مينې تخم هغوي په اطاعت مئينې کړې دي او هيڅکله له زړۀ نه د خداے پاک وېره او هيله نۀ وباسي. وېرې او ترهې هغوي د خپلو دندو له ترسره کولو څخه نۀ تموي چې په دندو کې سستي وکړي، طمعو پرې يرغل نه دے کړے چې د دنيا هڅې د آخېرت تر کاره مخکې کړي، خپل تېر عملونه لوې نه ګڼي او که وې ګڼي هيله منې دي او پرېمانه هيله يې نه پرېږدي چې له خپل ربه ترهه په زړۀ کې ولري. فرښتو د شېطاني وسوسو له امله په خپلو کې اختلاف نه دے کړے او نۀ يې له يو بل سره ورانه کړې ده.هغوي له کينو او رخو پاکې دي او د شک او ترديد عواملو او نفساني خواهشاتو له يو بله نه دي جدا کړې.او مختلفو افکارو نه دي تيت پرک کړې . فرښتې د ايمان هغه بندګانې دي چې د بندګۍ غړوندي يې په غاړه دي او سستي ،شک او دوه زړۀ والي دا غړوندي له هغوي نه شي کوزولې. په ټول آسمان کې د يو پوستين هومره ځاي نه پېدا کېږي مګر دا چې هلته يوه فرښته په سجدې پرته وي يا په کار او زيار اخته وي، پرېمانه اطاعت يې يقين او معرفت ورزياتوي او په زړونو کې يې د خداے عظمت او عزت ډېروي. ومنها في صفة الارض: كَبَسَ الاَْرْضَ عَلى مَوْرِ أَمْوَاج مُسْتَفْحِلَة، وَلُجَجِ بِحَارزَاخِرَة، تَلْتَطِمُ أَوَاذِيُّ أمْواجِهَا، وَتَصْطَفِقُ مُتَقَاذِفَاتُ أَثْبَاجِها، وَتَرْغُو زَبَداً كَالْفُحُولِ عِنْدَ هِيَاجِهَا، فَخَضَعَ جِمَاحُ الْمَاءِ الْمُتَلاَطِمِ لِثِقَلِ حَمْلِهَا، وَسَكَنَ هَيْجُ ارْتِمَائِهِ إِذْ وَطِئَتْهُ بِكَلْكَلِهَا، وَذَلَّ مُسْتَخْذِياً إِذْ تَمعَّكَتْ عَلَيْهِ بِكَوَاهِلِهَا، فَأَصْبَحَ بَعْدَ اصْطِخَابِ أَمْوَاجِهِ، سَاجِياً مَقْهُوراً، وَفِي حَكَمَةِ الذُّلِّ مُنْقَاداً أَسِيراً، وَسَكَنَتِ الاَْرْضُ مَدْحُوَّةً فِي لُجَّةِ تَيَّارِهِ، وَرَدَّتْ مِنْ نَخْوَةِ بَأْوِهِ وَاعْتِلاَئِهِ، وَشُمُوخِ أَنْفِهِ وَسُمُوِّ غُلَوَائِهِ، وَكَعَمَتْهُ عَلَى كِظَّةِ جَرْيَتِهِ، فَهَمَدَ بَعْدَ نَزَقَاتِهِ، وبَعْدَ زَيَفَانِ وَثَبَاتِهِ. فَلَمَّا سَكَنَ هَيْجُ الْمَاءِ مِنْ تَحْتِ أَكْنَافِهَا، وَحَمْلِ شَوَاهِقِ الْجِبَالِ الْبُذَّخِ عَلَى أَكْتَافِهَا، فَجَّرَ يَنَابِيعَ الْعُيُونِ مِنْ عَرَانِينِ أُنُوفِهَا، وَفَرَّقَهَا فِي سُهُوبِ بِيدِهَا وَأَخَادِيدِهَا، وَعَدَّلَ حَرَكَاتِهَا بِالرَّاسَيَاتِ مِنْ جَلاَمِيدِهَا، وَذَوَاتِ الشَّنَاخِيبِ الشُّمِّ مِنْ صَيَاخِيدِهَا، فَسَكَنَتْ مِنَ الْمَيَدَانِ بِرُسُوبِ الْجِبَالِ فِي قِطَعِ أَدِيمِهَا، وَتَغَلْغُلِهَا مُتَسَرِّبَةً في جَوْبَاتِ خَيَاشِيمِهَا، وَرُكُوبِهَا أَعْنَاقَ سُهُولِ الاَُرَضِينَ وَجَرَاثِيمِهَا، وَفَسَحَ بَيْنَ الْجَوِّ وَبَيْنَهَا، وَأَعَدَّ الْهَوَاءَ مُتَنَسَّماً لِسَاكِنِهَا، وَأَخْرَجَ إِلَيْهَا أَهْلَهَا عَلَى تَمَامِ مَرَافِقِها. ثُمَّ لَمْ يَدَعْ جُرُزَ الاَْرْضِ الَّتي تَقْصُرُ مِيَاهُ الْعُيُونِ عَنْ رَوَابِيهَا، وَلاَ تَجِدُ جَدَاوِلُ الاَْنْهَارِ ذَرِيعَةً إِلى بُلُوغِهَا، حَتَّى أَنْشَأَ لَهَا نَاشِئَةَ سَحَاب تُحْيِي مَوَاتَهَا، وَ تَسْتَخْرِجُ نَبَاتَهَا، أَلَّفَ غَمَامَهَا بَعْدَ افْتِرَاقِ لُمَعِهَ، وَتَبَايُنِ قَزَعِهِ. حَتَّى إِذَا تَمَخَّضَتْ لُجَّةُ الْمُزْنِ فِيهِ، وَالْـتَمَعَ بَرْقُهُ فَي كُفَفِهِ، وَلَمْيَنَمْ وَمِيضُهُ فِي كَنَهْوَرِ رَبَابِهِ، وَمُتَرَاكِمِ سَحَابِهِ، أَرْسَلَهُ سَحّاً مُتَدَارَكاً، قَدْ أَسَفَّ هَيْدَبُهُ، تَمْرِيهِ الْجَنُوبُ دِرَرَ أَهَاضِيبِهِ، وَدُفَعَ شَآبِيبِهِ. فَلَمَّا أَلْقَتِ السَّحابُ بَرْكَ بِوَانَيْهَا، وَبَعَاعَ مَا اسْتَقَلَّتْ بِهِ مِنَ الْعِبْءِ الْـمَحْمُولِ عَلَيْهَا، أَخْرَجَ بِهِ مِنْ هَوَامِدِ الاَْرْضِ النَّبَاتَ، وَمِنْ زُعْرِ الْجِبَالِ الاَْعْشابَ،فَهِيَ تَبْهَجُ بِزِينَةِ رِيَاضِهَا، وَتَزْدَهِي بِمَا أُلْبِسَتْهُ مِنْ رَيْطِ، أَزَاهِيرِهَا، وَحِلْيَةِ مَا سُمِطَتْ بِهِ مِنْ نَاضِرِ أَنْوَارِهَا، وَجَعَلَ ذلِكَ بَلاَغاً لِلاَْنَامِ، وَرِزْقاً لِلاَْنْعَامِ، وَخَرَقَ الْفِجَاجَ فِي آفَاقِهَا، وَأَقَامَ المَنَارَ لَلسَّالِكِينَ عَلَى جَوَادِّ طُرُقِهَا. د ځمکې پيدايښتخداے تعالي ځمکه په څپاندو څپو او غړمبېدونکوسمندرونو باندې وپوشله، هغه څپې چې له يو بل سره جنګېږي او په سخت ټکر کې يو بل شاته کوي. د سرمستو اوښانو په شان چې په خولو يې ځګونه رامات وي او برړېدونکي هر لور ته روان وي.خو دغه سرکښې څپې د اوبو په دروندوالي سره کښيناستې او جوش او هېجان يې د ځمکې په سينه قرار وموند. ځکه چې ځمکې دغه څپانده توفان،په خپلو اوږو ورټنيګ کړ او د دغو څپو غرهار او غړمبهار داسې غلے شو لکه پيزواني شوےاوښ. خداے پاک د څپو په زړۀ د ځمکې فرش وروغوړاوۀ او اوبه يې له کبر، غرور، سرکښۍ او خروشه وغړولې. اوس نو د اوبو حرکت کم شو او له تندو خوخښتونو وروسته تمې شوې، او له دومره جوش او خروش او کبرجنې سرکښۍ وروسته په خپل ځاے ودرېدې. نوکله چې د ځمکې په خواوشا کښې د اوبو جوش کښېناست، او د سختو او لوړو غرونو بار يې په اوږو پورته کړ.د غرونو له لوړو څخه د اوبو چينې راوخوټکېدې او د د ښتو او هوارو په کندو او درزونو کې يې اوبۀ روانې کړې او په لويو، سختو او د اوچتو څوکوپه غرونو سره يې ځمکه انډوله کړه. او د ځمکې په سطحه کې يې د غرونو د ښخېدو، په ژورو کې يې د جرړو د غځېدو او په دښتو او بيابانونو باندې د هغې په سپرېدو سره يې د ځمکې لړزا قراره کړه. بيا څښتن د ځمکې او فضا په مينځ کې لوے واټن پيدا کړ او د ځمکې هستوګنو ته يې هواګانې برابرې کړې او د اوسېدونکو لپاره يې ټولې اړتياوې او د ژوند وسايل چمتو کړل، بيا يې حتی د ځمکې هغه لوړې برخې هم چې سېندونه او چينې ورته لاره نه لري چټي پرې نه ښودلې بلکه هغو ته يې داسې وريځې وپنځولې چې شنې او ژوندۍ يې کړي چې رنګارنګه بوټي زرغون کړي بيا يې د وريځو لوئې او خپرې ټوټې سره يو ځاے کړې تر دې چې د هغو له ټکره بريښناوې وځلېدې او د سپينو ګورو وريځو پړقا پېدا شوه پرله پسې وريځې يې راولېږلې چې په ځمکه خپرې شي او بادونو وريځې ولوشلې او بلاربې وريځې يې ځمکې ته ولېږلې بيا چې کله وريځو خپله خېټه په ځمکه واچوله نو هر څه يې چې په خېټه کې وو په ځکه يې توې کړل او له لرو پرتو ځمکو يې ډول ډول واښۀ رازرغون کړل او د غرونو په لمنو کې يې د شينکي څادر وغوړاوۀ.اوس نو ځمکې د شينکي شال اغوستے په نڅا او ګډا شوه او د ګل پاڼو په نازک لباس يې ټول لېدونکي ځانته حيرانه کړل. او د رنګارنګو ګلونو په پسول سره يې خلک په وجد کې راوستل ،خداے تعالی دا ټول څيزونه د انسانانو او حېوانانو د رزق سامان وګرځاوۀ او هم هغه د ځمکې په شاوخوا کې ژورې درې او په شاهراګانو د تلونکو لپاره رڼا منارې وټاکلې. فَلَمَّا مَهَدَ أَرْضَهُ، وَ أَنْفَذَ أَمْرَهُ، اخْتَارَ آدَمَ(عليه السلام)، خِيرَةً مِنْ خَلْقِهِ، وَجَعَلَهُ أَوّلَ جِبِلَّتِهِ، وَأَسْكَنَهُ جَنَّتَهُ، وَأَرْغَدَ فِيهَا أُكُلَهُ، وَأَوْعَزَ إِلَيْهِ فِيَما نَهَاهُ عَنْهُ، وَأَعْلَمَهُ أَنَّ فِي الاِْقْدَامِ عَلَيْهِ التَّعرُّضَ لِمَعْصِيَتِهِ، وَالْـمُخَاطَرَةَ بِمَنْزِلَتِهِ; فَأَقْدَمَ عَلَى مَا نَهَاهُ عَنْهُ ـ مُوَافَاةً لِسَابِقِ عِلْمِهِ ـ فَأَهْبَطَهُ بَعْدَ التَّوْبَةِ لِيَعْمُرَ أَرْضَهُ بِنَسْلِهِ،وَلِيُقِيمَ الْحُجَّةَ بهِ عَلَى عِبَادِهِ، ولَمْ يُخْلِهِمْ بَعْدَ أَنْ قَبَضَهُ، مِمَّا يُؤَكِّدُ عَلَيْهِمْ حُجَّةَ رُبُوبِيَّتِهَ، وَيَصِلُ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَعْرِفَتِهِ، بَلْ تَعَاهَدَهُمْ بَالْحُجَجِ عَلَى أَلْسُنِ الْخِيَرَةِمِنْ أَنْبِيَائِهِ، وَمُتَحَمِّلِي وَدَائِعِ رِسَالاَتِهِ، قَرْناً فَقَرْناً; حَتَّى تَمَّتْ بِنَبِيِّنَا مُحَمَّد(صلى الله عليه وآله) حُجَّتُهُ، وَبَلَغَ الْمَقْطَعَ عُذْرُهُ وَنُذُرُهُ، وَقَدَّرَ الاْرْزَاقَ فَكَثَّرَهَا وَقَلَّلَهَا، وَقَسَّمَهَا عَلَى الضِّيقِ والسَّعَةِ فَعَدَلَ فِيهَا لِيَبْتَلِيَ مَنْ أَرَادَبَمَيْسُورِهَا وَمَعْسُورِهَا، وَلِيَخْتَبِرَ بِذلِكَ الشُّكْرَ والصَّبْرَ مِنْ غَنِيِّهَا وَفَقِيرِهَا، ثُمَّ قَرَنَ بِسَعَتِهَا عَقَابِيلَ فَاقَتِهَا، وَبِسَلاَمَتِهَا طَوَارِقَ آفَاتِهَا، وَبِفُرَجِ أَفْرَاحِهَا غُصَصَ أَتْرَاحِهَا. وَخَلَقَ الاْجَالَ فَأَطَالَهَا وَقَصَّرَهَا، وَقَدَّمَهَا وَأَخَّرَهَا، وَوَصَلَ بَالْمَوْتِ أَسْبَابَهَا، وَجَعَلَهُ خَالِجاً لاَِشْطَانِهَا، وَقَاطِعاً لمَرائِرِأَقْرَانِهَا. د حضرت آدم (ع) د پېل قصه او د پيغمبرانو بعثتکله چې خداے تعالی ځمکه د انسانانو لپاره وغوړوله او کار يې بشپړ کړ نو آدم (ع) يې په خپلو مخلوقاتو کې چوڼ او غوره کړ او هغه يې په ځمکه وړومبے او غوره مخلوق وټاکه. اول يې آدم (ع) په جنت کې استوګن کړ او خواږۀ خواړۀ يې وروڅکل او له څه يې چې منعې کولو هغه يې وروښودل.او خبردارے يې ورکړ چې دغو څيزونو ته په نزدېکت کې د هغه د نافرمانۍ او د ښۀ مقام د بايللو خطره ده. خو آدم (ع) هغه څه ته چې منعې شوے ؤ مخه کړه[ii] او د خداے علم تحقق وموند تر دې چې له توبې وروسته يې له جنته ځمکې ته کوز کړ چې په خپل نسل سره ځمکه آباده کړي او په دې ډول يې په بندګانو حجت تمام کړ. او دحضرت آدم (ع) له وفاته وروسته يې هم ځمکه له حجته تشه پرې نه ښوده چې په دې وسيله د ځان او د آدم د بچيانو په مينځ کې پيوستون راولي. او پيړۍ په پيړۍ يې د آسمان د غوره شويو پيغمبرانو او د خپل رسالت د استازو په وسيله حجتونه او دليلونه جاري وساتل ان تر دې چې د پيغمبرانو لړۍ د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) په راتګ سره بشپړه شوه او د احکامو او انذارو او الهي زېرو بيان آخري منزل ته ورسېد. د ژوند د امکاناتو او وسائلو پيدا کولخدا ےتعالی د انسانانو روزي ټاکلې ده کله لږه او کله زياته او هغه يې د سختۍ او راحتۍ په شکل کې په عادلانه ډول ووېشله چې هر کس د تنګسيا يا پراختيا په وسيله وزمائي. او په شکر او صبر سره شتمن او نيستمن امتحان کړي. نو له پراخې روزۍ سره يې فقر او بدمرغي هم وګنډله او له سلامتيا او هوساينې سره يې دردناکې پېښې هم وپييلې. د خوښۍ او ښادۍ ورځې يې له درد و غم سره نزدې کړې . د انسان اجل يې وټاکه د چا اجل ناوخته دے او د چا زر،د چا مخکې دے او د چا وروسته. او بيا يې ورپسې مرګ راوستۀ او په مړينې سره يې د د ژوند پياوړې رشتې وشلولې او د خپلوۍ پيوندونه يې وراسته کړل چې انسانان وزمائي عَالِمُ السِّرِّ مِنْ ضَمَائِرِ الْمُضْمِرِينَ، وَنَجْوَى الْمُتَخَافِتِينَ، وَخَوَاطِرِ رَجْمِ الظُّنُونِ، وَعُقَدِ عَزِيمَاتِ الْيَقِينِ، وَمَسَارِقِ إِيمَاضِ الْجُفُونِ، وَمَا ضَمِنَتْهُ أَكْنَانُ الْقُلُوبِ، وَغَيَابَاتُ الْغُيُوبِ، وَمَا أَصْغَتْ لاِسْتِرَاقِهِ مَصَائِخُ الاَْسْمَاعِ، وَمَصَائِفُ الذَّرِّ، وَمَشَاتِي الْهَوَامِّ، وَرَجْعِ الْحَنِينِ مِنْ الْمُولَهَاتِ وَهَمْسِ الاَْقْدَامِ، وَمُنْفَسَحِ الـثَّمَرَةِ مِنْ وَلاَئِجِ غُلُفِ الاَْكْمَامِ، وَمُنْقَمَعِ الْوُحُوشِ مِنْ غِيرَانِ الْجِبَالِ وَأَوْدِيَتِهَا، وَمُخْتَبَاَ الْبَعُوضِ بَيْنَ سُوقِ الاَْشْجَارِ وَأَلْحِيَتِهَا، وَمَغْرِزِ الاَْوْرَاقِ مِنَ الاَْفْنَانِ، وَمَحَطِّ الاَْمْشَاجِ مِنْ مَسَارِبِ الاَْصْلاَبِ، وَنَاشِئَةِ الْغُيُومِ وَمُتَلاَحِمِهَا، وَدُرُورِ قَطْرِ السَّحَابِ في مُتَرَاكِمِهَا، وَمَا تَسْقِي الاَْعَاصِيرُ بِذُيُولِهَا، وَتَعْفُو الاَْمْطَارُ بِسُيُولِهَا، وَعَوْمِ بَنَاتِ الاَْرضِ فِي كُثْبَانِ الرِّمَالِ، وَمُسْتَقَرِّ ذَوَاتِ الاَْجْنِحَةِ بِذُرَا شَنَاخِيبِ الْجِبَالِ، وَتَغْرِيدِ ذَوَاتِ الْمَنْطِقِ فِي دَيَاجِيرِ الاَْوْكَارِ، وَمَا أوْعَتْهُ الاَْصْدَافُ، وَحَضَنَتْ عَلَيْهِ أَمْوَاجُ الْبِحَارِ، وَمَا غَشِيَتْهُ سُدْفَةُ لَيْل، أَوْ ذَرَّ عَلَيْهِ شَارِقُ نَهَار، وَمَا اعْتَقَبَتْ عَلَيْهِ أَطْبَاقُ الدَّيَاجِيرِ، وَسُبُحَاتُ النُّورِ، وَأَثَرِ كُلِّ خَطْوَة، وَحِسِّ كُلِّ حَرَكَة، وَرَجْعِ كُلِّ كَلِمَة، وَتَحْرِيكِ كُلِّ شَفَة، وَمُسْتَقَرِّ كُلِّ نَسَمَة، وَمِثْقَالِ كُلِّ ذَرَّة، وَهَمَاهِمِ كُلِّ نَفْس هَامَّة، وَمَا عَلَيْهَا مِنْ ثَمَرِ شَجَرَة، أَوْ ساقِطِ وَرَقَة، أَوْ قَرَارَةِ نُطْفَة، أوْ نُقَاعَةِ دَم وَمُضْغَة، أَوْ نَاشِئَةِ خَلْق وَسُلاَلَة. لَمْ تَلْحَقْهُ فِي ذلِكَ كُلْفَةٌ، وَلاَ اعْتَرَضَتْهُ فِي حِفْظِ مَا ابْتَدَعَ مِنْ خَلْقِهِ عَارِضَةٌ، وَلاَ اعْتَوَرَتْهُ فِي تَنْفِيذِ الاُْمُورِ وَتَدَابِيرِ الْـمَخلُوقِينَ مَلاَلَةٌ وَلاَ فَتْرَةٌ، بَلْ نَفَذَهُمْ عِلْمُهُ، وَأَحْصَاهُمْ عَدَدُهُ، وَوَسِعَهُمْ عَدْلُهُ، وَغَمَرَهُمْ فَضْلُهُ، مَعَ تَقْصِيرِهِمْ عَنْكُنْهِ مَا هُوَ أَهْلُهُ. د خداے پاک علمخداےتعالی خبر دے د زړونو له رازونو، د نجوا (په غوږ کې پس پس) کوونکو له ګنګوسو، له هغه څه چې د ګمان له مخې په فکرونو کې ګرځي،له کلکو هوډونو، له غلچکو نظرونو،د زړۀ له خبرو، دغيبو له چارو،او له هغه څه چې د غوږونو پردې يې پټ اوري . همداراز هغه ذات خبر دے د ميږو د اوړي له مېږتونونو،د حشراتو له ژمنيو سوړو،د غم ځپلو ښځو له سوو چغو او د ګامونو له پټو ښکالو. لوے خداے علم لري د غوټيو په زړونو کې د ميوو له پالن ځايونو،د غرونو په مينځ او د درو په ژورو کې د وحشي حيواناتو له پټو څمڅو،د ونو د تنو او پوستکي په مينځ کې د ماشو له پټ ځايونو،د پاڼو او څانګو له پيوند ځايونو، او د پلرونو په ملاګانو کې د نطفو له مقامونو. هغه ذات خبر دے له هغو ځايونو چې وريځې جوړوي او سره يې يو ځا ے کوي او د باران له هغو څاڅکو چې له ګورو وريځو څخه ورېږي. او له هغه څه چې غولۍ يې له ځمکې پورته کوي سيلابي بارانونه يې نغري او ختموي يې. هغه خبر دے د شګو په ډمبارونو کې د بوټو له ځغلىدلوجرړو،د غرونو په لوړو کې د مارغانو له ځالو، په تيارو ځالىو کې د مرغانو له سندرو،د سيپيو په زړۀ کې له خوندي ملغلرو، او د درياب له هغو څپو چې دغه سيپۍ په خپله لمنه کې روزي. پاک خداے خبر دے له هر هغه څه چې د شپې تيارۀ پرې خپره شوې يا پرې د نمر وړانګې لګېدلې، او له هغه څه چې بيا بيا پرې تيارۀ او رڼا راګرځي. د هر ګام له خاپه،د هر خوځښت له احساسه،د هر غږ له انګازې،د هرې شونډې له خوځېدو،د هر ژوندي ساري له ځايه،د هرې ذرې له وزنه، او د هر غمجن له نارې، خداي خبر دے د ونو د څانګو له ميوو، په ځمکه له غورزېدلو پاڼو،او د نطفې له قرارګاه، او د وينې له چکه کېدو او د غوښې د لوتړې په شکل د جنين له جوړېدو او له هغه صورته چې ترې جوړيږي.دا هر څه د هغۀ په علم کې دي او په دغه علم کې نه هغه په څه زحمت اخته شوے او نه د رنګارنګو مخلوقاتوپه ساتنه کې انديښمنيږي. او د مخلوقاتو د چارو په تدبير کې سستي او خفګان نه ورځي. بلکه د خداے پاک علم په دغو ټولو کې نفوذ موندلے او ټول يې شمېرلي دي.د هغۀ عدالت او انصاف په هر څه خپور دے او که څه هم مخلوقات د هغۀ په ستائېنه کې کوتاهي کوي خو د هغۀ د فضل او کرم چينه هماغه شان خوټکيږي. [دعاء] اللَّهُمَّ أَنْتَ أَهْلُ الْوَصْفِ الْجَمِيلِ، وَالتَّعْدَادِ الْكَثِيرِ، إِنْ تُؤَمَّلْ فَخَيْرُ مَأْمُول، وَإِنْ تُرْجَ فأَكْرَمُ مَرْجُوٍّ. اللَّهُمَّ وَقَدْ بَسَطْتَ لي فِيَما لاَ أَمْدَحُ بِهِ غَيْرَكَ، وَلاَ أُثْنِي بِهِ عَلَى أَحَد سِوَاكَ، وَلاَ أُوَجِّهُهُ إِلَى مَعَادِنِ الْخَيْبَةِ وَمَوَاضِعِ الرِّيبَةِ، وَعَدَلْتَ بِلِسَاني عَنْ مَدَائِحِ الاْدَمِيِّينَ، وَالثَّنَاءِ عَلَى الْمَرْبُوبِينَ الْـمَخْلُوقِينَ. اللَّهُمَّ وَلِكُلِّ مُثْن عَلَى مَنْ أَثْنَى عَلَيْهِ مَثُوبَةٌ مِنْ جَزَاء، أَوْ عَارِفةٌ مِنْ عَطَاء; وَقَدْ رَجَوْتُكَ دَلِيلاً عَلَى ذَخَائِرِ الرَّحْمَةِ وَكُنُوزِ الْمَغْفِرَةِ. اللَّهُمَّ وَهذَا مَقَامُ مَنْ أَفْرَدَكَ بِالتَّوْحِيدِ الَّذِي هُوَ لَكَ، وَلَمْ يَرَ مُستَحِقّاً لِهذِهِ الَْمحَامِدِ وَالْمَمادِحِ غَيْرَكَ، وَبِي فَاقَةٌ إِلَيْكَ لاَ يَجْبُرُ مَسْكَنَتَهَا إِلاَّ فضْلُكَ، وَلاَ يَنْعَشُ مِنْ خَلَّتِهَا إِلاَّ مَنُّكَ وَجُودُكَ، فَهَبْ لَنَا فِي هذَا الْمَقَامِ رِضَاكَ، وَأَغْنِنَا عَنْ مَدِّ الاَْيْدِي إِلَى مَن سِوَاكَ، (إِنَّكَ عَلى كُلِّ شَيْء قَدِيرٌ)! د امير المومنين (ع) دعااے خدايه! هم ته د ښکلې ستائېنې وړ يې او د بې شمېره او بې حده ستائېنې، څوک چې تا ته هيله ولري ته تر ټولو ښه هيله يې او څوک چې ارمان وکړي تر ټولو غوره ارمان ېې. اے خدايه !په ما دې د نعمت ورونه پرانېستل چې د بل چا ستائېنه ونه کړم او په دغو نعمتونو د بل چا مدحه ونه وايم.او خپله ژبه د نهيلوونکو، نااميدو او بې باورو په مدحه پرا نۀ نېز م. اےخدايه! هر ثنا خوان د ثنا کېدونکي له لوري اجر لري. تاته هيله لرم چې د رحمت خزانو او او د بخښنې زيرمو ته مې لاره سمه کړې. اے خدايه ! دا ستا هغه بنده دے چې تا يواځېنے واحد ذات ګڼي، او يواځيتوب او توحيد هم له تاسره ښائي. او بل هيڅوک د دغو ستائېنو وړ نه دے. اے خدايه! زۀ ستا در ته اړمن يم او بې ستا له فضله بل هيڅ څه نه شي جبرانولې او تلافي کولې او بې ستا له ښندنې يې بل هيڅ څه په بډايتوب نه شي اړولې. نو مونږ ته خپله رضا راکړې او د نورو له لمنې زمونږ لاس لنډ کړې.« ته په هر څه باندې وسيال يې» ﴿ دوه نوي يمه خطبه ﴾[ 92 ]لمّا أراده الناس على البيعةدَعُوني وَالْـتَمِسُوا غَيْرِي; فإِنَّا مُسْتَقْبِلُونَ أَمْراً لَهُ وُجُوهٌ وَأَلْوَانٌ; لاَ تَقُومُ لَهُ الْقُلُوبُ، وَلاَ تَثْبُتُ عَلَيْهِ الْعُقُولُ، وَإِنَّ الاْفَاقَ قَدْ أَغَامَتْ، وَالْـمَحَجَّةَ قَدْ تَنَكَّرَتْ. وَاعْلَمُوا أَنِّي إنْ أَجَبْتُكُمْ رَكِبْتُ بِكُمْ مَا أَعْلَمُ، وَلَمْ أُصْغِ إِلَى قَوْلِ الْقَائِلِ وَعَتْبِ الْعَاتِبِ، وَإِنْ تَرَكْتُمُونِي فَأَنَا كَأَحَدِكُمْ; وَلَعَلِّي أَسْمَعُكُمْ وَأَطْوَعُكُمْ لِمنْ وَلَّيْتُمُوهُ أَمْرَكُمْ، وَأَنَا لَكُمْ وَزِيراً، خَيْرٌ لَكُمْ مِنِّي أَمِيراً! (د دريم خليفه له وژل کېدو وروسته کله چې خلکو له امام علي (ع) سره د بيعت اراده وکړه نو امام وفرمايل) د خلافت منلو لاملونه.ما پرېږدئ او لاړ شئ بل څوک ولټوئ[iii] ځکه چې مونږ د داسې پېښو هرکلي ته روان يو چې فتنه ګرې دي او ډول ډول مخونه لري او زړونه په دغه بيعت او عقلونه په دې تړون باقي نه پاتې کېږي..وګورئ چې افق څومره تورو وريځو نيولے دے او د حق نيغه لاره څومره ورکه شوې ده.ياد لرئ که ستاسو بيعت مې ومان نو تاسو به د خپل علم په لاره چلوم او د دۀ او هغۀ په خبرو او د ملامتوونکو ملامتيا ته به غوږ نۀ نيسم. خوکه تاسو زۀ پرېښودم نو هم ستاسو د يوکس په شان ژوند به وکړم او ښائي تر تاسو زيات به ستاسو د واکمن خبره منم. که زۀ ستاسو وزير او سلاکار وم تر دې غوره ده چې امير او مشر وم. ﴿ درې نوي يمه خطبه ﴾[ 93 ]ومن خطبة له(عليه السلام)1-خصائص امام علي عليه السلام أَمَّا بَعْد، أَيُّهَا النَّاسُ فَإِنِّي فَقَأْتُ عَيْنَ الْفِتْنَةِ، وَلَمْ يَكُنْ لِيَجْتَرِىءَ عَلَيْهَا أَحَدٌ غَيْرِي بَعْدَ أَنْ مَاجَ غَيْهَبُهَا، وَاشْتَدَّ كَلَبُهَا. فَاسْأَلُوني قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِي، فَوَ الَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لاَ تَسْأَلُوني عَنْ شَيْء فِيَما بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ السَّاعَةِ، وَلاَ عَنْ فِئَة تَهْدِي مائةً وَتُضِلُّ مائةً إِلاَّ نَبَّأْتُكُمْ بِنَاعِقِهَا وَقَائِدِهَا وَسَائِقِهَا، وَمنَاخِ رِكَابِهَا، وَمَحَطِّ رِحَالِهَا، وَمَنْ يُقْتَلُ مِنْ أَهْلِهَا قَتْلاً، وَمَنْ يَمُوتُ مِنْهُمْ مَوْتاً. وَلَوْ قَدْ فَقَدْتُمُونِي وَنَزَلَتْ كَرَائِهُ الاُْمُورِ، وَحَوَازِبُ الْخُطُوبِ، لاََطْرَقَ كَثِيرٌ مِنَ السَّائِلِينَ، وَفَشِلَ كَثِيرٌ مِنَ المَسْؤُولِينَ، وَذلِكَ إِذَا قَلَّصَتْ حَرْبُكُمْ، وَشَمَّرَتْ عَنْ سَاق، وَضَاقَتِ الدُّنْيَا عَلَيْكُمْ ضِيقاً، تَسْتَطِيلُونَ أَيَّامَ الْبَلاَءِ عَلَيْكُمْ، حَتَّى يَفْتَحَ اللهُ لِبَقِيَّةِ الاَْبْرَارِ مِنْكُمْ. إِنّ الْفِتَنَ إِذَا أَقْبَلَتْ شَبَّهِتْ، وَإِذَا أَدْبَرَتْ نَبَّهَتْ، يُنْكَرْنَ مُقْبِلاَت، وَيُعْرَفْنَ مُدْبِرَات، يَحُمْنَ حَوْمَ الرِّيَاحِ، يُصِبْنَ بَلَداً وَيُخْطِئْنَ بَلَداً. أَلاَ وَإِنَّ أَخْوَفَ الْفِتَنِ عِنْدِي عَلَيْكُمْ فَتْنَةُ بَنِي اُمَيَّةَ، فإِنَّهَا فِتْنَةٌ عَمْيَاءُ مُظْلِمَةٌ: عَمَّتْ خُطَّتُهَا، وَخَصَّتْ بَلِيَّتُهَا، وَأَصَابَ الْبَلاَءُ مَنْ أَبْصَرَ فِيهَا، وَأَخْطَأَ الْبَلاَءُ مَنْ عَمِيَ عَنْهَا. وَايْمُ اللهِ لَتَجِدُنَّ بَنِي أُمَيَّةَ لَكُمْ أَرْبَابَ سُوْء بَعْدِي، كَالنَّابِ الضَّرُوسِ: تَعْذِمُ بِفِيهَا، وَتَخْبِطُ بِيَدِهَا، وتَزْبِنُ بِرِجْلِهَا، وَتَمْنَعُ دَرَّهَا، لاَ يَزَالُونَ بِكُمْ حَتَّى لاَ يَتْرُكُوا مَنْكُمْ إِلاَّ نَافِعاً لَهُمْ، أَوْ غَيْرَ ضَائِر بِهِمْ، وَلاَ يَزَالُ بَلاَؤُهُمْ حَتَّى لاَ يَكُونَ انْتِصَارُ أَحَدِكُمْ مِنْهُمْ إِلاَّ مثل انْتِصَارِ الْعَبْدِ مِنْ رَبِّهِ، وَالصَّاحِبِ مِنْ مُسْتَصْحِبِهِ، تَرِدُ عَلَيْكُمْ فِتْنَتُهُمْ شَوْهَاءَ مَخْشَيَّةً، وَقِطَعاً جَاهِلِيَّةً، لَيْسَ فِيهَا مَنَارُهُدىً، وَلاَ عَلَمٌ يُرَى. 2-نهايه الامويين نَحْنُ أَهْلَ الْبِيْتِ مِنْهَا بنجاة، وَلَسْنَافِيهَا بِدُعَاة، ثُمَّ يُفَرِّجُهَا اللهُ عَنْكُمْ كَتَفْرِيجِ الاَْدِيمِ: بِمَنْ يَسُومُهُمْ خَسْفاً، وَيَسُوقُهُمْ عُنْفاً، وَيَسْقِيهِمْ بِكَأْس مُصَبَّرَة، لاَ يُعْطِيهِمْ إِلاَّ السَّيْفَ، وَلاَ يُحْلِسُهُمْ إِلاَّ الْخَوْفَ، فَعِنْدَ ذلِكَ تَوَدُّ قُرَيْشٌ ـ بِالدُّنْيَا وَمَا فِيهَا ـ لَوْ يَرَوْنَنِي مَقَاماً وَاحِداً، وَلَوْ قَدْرَ جَزْرِ جَزْور، لاَِقْبَلَ مِنْهُمْ مَا أَطْلُبُ الْيَوْمَ بَعْضَهُ فَلاَ يُعْطُونِيهِ! (ځينې مورخان وائي چې دا وينا يې د نهروان له جنګه وروسته کړې ده) 1: د امام علي ځانګړتياوې د پالونکي له حمد او ثنا وروسته: اے خلکو زۀ وم چې د فتنې سترګه مې ړنده کړه او بې له ما هيچا د دې جرائت نه لرۀ هغه وخت چې د تيارو څپې اوچتې شوې او د ليونتوب مرض يې زيات شو. نو هر څه چې له ماپوښتئ وې پوښتئ[iv] مخکې له دې چې زۀ ستاسو له مينځه لاړ شم. په هغه خداے قسم چې زما ځان يې په اختيارکې دےاوس چې تاسو د قيامت تر ورځې پورې هر څه له ما وپوښتئ او د هرې ډلې په هکله چې پوښتنه وکړئ چې سل کسان هدايت وي يا يې ګمراه وي زۀ به ترې تاسو خبر کړم او ځواب به يې درکړم او د هغوي له بلونکي،بوتلونکي او څوک يې چې بوځي او چېرته به چې پړاو کوي او چېرته به چې بارونه پرانېزي، يا به ترې څوکسان وژل کېږي يا به په خپل مرګ مړۀ کېږي له ټولو به مو خبر کړم. حال دا چې که دا سخت حالات او انديښنې له ما وروسته په تاسو باندې راغلې نو هم به پوښتونکي لالهانده او سرګردانه شي او هم هغه کس له چا چې پوښتنه کېږي هغه به هم د ځواب له ورکولوعاجزه شي. او دا ټول به هغه وخت وي چې په تاسو به اوږدۀ جنګونه راشي او دنيا به داسې درتنګه شي ته به وائې د بلا او مصيبت ورځې ډېرې اوږدې دي. تردې چې خداے پاک به د پاتې نېکو کسانو په لاس د بري بيرغ ورپوي.(د امام مهدي ع د ظهور په زمانه کې) ياد ساتئ کله چې فتنې راځي نو خلک په شبهو کې اچوي اوکله چې ځي نوحقيقتونه به روښانه کوي. فتنې چې کله راځي نو نه پېژندل کېږ ي او کله چې ځي نو پېژندل شوې وي. فتنې د هواګانو او غوليو په شان تاويږي. او له هر ځايه تېرېږي. په ځينو ښارونو کې غميزې پنځوي او له ځينو همداسې تېرېږي. خبر اوسئ چې زما په خيال تر ټولو بوږنوونکې فتنه به د بني اميه و فتنه وي. داسې ړنده فتنه او داسې توره تياره چې په هر ځاے خپره وي خو خواص او نېکان به يې ډېر په نخښه وي.څوک چې دغه فتنې وپېژني سختۍ به يې په هغه وي او څوک يې چې ونه پېژني له هغو به په آسانه تېره شي. په خداےقسم! له ما وروسته به بني اميه ستاسو لپاره ډېر بد چارواکي وي. هغوي به له تاسو سره داسې وي لکه اړي ماره اوښه چې پښې په ځمکه وهي، لتې ورکوي، چيچل کوي او پيو ته نه ودرېږي. او په تاسو کې به هيڅوک پرې نه ږدي بې له هغو چې هغوي ته ګټه ورکوي يا تاوان ونه رسوي. او د بني اميه ؤ دا مصيبت او بلا به په تاسو اوږده شي ان تر دې چې له هغوي ستاسو داد خواهي او انصاف غوښتنه به داسې وي لکه مريي چې له باداره يا مريد له خپله پيره انصاف غواړي. په تاسو باندې به د هغوي فتنه داسې په وېروونکي نازله شي چې وبه مو وېروي او د جاهليت د وخت توکي به ولري نه به پکې د هدايت مناره وي او نه د نجات بېرغ چې انسان ورته هيله ولري. 2: د بني اميه و بد انجام يواځې مونږ اهل بيت به له دغو فتنو په امن کې يو او بلونکي به يې نه يوو. بيا به خداے پاک د بني اميه ؤ فتنې ختمې او له تاسو لرې کړي لکه قصاب چې په لاسونو له غوښې پوستکې لرې کوي. خداے به د داسې کسانو په لاس بني اميه ؤ ته د ذلت خوند وروڅکي چې ډېر په سخته به يې له حکومته لرې کړي او د بلا او مصيبت تراخۀ جامونه به وروڅښوي او بې له تورې به بل څه نه ورکوي. او بې د وېرې له جامې به بل څه نه وراغوندي. په دغه زمانه کې به قرېش ارمان وکړي چې کاش ټوله دنيا او د هغې دولت ورکړي خو ما وويني يواځې يو څو شيبې دومره چې اوښ پکې نحر کېږي. چې زۀ له هغوي هغه څه قبول کړم چې نن يې ترې يوه برخه غواړم خو دوي يې نه راکوي. 94خطبهوَ مِنْ خُطبَةٍ لهُعليه السلام و فيها يصف اللَّه تعالى ثم يبين فضل الرسول الكريم و أهل بيته ثم يعظ الناس اللَّه تعالىفَتَبَارَكَ اللَّهُ الَّذِي لاَ يَبْلُغُهُ بُعْدُ الْهِمَمِ، وَ لاَ يَنَالُهُ حَدْسُ الْفِطَنِ، الْأَوَّلُ الذِي لاَ غَايَةَ لَهُ فَيَنْتَهِي، وَ لا آخِرَ لَهُ فَيَنْقَضِيَ. و منها في وصف الانبياء:فَاسْتَوْدَعَهُمْ في أَفْضَلِ مُسْتَوْدَعٍ، وَ أَقَرَّهُمْ فِي خَيْرِ مُسْتَقَرٍّ، تَنَاسَخَتْهُمْ كَرَائِمُ الْأَصْلابِ إلَى مُطَهَّرَاتِ الْأَرْحَامِ؛ كُلَّمَا مَضَى مِنْهُمْ سَلَفٌ، قَامَ مِنْهُمْ بِدِينِ اللَّهِ خَلَفٌ. رسول اللَّه و آل بيتهحَتَّى أَفْضَتْ كَرَامَةُ اللَّهِ سُبْحَانَهُ وَ تَعَالَى إِلَى مُحَمَّدٍصلى الله عليه وآله وسلم؛ فَأَخْرَجَهُ مِنْ أَفْضَلِ الْمَعَادِنِ مَنْبِتاً، وَ أَعَزِّ الْأُرُومَاتِ مَغْرِساً؛ مِنَ الشَّجَرَةِ الَّتي صَدَعَ مِنْهَا أَنْبِيَاءَهُ، وَ انْتَجَبَ مِنْهَا أُمَنَاءَهُ. عِتْرَتُهُ خَيْرُ الْعِتَرِ، وَ أُسْرَتُهُ خَيْرُ الْأُسَرِ، وَ شَجَرَتُهُ خَيْرُ الشَّجَرِ؛ نَبَتَتْ فِي حَرَمٍ؛ وَ بَسَقَتْ فِي كَرَمٍ؛ لَهَا فُرُوعٌ طِوَالٌ؛ وَ ثَمَرٌ لاَ يُنَالُ؛ فَهُوَ إِمَامُ مَنِ اتّقَى، وَ بَصِيرَةُ مَنِ اهْتَدَى، سِرَاجٌ لَمَعَ ضَوءُهُ، وَ شِهَابٌ سَطَعَ نُورُهُ، وَ زَنْدٌ بَرَقَ لَمْعُهُ؛ سِيرَتُهُ الْقَصْدُ، وَ سُنَّتُهُ الرُّشْدُ، وَ كَلامُهُ الْفَصْلُ، وَ حُكْمُهُ الْعَدْلُ؛ أَرْسَلَهُ عَلَى حِينِ فَتْرَةٍ مِنَ الرُّسُلِ؛ وَ هَفْوَةٍ عَنِ الْعَمَلِ، وَ غَبَاوَةٍ مِنَ الْأُمَمِ. عظة الناساعْمَلُوا، رَحِمَكُمُ اللَّهُ، عَلَى أَعْلاَمٍ بَيِّنَةٍ، فَالطَّرِيقُ نَهْجٌ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلامِ، وَ أَنْتُمْ فِي دَارِ مُسْتَعْتَبٍ عَلَى مَهَلٍ وَ فَرَاغٍ؛ وَالصُّحُفُ مَنْشُورَةٌ، وَ الْأَقْلاَمُ جَارِيَةٌ، وَ الْأَبْدَانُ صَحِيحَةٌ، وَ الْأَلْسُنُ مُطْلَقَةٌ، وَ التَّوْبَةُ مَسْمُوعَةٌ، وَ الْأَعْمَالُ مَقْبُولَةٌ. مبارک دی او لوړ دی هغه خدای چې ژور فکرونه دهغه د د ذات حقیقت ته نه شي رسیدلی، او د د عقل او فهم ذهانتونه یې نه شي درک کولی. داسې پیل دی چې پای نه لري چې څوک یې اخر ته ورسیږي او اخر نه لري چې ګوندې ختم شي. هغه پیغمبران په ډیر ښکلې ځای کې پیرزو کړل او په غوره ځایونو کې یې مستقر کاندل. او له ډیر پاکو صلبونو (ملاګانو) یې غوره رحمونو (میندو) ته ولیږدول او کله چې یو له دنیا لاړ بل د خدای د دین د رسولو دنده په غاړه واخسته . تر دې چې د استازیتوب د رسول الله مبارک حضرت محمد (ص) ورسید. دهغه د وجود اصلي زړی یې تر ټولو له غوره معدنونو چوڼ کړ او دهغه د وجود نیالګی یې په ډیرو اصیلو او عزتمنو ځمکو کې وټوکاوه او له هغه طیبه او پاکې شجرې( ونې) چې نور پیغمبران یې ترې پیدا کړې وو وپنځاوه. د پیغمبر عترت تر ټولو غوره عترت او کورنۍ یې تر ټولو ښه کورنۍ او د وجود ونه یې تر ټولو مبارکه ونه ده. هغه یې د خدای په امن حرم کې زرغون کړ او د لویې او کریمې کورنۍ په غیږ کې یې وروزه، د دغه پاکې شجرې څانګې اوږدې دي چې میوه یې تر انسانه لاسه لوړه ده. نو پیغمبر (ص) د پرهیزګارو لارشود او د هدایت غواړو نظر دی . د ځلانده رڼا څراغ، ځلیدونکی ستوری، او داسې شعله ناکه بریښنا ده چې سترګې بریښوي. د هغوی سیرت اعتدال، لاره او روده یې صحیح او پایداره، خبرې یې دحق او باطل روښانوونکې ، او حکم یې پر عدالت ولاړ دی. خدای هغه په داسې زمانې کې مبعوث کړ چې د نبیانو لړۍ تم شوې وه او خلک له نیکیو لیرې شوې وو او امتونه په جهل او ناپوهۍ اخته شوې وو. ای خلکو! خدای دې تاسو وبخښي په نیکو کارونو کې په روښانه نښو (اهلبیت) عمل کوئ او ځکه چې لاره روښانه ده او تاسو د امن کور ته بلي. اوس تاسو په داسې دنیا کې ژوند کوئ چې کولې شئ د خدای رضا لاسته راوړئ، په هغه مهلت او فرصت سره چې لرئ یې اوس دا دی د عمل نامه پرانستې او د پرښتو قلمونه په لیکلو دي ، بدنونه مو روغ او ژبې مو ویانه دي، او توبه اوریدل کیدی شي او نیک عملونه قبلیدی شي. 95خطبهوَ مِنْ خُطبَةٍ لهُعليه السلام يقرر فضيلة الرسول الكريمبَعَثَهُ وَ النَّاسُ ضُلاَّلٌ فِي حَيْرَةٍ، وَ خَابِطُونَ فِي فِتْنَةٍ، قَدِ اسْتَهْوَتْهُمُ الْأَهْواءُ، وَ اسْتَزَلَّتْهُمُ الْكِبْرِيَاءُ، وَ اسْتَخَفَّتْهُمُ الْجَاهِلِيَّةُ الْجَهْلاءُ؛ حَيَارَى فِي زَلْزَالٍ مِنَ الْأَمْرِ، وَ بَلاءِ مِنَ الْجَهْلِ، فَبَالَغَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ فِي النَّصِيحَةِ، وَ مَضَى عَلَى الطَّرِيقَةِ، وَ دَعَا إِلَى الْحِكْمَةِ، وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ. د جاهلیت او نعمت پړاو خدای تعالی پیغمبر په داسې زمانه کې په پیغمبرۍ وګماره چې خلک حیرانه او لالهانده وو. په فتنو کې ښخ وو او هوا اوهوس ورباندې غالب و. کبر او غرور یې ګامونه لغزولې وو او د جاهلیت ناپوهیو خوار او ذلیل کړې وو. د ژوند په چارو کې سرګردانه وو او ناپوهۍ بلا رانیولې وو. نو رسول الله مبارک د هغوی د نصیحت او خیرخواهۍ لپاره دیر زیار وویشته او هغوی یې نیغې لارې ته هدایت کړل او په نیکې موعظې او حکمت سره یې نیغې لارې ته وبلل. ۹۶ خطبه
وَ مِنْ خُطبَةٍ لهُ عليه السلام في اللَّه و في الرسول الْأَكْرَم
اللَّه تعالى
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الْأَوَّلِ فَلاَ شَيْءَ قَبْلَهُ، وَ الآخِرِ فَلاَ شَيْءَ بَعْدَهُ، وَ الظَّاهِرِ فَلا شَيْءَ فَوْقَهُ، وَ الْبَاطِنِ فَلاَ شَيْءَ دُونَهُ.
و منها في ذكر الرسول صلى الله عليه وآله وسلم:
مُسْتَقَرُّهُ خَيْرُ مُسْتَقَرٍّ، وَ مَنْبِتُهُ أَشْرَفُ مَنْبِتٍ، فِي مَعَادِنِ الْكَرَامَةِ، وَ مَمَاهِدِ السَّلاَمَةِ؛ قَدْ صُرِفَتْ نَحْوَهُ أَفْئِدَةُ الْأَبْرَارِ، وَ ثُنِيَتْ إِلَيْهِ أَزِمَّةُ الْأَبْصَارِ، دَفَنَ للَّهُ بِهِ الضَّغَائِنَ، وَ أَطْفَأَ بِهِ الثَّوَائِرَ، أَلَّفَ بِهِ إِخْوَاناً، وَ فرَّقَ بِهِ أَقْرَاناً، أَعَزَّ بِهِ الذِّلَّةَ، وَ أَذَلَّ بِهِ الْعِزَّةَ، كَلاَمُهُ بَيَانٌ، وَ صَمْتُهُ لِسَانٌ.
خدای پیژندنه ستاینه هغه خدای لره ده چې لومړی دی او تر هغه مخکې هیڅ څیز نه و،او داسې وروستی دی چې وروسته به ترې هیڅه نه وي. دومره روښانه دی چې تر هغه لوړ څه نیشته او دومره پټ دی چې هیڅه تر هغه زیات پټ نه دي. د رسول الله مبارک(ص) هستوګن ځای تر ټولو ښه مستقر او د هغه روزنځای او کورنۍ تر ټولو شریفه او ښه کورنۍ ده.هغه د سترتوب په معدن او دسلامتیا په زانګو کې لوی شو. د نیکانو زړونه هغه ته لیواله شول او سترګې هم هغه ته اوړیدلې دي.خدای تعالی د هغه د وجود په برکت کینې ښخې کړې او د ښمنۍ اورونه یې مړه کړل. دهغه په برکت یې په زړونو کې مینه پیداکړه او د کفر ورورولي یې ختمه کړه. خوار ذلیل او بې برخو انسانانو د هغه په برکت عزت ومونده او خپل سره عزتمن ذلیل شول. د دوي کلام د حقیقتونو روښانوونکي او دهغوی چوپتیا ګویا ژبه ده. ۹۷ خطبه
وَ مِنْ خُطبَةٍ لهُ عليه السلام في أصحابه و أصحاب رسول اللَّه
اصحاب علي
وَ لِئنْ أَمْهَلَ الظَّالِمَ فَلَنْ يَفُوتَ أَخْذُهُ، وَ هُوَ لَهُ بِالْمِرْصَادِ عَلَى مَجَازِ طَرِيقِهِ، وَ بِمَوْضِعِ الشَّجَى مِنْ مَسَاغِ ريقِهِ. أَمَا وَ الَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ؛ لَيَظْهَرَنَّ هؤُلاَءِ الْقَوْمُ عَلَيْكُمْ، لَيْسَ لِأَنَّهُمْ أَوْلَى بِالْحَقِّ مِنْكُمْ، وَ لكِنْ لِإِسْرَاعِهِمْ إِلَى بَاطِلِ صَاحِبِهِمْ، وَ إِبْطَائِكُمْ عَنْ حَقِّي. وَلَقَدْ أَصْبَحَتِ الْأُمَمُ تَخَافُ ظُلْمَ رُعَاتِها، وَ أَصْبَحْتُ أَخَافُ ظُلْمَ رَعِيَّتي. اسْتَنْفَرْتُكُمْ لِلْجِهَادِ فَلَمْ تَنْفِرُوا، وَ أَسْمَعْتُكُمْ فَلَمْ تَسْمَعُوا، وَ دَعَوْتُكُمْ سِرًّا وَجَهْرَا فَلَمْ تَسْتَجِيبُوا، وَ نَصَحْتُ لَكُمْ فَلَمْ تَقْبَلُوا، أَشُهُودٌ كَغُيَّابٍ، وَ عَبِيدٌ كَأَرْبابٍ! أَتْلُو عَلَيْكُمُ الْحِكَمَ فَتَنْفِرُونَ مِنْهَا، وَ أَعِظُكُمْ بِالْمَوْعِظَةِ الْبَالِغَةِ فَتَتَفَرَّقُونَ عَنْهَا، وَ أَحُثُّكُمْ عَلَى جِهَادِ أَهْلِ الْبَغْيِ فَمَا آتِي عَلَى آخِرِ قَوْلي حَتَّى أَرَاكُمْ مُتَفَرِّقِينَ أَيَادِي سَبَا. تَرْجُِونَ إِلَى مَجَالِسِكُمْ وَ تَتَخَادَعُونَ عَنْ مَوَاعِظِكُمْ، أُقَوِّمُكُمْ غُدْوَةً، وَ تَرْجِعُونَ إِلَيَّ عَشِيَّةً، كَظَهْرِ الْحَنِيَّةِ عَجَزَ الْمُقَوِّمُ، وَ أَعْضَلَ الْمُقَوَّمُ.
أَيُّهَا الْقَوْمُ الشَّاهِدَةُ أَبْدَانُهُمْ، الْغَائِبَةُ عَنْهُمْ عُقُولُهُمْ، الُْمخْتَلِفَةُ أَهْوَاؤُهُمْ، الْمُبْتَلَى بِهِمْ أُمَرَاؤُهُمْ. صَاحِبُكُمْ يُطِيعُ اللَّهَ وَ أَنْتُمْ تَعْصُونَهُ، وَ صَاحِبُ أَهْلِ الشَّامِ يَعْصِي اللَّهَ وَ هُمْ يُطِيعُونَهُ. لَوَدِدْتُ وَ اللَّهِ أَنّ مُعَاوِيَةَ صَارَفَني بِكُمْ صَرْفَ الدِّينَارِ بِالدِّرْهَمِ، فَأَخَذَ مِنِّي عَشَرَةً مِنْكُمْ وَ أَعْطَانِي رَجُلاً مِنْهُمْ.
يَا أَهْلَ الْكُوفَةِ، مُنِيتُ مِنْكُمْ بِثَلاَثٍ وَ اثْنَتَيْنِ: صُمٌّ ذَوُو أَسْمَاعٍ، وَ بُكمٌ ذَوُو كَلامٍ، وَ عُمْيٌ ذَوُو أَبْصَارٍ، لاَ أَحْرَارُ صِدْقٍ عِنْدَ اللِّقَاءِ وَ لاَ إِخْوَانُ ثِقَةٍ عِنْدَ البَلاءِ! تَرِبَتْ أَيْدِيكُمْ! يَا أَشْبَاهَ الْأبِلِ غَابَ عَنْهَا رُعَاتُهَا! كُلَّمَا جُمِعَتْ مِنْ جَانِبٍ تَفَرَّقَتْ مِنْ آخَرَ، وَ اللَّهِ لَكَأَنِّي بِكُمْ فِيَما إِخَالُكُمْ: أَلَّوْحَمِسَ الْوَغَى، وَ حَمِيَ الضِّرَابُ، وَ قَدِ انْفَرَجْتُمْ عَنِ ابْنِ أَبِي طَالِبٍ انْفِرَاجَ الْمَرْأَةِ عَنْ قُبُلِهَا. وَ إِنِّي لَعَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي، وَ مِنْهَاجٍ مِنْ نَبِيِّي، وَ إِنِّي لَعَلَى الطَّرِيقِ الْوَاضِحِ أَلْقُطُهُ لَقْطاً.
اصحاب رسول اللَّه
اُنْظُرُوا أَهْلَ بَيْتِ نَبِيِّكُمْ فَالْزَمُوا سَمْتَهُمْ، وَاتَّبِعُوا أَثَرَهُمْ، فَلَنْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ هُدًى، وَ لَنْ يُعِيدُوكُمْ فِي رَدًى، فَإِنْ لَبَدُوا فَالْبُدوا وَ إِنْ نَهَضُوا فَانْهَضُوا. وَ لاَ تَسْبِقُوهُمْ فَتَضِلُّوا، وَ لاَ تَتَأَخَّرُوا عَنْهُمْ فَتَهْلِكُوا. لَقَدْ رَأَيْتُ أَصْحابَ مُحَمَّدٍصلى الله عليه وآله وسلم، فَمَا أَرَى أَحَداً يُشْبِهُهُمْ مِنْكُمْ! لَقَدْ كانُوا يُصْبِحُونَ شُعْثاً غُبْراً؛ وَ قَدْ باتُوا سُجَّداً وَ قِيَاماً، يُرَاوِحُونَ بَيْنَ جِبَاهِهِمْ وَ خُدُودِهِمْ وَ يَقِفُونَ عَلَى مِثْلِ الْجَمْرِ مِنْ ذِكْرِ مَعَادِهمْ! كَأَنَّ بَيْنَ أَعْيُنِهِمْ رُكَبَ الْمِعْزَى مِنْ طُولِ سُجُودِهِمْ! إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ هَمَلَتْ أَعْيُنُهُمْ حَتَّى تَبُلَّ جُيُوبَهُمْ، وَ مَادُوا كَمَا يَمِيدُ الشَّجَرُ يَوْمَ الرِّيحِ الْعَاصِفِ، خَوْفاً مِنَ الْعِقَابِ، وَ رَجَاءً لِلثَّوَاب!
(د هجرت په اته دیرشمه نیټه یې د نهروان له جنګه وروسته یې د خپلو لښکریانو په غندنه کې چې له معاویه سره یې د وروستي جنګ لپاره په تیاریدو کې لټي کوله وفرمایل) د کوفیانو غندنه او دهغوی د ماتې لاملونهکه خدای تعالی ظالم ته څو ورځې مهلت ورکوي په دې وجه نه دی چې خدای د هغه له حساب یا عذابه غافله شوی دی.خدای د ظالمانو په کمین کې ناست دی، او د هغوی مرۍ یې نیولې چې اوبه ونه څښی شي. خبر اوسئ! په هغه خدای چې زما روح یې په لاس کې دی شامیان به بر تاسو غالب شي په دې وجه نه چې هغوی تر تاسو زیات حقداره دي بلکه له دې امله چې هغو یدخپل باطل امیر امر سملاسي مني خو تاسو د حق په منلو کې سستي کوئ . د دنیا قامونه د خپلو چارواکو له ظلمه ویریږي او زه د خپلو پیروانو له ظلمه ویره لرم. تاسو مې له دښمن سره جهاد ته وهڅولئ خو تاسو روان نه شوئ، حق مې درته ووایه خو وامو نه اوریده، او په ښکاره او پټه مې تاسو وبللئ خو ومو نه منله، نصیحت مې درته وکړ خو قبول مو نه کړ. تاسو داسې حاضران یئ لکه غایبان او داسې مریان یې لکه بادران. تاسو ته د خدای امر اوروم خو تاسو ترې تښتئ او رسا نصیحتونه درته کوم خو تاسو تیتیږئ، تاسو له سرکښانو سره مبارزې ته غواړم خو لا مې خبرې نه وي ختمې شوې چې د سبا[1]د خلکو په شان خواره واره شئ او خپلو غونډو ته ستانه شئ.د پند او نصحیت په جامه کې یو بل دوکه کوئ چې زما د نصحیتونو اثر ختم کړئ. سهار مو کوږوالی نیغ کړم او ماښام بیا کاږه شئ.لکه لینده چې نیغوې او بیا کږیږي هم په خپله نه نیغیږي او هم یې نیغوونکی ستړی شي. ای هغه خلکو چې بدنونه مو حاضر او عقلونه مو غایب او فکرونه مو خواره واره ده . او ستاسو واکوال له ستونځو سره مخامخ دی. ستاسو مشر د خدای اطاعت کوي او تاسو ورسره مخالفت کوئ.خو د شامیانو مشر دخدای معصیت او نافرماني کوي او شامیان یې خبره مني. په خدای قسم خوښ یم چې معاویه له ماسره ستاسو په سر په درهمو او دینارو سره معامله وکړي له ما لس واخلي او خپل یو کس ماته راکړي. ای دکوفې خلکو!خدای په تاسو اړولی یم چې درې څیزه لرئ او دوه څیزه نه لرئ:غوږور کاڼه، ژبه ور ګونګیان او سترګور ړانده یئ.نه د جنګ د میدان میړونه یئ او نه د بلا او سختۍ په وخت باوري ملګري. خدای مو لاسونه له خاورو ډک کړه. ای خلکو!تاسو دهغو اوښانو په شان یئ چې څاروان یې ورک شوی وي ، له یوه لوري یې راغونډوې او له بل اړخه خپریږي. په خدای قسم کله چې جنګ تود شي ، لمبې یې بلې شي او تودوښه یې سوزوونکې شيد ابوطالب زوی پریږدئ او داسې ترې جدا شئ لکه ښځه چې له زیږونه وروسته له بچي جدا شي. او هر کس یو لور ته وتښتئ. خو زه د حق په روښانه لاره روان یم او په هغه لاره یون کوم چې رسول الله مباکر (ص) پرانستې ده زما لاره روښانه ده او د باطل په تیارو کې یې هم موندلی شم. د اهل بیتو اطاعتای خلکو!د خپل پیغمبر په اهل بیتو نظر لرئ او په کوم لرې چې ځي تاسو هم لاړ شئ. او په پل یې پل کیږدئ. هغوی تاسو هیڅکله د هدایت له لارې نه بې لارې کوي او هلاکت او سپکوالي ته مو نه ستنوي. چې ودریدل نو ودریږئ او چې پاڅیدل نو پاڅیږئ ( قیام وکړئ) له هغوی مه مخکې کیږئ ګني بې لارې به شئ او له هغوی شاته مه پاتې کیږي ګني تباه به شئ. د پیغمبر اصحابما د رسول الله مبارک (ص) اصحاب لیدلې خو افسوس چې په تاسو کې یو کس هم دهغوی په شان نه دی. هغوی به په داسې حال کې سهار کاوه چې ویښته به یې پریشانه او مخونه دوړو وهلې وو او شپه به یې به سجدو او قیامونو تیروله. او خپل تندي او مخونه به یې د خدای په در کې په خاورو لګول. د قیامت یاد به داسې ناکراره کړې وو ته وا په اور ولاړ دي. په تندو به یې سجدو داسې نښې جوړې کړې وې لکه د بزو د زنګنونوغوټې. که چا به ورته د خدای نوم واخسته دهغوی ګریوانونه به له اوښکو لامده شول او د داسې به لړزیدل لکه ونه چې په توپان کې رپیږي. له هغه سزا چې ویره یې لرله. یا د هغه ثواب لپاره چې تمه یې لرله. ۹۸ خطبه
وَ مِنْ كَلامٍ لهُ عليه السلام
يشير فيه الى ظلم بنيأمية
وَاللَّهِ لاَ يَزَالُونَ حَتَّى لاَ يَدَعُوا لِلَّهِ مُحَرَّماً إلاَّ اسْتَحَلُّوهُ، وَ لاَ عَقْداً إِلاَّ حَلُّوهُ، وَ حَتَّى لاَ يَبْقَى بَيْتُ مَدَرٍ وَ لاَ وَبَرٍ إِلاَّ دَخَلَهُ ظُلْمُهُمْ وَ نَبَا بِهِ سُوءُ رَعْيِهِمْ، وَ حَتَّى يَقُومَ الْبَاكِيَانِ يَبْكِيَانِ: بَاكٍ يَبْكِي لِدِينِهِ، وَ بَاكٍ يَبْكِي لِدُنْيَاهُ، وَ حَتَّى تَكُونَ نُصْرَةُ أَحَدِكُمْ مِنْ أَحَدِهِمْ كَنُصْرَةِ الْعَبْدِ مِنْ سَيِّدِهِ، إذَا شَهِدَ أَطَاعَهُ، وَ إِذَا غَابَ اغْتَابَهُ، وَ حَتَّى يَكُونَ أَعْظَمَكُمْ فِيهَا عَنَاءً أَحْسَنُكُمْ بِاللَّهِ ظَنًّا، فَإِنْ أَتاكُمْ اللَّهُ بِعَافِيَةٍ فَأَقْبِلُوا، وَ إِنْ ابْتُلِيتُمْ فَاصْبِرُوا، فَإِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ. (د نهروان له جنګه وروسته د هجرت په اته دیرشم کال یې د بنی امیه او معاویه د جنایتونو په افشا کې وفرمایل:) د بني امیه و دظلم خبر ورکول. په خدای قسم بني امیه به خپل ظالم حکومت همداسې جاري وساتي او داسې حرام به پاتې نه شي چې حلال یې نه کړي او داسې تړونه به پاتې نه شي چې مات یې نه کړي او هیڅ کور او کیږدۍ به پاتې نه شي مګر دا چې د دوي ظلم ورننوځي . او په ظلم خلک له کور اوره وشړي. تر دې دواړه ډول خلک به ژړا ته مجبوره شي: ځینې کسان به خپل دین لپاره ژاړی او ځینې به د خپلې دنیا لپاره . او یو به له بله مرسته غواړي لکه مریی چې له باداره کومک غواړي چې د ارباب په شتون کې اطاعت کوي او په نه شتون کې یې بد رد وایي. د بني امیه و په حکومت کې چې څوک خدای ته ډیره هیله من وي پر هغه به زیات مصیبتونه وي. نو که خدای سلامتیا او عافیت درکړ نو په قدر یې پوه شئ او که په بلا او مصیبت اخته شوئ له صبره کار واخلئ.( ځکه چې اخر بری د پرهیزګارو دی) ۹۹خطبه
وَ مِنْ خُطبَةٍ لهُ عليه السلام
في التزهيد من الدنيانَحْمَدُهُ عَلَى مَا كاَنَ، وَ نَسْتَعِينُهُ مِنْ أَمْرِنَا عَلَى مَا يَكُونُ، وَ نَسْأَلُهُ الْمُعَافَاةَ فِي الْأَدْيَانِ، كَمَا نَسْأَلُهُ المُعَافَاةَ فِي الْأَبْدَانِ.
عِبَادَ اللَّهِ، أُوصِيكُمْ بِالرَّفْضِ لِهذِهِ الدُّنْيا التَّارِكَةِ لَكُمْ، وَ إِنْ لَمْ تُحِبُّوا تَرْكَهَا، وَ الْمُبْلِيَةِ لِأَجْسَامِكُمْ، وَ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ تَجْدِيدَهَا، فَإِنَّمَا مَثَلُكُمْ وَ مَثَلُهَا كَسَفْرٍ سَلَكُوا سَبِيلاً فَكَأَنَّهُمْ قَدْ قَطَعُوهُ وَ أَمُّوا عَلَماً فَكَأَنَّهُمْ قَدْ بَلَغُوهُ، وَ كَمْ عَسَى الُْمجْرِي إِلَى الْغَايَةِ أَنْ يَجْرِي إِلَيْهَا حَتَّى يَبْلُغَهَا، وَ مَا عَسَى أَنْ يَكُونَ بَقَاءُ مَنْ لَهُ يَوْمٌ لاَ يَعْدُوهُ، وَ طَالِبٌ حَثِيثٌ مِنَ الْمَوْتِ يَحْدُوهُ، وَ مُزْعِجٌ فِي الدُّنْيَا عَنْ الدُّنْيَا حَتَّى يُفَارِقَهَا رَغْماً؟ فَلا تَنَافَسُوا فِي عِزِّ الدُّنْيَا وَ فَخْرِهَا، وَ لاَ تَعْجَبُوا بِزِينَتِهَا وَ نَعِيمِهَا وَ لاَ تَجْزَعُوا مِنْ ضَرَّائِهَا وَ بُؤْسِهَا، فَإِنَّ عِزَّهَا وَ فَخْرَهَا إِلَى انْقِطَاعٍ، وَ إِنَّ زِينَتَهَا وَ نَعِيمَهَا إِلَى زَوَالٍ، وَ ضَرَّاءَهَا وَ بَؤْسَهَا إِلَى نَفَادٍ، وَ كُلُّ مُدَّةٍ فِيهَا إِلَى انْتِهَاءٍ، وَ كُلُّ حَيٍّ فيها إِلَى فَنَاءٍ. أَوَلَيْسَ لَكُمْ فِي آثارِ الْأَوَّلِينَ مُزْدَجَرٌ، وَ فِي آبائِكُمُ المَاضِينَ تَبْصِرَةٌ وَ مُعْتَبَرٌ، إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ! أَوَلَمْ تَرَوْا إِلَى الْمَاضِينَ مِنْكُمْ لاَ يَرْجِعُونَ؟ وَ إِلَى الْخَلَفِ الْبَاقِينَ لاَ يَبْقَوْنَ! أَوَلَسْتُمْ تَرَوْنَ أَهْلَ الدُّنْيا يُصْبِحُونَ وَ يُمْسُونَ عَلَى أَحْوَالٍ شَتَّى: فَمَيْتٌ يُبْكَى، و آخَرُيُعَزَّى، وَ صَرِيعٌ مُبْتَلىً،وَ عَائِدٌ يَعُودُ، وَ آخَرُ بِنَفْسِهِ يَجُودُ، وَ طَالِبٌ لِلدُّنْيَا وَ الْمَوْتُ يَطْلُبُهُ، وَ غَافِلٌ وَ لَيْسَ بِمَغْفُولٍ عَنْهُ؛ وَ عَلَى أَثَرِ الْمَاضِي مَا يَمْضِي الْبَاقِي!
أَلاَ فَاذْكُرُوا هَادِمَ اللَّذَّاتِ، وَ مُنَغِّصَ الشَّهَوَاتِ، وَ قَاطِعَ الْأُمْنِيَاتِ، عِنْدَ الْمُسَاوَرَةِ لِلْأَعْمَالِ الْقَبِيحَةِ وَ اسْتَعِينُوا اللَّهَ عَلَى أَدَاءِ وَاجِبِ حَقِّهِ، وَ مَا لاَ يُحْصَى مِنْ أَعْدَادِ نِعَمِهِ وَ إِحْسَانِهِ.
( د امام صحابي زید بن وهت وایی چې داخطبه یې د جمعې په ورځ په کوفې کې ورکړې ده) د خدای شکر کوو په هغه څه چې وشول او مرسته یې غواړو په هغه څه کې چې کیدونکې دي او له هغه غواړو چې دین مو سلامت وي لکه څرنګه چې ترې د بدن سلامتیا غواړو. ای دخدای بندګانو تاسو ته د دنیا د پریښودلو سپارښتنه کوم چې په هر حال تاسو به پریږدي که څه هم تاسو یې جدایي نه خوښوئ او بدنونه مو ورستوي که څه هم غواړئ چې همیشه تازه وي. ستاسو او د نیا مثال دهغه مسافرانو دی چې په یوه لاره روان شي نو ګمان کوي چې منزل ته ورسیدل او او کله چې یو منزل ته د رسیدلو اراده وکړي ته وا مقصد ته ورسیدل. حال دا چې لا منزل ته ډیره فاصله پرته ده هغه کس به څرنګه منزل ته ورسیږي چې ټاکلې ورځه په مخکې لري او له هغه تیریدی نه شي او مرګ په تیزۍ راخستی وی او ډول ډول لاملونه هغه د دنیا پریښودلو ته اړباسي که څه هم د هغه نه وي خوښه. نو د دنیا په عزت او ویاړ کې له یو بل سره سیالي مه کوئ او په ښکلاوو او لورینو یې مه غولیږئ او له سختیو یې مه پریشانه کیږئ ځکه چې د دنیا عزت او ویاړونه ختمیدونکې او نعمتونه یې زایلیدونکي دي او سختۍ یې هم تیریدونکي دي .دلته د هرې وخت یوه انتها ده او دهر ژوندي لپاره فنا ده .ولې د تیو خلکو په ژوند کې ستاسو لپاره عبرت نه دی پروت؟ ولې نه ګورئ چې کوم تیر شول هغه نه راستنیږي او ستاسو بچیان هم په دې دنیا کې نه پاتې کیږي. ولې دنیا خلکو ته نه ګورئ چې ډول ډول حالات او شپې ورځې لري . یو مري او بل ورپسې ژاړي او یو ترې پاتې وي او له هغه سره غمرازي کیږي یو بل کس یې بیا د بیمارۍ په بستر پروت وي او نور یې پوښتنې ته ورځي یو بل بیا د ځنکندن په حال کې دی او بل د دنیا په طلب ګرځي چې مرګ یې راونیسي او یو بل بیا د غلفت په خوب اوده دی خو مرګ نه دی هیر کړی . او راتلونکي کسان هم د تیرو په پله روان دي. نو په هوش کې راشئ اوس هم موقع شته ده هغه مرګ رایاد کړئ چې د خوندونو فنا کوونکی، د خوندونو نابودوونکی او د هیلو ماتوونکی دی. او د بدو کارونو په وخت هغه یاد کړئ او د واجباتو د کولو ، د نعمتونو او دخدای د بې شماره احسانونو په وړاندې د شکر په وخت له خدایه مرسته وغواړئ. ۱۰۰ خطبه
وَ مِنْ خُطبَةٍ له ُعليه السلام في رسول اللَّه و أهل بيته
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ النَّاشِرِ فِي الْخَلْقِ فَضْلَهُ، وَ الْبَاسِطِ فِيهِمْ بِالْجُودِ يَدَهُ نَحْمَدُهُ فِي جَميعِ أُمُورِهِ، وَ نَسْتَعِينُهُ عَلَى رِعَايَةِ حُقُوقِهِ، وَ نَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلهَ غَيْرُهُ. وَ أَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَ رَسُولُهُ، أَرْسَلَهُ بِأَمْرِهِ صَادِعاً، وَ بِذِكْرِهِ نَاطِقاً، فَأَدَّى أَميناً، وَ مَضَى رَشِيداً، وَ خَلَّفَ فِينَا رَايَةَ الْحَقِّ، مَنْ تَقَدَّمَهَا مَرَقَ، وَ مَنْ تَخَلَّفَ عَنْهَا زَهَقَ، وَ مَنْ لَزِمَهَا لَحِقَ، دَلِيلُهَا مَكِيثُ الْكَلاَمِ بَطِيءُ الْقِيَامِ، سَرِيعٌ إِذَا قَامَ. فَإِذَا أَنْتُمْ أَلَنْتُمْ لَهُ رِقَابَكُمْ، وَ أَشَرْتُمْ إِلَيْهِ بِأَصَابِعِكُمْ،جَاءَهُ الْمَوْتُ فَذَهَبَ بِهِ، فَلَبِثْتُمْ بَعْدَهُ مَا شَاءَ اللَّهُ حَتَّى يُطْلِعَ اللَّهُ لَكُمْ مَنْ يَجْمَعُكُمْ وَ يَضُمُّ نَشْرَكُمْ، فَلا تَطْمَعُوا فِي غَيْرِ مُقْبِلٍ، وَ لاَ تَيْأسُوا مِنْ مُدْبِرٍ فَإِنَّ الْمُدْبِرَ عَسَى أَنْ تَزِلَّ بِهِ إِحْدَى قائِمَتَيْهِ، وَ تَثْبُتَ الْأُخْرَى، فَتَرْجِعَا حَتَّى تَثْبُتَا جَمِيعاً. أَلاَ إِنَّ مَثَلَ آلِ مُحَمَّدٍصلى الله عليه وآله وسلم، كَمَثَلِ نُجُومِ السَّمَاءِ: إِذَا خَوَى نَجْمٌ طَلَعَ نَجْمٌ، فَكَأَنَّكُمْ قَدْ تَكَامَلَتْ مِنَ اللَّهِ فِيكُمُ الصَّنَائِعُ، وَ أَرَاكُمْ مَا كُنْتُمْ تَأْمُلُونَ.
(ویل کیږي چې دا خطبه یې دهجرت په پینځه دیرشمه نیټه د خلافت په دریمه جمعه ورکړه) د خدای پیژندنهستاینه هغه خدای لره ده چې پریمانه احسان یې په مخلقاتو خپور دی او د کرم لاس یې اوږد دی هغه په ټول کارونو ستایم او د الهی حق په ساتنه کې ترې مرسته غواړو . او ګواهي ورکوو چې بې له هغه بل خدای نیشته . او ګواهي ورکوو چې حضرت محمد (ص) د خدای بنده او رسول دی هغه ځپل پیغمبر راولیږه چې امر یې ښکاره کړي او نامه یې پر ژبو جاري کړي. نو په امانت سره یې خپل رسالت سرته ورساوه او په راستۍ او درستۍ سره لاړ.او مونږ ته یې دحق بیرغ پریښوده څوک چې له دغه بیرغه وړاندې شي له دینه وځی او څوک چې ترې شاته پاتې شي هلاکیږي او څوک یې چې ملګري وي ژغورل کیږي.د دغه بیرغ لارښود هغه کس دی چې په کرار یې خبرې کولې او په ډاډ یې ګامونه اخستل خو له پا څیدو وروسته به یې چټک عمل کاوه. نو کله مو چې د هغه اطاعت وکړ او هغه مو ستر وګاڼه نو د هغه نیټه پوره شوه او خدای ځانته وباله. نو له هغه وروسته مو چې څنګه زړه غواړي ژوند کوئ تر دې چې هدای به هغه کس راپاڅوي چې تاسو به متحد کړي او تیتوالی به مو ختم کړي. ای خلکو! په هغه څه پورې چې نه دی راغلی زړه مه تړئ او څوک چې تیر شول په هغه مه نهیلي کیږئ.ځکه چې که تیر کس یو ګام وښویږي ښایي بل یې کلک شي او بیا داسې حالا ت پیدا شي چې دواړه ګامونه یې کلک شي. خبر اوسئ! دآل محمد(ص) مثال د اسمان د ستورو په شان دی که یو ستوری ولویږي بل ستوری به راوخیږي.( د امام مهدي (ع) تر ظهوره پورې)ته وا چې د پیغمبر(ص) د کورنۍ په برکت پر تاسو نعمتونه بشپړ شول او خپلو ارمانونو ته ورسیدئ.
|